مفعول:

هغه څوك ياشى دى چې دفعل اثرور باندې شوى وي ياور رسيدلى وي. مفعول د خبر بشپړونكې برخه ده. كه چېري په يوه جمله كې فعل متعدي وي يوازې د فاعل ذكر وشي او مفعول رانه وړل شي نو په دغه صورت كې معنا به روښانه نه وي لكه: بريالي. . . وكړه. بريالي. . . بوتلله. دلته د مفعول شته والى چې د فعل د معنا څرګندونكى يا متممه برخه ده نه دى راغلى نو په دې توګه مطلب هم پوره نه دى رسول شوى او كه ووايو بريالي يوه وكړه. يابريالي كلبه وكړه. يابريالي كلبه بوتله نو مطلب پوره شو.
په يو شمير هغو ګرامرونو كې چې ختيځ پوهانو برابر كړي دي مفعول هم د جملې دوهمه درجه غړى ګڼلى شوى دى ولى دا خبره به يو څه د غوروړ هم وي ځكه په معلوم متعدى فعل كې د فاعل شته والى، مفعول له فعل سره د جملي خبر جوړ وي ولې په مجهولو فعلونو كې بيا مفعول د نائب فاعل په توګه دجملې مبتدا (مسند اليه) ګڼل كيږي.
په هر حال مفعول د جملې د يوه توكي په حيث د فعل متمم ګڼل شوى دى په جمله كې د مفعول دريځ د هغې په نحوي موقعيت پورې اړه لري.
مستقيم او غير مستقيم (Directobject) او (Indirectorbject) مفعول:
اول مستقيم مفعول: په پښتو ژبه كې مستقيم مفعول ته نژدې مفعول هم وايي ځكه چې د فعل اثر ورباندې بې له كومې واسطې شوى وي(1) مفعول هغه اسمي توكى دى چې له فعل سره نيغه او مستقيمه رابطه ولري او دغه توكى په ارتباطى حالت كې نه وي راغلى. مستقيم (نژدې) مفعول د متعدي فعلونو سره تل فعل ته نژدې اړيكي ساتي. مستقيم مفعول كومه خاصه نښه نه لري مګر د فعل د ګردان له مخې او د جملې له ترتيب څخه پېژندل كيږي.
په پښتو ژبه كې مستقيم مفعول په اصلي حالت كې راځي كوم بل خاص صورت نه لري يوازې د (زه- ته) ضميرونه كه د متعدي فعل په حال زمانه كې د مفعول په توګه راشي نو په غير اصلي حالت سره راځي. لكه: ته ماوينې، زه تاوينم، دى تاوينى، دى ماويني).
ددغه ډول مفعول مثالونه په لاندې جملو كې ښيو:
1- پښتونه! پورته شه قامونو كې خپل قام پورته كړه.
2- دراډيو غږ به ټيټ كړم، لكه چې دوړې راغلې، زه به كړكۍ هم وتړم.
3- اوس ته غوږ ونيسه.
په دغو جملو كې خپل قام، دراډيو غږ، كړكۍ، غوږ مستقيم مفعول دي او د فعل سره نژدې راغلي دي.
يادونه: په متعدي مجهولو فعلونو كې چې فاعل نشته، مفعول د فاعل په ځاي د مسند اليه وظيفه لري. غونډه كيږي، د كورغل نه نيول كيږي.
اوس به په لاندې جملو كې د كلام اجزاوې (ساده، مركب) د نژدې مفعول په توګه وګورو:
الف: ساده يا يو توكيز كلمات:
1- نوم (مفرد مذكر) د مفعول د په توګه:
زه كتاب لولم. ملالۍ كميس وګانډه، غل غل پېژني.
نوم (جمع مذكر) د مفعول په توګه : مليار ګلان وكرل. هغوي فكرونه په ځاى كړل.
2- نوم (مفردمونث) د مفعول په توګه: دې سترګه پټه كړه. هغه مڼه وخوړه.
نوم (جمع مونث) د مفعول په توګْه: دوي پرواقعيت باندې سترګې پټې كړلې.
3- ضمير د مفعول په توګه: (1) -ده زه وليدم. زه دى وينم. خلك مونږ پېژني. دوي تاسې مېلمانه كوي. دوي مونږ ويني.
په مغيره حالت كې: دى ماخبروي، دى تا خبروي. دلته زه، دى، مونږ، تاسى، ما، تا شخصي ضميرونه دي د مفعول په توګْه.
2- ملالى دا اخلي. دغه كتاب واخله او هغه ولوله. دوي هو غه خلك نه پېژني (دا، هغه، هوغه) اشاري ضميرونه د مفعول په توګه ذكر شوي دي.
3- استفهامى ضميرونه د مفعول په توګه: ته څه اخلې؟ ته څوك غواړې؟ څوك وينې؟ تا څه وليدل؟ اشاره هم دشي او هم د شخص لپاره راځي:
ستا څوك په كار دي؟ ستا كوم خوښيږي؟ ستا څومه په كارده؟ ستا كومه خوښيږي؟ په پورتنيو مثالونو كې څه، څوك، څومره، څووم، كوم د پوښتنې ضميرونه دي د مفعول په توګه.
4- ټاكلي ضميرونه: ماټول وليدل. دى ټول ويني.
ناټاكلي ضميرونه: زه هيڅ نه وينم. ځيني وينم او ځيني نه وينم.
5- چې مفعول يې اداتي ضمير وي: دغه چوكۍ واخله او هلته يې كيږده. ته يې وينې. دى يې ګوري. هغه دې بيايي. دوي موخبروي.
يادونه: دلته وينو چې اداتي متصل ضميرونه يوازې د اوسنۍ زمانې په افعالو كې مفعولي حالت لري مګر په ماضيه فعلونو كې مفعول نه بلكې د فاعل په توګه راځي لكه (زه دې وپېژندم) دى يې وليد. زه مو خبر كړم.
6- صفت د مفعول په توګه : زه رنځور وينم. وږي يې بوت. زاړه يې لرې كړل. كاږه يې سم كړل. طبيب ناروغ وليد. يا ناروغان وليدل.
7- عدد د مفعول په توګه: ما يو وليد. يويې راووست. دوه يې مړه كړل، درې يې ونيول. څلوريې په تنګ كړل. دويم درېيم يې وغوښت.
8- فاعلي صفت د مفعول په توګه: زه ليكوونكى وينم چې ليكنه كوي.
9- مصدر (فعلى نوم) د مفعول په توګه: دى ځنګله ته تلل غواړي. دى ډېر لوستل كوي.
ب: مستقيم مفعول د يو تركيب په توګه:
1- سيلانيانو د افغانستان غرونه وليدل. ګلالۍ د جاموغوټه پر سرايښې ده.
د افغانستان راتلونكى زمونږ په فعاليت او لياقت پورې اړه لري.
2- ملالۍ تور قلم وموند. مليار ښكلي ګلونه كرلي دي. شاعران ښه ښه خوبونه ويني.
هفه خپلې ټولې زده كړې پاى ته ورسولې.
3- كليد افغاني د خوشحال خټك د ديوان څخه پنځه لس غزلې، يوه ربّاعي او اوه قصيدې رااخيستې دي او د كتاب په وروستنۍ برخه كې يې هم دوه شعرونه رانقل كړي دي.
4- هلته به ولاړ شو هر څوك به ووينو. مونږ هيڅ نه اخلو. اوس به بل څه وګورو. په لوړ و مثالونو كې 1- اضافى تركيب 2- توصيفى 3- عددي 4- مبهم تركيبونه (غونډونه) دي.
مفعول د بدلي تركيب په توګه:
اول زړه ښه كړه ديار ښه په بوس اوكنار. دلته ديار زړه دبدل په توګه راغلى. زما ژبه نه ده اور ده ګذارونه د ټوپك كا.
5- مصدري تركيبونه د مفعول په توګه: دى پر هر چاتېرى كول نه غواړي. تيرى كول لويه ګناه ده. دى حق خوړل ناروا كارګڼي. پر چا باندې سترګې سرې كول څه معنى لري. مطالعه كول ګټه لري.
6- فعلي نوم (حاصل مصدر) په تركيبى ډول: څاروي خوراك څښاك كوي. په همدې ترتيب مفعول د بشپړو او نابشپړو تكراري تركيبونو په توګه هم راځي د مثال په توګه:
1- كتابونه كتابونه مې وليكل. غرونه غرونه مې چپه كړل.
2- كورمور دې جوړ كړ كه نه. غنم منم يې په ځاى كړل. په دغو مثالونو كې زيات تاكيد ليدل كيږي.
په همدې توګه ډير نور مثالونه هم شته.
دويم ډول غير مستقيم (لرې) مفعول:
په پښتو ژبه كې دغه ډول مفعول هم د كلام د بېلا بېلو اجزاو څخه په مغيره حالت كې د پيشينې او پسينې Preposition) او (Postposition سره په ارتباطي حالت كې راځي او په جمله كې د يوه نوم حالت او دريځ څرګندوي (ټاكي) زمونږ ګرامر ليكونكو (له، ته، لره) دلرې مفعول نښې ګڼلي دي. لرې مفعول د فعل سره د يوې واسطې له مخې رابطه ټينګوي. د موضوع پراخوالي له كبله مونږ د ډېرو تفصيلاتو څخه دلته تېريږو، يوازې دومره وايو چې ددغه ډول مفعول د يو اسمي مركز حالت داداتو له مخې څرګنديږي يعنى د كوموكو موپيشينو او پسينو سره په كوم يوه نحوي حالت كې قرار لري. د بېلګې په توګه:
اسم، ضمير (ازاد مورفيم) + ته (پسينه):
1- زه تاته كتاب دركوم. 2- جرګه كلي ته ستنه شوه. بريالي ته ووايه چې ځان ساته. مونږ له كور څخه راغلو. تاسې له دوي څخه غوښتنه وكړئ. په دغو مثالونو كې تاته، كلي ته، بريالي ته، له كور څخه، له دوي څخه ارتباطى حالت كې واقع شوي دي او ددوهم مفعول په نامه نومولى شي.
څنګه چې د جوړښت او معنا د افادې له مخې د اداتي تركيبونو په برخه كې دغه موضوع په بشپړه توګه راوړل شوې ده نو په جملو كې ددغو تركيبونو راوړل دومره ضروري نه بريښي. په پښتو ژبه كې د فعل د مربوطاتو او متعلقاتو په باب ويلى شو، چې دغه مربوطه برخې د فعل د پېښېدو وخت، ځاي، حالت، وضعيت، سبب، علت، ملتيا، تم ځاى، پيل ځاى څرګندوي، په عربي اصطلاح د مكان او زمان قيدونه مفعول فيه، د فعل مبدا او پيل ځاى مفعول منه او د فعل مقصد او تم ځاي مفعول له دي. په پښتو ژبه كې مهال، ځاى وضعيت او حالت د قيود و په واسطه ښودلى شي مګر نورې ټولې برخې د ارتباطې حالت سره ياديږي. په لاندنې مثال كې ګورو:
د فابريكې كارګرانو پرون په فابريكه كې په تلوار له خپلې قابريكې څخه خپلو كورونو ته يو شمير ضروري شيان راټول كړل.
په دغه جمله كې د فابريكې كارګران (فاعل مغيره حالت) پرون (د زمانې قيد) په فابريكې كې (مكاني قيد) له خپلې فابريكې څخه (پيل ځاى) په تلوار (حالتي قيد) خپلو كورونوته (دفعل مقصد، سبب) يو شمير ضروري شيان (مفعول) راټول كړل (مركب فعل) دى.