دويم څپركى

تركيب (غونډ- عبارت)

څرګنده ده چې ويل پوهنه (نحوه) د ګرامر د يوې برخې په توګه او په يوې جملي كې د كلمو (مورفيمونو) د ګرامري تركيب يو ځاى كيدو طريقه، ترتيب او معنوي رابطه په ټاكلې ژبې كې څېړي په دې معنا چې د جملو لفظي جوړښت او معنوي رابطه څېړي او همدارنګه د جملو لفظي جوړښت او معنوي ځانګړتياوې مطالعه كوي، نو څنګه چې د نحوي څېړنې د مطالعې او څېړلو اصلي او اساسي مواد جملې دي نو په هم دې توګه د كلمو تركيب (د الفاظو، غونډونو) هم د جملو په جوړښت كې يو توكى يا يوه برخه ګڼله كيږي.
لكه: هلك ولويد. يوه ساده جمله ده او دغه جمله د دووكلمو څخه جوړه ده. لومړۍ برخه يې (هلك) چې د جملې فاعل (مسند اليه) اودو همه برخه يې (ولويد) فعل (مسند) دى. كه چېرې په همدغې جملې كې دجملې د فاعل (هلك) سره ځيني مورفيمونه چې نحوي رابطه سره ولري يو ځاى شي په دې وخت كې دغه فاعل (هلك) د خپلو مربوطه اجزاوء سره يو تركيب (عبارت) دى لكه:
ښه هلك، يو ډېر ښه هلك، يوغښتلى تكړه ښه هلك . . . دغه ډله كلمې د يوبل سره نحوي رابطه لري او په پورتنۍ جمله كې د هلك سره د مبتدا په حيث راځي او هم د هلك په ځاى راتلاى شي چې دغه د تركيب (غونډ) (عبارت) په نامه ياديږي. همدارنګه د (ولويد) فعل سره چې د جملې مسند دى يو شمير نورې كلمې يو ځاي شي. دغه ډله كلمې چې نحوي رابطه هم سره ولري د جملې مسند (خبر) كې سره راځي.
لكه: سخت ولويد. په زوره ولويد. سخت په زوره ولويد. يا وران ولويد. ډېر وران ولويد. خورا ډېر وران ولويد. بې ځايه خورا ډېر وران ولويد.
په پورتني اسمي غونډ كې ګورو چې هلك د غونډ اصلي جزدي او د خپلو متعلقاتو سره يو اسمي غونډ ګڼل كيږي او په دويمه برخه كې ولويد د فعلي (غونډ) (عبارت) اصلي او اساسي جزدى نو فعلي غونډ (تركيب) ورته ويلى شو. مګر دواړه تركيبونه (اسمي او فعلي) په ځانګړي توګه بشپړ مطلب نه رسوي او ديوه غونډ (تركيب) په راوړو سره په ځانګړي توګه معنا ناتمامه پاتې كيږي.
2- د تركيب اصطلاحګانې او نظريې:
اوس چې د تركيب (Phrase) په هكله څه معلومات ترلاسه شول. غواړو په پښتو ژبه كې د افغاني او خارجي ګرامر پوهانو نظريې او اصطلاح ګانې هم ذكر كړو.
په دې برخه كې تر هر څه د مخه غواړو د پښتو ژبې د كلمو تركيب چې په لاندې ماخذونو كې د سلواسچېتانيا(1) د كلمو تركيب (Phrases (2) نيمګړي تركيبونه(3) كلام ناقص(4) ناقص مركب(5) عبارت(6) او غونډ په نومو سره نومول شوي دي تر غور او مطالعې لاندې ونيسو.
دا خو جوته خبره ده، چې دوينا او خبرو په ترڅ كې الفاظ او وئيونه په ځانګړي توګه پوره معنا نه شي څرګندولى، نو د يوې معنا د پوره او بشپړې څرګندونې له پاره د ويئونو (الفاظو) تركيب، يو ځاى كيدنه او د هغوي ترمنځ نحوي رابطه ضروري خبره ګڼله كيږي.
په جملو كې د كلمو تركيب، رابطه او د ګرامري قاعدو خيال ساتل ډېره ضروري خبره او مهم ركن دى. څنګه چې تركيبونه په جملو كې ستره نحوي دنده لري نو ښايي چې ددغو تركيبونو په برخه كې پوره څېړنه او مطالعه وشي.
مونږ ته معلومه ده چې د نړۍ په ډېرو ژبو كې د تركيبونو موضوع ډېره ستره برخه لري چې بيا په بېلا بېلو ډلو او ګروپونو ويشل كيږي.
كه چېرې مونږ خپلې لرغونۍ مورنۍ پښتو ژبې ته پاملرنه وكړو او په ډېر غوراو ځير ورته وګورونو جوته به شي چې په پښتو ژبه كې هم دغه تركيبونه راز، راز او د اندازې نه زيات دي. او هر تركيب په خپل ځاى او موقع ځانګړې معنا او مفهوم ښندي.
په پښتو ژبه كې تركيبونه ځانله خاص ډولونه او قسمونه لري چې هر يوبه يې په خپل ځاى وښودل شي.
دلته دا خبره ضروري ده، چې د مستقلو تركيبونو Phrases ، اصطلاح (ايډ يوم Idiom) او داسې نورو تركيبونو سره توپير وشي.

تركيب (غونډ)

تركيب د دوويا زياتو (خپلواكو او ناخپلواكو) كلمو او مورفيمونو يو ځاى كيدو څخه عبارت دى چې اجزايې يو له بله سره ګرامري ارتباط ولري، يا د دوو يا زياتو خپلواكو او نا خپلواكو مورفيمونو مجموعه ده چې برخې يې يو بل سره ګرامري رابطه ولري. د تركيبونو د څېړنې او مطالعې څخه داسې جوتيږي چې تركيبونه د معنا، جوړښت له مخې بيل ډولونه لري.
تركيبونه (غونډونه) برسېره پردې چې د جملو په جوړونه كې برخه لري په ځانګړې توګه د نحوي واحدونو وظيفه هم سرته رسوي.
ځيني ګرامريستان لكه ف.ف. فورتون اتوف(1) اوم. ن. پيترسون(2) نحوه Syntax د تركيبونو (Phrases): څېړنې او مطالعې ته وايي او جملې يې د تركيبونو يو ډول (قسم) ګڼلي دي.
د پښتو ژبې په ګرامرونو كې د تركيبونو ذكر په لاندې ډول راغلى دى. پښتو ژبې لياره كې داسې څرګندونه شوې ده:
(د نحوې علم د خبرې كلام تركيب او تاليف او د كلمو د استعمال موقع بيانوي.
كلام: هغه نطق او عبارت ته وايه شي چې د مقصد د بيان د پاره ويل كيږي.
تركيب: د خبرو هغه بيئت (ډلګۍ) ته ويل كيږي چې د دووليا زياتو كلمو څخه حاصله شوې وي. تركيب دوه ډوله دى يو (نيم ګړى تركيب بل بشپړ تركيب)(1).
همدارنګه محمد اعظم ايازي په خپلې كوچنۍ رسالې پښتونحوه كې د تركيبونو يادونه كړې او د كلام اقسام تر سرليك لاندې داسې ليكي: كلام پردوو ډولو دى:
(كلام ناقص او كلام تام)(2)
همدارنګه د هر برت پنزل پښتو ګرامر كې د پوره عبارت او لنډ عبارت ذكر راغلى او هم د مركبو كلمو يعنى د تركيب Phrases اصطلاحګانې يادې شوي دي. دلته عبّارت مقصد له جملې څخه دى. په دې توګه د تركيب په برخه كې دا داتي تركيبونو اسمي غبرګو تركيبونو، فعلى تركيبونو او داسې نورو يادونه يې كړې ده. عظيم شاه خيال (د پښتو رف ونحوه) كې د تركيبونو په باب داسې څرګندونه كړې ده: مركب د دوو يا ددوو څخه زياتو كلمو يو ځاى كولو ته ترتيب وايي او په دې كې چې كومه خبره يا جمعه جوړه شي هغه ته مركب كلام وايي مركب يا كلام دوه قسمه دى.
1- ناقص يا نيمګړي مركب كلام (2) تام مركب يا كلام يا جمله.
په ناقص مركب كې داسې وايي: هغه مركب ته وايه شي چې څه پوره خيال يا مطلب ترې نه څرګنديږي يعنى داسې مركب چې اوريدونكى ترې پوره فايده وانخستى شي او تسله يې پرې ونه شي او هغه د پوره مطلب د بيان منتظر وي لكه:
د انوراس، هغه دارو، ناقص مركب تل د يوي جملى جزوى(3).
همدارنګه د تركيبونو په باب د پوهاند رښتين علمي اثر(4) په لاس كې لرو چې د لغت پوهنې (لكسيكالوجى) په برخه كې ډېر ښه معتبر مواد لري. د تركيبونو په برخه كې هم په زړه پورې مواد لري، چې پوره د استفادې وړ ګڼل كيږي. په دغه اثر كې د اسمي تركيبونو ټول ډولونه. غبرګ تركيبونه، بشپړ نابشپړ، عددي، ضميري، قيدې، صفتي او داسې نور… او هم دارنګه د فعلي تركيبونو مثالونه هم راوړل شوي دي.
همدارنګه پوهاند رښتين د پښتو ګرامر دويم ټوګ كې د نحوي واحدونو (تركيبونو) په برخه كې پوره مفصل معلومات وړاندي كړي دي(1).
د تركيب مشخصات:
اصل مطلب په دى كې دى چې دغه ډول تركيبونه د مفهوم او معنا د افادې له مخې د الفاظو، كلمو سره يو شي ګڼل كيږي مګر فرق يې دادى چې دغه ډول تركيبونه مركب مفهومونه څرګندوي او د نومونو، فعلونو معنا ګانو ته زياته ټاكلې او مشخصه بڼه وركوي.
د مثال په توګه: خواږه انار، لومړى لوست، د پښتو لوست، اته بجې. نو په دې اړه ويلي شو:
1. تركيب د دوويا زياتو مستقلو يا نامستقلو كلمو څخه جوړيږي.
2. په تركيب كې يوه كلمه د بلې تابع ګرځي.
3. په تركيب كې د كلمو ترمنځ نحوي رابطه ټينګيږي.
4. تركيب نسبت كلمې ته پراخه او مركب مفهوم څرګندوي.
5. د جملى او تركيب ترمنځ توپير او بېلوالى ضروري دى.
د پښتو ژبې په تركيبونو كې د كلمو ترتيب:
د كلمو تركيب د ګرامري قاعدې (دمطابقت) له لارې سرته رسيږي او په دې كې د كلمو ترتيب هم برخه لري.
په دې اساس كه چيرته د كلمو په تركيب كې د كلمو ترتيب او مطابقت (سمون) په پام كې
ونه نيول شي نو پوره مطلب او معنا هم لاس ته نه راځي.
د بېلګې په توګه: په پښتو ژبه كې د توصيفي تركيب (غونډ) ترتيب داسې دى چې لومړى صفت او بيا موصوف راځي. (صفت + نوم). په ګرامـــري لحاظ صفت د موصوف تــــابع وي لكه: ناولې څېره، ښېرازه سيمه، ښكلې ودانۍ/ مګر كه ووايو څېره ناولې، سيمه ښيرازه نو بيا دا هغه تركيب (Phrase) نه دى چې ټاكلي معنا څرګنده كړي په دغه صورت سره د كلمو او ويئونو بې اساسه تركيب (يو ځاي كيدنه) كومه ټاكلې معنا نه وركوي.
2- د پښتو ژبې په نحوي سيستم كې د كلمو د رابطې وسيله (سرينې، پسينې) دي چې د هغو په مرسته هم تركيبونه جوړيږي لكه: د هېواد شاړې دښتې، د افغانستان غرونه.
3- څنګه چې د كلمو په تركيب كې د كلمو (الفاظو) رابطه او ترتيب ارزښت لري نو همدارنګه په جملو كې هم ډېر ارزښت لري، ځكه د ټول تركيب معنا او مطلب د كلمو په ترتيب پورې اړه لري.
4- په پښتو ژبه كې د تركيبونو د څېړنې له مخې ويلى شو چې تركيبونه د نورو اريايي ژبو په څېر په جلا او بېلو ډلو او ډولونو ويشل كيږي.
د معنا او جوړښت له مخې:
په پښتو ژبه كې خپلواك تركيبونه: هغه دي چې د مستقلو مورفيمونو له تركيب څخه جوړ شوي وي دغه تركيبونه په ټاكلو او ناټاكلو باندې هم بيليږي:
الف: ټاكلي تركيبونه: هغه دي چې د تركيب اجزا يې ټاكلي او ثابت وي(1) او د هغو اجزاو پر ځاي نشو كولاى بله كلمه راوړو ځكه دغه تركيب په خپل ځاى ټاكلى او پوره مطلب په مستقيمه توګه وړاندې كوي لكْه:
د كابل پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځى، د قبايلو وزارت، د پښتنو مشر، د ميوند څلى، د ملالۍ مېړانه، د پښتنو مېړانه، نوى ښار، پښتني دودونه.
ټاكلي تركيبونه معمولا د يوې مركبې كلمې په توګه پريوه معين او مشخص شي ياكس پورې اړيكه پيدا كوي.
ځيني دغه ډول (تركيبونه) او عبارتونه هم خاص نومونه جوړ وي. ټاكلي تركيبونه د اضافي او توصيفي له ډول څخه دى(2).
ب: نا ټاكلي تركيبونه: هغه دي چې جوړوونكي يا ترتيبوونكي برخې يې ټاكلې او ثابتې نه وي په دې معنا چې د جوړ شوي تركيب د اجزاو پر ځاى په بېل بېلو مواردو (ځايونو) كې ځيني نورې كلمې راوړل كېداى شي لكه:
د ملالۍ كميس، د اجمل كوټه، زمونږ كتابونه، توركميس، لس تنه، څو تنه… او داسې نور. . . په پښتو ژبه كې د ځينو ټاكلو او مشخصو اضافي او توصيفي تركيبونو څخه پرته نور ټول تركبيونه د ناټاكلو (غير ثابتو) تركيبونو له جملې څخه دي.
ج: - په پښتو ژبه كې زيات شمير تركيبونه شته چې د يوې معنا د پوره او بشپړي افادې د پاره په مقيده توګه استعماليږي چې دغه تركيبونه په جوړه تكراري… توګه مروج دي. دغه تركيبونه د جوړښت له مخې په بشپړ او نا بشپړ (مكمل- نا مكمل) باندې ويشل كيږي.
په بشپړو او نابشپړو تركيبونو كې يوه كلمه د بلې كلمې سره نه تابع كيږي خو په تكراري او جوړه توګه سره راځي. لكه: پاك سپيڅلى، مخامخ، غرونه غرونه، ډول ډول، رنګ رنګ، خواږه خواږه، جوړه جوړه، نيغ نيغ، ژر ژر، من من، خروار خروار، سور سور.
نيمګړي يا نابشپړ مثالونه لكه: چاي ماى، ډوډۍ موډۍ، كارمار، كوړ وږ، كډوډ، البته د پورتنيو تركيبونو په باب بشپړ معلومات د لوى استاد پوهاند رشتين اثر وګورئ(1)
څنګه چې دمخه مو اشاره كړې ده خپلواك (ازاد) تركيبونه په اسمي او فعلي ډلو باندې ويشل كيږي نو دلته دا هم زياتو چې داسمي اوفعلي تركيبونو ترمنځ زيات توپير هم ليدل كيږي، ځكه اسمي تركيبو نه او فعلى تركيبونه د معنا د بشپړ تابه يا نابشپړ تا به له مخې سره توپير لري يو اسمي تركيب د جملې د مبتدا په حيث او فعلى تركيب د جملې د خبر په توګه راځي چې په دې برخه كې به په خپل ځاى د اسمي او فعلي تركيبونو (عبارت) مثالونه راوړل شي.
د جملې او تركيب (غونډ) ترمنځ توپير:
د جملې او تركيب ترمنځ خاص توپير شته ځكه هغه ځانګړتيا چې د جملې په جوړښت كې موجوده ده، په تركيب كې نه ليدله كيږي. د يوې جملې مبتدا او يا خبر هر يو د تركيبونو (غونډونو) (اسمي- فعلي) څخه جوړيږي. د مثال په توګه. په بشپړې او پوره جملې كې مبتداء او خبر او همدرانګه د هغوي متعلقات ځاي لري مګر په تركيب كې دغه برخې نيمګړې وي خو په پښتو ژبه كې هر ډول كلمې او داسمي يا اداتي تركيب يو لنډ (Utterance) عبارت (جمله) تشكيلولاى شي. د لنډ عبارت څخه د ړومبي يا ورپسې عبارتونو له قرينې څخه ددغه عبارت مستقلوالى د عبارت له سر او اهنګ څخه معلوميږي لكه:
سبا؟، زما په كوركې؟، اى سړيه!
هو صاحبه!، بلى هو!، نه نه، (وا وا وا! او داسې نور تركيبونه(1) مګر كه چېرې دغه لاندنيو تركيبونو ته نظرواچو، نو بيا د عبارت (لنډ عبارت) يا جملې په بڼه نه شي راتلاى، خو د يو بشپړ او مكمل تركيب (Phrase) حيثيت به ولري.
لكه: سور قلم، ښكلې ننداره، ګران هېواد
كه چېرې ووايو: (دا) سور قلم دى.
(دا) ښكلي ننداره ده. نو دا به ساده جملې وي. په دغه ډول تركيبونو كې معمولا كلمې يو له بلې سره په جنس، عدد، حالت كې ګرامري مطابقت څرګندوي. په پښتو ژبه كې د كلمو او عبارتونو ترتيب او ګرامري مطابقت ضروري دى.
لكه : د سيند څپه، داسونو شڼا، مست هاتيان، شنه زمريان، لوى غر