دويم: په پښتو ژبه كې دجملې نحوي خصوصيتونه (ځانګړتياوي):

څنګه چې ښكاره ده هر ډول كلمې او مورفيمونه په جلا او پرته له ارتباطه پوره او بشپْړه معنا نه وركوي نو په دې توګه هر تركيب ته (غونډ- جمله) پرته له نحوي ځانګړنې (خصوصياتو) څخه جمله نه شوو يلاى مګر هغه الفاظ او مورفيمونه او (غونډونه) چې يو بل سره نحوي رابطه ولري جمله، تركيب، غونډ ورته ويلى شو.
دلته مونږ په جملو كې د كلمو، مورفيمو، (اسمي، فعلي) غونډونو ترمنځ نحوي رابطه په لاندې توګه بيانوو:
الف: مطابقت (سمون):
د مطابقت معنا هغه ده چې په تركيبونو كې (1) د كلمو ترمنځ او په جمله كې د جملې د اجزاو يا غونډونو (اسمي- فعلي) ترمنځ ګرامري مطابقت موجود وي دغه مطابقت او سمون د جملې د فاعل او فعل يا مبتدا او خبر ترمنځ د عدد، جنس او شخص له مخې په نظر كې نيول كيږي.
د عدد له پلوه مطابقت:
هغه وي چې دجملې اركان (اجزا) د عدد (مفرد، جمع) له مخې سره سمون ولري. كه چېرې د جملې د مبتدا فاعل برخه (مفرد) يووي يا (جمع) ډير كسان وي نو د خبر (فعل) برخه هم ورسره د مفرد يا جمع په شكل راوړل كيږي.
د جنس له پلوه سمون او مطابقت:
كه فاعل ښځينه جنس وي فعل ورسره په ښځينه ډول كارول كيږي او كه فاعل نارينه جنس وي نو د جملې فعل ورسره د نارينه په ډول راوړل كيږي.
د شخص له مخې مطّابقت او سمون:
هغه دى چې په جمله كې (فاعل، مسند اليه، مبتدا) هر يو شخص (لومړى- دويم – درېيم) راغلى وي نو (فعل، مسند، خبر) ورسره سم وكارول شي.
په پښتو ژبه كې د مسند اليه او مسند سمون:
په پښتو ژبه كې د مسند اليه او مسند رابطه اوسمون د فعل په ډول او ګروپ پورې اړه لري.
د نحوي وضعيت له مخې دپښتو ټول فعلونه په دوو اساسي ډلو ويشل كيږي (لازمي او متعدي)
يو: د ټولو لازمي او متعدي فعلونو په حاليه (ناتېره) ګروپ كې د فعل او فاعل ترمنځ مطابقت وي.
دوه:د متعدي (معلوم او مجهول) افعالو په ماضيه (تېره) ګروپ كې د فعل او مفعول ترمنځ مطابقت ليدل كيږي.
د موضوع د روښانولو لپاره دغه لاندې مثالونه راوړو:
الف: په لازمي فعلونو كې د فعل او فاعل سمون په لاندې توګه دى:
لازمي فعل په تېره زمانه كې:
1- زه پرون له پوهنتون څخه كورته راغلم.
2- مونږ پرون له پوهنتون څخه كورته راغلو.
3- ته پرون له پوهنتون څخه كورته راغلې.
4- تاسې پرون له پوهنتون څخه كورته راغلئ.
5- دى پرون له پوهنتون څخه كور ته راغى.
6- دوي پرون له پوهنتون څخه كورته راغلل.
7- دا پرون له پوهنتون څخه كورته راغله.
8- دوى پرون له پوهنتون څخه كورته راغلې.
په دغو مثالونو كې ګورو چې فعل (لازمې) د جملې له فاعل سره په تېره زمانه كې د عدد او شخص له مخې سمون لري.
2- لازمي فعل مطابقت په اوسنۍ (ناتيره) زمانه) كې د فاعل سره:
1- زه ستاليدو له پاره راځم مونږ ستاليدو له پاره راځو.
2- ته زما ليدو له پاره راځې تاسې زما ليدو له پاره راځئ.
3- دى، دا زما ليدو له پاره راځي دوي زماليدو له پاره راځي.
په دغو جملو كې د فعل سمون د فاعل سره د شخص او عدد له مخې جوت دى ولې د درېيم شخص مطابقت د فعل سره د جنس، عدد له مخې نه ښكاري ځكه يو ډول تصريف شوى دى.
ب: د متعدي (معلوم) فعل مطابقت:
1- اوسنۍ زمانه:
مفرد جمع
1- زه مقاله ليكم مونږ مقاله ليكو
2- ته مقاله ليكې تاسى مقاله ليكئ.
3- دى مقاله ليكي دوي مقاله ليكي.
4- دا مقاله ليكي دوى مقاله ليكي.
2- د متعدي (معلوم) فعل مطابقت په تېره زمانه كې:
مفرد جمع
ملالۍ زه ليدم پلوشې مونږ ليدلو
ملالۍ ته ليدې وريښمينې تاسى ليدلئ.
زرمينې دى ليده ګل پاڼې دوي ليدل
زرمينې دا ليدله ګل پاڼې دوي ليدلې(1).
بله بيلګه:
(كه چا خپل ځان وپېژاند، خپل تاريخ، خپل قوم، خپل هيواد يې وپيژاند خپله خاوره او خپله خټه يې وپيژند له. . . او كه نه دغه يې ونه پيژندل نو …
په لوړ مثال كې خپل ځان، خپل تاريخ، خپل قوم او خپل هيواد هر يو د مفعول په توګه دي چې د جنس او عدد له مخې مفرد، مذكر ګڼل كيږي نو فعل يې هم د مفعول سره په هماغه توګه (وپيژاند) سمون لري. او بيا (خپله خاوره) (خپله خټه) د مفعول په توګه ښځينه مفرد جنس دى او فعل يې ښځينه جنس مفرد په توګه ورسره سمون كوي.
همدارنګه (ونه پېژندل) د جمع په توګه د مخكنيو برخو له پاره د جمع په صورت كې د ډيرو مفعولونو سره سمون او مطابقت ښودلى دى.
ج: د متعدي مجهول فعل سمون:
په هغو جملو كې چې دغه ډول متعدي فعلونه وي د فعل (مسند) سمون او مطابقت په دواړو زمانو كې (ناتېگره = تېره) د مفعول سره ضروري دى ځكه چې دلته د فاعل د نيشتوالي په وجه مفعول د نائب فاعل (مسند اليه) وظيفه ترسره كوي او په دې وجه ورته د فاعل نائيب هم وايي.
1- متعدي مجهول فعل په اوسنۍ زمانه كې:
اوس نوى پلان جوړيږي. اوس نوي پلانونه جوړيږي.
تاسې ځورول كيږئ. دوي او مونږ ځورول كيږو.
په دغو مثالونو كې (نوى پلان) (نوي پلانونه) (تاسى) دوي او مونږ مفعول (نايب) او فعل ورسره سمون لري.
2- متعدي مجهول فعل په تېره زمانه كې:
كور وساتل شو كورونه وساتل شول
ونه پرې شوه مضمونونه وليكل شول
ځمكه خړو به شوه ونې پرې شوې
مضمون وليكل شو ځمكې خړوبې شوې
په لوړو مثالونو كې كور، مضمون (نرينه، مفرد) كورونه، مضمونونه (نرينه، جمع) دي. فعلونه يې هم د مفرد او جمع صورتونه ښيي. همدارنګه (ونه، ځمكه) ښځينه مفرد نومونه دي او (ونې، ځمكې) د ښځينه جمع نومونه دي نو فعلونه ورسره د جنس، عدد له مخې په هم هغه ډول سمون لري.
يادونه:
(په پښتو ژبه كې كله په يوه مجهوله فعلي جمله كې د مفعول سره فاعل هم په ارتباطي حالت كې راوړل كيږي مګر په فعل باندې دغه فاعل مخامخ اثر نه اچوي نوځكه يوازې د مفعول تابع ګڼل كيږي(1) لكه:
دا ليك د ملالۍ له خوا ليكل شوى دى. دا ليكونه د ملالۍ له خوا ليكل شوي دي.
په پښتو ژبه كې د مجهول فعل يو بل شكل هم شته چې دلته هم مفعول د نائب فاعل حيثيت لري لكه: دا هلك وهل غواړي، هلته تلل غواړي. ده وهل غوښتل.
دا جملې د معنا له مخې د مجهول فعل رنګ لري ولې چې وهونكى او تلونكى په كې نه ښكاري خو په لفظي توګه د معلوم فعل رنګ لري، خو بيا هم فعل په كې د مفعول تابع دى چې ورسره سمون لري.
د پښتو ژبې په هغه ډله فعلونو كې چې كومكي فعل او يو اسمي جز (نوم، صفت، قيد، عدد) سره يو ځاي اسمي، فعلي تركيبونه يې جوړ كړي وي چې مطلق فعلي مونډ جوړ وي په دغه ډله فعلونو كې د فعل لومړنۍ برخه (عنصر) صفت، قيد) هم د جنس عدد له مخې د فاعل يا مفعول سره سمون ښيي.
بيلګې: د ناتيرې زمانې بشپړ شكل:
زه جوړ شم. ته جوړ شې. زه جوړه شم. ته جوړه شې. ځلمى روغ دى. ځلمى ناروغ دى. ملالۍ روغه ده. ملالۍ ناروغه ده.
د تيري زمانې بشپړ صورت:
زه جوړ شوم. ته جوړ شوې. دا جوړه شوه. دوى جوړې شوې.
مېلمه لوند شو. كوربه ړوند شو. مېلمنه لمده شوه.
ميلمانه لانده شول. كوربانه ړانده شول. مېلمنې لمدې شوې.
همدارنګه فعلى صفات د نژدې او لرې تېرې زمانې په تركيبونو كې هم داسمي صورتونو په څېر د جنس، عدد څرګندونه كوي لكه:
زه تللى يم (مذكر) زه تللې يم (مونث) يا سږكال ښه باران وريدلى دى، سږكال ډېره واوره وريدلې ده.
همدارنګه كله هم د مفعول او د مركب فعل داسمي (عنصر) په منځ كې مطابقت ليدل كيږي ولى په اصل كې د جملې دفعل او فاعل ترمنځ مطابقت له ورايه ښكاري.
زه به ميوه پاكه كړم. زه به ناك پاك كړم:
دلته (زه) فاعل دى او د كړم سره مطابقت لري ولې (ميوه) مفعول ىي د فعل داسمي برخې (پاك) سره د جنس او عدد له مخې مطابقت ښكاره كوي.
ځكه ميوه مونث نوم دى (پاكه) مونث شكل لري او ْ(ناك) مذكر (پاك) هم مذكر دى يا دا بل مثال د جمع په صورت كې ګورو:
مونږ به ميوې پاكې كړو. زه به مڼې سپينې كړم.
بله مهمه خبره د مسند اليه او مسند د سمون په برخه كې داده:
په هغو جملو كې چې قيدونه د فعل د متعلقاتو په توګه راغلى وي نو دغه قيود بيا د فعل نه دمخه راځي او دفعل څرنګوالى او كيفيت ښيي. قيود د مطابقت او سمون له مخې (1)د فعل سره فعلى غونډ جوړوي، نوځكه كه چېري يو فعل د فاعل تابع وي نو دغه مربوطه قيود هم د فاعل تابع ياورسره سمون كوي. يا په بله وينا قيدونه هم د فاعل د پاره تصريف كيږي لكه:
1- د لازمى فعل سره د قيدونو استعمال او سمون: كه چېري قيد د لازمي فعل سره راشي نو بيا قيد او لازمي فعل د فاعل سره سمون كوي (په دواړو زمانوكې).
مفرد – زمرك د خپلواكۍ په جشن كې توند توند ګرځي (ګرځيد).
ملالۍ د خپلې خور په واده كې توده توده ګرځي (ګرځيده)
جمع، پوه خلك د ژوند په ډګر كې پاخه پاخه قدمونه ږدي.
دغه مېلمنې تودي تودې ګرځي. (ګرځيدې).
د متعدي فعل سره د قيدونو استعمال او مطابقت:
د متعدي فعل سره په اوسنۍ زمانه كې فعل د فاعل سره سمون ښيي او قيد د مفعول سره مطابقت څرګندوي:
زه دغه ليكوال پوخ پېژنم زه دغه ليكوالان پاخه پيژنم
زه دغه ليكواله پخه پېژنم زه دغه ليكوالې پخې پيژنم
په دغو مثالونو كې فعل د فاعل سره سمون كوي مګر په دغو جملو كې پوخ د پېژندل سره يو مركب فعل (متمم) جوړ كړى دى نو دغه د فعل اسمي جز، د مفعول سره مطابقت كړى او دفعل دويم توكى يې (پېژندل) د فاعل سره سمون ښودلى دى.
2- متعدي فعل او قيد په تيره زمانه كې:
بېلګې: ما دغه سړى پوخ وپېژند. (مفرد مذكر).
مادغه ښځه پخه وپېژنده (مفرد مونث).
مادغه هلكان پاخه وپېژندل (جمع مذكر).
مادغه تور سرې پخې وپېژندلې (جمع مونث).
په دغو مثالونو كې فعل او قيد په ګډه (دواړه) د مفعول سره سمون لري.
3- په متعدي مجهولو فعلونو كې هم داسې راوړو:
1- ناتيره زمانه.
ډوډۍ تو ده توده خوړ له كيږي. ډوډۍ تودې تودې خوړلې كيږي.
2- تيره زمانه:
ډوډۍ ګانې سړې سړې خوړل كيدې. ډوډۍ ګانې سړې سړې وخوړل شوې.
دلته ګورو چې په دواړو زمانو كې فاعل نشته ډوډۍ ګانې مفعول (د فاعل نايب) دي نو فعل او قيود يو ځاى ورسره سمون ښيي.
د موضوع د ښه روښانولو د پاره په لاندې توګه د جملو داجزاو ترمنځ لومړۍ د عدد بيا د جنس او ورپسې د شخص له مخې برابرتيا او سمون سره د مثالونو راوړو:
1- په جمله كې دعدد له پلوه د مبتدا (مسند اليه، فاعل) او خبر (مسند، فعل) مطابقت:
ليدل كيږي چې په پښتو ژبه كې فعل د فاعل يا د مفعول دپاره تصريفيږي نو په دغه صورت كې فعل د فاعل يا مفعول سره تابعيت او مطابقت څرګندوي په دې معنا كه د جملې (فاعل، مفعول مفرد يا جمع وي نو فعل يا خبر هم د مفرد يا جمع په توګه راځي لكه:
1- چې (فاعل (مسند اليه) مفرد وي.
1- دى دهاتي په غوږ كې ويده دى. 2- هغه په كومو چرتونو كې ډوب دى.
3- ځلمى د بركلي د خان نوكر دى. 4- ځلمى ګرم نه دى بلكې ملالۍ ګرمه ده.
2- فاعل (مسند اليه) د جمع عددوي:
په پښتو ادب كې د قلندر په نامه څلورتنه شاعران تېر شوي دي.
- دوي لا خبرنه دي. دوي د چا نوګران دي.
- د پښتونخوا په سيمه كې درې لوى ادبي مركزونه منځ ته راغلي دي.
- دوي لاخبرې نه وې چې كډې روانې شوې.
د مفعول مثالونه:
ملالۍ كتاب ولوست (مفعول مفرد، مذكر).
اڅك كتابچه وركه كړه. (مفعول مفرد، مونث) ملالۍ كتابونه ولټول، ولوستل (مفعول جمع مذكر).
ده كتابونه وليكل، (مفعول جمع مذكر)، ده كتابچى راوړلې (مفعول جمع مونث) دې مقالې وليكلې (مفعول جمع مونث).
2- د جنس مطابقت اوسمون:
د جنس سمون په دې معنا، كه د جملې فاعل (مسند اليه) د جنس له پلوه ښځينه جنس وي نو بيا (فعل، مسند) مونث راوړل كيږي. او كه نارينه جنس وي نو بيا فعل مذكر كارول كيږي.
د مبتداء او خبر سمون په اسميه او فعليه جملو كې لازمي دى.
1- پسرلى راغى 2- ژمى ولاړ (تېر شو) 3- پخوانۍ دوره تېره شوه. 4- ملالۍ په دې لاره تېره شوه.
5- پخواني كارونه تېر شول 6- پخوانۍ زمانې تېرې شوې.
په اسميه جمله كې:
1- دغه كتاب زما د ورور دى. 2- دغه كتابچه زما د ورور ده.
په اسميه جملو كې چې د مبتداء او خبر برخې دواړه اسمونه وي نوكومكي فعل د نژدې والي په وجه د خبر تابع كيږي.
مسند اليه + مسند + اسناد
1- ظلم زور دى. (مذكر) 2- پوهنه رڼا ده (مونث).
ظلم ګناه ده. علم رڼا ده. علم روښنايي ده. ځورونه ظلم دى.
د فعل سمون د مفعول سره د جنس له مخې:
الف: مفعول (جمع مذكر) + فعل (جمع مذكر).
ګلان وكرل شول. ديوالونه اخيړ شول.
ب: مفعول (جمع مونث) + فعل (جمع مونث).
مقالې خپرې شوې. ورځپاڼې وويشل شوې.
مفعول د (نايب فاعل) مسند اليه دنده تر سره كوي.
په ماضي متعدي معلوم فعل كې د فعل مطابقت له مفعول سره د جنس له مخى:
الف: فاعل + مفعول (مذكر) + فعل (مذكر).
ماليار باغونه اوبه كړل. ماليار ګلان وكرل.
ب: فاعل + مفعول (مونث) + فعل (مونث).
بڼوال د ګلانو غونچې جوړې كړې.
بڼوال د ګلانو سرې سپينې ګيډۍ راوړلې.
يادونه: په هغو جملو كې چې دمبتدا برخه دوه نومونه د عطف په توګه راغلي وي هم د جمع حكم لري د جنس له مخې د جمع مذكر يا جمع مونث حكم لري او فعل ورسره په هماغه توګه سمون كوي.
الف: 1- دا چاينكونه او پيالې ماتې شوي دي. 2- پيالې او چاينكونه مات شول. 3- د ښار كوڅې او سړكونه خراب دي. 4- سړكونه او كوڅې خرابې دي. 5- هلكان او نجونې رابللې شوې دي. 6- نجونې او هلكان رابلل شوي دي.
3- د مسند اليه او مسند سمون د شخص له مخې:
په جمله كې د شخص سمون دا معنا لري چې فعل (مسند) بايد د هر يوه وګړي (شخص) (1-2-3) سره سم راوړل شي.
كه په جمله كې د جملې فاعل يا مفعول (1-2-3) وګړي وي فعل ورسره سم د (1-2-3).
وګړي له پاره سمون كوي.
الف: فاعل (مسند اليه) لومړي شخص + فعلى ريشه + د لومړي شخص مقيد مورفيم (فعلي خاتمه) لكه: چې ارمان كوم تاله به ژړاته نه درځم.
په دغه مثال كې (كوم)، (درځم) د لومړي شخص ټاكنه او مطابقت دى. بله بيلګه:
1- زه يوې فيصلې ته راغلى وم. 2- زه خو دلته پاتې كيداى نه شم.
ب: فاعل (مسند اليه) دوهم شخص + فعلى ريشه + د دويم شخص مقيد مورفيم (فعلى خاتمه) ته راغلې. چيرې تللې (تللى) وې؟ تاسې راغلئ.
ج: فاعل دريم شخص + فعلى ريشه + د دريم شخص مقيد مورفيم (فعلى خاتمه):
دى راغى. دوي راغلل. دا راغله. دوي راغللې.

په پښتو ژبه كې د مطابقت ځينې نورې قاعدې:
اول: په پښتو ژبه كې په لاندې مواردو كې فعل (خبر) د جمع په توګه راوړل كيږي.
1- په هغو جملو كې چې مسند اليه (فاعل) او (مفعول) د جمع عدد په توګه (نومونه، ضميرونه، صفتونه) راغلى وي نو فعل د فاعل يا مفعول سره د مطابقت په ډول جمع راځي لكه:
فاعل (جمع عدد) + فعل (جمع عدد):
هلكان راغلل. نجونې راغللې. مبتدا (جمع- عدد مذكر) + خبر (جمع عدد مذكر).
كاغذونه پر ميز پاندې پراته دي.
مبتدا (جمع عدد مونث) + خبر (جمع عدد مونث) كتابچې پرميز باندې پرتې دي.
دويم: په هغو جملو كې چې فاعل يا مفعول (مسند،اليه، فاعل) د عطف په صورت كې دوه نومونه (يو مذكر بل مونث) وي صفات د كومكي فعل له تركيب سره د قاعدې له مخې د نژدې فاعل يا نژدې مفعول تابع كيږي.
1- د مفرد په ډول نومونه د جملي مسند اليه، مسند.
د خوشحال خان په افكارو كې ملي جذبه او جوش پروت دى.
يا داسې هم راځي: ملي جذبه او جوش د خوشحال خان په افكارو كې پروت دى يا په دې توګه: د حميد بابا په اشعارو كې مجاز او استعاره پرته ده.
همدارنګه په دې لاندې مثال كې هم ګورو چې د جملې مسند اليه (مفعول) هم دوه نومونه (مذكر- مونث) دي چې د جملې وروستۍ برخه (فعل) د نژدې مفعول سره سمون لري.
دوي قانون او لاره برابره كړه. دوي لاره او قانون برابر كړ.
درېيم: كه چېرې مسند اليه (فاعل) يا (مفعول) د جمع نومونه وي(1) د عطف په صورت كې راشي نو بيا مسند (فعل) نژدې فاعل يا مفعول تابع دى. هلكان او نجونې راغلې.
نجونې او هلكان راغلل.
څلورم: كه چېرې داسې جملې وي چې فاعل (مسند اليه) يا نايب فاعل (مفعول) دوه هم جنسه نومونه د عطف په توګه راغلي وي نو فعل هم د جمع په توګه ورسره راځي لكه:
1- نارينه نومونه ښځينه نومونه
نوم + او + نوم + فعل نوم + او + نوم + فعل
اڅك او بريالى لاړل. ملالۍ او تورپيكۍ لاړلې
زمرك او اڅك راروان دي. پاڼه او لښته راروانې دي.
ملالۍ او غازې ادې د جګړې قهرمانې ښځې دي.
2- د مفعول په توګه:
فاعل + مفعول + فعل
مذكر
مونږ اڅك او زمرك وليدل.
فاعل + مفعول + فعل
مونث
مونږ ملالۍ او تورپيكۍ وليدلې
پنځم: كه د جملې فاعل يا مفعول دوه نومونه يو نارينه او بل ښځينه جنس د عطف په صورت كې راغلي وي فعل د جمع مذكر په توګه راځي لكه:
فاعل
نارينه + او + ښځينه
اڅك او ملالۍ له ښوونځي څخه راغلل.
فاعل
ښځينه نوم + او + نارينه نوم
ګلالۍ او ځلمى له ښوونځي څخه راغلل.
د مفعول مثال:
فاعل + مفعول + فعل
(مذكر) نارينه او (مونث) ښځينه
ماناك او مڼه وخوړل
مامڼه او ناك و خوړل.
شپږم: خبر د جمع په توګه هغه وخت راځي چې د جملې فاعل او يا مفعول د جنس نومونه وي.
1- اوبه پاكې دي. او به روانې شوې
2- غنم پاك دي. په كرونده كې غنم شنه شوي دي.
په ژرنده كې غنم اوړه شوي دي.
د مفعول په توګه: د جنس نومونو سره فعل دجمع (عدد، جنس) په توګه راځي لكه:
1- هغه اوبه تويې كړلې. 2- بزګر غنم وكړل. 3- په ژرنده كې غنم يې اوړه كړل.
4- په ټيم كې يې تيل راوړل. 5- دوي ډير غوړي وخوړل.
اووم: كه په جمله كې مسند اليه (فاعل) د عدد ْ(شمير) نومونه وي پرته له يوه څخه د نورو ټولو اعدادو سره فعل د جمع په توګه راځي لكه: دوه لاړل. درې كښيناستل. دوې پاڅيدلې. څلور- پنځه – شل پاڅيدل.
ب: عدد د مفعول په توګه: دوه مې وليدل. درې مې وليدلې، څلوريې وپرځول. لس يې وتښتول.
اتم: هغه وخت فعل د جمع په توګه راځي چې مصدر (فعلى نوم) د مفعول په توګه د متعدي ماضى فعل سره راغلى وي لكه:
دوي د ځان سره ښه كرل ريبل كړي دي. مونږ ورسره ليدل كتل وكړل.
ده وهل كړيدي. هغه ښكنځل كول.
نهم : الف) كه د (څو، څوك) استفهامي ضمير د فاعل په توګه راشي خبر يا فعل د جمع په توګه راځي. څوك د مفرد د پاره هم راځي.
څورا غلل؟ يا څو تنه راغلل؟
څو ناست دي؟ څو تنه ناست دي؟
څو كښيناستل؟ څو ناست دي؟ څوك ناست دى؟ څوك ناست دي؟
ب: كه د څه، څو، څومره استفهامي ضميرونه په جمله كې د مفعول په بڼه راغلي وي (خبر، فعل) جمع راځي.
1- څه دې ليدلي دي 2- تا څه وليدل
3- ما څه وكتل.
4- څه مې وليكل يا ونه ليكل.
5- نه يې څه وكتل او نه يې څه وليدل.
2- څو دې راوړل؟ څو يې وخوړل؟
3- څومره دې وژړل؟ څومره دې وكړل؟ ماڅومره زيات وخوړل؟
مركب تركيبى بڼه هم دغه قاعده ساتي لكه: يو څه مې وليكل. څه ناڅه مې كړي دي، څه نا څه يې ليكلي دي.
لسم: په هغو جملو كې چې (مسند اليه، فاعل، مبتدا) د (1-2-3) شخصي ضميرونه وي په دې معنا چې د يوه نه زيات ضميرونه د عطف په صورت كې راغلي وي نو (مسند، فعل، خبر) د جمع په توګه راځي.
الف- 1- لومړى شخص + او + دوهم شخص + فعل.
زه او ته به سره خبرې كوو.
2- لومړى شخص + او+ درېيم شخص + فعل
زه او (دى يا دا) به سره ګورو.
3- لومړى شخص دوهم شخص + دريم شخص + فعل
زه ته او (دى، دا) به سبا ننګرهار ته ځو.
ب: دويم شخص + او + درېيم شخص + فعل
1- ته او (دى، دا) به كورونه جوړ كړئ.
2- ته او هغه به راشئ.
3- (دا، دى او ته به ولاړ شئ.
په لوړ و مثالونو كې ليدل كيږي چې فعلونه د جمعې په بڼه راغلي دي او دفعل د جمع صيغه د الف (1-2-3) مثالونو كې د لومړي شخص په توګه جمع شوى او دب (1-2-3) مثالونو كې د دوهم شخص د جمع په توګه راغلي دي(1).
ب: ترتيب: د پښتو ژبې په جملو كې د كلمو د ترتيب مسايل:
په اصل كې ترتيب د جملو، غونډونو د اجزاو ترمنځ يو ټاكلى نظم او ترتيب څخه عبارت دى چې دغه اجزاوې بيا په خپلو منځو كې نحوي رابطې ولري.
د يوې جملې د اجزاو د ترتيب څخه مطلب په يوې جملې كې د جملي درغنده توګونو (مورفيمونو او كلمو) د پرله پسې راوړ لو ترتيب او د هغو اجزاو نظم او ترتيب چې د جملې برخې (اجزا) جوړ وي په نظر كې نيول كيږي. په لاندې توګه يې شرح كوو:
اول – په پښتو ژبه كې دجملې د اساسي غړو ترتيب:
لومړى د جملې اساسي غړي (فاعل، مسند اليه) او (فعل، مسند) په پام كې نيسو. ددې له پاره چې د جملې د غړو د دريځ په باب څرګندونه وشي ښايي دا زياته كړو، چې په پښتو ژبه كې يوه جمله لږ تر لږه د دوو اساسي برخو څخه لاس ته راځي:
الف: مبتدا (مسند اليه فاعل) چې په جمله كې ديوه اسمي توكي يا اسمي غونډ يا غونډونو څخه جوړ شوي وي.
ب: خبر (مسند-فعل) چې په جمله كې د يوه فعل يا فعلي غونډ يا غونډونو څخه جوړ شوي وي.
په دغه اسمي او فعلي تركيبونو (مسند اليه او مسند) كې د بېلا بېلو توكونو داجزاو ترتيب او ټاكنه او د هغوي رابطه په هرې ژبې كې جلا او بېلې ځانګړنې لري.
په پښتو ژبه كې يوه ډېره لنډه جمله يوازې د يوه فعلي صورت څخه هم لاس ته راځي. ځكه فعلي صورت د فعل، مونډ د اصل او فعلي خاتمې سره د مسند او مسند اليه وظيفه تر سره كوي.
لكه: ګور + م ولاړ + و تللى + وم پاڅيدلي + يم.
(كه څه هم دلته د مستقيم فاعل (نوم) ذكر په جمله كې نشته).
همدارنګه د فعل سره داسمي ډلو تركيبونه اداتي ډلو تركيبونه هر يو ځان ته يوه جمله جوړ وي.
پاڅيژه! دلته راشه! خبره واروه!
لاس اوږ دوم. ورټل شو. هلته راغلى.
په لوړ ومثالونو كې د شخص، عدد ډله د فعلي پسينو (خاتمو) په واسطه څرګنديږي. لومړي درې مثالونه ددويم شخص مفرد، څلورم مثال د لومړى شخص مفرد، پنځم مثال د لومړي شخص جمع، شپږمه بيلګه ددويم شخص جمع جملې ښيي. په دې توګه د څرګند نوم فاعل ذكر نشته يا حذف دى.
دويم: په نحوي جوړښت كې د جملو داجزاو (كليمو) ترتيب:
څرګنده ده،چې په پښتو ژبه كې يوه جمله د دوو اساسي (اصلي) برخو (مسند اليه او مسند) څخه جوړه يا تركيب شوې وي په هغو جملو كې چې لازمي فعل يا متعدي معلوم فعلونه راغلي وي نو د نوموړ و جملو فاعل ځانته او يا د خپلو مربوطه توكونو سره د مسند اليه (مبتدا) په توګه راځي. او كه دجملې فعل متعدي مجهول وي نو بيا مفعول ځانته يا د خپلو مربوطه توكونو (اجزا) سره د مسند اليه په توګه راځي.
لازمي فعلونو كې قيدونه، نومونه، عددونه او نور ادات ارتيكل د فعل سره د متعلقاتو (مربوطاتو) په توګه د جملې د مسند په حيث راځي. يوازې په متعدي معلوم كې ورسره مفعول (Object) هم د فعل د متعلقاتو بشپړونكې برخې په توګه وي. د موضوع دروښانولو له پاره د مسند اليه او مسند متعلقات هر يو جلا جلا په لاندې مثالونو كې تر څېړنې لاندې نيسو.
الف: د مسند اليه (فاعل) متعلقات (توابع):
په پيل يا مبتدا كې فاعل (نوم) د خپلو توابعو څخه وروسته راځي يعني فاعل (مسند اليه) اصلى زړى تر ټولو مربوطه بر خو وروسته راځي تر فاعل (نوم) د مخه د فاعل نژدې ټاكوونكي لكه (صفت، عدد، نوم، ادات) راځي او په پاي كې (نوم) راوړل كيږي.
دمسند اليه توابع د صفت او بيان په توګه يا د تاكيد په شكل او يا به د بدل او عطف په بڼه وي په مبتدا كې د اجزا و ترتيب داسې راځي:
لازمي فعل سره:
1- مبتدا (فاعل + خبر (فعل)
(يوازې د يوه نوم په توګه) هلك + راغى.
(د نوم مربوط برخه (صفت + نوم)- هوښيار هلك + راغى.
د نوم مربوطه برخې (قيد + صفت + نوم) ډير هوښيار هلك + راغى.
د نوم مربوطه برخې (تاكيد + قيد + صفت +نوم) (خورا ډېر هوښيار هلك + راغى.
(ټاكلى عدد + تاكيد + قيد + صفت + نوم) يو خورا ډېر هوښيار هلك + راغى.
معينه ټاكلى عدد + توصيفى تركيب:
اشاره + عددي مركب تركيب، دغه يو خورا ډير هوښيار هلك + راغى.
په دې ترتيب صفت تر موصوف د مخه عدد تر معدود د مخه او اشاره تر مشار اليه د مخه ذكر شوى دى او اړيكي ددغو تركيبونو ترمنځ د مطابقت په اساس شته دى ځكه په پښتو ژبه كې صفت د موصوف او عدد د معدود سره د (عدد، جنس، حالت) له مخې مطابقت لري.
2- همدارنګه كه مبتداء اضافي تركيب وي نو د قاعدې سره سم مضاف اليه د مضاف څخه د مخه راځي او په همدې توګه د مضاف نورې مربوطه برخې هم د مضاف څخه مخكې راځي.
مبتداء (فاعل) + خبر (فعل)
د + مضاف اليه + مضاف + خبر (فعل)
د ځلمي ورور + پاڅيد
د ځلمي كشرى ورور + راغى
د ځلمي تر ټولو كشرى ورور + بريالى شو
د ځلمي تر ټولو يو كشرى ورور + راغى
په دغه تركيب كې د اضافت (د) تر ټولو برخو د مخه راځي.
ب: د مسند (فعل) متعلقات:
د فعل مربوطات (اسمونه، اشاره، استفهامي ضميرونه، عددونه، قيدونه، ادات ارتيكل) او داسې نور وي.
په خبر كې فعل (اصلي- كومكي) د فعل د متعلقاتو څخه وروسته راځي. د فعل (اصلي، كومكي) څخه د مخه په متعدي معلومو فعلونو كې مفعول دمخه او د مفعول څخه د مخه بيا د مفعول مربوطات راځي. كه چېرې په جمله كې قيود راغلي وي هغه هم زياتره د مفعول څخه مخكې راځي.
كه دوه قيد ونه يويې د زمانې او بل يې د ځاى په خبر كې راغلى وي نو د زمانې قيد د ځاى څخه يا بل كوم قيد او مفعول څخه دمخه راځي. د ځاى قيد كله هم د مفعول څخه وروسته راتلاى شي.
لاندينۍ بيلګې ګورو:
فاعل _____________________________________________ (فعل)
زه -------------------------------------------------------------------------- راغلم
زه -------------------------------------------------------------------------- پرون راغلم
دى ------------------------------------------------------------------------- پرون له ننګرهاره راغى
دى -------------------------------------------------------------------- پرون له كندهاره كابل ته راغى
اڅك پرون له خپل ورور سره له كندهار څخه كابل ته راغى.
اڅك له خپل ورور سره پرون له كندهار څخه كابل ته راغى.
بل مثال: متعدي فعل:

د خبر په برخه كې ګورو چې فعل تر ټولو مربوطه اجزاو وروسته راغلى چې فعلي تركيب يې جوړ كړى دى نو په دې اساس ددغه تركيب زړى هم همدغه فعل دى.
په پښتو ژبه كې د مسند اليه (فاعل) دريځ:
په وړاندې پاڼو كې مودا څرګنده كړه چې د قاعدې سره سم مسند اليه (فاعل)، د جملې په سركې يا دجملې لومړۍ برخه جوړ وي نو دغه قاعده په ډيرو ځايونو كې پوره سمون لري.
څنګه چې د پښتو ژبې د نثر او نظم لمن ډېره پراخه ده او په ادبي او هنري برخو كې داسې ډيرې بېلګې موندلاى شو، چې په هغو كې فاعل دجملې په سريا په منځ كې د قيدونو څخه وروسته يا خو كله د جملې په پاي كې راغلي وي نو د موضوع د روښانو لوله پاره مثالونه راوړو:
الف : مسند اليه (فاعل) دجملې په سركې:
1- قافلې په كابل كې ددمې كولو په نيت واړول.
2- پښتو مركه جوړه شوه.
3- كاروان بېرته راوګرځيد په كندهار كې يې د ميرويس او احمد شاه په لوى انګړ كې د دمې ځاي وموند.
4- د سهر سيپدې و چاودې او قافلې خپله لارو موندله.
5- رهبر د مخه شو او ننګيالى كاروان ورپسې ګړندى روان شو.
6- د پوهنې رڼا وپړكېدله ورپسې د كابل پوهنتون د باغ وبڼ نه پښتو (وږمه) خپره شوه.)
په پورتنيو جملو كې قافلې، پښتو مركه، كاروان، د سهر سپيدې، قافلې، رهبر، ننګيالى كاروان، د پوهنې رڼا، پښتو وږمه د جملو مسند اليه، فاعل په توګه ښودلي شو او د جملو په لومړ يو (سر) برخو كې راغلي دي يوازې (د پښتو وږمه) د نايب فاعل په توګه د جملې مسند اليه د قيودو څخه وروسته او د فعل څخه د مخه ځاى لري.
ب: مسند اليه (فاعل) دجملې په منځ كې:
په دغه صورت كې معمولا د زيات اهميت له كبله د مفعول يا قيودونه وروسته راځي.
1- فاعل د مفعول نه وروسته: داسې غميدلي خلك مانه دي ليدلي. د سيلاب مخه چانيولي ده؟
2- د زمانې د قيد څخه وروسته: همدغه وخت دوى خپله ژبه پښتو په خپله سيمه او ورشو كې لكه بريښنا وځلوله.
3- دمكان قيدنه وروسته: خو او شا د پښتو پېلوځي ولګيدل.
د زمان او مكان قيود يو په بل پسې د مسند اليه نه دمخه راغلي وي:
پنځه ويشت كاله پخوا هلته د پښتو مجله راووتله. په اشعارو كې دغه قاعده معموله ده لكه چې د خوشحال خان دغه لاندې شعر ګورو:
لنګر كوټ مغلو ساز كړ
زه په ننګ بيا د افغان شوم

په لومړي بيت كې لنګر كوټ مفعول (مغلو) فاعل (سازكړ) فعل.
ده ودې ته وې ليلا كه له تابيل شم
د هجران په تيغ به زه په زړه غلبيل شم

ج: مسند اليه (فاعل) د جملې په پاي كې:
دغه طريقه هم د پښتو د شعري او ادبي نثري ژبې خاصه مميزه ده، چې د عادي محاورو او جملو سره توپير لري.
مثال:
د خوشحال قدر كه اوس په هيچا نشته
پس له مرګه به يې ياد كا ډير عالم

په دويم نيم بيتى كې (ډېر عالم) د فاعل په توګه د بيت په پاى كې راغلى دى.
هرګز به توبه نه كړم د ښه مخ له نندارو زه شيخان پيران دې واوري دايم وايم په نارو زه
(خوشحال)
(زه) د جملې فاعل په وروستۍ برخې كې راغلى دى.
په پښتو كې دمسند (فعل) دريځ:
الف- : هسې خو په حقيقت كې فعل (مسند) دجملې په پاى كې راځي لكه:
1- پښتنو هر ډول مبارزې ته ملاتړلې وه.
2- كوم كام چې يو ځل د ازادۍ خوند بيامومي نو بيا هغه په خوښۍ د غلامۍ رسۍ پښوته نه اچوي.
3- په سبا باندې ميرويس خان د كندهار ټول اولس راغونډ كړ.
ب: فعل (مسند) د جملې په منځ كې:
دجنون ځنځير مې پريوت وګريوان ته
چې په زړه مې ستا د زلفو سودار اغله

په اول بيت كې (پريوت) د جملې فعل دى.
ورك به نه شي له مشرقه تر مغربه
كه د علم رهنما كاندي پيدا څوك
زړه زما ډك دى له مينې د وطن
خپل وطن ماته عزيز دى تر خپل تن

ج: مسند (فعل) راتګ دجملې په سركې:
په شعري ژبه كې خو خامخا دغه ترتيب زيات ليدل كيږي مګر كله هم پرته له شعر څخه په ځينو مواردو كې فعل د مخه راځي چې مونږ به يې په بېله برخه كې راوړو:
په دې برخه كې اوس يو څو نور مثالونه راوړو.

راغله ليونى ليلا په ناز
ښكار كوي د زړونو لكه باز

دلته (راغله) او (ښكار كوي) تر نورو برخو دمخه راغلى دى.
يا: يم اتل د زما نوزه د تاريخ د كار ناموزه


درېيم: په پښتو ژبه كې دجملې په جوړښت كې د غړو (اجزاو) د پرله پسې والى قاعدې:
الف: دلته بايد ووايو چې دجملې اجزا د جملو په ډولونو پورې هم اړه لري. كه جمله اسمي وي د كلمو ترتيب ډير ساده او اسان دى او دجملې برخې، اول مسند اليه بيا مسند او درېيم (ربط) (كومكي) فعل راځي ولې كه چېرې فعلي جملې وي په ساده او ازادو جملو كې لومړى فاعل بيا فعل يا 1- فاعل، 2- مفعول، 3- فعل راځى مګر په مقيدو جملو كې:
1- فاعل 2- زمانى 3- مكانى 4- نور قيدونه 5- فعل راځي.
دغه موضوع په لاندې مثال كې ګورو:

په دې توګه د فاعل او فعل ترمنځ د فعل متعلقات راوړل كيږي. لومړى د ظرف قيدونه بيانور قيدونه او مفعول راځي او په پاي كې فعل راځي.
په هغو جملو كې چې د زمانې او ځاى قيدونه راغلي وي، د زمانې قيد تر مكاني قيدد مخه راوړل كيږي. لكه:
زه پرون په تلوار له كوره پوهنتون ته ولاړم.
فاعل، قيد زمان، حالت، پيل ځاى، تم ځاى، فعل.
په دغه جمله كې د فعل مربوطات چې څلور توكي دي د اهميت له مخې وړاندې وروسته كيداي شي.
په متعدي فعلونو كې هم په دې توګه راځي:
ده پرون په بازار كې په تلوار ديوه دوكاندار څخه خپل زوي ته يو كتاب واخيست.
په مجهولو فعلونو كې د فاعل پر ځاي مفعول راوړل كيږي او نور مربوطات هم ورسره راځي مګر شمير يې لږ دى.
ملالۍ پرون په كوركې ورټل شوه.
بله دا چې كه د جملې مفعول شخص يعنى پوهمن وي نو هغه دفعل د نورو مربوطاتو څخه د مخه راوړل كيږي لكه:
ما ځلمى له ځانه سره بازار ته بوت
زه توريالى له ځانه سره كور ته بيايم

ما توريالى د كار له پاره د ځان سره راوستى دى.
ما توريالى د بريالي سره يو ځاى مكتب ته استولى دى.
په دې صورت كې علتي او معيتي قيدونه هم د مفعول څخه وروسته راغلي دي.
3- په پښتو ژبه كې دجملې اجزا د تاكيد او ياد زياتې توجه دراګرځولو له پاره وړاندې وروسته كيږي. د مثال په توګه كه څه هم مفعول په عادي جملو كې د فعل سره جوخت راوړل كيږي ولې د زياتې توجه او اهميت له مخې د فاعل نه مخكې راځي.
لكه : د كندهار زوړ ښار احمد شاه بابا جوړ كړ.
يا دا بل مثال: د ګلانو سرونه وږمو ورو ورو او په خيال سره ښورول. زما كتاب تا چاته وركړ.
په دې جملو كې د كندهار زور ښار، د ګلانو سرونه، زما كتاب مفعول ګگڼل كيږي او تر فاعل د مخه راغلي دي.
4- په پښتو ژبه كې كه د جملې فاعل نا خپلواك ضميرونه وي د شخصي ضمير د غير اصلى حالت په ځاي راغلى وي نو مفعول ترېنه د مخه راځي. د پښو ترپامې تر غوږ شوه. دوي مې وليدل. او به دې راوړې. دى دې وليد.
5- همدرانګه په جمله كې دمفعول او فعل ترتيب هغه وخت راځي چې فاعل صرف د فعلي خاتمى (پسينى) په واسط څرګند شوي وي. لكه: سړى وينم. ډوډۍ وخوره. د تاكيد له پاره:
څه وينئ؟
6- په هغو جملو كې چې مستقيم فاعل ذكر نه شي او مفعول ناخپلواك ضميروي فعل بيا د مفعول نه دمخه وي لكه وينم دې، ليكم يې، ګورم دې، جوړوم يې، پاڅوم يې.
7- بله خبره خو داده چې د فعل مربوطات لكه زمانى، مكانى او نور قيدونه د اهميت له مخې د جملې په سركې دفاعل نه د مخه هم راځي لكه پرون ته چېرې تللى وې. پرون زه په كور كې وم. په هيواد كې څوك كار كوي. په هيواد كې خلك كار كوي. په فابريكه كې كارشته. ددغه ځاى په ښكلي درې كې يو اولس ودان و. په منډه كې څوك لومړي شول. په منډه كې زمرك لومړۍ شو.
په امريه جملو كې هم د ظرف قيدونه اول راځي بيا نور قيدونه او په پاى كې مفعول او فعل راځي. سبا ته په بازار كې ماته يو ښه قلم واخله. سبا ته د سليم سره زمونږ ځاى ته راشه!


د پښتو ژبى د جملو په اجزا و كې لرې والى او نژدې والى
(Contiuguos) او Noncontiuguos

د پښتو ژبې د جملو ترتيب په عادي توګه لومړى مبتدا او وروسته د خبر برخه ده. هر كله چې مسند اليه د خپلو توابعو (متعلقاتو) سره او مسند (فعل) د خپلو مربوطه برخو متعلقاتو سره نژدې او پرله پسې راشي او نژدې نحوۍ رابطه يې هم سره جوړه كړې وي دغه د Contiuguos نژدي والى (مجاورت) په نامه ياديږي ولې كه چېرې دغه نوموړې برخې د خپل ټاكلي موقعيت څخه لرې لرې او ددوي ترمنځ يوه فاصله راغلې وي چې بيا د هغو كلمو سره نژدې راشي چې ورسره ځانګړي نحوي تركيب جوړ نه شي كړاي دغه د تركيب د اجزاو او د جملو د اجزاو دلرې والي موضوع Noncontiguos دى. مونږ په پښتو ژبه كې دغه ډول مثالونه په لاندې توګه ښودلاى شو.
خو دا بايد ووايو چې په هنري او شعري ژبه كې دا ډول مثالونه زيات موندلى شو.
مثال:
چې اثر يې په زړه لوبې د مستۍ كوي
زه ويلي شم هغه ته معتبر غږ

په دغه بيت كې دوهمه مسره ګورو چې دجملو د غړو تر منځ هغه لرى والى وينو چې په معمولي (عامه ساده) جمله كې نه وينو. دا به داسې وي: زه هغه ته معتبر غږ ويلى شم. چې په واقعيت كې (ويلى شم) د خپل ځاى څخه لومړۍ برخې ته ليږ د كړى دى او د خپل متمم څخه لرې واقع شوى دى او (زه) د غير صريح مفعول څخه لرى دى.
بل مثال:
راغله ليونۍ ليلا په ناز
ښكار كوي د زړونو لكه باز

دلته ګورو چې د (ليونۍ ليلا) تركيب سره نژدي معين تركيب جوړ كړي ولى فعل ورڅخه د مخه راغلى خو د فعل متعلق قيد (په ناز( د خپل كاونډي (فعل) څخه لرى راغلى دى يعنى د بيت په سركې (راغله) فعل او (په ناز) قيد دبيت په پاي كې چې دغه فاصله ددوى ترمنځ لرې والى بيانوي البته په عادي جمله كې د فعل سره د قيد جوخت والى ضروري دى، چې په نثري ژبه كې به داسې وايو: ليونۍ ليلا په ناز راغله. او په دويمه مسره كې هم دٌغه تركيب (د زړونو ښكار كوي) سره لرې وينو په دې معنا چې ددغه تركيب د مضاف اليه برخه له خپله تركيبه فاصله (لرى والى) پيدا كړى او وروسته راغلى دي.
3- د بلبلو له نظره ګلوته ګوره
ليلى نه ده چاليدلې بې مجنونه
په دويمه مسره كې دغه موضوع څرګنديږي:
په اصل كې يو استثنايې تركيب دى يعني بې مجنونه ليلى ددغه تركيب لومړۍ برخه د ځاى په تغيير سره د بيت په پاى كې راغلى چې ددغه تركيب د اجزاو ترمنځ لرى والى وينو. همدارنګه په مركبو جملو كې هم مبتدا له خبر څخه په يوه لرې فاصله كې واقع كيږي په دې معنا چې دجملې داصلي برخو ترمنځ معترضه (تابع) جملې راغلې وي په دې نسبت د فاعل او فعل لرې والى وينو.
4- خوشحال خټك پخوا تر دې چې په ګواليار كې بندي شي له اورنګ زيب سره په داسې ميړانه چې سارى نه درلود جنګ وكړ.
5- زه خوړلى منګرو زلفو ستايم. په دغه مثال كې د يوې خوا څخه (خوړلي) فعلي صفت د خپل كومكى فعل (يم) څخه لرې والي لري(1).
ج: د پښتو ژبې په جملو كې ځينو نحوي او سبكى بدلونونو (Inverse) ته لنډه اشاره:
دجملې د توكونو وړاندې او وروسته كيدل: كه چېرې په يوې جملې كې د توكونو (اجزاو) ترتيب وړاندې يا وروسته شوي وي نو د برخو (توكونو) د ترتيب موضوع به برسېره د نحوي رابطې په درلودلو سره يوه بله ځانګړتيا هم څرګندولى شي، چې دموضوع په مشخصوالي، اهميت، د يوه ليكوال ياد يوه شخص دوينا په خاص سبك پورې اړه لري.
په پښتو ژبه كې مونږ د جملو داسې مثالونه وينو چې په هغه كې فعل د خپل فاعل (مسند اليه) نه دمخه راغلى وي او يا دا چې د مسند اليه او مسند اجزا د خپل ځانګړي ترتيب له مخې وړاندې وروسته راغلى وي چې په ژبه كې دغې عمليې ته Inverse وايي.
دلته مونږ لومړى د مسند (فعل) وړاندې والى له مسند اليه څخه په ګوته كوو: وينو چې په عادي جملو كې مسند (فعل) وروسته د مسند اليه (فاعل) څخه راځي او معمولا په پښتو ژبه كې فعل د جملې په پاى كې راوړل كيږي مګر كله داسې هم كيږي چې برسېره پر شعري موضوع په ځينو موارد وكى فعل (مسند) دمخه راځى.
1- په هغه وخت كې چې مسند ډير اهميت ولري او توجه دورګرځولو له پاره مسند دمخه راځى(1).
واورئ خبرونه! هلۍ وتړئ ملاوې! وغړوئ سترګې! لرې شئ له مخې!
د قيد سره هم داسې وي اوس واروئ خبرونه!
2- د تاكيد له پاره: لرې كړه دا جاهلان د دفتر د مخى نه.
3- د تمسخر له پاره: كوه د ښار هوټلو نوكې مزې!
4- د خبر دارۍ په مقصد: وساته ځان! پام كوه وروره! ګوره اوردى!
5- د دعا اوښيرا په وخت كې لوى شې هلكه! ميراث شي خو د غرضه!
6- په هغو فعلونو كې چې د نفې ساختمان ولري هم بدلونه د فعل په تركيب كې وينو
داسې څوك نه ووچې پرده يې بدنه ويلو او ددې د پاره يې ژړل نه. دلته ژړل نه، دنه ژړل له مخې بدلونه ښكاري. ګوري نه چې څه كوي. كاكا چپ شه څه وايه مه!
تاكيد امر: زه مېلمه سړى يم ما په چاسپكوه مه!
7- همدارنګه په هغه مركبو فعلونو كې چې دفعلي صفت او د شول كومكي فعل په مرسته جوړ وي د (نه) ادات سره په دې توګه بدلون (وړاندې وروسته) مومى.
سره ددې چې دى جوړ شوى وخونه شو ګرځيدلاى.
چې دغه تركيب په دې توګه (ګرځيدلاي نه شو) هم راځي.
2- سره د څپلو نه شوګرځيدلى.
ددغې جملې په لومړۍ او دوهمه برخه كې انورسي (بدلونه) ليدلى شو. يعنى د څپلو سره په ځاي (سره د څپلو) راغلى دى.
8- قيود، مفعول او نور هم په جمله كې وړاندې وروسته كيږي لاندې مثالونه وګورئ.
1- لاس په نامه شو ورته 2- واړه واړه رومالونه دي ورسره.
چې دا حال دى نو بيا خلك ورته ځي څه دپاره.
په دغو مثالونو كې ورته، ورسره، څه د پاره تر فعل وروسته راغلي دي.