دويم : مركبه (غبرګه) جمله:

د پښتو ساده جملو په باب مود مخه يادونه كړې ده اوس غواړو د پښتو ژبې د مركبو جملو په باب هم يو څه وغږيږو.
څنګه چې علم او تجربې څرګنده كړې ده د لومړنيو د ورو انسانانو خپل خيالونه او خپلې مفكورې د ساده جملو په وسيله بيانولې او مطلب ته به سره رسيدل، ولې د ژوندانه د ضرورتونو او د ټولنې د ټولو پرمختګونو له امله په ژبه كې هم داسې بدلون او انكشاف راغلى چې د ساده جملو ځاى مركبو ته پاتې شو او په دې توګه د مركبو جملو استعمال هم په ژبه كې د ساده جملو تر څنګه دود وموند.
د خپلې موضوع څخه به لرې نه درومو. د مركبې جملې هغه تعريفو نه او د ډولو نوويش چې بېلا بېلو ژبپوهانو په بېلا بېلو وختونو كې كړى د هغو په استفادې سره مونږ غواړو چې پښتو ژبه كې غبرګې جملې او د هغوي ډولونه د پښتو د ليكلي او شفاهي ژبې د مثالونو او موادو پر اساس تركومه ځايه چې ممكنه وي وښيو.
مخكې تردې چې مونږ په پښتو ژبه كې مركبې جملې او د هغوي ډولونه او شكلونه (جولې) وښيونو لومړۍ بايد دا هم څرګنده كړو چې د غـــبرګو جملو په بـــــــرخه كې څومره ماخذ ونه(2) كتل شوي دي او په دغه باب د ژبپوهانو نظريې سره نژدې وينو ولې د مركبو جملو په كلاسيفيكشن (ډلبندۍ) كې ځيني توپيرونه ليدل كيږي. دلته د موضوع د اوږدوالي له كبله دغه ټولې نظرې نه راوړم ښايي په دغه هكله دغه لاندې ماخذونه وګورئ(1).
د مركبو جملو د پېژندنې او تشريح موضوع په زياترو ګرامرونو كې يو ډول، نژدې او سره ورته دي چې مرام او مقصد په كې هماغه يو دى ولې د غبرګو جملو په ويش او ډلبندۍ كې څه نا څه د نظر بېلوالى ليدل كيږي. يوازې مونږ دغه نظر رانقلوو:
مركبې جملې هغو جملو ته ويل كيږي چې د دوويا څو يوستوو جملو څخه جوړې شوې وي او د يوه پوره مطلب څرګندونه وكړاى شي. او يا دا چې غبرګه جمله د دوويا زياتو فعلي واحدونو څخه جوړه شوي وي.
مركبه (غبرګه) جمله: د دوويا زياتو ساده (يوستوي) جملو څخه جوړه او يوه جمله د بلې سره لفظي او معنوي رابطه ساتلى او هره يوه جمله ځانګړي خصوصيات هم لري. مركبې جملې په دووګروپونو ويشل شوي دي(2).
1- مركبه (پيوسته) مساوي 2- مركبه (تابع) تړلي.
په هر حال دغه دوه ګروپه غبرګې جملې په لاندې توګه سره بېليږي:
1- په غبرګه پيوسته (مساوي) جملو كې ساده جملې (د الحاقيه نښلوونكي، ارتباطي Conjunctive مقابلوى Contrastive خلاقى Adversative بېلوونكى Disjunctive اداتو سره يو ځاي كيږي(3).
دغه ډول مركبې جملې عبارت له هغو جملو څخه دي چې دساده جوړونكو جملو شكلونه په نحوي توګه سره برابرې او مساوي حيثيت ولري. سره ددې چې دغه ډول جملې په خپل منځ كې معنوي ارتباط ولري مګر په نسبي توګه سره مستقلې خپلواكې ګڼلي كيږي(1).
په دې معنا چې په دغه ډول جملو كې نسبتا معنوي او نحوي خپلواكي او برابروالى ليدل كيږي. همدغه جملې د معنا په لحاظ په څو برخو ويشل كيږي.
همدارنګه دغه ډول غبرګې جملې د جوړښت له مخې بيا په اوږده (منكشفه) او لنډه (محدوده) باندې جلا كيږي:
1- اوږده خپلواكه (پيوستْه) مساوي غبرګه جمله:
چې د دووه يا ددوونه زياتې يوستوي اوږدې جملې سره يو ځاى او ددوي ترمنځ معنوي يا لفظي ارتباط ساتل شوى وي په دې توګه چې د ارتباط داداتو په واسطه سره نښتي يا پرته له هغو څخه وي.
2- لنډه (محدوده) خپلواكه (مساوى) غبرګه جمله:
چې د دوولنډو يوستوو جملو څخه لاس ته راغلى وي. دلته يوازې دوه يوستوې جملې د ارتباطي توري ياپرته له هغو نه يو ځاي كيږي او همدارنګه دغه ډول مركبې جملې د يو بل سره درابطې او معنا له مخې په څو برخو ويشل كيږي چې پوره بشپړ مثالونه يې هم راوړل شوي دي(2).
2- همدارنګه دوهم ډول تابع غبرګې(3) جملې چې مختلطه(4) (مخلوطه)(5) جمله هم ورته ويل شوې ده. ددغه ډول جملو ترمنځ د تابعيت اړيكي او رابطه ليدل كيږي، تابع غبرګې جملې د تابع كوونكي ارتباطاتو له مخې سره تړون لري او تابع كوونكي رابطه د نحوي دريځ له پلوه د غبرګو جملو د اجزاو ترمنځ تړون او پيوستون ښيى، چې د غبرګې جملې تفسير او پراختيا او يا د جملې د يوه توكي د بيان له پاره وظيفه لري چې دغه ارتباط د غبرګې جملې د جوړښت او ترتيب په بڼې كې منځ ته راځي او د بېلا بېلو لغوي او ګرامري عناصرو په وسيله څرګنديږي.
په پښتو ژبه كې غبرګه (مركبه) جمله:
د يو ستوو (ساده) جملو د ډولونو او جوړښتونو څخه جوته شوه، چې هره يوه يوستوې جمله د يوه فاعل (مسند اليه) او يو فعل (مسند) يا په بله وينا د يوه پرې دي كاتيفى (Pridicative) واحد لرونكي وي چې پوره مطلب ښيي ولې غبرګه جمله د جملو هغه غونډونه (تركيبونه) دي چې بشپړ مطلب يې څرګند كړي وي او د جوړښت له مخې د يوه فاعل او فعل پر ځاي په كې دوه دوه يا زياتې راغلي وي يا په روښانه توګه وايو: په غبرګو جملو كې لږ تر لږه دوه يا څو يوستوې جملې سره يو ځاى شوي وي او په دې كې د لفظي او معنوي ارتباط خيال ساتل ضروري دې ځكه كه چيرې دغه لفظي او معنوي ارتباط د جملو ترمنځ نه وي بيا مركبې (غبرګې) نه ګڼلې كيږي او هره يوستوې جمله ځانله ګڼله كيږي. او د مطلب ټكي به ورځنې په لاس نه راځي.
غبرګې جملې د يوه مطلب د بشپړې څرګندونې په مقصد جوړيږي د پښتو ژبې په غبرګو جملو كې د يوستو جملو رابطه او اړيكى د كوم يوه ارتباط، عطفي، تابعي توري يا پرته له هغو ترسره كيږي.
څنګه چې يوستوې جملې د معنا او جوړښت له مخې راز راز ډولونه لري نو د غبرګو جملو ډولونه او قسمونه هم د ارتباطي اداتو د ډولونو د استعمال له مخې سره جلا او بيليږي چې وروسته به راوړل شي.
د غبرګو جملو ډولونه:
ددې له پاره چې د غبرګو جملو معنا او په مركبو جملو كې د بېلا بېلو يو ستوو جملو رابطه به ښه شان څرګنده شي نو په پښتو ژبه كې غبرګې جملې په دوو ډلو بېلولاى شو.
اول: پيوستې (خپلواكې) غبرګې جملې:
خپلواكې مساوي جملې هغه دي چې له د وو يا زياتو يوستو، متوازنو جملو څخه رغيدلې وي او دغه جملې په نحوي توګه سره برابرې او مساوي حيثيت ولري ولي په دغه ډول جملو كې يوستوې جملې يو تربله كلك تابعيت نه ښيي خو په نسبي توګه خپلواكې او مستقلې ګڼلې كيږي.
او سربېره پردې چې دغه جملې د مركبې جملې ساختماني اجزاوې جوړ وي او يو بشپړ مفهوم هم څرګندوي په خپلو منځو كې معنوي ارتباط هم لري. د جملو ترمنځ ارتباط او اړيكي د ارتباطي، عطفي (نښلوونكي او بيلوونكي) اداتو په مرسته ټينګيږي چې په خپل ځاي به يې يادونه وكړو. مګر كله كله هم دغه د عطفي اداتو ذكر په كې شوي نه وي.
په پښتو ژبه كې مساوي خپلواكې (پيوستې) جملې خورا زياتې استعماليږي او په بېلا بېلو صورتونو سره څرګنديږي.
د شكل او جولې له مخې غبرګه پيوسته (مساوي) جمله:
د جولې له مخې د پښتو ژبې غبرګې (پيوسته) جملې په دوو ډلګيو ښودلاي شو. لنډه غبرګه جمله او اوږده (منكشفه) غبرګه جمله:
الف: لنډه غبرګه پيوسته جمله: هغې جملې ته ويل كيږي چې د دواړو جملو اركان يې د لنډو او ساده اسمي او فعلي غونډونو (اجزا) څخه جوړه شوى وي.
لنده ساده جمله + عطف + لنډه ساده جمله
مسند اليه + مسند + او + مسند اليه + مسند
د بيلګي له پاره دغه لاندې جملې وګورئ.
1- لمرځليده او باران وريده 2- څوك تلل او څوك راتلل.
3- څوك به ځي او څوك به راځي. 4- كاروان روان دى او ته خوبونه كوې.
په لومړي او دويم دريمو مثالونو كې مبتداء (فاعل) او خبر (فعل) يو توكيز كلمات دي مګر په څلورم مثال كې لومړۍ برخه د جملې يو توكيز او دوهمه برخه يې دوه توكيز مركب فعل دى.
همدارنګه د بېلوونكو نښو په واسطه هم دغه ډول ډېرې جملې جوړېږي.
زه راغلم خو ته نه وې، دوى خبرې كولې يا دوي غلي ناست وو.
زه په تمه وم مګر دارا نغله. كارونه ډير كوي ولې نتيجه نه لري. يا يا رشه يا بيزار.
ب: اوږده (منكشفه) پيوسته غبرګه جمله:
هغه ډول جملې دي چې د جملو په مسنداليه يا مسند او يا په دواړو برخو كې (فاعل، قيدونه، مفعول، فعل) د جملې اجزاوي د دوونه زيات توكي ولري او د جملو په اجزاوكې يې پوره ارتوالى، زياتوالي راغلى وي.
په پښتو ژبه كې دغه ډول جملې په لاندې جملو سره ښودلي شو:
الف: لنډه يوستوې جمله + عطف + اوږده يوستوې جمله.
بيلګه : ژمى راغى اوبې وزلي خواران دژمي له سړو او سختو ورځو څخه په ډاراو انديښنه كې دي.
ب: اوږده يوستوې + عطف + لنډه يوستوي.
بيلګه: د پښتنو ملي ستر مشر ميرويس خان دير غلګرو پر ضد ډيرې كلكې او سختې جګړي وكړي او هيواد يې د دښمنانو څخه وژغوره.
ج: اوږده يوستوې + عطف (او) + اوږده يوستوې.
د پښتو ژبې او ادب پلار خوشحال خټك به پښتني نړۍ كې د ننګ تورې او قلم غښتلي اتل او پهلوان تېر شوى دى او دده په اثارو كې د هيڅ ډول مضمون كمې او خامي نه ليدل كيږي .
دا بل مثال:
زمونږ دټولنې پوهانو د نوي فكر د روزلو اصلي ښوونځى سراج الاخبار بللى دى او په خپل وار سره ددې ستر ښوونځي زده كوونكو ته د قدر او عزت په سترګه كتلي دي.
د پورتنيو مثالونو څخه جوته ده، چې په غبرګو جملو كې د يوستوو جملو اجزاوې د يو توكيز، لنډو (اسمي او فعلى) او يا خو د اوږدو (اسمي او فعلي) غونډونو څخه جوړې شوي دي چې په لوړو مثالو كې يې ټاكلي غونډونه او جملې سره جلا ښكاري.
دغه ډول پيوستې غبرګې جملې د استعمال او معنا له مخې په ازاده (خلاصه) او محدوده (تړلي) سره بېليدلاى شي:
1- ازاده (پرانيستې): چې ددوو، دريو يا ډيرو جملو څخه جوړه شوې وي چې دغه شمير نور هم لازياتيداى شي په دې معنا چې غير معينو يازياتو جملو څخه دعطفي ربط او يا پرته له هغې څخه وي. البته دغه جملې په خلاص (ازاد) چوكاټ كې راځي لكه:
كله به باران وريده، كله واوره وريده، كله به شين شو، شين به شو، وريځ به شوه او د باران څاڅكي به شو.
2- محدوده (تړلې) غير ازاده غبرګه جمله: دغه ډول جملې معمولا په دوو جملو باندې ختميږي كله نا كله دريو ته هم رسيږي.
لكه: 1- هغه ته ويديدل ضروري وو خو خوب نه ورته.
په دې جملې كې مطلب او مقصد په وروستۍ جملې باندې ختم شوى دى. يا دا بل مثال:
2- دده كارونه هم ډيروو او تګ هم ورپه غاړه و.
3- دى بايد راغلى واى مګر رانغى.
4- دى تر اوسه په كور كې ناست و خواوس سمدستي ووت.
په همدې توګه زيات مثالونه راوړى شو. په دې برخه كې ځيني پښتو اصطلاحګانې او متلونه هم ځاييږي لكه:
څه لورپڅ واوڅه د لوګري زړه لوته نه كيده.
دلته ګورو چې دغه خاصه ځانګړې اصطلاح د معنا له مخې په ټاكلي موقع كې استعماليږي چې ترينه پوره مطلب اخيستل كيږي د عطف ادات په مرسته ددووجملو يوځاى كيدنې سره پوره مقصد بشپړيږي او په جملې پسې د بلې جملې حاجت نه پاتې كيږي ځكه د لومړۍ جملې معنا د دويمې له مخې ثابته او پوره شوه.
په غبرګو پيوسته، جملو كې د يوستو و جملو نحوي رابطه:
ددغه ډول جملو په پيوستون كې يوستوې جملې په دوو لارو سره يو ځاى كيږي:
1- د عطف اوربط په وسيله 2- پرته له عطف او ربط څخه.
اول : د غبرګې (پيوسته) جملې جوړښت د عطف او ربط له مخې:
هغه عطفي ادات چې ددغه ډول جملو په جوړښت كې نحوي تړون ښيي يعنى په غبرګو (مساوي) جملو كې د يوستوو جملو اړيكې او رابطه ټينګوي د مانا او مفهوم له مخې په لاندنيو دريو ډلګيو ويشل كيږي:
يو- هغه عطفي ادات چې د دواړو يوستوو جملو ترمنځ اتصال او پرله پسې والى ښيي.
په پښتو ژبه كې د لومړۍ ډلګۍ عطفي ادات (او) (و) دي چې اكثرا د خپلواكو مساوي جملو په تركيب كې برخه اخلي: دغه عطفي ادات د يوستوو جملو د تړلو او ارتباط د پاره په لاندنيو صورتونو كې استعماليږي.
الف: (او) د هغو جملو د پيوستون له پاره پكاريږي چې دوې يادرې پيښې په يوه ټاكلي وخت او زمان كې سرته رسيدلې وي يا ورسيږي.
لكه 1- ماشومان لوبې كوي او زاړه خوب كوي.
2- مليار ګلان كري او دښن زو زان كري. 3- څوك به وطن ورانوي او څوك به وطن ابادوي.
په دغو دريو (مساوي غبرګو جملو كې) 1-2 مثالونه د اوسنۍ نابشپړې (استمراري). او 3- مثال دراتلونكې زمانې نابشپړ صورتونه ښودل شوي دي.
4- زوړ كال په تيريدو دى او نوى كال راوران دى. همدارنګه د تيرې زمانې مثالونه هم ښودلاى شو:
1- دوي تلل او هغوي راتلل. 2- ملالۍ له خپلې همزولې سره جګړه كوله او سپوږمۍ ورته خندل. 3- ما كتاب لوست او هغه ليك ليكه.
په دريو واړو غبرګو (مساوي) جملو كې د هرې يوې جملې فعلونه د تيرې زمانې نابشپړ صورتونه ښيي.
كيداى شي چې د فعل بشپړ صورت هم په دغو مواردو كې راوړل شي. خو زيات استعمال د نابشپړو فعلونو دى.
د بشپړو فعلونو د پاره دغه لاندې جملې ګورو:
الف: دوي به خپلو خپلو كورونو ته ولاړ شي او خپل خپلوان به وګوري.
ب: (او) د هغو يوستو جملو د پيوستون له پاره چې په هغو دواړو (دريو اړو) كې پېښې يا واقعې يو په بل پسې راغلي وي. په دې مانا چې لومړۍ جمله كې يوه پېښه ذكر شوي او ورپسې د بلې پېښې پېښيدنه په دوهمې جملې كې راغلي وي.
يا په بل عبارت د يوې پېښې پاى او د بلې پيل وښيي دا ډول جملې په لاندنيو مثالونو كې ګورو:
1- زوړ كال تېر شو او نوى كال راغى 2- كارپوره شو او هندو غره شو
3- منى راغى او دونو پاڼې ژيړې شوې 4- باغ پوخ شو او باغوان يې كوږ شو.
په دغو مثالونو كې ليدل كيږي چې په هره جمله كې لومړۍ يوه پيښه ذكر شوې يا سرته رسيدلې او بيا په دوهمه جمله كې د بلې پېښې پېښيدنه راغلې ده.
دلته بايد وويل شي چې د هرې يوستوې جلمې فعلي صورتونه د تېرې زمانې بشپړ حالتونه ښيي.
همدارنګه په دې لاندينۍ امري جمله كې هم داسې قاعده راتلاى شي.
لكه : وروڼو راشئ او د خپل هيواد د ابادۍ د پاره كار وكړئ.
دلته هم لومړي د يوه كار غوښتنه كيږي او بيا په دوهمې جملې كې د بل كار غوښتنه كيږي. په پښتو ژبه كې غير له دې داسې مثالونه هم شته دي چې د غبرګې (مساوي) جملې لومړۍ يوستوې جمله يې د فعل بشپړ (مطلق) او په دوهمه يوستوې جمله كې يې نابشپړ (غير مطلق) فعلونه راغلى وي او دغه پورتنى مطلب تر سره شي.
لكه: زوړ كال تېر شو او نوې كال راروان دى.
دلته په دغې جملې كې (تير شو) او (راروان دې) دوې مختلفې زمانې ښيي يعنى (تېر شو) د تېرې زمانې مطلق فعل او راروان دى داوسنۍ زمانې نابشپړ (استمرارى) ډول څرګندوي.
ج: كله هم (او) عطفي ادات هغه خپلواكې جملې چې ماناګانې يې سره بيلې او مخالفې وي سره تړي لكه:
1- نوم يې خان دى او كوريې وران دى 2- سريې لوى و او فكريې خام و.
3- هندو ستړى او خداى ناراضه!
دوه: هغه عطفي ادات (خلافي، مقابلوى) چې د دوويو ستوو جملو ترمنځ پيوستون راولي.
غبرګې (مساوي) جملې چې په پښتو ژبه كې د (خو، مګر، اما، نو، ولى،ليكن، يوازې) تورو په مرسته جوړيږي، دغه توري (ادات) هغه يوستوې جملې سره يو ځاى كوي چې د جملو ماناګانې يې د يو بل نه خلاف او يا مقابل طور سره بيان شي.
څو مثالونه وګورئ:
الف: (خو)
1- پښتو د لغاتو يوه لويه ذخيره او پانګه لري خو له بده مرغه تر اوسه پورې په پوره ډول نه دي راټولې شوي. (رښتين).
2- دلته شاعرانو ډېرې سندرې ويلي دي خو نوى فكر په كې نه و (الفت).
3- ما په ځان پرده واچوله خو حاجتي غلى نه شو: (اجمل).
ب: مګر
(1) د زياتو ختيځ پوهانو په نظريه پښتو، سانسكريت او او ستاد خوږ وخويندو په نامه ياديږي مګر اوس په كې يوازې پښتو ژوندى ده. (رښتين)
2- د كوه تور په لمنو كې ډير خلك كښته او پورته ګرځيدلي دي مګر د حق او حقيقت رڼا هر چانه ده ليدلې.
3- د هر يوه له سترګو اوښكې توې شوې مګر د اسمان له سترګو يوه او ښه هم تويه نه شوه.
ج: (نو)
(د سيمنار د شروع كيدونه لس د ولس ورځې د مخه ماته د مضمون د ليكلو خبر راكړى شونو ما ژر ژر د يو خاص عنوان په ځاى دغه لوى عنوان غوره كړ. (رښتين)
يادغه بل مثال: ما درته ويلي وو نو ته ولې رانغلې.
د: (بلكې) :
لنډۍ كوم معلوم ويونكى نه لري بلكې د ټول اولس يوه شريكه پانګه ده.
اڅك سنك نه ځوروي بلكې ټول خلك يې ځوروي.
هـ: (ولې):
(داسې غلې ژرندې اوس هم شته ولې مونږ او تاسوته نه ښكاري)
ما ډير صبر وكړ ولې بې صبره شوم.
و: يوازې: (1) ټول په كارونو بوخت وو يوازې ملالۍ په كوټه كې وزګاره ناسته وه.
(پښتو لنډۍ تر اوسه پور په كامل ډول نه دي راټولې شوي يوازې اته زره لنډۍ د پښتو ټولنې له خوا په 1334 ل كال كې خپرې شوي دي).
درې- هغه عطفي ادات (فاصلوي، بېلوونكي) چې دوه يا درې يوستوې جملې سره يو ځاى كوي په دې ډول غبرګو (مساوي) جملو كې د دواړو يوستو جملو څخه يوه پېښه تر سره كيږي يا تراجرا لاندې نيول كيږي او يا يوه د بلې پر ځاي راځي.
په پښتو ژبه كې عطفى ادات لږ دي چې يو دوه مثاله يې ښودلى شو.
يو د (يا) او بل (كه) توري دي چې سره نژدې مانالري. دغه توري (ادات) (يا-كه) هم مانيزدي. په غبرګو (مساوي) جملو كې د هرې يوستوې جملې په سركې راځي او يا د دواړو جملو ترمنځ راځي.
د جملو ترمنځ : 1- دوي خبرې كولې يا غلي ناست وو.
دلته د دواړو جملو ترمنځ د (يا) ادات راغلى دى ولې داسې ډير مثالونه (خصوصا متلونو، اصطلاحاتو) كې لرو، چې د (يا) ادات دوه ځلې پكې راغلى وي يعنى د هرې يوستوې جملې په سركې يو يو ځل راغلى وي:
لكه دغه لاندې مثالونه:
د جملو په سركې:
1- يا يارشه يا بيزار شه. 2- يا به دې واورم يا به مې واورې.
3- يا لويو غروته ځه يا لويو كوروته ځه.
او يا دغه لاندې ښكلي شعر ګورو:
يا به دابې ننګه ملك باغ عدن كړم يا به د پښتنو كوڅې كړم ويجاړې (غنى خان(1)
د (كه) له پاره مثال:
خوښه دې ده كه خوښه دې نه ده.
دوي په خپلو كارونو لګيا وو كه وزكارناست وو.
دويم: په پښتو ژبه كې غبرګې (مساوي) جملې پرته د عطف له اداتو څخه:
په پښتو ژبه كې دغه ډول دوه يا څو (يوستوې) جملې كيداى شي پرته له عطف (ربط) له اداتو څخه په غبرګه توګه راشي. په دغه ډول جملو كې دويلو لحن او اهنګ ستره برخه لري. په وينا كې دغه يوستوې جملې دويلو داهنګ، لحن په واسطه سره تړل كيږي مګر په ليكنه كې د ساده جملو ترمنځ بېلوونكې نښې (كامه) راوړل كيږي چې د جملو ترمنځ د ارتباط وظيفه ترسره كوي او يوه جمله له بلې څخه د هم دغې نښې په واسطه بېليږي.
لكه: (1) د ژمي واوروې شروع شوې، هر څوك تيارې غلې ته كښيناست (الفت).
2- زما په خيال دا ټول بې فايدې كړ او دى له دې خبرې نه هيڅوك انكار نه كوي (رښتين).
3- احمد شاه بابّا په خپله باذوقه اديب و له تصوف سره يې ډيره دلچسپي درلوده.
4- نرخونه له پخوا نه جګ شول، هر څه د اور په بيه شول.
په لوړ و مثالونو كې هره جمله يوه ځانګړې جمله ده او ددوي ترمنځ يو معنوي ارتباط وينو. پاتې دې نه وي چې د دوويا زياتو ساده (يوستوو) جملو رابطه او اړيكې پرته له عطفى اداتو څخه د پښتو ژبې په زياتو متلونو او اصطلاحګانو كې هم وينو. د بېلګي په توګه دا لانديني متلونه ګورو:
1- او ښان نه ژاړي بارونه ژاړي. 2- جنګ سوړ شو ميرى تود شو.
3- په غار مويې وګټه په سيوري يې وڅټه 4- ستړو ګټله هو ساوو څټله.
5- زه پور غواړم دى لانور غواړي.
په دغو متلونو كې ليدل كيږي چې د هر يوه متل هره يوه برخه جلا او مستقل صورتونه دي خو د معنا له مخې سره معنوي او كلك فرازيالوژيكي تركيب يې جوړ كړى دى. پرته له دې څخه په ځينو محاورو او اصطلاحګانو كې هم دغه موضوع ښودلى شو.
1- غله ته وايي غلا كوه د كور خاوند ته وايي ځان ساته.
2- زه پور غواړم ته وايې پتيرې پخې كړه.
3- يو له لوږې مري بل يې سرته پراټې لټوي.
همدارنګه په مساوي غبرګو جملو كې چې خلافى يا متقابلې معناوې ولري هم د عطف ادات نه وي راوړل شوې. په دغه ډله كې داسې جملې هم سره يو ځاى كيږي، چې د معنا له مخې يو د بل متقابل صورتونه ولري لكه:
يو خوا پړانګ دى بل خوا ډانګ دى.
يو خوا ظلم دى بل خوا زور دى.
كورټ كورټ دلته كوي هګۍ بل ځاى اچوي.
نن په ځمكه ګرځي سبا په اسمان
نن يې شليدلې څپلۍ راښكلې سبا به يې د موټرو نه كوزه پښه نه كيښوه.
د غبرګو (مساوي) پيوستو جملو ځيني نورې ځانګړتياوې:
1- كيداى شي چې څو ساده (يوستوې) مستقلې جملې د عطف د اداتو په مرسته او هم پرته له عطف څخه ارتباط پيدا كړي.
لكه: غرونه و جړكيدل، سيندونه وشڼېدل، بادونه وزغليدل، ستوري وڅرخيدل، كائينات وخوځيدل، د زيږندې او ودې له مخې بنديزونه لرې شول، د ځمكې لړمون وسپړ دى شو او د پسرلي ښكلې څېره رابر څيره شوه. (رښتين).
په دغه مثال كې وينو چې اته يوستوې جملې دي چې اوه جملې پرته له عطفي اداتو څخه سره يو ځاى شوي او روستنۍ اتمه جمله ورسره د (او) په مرسته تړون ښيي.
2- كله هم داسې پېښيږي چې غبرګې (مساوي) پېوستې جملې كې چې د يو شمير يوستوو جملو سره يې تړون او پيوستون موندلي وي او د ټولو جملو د خبر په برخه كې كومكي فعل په بيابيا (تكراري) توګه راغلي وي نو په دغه ډول جملو كې خبر په پوره توګه يو ځلې راوړل كيږي او په نورو جملو كې يې راوړل ضرورى نه دي.
ځكه هماغه يو خبر د ټولو جملو سره به ارتباط لري. لكه: كتابونه ډيروو څه يې ښه او څه يې نه. په اصل كې درې جملې دې (1) كتابونه ډير وو. (2) څه يې ښه (3) څه يې نه.
خبر په لومړۍ جملې كې پوره او په نورو كې بشپړ شكل نه لري.
3- همدارنګه داسې هم پيښيږي چې په دواړو يو ستو جملو كې د خبر برخه پوره نه وي.
لكه:
ډيريې مال بديې حال، ږيره زما واك يې د ملا. په خوله خوږ په زړه كوږ.
4- په دغه ډول جملو كې چې مبتدا يو تن يا يو شى وي او څو خبره ورسره راغلي وي نو په لومړۍ برخې كې مبتدا راوړل كيږي مګر په نورو برخو كې يوازې فعلونه راوړل كيږي:
اوښكې خوړونه شو، بيا سيندونه شوه او بيا ويالې شوې او وروسته د ګل په شاخ كې وچليدې.
5- دغه رنګه غبرګې جملې چې پرته له عطف، ربط څخه تركيب شوې وي په يوه وخت كې د څو پېښو، واقعو او پديدو اظهار به هم وي. يا په پرله پسې توګه او يا يوه جمله د علت او معلول په توګه يا د نتيجوي شكل په توګه راځي او يا د يو بل سره په مقابلوي توګه راغلى وي.
كندهاري كوچيان هر پسرلى د پامير او چتې ځمكې ته ورخېژي او بيا ژمى بېرته د كندوز او سمنګانو هوا روته راكوزيږي.
2- غبرګې تابع (مختلط) جملې:
په پښتو ژبه كې غبرګې تابع جملې چې (يوه يې اصلي او بله يې فرعي) وي يا (خپلواك او ناخپلواك) د تابع كوونكو ارتباطاتو (تړونو) له مخې د نورو غبرګو جملو څخه يې بېلولى شو، په تابع غبرګو جملو كې د يوستوو جملو ترمنځ رابطه او تړون د تابعيت رابطه ده يا په بله وينا يوه د بلې تابع وي.
په هغو جملو كې چې اصلي او اساسي مطلب ځاى شوي وي عمده (اصلي) جمله ده اوهغه چې د اصلي جملې د برخو شرح او بيان وكړي او د نوموړي اساسي جملې تابع وي فرعي نا خپلواكه جمله ده، چې د تابع كوونكو او تابع كيدونكو په نامه يې هم نومولى شو.
تابع جمله هغه جمله ده چې د اصلي جملې جزوي او پرته له اصلي جملې خپله معنا ښكاره كولى نه شي لكه دغه لاندې مثال:
هغه هلك چې پرون دلته راغلى و د احمد زوى دى.
هغه هلك د احمد زوى دى اصله خپلواكه جمله ده او چې پرون دلته راغلى و. تابع جمله ده.
په پښتو ژبه كې اصلي جمله كله د تابع نه د مخه او كله هم وروسته راتلاى شي او كله هم د مبتدا او خبر ترمنځ راځي.
لكه : نوى او ښكلى ښار مې وليد چې لوړې ونې او ودانۍ درلودې. په پورتني مثال كې لومړۍ عمده او دوهمه تابع او د (چې) ربطيه سره يې تړون موندلى دى.
په دې حساب د جملې لومړۍ برخې ته اصلي او دويمې ته فرعي يا تابع جمله ويل كيږي(1).
ښايي ووايو چې اصلي جملې هركله (د مخه) نه راځي بلكې د فرعي (ناخپلواك) جملي نه وروسته هم راځي.
لكه: كله چې دوي دواړو خبرې كولې ماخپل كتاب خلاص كړ. په دغه جمله كې (ما خپل كتاب خلاص كړ) اصلي (عمده) جمله ده.
غبرګې جملې هم دربطي تابع اداتود استعمال له مخې دمعنا په لحاظ بيل ډولونه لري چې وروسته به يې وښيو!
په پښتو ژبه كې غبرګې تابع جملې هم د نورو غبرګو او يوستوو جملو په شان چې د مخه مو د هغو يادونه وكړه په لنډو اواوږ د و جملو باندې بېلولى شو. دلته يې راوړنه تكراري ده .
د غبرګو تابع جملو ډولونه د معنا او تابعيت له مخي:
تركومه ځايه چې ښكاره ده په پښتو ژبه كې د غبرګو (پېوستو او تابع) جملو د ډولونو ټاكلې ويشنه نه ده شوې خو د څېړنې او پلټنې له مخې په لاندې توګه يې بېلول غواړو، ولى دا به هم پوره او بشپړ كارنه وي. ښايي په راتلونكې كې دغه موضوع نوره هم وپلټو.
په پښتو ژبه كې غبرګې تابع جملى د معنا له مخې په لاندې توګه راوړو:
1- بياني تابعيت:
په دغه بياني جملې كې تابع جمله داصلي جملې شرح او توضيح كوي. په دغو جملو كې اصلي (عمده) جملې د مخه او تابع (فرعي) وروسته راځي چې دا زياته اوږده شرح هم غواړي.
لكه: الف: ده وويل چې ماته يو ښه ساعت راوړه.
ب: ويلي شم، چې په نړۍ كې ډېرې كړكېچنې مسئلې شته دى.
ج: تاسې خو ماته اجازه راكړئ چې خپل مقصد ووايم.
2- تشريحي جملې: هغه دي چې د اصلي جملې د يوې برخې شرح او څرګندونه كوي. په دغه ډول غبرګو جملو كې تابع جمله د اصلي جملې د مبتدا (فاعل) خبر، مفعول او متمم شرح او وصف كوي چې په لاندې توګه يې راوړو:
الف: د مبتدا تابع غبرګه جمله: چې دمبتداء (فاعل) د حالت او وضعيت ښكارندويه وي دلته په اصلي او فرعي دواړو جملو كې فاعل يا مفعول يو شخص وي.
1- دده څه كار وو چې دلته راته.
په دغه دواړو جملو كې فاعل يو تن او (چې) د دواړو جملو ترمنځ تابع كوونكى ربط دى.
2- ټول خلك غواړي چې دښمن له ملكه وباسي. په دغه جمله كې (ټول خلك) فاعل دى.
يا دا مثال: ځمكه هغه سوځي چې اور پرې بليږي.
په دې جمله كې مبتدا هغه ځمكه چې اورپرې بليږي (فرعى)، سوځي (خبر).
په جمله كې تابع كوونكى تورى په ساده او مركب ډول هم راځي. استفهامي، اشاري، ربطي ضميرونه په دغه برخه كې زيات راځي.
1- څوك چې وزګار شي ياغل شي يا بيمار شي.
2- څوك چې د خپل هيواد سره مينه لري هغه د خپل وطن د لوړتيا له پاره زيار وباسي.
3- څوك چې خوشحال خټك پېژني او يا دده نوم يې اوريدلي وي هغه دا هم مني چې خوشحال خټك د پښتو ژبې لوى نوميالى شاعر تېر شوى دى.
په پورته جملو كې ليدل كيږي چې دجملو په لومړيو برخو كې د (څوك چې) ربطى ضميرونه د فاعل په توګه او دوهمي برخي يې (هغه) د اشاري ضميرونه (د (څوك چې) له پاره راغلي دي خو كله داسې هم كيږي چې په دغه ډول جملو كې اشاري ضميرونه رانه شي او هماغه مطلب څرګند كړي. لكه:
1- څوك چې لاس تڼا كې نه كړي خواري ونه كړي زحمت ونه باسى هو سايي نه شي موندلى. دلته د لومړۍ جملې په ارتباط دوه نورې جملې هم د عطف په توګه راغلي او دوهمه جمله كې (هغه) اشاري ضمير حذف شوى دى.
2- څوك چې دخلكو د پاره ځان ستړى نه كړي ښه سړى نه دى.
په متعدي ماضي فعلونو كې د (څوك چې) ضميرونه په غير اصلي حالت كې راځي.
لكه: چاچې زه كارته نه پرېشودم هغه ماشومان وو. يعنى ماشومان وو چې زه يې كارته نه پريښودم.
چاچې په خپل وطن سرونه بايللي دي هغوي تل په عزت ياديږي.
چاچې غټه چوكۍ غوښتله پيدايې كړه.
په مركب ډول: هر + څوك + چې:
هر څوك چې كوښښ كوي كاميابېري.
- هر څوك چې له دښمنه تېښته وكوي نو تل پېغور ورته پاتې كيږي.
هغه + څوك + چې:
2- هغه څوك چې خپل خپل كارونه په خپل وخت سره سرته رسوي هيڅكله نه ستړى كيږي.
دغه ډول جملې چې د ټاكلي ربطي مركبو ضميرونو (هر څوك چې) په مرسته جوړې شوې وي نو فعل معمولا په حاليه (ناتيره) زمانه كې راځي. د (هر څوك چې) مغيره شكل (هر چا چې) دى چې د ماضى متعدي فعلونو سره راځي. لكه:
هر چاچې زحمت ګاللى وي راحت به يې ليدلى وي.
هر چاچې كاركړى وي نتيجه به يې لاس ته راوړې وي.
داسې جملې هم لرو چې يوه تابع جمله يې د تېري زمانې مطلق فعل وښيي او بله (اصلي جمله يې د راتلونكې زمانې فعل وي.
هر چا چې ښه كتاب وليكه هغه ته به انعام وركړ شي يا (وركول كيږي) يعنى د فعل بشپړ او نابشپړ دواړه صورته راځي.
هر چاچې كار وكړ ګټه به تر لاسه كړي.
د (هغه څوك چې) له تركيب سره تابع مركبه جمله جوړه شوې وي نو دلته د اشاري ضمير راتلل د ارتباطى ضمير سره خاص د تاكيد او اشارې مفهوم زياتوي مګر كيداى شي چې په دغه ډول تركيبونو كې (هغه) ضمير هم حذف شي.
لكه: هغه څوك چې د وطن د پاره زيارنه شي ګاللى ښاغلى سړى نه دى.
- هغه څوك چې د ډير احترام او ستاېنې وړاو پر مونږ ډير حق لري زمونږ نيكونه دي.
په مغېره صورت كې:
هغه چاچې په وطن سر قربان كړى دى په تاريخ كې به روښانه ستورى وي.
هغه غبرګى جملې چې په دواړو جملو كې يې فاعل يا مفعول يو څيز، (شى) وي:
څه د (چې) د ربطي تابعيت سره:
1- څه چې وي هغه به وي. څه چې كيدل هغه وشول.
2- څه چې په پښتو ادب كې تر اوسه پورې ليكل شوي دي، هغه ټول زمونږ ادبي شتمني ده.
3- هر څه چې كيږي، هغه به كيږي.
4- هغه څه چې ژمي ته په كار وي هغه واخله.
الف: فاعل نوم وي:
1- منشى احمد جان د پښتو ژبې يو مشهور ليكوال د تاليف او تصنيف خاوند دى چې د ډېرو ښو نثر ليكونكو څخه ګڼل كيږي.
4- ميرزا خان انصاري چې د پښتو ادب په پخوانو شاعرانو كې لوړ مقام لري با ارزښته ديوان يې ليكلى دى.
ب: د مفعول دحال او كيفيت ښكارندوي وي:
زه هغه چاسره مينه لرم چې د وطن سره مينه ولري.
زه هغه شى خوښوم چې د نورو هم خوښ وي.
د مفعول څرګندويه جمله د اصلي جملې په مسند پورې د (چې) په وسيله تړل كيږي. په اصلي جملې كې ضميرونه اشاري استفهامي، نومونه، تركيبونه (عددي، اضافي، اشاري) او داسې نور كېداى شي، چې د مفعول په توګه وي. په دغه صورت كې تابع جمله د هغه مفعول معنا ښكاره او څرګندوي.
دلته ددې خبرې ضرورت هم شته چې د اصلي جملې فعل تل متعدي فعلونه وي نوځكه پرته له مفعول څخه پوره معنا نه څركندوي.
1- زه څه وينم چې ته يې نه ويني.
2-زه څوك غواړم چې خبرې ورسره وكړم.
3- تاسې ما شومان ګورئ چې لوبې كوي.
همدارنګه مفعول په تركيبى ډول:
1- زه هغه څوك خوښوم چې د وطن رښتيني خدمتګار وي.
2- زه هغه څه غواړم چې دلته نه پيدا كيږي.
3- دوي هغه وعدې چې خلكو ته يې وركړې وې تر سره نه كړي.
4- دغه كتاب چې دى يې لولي ښې موضوعګاني لري.
يو بل مثال: زما داسې ګل خوښيږي چې ښه وږم ولري.
داسې اوبه راكړه چې خوږې وي.
په پورتنيو جملو كې څه، څوك، ماشومان، هغه څوك، هغه څه، دغه كتاب، داسې ګل او داسې اوبه د مفعول په توګه چې په لومړ يو تابع جملو كې يې شرح او توضيح ګانې شوي دي. يعنى د اصلي جملې د مفعول په حيث په څېگرمه (فرعى) جملو كې د هغوي د حال كيفيت وضاحت او څرګندونه ده.
يو څو مثاله چې مفعول د تابع جملې په سركې راغلې وي.
څه فيصلې چې پښتنو ليكوالو د مفاهمې له لارې په ادبي جرګو كې منلي دي بايد له نظره ونه غورځولې شي. هغه كورونه چې ما ليدلي دي پاخه نه دي.
د مفعول په تابع جملو كې داسې هم وي چې د (چې) تابعيت د مفعول څخه د مخه وي.
چې څه ورته وايم هغه مني.
چې چاڅه ووي هغه ماوكړل.
چې چاڅه ټوټكې راوښودلې هغه مې كړي دي.
ج: هغه تابع جملې چې د فاعل او مفعول دواړو حالت او كيفيت څرګندوي:
لكه : اڅك چې يو ښه قلم درلود پرون ورڅخه ورك شو.
د: تابع مركبې جملې چې د (خبر- مسند) يا فعل حالت او كيفيت بيانوي. دلته تابع جملې د اصلي جملې (خبر، فعل) حالت او كيفيت شرح كوي.
لومړى مونږ هغه مثالونه راوړو چې د جملې خبر اشاري ضمير او كومكي فعل (نژدې او لرې) وي او بيا د ربطي (چې) په واسطې د بلې جملې سره ارتباط ولري:
1- دخلكو وظيفه داده چې د وطن په ابادولو كې زحمت وكاږي.
2- زمونږ يوازينى كار به داوي چې خپل هيواد اباد كړو.
3- وسله هغه ده چې په لاس راغله.
خبر د ټاكلي توصيفي تركيب په توګه:
4- دا يو ډير ښه قلم دى چې په بل ځاى كې نه پيدا كيږي.
5- دده يو غټ صفت دادى چې د هر چا له غمه خوب نه ورځي.
6- شخص د پاره: اديب هغه څوك دى چې په ادبي علومو كې د پوهې خاوندوي.
7- اسمي خبر په تابع جملو كې د (داسې) قيد راغلى وي:
د افغانستان ډير خلك داسې دي چې خپله ځمكه په خپله كري.
8- خبر د مقدار او اندازې ضمير په توګه:
لنډه دا چې ددې ماشوم وړ وكوالى او كمزوري دومره وه چې د ژوند تمه يې نه كيدله.
9- تابع خبر د اشتراكيت د قيد او د اشاري ضمير سره د تركيب په توګه:
د هر اولس ډيرې خوږې كيسې او خوږې سندرې هم هغه دي چې زړه راكښون ولري.
10- خبر د يو اشاري (توصيفى) تركيب (غونډ) په توګه:
حميد ماشوخيل هغه نازكخيال شاعرو چې اسمان ته د شعر زينې ايښودل د اسمان ستوري د شعر په لړ كې پيل دده هنر دى.
11- تابع خبر عددي تركيب وي:
دادريم وار دي چې زه راځم او ته نه يې.
غبرګه جمله چې د (اندازې درجې مقدار) تابعيت ولري:
غبرګه تابع جمله چې د اصلي جملې د فعل د پېښيد درجه اندازه او حالت بيانوي. مونږ په دې برخه كې د (داسې) او (دومره) ضميرونه هم په دغه ډول جملو كې وينو چې د مقدار او كيفيت دپاره وي.
داسې د مقدار او د كيفيت د پاره:
دومره د اندازې د پاره. په نحوي استعمال كې د اندازې او درجې د قيدونو دنده ترسره كوي.
1- داسې او دومره د صفاتو سره رابطه لري. 2- د فعل سره هم رابطه ښيي.
لكه: ځيني جملې او كلمې په وينا كې دومره لنډې شوي دي چې يوې كلمې غوندې وي. داصلي (عمده) جملې اندازه د تابع جملې څخه ښكاري يعنى د اصلي جملې تفسير كوي همدارنګه داسې:
دوي داسې كلك ويده شوي وو، چې د هيچا په چيغو او نارونه ويښيدل.
پرته له دې د (څومره، څومره چې، تركومې اندازې، تركومه، هرڅومره، هر څومره چې او داسې نورو تابعي كلمو په مرسته غبرګې تابع جملې په پښتو ژبه كې موجودې دي. ددې دپاره دغه لانديني مثالونه ګورو:
1- څومره چې ګړۍ تېريدلې هغومره په خلكو كې د مهربان افسر دراتلو تلوسه زياتيدله.
2- څومره به چې وخت تيريدونو هغو مره به خلك زياتيدل
3- څومره چې به شپه پخيدله نو د خان پريشاني به زياتيده.
4- هر څومره چې د يو ملت شعر او ادب عالي وي هغومره يې اخلاقي نظر او روحيات يې لوړ وي.
5- تركومې اندازې چې (په كومه اندازه چې) علمي سويه لوړيږي او تركومه حده چې خلك له حقايقو سره اشناء كيږي په هماغه اندازه د خلكو د هدف مقام لوړيږي. د پورتنيو جملو په ساختمان كې وينو چې:
1- د جملو لومړۍ فقرې فرعي او دوهمې فقرې اصلي (خپلواكى) دي.
2- په ْ(1-2-3) جملو كې د فعل نابشپړ صورت او تېره زمانه په دواړو جملو كې څرګندوي.
4- جمله د مطلق (بشپړ) فعل ښكارندوينه كوي.
5- په جمله كې د اوسنۍ زمانې د نابشپړ (استمراري) فعل جريان راغلى دى.
په دې برخه كې داسې مثالونه هم وينو چې اصلي جمله د څو فرعي جملو غوښتونكې وي.
تاته ښه معلومه ده، چې هر حركت په لومړۍ مرحله كې د رنګارنګو موانعو او مشكلاتو سره مخامخ كيږي نوڅومره چې هغه حركت مخ په وړاندې ځي او زمانه ورباندې تيريږي هغو مره يې په مخ كې موانع كميږي.
په دغه ډول مركبو جملو كې مونږ مقابلوي او نتيجوي مفاهيم هم ونيو چې په پورتنيو مثالونو كې يې بيلګې شته دى.
د ځاى (مكان) تابعيت : معمولا غبرګې تابع جملې د هغو ربطيه نښو په مرسته چې د ځاي څرګندونه وكړي د اصلي جملې سره يو ځاى كوي او تابع جمله د اصلي جملې د ځاى شرح او څرګندونه كوي په دې معنا چې د عمده جملې د فعل پېښيدنه په كوم ځاى كې شرح او دغه د ځاى تابع جمله د چېرې، چېرته، كوم ځاي كې سوالونو ته ځواب وركوي.
د (هلته، چېرته، چېرې) قيود د (چې) ربطي ضمير سره تابع جملې د اصلي جملو سره نښلوي او هم په دغه وخت كې د تابع جملې يو جز (ځاى) هم ګڼل كيږي:
چېرې دې ښه هلته دې شپه:
د ځاي تابعيت د مركب تركيب په واسطه: هر چېرته چې، د ثقافت خاوره بډايه او حاصل خيزه وي د علم او هنر بوټي هم هغلته زرغونيږي او ګلان نيسي.
په دغه ډول جملو كې (هر چېرته) په مقابل كې (هغلته) او د (چيرته چې) به مقابل كې هلته راوړى شي.
په اصلي جمله كې چې ربطي كلمې نه وي تابع جملې د هغه د اصلي جملې بيان څرګندولاي شي لكه:
چيرته چې ځې ما هم له ځان سره بوځه.
همدارنګه چې د چيرې قيد او ربطي ضمير چې په تابع جملو كې راځي نو د قيد (چيري) په ځاي نوم ْ(ځاي) هم په دغه برخه كې راځي او په اصلي جمله كې د ځاى د قيد وظيفه تر سره كوي.
مونږ په داسې ځاى كې استوګنه كوو چې نور څوك نشته. يا مونږ داسې ځاى ته راغلي وو، چې د غاښي ترسره پورې نورې نيغې او كږې وږې لارې نه وې پاتې.
دغه بل مثال كې ګورو چې په دواړو كې قيد راغلى او د ځاى تابعيت په څرګند ډول ليدلاى شو.
مونږ هغه ځاي ته ولاړ و چې هلته خلك نه اوسيږي.
په دغه ډول جملو كې داسې اشكال هم ليدلى شو چې د تابع جملې مسند د اصلي جملې څخه وروسته (په پاى كې) راغلى وي لكه:
يوه ورځ مونږ هغه ځاى ته چې هلته د وړكتون ماشومانو لوبې كولې ورغلو.
غبرګې جملې چې د وخت تابع جمله ولري:
په پښتو ژبه كې د وخت تابع جملې معمولا د (اصلي) جملونه مخكې راځي. د وخت څرګندونه د (چې) ساده ربطيه او مركبو شكلونو كې لكه: كله چې، څه وخت چې، هغه وخت چې (هله- هاله) هغه مهال چې، هر كله چې، تر څو پورې، چې، ترڅو چې، څو چې او داسې نورو په مرسته كيږي.
لومړى، د (چې) په مرسته تابع جمله:
چې ته راشې زه به ولاړ شم.
زه به هله ځم چې خبره خلاصه شي.
يا دا شرف خان هجري دغه شعر:
ما هاله د ځان ماتم وكړ په وينو+ چې اټك وته مې شاه كړه په ژړا شوم.
يا دا بل مثال: هله به خبر شې چې تارو جبې ته ورشې.
په هغه غبرګه جمله كې چې يوه پېښه په دواړو (اصلى، فرعى) برخو كې تكرار او يا بېلې بېلې واقعي وي د (چې) ربطيه د فرعي جملې په سر او يا په دوهمه برخه كې د اصلي غړي نه وروستى راشي.
فرعي جمله د مخه او اصلي جمله وروسته د (نو) سره شروع كيږي. په دې معنا چې د شرطيه جملې نه وروسته جزائيه جمله د (نو) سره پيل كيږي.
لكه: چې شپه په تېريدو شي نو سباپسې را درومي.
چې خلك ترينه لاړل نو دى غريب يوازې پاتې شو.
دلته (چې) د وخت په معنا استعماليږي.
كله هم د (چې) تړونى د فرعي جملې د يوه غړي نه وروسته هم راځي. د فاعل مربوطه غړونه وروسته.
د فابريكې خاوند چې دا خبره واوريده سم د لاسه يې فابريكه وتړله.
(چې) په تابع جملو كې د قيودونه وروسته هم راځي.
1- پروسږ كال چې راغلى وم نو دلته يو ښه شاځلمى چامړ كړى و.
2- دې زمانه كې باد داسې را الوتى دى چې ته پر كرسۍ ناست وې نو ستا هم سترګې په اسمان كې وي.
په (2) جمله كې(چې) د (كله چې) په معنا د تابع جملې په سركې راغلى دى.
په پښتو ژبه كې دچې ربطيه (تړوني) سربيره په نورو معناګانو د زمان معنا هم وركوي او په دې ډول جملو كې عمده (اصلي) جمله د تابع جملې څخه وروسته راځي.
د تابع او اصلي جملې خبر، په هغو جملو كې چې چار ياكار په دواړو جملو كې په يوه وخت (زمان) كې سر ته رسيدلى وي د قاعدې په توګه د دواړو جملو فعلونه استمراري (نابشپړ) صورت ښيي: چې لمر راخيژي نو ورځ كيږي.
مېلمه چې له كوره وځي نو كور به هم ورسره بدرګه ځي.
همدارنګه داسې جملې هم شته چې د تابع (فرعي) جملې فعل مطلق (بشپړ صورت) او اصلى (خپلواكه) جمله استمراري (نابشپړ) شكل ولري:
زه چې تږى شم او به غواړم. زه چې ستړي شم استراحت كوم. دوستان چې سره مخامخ شي نو روغ بړسره كوي.
بله هم زمانه پيښه د مطلقې (بشپړې) تېرې زمانې څرګندونه كوي.
1- چې درخو سترګې وغړولې نو هغه بشره ورته ولاړه وه، چې د چا په خيال كې او ده شوې وه.
په دې ترتيب يو بل مثال هم راوړو:
چې يوه پېښه (عمل) په پرله پسې توګه يعنى د يوې پيښې پاي او د بلې پيل وي.
داكبر خان خبرې چې مې واوريدې په زړه مې ورته اور بل شو.
همدارنګه هغه غبرګې تابع جملې چې فرعي جمله يې د اوسنۍ زمانې او اصلي جمله يې دراتلونكي زمانې د بشپړ فعل څرګندويه وي.
1- احمد چې له ښوونځي نه راشي نو بازار ته به يې وليږم.
2- چې منزل ته ورسيږو خبرې به وكړو.
غبرګې جملې چې د مقصد تابع جملې ولري:
د مقصد تابع جمله د اصلي (خپلواكى) جملې په فعل (مسند) پورى د (چې) ادات په واسطه نښلي لكه:
زه راغلم چې تا ووينم. 2- كتابتون ته ځم چې كتاب ولولم.
د مقصد تابع جمله د اصلي (خپلواكې) جملې څخه مخكې هم راځي نو هغه وخت د تابع جملې په پيل كې (ددې د پاره چې) ربطيه (سيوز) راځي. (ددې د پاره چې په ازموينه كې بريالى شي ښايي ښه سبق ووايي:
علتي ياد علت تابع غبرګه جمله:
هغه ده چې يوه په كې د بلې دليل اوسب وي او د علت (ربطيه) ادات (ځكه، ځكه چې چې، دا چې، په دې چې، نوولې او داسې نور دي.
همدارنګه له دې كبله چې، له دې سببه چې، هر كله چې، (څنګه چې) هم مركب تړونكى علتي ارتباط ګڼل كيږي(1).
1- بريالى په ښوونځي كې بريالي نشو ځكه چې سبق يې نه وويلى.
دلته د بريالي د پاتې كيدو علت د سبق نه ويل دي.
2- دغه سړى ښه عادت نه لري ځكه ورسره څوك راشه درشه نه كوي.
پرون پوهنځي ته تللى نه وم ځكه ډير كارمې درلود. دلته عمده اصلي جمله د مخه او مله يا تابع جمله ورپسې راغلې ده.
هغوي خوماته غټ غله وو ځكه چې يووټ يې راباندې په څو څو شانه خرڅ كړى دى.
عمده تابع
همدارنګه دغه بل مثال هم ګورو:
الف: په زور او دولت مې ځان ميمبر كولو ددې د پاره چې ميمبرۍ كې نور زور او دولت پيدا كړم.
په دغه مثال كې دوهمه جمله اصلي او عمده جمله ده.
ب: زه ددې له پاره (له دې كبله) ستا سره ځم چې لار درته وښايم:
تابع اصلى عمده
ج: څنګه چې تاويلي وو نو ځكه راغلم.
د: څنګه چې دى ناروغه ونورانغي.
پورته د الف: ب، ج، د، مثالونو كې وينو چې ورستۍ جملې اصليس يا عمده دي او مخكنۍ تابع (فرعى) جملې دي.
غبرګه شرطيه تابع جمله:
په دغه ډول غبرګه جمله كې هم يوه اصلي او بله (فرعي) تابع جمله وي او تابع جمله معمولا د اصلي جملې څخه د مخه او كله هم وروسته يا داصلي جملې په منځ كې هم راځي په دغه ډول جملو كې اصلي جمله د شرطي جملي يوه برخه يا د هغې ځواب هم ګڼل كيږي.
په پښتو ژبه كې شرطيه جملې د (كه چيرې، كه چيرته، كه كله او همدارنګه د (چې) د ارتباط په مرسته سره نښلي په نحوي لحاظ د (كه او چې) ترمنځ په شرطي جملو كې فرق نشته.
1- كه:
1- كه ته راغلې زه به هم درشم (راتلونكى زمانې فعل).
زه به درشم اصلى جمله، كه ته راغلى تابع ده.
2- كه ملالۍ دې وليدله سلام ورته ووايه.
ملالۍ دې وليدله (تابع) ملالۍ ته سلام ووايه (اصلى).
3- كه باد نه وي ونه نه ښوري.
4- كه داسې يې شميرم نو زه به يې په شميرلو ستړى شم او تاسې په لوستلو. په دغه مثال كې د شرط او جزا دواړه (ربط) راغلي دي. يعنى په كومه جمله كې چې د شرطيه (ربط) راغلى وي نو (جزائيه) ربط هم راځي او هم پرته له هغې څخه لكه چې په لوړو مثالونو كې مووليدل.
كه چاړه د سروزرو شي نو په كيډه (ځيګر) خويې څوك نه منډي.
2- (چې) د شرط په معنا:
چې شاعر دې دوست شي شعرونه يې ستايه
دلته (د شاعر شعرونه ستايه) اصلي جمله ده چې شاعر دې دوست شي) تابع جمله ده.
همدارنګه دغه مطلب په لاندې متلونو او اصطلاحګانو كې هم ليداى شو.
1- چې ولاړ شې تر بلخه درسره به وي خپله برخه. (2) چې نه دې وي له موره ورته مه وايه چې وروره (3) چې خان يې په ياران يې.
2- د شرطيه له پاره (مركب ربط) لكه (كه چېرې – كه كله) هم دود لري.
كه چېرې په تندي يې د تور كاكا د ديوال داغ نه وي نو ما به هم نه وپېړندلى.
3- كه كله : كه كله راپېښ شوې نو موزيم ته به لاړ شو.
(كه كله) د زمان مفهوم وركوي خو بيا هم په دغه جمله كې د شرطه نښه ده.
په غبرګو تابع شرطيه جملو كې د فعلونو زمانه:
اول چې اصلي او فرعي جملې د اوسنۍ زمانې فعلونه ولري لكه:
1- كه ته ځې ولاړ شه مكر ژر راشه.
دلته ګورو چې د تابع جملې فعل نابشپړ او اصلى جملې فعل بشپړه اوسنۍ زمانه ښيي.
2- كه دې زړه غواړي چې زمونږ سره لاړ شې نو ځان جوړ وه.
د دواړو جملو فعلونه نابشپړه اوسنۍ زمانه ښيي.
3- كه څوك يو كاركوي او شوق ورسره نه لري هغه هيڅ كله په هغه كاركې نه كاميابېږي.
دوهم په غبرګه تابع شرطيه جمله كې چې اصلي جمله استمراري حال فعل او تابع يې مطلق (بشپړ) فعل حال راغلى وي.
1- كه كومې پردۍ ژبې ته غوږ كيږدو نو غوږونو ته مو ځيني بې ربطه او ګډو د غږونه راځي. لومړى فعل بشپړ او دوهم يې نابشپړ صورتونه دي.
2- كه دهقان په خپلې ځمكې كې خواري ونه كړي له ځمكې څخه غله نه اخلي.
3- كه يوه ديكه دې وركړه سايې خيژي.
مطلق استمرارى
دريم په شرطيه تابع جمله كې د تېرې زمانې فعلونه راغلي وي. لكه:
كه ليك دې ماته ليكلاى واى نو خوشحاله شوى به وم.
كه تاسې ويلى واي ما به كتاب راوړى و.
د متضاد (تقابل) تابع غبرګه جمله:
دا هغه ډول جملې دي چې د اصلي (مستقلې) او تابع (فرعي) جملې ترمنځ په واقعي، غير واقعي توګه تقابل او تضاد موجود وي او سره د اختلافه توازن هم ولري دغه ډول جملې معمولا د (تړوني) ربطيه تابع اداتو په مرسته يو ځاي كيږي. دغه ربطيه تابع ادات يا ساده او يا خو مركب ډول وي اوكله هم په ځينو ځايونو كې پرته د تابعيت له اداتو څخه څرګنديږي. په پښتو ژبه كې زيات مثالونه د مركب تابع تړوني (ربط) په وسيله ښودلاى شو.
معمولا لومړى ډول مركب تړونى (تابع) د (كه) شرطيه او مبهم ناټاكلي ضمير (څه) او هم تاكيدي اداتو له ګډون (تركيب) څخه جوړ وي بل ډول يې د (سره) قيد او (له) ادات، (دې) اداتي ضمير له تركيب څخه جوړيږي چې وروسته به يې مثالونه راوړو. دغه تابع ادات د فرعي جملې په سر او ياد فاعل څخه وروسته هم راځي.
اصلي (مستقل) جمله معمولا د (نو، ولې، نو بيا هم، خو بيا هم، ولې بيا هم، مګر، ليكن) خلافي اداتو سره پيل كيږي.
1- كه څه هم مازيار ايستلى وخوبريالى نه شوم.
2- كه څه هم مارابللى نه و بيا هم راغى.
3- كه څه هم په دې ورځو كې د نړۍ لانجې زياتې شوي دي خو بيا هم نړۍ (سولې) لپاره كوښښ كوي.
(سره له دې):
سره له دې چې ناروغ وم پوهنځي ته ولاړم. سره له دې چې كارمې درلود خو پوهنځي ته لاړم.
سره له دې چې ناروغ وم خو بيا هم پوهنځي ته لاړم.
د اصلي جملې په سر كې (ولى) هم ورسره راځي:
سره ددې چې په كور كې كومه ستونزه نه لري ولې وظيفې ته ناوخته راځي.
د اصلي جملو په سركى مګر:
ژبه كه څه هم په ښكاره ډول دغوښې يوه ټوټه ده مګر په حقيقت كې د انسان، سړيتوب، پوهه، ښه ژوند او داسې نور ټول په ژبه پورې اړه لري.
د مستقلې (اصلى) جملې په سركې (ليكن):
كه څه هم رڼا لږه شوه ليكن لاره ښه معلوميږي. همدرانګه د تابعيت ادات د جملې په سركې او (سره ددې) د اصلي جملې په سركې هم راوړل كيږي.
كه څه هم هلې ځلې موډېرې وكړې سره ددې خپلو هيلو ته ونه رسيدو.
په پښتو ژبه كې برسره پردې يو شمير داسې مثالونه هم وينو چې ددغه پورتني مطلب څرګندونه كوي. كه څه هم د تابعيت تړونى ورسره په ساده توګه او يا هيڅ نه وي خو بيا هم تقابل او تضاد ښيي.
1- وسله كه بار ده په سخته ورځ په كار ده.
(2) كه غرلوى دى پر سېريې لارده. چې دا د يو متل په توګه فرازيالوژيكي تركيب ګڼل كيږي په بل ډول به داسې ويل كيږي. كه څه هم وسله بار (زياتي) ده خو بيا هم په سخته ورځ كې په كاريږي.
څوك يې په ګلي كې نه پريږدي وايي اس مې د خان كره وتړه.
دلته د تابعيت كومه نښه نه وينو خو څنګه چې د پښتو ژبې يوه مشهوره اصطلاح ده او دغه تركيب په معنوي لحاظ يو فرازيالوژيكى تړلى مطلب څرګندوي.
سره له دې چې څوك يې په كلي كې نه پريږدي مګر وايي چې اس مې د خان كره وتړه.
مقايسوى (پرتليز) غبرګه تابع جمله:
د اصلي جملې بيان د مقايسې په مرسته كيږي د څنګه، لكه چې، لكه څنګه چې، څنګه پروسيله مقايسه كيږي. (څنګه غروي هسې ځناوروي).
څنګه مخ هسې خپېړه. يا څنګه ژرنده هسې دوړه.
نتيجوي غبرګه تابع جمله:
په دې ډول جملو كې هم تابع جمله د اصلي جملې نتيجه او پاى بيانوي:
1- هغه ډير زياروكيښ تر څو برياليتوب يې په برخه شو.
2- زه په خپله هم نه پوهيږم چې د سرو تعويذ ته ډرامه ووايم كه ناول، افسانه ده كه نور څه نو ځكه دا فيصله ګرانو لوستونكو ته پريږدم.
3- ده چې پر تو د چاى پسې سمدلاسه سړې او به وڅښلې نو ناروغه شو.
غبرګې جملې چې د يوستو و جملو شمېر په كې له يوې يا دوو څخه تېرى كړي وي:
هغه غبرګې (پيوستې او تابع) جملې چې د مخه مو ښودلي دي په هغو كې دجملو شمېر او اندازه دووته رسيږي او په خپل خپل ځاي مور اوړي دي ولي څنګه چې ليدل كيږي د ادبي پښتو ژبې په ساختمان او جوړښت كې داسې غبرګي جملې په نښه كولاي شو چې د درويا زياتو جملو لرونكي وي كه څه هم په خپله د پښتو ژبې د جملو په جوړښت او ساختمان كې ډير كړكېچن او مغلق شكلونه نه ځايږي، ولې تركومې اندازې پورې چې ليدل كيږي په پښتو ژبه كې ددغه ډول غبرګو جملو جوړښتونه په لاندې توګه راوړو:
الف: په غبرګه جمله كې چې د يوې يا څو جملو په واسطه د بلې مربوطه جملې كيفيت، حالت روښانه كړى شي.
ب: چې د اصلي (عمده) جملې نه وروسته دوه… داسې تابع جملې راغلې وي چې او له جمله يې د مبتدا توضيح كوي او دوهمه يې د لومړي تابع جملې وضاحت كوي(1).
په غبرګو تابع جملو كې داسې مثالونه وينو چې دوه اصلي جملې يا ورسره دوه فرعي جملې (تابع) راغلى وي او يا خو يوه اصلي دوه تابع يا دوه اصلي يوه تابع او دغه جملې بيا په خپلو منځو كې د تابعيت يا د توازن (مساوي) رابطه هم لري.
ددې له پاره دغه لاندينۍ جملې راوړو:
1- شپه چې پخه شوه او ټول ويده شول ادم خان د درخوديدن له ملاوتړ له. دلته دوه تابع (فرعى) جملې چې عطفي رابطه سره لري مخكې او دريمه اصلي جمله وروسته راغلې ده.
2- كله چې دوي راغلل او كارونه يې سرته ورسول د څانګې مشرله دوي څخه ډېر مننه وكړه.
3- كه كارونه مو خلاص كړل او هوا هم ښه وه د ګلونو مېلې ته به لاړ شو.
4- هغه افكار چې ګډوډو ليكل شي او يو له بله رابطه ونه لري د تاليف ارزښت نه لري او د ليكونكي د انشايي قوت ډېره نيمګړتيا څرګندوي.
دوه لومړۍ تابع او دوه وروستۍ اصلي جملې دي چې بيا په خپلو خپلو منځنو كې عطفي رابطه هم لري.
5- هغه څوك چې ډير مقيد روزل شوي وي او ډېر ويريدونكى وي خيال او فكريې لكه كورنى مرغه لوړ پروازنه شي كولاى او په اثارو كې يې د عالي فكر او ازاد خيال نښې نښانې نشوليدلى.
په پنځم مثال كې لومړۍ دوه تابع جملې د عطف په مرسته يو ځاى شوي چې دوهمه دلومړي حال ښيي او ورپسې دوه يوستوې جملې دي چې د اصلي (عمده) جملې دنده لري داهم په خپلو منځو كې عطفى ارتباط لري او په مجموع كې تابع مركبې (غبرګې) جملې ګڼلې شي.
5- په غبرګه تابع جمله كې دوه د تابع جملې د اصلي (عمده) جملې كيفيت حالت څرګندوي لكه:
6- په (1345) ش كال كې د خوشحال خټك د لمانځنې او درناوي يوه درنه كاليزه جوړه شوې وه چې په هغې كې ډيرو پوهانو، ليكوالو، شاعرانو برخه اخيستې وه او غوره مقالې او مضامين يې ليكلي وو. په دغه مثال كې لومړى اصلى (عمده) او دوه نورې د لومړي جملې بيان او شرح ده.
7- بل مثال: مزدورې ماته وويل، چې نور ځواب نه شم وړاى ځكه مونږ مزدور خلك يو او له كوره به مو وباسي نو بيا به كومې خوا ته ځو.
په دغه جمله كې د لومړيو جملو شرح علت او نتيجه په وروستيو جملو كې بيان شوې ده.
8- هغه دوه تابع جملې چې د اصلي جملې نه وروسته راغلې وي چې اوله يې د مبتدا توضيح كوي او دوهمه يې د لومړي تابع جملې وضاحت كوي. لكه: اصلي پوهه هغه ده چې په هغو لارو لاس ته راشي چې خلكو ته پرې فايده رسيداى شي.
په پښتو ژبه كې د غبرګو په تېره تابع جملو جوړښت، نه دومره لنډ او نه خو هومره مغلق او كړكېچن جوړښت لري، چې اصلي مطلب په كې تري تم شي.
يادونه:
معترضه جملې:
دلته د معترضو جملو په باب ښايي دومره څرګندونه وشي چې دا هغه ډول جملې دي چې په فعلي جملو كې د فاعل، مفعول او فعل ترمنځ راوړل كيږي خو د اصلي جملې سره كومه نحوي رابطه نه ساتي. دغه ډول جملې د يوستوو جملو او كله هم د غبرګو جملو په منځ كې ورغورځيږي كه چېرې دغه جمله له دغه نحوي ساختمان څخه راوويستل شي د جملې اصلي مطلب ته كوم تاوان نه رسيږي.
معترضه جملې اكثرا د عايه وي يا د بلې جملې وضاحت كوي لكه:
دغو خلكو (خداى دې ورسره ښه وكړي) له تا سوسره پوره مرسته كړې ده. په دغه جمله كې (دغو خلكو) (مغيره حالت) مبتدا (مسند اليه) او (له تاسو سره مرسته كړي) خبر (مسند) د جملې اصلى (عمده) برخې دي.
او (خداى دې ورسره ښه وكړي) معترضه جمله بلله كيږي.
زمرك دې خداى په خوشحاليو پټ كړي له دوي سره يې ډېرې هلې ځلې وكړې.
په لوړه جمله كې هم (خداى دې په خوشحاليو پټ كړي) معترضه جمله ده. او (زمرك له دوي سره ډېرې هلې ځلې وكړې) اصلي جمله بلله كيږي.