يو څو خبرې

د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د پښتو څانګې په درسي نصاب كې د پښتو ژبې ګرامري مسايل لكه (صرف، نحوه) هم ځاۍ لري.
د پښتو ژبې په صرفي برخه كې مواد او ليكنې شته. چاپي اثار هم لرو او د نحوې په برخه كې خواره واره مواد د بېلا بېلا كورنيو او باندنيو پياوړو استادانو او ژبپوهانو له خوا رامنځ ته شوي دي، خو د يو بشپړ درسي پلان له پاره كافي نه ګڼل كيږي. د درسي پلان له مخې ښايي چې درسي مواد كال په كال يالږ تر لږه دريو څلورو كالو په موده كې پرې نوى نظرو شي او د ورځنيو علمي تجربو، نويو علمي څيړنو په رڼا كې دغه مواد بشپړ اوكره شي.
دغه كار چې زه يې دلته وړاندې كوم سره له دې چې نوې موضوع نه ده خو بيا هم دغه اثر كيداى شي د پښتو ژبې د نحوي مسايلو او پرابلمونو په باب په څه نا څه ګټه شي.
ددې اثر په ليكنه كې زياته هڅه شوې ده چې مسايل په تطبيقي توګه بيان كړاى شي او همدارنګه د موضوع دروښانولو له پاره زيات مثالونه په عملي او تطبيقي برخه كې د پخو ليكوالو، استادانو د اثارو او همدارنګه د پښتو ژبې د خوږو محاورو نويو او زړو اصطلاحګانو څخه كار اخيستل شوى دى.
بايد زياته كړم چې ما دغه اثر د لوى استاد علامه پوهاندرشتين په لارښوونې چې زه يې د شاګردۍ وياړ هم لرم ليكى دى.
څنګه چې په دې برخه كې تر اوسه كوم درسي چاپ شوى بشپړ كتاب يا لكچر نوټ نشته نو د پوهنځي د پښتو څانګې داړتيا او ضرورت له مخې ما دغه ګران كارته اوږه ورته كړې تر څو لږ تر لږه زما دغه كار او هلې ځلې له يوې خوا دا چې د پښتو ژبې په دغه ګرامري برخه كې يو څه كار شوى وي او له بلې خوا د مينه والو او د څانګوالو له پاره د استفادى وړوګرځي.
دغه اثر په 1366 لمريز كال د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي له خوا د كستتنر په شكل چاپ شوى و، چې بيا وروسته د چاپېدوله پاره يې منظوري هم شوې وه. له بده مرغه د هيواد دبدو سياسي حالاتو له كبله چاپ نه شو.
د 1371 لمريز كال د كابل د جګړو په نتيجه كې د ادبياتو د پوهنځي او د هيواد د نورو زياتو كتابونو سره يو ځاى دغه اثر هم له منځه ولاړ.
سږ كال د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د ضرورت له مخې پريكړه وكړه، چې دغه درسي اثر (پښتو نحوه) دې چاپ شي، نو د ساپي څېړنو مركز د خپلې ملي پاليسۍ له مخې چې درسي كتابونه په لومړي قدم كې چاپوي، نو ددې كتاب په چاپولو كې هم مرسته كړې ده چې دغه مركز له يوې خوا خپل ملي رسالت تر سره كړى او له بلې خوا د پښتو څانګې د استادانو او محصلينو لپاره يې درسي اسانتيا برابره كړې ده. په دې توګه مننه او كور ودانۍ ورته وايو د لازياتو برياليتوبونو په هيله.
پوهندوى ډاكتر زرغونه رشتين زيور
د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاده