ټول افغان لومړی مخ کتابتون لومړی مخ
لړليک د ليکوالې لنډه پېژندنه


څلورم څپركى

په پښتو ژبه كې د جملو خصوصيات (ځانګړتياوې)
د ژبې د ژبنيو فورمونو د مطالعې او څېړنې څخه داسې نتيجه ترلاسه كيږي چې د پښتو ژبې په جملو كې د جوړښت او ساختمان دوه ډوله ځانګړتياوې شته دي. دغه دواړه برخې (عروضي او نحوي) په لاندې كرښوكې بيانول غواړو:
لومړى: د عروضي جنبې په باب څرګندونه:
څرګنده ده چې داكثرو ژبو په تېره بيا د پښتو ژبې عروضي، نحوي (سينتكسي) څېړنې تر اوسه پوره بشپړې شوي نه دي ځكه چې تر اوسه پورې څېړونكو ژبه درسم الخط (ليك) په اساس تجزيه كړې ده، خو په ډيرو ژبو كې او په پښتو ژبه كې ځيني داسې نحوي عناصر شته چې يوازې په تلفظ (وينا) كې څرګنديږي او په ليك كې نه څرګنديږي. له دغو څخه د خج، اهنګ، الحاق پيوستون، بيلتون (وصل او فصل) عناصر دي. د پښتو ژبې دغه عروضي برخې ته كومه خاصه پاملرنه نه ده شوى، په تېره بيا د اهنګ (Intonation)، فصل او وصل موضوع پوره روښانه څېړل شوې نه ده، مګر د خج و په باب په ډيرو ګرامرونو كې او يا په ځانګړي توګه خواره واره مواد ليدل كيږي، چې د هغو له ډلو څخه د پوهاند رښتين (د پښتو ګرامر 1327 لومړى ټوك (12 مخ) كې د خج د اهميت او په كلمو كې د معنا وو د بدلون په باب څرګندونې شوي دي. د دروند او سپك خج يادونه يې هم كړې ده. همدارنګه محمد ګل مومند (د پښتو ژبې لياره) كې د خج يادونه يې هم كړې ده. د زياتو معلوماتو له پاره د همدغه اثر (18-19-20) مخونه وګورئ.
د پښتو ژبې خج په باره كې څېړنه د ډاكتر بيچكا ليكنه ده، چې ترجمه يې د 1348 كال (د كابل مجلى په (2-3) ګڼو كې چاپ شوې او د پښتو ژبې د ځينو فعلونو او تركيبي كلمو د خج په باب ځيني ژبپوهنيز پرنسيبونه وړاندې كړي دي. د زيات تفصيل له پاره همدغه مقاله وګورئ.
(خج يا فشار د پښتو په ژبه كې) د 1346كال د كابل مجلې (10) ګڼه چاپ د معلوماتو د پاره وګورئ. همدارنګه دلته به د موضوع په اړه د لغوي خج او فونيم (غږيزواحد) په باب څه ضروري څرګندونې وړاندې كول بې ځايه نه ګڼو.
د پښتو ژبې ټول غږونه د غږيز سيستم له پلوه پر دوو برخو بېليږي:
يوې ته كتاريز او بلې ته سر كتاريز) وايي. كابل مجله 1355 كال لومړۍ ګڼه) او يا د كتاريز او غير كتاريز په نومو سرهء ياديږي.
په انګليسي، روسي ژبو كې كتاريز غږونو (فونيمونو) ته Segmental او غير كتاريز غږونوته (Suprasegmental Phonemes) وايي.
پوهاند رحيم الهام د دري ژبې د فونيمونو د تشريح په برخه كې د سيګمينټ Segment د پاره (مقطعه‌ء) او سوپر سېګمېټ (Supra Segment) د پاره عروضي اصطلاحات وضع كړي دي. كوم اصطلاحات چې ښاغلي پوهاند الهام د ژبپوهنې د پورتنيو اصطلاحاتو له پاره ټاكلي دي. پوره سمون كولى شي. څنګه چې د پښتو ژبې ددغو اصطلاحګانو دپاره كومه خاصه نومونه نه لرونو د استعمال په ځينو برخو كې به د نوموړو اصطلاحګانو څخه ګټه اخيستل هم بې ځايه نه وي.
كه مونږ د پښتو ژبي (كتاريز يا غير كتاريز) اصطلاحات د انګليسي ژبې سره پرتله كړونو كټ مټ يو ډول مفاهيم افاده كوي. د پښتو ژبې ټول واولونه او كانسو نينټونه كتاريز غږيز واحدونه (فونيمونه) دي. مګر غير كتاريز (سوپر سيګمېنت) غږونه (خج، اهنګ، لحن) غږيز واحدونه (فونيمونه) نه دي. د خج د څېړنې په برخه كې د ژبپوهانو ترمنځ د نظرونو بېلوالى ليدل كيږي. ځيني پوهان خج فونيم ګڼي مګر ځيني بيا خج د فونيمونو په ډله كې نه ګڼي. د دواړو نظريو خاوندان ځيني ذهنى اوعيني دلايل هم وړاندې كوي. مونږ دلته دغه قضاوت چې خج (فونيم) ونه ګڼل شي د يو څه منطقى استدلال سره سم دواقعيت څخه لرې نه ګڼو د موضوع د تائيد لپاره ګورو:
فونيم هغه غږيز واحد (ټوك) دى چې:
1- نه تجزيه كيدونكى دى 2- خپلواك دى (د مقايسې له پلوه) 3- سيكمېنت كتاريز (مقطعۍ) دى 4- بالقوه د معنا سره ارتباط لري. 5- د معنا لرونكو ژبنيو واحدونو (مورفيم، كلمه) غږيزه بڼه جوړ وي.
6- معنا لرونكي ژبني واحدونه سره بېلوي 7- ټول غړي (الوفونونه) يې په صـــــــوتي لحاظ غږيز
مشابهت سره لري مګر خج دغه ټولې ځانګړتياوې نه لري، يوازې د كلمو د معنا په تغير او د غږيزې بڼې په توپير كې رول لري. د خج او فونيم يوبل څرګند او جوت توپير دادى چې خج د غږيز سيستم يو مستقل عنصر دى، بلكې د فونيمونو ْ(غږيز واحدونو) يو داسې څرګندونه يا خصوصيت دى چې د يوې كلمې په څپه يز جوړښت كې جوتيږي.
مثلا: د پښتو ژبې دغه كلمه (ښكاري) د فونيم له نظره (ښ، ك، ا، ر، ي) برخى دي. ولې په همدې فونيم كې يو ټاكلي غږ يا خج چې پر لومړۍ يادوهمې څپې كې ښكاره كيږي. لكه د (ښكاري) په كلمه كې چې خج پر لومړۍ څپې وي نو فعل حال دى يعنى دليدل كيږي يا څرګنديږي په معنا، ولې په دوهمې څپې باندې خج د نوم حيثيت لري يعنى ښكاركوونكى. همداسى نور مثالونه.
اوس چې د سېګمينت او سوپر سيګمنت په معنا پوه شو نو راګرځو خپلې موضوع ته. دلته داهم بايد وويل شي چې د عروضي جنبو په باب د خج، اهنګ او الحاق په نومونو سره څرګندونې او څېړنې شته دى. پنزل په پښتو ژبه كې درې ډوله خجونه (دروند، منځنى متوسط) او سپك) او درې ډوله اهنګونه (جګ، منځنى، كښتنى) ښودلي دي او همدرانګه وايي چې ښايي درې ډوله الحاق (خلاص Open) جزيي (فاصلوي Hyphen) او پوره (التصاقى Close و مومو او ورپسې د خج او فونيمي تغيير، دافګسونو خج، د خج تغييرات سره د مثالونو ښودلي دي. وروسته تردې د جملو د خج او اهنګ په باپ د تركيبونو د الحاق په برخه كې توضيحات وركړي دي او د عروضي جنبې اوليك دود په باب څه خبرې هم شته دي، چې مونږ يې د موضوع د اوږدوالي له كبله ورنه تيريږو. همدارنګه ډاكتر زيار د خبري جملو د پاره وليدونكى او سوالي جملو لپاره جګيدونكى اهنګ په ګوته كوي مګر خج يې بيا په دريو ډولو په دوديز ډول بېل كړى دى، چې د جملوي، لغوي هجايي په نومو سره يې نومولى. خو دلته څه غورهم په كار دى. ځكه دا خبره بايد له ياده ونه باسو چې په جمله كې پر كلمو باندې د خج دريځ د جملو د اهنګ ټاكونكى هم وي.
خج معمولا په كلمو كې او د كلمو په ساختمانونو كې برخه لري د ژبې د صرفي ساختمان سره هم اړيكي ټينګوي او په جملو كې د جملوي فشار په توګه وظيفه ترسره كوي. په دې ترتيب سره اهنګ له اوږدو ساختمانو يعنى جملو، فقرو سره تړون او ارتباط لري او د هغوي د نحوي معنا ګانو ټاكونكى وي.
اهنګ په پښتو جملو كې ژبنى ارزښت لري. څنګه چې ليدل كيږي تر اوسه پورې په پښتو يا فارسي ژبو كې د اهنګ ډولونه درې يا (څلور) معيارونه په ګوته شوي دي. لكه خورا جګ اهنګ، جګ اهنګ، منځنى اهنګ او ټيټ اهنګ. د موضوع دروښانتياله پاره يوه داسې جمله راوړو:
1- تورپيكۍ راغله. 2- تورپيكۍ راغله.
3- تورپيكۍ راغله! 4- تورپيكۍ! راغله.
په پورتنيو جملو كې ترتيب او تشكيلوونكي اجزاوې كټ مټ سره يودي پرته له څلورمې جملى څخه، ولې د اهنګونو له مخې معنوي بېلوالى يې پيژندل كيږي.
د نحوي تجزيې له مخې زمونږ پورتني مثالونه يعنى هره يوه جمله چې (معنوي توپير سره لري) درې تشكيلووئكي برخې لريز دوې برخې يې په ليك كې څرګندې دي لكْه:
تورپيكۍ راغله. دغه جمله په اسمي او فعلي برخو سره بېليږي چې او له برخه د جملى فاعل (مسند اليه) او دوهمه برخه يې فعل (مسند) دى. دريمه برخه يې په ليك كې نه انځوريږي په دې حساب بېل بېل اهنګونه په دغو جملو كې د څلورو جملو معنا ټاكي يعنى د اهنګ توپير د جملې د معنوي نوعيت سبب ګرځي.
په دې توګه غواړو د پښتو ژبې د جملو عروضي ځانګړنې په جلا توګه په ګوته كړو.