جمله (Sentence)

جمله يوه عربي كلمه ده، په لغت كې مجموعې ته ويل كيږي.
جمله د انګريزي Sentence ، فرانسوي Propostion ، جرمنى Staz ، هسپانوي Oracion او روسى ژبى پريدلو ژينيه سره برابره معنا لري، په هره ژبه كې د خپلو خپلو ځانګړو معناګانو درلودونكى وى. ولې ګرامري معناګانې يې سره ورته يا يوګڼل كيږي(1) د مثال په توګه:
(په انګريزي ژبه كې كه د سېنټېنس كلمې ته ځير شو او څېړنه پرې وكړاى شي سربېره پردې چې د جملې معنا لري يو لړ داسې نورې معناګانې لكه (پريكړه، حكم، جزا) او نورې هم لري. همدارنګه د سېنټېنس كلمه درټلو لعنت پرويلو او محكمې ته راكښلو په معناګانو سره هم راځي(2).
دلته مونږ د جملې يا سينټينس د لغوي معنا سره څه كار نه لرو، بلكې غواړو په دې برخه كې د جملې په هكله د ګرامر له مخې رڼا واچوله شي يعنى د جملې پيژندنه او څېړنه په ګرامري چاپيريال كې تر سره شي. ښايي چې ددې مطلب د څرګندولو له پاره څه نا څه ګرامرونو ته پاملرنه وكړو، خو مخكې تردې چې د جملې پېژندنه او تعريف وكړو بايد يادونه وشي، د جملې په باب بشپړ او مكمل تعريف چې هيڅ ډول سمونه او اصلاح ونه غواړي او د تل له پاره ثابت او ځاي پر ځاي وي نشته ځكه تعريفونه او مفاهيم ورځ په ورځ لاپسې كره او بدلون مومي. د تفكر دودې او پرمختګ پروسه (جريان) ځاى په ځاى نه دريږي د بشپړتيا او پرمختګ په لور درومې.
په دې برخه كې ممكن په ګرامرونو كې په عنعنوي تعريفاتو باندې زيات ټينګار شوى وي خو ددې پرنسيب له مخې چې په څېړنه كې تېر معلومات او پخوانى شتمني كه څه هم نيمګرتياوې به ولري د نويو څېړنو په هكله بايد تر مطالعې لاندې ونيول شي تر څو نسبتا كره او نوي معلومات تر لاسه شي.
كه نن د جملې په باب زمونږ معلومات نيمګړي وي نو ښايي چې بله ورځ به لاپسې بشپړ او زيات شي. د پخوا څخه د جملې په هكله ډير تعريفونه شوي او د بېلو بېلو پوهانو له خوا ورته جلا جلا تعريفونه او څرګندونې شوي دي ولې په علمي توګه د جملې په باب معين ټاكلى او ثابت تعريف نه ليدل كيږي مګر په مقابل كې يې د دوو سونه زيات تعريفونه په دې برخه كې موجود دي(1).

د جملې په باب د پوهانو نظريي

كله چې مونږ په وينا او ليكنه كې خپل فكر په شفاهي ياليكلې بڼه افاده كوو نومجبوريو چې جملې جوړې كړو ځكه چې زمونږ وينا د جملو په مرسته څرګنديږي يا (د جملو څخه جوړه ده) په دې توګه زمونږ افكار يوازې په جملو كې او د هغوي په مرسته افاده كيږي. په دې ترتيب د جملې پېژندنه د ارستو زمانې څخه پيل كوو.
جمله د يو منطقي قضاوت د افادې او پوهولو سلسله ده.
ارستو د جملى په باب داسې ويلي دي:
(هره نظريه (مفهوم) د جملې په شكل څرګنديږي مګر ټولې جملې مفاهيم نه څرګندوي. په جملو كې ممكن سوال، خبر دارى او داسې نور مفاهيم ځاى شي خوپرته له دې څخه ممكنه ده، چې يو فكر – د شعور د ځينو نورو اشكالو په واسطه هم ورسول شي. د دماغ فعاليت انځوروي:
جمله د احساس د څرګندولو وسيله هم ده)(2). همدارنګه په پخوانى فلالوژي كې جمله (مفاهيم د الفاظو په مرسته څرګند شوي وي او يا د الفاظو تركيب چې پوره يو مطلب څرګند كړي(3) په په لرغوني يونان كې د نن نه 2000 كاله د مخه يوناني پوه د يونيوس تراكس Dionysius Thrax د يوناني ژبې د قاعدې په باب يوه كوچنۍ رساله ليكلې وه. په هغې كې يې د جملې تعريف او پېژندنه په لاندې ډول كړې ده:
(جمله په نظم او نثر كې د كلمو او الفاظو د مجموعې څخه عبارت ده چې پوره معنا او مفهوم څرګند كړي)(1)
وروسته بياغربي (لويديځ) ګرامريستانو هم دغه تعريف منلى او كارولى دى. ولې د غربي ګرامريستانو څخه د مخه عربى ګرامر پوهانو هم دغه تعريف منلى دى چې كلام يا جمله هغې ته ويل كيږي چې اوريدونكي د هغې څخه پوره مطلب لاس ته راوړي.
په 19 پيړۍ كې دا هڅه رامنځ ته شوې ده چې جمله د يوه مگنطقي قضاوت فعلي تركيب په توګه وپيژندل شي. د منطق له نظره د جملې په هكله بوسلايف ويلى دي (هغه قضاوت (نظر) چې د الفاظو په واسطه څرګند كړاي شي جمله ده)(2).
د 19 پېړۍ پاى او 20 پېړي پيل په لويديځه نړۍ او روسيې كې د جملې په باب روحياتي نظر منځ ته راغلى دى.
ددغه نظريې نمايندګانو څخه په روسيه (شوروى) كې 1-1 شاخمتوف دى چې د جملو په باب يې خورا زياتې څېړنې كړي دي خو بشپړې نتيجې ته هم نه دى رارسيدلي(3) تر دې وروسته ف.ف فورتوناتوف د عنعنوي ګرامر پلوي د جملې په باب داسې بيان كړي دي. جمله يو ډول د كلمو د تركيب څخه ګڼي او ليكلي دي:
(دوينا هغه ګرامري تركيبونه چې په جمله كې استعماليږي په جمله كې د ګرامري مبتدا او ګرامري خبر په توګه راځي(4).
ايراني ژبپوه ډاكتر پرويز ځانلري د جملې تعريف د تراكس په توګه كړى دى يوازې (د نظم او نثر) الفاظ يې ترينه ويستلي دي. په دې ډول (جمله مجموعه يې از كلمات است كه بر روى هم دارائى يك مفهوم تمام وكامل باشد)(5).
همدارنګه ځينو پوهانو د جملې تعريف داسې كړى دى:

جمله - د الفاظو او كلمويو داسې تركيب دى چې يو بشپړ مفهوم افاده كړي. تر اوسه پورې په ګڼ شمير ګرامرونو كې جمله يا كلام داسې راپېژندل شوى دى.
كلام، جمله هغه عبارت ته وايي چې لږ تر لږه له دووكلمو څخه جوړه شوې وي او بيا په دوه ډوله بېلېږي، بشپړه جمله او نيمګړې جمله.
د بشپړې جملې څخه په همدغو ګرامرونو كې مطلب دا دى چې ارويدونكي يې په اوريدو سره پوره مطلب ورځيني واخلي.
نيمګړې جمله چې اوريدونكي ترې پوره او بشپړ مطلب وانخيستيلاي شي. لكه (د ګلانو غونچې، توره وريځ) … او نور.
همدارنګه د جملې تعريف داسې هم راغلى دى: جمله د كلمو د يو ځاي كيدو څخه جوړيږي چې د نحوې كوچنى واحد دى.
په بل ځاي كې داسې بيان راغلى دى:
د يو مقصد د څرګندولو دپاره مجبوريو چې كلمې سره يو ځاى كړو نوله دې امله د يو شمير كلمو او لفظونو له يو ځاى كيدو څخه كلام او جمله منځ ته راځي او د جملې په مرسته خپل مقصدونه يو بل ته څرګندولاى شو. هغه توكي چې جمله يا كلام ورڅخه جوړيږي د كلام جزيا اجزابلل كيږي.
دغه پورتني تعريفونه د پښتو ژبې په ګرامرونو كې لكه د محمد اعظم ايازى قواعد پښتو د محمد ګل مومند (د پښتو ژبې لياره) د پوهاند رښتين په (ژبښودنه)، (پښتو ګرامر، د عظيم شاه خيال) صرف و نحو پښتو) … او داسې نورو كې راغلي دي.
د امريكې ژبپوهان بلوم فيلډ د جملې ساختماني تعريف دا ډول كړى دى. د جملې ساختماني معنا هغه معنا ده چې د جملې د توكونو په مرسته څرګنديږي بېله دې چې قاموسي (لغوي) خواوې په نظر كې ونيول شي.
د جملې د جوړښت او ساختماني معنا يوازې د بلوم فيلډ په ذريعه نه ده ښودل شوې بلكي اكاډيميسن ډ.ل. و شير به هم دغه ډول موضوع بيان كړې ده.
د بلوم فيلډ مقصد د جملي له ساختماني معنا څخه د مورفيمونو هغه تنظيم او ترتيب دى چې د جملې په لغتونو پورې اړه نه لري يعنى لغوي ترتيب او تنظيم نه دى چې دا نظريه هم د چا مسكي له خوا پر مخ ولاړه او پراختيا يې وموندله(1) ترانسفور ميشنل ګرامر چې په 1957كال چا مسكي ليكلى دى د نحوي جوړ ښتونو په نامه اثر دى. دوي څرګنده كړه، چې كه د يوې جملې كلمې په غير شعوري ډول انتخاب شوي وي نو بيا به هم ساختماني معنا ولري خو په دې شرط كه ژبني فورمونه منظم او سم ترتيب شوي وي. نوموړي ژبپوهان (بلوم فيلډ) ګرامر ته د ژبنيو فورمونو د معنا لرونكي نظم په توګه ګوري او زياتوي چې په ژبه كې د ژبنيو فورمونو معنا لرونكي نظم او ترتيب د ژبې ګرامر جوړوي او دا هم زياتوي چې د ژبنيو فورمونو د پاره دا لاندې څلور لارې شته دي.
1- ترتيب 2- داواز برابروالى 3- فونيټكي مشخصات 4- د هغو فورمونو انتخاب چې د معنا په څرګندولو كې د عامل په توګه مرسته كوي.
د جملې د تعريف د كره كولو له پاره ښايي جمله د فورم او معنا له مخې په پام كې ونيوله شي ځكه يوازې فورم جمله نه شي راپېژندلې او معنا هم په ګوښې توګه سره د جملې پيژندنه نه شي كولاى.
كه چېرې داومنو چې جمله يو داسې نحوي واحد دى چې د فورم او معنا په شريك او ګډ ارتباط سره ځانګړى ژبنى سيستم جوړوي نو دا به هم ومنو چې دا نحوي واحد (جمله) يو ژبنى سيستم هم دى. څنګه چې ژبه يو جلا ژبنى سيستم دى او جمله په دې سيستم كې د نحوي واحد په توګه پېژنو نو بيا ويلى شو چې جمله هم يوكوچنى ژبنى سيستم دى.
په دې كې هيڅ شك نشته چې جمله معنا لري او يو مفهوم افاده كوي نوله دې كبله ښه به داوي چې د بلوم فيلډ نظريې ته پاملرنه وكړو.
دى وايي متكلم او خبرې كوونكى د عبارت په ذريعه اوريدونكى دې ته اړباسي چې شرايطو او حالاتو ته ځواب وركړي. دغو شرايطو او حالاتو او په هغوى پورې مربوط ځواب ته د هغه عبّارت معنا وايي يا په بل عبارت كله چې يو ژبنى فورم له خولې څخه ووځي نو اوريدونكي هغې ته هم هغسې ځواب او عكس العمل وركوي، چې د ټاكلي مربوطه ژبني شكل معنا ګڼل كيږي.
بلوم فيلډ وايي چې د ژبني فورمونو معناګانې په عملي او علمي توګه هغه وخت ټاكل كيداى شي چې د پوهې ټولې څانګې بشپړې شي او پرمختګ ته ورسيږي نو بيا ويلى شو، چې جمله سربېره پر نورو سيستمونو يو سيمبوتيك سيستم هم دى په دغه سيستم كې (جمله د سيميم له نظره اندازه كيږي او سيميم د جملې د اندازې له پاره معنوي واحد دي. څنګه چې څرګنده ده په كوي جوړښت كې اساس د نحوې واحد جمله (تګميم) دى په دې معنا جمله دوينا هغه واحد دى چې مطلب ورسوي. جمله يا خبري يا پوښتني يا تعجبي يا امري وي او هر يو نحوي واحد د دووركنونو د اساس څخه جوړ شوى وي لكه مسنداليه او مسند، لاكن جمله داجزاو په لحاظ په بسيط، مركب او، مختلط شكل تقسيميږي.
اوس چې په ګرامرونو كې د جملې په باب څه معلومات وړاندې شو ښه به داوي چې د جملې په هكله د مورفيم بحث ته هم ورننوځو.
ليدل كيږي چې د نحوي واحدونو Structure Syntactic په جوړښت كې لفظي واحدونه Morphologicl Structure برخه لري. دغه واحدونه د موقعيت او نورو خصوصياتو له مخې په تركيبونو او جملو كې په اسمونو، صفتونو، قيدونو، فعلونو او نورو اقسامو باندې تقسيميږي، چې بيا دغه لفظي واحدونه د مستقل والي او استعمال له مخې په ازاد (خپلواك) او مقيد (نا خپلواك) باندې سره بېلېږي.
مقيد لفظي واحدونه: په صرفي او اشتقاقي جوړښتونو كې د ازادو لفظي واحدونو سره وند مختاړي، ورستاړي نښلي. په ژبه كې (ازاد- اساسى واحدونه) د مقيدو واحدونو سره ارتباط پيدا كوي يعنى په تركيبونو او جملو كې د الفاظو ارتباط او يو ځاى كيدنه صورت مومي او په دغه ترتيب سره الفاظ په يوه ټاكلي نحوي حالت كې واقع كيږي چې د ساختماني شكل Function Forma په نامه ياديږي.
لفظي واحدونه هر يو ځانته يوه خاصه ګرامري ګټه ګوري لري لكه اسمونه چې د جنس (نارينه، ښځينه) عدد (مفرد، جمع) حالت (مستقيم، غيرمستقيم (اصلي، غيراصلي) صورتونه لري. او فعلو نه دوجهه لازمي، متعدي د شخص (1،2،3) او زمانې مقولات لري. اشارې نژدې او لري صورتونه هم ښيي.
كه مونږ د مورفيم د تعريف د پاره د جزياتو څخه تېر شونو خپل بيان داسې لنډوو، د يوې ژبې په خبرو كې كوچنى لفظي واحد دى چې معنا ولري. كه چېرې په جمله كې ددغه مورفيمونو دريځ ته پاملرنه وكړونو وبه ليدل شي، چې په جمله كې د مورفيمونو د ځاي تغيير او تبديل د جملې په ارګانيزيشن (جوړښت) كې تغيير او بدلون پېښوي، له دې كبله هره جمله ځان ته جلا سيستم لري. همدغه علت دى چې ديوې ژبې زده كړه د جملو په يادولو اوزده كولو باندې زيات اړخ لګوي. د مجردو لغتونو په يادولو سره ژبه نه زده كيږي.
كه په يوې جملې كې د مورفيمونو د راوړلو په وخت كې د دوي ترمنځ د لازم زماني او مكاني تناسب او رابطه ونه ساتله شي نو په داسې حالت كې سمه او اصلي معنا په لاس نه راځي.
لكه د (زه له پوهنځي څخه راغلم) 2- (زه له پوهنځي څخه راتلم) په جملو كې ګورو:
1- كه (زه) څخه وروسته (را) مورفيم د زماني فاصلې له مخې داسې راشي چې د (غل) او (تل) دريښو څخه وروسته (em م) د مورفيم سره زماني رابطه ونه ساتي نو بيا دغه ټاكلې معنا نه څرګندوي.
له دې امله جمله سربېره پر مورفيميك سيستم زماني او مكاني سيستم هم لري كه چېري دغو سيستمونو ته پاملرنه ونه شي دجملې څخه معنا نه شو اخيستلاى.
اوس به دې ټكي ته ځير شو، چې د جملې سيستم څه شى دى كه څه هم د جملې سيستمونه زيات دي خو مونږ د تعريف د پاره په خپله سيستم تعريفوو، وروسته به بيا تروسه وسه د جملې په نورو سيستمونو باندې خبرې وكړو.
سيستم: هغه نظم او ترتيب دى چې د هغه په تغيير سره په (جوړښت) كې هم تغيير او بدلون راځي.
ترڅو چې د جملې د ساختمان اجزا او په هغې پورې مربوطه جريانونه او مميزات ونه پېژندل شي تر هغه وخته پورې د جملې پېژندنه ګرانه ښكاري.
څرګنده شوه چې جمله د ژبنيو فورمونو داسې مجموعه ده، چې نحوي واحديې جوړ كړى دى نو دلته بې ځايه نه ده، چې دغه مجموعه مطالعه كړو.
د ژبنۍ جملې د توكونو مجموعه يو ميخانكي مجموعه او امبارنه دى بلكې داسې مجموعه ده، چې هره پرزه = برخه (ژبنى فورم) جلا او ځانګړى ځاى لري.
د مثال په توګه د پښتو ژبې په يوې جملې كې ګورو چې فعلي ژبنى فورم داسمي ژبني فورم پر ځاى او اسمي ژبنى فورم د فعلي ژبني فورم پر ځاى نه شي راتلاى مګر كه را هم شي يا به جمله بې معنا او يا به د هغه مفهوم بل ډول افاده كيږي.
كه ووايو: قلم مات شو. په دې ساده جملې كې (قلم) د يو اسمي جز په توګه د جملې د مبتدا په حيث او كه ددغه اسم (قلم) ځاى بدل كړو او د جملې په خبر پورې يې و تړولكه دغه لاندې جمله:
اڅك قلم مات كړ يا اڅك قلم واخيست.
په دې جملو كې (قلم) د جملې په فعلي برخه كې راغلى چې د خبر له اجزاو (متمم) څخه ګڼل كيږي.
همدارنګه صوتي واحدونه د ماقبل دستوري جوړښتونو(1) په نامه ياديږي كه څه هم په خپله معنا نه لري مګر د معنا د تغيير سبب كيږي. د ژبې په دواړو دستوري (ګرامري) ساختمانونو كې دنده لري.
همدارنګه جمله د فونو لوژي له مخې د ژبنيو اوازونو داسې مجموعه ده، چې نحوي واحد جوړوي. دغه ژبني اوازونه د ځانګړي سيستم لاندې خاص نظم او ترتيب پيدا كوي. او داسې اختياري تسلسل نه دى، چې د ژبني سيستم د اصولو له رعايتولو څخه پرته زده شي بلكي د ټولنې د اجتماعي قرار داد سره سم منځته راځي او په هم هغه چوكاټ كې دننه زده كيږي.
په هر صورت جمله د ګرامر له مخې اوس داسې پېژندل شوې ده:
د وينا يو داسې خپلواك او مستقل صورت دى، چې په كوم بل صورت (ساختمان) كې د ګرامري ساختمان د كومې بلې برخې حيثيت ونه لري.
د مثال په توګه:
1. څوك خبرې كوي؟
2. چا خبرې وكړي؟
3. په كوټه كې څوك ناست دي؟
4. تا څوك وليد؟
5. دغه ليكوال څوك دى؟
د پورتنيو سواليه جملو ځواب د قرينې له مخې داسې راځي: (ميرويس) چې دغه ځواب يو ځانګړى او مستقل شكل دى او د كومى بلې جملى يا (د كوم بل صورت) د كومې برخې حيثيت نه لري.
مګر د پورتنيو جملو بشپړ ځوابونه داسې دي:
1. ميرويس خبرې كوې.
2. ميرويس خبرې وكړې
3. په كوټه كې ميرويس ناست دى.
4. ماميرويس وليد
5. دغه ليكوال ميرويس دى.
ميرويس په دريو لومړيو جملو كې د مبتدا (فاعل) په توګه ځواب دى.
په څلورمه جمله كې د مفعول په توګه ځواب دى.
په پنځمه جمله كې د خبر د جز په توګه ځواب ګڼل كيږي.
په دې لحاظ ميرويس يوازې او په ځانګړي توګه هم سم ګڼل كيداى شي.
ولې په دا ډول جمله كې لكه: ميرويس توره او ميړانه وكړه.
دلته وينو چې ميرويس په پورتنۍ جملې كې د يوه غړي (جز) په توګه دنده ترسره كوي.
يعنى ميرويس د جملې معنا نه لري، بلكې په دغه غونډ (تركيب) كې يوه برخه ده. چې په يوه مستقل او خپلواك صورت كې د ګرامري جوړښت او ساختمان د يوې برخې حيثيت لري، چې دلته ميرويس توره او ميړانه وكړه، ټول عبارت يوه جمله ده.
په عمومي توګه پوره جمله هغه ساختمان دى چې مسند اليه (فاعل) مفعول او مسند (فعل) په كې موجود وي.
لنډ عبارت: يا جمله هغه ته وايي چې منصرف (اوښتونكى) فعل ونه لري او په خپله د كومې پوره جملى (ساختمان) برخه نه وي.
همدارنګه مونږ دغه ډول جملې په مقايسوي ډول تر څېړنې لاندې نيسو لكه:
1- زرمينې – راشه ! ځواب : ښه درځم
2- زرمينې راځې؟ هو درځم
دغه دواړه جملې د ساختمان او جوړښت له مخې د مبتدا او خبر د تركيب او رغاونې له مخې زيات توپير نه لري مګر د خصوصياتو او مميزاتو د سيستم له مخې پوره توپير په كې ليدل كيږي، ځكه پورتنۍ هره يوه جمله د جلا او ځانګړي ځواب او عكس العمل غوښتنه كوي. د همدغه اصل له مخې وايو چې جمله هغه نحوي واحد دى چې په تشريحي ساختمان كې د ځانګړو اصولو تابع دى يادا چې جمله هغه نحوي واحد دى چې ټاكلى اهنګ، تون، لحن او موسقيت لري. له دې امله جمله د پورتنيو مميزاتو له مخې هم يوه له بلې څخه بېليږي په دې لحاظ د جملې په بېلونه كې عروضي واحدونه لكه (فشار، اهنګ، لحن، فصل ، وصل) خاص ارزښت لري.
د تيرو خبرو په استناد يوه جمله لانديني خصوصيتونه به لري:
1- نحوي واحد دى 2- دا نحوي واحد د مورفيمونو تركيب دى.
3- د ژبنيو اوازونو سيستم دى. 4- دخاص زماني او مكاني سيستم تابع دى.
5- هره جمله ځانګړى لحن، تون او موسقيت لري.
6- (د بلوم فيلډ په نظر جمله كيداى شي يو اواز وي يا يو نوم وي)(1) لكه ددغې لاندې جملې ځواب: اكارونه دې خلاص شول؟
ځواب هو
2- د پښتو ژبى او ادب پلار څوك دى؟
ځواب، خوشحال
7- جملى ته د متن د اندازه كولو واحد هم ويلى شو.
8- جمله د معاشرت په جريان كې د فكر د انتقال، اخبار اساسي وسيله ده. همدارنګه جمله دوينا او محاورې ژبني واحد په توګه ديوه بشپړ او مكمل فكر څرګندونه ده. دغه رازهره جمله په ذهن كې د منعكس شوي واقعيت څرګندويه او ددغه ډول واقعيت په باب ټاكلې اظهار يه ده، ځكه ويونكى د جملې په چوكاټ كې نه يوازې د خارجى نړۍ او چاپيريال د پېښو په باب د څه شي اظهار كوي بلكې په دې باب د خپل نظر ټكي بيانوي چې ويل يې له واقعيت سره څه ارتباط ولري(1) مونږ په خپلې څېړنې كې د پښتو ژبې د نحوي واحدونو (جملو) په شاوخوا كې د پورتنيو يا دوشوو نظريو له مخې دغه لاندې پرنسيبونه په خيال كې ساتل غواړو او ديوې بشپړې جملې عمومي مشخصات داسې بيانوو:
1- د بشپړې جملې څخه مطلب هغه خپلواك (مستقل) ګرامري شكل دى چې د جوړښت او معنا له مخې بشپړ مطلب وي.
2- د جملې په جوړښت كې د جملې اصلي او اساسي اركان(2) موجود وي.
3- جمله (نحوي واحد) چې د كوم بل لوى شكل (ساختمان) برخه (جز) نه وي.
4- جمله نه تجزيه كيدونكى نحوي واحد يعنى تګميم د ىكه تجزيه شي خپله بشپړه معنا له لاسه وركوي.
5- په جمله كې د تشكيلېدونكو اجزاو (برخو)(3) ترمنځ نحوي رابطه موجوده وي او په وينا (خبرو) كې مشخص عروضي خصوصيات (چې وروسته به پرې رڼا واچوله شي) او هم په ليكنې كې دليك دود د نښو نښانو په مرسته د هرې جملې حدود (بريدونه) سره جلا كيږي چې ددغو نښو د استعمال د ځايونو پېژندنه ضروري ده.