Syntax سنټكس (نحوه)

په اصل كې نحوه يوه عربى اصطلاح ده چې لغوي معنا يې لاره، طريقْه، روش- دود- طرز) ده مگګر د ګرامري معنا له مخې د ګرامر هغه برخه ده، چې په جمله كې د كلمو په مطابقت ارتباط، ترتيب او تركيب باندې غږيږي يا په بله وينا نحوه هغې پوهنې ته وايي چې د يوې ژبې د جملو، عبارتونو، فقرو، غونډونو د جوړښت، ترتيب، تنظيم او جوړښت څېړي. نحوه (سينټكس) له مورفولوژى، سره نژدې او مستقيمه رابطه لري ځكه د ژبې صرفي جوړښتونه تر ډېره ممكنه ځايه پورې د نحوې نظم جوړښت او ترتيب سره مشخصه او ټاكلى وظيفه لري. برسېره پردې په اساسي توګه هغه معنا لرونكي عناصر چې عبارتونه او جملې جوړوي په واقعيت كې همدغه مورفيمونه (ازاد، مقيد) دي چې د يوې ژبې په ګرامري ساختمانو كې ستره برخه اخلي.
په پښتو ژبه كې (نحوه او سينټكس) دواړه اصطلاحګانې د ټاكلي ګرامري مفهوم او معنا له پاره كارول كيږي او په ګڼ شمير ګرامرونو كې چې په پښتو ژبه كې ليكل شوي دي د عربي اصطلاحات لكه (صرف- نحوه) مروج اوتر اوسه پورې هم رواج لري، ولى په شلمه پېړۍ كې سنيټكس د نحوې په معنا يا نحوه د سنيټكس په معنا رواج شوې ده، چې البته د معنا او مفهوم له مخې د يوه ټاكلي مقصد د پاره استعماليږي. كه د سينټكس اصطلاح ته ځيرشو او هغه هم د يوناني ژبې سينټيس د اصطلاح سره مقايسه كړو، ګورو چې په دواړو كلمو كې يوه ګډه ريښه پرته ده يعنى د Synt) سينټ) برخه په دواړو كې شريكه ده. چې د تركيب، يو ځاى كيدو، ګډون په معنا راتلاى شي، نو څنګه چې Sinthesis د برخو د اجزاو د تركيب په معنا دى نو Syntax سينټكس هم د ژبني تركيب په معنا ترجمه كيداى شي. ددې له پاره چې د سينټكس په برخه كې زياتې څرګندونې تر لاسه كړو نو بده به نه وي چې د ژبپوهنې ددغې اصطلاح د استعمال ځاى او څرنګوالى وپيژنو. ښكاره ده، چې ژبنى سيستم د تركيب او او ډنې څخه پرته نه شي راتلاى او په دې توګه (سينټكتيك) ژبنى سيستم په جمله كې د كلمو او لغاتو د ټاكلو ځايونو، د كلمو د استعمالولو ترتيب او تنظيم څخه پرته بل شى نه دى او يا دا چې په نحوي سيستم كې د نحوي واحدونو او د هغوى مربوطه اجزاو تجزيې، تركيب، ترتيب او څرنګوالى نحوه بلل كيږي.
همدارنګه دا سيستم د ژبني تركيب د لغتونو او كلماتو د يووالي او په ژبه كې د لغتونو له استعمال څخه بحث كوي. دلته خو ددې خبرې يوه يادونه هم بې ځايه نه بريښي چې په مورفولوژۍ كې هم د لغاتو جوړونې او تركيب څخه خبرې كيږي خو دا ډول لغات جوړونه او تركيب بايد د Syntax) سينټكس) او نورو ژبنيو تركيبونو سره ګډ نه شي. څنګه چې وينو په ترمينالوژۍ كې هم د كلمو او اصطلاحګانو د جوړونې او تركيبونو څخه خبرې كيږي ولې سينټكس، مورفولوژي، ترمينالوژي او نور ژبني تركيبونه بايد سره ګډ نه شي. د پورتنيو څانګو تر منځ پر مشابهتونو سربېره توپيرونه هم شته او هم شريكې نښې نښانې يې تر څيړنې لاندې بايد ونيول شي ځكه پرته له دغه ډول څېړنې څخه نه شوكولاي چې سينټكس باندې وپوهيږو خو دا حقيقت ښايي هم هېرنه شي چې د ژبپوهنې د پورتنيو څانګو ترمنځ د توپير كرښه دومره پراخه اوارته نه ده، چې يو تر بله دې نژديوالى او ژبني اړيكي ونه لري.
2- صرف (مورفولوژى) د ګرامر د بلې اساسي برخې په توګه:
په دې پوهيږو چې مورفولوژي د ژبپوهنې د يوې څانګې په توګه د ژبې د كوچنيو واحدونو د جوړښت او ستركچربيان دى. يا په بله وينا سره مورفولوژي د ژبې د مورفيمونو د همدغو كوچنيو واحدونو تركيب او رغاونې، ګردان او د هغو له ډولونو سره سروكار لري. دغه د ژبې مورفولوژيك سيستم دوې برخې لري:
1- انفلكشن (صرف):
2- ډرايويشن (اشتقاق).
د ګرامر په دې څانګې كې د ځينو اصطلاحګانو لكه (مختاړي، وروستاړي، منځتاړي، تنه، مونډ ياريشه) سره مخامخ كيږو- همدارنګه د مورفيم- الومورف او داسې نور مورفولوژيكي اصطلاحات هم تر سترګو كېږي. په سينټكس كې هم د ځينو اصطلاح ګانو سره مخامخ كيږو لكه تګميم او سينتاكم، نوله دې پلوه مورفولوژي له سينټكس څخه جلا او بېلولى شو. څنګه چې د مخه موهم وويل، نحوه Syntax هغه علم ته وايي چې مونږ ته د جملې د جوړولو قاعدې او د هغې داجزاو ترتيب او د كلمو ترمنځ رابطه يو د بل سره راښي. همدارنګه ويلى شو چې مورفولوژى او سينټكس د خپلو ځانګړو اصطلاحګانو او خصوصياتو په درلودلو سره په تيوريتكي لحاظ كه له يوې خوا سره بېل دي نو له بلې خوا يو تر بله اړيكى هم لري.
د پورتنيو څانګو د تيورۍ سيستمونه او نظامونه يو له بله توپير لري. سينټكس د مورفولوژي، ترمينالوژي او نورو ژبنيو مركباتو سره هم ژبنۍ اړيكې ساتي مګر د ژبې د نحوي واحدونو او نحوي كته ګوريو اصلي برخه جمله ده. دلته د اسوال رامنځته كيږي چې جمله د ژبې د نورو نحوي واحدونو څخه څه توپير لري، د ژبې د جملو او نورو واحدونو (فونيم، مورفيم، كلمه، تركيب (غونډ) توپير په څه كې دى؟
د ژبې دغه نور واحدونه لكه (فونيم، مورفيم، كلمه، تركيب (غونډ) په ځانګړي توګه پوره مطلب نه رسوي يا په ساده ډول وايو:
مونږ پرته له جملو څخه پوره، مطلب ترلاسه كولاى نه شو. د جملې په باب يو ژبپوه داسې څرګندونه هم كړې ده:
(جمله يو بشپړ پوره مطلب رسوي)(1) ولې بيا دا خبره تر يوې اندازې پورې په منطقي لحاظ سمه نه ګڼي. دى وايي چې د بشپړتوب او نابشپړتوب په باب كوم خاص بريدنه شو ټاكلى، ځكه په وينا كې جملې يو په بل پسې دوام پيدا كوي او يا دا چې جمله د خپلې قرينې په نسبت په ډېر لنډ چوكاټ كې څرګنديداى هم شي. د مثال په توګه په سوال او ځواب كې دغه خبره ښه څرګنديداى شي(2).
په دې حساب سينټكس او فونولوژي هم يو تر بله ژبني اړيكي درلود لاى شي. د مثال په ټوګه كه ووايو: ميرويس پوهنتون ته ولاړ؟
ته ښه يې؟
ځواب به داسې وي- هويا اه
دلته كه (هو- اه) په يوازې او ګوښې توګه و څيړو نوليدل كيږي چې (اه) يو فونيم دى او (1) هم د فونيمونو په ډله كې راځي كه (1) ياهو ته د نورو ګرامري څانګو له نظره وكتلى شي نو څرګنده به شي چې د ګرامر له مخې دغه (1)، (هو) جمله، متن، ځواب دى.
د سينټكس له مخې به فريزاو د مورفولوژي له مخې به ورته مورفيم وويلاى شو له دې كبله د ژبپوهنې يا د ګرامر د څانګو ترمنځ ژبني خام مواد په ځينو وختونو كې شريك وي خو دا چې هره څانګه يې د خپلې تيورۍ له مخې په خپل مربوطه او ټاكلي چوكاټ كې څيړي، بېلا بېل خصوصيات لري. بله دا چې تيوري او تطبيق د ژبپوهنې د ټولو تيوريګانو زيږنده ده يا په بل عبارت د تيوري او عمل خصوصيت د ژبپوهنې د ټولو څانګو ګډه او شريكه خاصه او مميزه ده. له دې امله په ټولو برخو كې په كاريږي.
څنګه چې ليدل كيږي ننى سينټكسي تيوري پراخه ساحه لري. د ژبې د علم مطالعه او څېړنه دغه ټولې خواوې په پوره او بشپړه توګه نه شي څېړلى. مونږ هم په دې برخه كې اړيو چې د ژبې د نحوي ساختمان او جوړښت د پوهيدانې له پاره ځيني خاصې او مهمې نښانې په ګوته كړو.
نحوه: هغه پوهه ده، چې د جملو، فقرو، عبارتونو، غونډونو د جوړښت د قاعدو څخه غږيږي. د جملې د اجزاو، قاعدې هم په كې بيان او څرګنديږي. په نحوي چاپيريال كې نحوي تركيبونه (غونډونه) او جملې د معنا او جوړښت له مخې په نظر كې نيول كيږي. په سينټكسي چاپيريال كې د نحوي واحدونو يعنى تګميم په تشكل او جوړښت كې دمورفيونو تركيب، تنظيم، بدلون او ګرامري رابطو باندې خبري كيږي.
له دې كبله د ژبپوهانو له خوا د ژبې د مختلفو او بېلا بېلو برخو د پېژندنې او مطالعې له پاره ځيني خاص او جلا واحدونه ټاكل شوي دي. لكه فونيم چې د صوتي جوړښت تر ټولو ډير كوچنى واحد دى او مورفيم د لفظي جوړښت تر ټولو معنا لرونكى كوچنى واحد دى. دغه راز په نحوي چاپيريال كې هم سنتاګ، تګميم (نحوي واحد) تر ټولو كوچنى واحد ګگڼل شوى دى.
تګميم: د نحوي جوړښت هغه واحد دى چې د خپل ځان نه د كوم بل لوى واحد كومه برخه نه وي او هم د جوړښت په لحاظ د تجزيې وړ هم نه وي. يعنى هغه كوچنى واحد دى چې په سينتاكتيكي يا نحوي سيستم دننه ژبنى فورم پرې اندازه او ښودل كيږي ځكه چې په نحوي جوړښت كې (سيستم) تګميم (نحوي واحد) دى او د يوه نه تجزيه كيدونكي جز په توګه منل شوي دى نو جمله هم نه تجزيه كيدونكى واحد ګگڼل شوې ده. (په هره ژبه كې جمله د جوړښت په لحاظ يونه تجزيه كېدونكى واحد دى ) په دې معنا چې كه تجزيه شي، پوره مفهوم له لاسه وركوي.
څنګه چې هره ژبه بې شميره جملې لري نو ښايي چې داسې فكرونه شي چې د هرې جملې لپاره دې بې شميره ساختماني شرحې او قاعدې ولري. په واقعيت كې د هرې ژبې اصلي ويونكي يو لړ محدود قواعد د ژبې د جملو د پېژندنې (درك) او توليد (رغاوڼې) له پاره لري او د مفاهيمو د څرګندولو د پاره د همدغو ټاكلو (محدودو) قاعدو څخه ګټه اخيستل كيږي. په دې توګه نحوه هم په ژبه كې محدود قواعد د جملو ټاكلو او ښودلو لپاره شرح او توضيح كوي. د همدې اصل له مخې نحوه دغه ډول پېژنو:
نحوه د جملو په معنا او مفهوم باندې پوهيدل دي. ددغه نظر له مخې په نحوه كې د معنا مطالعې ته زيات ارزښت وركول كيږي.
د يوې ژبې شكل د هغې د معنا نه ډېر با ثباته دى او په اسانۍ سره د هغې پوهيدنه او پېژندنه كيداى شي او علت يې هم هغه د ژبې چاپيريال دى چې د ژبې شكلونه (فونيمونه، مورفيمونه، نحوي واحدونه تكميمونه) په كې شامل دي. مګر په مقابل كې د معنا چاپيريال او سيمه ډيره پراخه وي په دې علت سره چې ډير ژبني شكلونه د يوې څخه ډيرې معنا ګاني لري او په ډېرو ځايونو كې كارول كيږي.
څنګه چې په نحوې كې د كلمو تنظيم د هغوي تړون او ارتباط د يو بل سره چې څنګه خبرې، فقرې، غونډو نه، عبارات او جملې جوړ وي څېړل كيږي نو ځكه وايو چې د نحوې (Syntax) وظيفه د جملو او د هغوى ساختماني شرح ده يعنى د يوې ژبې د عبارتونو، فقرو (غونډونو) جملو او كلمو د نظام او جوړښت اصول او لارې چارې مطالعه كوي. په عمومي توګه يا په كلي ډول ښايي د نحوې برخه د هرې جملې په باب لاندينيو پوښتنو ته سم او علمي ځواب وركړي.
1. د يوې جملې تر ټولو كوچنۍ برخه كومه ده، يعنى هغه كوچني واحدونه چې جملې جوړ وي؟
2. د جملې دغه برخې (اجزا) څنكه يو دبل سره يو ځاى كيږي تر څو جملې جوړې كړي؟ يوه جمله بايد تر وروستي بريده پورې وويشل شي.
3. وروسته له هغې چې د يوې جملې مورفيمونه مو په ګرامري واحدونو وويشل لازمه برېښي چې ددې پوښتنې د ځواب په لټه كې شو چې دغه ګرامري واحدونه څه نوميږي. او كوم دي؟
د ژبې په ګرامري مطالعې كې د الفاظو معنا او ساختمان دواړه په نظر كې نيول كيږي.
د نړۍ په ژبو كې هره ژبه په خپل وار كه له يوې خوا د ژبپوهنې په بنسټ ځيني ګډ ګرامري خصوصيات لرې ولي له بله پلوه ځانګړي او ټاكلي خصوصيات هم لري چې د هرې ژبې په ستركچر او جوړښت پورې اړه لري.
د مثال په توګه كه د نړۍ ژبوته ځير شو په ځينو ژبو كې د صرف او نحوې ترمنځ كوم ټاكلى او معين بېلوالى نه ليدل كيږي نو په دې توګه صرف او نحوه په بېلا بېلو برخو او فصلونو (څپركو) باندې نه څيړل كيږي. خو د نړۍ په اكثروژبو كې صرفي او نحوي جوړښتونه (سربېره پر ځينو اړيكو) په اسانۍ سره جلا او بېل مطالعه كيږي.
څنګه چې زمونږ مطلب د پښتو ژبې د نحوې موضوع ده د څېړل شويو موادو له مخې په پښتو ژبه كې صرفي او نحوي جوړښتونه په اسانۍ سره جلا او بېل مطالعه كيږي.
په دې توګه د مورفيم پوهنې او سينټكسي بحثونه په بېلو بېلو برخو بېليږي. په نحوې كې نحوي تركيبونه، غونډونه او جوړښتونه د ترتيب او تنظيم داسې اصول او قواعد لري چې د اشتقاق او ګردان د طريقو او ډولونو تابع دي.