په پښتو ژبه كې نحوي قيدونه:

قيدونه خود فعل له مربوطاتو څخه دي او د جملې د دوهمې درجې د غړو څخه ګڼل كيږي. څنګه چې ښكاره ده. په پښتو ژبه كې په خپله اصلي قيدونه زيات شمير نه لري خو زيات صفتونه، نومونه په ساده او هم په تركيبى شكل سره په جمله كې دقيد وظيفه ترسره كوي چې دغه كلمې د پيشينو او پسينو سره راځي. په جمله كې قيدونه په اصلي او غير اصلي حالت سره هم راځي.
1- قيد په ساده او تركيبي ډول: الف په جمله كې د ساده قيدونو مثالونه: مسافر ډېر تږى دى. ملنګ غلى ناست دى. دى په دې برخه كې هډو نظر هم نه ښكاره كوي.
دلته (ډېر، غلى، هډو) صفات دي. د ساده (يوستوى) قيدونو په توګه وظيفه لري.
2- په جمله كې د تركيبي قيدونو بېلګې:
الف: قيد د يو پوره بشپړ تكراري تركيب په توګه وي: دى غلې غلې خبرې كوي. دى اوس اوس راورسيد. دى ژر ژر خبرې كوي.
ده ورته ځير ځير كتل. اوس اوس، غلى غلى، ژر ژر، ځير ځير سره له دې چې قيدي مطلب وركوي خو تاكيد هم دى.
ب: چې قيد د يو منځني ارتباط په مرسته تكراري تركيب وي. ادم خان او درخانۍ پټ په پټه د يوبل ديدن كولو.
ج: قيد له يوه نوم او پېشينې په مرسته تركيب وي: په 1919 كې انګريزان زمونږ له هيواد څخه په تيښته وتښتيدل.
د معنا له مخې د قيد ډولونه:
1- د حالت او څرنګوالي قيد: د فعل څرنګوالى او حالت ورځني ښكاره كيږي. دغه د څه ډول، څه قسم، څنګه سوالونو ته ځواب وايي او ددغه قيد مثالونه ډير دي خو مونږ يې يو څو د بېلګې په توګه رااخلو:
1- درخانۍ ناڅا په له خوبه راويښه شوه.
2- دوي په خوښه كار كوي. 3- له ډيره غمه په زوره خندا كوي. 4- له بېرې سمدستي وتښتيد
5- زه خوشحال كمزوري نه يم چې به ډاركړم. په ښكاره نارې وهم چې خوله يې راكړه.
چې يې تللم په خندا خندا ديدارته اوس يې دروممه په ژړا ژړا مزار ته.
6- وروغوندې پرده پورته كيږي او يو څوك نا اشنا غوندې سړى راننوځي.
7- مونږ له تا سونه د زړه له كومې مننه كوو. 8- تورپيكۍ له خپلې خواښې سره په زوره زوره لګيا ده.
9- د سيند اوبه په كرار كرار د ځمكې تل ته لارپيدا كوي.
2- د درجې، اندازې (شمير -كميت) قيد:
د فعل اندازه او درجه ښيي: ملالۍ لږه لږه ناروغه ده. مور او زوى پنځه كاله سره ونه ليدل.
ما څو ځلې درته ويلي دي چې دا ښه كار نه دى يا (څووارې). په دې ورځو كې بيخي نه معلوميږې يا له سره نه ښكارې. دوي سره مونږ لږ لږ پيژنو: هيواد پرمونږ بې شانه ګران دى.
3- د سبب او علت له پاره:
دغه قيدونه هم د كلام له بېلا بېلو توكونو څخه جوړيږي تاسې په څه وجه مرورياست يا په څه سبب مرور ياست.
ستاله لاسه هيڅ ارام نه كيږي. ماشومانو ته له بېرې خوب نه ورځي.
دغه خلك په غلانيول شوي دي. دوي يې په كنځلو له كوره ويستل.
4- د مقصد قيد:
ددې قيد څخه د خبر (فعل) هدف او مقصد څرګنديږي. د خداي د پاره راشه! ستاليدوته راغلم. ماشوم خبرو كولو ته ځان جوړ وي. دا دومره هلې ځلې ستا د پاره كوم. دلته د خداى له پاره، ستاليدو ته، خبرو كولوته، ستا د پاره، د قيد دنده ترسره كوي.
5- د شك قيد: خداى زده كله به راشي، ګوندې سبا ته راشي. لكه چې نه راځي.
6- د تاكيد قيد: ته به نن خامخا زمونږ مجلس ته راځې. دى نن په خپله راغى. دغه كالي ښه پاك ووينځه. دغه سړي سوچ ليوني دي.
7- د مهال (زمان) نحوي قيود:
د فعل د پېښيدو شېبه او وخت څرګندوي، د زمانې قيد هم د لفظ په لحاظ ساده او يا تركيبي وي.
1- د ساده زماني قيدونو مثالونه: مونږ اوس پر خپل ځان باور لرو. دى پرون له ننګرهاره راغى. نن هر څوك خپل دوست او دښمن پېژني.
په تركيبى توګه:
په ژمي كې د كابل هوا سړه وي. له پخوا څخه دا متل دى. تر اوسه پورې لاپريكړه نه ده شوې. يا تر ماښامه ناست وو. له هغه وخت نه تردې وخته پورې ډير كلونه تېر شول. په يوه ورځ په يوه ساعت كې له يوې شفاخانې نه دوه جنازې راووتلې.
قيد د عطف په توګه:
مونږ شپه او ورځ كاركوو. خبره به نن او سباكې معلومه شي.
8- د ځاى قيد:
د فعل د پېښيدو ځاي (چېرته، د كوم ځاي نه، كوم ځاى ته، په كوم ځاى كې) حالتونه ښيي. دا هم په ساده او تركيبى توګه راځي.
د پيل ځاى او تم ځاى په توګه:
1-هورې خلك ناست دي. دورې څه كيږي. بهر ساړه دي. چېرته دې ښه هلته دې شپه. په دغو مثالونو كې هوري، دورې، بهر، چيرته، هلته د ځاى قيود دي.
2- په تركيبي توګه: شاته څوك ناست دي. مخ ته مه راځه. له نژدې څخه خبرې كوي.
له كوم ځايه راغلې، تردې ځايه پورې راغلې. په المارۍ كې څه شيان ځاى شوي دي. په كاله كې كښينه، د سيند په غاړه يوه كښتۍ وه.
د ځاي قيد د يوتكراري تركيب په توګه وي:
1- ځاي پر ځاي ودريږه 2- كلي په كلي وګرځيد 3- حجره په حجره ګرځي 4- كوراكور خلك خبر شول.
په پښتو ژبه كې دوه يا زيات څو قيدونه د يوه فعل تابع وي او يوې ټاكلې پوښتنې ته ځواب وركوي. دغه وروسته جملې د مثال په توګه ګورو:
په ډېره مينه په ډيره تلو سه په بيړه بيړه يې ځانونه د ګلونو د خنديدو تماشې ته راورسول. دنوي كال استازى او د نوي ژوند قاصد په ډير د رزاو د روز داكسوس په غاړو، د ښايسته بلخ په ورشو، د هري رود په څنډو، دغور په غوړې مرغې، د بست په لرغونو مېنو، د هلمند په ګل كڅونو، د كندهار او كابل په دربارونو، د غزني په يادګارونو، د پكتيا په زړو درو، د بولان او ګومل په تاريخي درو، د كسي غره او سپين غره په څوكو، د خيبر او تاترې په تړو، د سوات او بنير په سردرو، د باګرام په باغ وبڼ، د چترال او ګلګيت په ځنګلونو، د بستي او ګواد رپه بندرونو كښته پورته وګرځيد.
په دغو جملو كې ګورو چې (په ډير درزاو د روز) د حالتي قيد ښودنه ده او نور ټول د ځاي قيدونه په پرله پسې توګه راغلي دي. د هر قيد ترمنځ يو عطفي رابطه او اضافى رابطه ليدل كيږي. په پښتو ژبه كې دغه ډول متعد د قيدونه زيات مروج دي.