ګران اجمل جان يوسفزي ته

د ېوې لنډې سريزې په ځاى، دا لاندې غزل ډالۍ ده.

عبدالوكيل اټك

زما د پلار د ځالې بازه
زما محمود زما ايازه
يې تسل مې د ټپي زړګي
زما دوست زما همرازه
تا د (ليونى) له جامه څكلي
رنديې مست يې بې نيازه
لكه بحر د روند، كراريې
ستاسينه ډكه له رازه
ته چې راغلې د ليلې له غيږې
غاړه كږه وړمه له نازه

9/ 18 / 2000
پېښور تاكال دوشنبه

د ليلې دښتې په ګمنامو سپاهيانو كې شمېرل شوى اجمل جان درې مياشتې وروسته ژوندى راستون شو-اټك