اول: د پښتو ژبې دجملو عروضى خصوصيات:

د يوې جملې د ساختمان او جوړښت په څېړ نه او مطالعه كې دغه لاندې عروضي نښې نښانې سره بيلول غواړو:
الف: اهنګ: په ژبه كې اهنګ دا وازد ټيټېدو او لوړيدو يو ډول زيروبم دى. په پښتو ژبه كې د نورو ډيرو ژبو په څېر داهنګ مفهوم خاص ارزښت لري ځكه هره ژبه د جملې او نورو غونډونو يو خاص اهنګ لري. د اهنګ بدلون او توپير د جملې د معنا د بدلون سبب ګرځي. كه څه هم د جملى جوړښت، فورم (شكل) به بدلون نه وي موندلى خو همدغه اهنګ دى چې په دغه ډول جملو كې خبري او نا خبري جملې سره بيلوي.
د اهنګ د بدلون له مخې جملې د معنا له مخې په خبري، سواليه، تعجبي، ندايي باندې ويشل كيږي(1).
كه چېرې جملې د ليك د نښو له مخې بيلې كړاى شي نو دا به يوه نيمګړې هڅه وي. د جملى د ډولونو ويش د معنا له مخې د عروضي خصوصياتو له مخې كيږي. خوله بده مرغه په پښتو ژبه كې دغه عروضي برخه پوره او علمي نه ده څېړل شوې كه كومې ويشنې شوي دي هغه هم اټكلي خبره ده مګر دغه كار به هغه وخت بشپړ او باوري وي چې لابراتواري ازموينه د جملو د عروضي ځانګړنې (اهنګ، فشار) په برخه كې ترسره شي. كه د پښتو ژبې جملې (بشپړې او نابشپړې) داهنګ له مخې وڅېړلې شي نو د جملې ډير ډولونه به هم څرګند شي خو دلته مونږ څه نا څه په دوديز ډول خبري، سوالي، تعجبي، ندايي او امري جملى د خپلواهنګو نو په مرسته بيلوو. مونږ دغه مطلب د پوهاند الهام له روش جديد در تحقيق د ستور زبان دري) څخه راوړى دى.
1- خبري اهنګ: اوار پيل كيږي او بيالږ كښته (پروت) پاى ته رسيږي. البته وليدونكى نرم اهنګ دى او په يو منځني لحن سره ويل كيږي.
نوټ: ددې لپاره چې د نورو جملو ترمنځ بېلوالى موښودلى وي نو د خبري جملې د اهنګ د پاره Intonation=I نښه راوړ ويا IC=1 فورم ورته ټاكو. په دي مانا:
I د Intonation لنډيز او (C) د Construction لنډيز په توګه:
مثال يې : عمومي بڼه، خبري جمله: IC –1

پسرلى د خپلو خوږو وږمو سره راورسيد. د ګلانو سرونه وږمو ورو ورو او په خيال سره ښورول.
2- د پوښتنې اهنګ: په هغه صورت كې چې په جمله كې د پوښتنې كلمې ولرونو ددغه ډول جملې اهنګ لوړبيا ټيټ وي په دې توګه يې پيژنو:
IC- 2

مثال:
چېرته تاسى روان ياست؟ څوك ستاسى پوښتنې ته راغلى و؟
بل په هغو جملو كې چې استفهاميه كلمه نه وي نو په دغه ډول جملو كې اهنګ ټيټ پيل كيږي او بيا نيغ پروت لوړ پاي ته رسيږي. لكه: تاسى دلته هره ورځ راځى؟ تاسى له مونږ سره خبرې كوئ؟

همدارنګه په داسې جملو كې چې د سوال او ځواب په توګه وي هم يو بل ډول اهنګ چې IC –4 په توګه راغلى دى. اهنګ په پاي كې لوړيږي.

مثال:
مېله خلاصه شوه مونږ كورونو ته ولاړ واوتاسې؟
يادونه: هغه استفهاميه جملې چې ځواب يې هويانه وي اهنګ يې جيګېدونكى وي او د نورو استفهاميه جملو اهنګ په هغه برخه كې لوړيږي چې مطلوبه ځواب غوښتل شوى وي.
3- د تعجبي جملې اهنګ: هم ټيټ پيل كيږي او بيا پورته مخ په ځوړ پاى ته رسيږي مګر كله داسې هم پېښېږي چې لوړ پيل پريوټى پاي ته رسې چې دا بيا د جملې د مطلب په ټكي پورې اړه لري.
1- څه كارونه يې ونه كړل! 2- داهم شوه خبره! 3- ته هم لادومره شوې!! 4- دې ته لاګوره!
ب: په پښتو ژبه كې خج:
هره ژبه د خج ځانګړى سيستم لري او په هرې ژبې كې د خج دريځ په كلمه (لغت) او جمله كې يو له بله توپير لري. خج په بېلا بېلو ژبو كې بېلا بېلې ځانګړتياوې لري. د ژبپوهانو په نظر په نړۍ كې داسې ژبې هم شته چې خج يا لغوي خج نه لري مګر داسې نورې ژبې دي چې خج لرونكي وي دغه خج لرونكي عناصر د ځانګړو خصوصيتونو او موقعيتونو له مخې سره توپير هم لري. د نړۍ په ځينو ژبو كې لغوي خج يو معين او ټاكلى ځاى لري خو په ځينو نورو ژبو كې بيا د موقعيت او ځاى له مخې متحرك (خوځند) دى.
په پښتو ژبه كې هره كلمه (مورفيم) ځانته ټاكلى خج لري خو دا هم بايد زياته كړو چې د ټولو كلمو د خج موقعيت يو ډول نه دى په ځينو كلمو كې پر لومړۍ څپې لكه (وسپنه، ګټه) په ځينو كې پرمنځنۍ څپې (لوړوالى، مغلواله، پښتنواله) او بيا كله د ځينو كليمو پرورستنۍ څپې لكه (ګټه، تللى وو) خج راځي بيا ځيني كلمې هم شته چې د هغو خج تغيير نه كوي لكه:
خټګر، خټګره، (ښځه، ښځې، ښځو).
په وينا كې خج لرونكې څپه د بې خجه څپي څخه په دې لاندنيو خصوصياتو سره جلا كيږي.
1- فشار 2- د اهنګ جګوالى 3- اوږدوالى. د خجنې څپې دغه ځانګړتياوي په بيلو ژبو كې سره توپير لري.
دلته زمونږ مقصد د پښتو ژبې خجن عناصر دي، په دې توګه دغه خجن عناصر (څپې) په عمومي توګه دوې څرګندې ځانګړتياوي لري.
1- خجنه څپه نسبت بې خجه څپې ته په زيات فشار سره ويل كيږي. 2- خجنه څپه نسبت بې خجه څپې ته اوږده ويل كيږي. ددې علت دادى چې په پښتو ژبه كې هغه واول چې خج لرونكې څپې كې راغلى وي نسبت هغه واول ته چې په بې خجه خپې كې وي اوږدويل كيږي.
په همدې اساس په پښتو ژبه كې دنيا ميكي خج موجود دى چې پر نورو عواملو سربېره د اهنګ او د غږ د اوږدوالي سره مستقيم ارتباط لري. په دې توګه خج په پښتو ژبـــــه كې دوه څرګند خصوصيتونه لري يعنى پركومې څپې چې خج راغلى وي هغه نظر بې خجه څپى ته اوږد او هم يې فشار زيات وي. څنګه چې د خج دريځ د پښتو ژبې په كلمو كې متحرك (خوځند) دى نو د پښتو ژبى په لغوي او ګرامري جوړښت كې ډير ارزښت لري، يعنى خج په جمله كې د خپل اهميت له مخې هم څو ډوله دى (منطقى، لغوي او د جملې خج) دغه د خج موقعيت د كلمې په معنا او مقصد باندې هم ډيره اغيزه كوي او د خج د موقعيت په اساس كلمې (الفاظ) (اسمي- فعلي) او نورو سره بېلېږي. ددې له پاره دغه لاندې مثالونه راوړو:
1- (جاله) (خج پرلومړۍ څپې) ځاله، اشيانه.
2- (جاله) (خج پر دوهمې (وروستۍ څپې) داوبو جاله.
3- (بوره)، (خج په لومړۍ څپې) زوى مړې
4- (بوره) (خج پر وروستۍ څپې) (خوږه) (قند).
ښكاري- (خج پرلومړۍ څپې) فعل = ليدل كيږي. څرګنديږي، معلوميږي.
ښكاري، (خج په وروستۍ څپې) نوم = ښكار كوونكى. (فاعلى صفت)
تېره – (پر لومړۍ څپې) ماضي (تيره زمانه).
تېره (پر وروستۍ څپى) د پڅ ضد = تېز
جوړه – (پر لومړۍ څپې) سوله، روغه
جوړه- (په وروستۍ څپې) جفت، جامې، دناوې جوړه.
2- د خج د موقعيت په اساس دځينو كلمو ګرامري معناګانې ټاكل كيږي.
ننوتل- (خج پر وروستۍ څپه) (استمرارى) جمع عدد ماضى فعل
ننوتل – (خج پر لومړۍ څپې) (مطلق جمع عدد ماضى فعل).
ننوت: (خج پر وروستۍ څپې) استمراري ماضي مفرد دريم شخص):
ننوت: (خج پر لومړۍ څپې) مطلقه ماضي مفرد دريم شخص.
كه څه هم فشار په كلمو او د كلمو په ساختمانونو كې راځي يعنى يوه كلمه ممكن څو هجاوې ولري مګر ټول سيلابونه يو ډول نه ويل كيږي په دې معنا چې ددغو سيلابونو له ډلې څخه يو سيلاب نظر نوروته دروند ويل كيږي. دغه برخه د خج لرونكي هجا په نامه نومول كيږي. يعنى په دغه هيجا باندې فشار راوړل كيږي خو د كلمې نورې هجاوې كمزورى. او لنډې ويل كيږي. همدارنګه خج په جملو كې هم اغيزه ښندي يعنى كه دجملې پريوه توكي باندې زيات فشار راشي هماغه توكى خجن كيږي او نور توكونه به يې بې خجه او يا كمزوري خجونه ولري.
دغه خجن توكي د نورو توكونو څخه زيات د مطلب ټكي بيانوي. د مثال په توګه.
زه كورته ځم. يا ماليك وليكه.
په دې جملو كې كه چېرې خج په (زه) – (ما) ضميرونو باندې چې د جملې فاعل هم دى راشي نو دلته مونږ سمدلاسه پوهيږو چې جمله د څوك او چا استفهامي ضميرونو په مرسته سواليه كيږي او يا برعكس كه جمله د څوك او چاپه مرسته سواليه شي نومونږ پوهيږو چې په ځواب كې جملوي فشار د جملو د نورو برخو څخه (1) – په (زه) (2) – پر (ما) باندې زيات دى.
مګر كه چېرې جمله د چېرې، چېرته يا څه او يا داسې نورو ژبنيو فورمونو په واسطه سواليه شي. نو پوهيږو چې په ځواب كې جملوي فشار پر (كور) (ليك) باندې راځي او يا كه فشار په خبري جملو (زه كورته ځم) يا ماليك وليكه) كې د (كور) او (ليك) باندې زيات وي نوسواليه جمله د (چيري- څه) او داسې نورو فورمونو په ذريعه سواليه كيږي. ولې كه فشار پر (ځم) او (وليكه) فعلونو باندې زيات وي نو په ځواب كې هم فشار په دغه برخه باندې راځي. يا دا بل مثال: پسرلى راغى.
كه فشار پر (پسرلي) راشي دويونكي مقصد د پسرلي څخه دى او كه پر (راغى) باندې وي بيانو د پسرلي د راتګ مفهوم زيات ارزښت لري او پسرلي ته دويمه درجه ارزښت وركول كيږي. همدغه راز په سواليه، تعجبي، امري جملو كې دغه قاعده د تطبيق وړ ده.
ج: بيلتون او پيوستون (فصل او وصل):
بيلتون يا وقفه په تركيب (غونډ) او جمله كې د لفظي او نحوي ډلو (كلمو، تركيبونو) د بېلولو له پاره راځي او همدارنګه د بېلتون (وقفې) له مخې د جملو په پاي كې يوه جمله له بلې نه جلا كيږي.
پيوستون يا اتصال: په تركيبونو او جملو كې د مربوطه اجزاو ترمنځ الحاق او پيوستون ګڼل كيږي. په دې معنا سره چې دلته مقصد د كلمو، عبارتونو او جملو په برخه كې دوينا اصلي اوسمه بڼه ده په كومو كلمو، تركيبونو يا جملو كې د بيلتون يا پيوستون ضرورت ليدل كيږي. دلته كه د دووتوكونو (كلمو، غونډونو، جملو) پاي او پيل سره يو ځاي جوخت وويل شي يوه معنا او كه بيل او جلا يعنى په يو څه ځنډ سره وويل شي، نو مطلب بدليږي، دلته بايد دا په نظر كې ونيول شي چې مطلب او مقصد په نوموړي، جملې او يا تركيب كې څه شى دى او يا خو په ځينو ځايونو كې ددغو عناصرو معنا ګډوډه كيږي يا خو پوره او سم مطلب په لاس نه راځي. ددې مطلب د روښانولو له پاره د پښتو ژبې يو څو مثالونه راوړو. په دې لاندنيو جملو كې بېلتون او پيوستون په ښه توګه روښانه كيږي.
1- بريالى حيران، ناست دى.
2- نورګل زړور، ورغى.
3- سورګل ستومان، راغى.
4- نور محمد غمجن، لاړ.
په دغو جملو كې كه چېرې حيران، زړور، ستومان، غمجن د جملې د مسند اليه له متعلقاتو څخه وي نوپاتې برخه يې (ناست دي، ورغى، راغى، لاړ) د جملو (مسند) فعلونه دي.
همدارنګه يو بل مثال:
فرياد فريادي لاړ له دنيا نه ارماني
د مرګ قاصد ته ګوره راځي ناګهانه
د لومړي بيت مطلب د مخكنيو جملو په ترتيب سره پيوستون او بيلتون په توګه لولو لكه:
فرياد فريادي، فرياد، فريادي مګر په دوهم بيت كې د مرګ قاصد ته ګوره راځي ناګهانه، په اصل كې داسې لوستل كيږي. د مرګ قاصد ته يعنى وقفه (مكث) وروسته له (ته) څخه، مګر كه (ته) ارتباطى تورى د قاصد د كلمې سره پيوست ونه ويل شي او څه په ځنډ سره وويل شي نو بيا پورتنى مطلب له لاسه وركوي. (ته) بيا د دويم شخص ضمير په توګه مفهوم وركوي چې د مطلب ټكى نه دى لكه د مرګ قاصد ته ګوره راځي ناګهانه.
بله نمونه: دازمانه، حيانه كوي.
بيلتون: دا زما- نه حيانه كوي (نفى، له ما څخه) مطلب دى، پيوستون: دا زمانه) حيانه كوي. دلته (زمانه مقصد وخت او نوم دى).
په لاندې مثال كې دوه مشترك تكراري الفاظ وينو:
1- سورګل، حيران حيران كتل.
بيلتون په لومړي سركې (سورګل) څخه وروسته يو څه ځند خامخا راځي چې حيران حيران كتل د فعل قيد په تكراري توګه ښيي او د فعل له پاره پيوستون ګڼل كيږي. د فاعل سره د پيوستون له پاره سورګل حيران، حيران كتل.
چې دلته سورګل حيران نه وروسته څه وقفه راشي نو لومړى حيران د نوم (فاعل) مربوطه برخه جوړوي او دوهم حيران د فعل سره اړيكي لري. خو كه چېرې د فاعل سره جوخت ونه ويل شي نو بيا به داسې معنا ښندي.
1- بريالى، حيران ناست دى 2- نورګل- زړور راغى 3- سورګل، ستومان راغى 4- نورمحمد، غمجن لاړ.
په دې ترتيب حيران، زړور، ستومان- غمجن د فعل د مربوطاتو څگخه دى يعنى د جملې دفعل سره يې فعلي تركيبونه جوړ كړي او قيدي معناګانې ښندي يعنى دغه صفتونه د قيد په توګه وظيفه ترسره كوي. يادغه لاندې تركيبونه په جمله كې ګورو.
د زړه سوي اهونه يې له خولې نه پورته كيږي. په دغه جمله كې دوه ځايه د فصل او وصل مثالونه وينو:
اول: دجملې مبتدا (د زړه سوي اهونه) كه د زړه سوي نه وروسته لږ څه مكث وكړاى شي او ورپسې (اهونه) وويل شي نو دغه د اضافي تركيب په توګه د لسوزي (زړه سوي) په مفهوم د يوه مجرد نوم معنا او مفهوم رسوي چې په دغه تركيب كې (زړه سوى) مضاف اليه او اهونه مضاف ګڼل كيږي. خو كه چيرې دا ډول ويل شي: د زړه، سوي اهونه نو دلته بيا (زړه) مضاف اليه او سوي اهونه (توصيفى تركيب) مضاف دى چې په منطقي لحاظ د زړه، سوي اهونه سم بريښي.
دويم ددغه جملې د خبر برخه هم ګورو.
1- له خولې نه، پورته كيږي او كه بيا دغه فعلي برخه (مسند) داسي ولولو: (له خولې، نه پورته كيږي) دلته بيا منفى فعل څرګنديږي چې البته مطلب د نفې صورت نه دى.