نحوي تركيبونه (غونډونه)، جملې او د جملو تركيبونه د نحوي واحدونو په توګه:

څنګه چې د مخه وويل شو، نحوه د ګرامر د يوې څانګي (برخې) په توګه د يوې ژبې تركيبونو، عبارتونو، غونډونو، فقرو، جملو د جوړښت ساختمان او په هغوى كې د كلماتو د ترتيب، مطابقت او رابطې اصول او قاعدې مطالعه او ترڅېړنې لاندې نيسي او يا د هغوى د قاعدو څخه غږيږي او د جملې د اجزاوو، اركانو، قاعدو او قوانينو بيان په كې كيږي، نو له دې كبله ژبپوهانو د ژبې د مختلفو او بېلا بېلو برخو (اجزاو) د پيژندنې او مطالعې له مخې ځيني بيل او خاص واحدونه ټاكلي دي. د بېلګې په توګه د ژبې د صوتي جوړښت او ساختمان دپاره فونيم (Phoneme) او د صرفي (لفظي) ساختمان له پاره مورفيم (Morpheme) د واحدونو په توګه منل شوي دي په دې معنا چې:
1- فونيم د فونيم پوهنې (Phonology) واحد يا نه تجزيه كيدونكي صوتي غړي په توګه.
2- مورفيم د مورفيم پوهنى (مورفولوژۍ Morphology) يا نه تجزيه كيدونكي لفظي واحد په توګه.
3- دغه راز په (Syntax نحوه) كې هم د ځانګړو اصطلاحګانو سره مخامخ كيږو كه څه هم په پښتو ژبه كې دغه سينټكسي اصطلاحګانې خاصه نومونه نه لري مګر په نورو ژبو لكه (انګريزي، لاتيني، روسي او داسې نورو ژبو كې د (Tagmeme) تګميم (Syntagam سينتاګم) اصطلاحات شته چې په هماغه ژبو كې خپله معنا څرګندولاې شي.
تګميم، سينتاګم، تاكسيم يا سينټاكتيكي تركيب (نحوي جوړښت) هغه كوچنى نحوي واحد دى چې (د سينټاكتيكي) يا نحوي سيستم د ننه ژبنى فورم پرې اندازه او ښودل كيږي.
په معاصره ژبپوهنه كې د تګميم، سينتاګم اصطلاح د يونانى سينتاګمه (Syntagma) څخه د يو ځاي كيدو په معنا سره راغلى دى ولې په مختلفو او جلا اثارو كې يې معناګانې په توپير سره راغلي دي(1).
په دې برخه كې د شوروي ژبپوه ريفرماتسكي نظر د سينتاګم په باب داسې دى:
(سينتاګم ددوو غړو د تركيب (مورفيم، لغت، د كلماتو تركيب) څخه چې يو تر بله اړيكې ولري عبارت دي).
همدارنګه نحوه (Syntax) په دې ډول پېژندلى او څېړلى شو.
په نحوي سيستم كې د تګميم سينتاګم تجزې او تركيب او د هغوي ترتيب او تنظيم ته سينټكس ويل كيږي. په بله وينا سره په نحوي سيستم كې د نحوي واحدونو او د هغوي د مربوطه اجزا وو تجزيه، تركيب، تنظيم او څرنګوالي ته نحوه (سينټكس) ويل كيږي.
څنګه چې په نحوي جوړښت كې (تګميم Tagmeme يا سينټاګم Syntagma يو نحوي واحد دى او بيا يو نه تجزيه كيدونكى (نه بيليدونكى) نحوى واحد په توګه راوړل شوى دى.
نو دغه نحوي واحدونه ازاد ګرامري شكلونه جوړوي، په دې معنا چې هر يو غونډ (تركيب) په مستقله توګه پوره مطلب ورسوي. جمله چې د معنا له مخې يو نه تجزيه كيدونكى نحوي واحد دى نو په پښتو ژبه كې مونږ جمله د نحوي واحد په توګه منو (په هرې ژبې كې جمله د جوړښت، معنا له مخې يو نه تجزيه كيدونكى واحد دى چې بشپړ مطلب رسوي).
په دې اساس (نحوه) د جملو او كلماتو د تركيب د پوهې او مطالعې بحث ته وايي. د كلمو د تركيب يا هغه اصطلاحات چې د دوويا ډېرو كلمو (لغتونو) د يو ځاي كيدو څخه منځته راغلي وي يا دا چې د دوويا زياتو لغاتو او اداتو د يو ځاي كيدو (پيوستون) له كبله جوړ شوي وي.
يادونه:
ځيني پوهان د ژبني تركيبونو Phrases (جملوي جزيا نيمګړې جملې) مطالعې او څېړنې ته هم (Syntax) وايي.
كه چېرې دا ومنل شي نو په سينټكس پورې تړلى تيوري به هم د تركيبونو (Phrases) تيوري وي.
د تركيبونو يا فريز د تيورۍ څخه مطلب هغه مېتود دى چې د هغه په واسطه د جملې متن بيان او جملوي اجزا جوړيږي او يا دا چې د تركيبونو (Phrases) له مخې متن بيان او جمله جوړيږي.
څنګه چې پوهيږو ژبه د علايمو (نخښو) يوه دستګاه ده. صوتي نخښې، لفظي نخښې يعنى دا چې صوتي نخښې يوازې او يا هم په تركيبي ډول لفظي نخښې جوړوي او مطلب تر سره كوي او دغه نخښې بيا په خپل وار يوازې او يا هم په ګگډه كلي (عمومي) معناوي جوړوي چې ګرامري شكل ګڼل كيږي او په پاى كې خبرې جوړيږي. دغه اړيكې چې د خبرو د مختلفو برخو او همدا راز د هغوي د اشكالو ترمنځ موجود دي د نحوې موضوع جوړوي.
كله چې يو ګرامري شكل د يوه لوى شكل يوه برخه وي نو داسې ويلى شي، چې دغه نوموړى شكل مقيد (ناخپلواك) دى خوكه چېرې د يوه لوى شكل برخه (جز) نه وي بيانو ازاد ګرامري شكل دى چې مونږ دغه ازاد مستقل ګرامري شكل د تګميم يا نحوي واحد په نامه يا دوو چې جمله يې محتوا ده.
د مثال په توګه كه ووايو: دغه څوك دى؟ نو ددغه سواليه جملې په ځواب كې كه وويل شي، هلك نو مطلب پوره رسول كيږي په دې توګه هلك په دغه حالت كې يو تګميم دى ځكه يو ازاد او خپلواك ګرامري شكل دى او د خپل ځان نه د كوم بل لوى شكل برخه (جز) نه دى مګر كه د (هلك سره د هوښيار لفظ ورزيات كړاى شي او د يوګرامري شكل په توګه (هوښيار.. هلك) په تركيب كې وليدل شي نو بيا دلته (هلك) د خپل ځان نه د لوى شكل (ساختمان) د جز په حيث كّارول شوى دى او مقيد دى نو ځكه تګميم ورته ويلاي نه شو.
مګر كه چېرې دغه تركيب په ځانګړي توګه سره وګورو يعنى (هوښيار هلك) په توصيفي حالت كې تګميم دى، ولې بيا هم كه د (هوښيار هلك راغى) په ګرامري شكل كې څگنګه چې (هوښيار هلك) د خپل ځان نه د لوى شكل يوه برخه ده نو ځكه تګميم نه دى مګر (هوښيار هلك راغى) په خپل ذات كې تګميم او يوه جمله ده. كه چېرې دغه جمله په دې ډول سره (كله چې هوښيار هلك راغى) ووايو دلته ګورو چې په ګرامري شكل كې څنګه چې په يوازې او ځانګړي توګه يې معنا بشپړه او پوره نه ده او يو بل ګرامري شكل ته اړتيا لري نو ځكه دغه غونډ په دغه ډول سره تګميم او جمله نه شو بللى، بلكې د يو بل شكل سره يو ځاى ګرامري شكل يعنى پوره جمله (Sentence) جوړ وي لكه (كله چې هوښيار هلك راغى كارونه وويشل شول) دلته (كله چې هوښيار هلك راغى) او (كارونه وويشل شول) ګرامري شكلونه دواړه مقيد دي يعنى د معنا له مخې يو بل سره رابطه او تړون لري.
څنګه چې د شكل له مخې ګورو چې د جملې دواړه برخې هره يوه يې تقريبا پوره جملې دي او كيداي شي په خپلواك صورت كې هم استعمال شي او تګميم وګڼل شي، چې دا جملې د فقري (Clause) په نامه ياديږي. نو ځكه د ژبپوهنې د اساسونو په دې برخه كې د علمي څېړنو له مخې تګميم چې د جملې محتوا هم ګڼل كيږي داسې تعريفوو: (تګميم يا نحوى واحد، داسې يو ګرامري شكل دى چې د خپل ځان نه د لوى شكل برخه (جز) نه وى او يا د ګرامري شكلونو تر ټولو كوچنى معنالرونكى واحد تګميم (Tagmeme) دى. نو تګميم تر ټولو كوچنى نه تجزيه كيدونكى نحوي واحد دى چې يو مستقيم، مستقل او با مفهومه ګرامري شكل دى چې په نحوه كې پراخه برخه لري.
په دې لاندې مثال كې ګورو:
(هلكه) د ندا په حالت كې كه څه هم دغه ډول خپلواك ګرامري شكل د جوړښت له مخې نيمګړى دى مګر څنګه چې پوره معنا انتقالوي نوځكه (Uttrance) ورته وايي او (هوښياره هلكه) هم همدا ډول دى. خو (هوښيار هلك راغى) كه څه هم د شكل او مفهوم له مخې پوره دى مګر ددې له پاره چې ځينې وخت مقيد كيږي لكه په دې مثال كې (كله چې هوښيار هلك راغى.. دلته جمله مقيده شوه تر څو چې دويمه برخه رانه شي مطلب نه بشپړيږي.
په دې اساس (كله چې هوښيار هلك راغى) مقيده فقره يا (Clause) بلل كيږي مګر (هوښيار هلك راغى) خپلواك ګرامري شكل دى. كه په خپلواكه توګه وكارول شي. نو ځكه يې جمله Sentence يا تګميم بولو.
كه چېرې يوګرامري شكل د خپل ځان نه د كوم بل لوي شكل برخه يا جزوي نو مقيد ګرامري شكل دى او كه چېرې، د خپل ځان نه د لوى شكل برخه نه وي نو خپلواك ګرامري شكل دى چې تګميم يا نحوي واحد هم ګگڼل كيږي.
اوس چې مو د تګميم يا نحوي واحد په باب څرګندونې كړې نو لومړى غواړو د جملې په باب ځينى لنډې څرګندونې او هم د ژبپوهانو له خوا د جملې په باب نظريې وړاندې كړو بيا به د پښتو ژبې تركيبونو (Phrases) جلمو په ډولونو، جوړښتونو باندې رڼا واچوو. البته زمونږ د موضوع اصلى برخه ده.