د اجمل د هيندارې انځورونه

د څو شېبو لپاره د فكر و خيال خلوتكدې له لاړ شئ، هلته مراقبه او له ذهني تزكېې وروسته د هيلو او عواطفو په سترګو د شاعرۍ نړۍ ته ورننوځئ، نفساني رجحانات د غيور فقر په زنځيرونو وتړئ، د زړه هينداره په هغو اوښكو ومينځئ چې لا راڅڅېدلې نه وي؛ نو هله به درڅرګنده شي، چې د ختيځ نوميالى فيلسوف علامه اقبال رښتيا ويلي:


شعر را مقصود اګرادم ګر ست
شاعرى هم ورث پيغمبرست

شاعر د پيغمبرانو عليهم الصواه و السلام په ميراث كښېنول دومره وړه خبره نده، شپې رڼول، له ستورو سره راز و نياز، نړۍ ته بل ډول كتل او له فن نه د سپېڅلي انساني هدف داسې هينداره جوړول چې راتلونكي نسلونه پكې خپل مخ وګوري د شاعر او فنكار نصب العين دى خو اوس زما تر مخ د ځلمي فنكار اجمل يوسفزي د زړه ټوټې پر تې دي، او دا مې پر ځان باور دى، چې انصاف به ورسره ونكړاى شم، ځكه زه متاسفانه د صاحب طرز اديب او ليكوال استاذ صميم غوندې د كامې هم نه يم، چې په \"كامواله تعلى\" ځان وژغورم خو توكل پر خداى(ج).
كله كله څه چې ډېر وخت لوستونكي د يوه شعر په باب داسې فكر كوي، چې شاعر زما د زړه خبره كړې، حال دا چې شاعر خپل چاپېريال او مافى الضمير په ټكيو انځور وي، د دردونو، محيطي پېښو او نهيليو هماهنګي يو داسې شكل خپل كړى، چې:

بېلتانه په غم شريك كړم د غمجنو
د هر چا په غاړه ژاړم لكه نى

شاعر خپله مستي يا نيستي، شور ولولې او د احساساتو غورځنګ د استغراق پر پولو ورواړوي، او داسې انځورګر او عكاس ترې جوړى شي چې د حمزه بابا په وينا:

اوس چې هره بې لوثه وايمه پند شي

كه نه! شاعر غريب د ځان له غمه مړ دى، نه د جهان خو چې ځان ترې اجتماعي او ټولنيز شوى؛ نو له خوښۍ نا خوښۍ پرته د هر چا د زړه خبرې كوي، او دا ځكه خوله فنپارو د شاعر شخصيت ډېر په زړه پورې ښكاري، په حاضر كې غايب له خپلو نه پردي او په پردو كې خپل، او همدغه يقين مې په اجمل يوسفزي هم راځي، ځكه په دومره كم عمرۍ كې له طالبانو سره تر شيبر اوښتل، د مرګ له كومې نه تر حبس او بيا په حيرانوونكى ډول له دېر ربړنه وروسته اّزادېدل هغه ځانګړنې دي، چې د ده د لېونۍ پوهې (شاعرۍ) مست غورځنګونه يې ګڼلى شو.
يك تنها به په خونخوارو لا رو تلل څوك

د اجمل يوسفزي د شاعرۍ په باب څېړنه او نقد به ځكه بې وخت وي چې شعر د مېوې غوندې د شاعر د ونې له رسېدو سره جوخت ګامونه اخلي، او پخيږي، او كه له چا سره شك وي؛ نو په حمزه بابا به يې سپينه كړو، چې:

پڅې بياتي به د وختونو په تنقيد شي زما
چې لاله كيفه ځينې كم ته راوتلى نه يم.

تخيل، رنګيني، پېغام، ښكلا او هنري ادا كه د شعر لوازامات وي، نو ښاغلى اجمل پدې تول پوره خيږي، كه څه هم زمونږ د زخمي هېواد لپاره خو يوازې د سولې او امن پيغام بايد هدف وي، او كه مې نه ګرموئ، نو بايد دا هر څه د اسلام د مقدس دين تر بنسټونو لاندې وي، ځكه افغانانو د ترقي پسندۍ د افكارو مزه وڅكله، چې تر اوسه مې لانشه ماته نده، نو ځكه دې زمونږ د هېواد فنكار او شاعر پخپلو زمزمو كې خپل مقدسات نه هيروي، حركات، تلميح او د ادبي فنونو نور اصناف د شاعرۍ د تداوم او رنګينۍ اساسات دي، اجمل يوسفزى هم دغه ارزښتونه نه هېر وي، او د ادب د نورو زرګونو عقيدتمندانو غوندې يې په درنيښت يادوي:

يو غزلبوله زمزمه د مينې
د خړ خېبر په سردرو تېره شوه

د اجمل پدې ټولګه كې ما ته څه نا څه نظمونه د لېوني فلسفي مرحوم غني خان په تاثر ښكاره شول، او هغه قادر الكلامه شاعر چې څه ډول الفاظ د خپل فكر غلامان كړي وو، اجمل ورسره هم له همدغسې بې پروايي نه كاراخيستى، خو د پښتنو پلار خوشال بابا هم پر شعر همدغسې ګوزار كړى، او پخپله رندانه ژبه وايي:

رنګ زما د شعر هېڅ سره سم ندى
لكه سپي را پسې ګرځي په دنبال

اجمل يوسفزى چې د ژوند د كوم د ورشېبې اړوي، هغه د احساساتو د توپاني كېدلو او د دغې نفسياتي څپې له اوښتلو وروسته د يو ډول انفعال او ندامت امتزاج را منځته كوي، او پدې باب ما ته د خپل عالم او فاضل استاذ علامه رشاد يوه خبره را په زړه شوه، هغه درانه يو ځل په ټولګي كې راته وويل، چې د ليسو لسم ټولګي د پښتو درسي كتاب چې مې تصنيفاوْ؛ نو ما ترې ټول عشقي اشعار په قصدي ډول ويستلي وو،او هغه د دې لپاره چې د شاګردانو د اوخت د احساساتو او غريايزو د تشديد وي، نو په متبادل ډول مې ورته ديني، تاريخي او اجتماعي مسايل په مضمون كې ځاى پر ځاى كړي وو، او تر څو چې په تدريسي بنسټونو كې انحراف نه وي، د شخصيت د تكامل او پشپړتيا مسوْوليت په ښه ډول سر ته رسي.
اجمل يوسفزي چې ژوند ته سترګې پرانيستې، پخپل كور كې يې د پلار شهادت، هجرت او په زرګونو داسې فجايع ليدلي، چې روسانو او د هغوى ګډاګيانو رامنځته كړي؛ نو ځكه يې شخصيت د هېواد د مستقبل لپاره په زړه پورې فرهنګي نوښتونه رامنځته كولى شي، او پدې كچه ځوانى هم حق لري، چې ووايي:

عشقه سلامونه چې سلطان دې كړم
لمر دې كړم شمله دې كړم اسمان دې كړم
ډېرې ككرۍ مرګ خاورې كړېدي
تازه كړم مجنون ژوندى د استان دې كړم

نو مبارك موشه، دا اجمل يوسفزى او دا يې د زړه ټوټې او د زړه ښيښې، زما هيله دا ده، چې كه مې يې كماحقه درناوى نه وي كړى، نو رانه دې خيرنې شوې او ماتې شوې هم نه وي.

ناګار
شوال المكرام /23/1420
ننګرهار پوهنتون استوګنځى
درونټه