په پښتو ژبه كې د تركيب (غونډ) ډولونه:

په پښتو ژبه كې تركيبونه په دوو ډلو سره (اسمي اوفعلي) بېليږي چې بيا هره ډله يې په خپل وار سره په جلا ډلګيو ويشل كيږي.
لومړى: اسمي تركيبونه (Phrases) او ډولونه يې:
اسمي تركيبونه هغه دي چې د تركيب اصلي او اساسي برخه (اجزا) يې نوم (اسم). وي او دغه اسمي تركيبونه په جمله كې د مبتدا (مسنداليه) او په اسمي جمله كې د خبر (مسند) په برخه كې راځي.
اسمي تركيبونه په لاندې ډلګيو ويشل كيږي:
اضافي تركيب:
دا هغه ډول تركيبونه دي چې د يو اسم نسبت يو بل اسم يا ضمير ته شوى وي يا په بله وينا سره كه چېرې دوه نومونه د (اضافت (د) د مالكيت مقيد مورفيم په واسطه له يو بل سره ارتباط پيدا كړي نو يو اضافي تركيب لاس ته راځي(2).
د پښتو ژبي په اضافي تركيبونو كې معمولا يونوم مضاف اليه او بل نوم د مضاف په توګه وي چې مضاف د مضاف اليه څخه وروسته راځي.
په پښتو ژبه كې اضافي تركيبونه په لاندې توګه جوړيږي:
(د) د اضافت تورى + نوم + نوم
د + مضاف اليه + مضاف
بيلګه: د ننګرهار ولايت، د پښتو نخوا غرونه، د پوهنتون كتابتون، د خوشحال خان د ستار نامه، د كابل ښار.
الف: اضافى تركيب (عبارت) د معنا له مخې د لاندينيو مقصدونو لپاره راځي.
1- د ملكيت يا نسبت او قرابت معنا څرګندوي لكه:
د پوهنځي محصلين،د افغانستان خلك، د زمرك كتاب، د ملالۍ كڅوړه، د ځلمي ورور.
2- د اختصاص په مفهوم سره:
د بڼ ګلونه، د كابل ښار، د كابل مڼې، د ښار و ځاله، د جرګو وطن، د زمريو كور، د قبايلو جرګه، د مشرانو جرګه.
3- د بيان او وضاحت په معنا :
د زرو ګوته، د خاورو كنډولى، د اخترو ورځ، د سپوږمۍ شپه.
4- د تشبيه په مقصد:
د سترګو تور، دبېلتون اور، د بڼو غشى، د مينې اور، د لستوڼي مار، د انځرګل، د فكر ټال، د عقل لاس.
5- د ظرفيت په معنا : داوبو جام، د غوړو ټيم، د چايو ډبلى، د اوبو ګيلاس، دوينو جام، د ميو جام.
6- د وړتوب په مفهوم:
د ليدنې وړ، د مركې وړ، د دوستۍ وړ، د خوړ لومڼه، د وژلو سړى، د دوستۍ خلك، د اشنايۍ وړ، دويلو خبره.
ب: د جوړښت له مخې اسمي تركيبونه:
نوميز (اسمي) تركيبونه په ساده او مركب ډول دي:
الف: هغه تركيبونه چې د دووساده و (مفرد) نومونو څخه جوړ شوي وي. لكه :
د+ نوم+ نوم:
د سيند غاړه، د پسرلي موسم، د علم رڼا، د انصاف تله، د نارنج مېله، د پسرلي وږمه، د انارګل.
ب: هغه تركيبونه چې لومړى اسم (مضاف اليه) يې يو مفرد اسم او دويم اسم (مضاف) يې دجمع عدد نوم وي:
د + اسم (مفرد) + اسم (جمع)
د ننګرهار باغونه، د نارنج ګلونه، د باغ ګلونه، د بڼ چوڼي، د هوا مرغان د داور تورې د اور لمبې.
ج: هغه تركيبونه چې لومړى اسم (مضاف اليه) د جمع عدد او دويم نوم (مضاف) يې مفرد نوم وي:
د + (جمع عدد) نوم + مفرد (اسم).
د غرونو هوسۍ، د ستورو رڼا، د ګلانو ښكلا، د تورو بريښنا، د اسونو شڼا.
د: اوس به دلته مضاف اليه او مضاف دواړه د جمع عدد نو مونه وي:
د+ جمع عدد نوم + جمع عدد نوم.
د خلكو ارزګانې، د بورګانو اوازونه، د خاټولو جنډي. يا مضاف اليه مركب نوم او مضاف ساده (مفرد) نوم وي.
د قصه خانۍ بازار، د كابل پوهنتون محصل، د پښتو ټولنې ودانۍ
هـ: مضاف اليه (مفرد نوم) او مضاف صفت وي.
د + (مفرد) نوم + صفت: دروغتون ناروغ، د ليونتون ليونى، د زمانې پوه. د كور مشر، د زمانې هوښيار.
و: هغه تركيبونه چې مضاف اليه د جمع عدد نوم او مضاف يې اسم معنا وي لكه:
د زړ ورو خپلوي، دنا اهلو دوستي، د خلكو اشنايي.
ز- مضاف اليه (اسم) (مفرد، جمع) او مضاف فعلي صفت وي:
د + نوم (مفرد – جمع) + فاعلى صفت:
د پسرلي ښكلوونكي، د مجلې چلوونكى، د مجلې چلوونكي، د مجلو چلوونكي، د جريدو خپرونكي.
د + نوم (مفرد) + مفعولي صفت:
د زمانې رټلى، د خلكو ځپلى.
ح: مضاف اليه د توصيفى تركيب مفرد په توګه او مضاف د مفرد نوم په توګه راغلى وي.
د + توصيفى تركيب (مفرد) + (مفرد) نوم.
د نوي ښار جمات، دسره قلم قيمت، د نوي كال ورځ، د لوى خداى كلام.
ط: مضاف اليه د توصيفى تركيب (جمع( او مضاف د مفرد نوم وي.
د توصيفى تركيب (جمع) + (مفرد) نوم
د لويو ښارونو اوسيدونكى، د رڼا ورځو غل.
د ژيړو ګلو باغ، د تورو سترګو رنګ.
ك: مضاف اليه توصيفى تركيب (جمع) او مضاف هم دجمع عدد نوم وي.
د تور و غرونو ليوان، د سرو انارو باغونه (ونې). د لويو غرونو زمريان، د شنوونو توتيان.
ل: هغه تركيبونه چې مضاف اليه مفرد اسم او مضاف يې توصيفى تركيب وي.
د + اسم + توصيفى تركيب (مفرد).
مفرد : د زمانې هوښيار سړى، د قوم سپين ږيرى، د پسرلي خوږه وږمه.
د + اسم (مفرد) + توصيفى تركيب (جمع عدد).
دغم درانه خوبونه، د خوشحالۍ لنډ وختونه، د ملګرتوب ښې ورځې، د ژمي اوږدې شپې، د ژمي لنډې ورځې.
م: مضاف اليه د جمع عدد نوم او مضاف توصيفى تركيب (مفرد) (جمع)
د + جمع عدد د نوم + توصيفى تركيب (مفرد)،
د + جمع عدد نوم + توصيفى تركيب (جمع).
د اوبو ډك جام يا د اوبو ډك جامونه
د شودو غټ پيروى- د كوچيانو اوږده كتارونه
د مستو ډكه كټوه- د سيندونو مستې څپې، د بوراګانو سوې نغمې.
ن: په دې ډول تركيب كې مضاف اليه فعلي صفت (فاعلي، مفعولي) او مضاف توصيفي تركيب، عددي، اشاري… تركيبونه وي.
الف: د + فعلي صفت (فاعلى مفرد) + توصيفي تركيب.
جمع
د ليكونكو ښې مقالې
دپوهاندانو پاخه فكرونه
د څيړاندانو درنې وظيفې
د څارندويانو درنې وظيفې
د تللو هېريادونه مفرد
د ليكونكي ښه مقاله
د پوهاند پوخ نظر
د څېړاند علمي څېړنه
د څارندوى درنه وظيفه
د تللي هېرياد
2- د + فعلي صفت (مفعولي) + توصيفى تركيب.
د ډبيدلي ژيړه څېره
دوهلي تيزه منډه.
درټل شوي ځوړند سر
ب: فعلى صفت + عددي صفت.
د + فعلى صفت + عددي صفت:
د ګنډونكي يو ماشين. د ښوونكي يو كتاب
د ځورول شوي يوه خبره. د پرزول شوي خړه څېره.
جمع :
د ګنډونكو درې ماشينونه
د ښوونكو لس كتابونه.
ج : د + نوم + اشاري تركيب =
د بڼوال دغه باغونه.
د وطن هغه دښتې.
د كلى وال هوغه ونې.
د + مضاف اليه (مفرد، جمع) نوم او مضاف عددي تركيب وي:
1- د + نوم (مفرد) + عددي تركيب:
د ژوند يوه ښكلا، د سريو ويښته، دونې يوه لښته، د كوټې څلور ديوالونه.
2- د + نوم (جمع) + عددي تركيب:
د كورونو څلور ګوټونه، د لاسونو پنځه ګوتې، د ملګرو پنځه بكسونه.
3- بل داسې چې: د + عددي تركيب + نوم (مفرد).
د يوې وڼې مڼه، د څلورو تنو خيال، د لسو تنو زور.
4- د + عددي تركيب + نوم (جمع)
د څلورو تنو نظريې، د سلو تنو جرګې.
5- د + عددي تركيب + عددي تركيب:
د پنځو تنو پنځه برخې، ديوه كلي يو مشر، د يوه كلي يو سپين ږيري.
ح: مضاف اليه عددي تركيب او مضاف توصيفى تركيب راغلى وي. د يوه مين درمند زړه د يوې ونې لويه څانګه، د يوه كتاب لويه برخه.
اوس په دې برخه كې ګورو چې مضاف اليه توصيفي تركيب او مضاف هم د توصيفي تركيب په توګه راغلي وي.
د + توصيفى تركيب + توصيفى تركيب.
الف: د لوى خداى پاك كلام، د لوړ انسان لوړ فكر
ب: د لوړو انسانانو لوړ شخصيتونه
د غمجنوزړونو سوي اهونه.
د درندو خلكو درانه خو يونه.
بيا هغه تركيبونه ګورو چې په پښتو ژبه كې هم زښت زيات مروج دي لكه:
مضاف اليه د عطف په صورت كې (عطفى تركيب) او مضاف يې ساده نوم وي يا جمع وي.
د + مضاف اليه + مضاف:
د + عطفي تركيب + (نوم):
د موسى خان او ګلمكۍ فلم، د دوست او دښمن مقابله.
دادم خان او درخانۍ داستان، دغم اوښادۍ وختونه (ورځې)
د نن او سبا فكر، د سبا او بېګا خواړه.
ددې نه پرته مضاف اليه كيداى شي چې ددوونه زيات نومونه، صفتونه، ضميرونه… د عطف په توګه راشي لكه: د كابل، كندهار، ننګرهار، ښارونه، دا څك، بريالي، زمرك او ځلمي دوستي.
بله دا چې مضاف اليه نوم (مفرد، جمع) وي او مضاف د عطف په صورت سره راغلى وي.
د + مضاف اليه + مضاف:
د + نوم (مفرد، جمع) + عطفى تركيب:
د كندهار مڼې انګور او انار، دا څك بوتلونه كتابونه او قلم، د خلكو ارزوګانې او هيلې
د + مضاف اليه + مضاف په دې ترتيب سره چې:
(د + عطفي تركيب + توصيفي تركيب) وي.
د كابل او ننګرهار لويه لار، د سوز او ساز ډكې نغمې
د بلبلو او بورګانو سوې نغمې (لوړ اوازونه).
د شتمنو او دولتمنو بدنيتونه.
پاتې دې نه وي چې په اضافي تركيب كې برسېره په نوموړ و تركيبونو د پښتو ژبې تكراري جوړه، مترادف- مشابه او متضاد تركيبونه هم د مضاف اليه او يا د مضاف په توګه راځي، چې د ټولو راوړنه دلته ډير وخت غواړي، يوازې دغه څو مثالونه يې د بېلګي په توګه راوړو:
1- د دوستانو غرونه غرونه سلامونه، د دوستانو ځولۍ ځولۍ سلامونه.
2- د لويې ونې خواره واره ښاخونه، دغټې ونې خورې ورې څانګې.
3- د زركو سترګو تيز تيز كاته، د هو سيو سترګو ترنده ترنده كاته.
4- د پېغلو لنډ لنډ قدمونه.
5- د لسو لسو تنو ډلې.
6- د تك راتګ لار، د خوا په خوا مركه، د شورماشور خبرې.
يا د ملګري تګ راتګ، د خلكو شورماشور.
يادونه:
په اضافي تركيبونو كې كه چېرې د يوه نوم (مضاف اليه) پر ځاي ضمير راشي نو په دغه ډول تركيب كې هم د اضافت (د): مضاف اليه + مضاف خپل دريځ ثابت ساتي لكه:
(د) زما كتاب، زمونږ هيواد، ستا خوښه، ستاسي هيله، دده ورور، ددې كتابچه، ددوى خبره، دهغه (هغې) ملګري، د هغوي.. چې په دغو تركيبونو كې هم د مفرد او جمع صورتونه را تلاى شي. په دغه ډول تركيب كې هم مضاف اليه تر مضاف د مخه راځي.
په پښتو ژبه كې يوازې په هغه صورت كې مضاف تر مضاف اليه د مخه راتلاى شي چې،
1- مضاف اليه ناخپلواك (اداتي) ضميرونه وي.
2- كله نا كله د بدل په توګه هم مضاف د مخه راځي البته په شعر او ځينو ادبي هنري ليكنو كې دغه طريقه دود لري.
لكه: ونه د چنار، پاڼه دګور ګورې، لښته دونې، سر د زړه.
توصيفى تركيب:
داډ له تركيبونه هم داسمي (نوميز) تركيبونو (عبارت، غونډ) په ډله كې راغلي دي، چې دغه تركيبونو ته په عامه توګه مركب صفتونه(1) وايي البته په هغه صورت كې چې مركب مفهوم ورسوي دغه ډول تركيبونه (Phrases) د يو اسمي مركز (زړي) سره د صفتي ډلې (كلمو) له تركيب څخه لاس ته راځي.
توصيفى تركيبونه (غونډونه) هغه دي چې ديوه اسم (نوم) يا ضمير حالت څرنګوالى د صفت په واسطه بيان او څرګند شي.
په پښتو ژبه كې توصيفي تركيبونه د جوړښت له مخې په لاندې توګه جوړيږي.
د مثال په توګه:
(صفت + اسم)، (نوم + نوم)، (نوم + صفت)، (نوم + قيد)، (نوم + فعلى صفت)، (صفت + صفت).
ددغه ډول تركيبونو بشپړ فهرست په لاندنيو ماخذونو كې ليدلى شو(2)(3)(4)(5).
په پښتو ژبه كې صفت د نوم (مركز، زړي) موصوف څخه دمخه راځي او د ګرامري قاعدې له مخې صفت د نوم موصوف تابع دى.
كه چېرې (موصوف) د نارينه يا ښځينه مفرد يا جمع وي نو صفت ورسره هم په هماغه ډول د عدد، جنس، حالت له مخې سمون كوي(1).
لكه: نارينه (مفرد) ستړى هلك، سبزنى كال، لنډ فكر
نارينه جمع، ستړي هلكان، خواږه نثرونه.
ښځينه (مفرد): خوږه وږمه، تازه هوا.
ښځينه (جمع) خوږې نغمې، ترخې ورځې.
په پښتو ژبه كې توصيفي تركيبونه په لاندې توګه ښودلى شو:
الف: صفت (مفرد) + نوم (مفرد)! لنډ فكر، اوږ د تار، رڼا ورځ، لنډه ورځ، نوې مفكوره
ب: صفت (جمع) + نوم (جمع) لكه: زاړه خيالونه، تاوده سلامونه، كاږه ورمېږونه، لنډې ورځې، اوږدې شپې.
ج: ضمير + صفت: هغه خوار، دغه بې وزلى، ته خوار، ته خواره، څوليوني، څومره ډېر، څومره لوړ، څه ښكلى.
د: نسبتي صفت + نوم = توصيفى تركيب.
كابلى سړى، ننګرهاري خلك، افغاني كلتور، ادبي جرګه، ملي پانګه، لاندينى پوړ، ننۍ ورځ، دولتي موسسه، خاورين كنډولى، وريښمين كالى، او بلن ماسته، خيرن كالي، زړ ور خلك، ګټه وركار، شته من سړي، غيرتمن پښتون، كركجن سړي، كبرجن سړي، تورځن سړي.
هـ: نسبتي عددي صفت + اسم.
شليز نوټ، سلګون نوټ، لسيز نوټ، پنځوس ګون نوټ.
و: مجرد (معنا) نوم + نوم = ستوصيفى تركيب:
توريالى سړى، توريالي جنګيالي خلك، فرهنګيالى خوشحال.
ز: فعلي صفت (فاعلى) + نوم = توصيفى تركيب:
راغلى سړى، تللي وختونه، سوځونكى بم، تلونكې دوره، تلونى هلك، وټندوى هلك، ګرځندوى موټر، خوځندوى (ځوځند) ماشوم.
ح: فعلي صفت (مفعولى) + نوم.
رټلى هلك، وهلى هلك، ځپلى هلك، رټل شوى هلك، وهل شوى ماشوم، ځورول شوي خلك.
ط: اشاري ضمير + اسم(1):
1- دا دغه هغه ښار.
دا دغه هغه جونكړه.
دا دغه هغه وګړي
دا دغه هغه ورځ
2- استقهامي ضمير + نوم: كوم خلك، څه شيان، څو سړي، څومره كسان، څو تنه، څووم سړى.
په پورته مثالونو كې مووليدل چې صفت او موصوف د بسيطې او ساده كلمې څخه دي ولې پرته له دې څخه په پښتو ژبه كې ډېر داسې مثالونه وينو چې د تركيب يوه برخه يې مركب او بله يې ساده او يا برعكس وي او يا دواړه برخې يې مركبې وي.
لكه: ډيرې خوږې مڼې، خورا ډېرې لنډې ورځې.
1- ډېر درانه او سپيڅلي خويونه.
مړ ژواندى سړى، روغ جوړ خلك، وچ كلك لرګى، سره سپينه څېره، خواره واره كالي، وږى تږى مسافر.
لنډ لنډ كميسونه، اوږده اوږده كالي، اته اته برخې.
2- شنه باغونه او چمنونه، شنې ونې او څانګې.
3- هغه يوه ښكلې نجلۍ، دغه يوښه پوخ مضمون.
علمي خپره شوې مقاله، دغه يوه خپره شوي علمي مقاله.
روښانه ليدله شوې مياشت، رټل شوي مظلوم خلك.
يو ډېر ښه اسان كار، دغه راغلې پښتنه مېلمنه پېغله.
عددي تركيبونه: چې د عدد (شمېر) او نوم (معدود) څخه رغيدلي وي. په دې تركيبونو كې بيا هم نوم د تركيب مركزي (زړى) وي. په پښتو ژبه كې عدد هم تر خپل معدود د مخه راځي او د عدد، جنس په لحاظ د معدود تابع وي(1).
په لاندې توګه عددي تركيبونه دي:
1- عدد + نوم : دوه كتابونه، دوې څانګې، يو خبر، يوه ماڼۍ، درې كتابونه، درې كتابچى.
2- عدد + ضمير : يو هغه، يوزه، دوه دوي، دوه مونږ، دوه تاسې، دوه هغوي، يوته، يوزه، يو څوك، يو چا.
3- ضمير + عدد: هغه دوه، دغه يو، دغه لس. كوم يو، كومه يوه هريو، هره ګړۍ، هر ساعت.
4- ترتيبي عدد + اسم: پنځم سړى، لسم ټولګى، شلمه پېرۍ، پنځمه برخه.
5- داسمونو او عددونو ترمنځ كله كله قيدي (تميزي) كلمې هم راوړل كيږي: دوه تنه سړي، ديرش كسه ميلمانه، څلور سره غويان، دوه دانې قلمونه، څلور ټوكه كتابونه، يو تخته كاغذ، دوه تانه رخت، يوه ټوټه ځمكه، يوه پايه المارۍ، څلور جوړې بوټان.
6- د مطلقو عددونو تركيب د (پر) پريدلوك (سرينه) سره:
دوه پرپنځه، درې پرلس، يوه پر څلور، يو پر څلور.
7- مطلق عدد + رتبي عدد + نوم : دوه پنځمه برخه (2/5) دوه شلمه برخه (2/20 (2).
8- په مركبه توګه: عدد + توصيفى تركيب (غونډ):
يوه ښكلې مرغى دوې هوښيارې نجونې، درې غټې غټې چرګې، لس تنه پاخه پاخه مشران، يوه ډيره لويه درنه جرګه.
قيدي تركيبونه:
د نوميزو تركيبونو په ډله كې قيدونه هم ستره برخه لري، چې ددغو تركيبونو اصلي او اساسي توكي قيدونه دي او د جلا او بېلا بېلو معناګانو په غرض ځيني نور مورفيمونه (تاكيد، عدد، نوم، سرينه او پسينه) ورسره يو ځاى كيږي او ټول تركيب د قيد په توګه په جمله كې استعماليږي. د پښتو ژبې قيدي تركيبونه (Adverbial) په لاندې توګه لنډ لنډ راوړل كيږي.
الف: قيد + قيد = قيدي غونډ (تركيب)
لره بره، وړاندې وروستــه، هلته دلته، اخــــوا ديخـــوا. كښته پورته، لاندې باندې، اپلو دې پلو په تكراري توګْه: اوس اوس، كله كله، ژر ژر. ورو ورو، چابك چابك، ګړندى ګړندى.
ب: نوم + نوم = قيدي غونډ.
اغزي اغزي، غرونه غرونه، كلي كلي، سيندونه سيندونه، پنډ پنډ، ځولۍ ځولۍ، ډلې ډلې.
ج: صفت + صفت = قيدي غونډ:
پټ پټ، پوست پوست، لوى لوى، تود تود، خوار خوار، شور شور، غټ غټ، غلى غلى، ګڼ ګڼ، وران وران، مات مات، ټوك ټوك.
د: عدد + عدد = قيدي غونډ.
پنځه پنځه، شل شل، لس لس،
هـ : عدد + عدد + نوم = قيدي تركيب (غونډ).
يو دوه ورځې، دوه درې ساعته، درې څلور كتابه، پنځه شپږ كاله.
عدد + اسم = قيدي تركيب (غونډ).
دوه ورځې، درې مياشتې، يوه ورځ، يو ځلي.
و: صفت + قيد = تركيب (غونډ).
ډېر نژدې، ډېر لرې = ښه كښته، ډېر ژر. ډېر لږ، لږ ورو، سپين سبا، توره شپه
ز: ضمير + ضمير = قيدى تركيب.
څوك څوك، چا چا، څه څه، كوم كوم.
ح: صفت + صفت:
ډير هوښيار، ښه غښتلى، توره خړه.
ط: ټاكلى ضمير + نوم:
هر ځاى، هر چېرته (مكاني قيد)
هر وخت، هر كله (دزمانې قيد)
ي: سرينه + نوم = مكاني قيدي تركيب.
هم هلته، هم دلته.
ك: نوم + په + نوم = مكاني، زماني
ځاى په ځاى، كور په كور، كوڅه په كوڅه، كلي په كلي، وخت په وخت، كال په كال، مياشت په مياشت، ټك په ټك، ګړۍ په ګړۍ.
ل: صفت + په + صفت = حالتې قيدي تركيب: پټ په پټه
(عدد + په + عدد): يو په يو. دوه په دوه.
م: نوم + تر + نوم = زماني قيدي تركيب:
كال تر كاله، ساعت تر ساعته، ورځ تر ورځې
ن: قيد + تر + قيد:
ژر تر ژره، تل ترتله.
ق: صفت + تر + صفت : لږ تر لږه، ډېر تر ډيره.
ر: قيد + تر + نا خپلواك ضمير.
وروسته تردې يا تردې وروسته، پخوا تر دې، مخكې تردې.
ش: (سرينه) سر بل په + صفت + نوم (قيد):
په ښه توګه، په ډېره بيړه
ت: (سرينه) سر بل په + نوم: په خندا، په ژړا، په مړانه، په تلوار، په منډه
ض: سربل په + نوم + نوم = قيدي تركيب: په منډه منډه، په د انګو دانګو، په خندا خندا، په ژړا ژړا، په نارو نارو، په چيغو چيغو، په كړيكو كړيكو.
تاكيدي تركيبونه:
په پښتو ژبه كې تاكيدي تركيبونه له دووهم اهنګه او هم معنا كلمو څخه جوړ شوي وي.
تاكيدي تركيبونه په دوه ډوله دي:
الف: چې يو لفظ (كلمه) په تركيب كې كټ مټ تكرار شوي وي. لكه پورتني ځيني مثالونه:
ب: چې يو لفظ په كې په لږ تغير سره تكرار شوي وي لكه: ټك ټوك، ډزډوز، ټيل ټال.
ج: چې په دوهمې كلمې كې داول توري په ځاي (م) يا (پ) يا (ب) يا (و) راوړل شوي وي لكه:
لرګي مرګي، ډوډوۍ موډۍ، اوبه موبه، غنم منم، زوړ پوړ، خړپړ، ژېړپيړ، كلك پلك، هك پك، سوړ پوړ، څيرې ويرې، كوږ وږ، خورور، ګډوډ، تور بور. د زياتو معلوماتو د پاره وګورئ(1)(2)(3).

اداتي (ارتباطي) تركيبونه (غونډونه)
اداتي تركيبونه ځكه ورته وايو چې له ادواتو او اسمي مركز څخه جوړ شوي وي. ددې تركبيونو اسمي مركز ضمير يا اسم، صفت او يا كوم بل هر ډول اسمي تركيب وې. په دې تركيبونو كې ادات هم له اسم(4) څخه وروسته او هم د مخه او هم داسمي مركز په دواړو خواو وكې استعماليداى شي.
هغه ادات يا توري چې په يوې جملې يا يو تركيب كې د كلمې يا له يوه نوم څخه د مخه يا وروسته راغلى وي د هغه ټاكلى حالت او دريځ څرګندوي.
دغه ادات چې د كلمو (نومونو) نه د مخه راشي سرينه او هغه چې وروسته راغلى وي پسينه ورته ويل كيږي.
د پښتو ژبې په زياتو ګرامرونو كې دغه ادات د جاره، جري توري(5)(6) كلمات غير متغير)(7) (د مفعول توري)(8)ادات يا توري(9)(10)(11) مغيره تورو په نامه راغلي دي.
په هر صورت څرګنده ده، چې دغه ادات (پيشينې، پسينې) په ځانګړي توګه كومه خاصه لغوي معنا نه لري ولې چې په جمله يا تركيب كې د ناخپلواكو يا مرستيالو توكونو په توګه راځي چې معنايې د هماغو نومونو، فعلونو، قيدونو سره په استعمال كې څرګنديداې شي.
په اداتي تركيبونو كې هره سرينه د خاص او ټاكلي معنا د څرګندولو له كبله خاصه او ځانګړې پسينه قبلوي ليكن په پښتو ژبه كې كه سرينه له پسينو سره جوړه په تركيبونو كې برخه اخلي نوپه زياتو مواردو كې يوازې سرينه او يا يوازې پسينه هم د مطلب ټكى بيانولى شي.
لكه: د (پرميز باندې پرځاي كه ووايو ميز باندې
1- د (تركوره پورې پر ځاي كه ووايو (كوره پورې)
2- د (پر كتاب بّاندې پر ځاي كه ووايو، پر كتاب.
3- مګر په دې لاندې مثالو كې ګورو چې يوازې سرينه راوړل كيږي، خو پسينه يې عامه نه بريښي لكه: په پښو لاړم.
په توره يې وواهه، په چاړه يې پرې كړ، په دعا ښه شو، په ژړاله كوره ووت.
4- مګر كه ځينو مثالونو ته ځير شو نو بيا ګورو چې هلته دواړه توكونه (سرينه، پسينه) لازمي دي.
لكه: په كوركې، په منګي كې، په پوهه كې(1).
5- په ارتباطى حالت كې داسې هم ليدل كيږي، چې پسينه پرته له سرينې په ځانګړي توګه راځي.
كورته، هغه ته، غرمې ته، سباته، خواته، زړه ته…
اوس غواړو د پښتو ژبې د بېلا بېلو سرينو او پسينو مثالونه د تركيبونو په توګه راوړو:
سرينه يې او پسينه يې تركيبونه (غونډونه، عبارتونه):
لومړي: د (په) سره دغه لاندې پسينې راځي:
الف: د (په) سرينه او (كې) پسينه.
سرينه + اسميه + پسينه.
1- په كوركې، په المارۍ كې، په افغانستان كې، په هيواد كې.
2- په مياشت كې، په دوبي كې، په شپه كې، په كال كې، په ورځ كې.
دلته ګورو چې (په، كې) د مربوطه نوم ظرفي حالت ښي (مكاني، زماني) حالت څرګندوي.
سربېره په ظرفيت د شموليت معنا هم لري لكه:
زه په كې نه يم: يازه په دې خبره كې نه يم. په دې برخه كې پوهاند رښتين داسې نظر څرګند كړى دى.
د ظرفيت ادات (په،كې) كه د ظرف مكان او ظرف زمان سره استعمال شي حقيقي ظرفيت افاده كوي او كه د نورو اسمونو سره راوړل شي غير حقيقي ظرفيت ښكاره كوي لكه:
1- سليم په كوټې كې دى. 2- په اوړي كې ګرمې ده.
3- په سليم كې دروغ نشته. 4- حميد په كاركى مړنى دى.
5- په منډه كې تېزدى. 6- په پوهه كې زيات دى.
7- په لوستلو كې مړنى دى(1).
ب: د (په) سرينه او (پورې) پسينه ورپورې پيوستون ښي.
سرينه + اسميه + پسينه: په ځان پورې، په زړه پورې، په خوا پورې
سرينه + ضمير + پسينه:
په تاپورې، په چاپورې، په هغه پورې، په مونږ پورې.
دلته ګورو چې الحاقيه (پيوستون) حالت څرګندوي.
ج: د (په) سرينه او (سره) پسينه.
(1) دغه تركيب داله توب يادالې حالت ښيي.
په + اسميه + سره
په زور سره، په خوښۍ سره، په چړې سره
(2) (په) سرينه او باندې پسينه.
دغه هم دالې حالت څرګندوي. لكه: په چاړه باندې، په تبر باندې او د (باندې) پسينه د (په) سرينې سره د پښتو ژبې په شرقي لهجو كې راځي ولې كه عامې او اصلي محاورې ته ځير شو دلته د ډيرو مثالونو څخه جوتيږي چې د (په) سرينه غېرله پسينو (سره، باندې) څخه دالې حالت څرګندوي لكه:
په خوښه، په (په بياتي) په توري، په قلم، په پښو، په دستمال، په چاكو، په ټوپك، په لرګي.
اوس به دغه مثالونه په جملو كې وګورو:
په خوښه لاړشه. په بياتي يې پرې كړه. په توره يې وواهه،
په پښو ولاړم، په قلم يې وليكه، په دستمال يې وچ كړه.
په چاكويې پرې كړه، په تور ټوپك ويشتلى راشې، په لركي يې سرمات كړ.
(3) د (په) سرينه د نوم سره د قيد معنا وركوي:
په منډه، په ژړا، په نڅا، په بيړه، په تلوار، په زوره.
د (په) او (پسې):
نوموړې (سرينه او پسينه) د پرله پسې والي معنا څرګندوي:
(په) + اسيمه (ضمير) + پسې:
په ملالۍ پسې، په او بوپسې، په دوبي پسې، په ګرمۍ پسې، په غم پسې، په شوي كارپسې. په ما پسې، په هغه پسې، په ده پسې، په تاپسي(1).
دويم: د (پر= په) پيشنه او (باندې) پسينه، استعلايي ادات دي چې معمولا د پورته معنا لري.
د (پر = په) سرينې په ډېرو ځايونو كې د يوه مفهوم دپاره راځي، كه څه هم په ځْينو لهجو (غربى) كې د (پر اوپه) د استعمال موارد بيل دي، ولې د پښتو ژبي په نورو اكثرو لهجو كې (پر=په) د استعلايى اداتو په توګه استعماليږي البته د قرينې او د جملې د محتوا څخه معنا لاس ته راتلاى شي.
د (پر، په) سرينه د باندې پسينې سره په لاندې توګه تركيب جوړ وي.
لكه پر دښمن باندې، پر سرحد باندې، پر لارې باندې تك راتګ، پر كتاب باندې، پر ځمكه باندې، پر زړه باندې.
ولى په دغو مثالونو كې ګورو چې د (باندې) پسينه زياتره غورځيږي او د (پر=په)سرينه پرته له پسينې (باندې) څخه هم په دغه مفهوم سره راوړل كيږي. لكه: (سرينه + اسميه) پر دښمن يې يرغل وكړ. پر اوږو باردى، پر كتاب پروت دى، په پرميز پروت دى، اپرديوال ځوړند دى، پر زړه يې تياره ده، په زړه يو څه پر خوله بله.
كله داسې هم وي چې اسميه + پسينه راځي په دې معنا چې د (پر) سرينه حذفيږي (غورځي) يوازې (باندې) پسينه ورسره راځي لكه: ميز باندې، بام باندې، كوټې باندې، المارۍ بّاندې، زړه باندې، سرباندې، ده بّاندې.
درېيم: د (تر) سرينه او (لاندې) پسينه:
(تر- لاندې) استيلايي حالت ښيي يعنى د لاندې معنا وركوي چې دغه حالت كې د لاندې پسينه هيڅكله نه غورځيږي مګر د (تر) سرينه كه رانه وړ له شي خو خپله معنا له لاسه نه وركوي. اصلى صورت يې داسې دى:
الف: پېشينه + اسميه + پسينه.
تركوټې لاندې، ترميز لاندې، تر اوبو لاندې، چې لاس لاندې، كوټې لاندې، ميز لاندې، اوبو لاندې هم راځي.
ب: (تر، پورې، ان) چې دغه ادات اتصالي حالت ښيي.
همدارنګه نوموړي سرينې او پسينې ته د انتها يا (تم ځاي) ادات هم وايي چې د يو فعل د اظهار ختم انتها او انجام ښيي.
تركيب يې داسې دى: تر + اسيمه + پورې:
تركابله پورې، تر كوره پورې، تر مازيګره پورې، تر غرمې پورې، تر اوسه پورې، ترماپورې.
په دغو مثالونو كې مكاني او زماني څرګندونه كيږي.
كله هم (تر) او (پورې) په جلا توګه هم راوړل كيږي خو په معنا كې كومه نيمګړتيا نه راځي. كوره پورې، كابله پورې، غرمې پورې، ماښامه پورې، يا تر بازاره، تر كوره، تر كابله، تر غرمې، ترماښامه او داسې نور…
ج: (تر) د وروسته يا راوروسته (د مخه) قيد سره:
تر + اسميه + وروسته
تر غرمې وروسته، تردې وروسته، ترما وروسته، تر مارا وروسته،
د : (تر) د (ځيني، نه) سره:
دغه ادات د مقايسې مطلب څرګندوي: ترتاځيني، ترتانه، او يا خوپرته له پسينې راځي لكه: ترتا، داكور تر هغه ښه دى، دى تر هغه مشر دى.
دلته (تر) د (له) معنى هم وركوي(1) (2).
هـ: تر يوازې د سرينې په توګه هم راځي: تر ټولو مشر، ترما ښامه، ترګريوانه، ترستوني.
څلورم: د (له) سرينه (پېشينه) د لاندنيو پسينو سره راتلاى شي:
الف: (له) د (څخه، نه، ځني) سره ادات ابتدادي چې پيل ځاي يامنشايي حالت څرګندوي يعنى د يوه كار پيل او ابتداښيي.
1- له + اسميه + څخه 2- له + اسميه + نه 3- له + اسميه + ځيني.
1- له كور څخه، 2- له كورنه، 3- له كورځني.
له بّازار څخه، له افغانستان نه، له بازار ځني
له افغانستان څخه له، ننګرهارنه.
د (له) سرينه كله هم يوازې پرته له ْ(څخه، نه) پسينو څخه استعماليږي.
لكه: له كوره، له ښاره ووځه له نرخه مه وځه.
او يا بازار څخه، كور څخه، ميلې نه، لوبغالي نه. دلته بايد ووايو چې (نه، څخه) پسينو سره د (را- در، ور) ضميرونه راځي. لكه سليم رانه. خپه ولاړ. ټولې پيسې ورنه بې ځايه ولاړې(1).
الف: (له، څخه، نه) نسبي يا مقايسي (پرتليز) مطلب هم وركوي.
له تا څخه، له تانه مشريم، له تا ځني وړاندې يم.
ب: (له) او (څخه، نه) سببي علتي حالت ښيي.
له ګرځيدو څخه ستړى شوم، له ګرځيدو نه ستړى شوم.

يادونه: پورتني مثالونه (1-2) د پيشينو او پسينو په مرسته بشپړ تركيبونه دي. خو (3) پرته له پسينو څخه او (4) بې له پيشينو ذكر شوي دي.
ج: (له) د (سره) قيد سره راځي:
(سره) د معيت او ملګرتيا ادات ګڼل كيږي، چې د (له) او (د) سره يو ځاي استعماليږي.
پيشينه + اسميه + پسينه:
له ځلمي سره له خلكو سره له دوي سره له هغوى سره
له هر چا سره له ټولو سره له هيواد والو سره.
په دغه تركيب كې پېشينه حذفيداى شي لكه: خلكو سره ملګرتيا كوي. ملالۍ دوي سره روانه ده. ولې (سره) پسينه معمولا راوړل كيږي. كه رانه وړل شي نو بيا دغه مطلب ورځنې په لاس نه راځي. د (سره) تورى كه لازم الاضافه وي د ضميرونو او اسمونو سره اضافي حالت لري لكه دده قلم زما سره دى(1).
د: د (راهيسې، راسې) ادات دي چې اصلا د (له) سره يو ځاى استعماليږي چې زماني (مهالي) قيد جوړوي. دغه ادات د وخت پيل او د يو فعل شروع څرګندوي لكه:
له پروسږكال راهيسې په تمه يم، له ډيرو كالورا هيسې نه دي راغلي.
له پرونه راهيسې مانه دى ليدلي، دى له بيګا راسې وږى دى.
او كله (راهيسې) يوازې هم راځي لكه: دى مې بيګا راسې (راهيسې) نه دى ليدلى).
هـ: د پرته پسينه ده چې د (له) سره راځي. د بېلوالي او استثنا معنا وركوي.
لكه: له مباحثو پرته، له كوربنو پرته، له تاپرته.
دغه تركيب كله په مقلوب شكل هم راتلاى شي: پرته له كور بنو، پرته له تا د (له تاغير او غير له تا) هم دغه مطلب لري.
پنځم: د (ته) پسينه ده، چې معمولا پيشنه نه غواړي، كه څه هم د پښتو ژبې په غربى (كندهارۍ) لهجه كې د (و) پيشينه استعماليږي مګر د پښتو ژبې په نورو ټولو لهجو كې يوازې (ته) كارول كيږي. په ځينو لهجو كې، د (ته) په ځاي (له) يا (لره) هم راځي لكه:
هغه ته كتاب وركړه. هغه له كتاب وركړه.
خوازك (ته) مې كتاب وركړ. كورته ځم. څه ته راغلى).
همدارنګه پوهاند رښتين په خپل اثر(2) كې د (ته، له، لره) ادات د مفعوليت ادات په نامه ياد كړي دي.
لكه: سليم ته مې خپل قلم وباښه، ماته وګوره، دا قلم واخله او هغه له وركړه. يا دا قلم واخله او هغه لره يې يو سه (لره) په اشعار وكې زيات استعماليږي.
د (ته) ادات كه د مكاني او زماني نومونو په اخر كې راوړل شي د فعل انتها (پاي) ښيي.
لكه: زه غواړم چې نن جلال اباد ته ولاړ شم. دى ښوونځي ته تللى دى. پسرلي ته به راشي.
مني ته به يې بوځم. او كله (ته) د ظرفيت معنا وركوي لكه:
سليم د كټ سرته ناست دى او حميد يې پښوته(1).
دا هلك ډوډۍ ته ناست دى. غوږونه اوريدوله (ته) پېدا دي.
هر سړي پېدا دى خپل خپل كارلره كنه
سترګې چې پېدا دي خو ديدار لره كنه
زلفې چې ولول شي خو خپل يار لره كنه

همدارنګه (ته، له) توري د (دپاره، له پاره) په ځاي هم راځي لكه:
زه دا ټولې خوارۍ تاله كوم = (تاله پاره كوم).
زه دا ټولې خوارۍ تاته كوم = (تا لپاره كوم). (تا دپاره كرم)
يادونه: كومه پيشينه چې د (ته) سره راځي هغه د (واو) وصليه په نامه ياديږي او د غير مستقيم مفعول څخه د مخه راځي او د مفعوليت معنا افاده كوي. خو زياتره د (ته) پسينې سره استعماليږي. لكه و ده ته ووايه چې راشي. وماته څه وايې.
مګر د پښتو ژبې په اشعارو كې د نوموړي مفهوم د پاره يوازې (و) پرته له پسينې هم استعماليږي.
هرګوره چې ګورم و عالم وته حيران يم
پسينه خوله يې وما راكړ وى مې موړ شوم

شپږم: (د) د اضافت تورى دى چې د نومونو، خپلواكو ضميرونو څخه وړاندې راځي لكه: دوږمې قلم، د زرګې سترګې، د ما نظر، د تافكر، چې (زما) او (ستا) په دود زيات استعماليږي.
(د) پيشينه پرېدلوګ دغو وروستيو معناګانو د پاره په كاريږي(2).
الف: د څيزيا يوشي تعلق او ملكيت دپاره: د كابل پوهنتون، د كابل ښار، د كبر جام.
ب: د تشبهه او مكاني اداتو سره د پيشيني په توګه:
1- د مارغوندې، د ګلانو په رنګ، د ملالۍ په څېر، د مثال په ډول.
2- د كور دننه، د كور د باندې.
اوم: همدرانګه (د) (له پاره) په تركيب كې د مقصد او كړنې د ټاكلو له پاره راځي: د پلار د پاره – د هغه له پاره. يا ستا لپاره.
دوهم: فعلى غونډونه (تركيبونه) :
د نوميزو تركيبونو په باب مو څه ناڅه يادونه وكړه اوس به د پښتو ژبې د فعلي تركيبونو په باب يو څه رڼاواچو.
څنګه چې د پښتو ژبې د فعلونو برخه ډېره پېچلې ده نوځكه پراخه څېړنه هم غواړي. دلته مونږ نه غواړو يوازې په دې هكله ژوره او هر اړخيزه څېړنه وكړو ځكه يوازې د پښتو ژبې د فعلونو په برخه كې پوره يو بشپړ علمي اثر ليكل كيداى شي.
د څېړنې له مخې داسې ښكاره شوې، چې داسمي نحوي تركيبونو او ډولونو په برخه كې ځينې ليكنې شته خو د فعلي تركيبونو په هلكه كوم جلا اثر نه وينو. البته فعلى تركيبونه د جملو د خبر په برخه كې ښودل شوي او اشاره ورته شوې ده. ولې په ژبښودنو (ګرامرونو) كې د صرف په باب كې د فعل صرفي قاعدې د ټولو زمانو له مخې په ساده او مركبډول راغلي دي. په بېلو بېلو ماخذونو كې دغه موضوع ليدلى شو.
او په همدي ترتيب د پوهاند رشتين د پښتو اشتقاقونه او تركيبونه چې دپښتو ژبې د لغت پوهنې مشهور او علمي اثر دى. په دې اثر كې يوه برخه يې د مركبو فعلونو تر عنوان لاندې راغلى او هم دارنګه د حاليه او ماضيه فعلونو د جوړولو د تركيب صورتونه په پوره توګه څېړل شوي دي. وروسته تردې په كال 1340 د پنزل پښتوګرامر كې د فعلي تركيبونو په باب نوموړي داسې ليكلي دي:
د پښتو فعل له ادواتو سره تركيبږي او هغه ادوات دادي:
د فعل د ډول څرګندونكي ادات: ضميري ادوات لكه: (مې، دې، يې، مو) او د نفى (نه) له دغه راز تركيبونو څخه دي.
الف: داسم + فعل څخه تركيبونه چې په عين حال كې پوره جملې دي، تشكيلېږي دا ډول ادات+ فعل، تركيبونه هغه وخت زيات استعماليږي چې 1نور اسمي صورتونه په عبارت كې موجود نه وي په دې راز مواردو كې ادات په يوه ټاكلي ترتيب سره استعماليږي. څرګندوونكي ادات يا د نورو هر ډول پسينو څخه او د مطلق فعل د تجزيه كيدونكو برخو څخه وروسته استعماليږي لكه:
وبه ګوري. را به وړم. ولاړ به شم. يو به سم.
ب: ضميري ادوات: په مركبو تركيبونو كې له (به) څخه سمدستي وروسته استعماليږي لكه: بوبه مې ځي، تاسې به مو امتحان ته پريږدئ؟ هوپرې به موږ دو، ومې ويل.
ج: منفى كوونكى (نه) ادات په تركيبونو كې تر ټولو ادواتو وروسته راځي او د منصرف فعل د مادې په سركې نښلي لكه: ونه رسيدم، بونه تى (بونه ته) رابه نه وړى. رابه نه شي. و مى نكړ.
وادې نه وريد، وبه يې نه تړم، پرې به مونه ږدي- د زياتو معلوماتو د پاره وګوري(1).
د: همدارنګه د اسم فعل د تركيبونو ډولونه هم په ګوته كوي او مثالونه يې راوړي چې دلته د كول او كيدل د فعلونو تركيب د (نوميزو) اسمى نومونو سره ښودلي او هم يې د (يم) (وم) كومكى فعلونو تركيب د اقتداري او تمنايي فعلونو صورتونه د متعدي مجهولو فعلونو تركيبونه د مثالونو سره راوړل شوي دي د زياتو معلوماتو دپاره وګوري(2).
په فعلى تركيبونو كې اصلي او اساسي توكى فعل وى چې دغه ډول تركيب معمولا په جملې كې د مسند (خبر) برخه جوړوي، دغه تركيبونه په ځانګړي توګه د ګرامري مانا له مخې مانا هم څرګندوي او په ځانګړي توګه يوه جمله هم ګڼله كيداى شي. پښتو ژبه كې فعلى تركيبونه په لاندې صورتونو سره جوړيږي:
1- اسم + د فعل نوم (مصدر)
الف: بى واسطې: كتاب لوستل، ارام لټول، ليك ليكل.
ب: ارتباطي صورت كې: (په لاره كې دريدل)، (كورته تلل)، (پرميز باندې ايښودل)، (د ملګرو سره ليدنه كول)، (د هنر په باب خبرې كول).
2- مصدر + فعل = تركيب: غوښتل كوم، ليدل كوي، كتل كوو، رټل كوي، جوړول يا سازول كوم.
3- د قيد + فعلي تركيب: عادلانه چلند كول(1).
فعلي تركيبونه تل د جملې د خبر (مسند) په برخې كې راځي يعنى د جملې خبر وي نو ځكه ورته فعلي تركيب (غونډ) هم ويل كيږي. كه چېرې دغه فعلي تركيبونه په جمله كې د مسند اليه (مبتدا) سره رانه شي او په جلا توګه راوړل شي نو بيا هم يوه پوره او بشپړه معنا ترېنه ترلاسه كيږي او په ځانګړي توګه جمله هم ده(2).
ځكه په ځينو تركيبونو كې د فعل د ګرامري مشخصاتو له مخې د مبتداء يا فاعل دريځ څرګنديداي شي. د پښتو ژبې په جملو كې فعلي تركيبونه (غونډونه (Phrases په لاندينيو شكلونو سره راځي.
1- نوم (اسمى ډله) + فعل = فعلى غونډ (تركيب)
2- (فعلى نوم) + فعل = فعلى غونډ (تركيب).
3- قيد + فعل = فعلى غونډ (تركيب).
1- الف: د نوم + فعل په تركيبونو كې بشپړ فعلونه (لازمي- متعدي) فعلي تركيبونه جوړوي لكه: نوم + بشپړ فعل: كتاب لولم. كور اخلم. نارى وهي. قيد + بشپړ فعل: پاس خيژوم. لاندې كښته كوم. وړاندې بوځم.
1- ب: د نومونو، صفتونو، قيدونو، اعدادو فعلى صفاتو سره د (يم)،(وم)(3) كومكى فعلونو تركيب:
1- نوم + كومكى فعل:
انسان يم، انسان يې، انسان ياست، سړي دي.
ښځه ده. خلك يو. خبر ياست. هلك دى. خلك وو.
2- صفت + كومكى فعل: جوړيم (وم)، ناروغه دى (و). ووړ دى (و) وړه ده (وه)، سپين دى (و)، سپينه ده (وه)، سپينې دي (وې).
3- قيد + كومكى فعل: لرې يم (وم)، نژدې يم (وم)، پورته دى (و) جګه ده (وه).
4- عدد + كومكى فعل: يو دى (و)، يوه ده (وه)، دوه دي (وو)، دوې دي (وې)، څلور دي (وو)، څلور دي (وې).
لومړي دى (و)، شلم دى (و)، لومړۍ ده، شلمه (وه).
5- ديم، وم كومكى فعلونه د فعلي صفتونو سره په دغه لاندې توګه فعلي غونډ ونه (تركيبونه) جوړ وي:
الف: راغلى، تللى، ګرځيدلى، پاڅيدلى، جوړ شوى، جوړ كړى (يم) (وم).
د مونث په صورت كې: راغلې، تللې، ګرځيدلې، پاڅيدلې، جوړه شوې، جوړه كړې (يم، يمه) (وم، ومه) راځي.
او د جمع په صورت كې: راغلي، تللي، ګرځيدلي، پاڅيدلي (يو) (وو).
ب: مفرد، راغلى، تللى، ګرځيدلي، پاڅيدلې (يې، وې).
جمع، راغلى، تللى، ګرځيدلي، پاڅيدلي (ياست، يئ، وئ)
ج: مفرد مذكر، تللى، راغلي، ګرځيدلى، پاڅيدلي (دى- و).
مفرد مونث- تللې، راغلې، راګرځيدلې، پاڅيدلې (ده) (وه).
د: د دريم شخص د جمع صورتونه:
مذكر: راغلي ګرځيدلي، پاڅيدلي (دي) (وو).
مونث: راغلي. ګرځيدلي، پاڅيدلي (دي) (وې).
د متعدي فعلونو سره د كومكي فعلونو تركيب: (وهلى دى (و) (رټل شوى دى (و).
په مجهول صورت كې: فعلي مجهول صفت + (يم) (وم) :
وهل شوى يم (وم)، وهلې شوې يم (وم).
د كول- كيدل فعلونو سره:
الف – اسم (نوم) + كول
متعدى فعل اوسنى زمانه: (پخلا كوم). (اشنا كوم)، (او به كوم)، (رڼا كوي)، (تياره كوي)، كاركوي).
ب: مصدر (فعلى نوم) + كول: ليدل كوي، خوړل كوي، سازول كوي.
ج: فعلى نوم (حاصل مصدر) + فعل: ليدنه، كتنه كوي، (روزنه كوي)، (ښوونه كوم)، (ځورونه كوي).
د: قيد + كول: (نژدې كوم)، (وړاندې كوم)، (لرې كوم)، (پورته كوم)، (نژدې كاوه)
(وړاندې كاوه)، (پورته كاوه).
2- قيد + فعلى نوم + كول (فعل): (له ورايه ليدل كوي)، (په سترګو خوړل كوي).
هـ: عدد + كول: (يو كول)، (دوه كول)، (يو كوي)، (دوه كوي).
ترتيبي اعداد هم راځي: (لومړى كوي)، دريم كوو).
د كيدل كومكي فعل سره تركيب:
لازمي فعل:
نوم + كيدل: (اشنا كيږي)، (رڼا كيږي)، (اشنا كيدم)، (رڼا كيدله).
صفت + كيدل: (ليونى كيږي)، (زړ وركيږي)، (جوړ كيږي = جوړيږي).
قيد + كيدل: (نژدې كيږي = كيده)، (تر شاكيږم = (كيدم).
عدد + كيدل: (يو كيږم)، يو كيږو)، (يو كيدو)، (دوه كيږي).
مصدر + كيدل: (كيندل كيږي)، ساتل كيږي)، (كيندل كيده)، ساتل كيده).
(فعلي نوم) حاصل مصدر + كيدل: (ښوونه كيږي)، (روزنه كيږي)، (پالنه كيږي)،(ټوليد نه كيږي).
دكړل او شول كومكي فعلونه: چې معمولا د كيدل او كول استمراري (نابشپړ صورت) فعلونو پر ځاى راځي او د (كړل او شول) صورتونه د فعل بشپړ (مطلق) صورتونه جوړ وي(1).
نوم + كړل: (رڼا كړم)، (اوبه كړم)، (ويښ كړم).
صفت + كړل: جوړ كړم، (جوړ كړو)، (سپين كړه)، (پاك كړم)،(وران كړه)، (ويجاړ كړه)، (ودان كړه)، پخه كړه، لوند كړه.
قيد + كړل: نژدې كړه، لرې كړه، پاتې كړه، پورته كړه، كښته كړ.
عدد + كړل: يوكړه، دوه كړه، يو كړم، دوه كړم.
مصدر + كړل: ليدل وكړه، پاڅول وكړه، جوړول وكړه.
حاصل مصدر + كړل: ليدنه وكړه، پاكونه وكړه، ساتنه وكړه.
د شول كومكي فعل سره تركيب:
نوم + شول: اشنا شوم، جلا شوو، شاګرد شو، عسكر شو.
صفت + شول: جوړ شو، وران شو، روغ شو، زيات شو.
قيد + شول: پورته شو، كښته شو، وړاندې شو، نژدې شو.
عدد+ شول: يو شو، سره يو شول، سره يوشئ، دويم شو، دريم شو.
مصدر + شول: په دغه صورت كې د (و) مختاړى هم ورزياتيږي.
ليدل وشول، ليدل كتل وشو. او يا په دې توګه وپالل شو، وروزل شو(1).
حاصل مصدر (فعلى نوم) + شول: ليدنه وشوه، پاكونه وشوه، لوبونه وشوه.
په عمومي توګه د پښتو ژبې زيات شمير فعلونه د يو (اسمي، نوميز) او كومكي فعل څخه مركب وي، په دې توګه د تېرې زمانې او اوسنۍ زمانې د فعلونو بېلا بېلو صورتونو (استمراري، مطلق، امكاني، توانايي، تمنايي، ګوماني، احتمالي، ټينګاري) او نور د فعلي تركيبونو (غونډونو) پوره بشپړ مثالونه دي چې د تېرې زمانې او اوسنۍ زمانې د ريښو څخه د كومكې فعلونو، ضميري ورو ستاړو (فعلي خاتمو) او فعلونو په مرسته جوړيږي چې دغه بيا په جملو كې د فعلي غونډ يا تركيب په نوم ياديږي.
څنګه چې په دې برخه كې د پښتو ژبې ټول فعلي جوړښتونه (ساده، مركب)، (فعلي، اسمي) شاملېږي او د پښتو ژبې د فعلونو مارفولوژيكي (صرفي) برخې په باب پوره ډېرې ليكنې شوي دي په دې برخه كې د پښتو ژبې ګرامرونه او په خاصه توګه د لوي استاد پوهاند رشتين پښتو ګرامر لومړي او دويم ټوك كې پوره څېړنه او كافي معلومات شته.