دوهم: خبر (مسند) (فعل) (Predicate) :

خبر (مسند، فعل) هم لكه د (مبتدا، مسند اليه، فاعل) د جملې بله مهمه برخه ده. مسند د مبتدا او مسند اليه حال ښكاره كوي(1) په جمله كې خبر دڅه كوي، څه كيږي، څه ډول (څنګه) دي.
څه دي، څوك دى، د چا، څه په باب، څه وخت، چېرته سوالوته ځواب وركوونكى دي.

د پښتو ژبې د ټولو جملو د څېړنې او مطالعې څخه داسې نتيجه تر لاسه كوو:
1- د جملې خبر د مبتدا په شان د كلام د ټولو توكونو څخه راتلاى شي.
2- خبر د جوړښت له مخې ساده (يوتوكيز) مركب (دوه توكيز، تركيبى) او په متعدده توګه سره راتلاى شي.
3- د پښتو ژبې په جملو كې هغه څه چې د خبر په توګه راوړل كيږي يا به فعلي غونډوي او يا خو به اسمي غونډوي.
4- هغه جملې چې د خبر په برخه كې يې يو پوره فعل او يا فعلي تركيب (غونډ) وي د فعلي جملې په نامه او هغه چې دخبر برخه يې د مبتدا په څېر اسمي وي داسمي جملې په نامه ياديږي. نو په دې توګه په پښتو ژبه كې خبر په دووډولو ويشل كيږي:
اسمي او فعلي: داسمي او فعلي اصطلاح په ډيرو نورو ژبو لكه روسى(1) فارسى او داسې نورو كې هم شته او په همدغه ترتيب سره جملې په اسمي او فعلي باندې جلا كيږي، نو په دغه اساس په پښتو ژبه كې هم جملې په اسمي او فعلي باندې ويشلى شو:
اسمى جمله: هغې جملې ته وايي چې مسند اليه او مسند (مبتدا او خبر) يې دواړه نومونه وي يعنى د مبتدا او خبر برخې يې داسمي غونډونو (اجزاو) څخه تركيب شوي وي او د يو اسناد (كومكى فعل) په مرسته يې سره ارتباط پيدا كړى وي يا په بله ژبه داسمي جملې اساسي توكي درې دي (مسند اليه، مسند، اسناد) د مسند اليه او مسند ترمنځ حكم ته اسناد وايي(2).
په اسمي جملو كې (خبر، مسند) د كلام بېلا بېلې اجزاوې (نومونه، صفتونه، ضميرونه، عددونه، قيدونه، فعلي صفات، اسمي فرازيالوژيكي تركيبونه) په مستقيم او غير مستقيم حالت سره راتلاى شي.
په سوال او ځواب، ديالوګ، متلونو او اصطلاحګانو كې كومكي فعلونه غورځيږي لكه: د بيزو دوستي د ځان تاوان. خپل عمل د لارې مل .سردې ګل بيخ دې پياز.
د مثال په توګه يو څو اسمي جملې په لاندې توګه ګورو.
1- نوم په اصلي حالت كې د خبر په توګه او د كومكي فعل سره:
خوشحال خوشحال دى. زه ښوونكي يم. دى استاد دى. د كلي مشر خانميردى.
2- نوم په غېر اصلي حالت كې د پېشينې او پسينې سره د خبر په توګه:
داړونكي ځناوران په ځنګله كې وي. دى زمونږ له دوستانو څخه دى.
3- په جمله كې صفت داسمي خبر په توګه:
د كابل د ښار كوڅې لويې دي. دغه ښار زوړ دى. د ظلم ماڼۍ ړنګه ده. هواروښانه ده. كتاب پر ميز پروت دى. ښه خلك لږ دي. په دغو جملو كې لويې دي، زوړ دى، ړنګه ده، روښانه ده، پرميز پروت دى داسمې خبر په توګه پېژندل شوي دي.
4- فعلي صفت (نومونه) داسمي خبر په توګه:
دوي خپل كلي ته تلونكي دي. داسې وخت راتلونكى دى. اباسيند تل څپاندوي.
په دوبي كې لمرسوځونكى وي. ځلانده دى. دى ښه ګټندوى دى. پښتانه د هيواد ساتندوى دي. ماشومان خوځنده دي. ددې كتاب څومره ارزښت دى.
5- قيد داسمي خبر په توګه:
ددوي كور د ښار له مركز څخه لرې دى. كتاب هلته دى. خبره نژدې ده.
6- ضمير د خبريه توګه: ددې هلك پلار دى دى. دده مطلب زه يم، ته ته يې اوزه زه يم.
7- خبر اضافى ضمير وي: دغه كور زمونږ دى. دغه كتاب ستادى. ددغه كتاب لومړۍ برخې زما دي.
8- اسمي خبر د پوښتنې (استفهامي) ضميرونه وي: دغه راروان هلك څوك دى. دلته څوك دي؟ هلته څه دي؟ خلك څومره وو؟ د پوهنځي لاركومه ده؟ دى په ټولګي كې څوم دى؟ دغه ښكلى ليك د چادى؟
9- عدد د مسند (خبر) په توګه: په پښتو ژبه كې واولونه اته دي. دا كوټه پنځمه ده. خبرې ډيرې سريې يو دى.
10- مصدر داسمي خبر په توګه: ددوي مقصد تلل وو. ددوي مطلب يوازې او يوازې پخلا كول دي.
11- فعلي نوم (حاصل مصدر) داسمي خبر له پاره: لومړنۍ زړده كړه د كوچنيانو له پاره روزنه او پالنه ده.
12- د تركيبونو (غونډونو) په توګه د اسميه خبر څرګندونه:
1- د اضافي تركيب په توګه:
خوشحال خان د ملك اكوړي لمسى دى. خندا د ژوند مالګه ده.
2- د اضافى ضمير تركيب داسمي خبر په توګه: دغه هلك زما ورور دى. دا زما سره هلك زما د ترور زوى دى. دا وطن زمونږ مور ده.
د پوښتنې له پاره: دغه سړي د چا ورور دى؟ ادم خان ا درخانى د كوم ځاى وو؟
3- توصيفى تركيب د خبر په توګه: خوشحال خان خټك پياوړى شاعر دى. روغتيا او صحت لوى نعمت دى. علم پټه خزانه ده. نن څومره ښه هوا ده. ناست كسان ښه خلك دي. څه ښكلې مرغۍ ده!
همدارنګه صفات د قيد په توګه هم توصيفي تركيب جوړ وي او په اسمي خبر كې داسې راوړل كيږي: نن ډېره ښه توده هوا ده.
4- د شمير (عددي) تركيب په توګه د خبر څرګندونه: علم يوه رڼا ده. يوه اوونۍ اووه ورځې ده او اووه ورځې يوه اونۍ ده. دروژې مياشت ډېرش ورځې ده. په ساعت كې اوس څلوربجې دي.
5- خبر د يو ظرفي تركيب په توګه: نمراو سپوږمۍ په اسمان كې دي.
ملالۍ په كور كې ده. كتاب پرميز باندې دى. قلم تر ميز لاندې دي.
په پښتو ژبه كې فعلي خبر:
فعلي جمله: هغه جملې دي چې خبريې فعلي بشپړه بڼه ولري يعنى د فعل برخه يې اصلي فعلونه وي، يا په بله وينا فعلي جمله هغه ده، چې له پوره فاعل فعل او يا له فاعل، مفعول، فعل نه جوړه وي. په دغه ډول جملو كې خبري برخه د فعل ټول ګرامري شكلونه (زمانه، جنس، عدد، شخص، وجه، حالت) د فعل ډولونه، لازمي، متعدى، معلوم، مجهول، مثبت او منفى) خواوې څرګنديږي.
همدارنګه فعلونه د جوړښت له مخې يو توكيز (ساده) دوه توكيز (اشتقاقي، تركيبي) وي. تركيبي فعلونه يعنى هغه نوميز فعلونه دي چې د يو (اسم، صفت، عدد، قيد، مصدر، فعلى نومونه) د كومكى (مرستيال) فعلونو په مرسته جوړيږي البته د ساده او (تركيبي، اشتقاقي) فعلونو زيات شمير مثالونه په زياتو ماخذونوكې ليدلى شو. دلته مونږ يوازې د فعلي جملو مثالونه په لاندې توګه راوړل غواړو:
ساده لازمي فعل د خبر په توګه: زه ښار ته ځم. تاريخ درومي.
ساده متعدي فعل د خبر په توګه: دى اخبار لولي. ده اخبار ولوست.
اشتقاقي او تركيبي فعلونه د خبر په توګه: لمر راوخوت، كتابونه به راوړم. ليكونه به وليكو. له دې اوبو، به پوريوځي.
بل مثال: ځمكه به او به شي. ځمكه به اوبه كړي. فلم په اتو بجو شروع كيږي. كارونه به په لسو بجو ختم شي.
بريالى خپلو هيلوته نژدې كيږي. دوي په خپل كوركې ارام كول غواړي. ماشومان لوبې كول غواړي. مونږ په دې خبره ځان خبرول غواړو. دوي په تهمت او تور ونيول شول. د كور غل نه نيول كيږي. څوك د كور غل نه شي نيولاى.
په دغو جملو كې ليدل كيږي چې خبر د بشپړو تركيبونو په توګه راغلى دى.
خبر په متعدد ډول:
په پښتو ژبه كې د جملې خبر په متعدد ډول هم راځي، په دې معنا چې د يوه مبتداله پاره څو خبره ذكر شوي وي، كه چيري په يوه جمله كې د يوه خبر له پاره زياتې مبتداوې راشي نوهغه جمله متعدده مبتدا لرونكې جمله ده. همدارنګه كه په جمله كې ددوونه زيات فعلونه (خبر) (اسمى- فعلى) راوړل شوي وي نو دا به هم د متعددې خبر لرونكې جملې په نامه ياديږي لكه: دى له قهره پاڅيد، كښيناست، ويي ويل:
دى د جملې فاعل، پاتې برخه د فاعل سره نحوي رابطه لري او د فعل مطابقت د فاعل سره څرګندوي. لونګ پورته وغورځيد، كښته وغورځيد، له ډيره قهره غلى شو. په فعليه جمله كې د جملې اصلي توكي درې ښودل شوي دي: فاعل، مفعول، فعل، البته په متعدي فعلونو كې مفعول هم د فعل د معنا د بشپړونكي توكي په حيث د جملې مهم جز ګڼل كيږي.
مفعول: هغه څوك ياشى دى چې دفعل اثرور باندې شوى وي ياور رسيدلى وي. مفعول د خبر بشپړونكې برخه ده. كه چېري په يوه جمله كې فعل متعدي وي يوازې د فاعل ذكر وشي او مفعول رانه وړل شي نو په دغه صورت كې معنا به روښانه نه وي لكه: بريالي. . . وكړه. بريالي. . . بوتلله. دلته د مفعول شته والى چې د فعل د معنا څرګندونكى يا متممه برخه ده نه دى راغلى نو په دې توګه مطلب هم پوره نه دى رسول شوى او كه ووايو بريالي يوه وكړه. يابريالي كلبه وكړه. يابريالي كلبه بوتله نو مطلب پوره شو.
په يو شمير هغو ګرامرونو كې چې ختيځ پوهانو برابر كړي دي مفعول هم د جملې دوهمه درجه غړى ګڼلى شوى دى ولى دا خبره به يو څه د غوروړ هم وي ځكه په معلوم متعدى فعل كې د فاعل شته والى، مفعول له فعل سره د جملي خبر جوړ وي ولې په مجهولو فعلونو كې بيا مفعول د نائب فاعل په توګه دجملې مبتدا (مسند اليه) ګڼل كيږي.
په هر حال مفعول د جملې د يوه توكي په حيث د فعل متمم ګڼل شوى دى په جمله كې د مفعول دريځ د هغې په نحوي موقعيت پورې اړه لري.
مستقيم او غير مستقيم (Directobject) او (Indirectorbject) مفعول:
اول مستقيم مفعول: په پښتو ژبه كې مستقيم مفعول ته نژدې مفعول هم وايي ځكه چې د فعل اثر ورباندې بې له كومې واسطې شوى وي(1) مفعول هغه اسمي توكى دى چې له فعل سره نيغه او مستقيمه رابطه ولري او دغه توكى په ارتباطى حالت كې نه وي راغلى. مستقيم (نژدې) مفعول د متعدي فعلونو سره تل فعل ته نژدې اړيكي ساتي. مستقيم مفعول كومه خاصه نښه نه لري مګر د فعل د ګردان له مخې او د جملې له ترتيب څخه پېژندل كيږي.
په پښتو ژبه كې مستقيم مفعول په اصلي حالت كې راځي كوم بل خاص صورت نه لري يوازې د (زه- ته) ضميرونه كه د متعدي فعل په حال زمانه كې د مفعول په توګه راشي نو په غير اصلي حالت سره راځي. لكه: ته ماوينې، زه تاوينم، دى تاوينى، دى ماويني).
ددغه ډول مفعول مثالونه په لاندې جملو كې ښيو:
1- پښتونه! پورته شه قامونو كې خپل قام پورته كړه.
2- دراډيو غږ به ټيټ كړم، لكه چې دوړې راغلې، زه به كړكۍ هم وتړم.
3- اوس ته غوږ ونيسه.
په دغو جملو كې خپل قام، دراډيو غږ، كړكۍ، غوږ مستقيم مفعول دي او د فعل سره نژدې راغلي دي.
يادونه: په متعدي مجهولو فعلونو كې چې فاعل نشته، مفعول د فاعل په ځاي د مسند اليه وظيفه لري. غونډه كيږي، د كورغل نه نيول كيږي.
اوس به په لاندې جملو كې د كلام اجزاوې (ساده، مركب) د نژدې مفعول په توګه وګورو:
الف: ساده يا يو توكيز كلمات:
1- نوم (مفرد مذكر) د مفعول د په توګه:
زه كتاب لولم. ملالۍ كميس وګانډه، غل غل پېژني.
نوم (جمع مذكر) د مفعول په توګه : مليار ګلان وكرل. هغوي فكرونه په ځاى كړل.
2- نوم (مفردمونث) د مفعول په توګه: دې سترګه پټه كړه. هغه مڼه وخوړه.
نوم (جمع مونث) د مفعول په توګْه: دوي پرواقعيت باندې سترګې پټې كړلې.
3- ضمير د مفعول په توګه: (1) -ده زه وليدم. زه دى وينم. خلك مونږ پېژني. دوي تاسې مېلمانه كوي. دوي مونږ ويني.
په مغيره حالت كې: دى ماخبروي، دى تا خبروي. دلته زه، دى، مونږ، تاسى، ما، تا شخصي ضميرونه دي د مفعول په توګْه.
2- ملالى دا اخلي. دغه كتاب واخله او هغه ولوله. دوي هو غه خلك نه پېژني (دا، هغه، هوغه) اشاري ضميرونه د مفعول په توګه ذكر شوي دي.
3- استفهامى ضميرونه د مفعول په توګه: ته څه اخلې؟ ته څوك غواړې؟ څوك وينې؟ تا څه وليدل؟ اشاره هم دشي او هم د شخص لپاره راځي:
ستا څوك په كار دي؟ ستا كوم خوښيږي؟ ستا څومه په كارده؟ ستا كومه خوښيږي؟ په پورتنيو مثالونو كې څه، څوك، څومره، څووم، كوم د پوښتنې ضميرونه دي د مفعول په توګه.
4- ټاكلي ضميرونه: ماټول وليدل. دى ټول ويني.
ناټاكلي ضميرونه: زه هيڅ نه وينم. ځيني وينم او ځيني نه وينم.
5- چې مفعول يې اداتي ضمير وي: دغه چوكۍ واخله او هلته يې كيږده. ته يې وينې. دى يې ګوري. هغه دې بيايي. دوي موخبروي.
يادونه: دلته وينو چې اداتي متصل ضميرونه يوازې د اوسنۍ زمانې په افعالو كې مفعولي حالت لري مګر په ماضيه فعلونو كې مفعول نه بلكې د فاعل په توګه راځي لكه (زه دې وپېژندم) دى يې وليد. زه مو خبر كړم.
6- صفت د مفعول په توګه : زه رنځور وينم. وږي يې بوت. زاړه يې لرې كړل. كاږه يې سم كړل. طبيب ناروغ وليد. يا ناروغان وليدل.
7- عدد د مفعول په توګه: ما يو وليد. يويې راووست. دوه يې مړه كړل، درې يې ونيول. څلوريې په تنګ كړل. دويم درېيم يې وغوښت.
8- فاعلي صفت د مفعول په توګه: زه ليكوونكى وينم چې ليكنه كوي.
9- مصدر (فعلى نوم) د مفعول په توګه: دى ځنګله ته تلل غواړي. دى ډېر لوستل كوي.
ب: مستقيم مفعول د يو تركيب په توګه:
1- سيلانيانو د افغانستان غرونه وليدل. ګلالۍ د جاموغوټه پر سرايښې ده.
د افغانستان راتلونكى زمونږ په فعاليت او لياقت پورې اړه لري.
2- ملالۍ تور قلم وموند. مليار ښكلي ګلونه كرلي دي. شاعران ښه ښه خوبونه ويني.
هفه خپلې ټولې زده كړې پاى ته ورسولې.
3- كليد افغاني د خوشحال خټك د ديوان څخه پنځه لس غزلې، يوه ربّاعي او اوه قصيدې رااخيستې دي او د كتاب په وروستنۍ برخه كې يې هم دوه شعرونه رانقل كړي دي.
4- هلته به ولاړ شو هر څوك به ووينو. مونږ هيڅ نه اخلو. اوس به بل څه وګورو. په لوړ و مثالونو كې 1- اضافى تركيب 2- توصيفى 3- عددي 4- مبهم تركيبونه (غونډونه) دي.
مفعول د بدلي تركيب په توګه:
اول زړه ښه كړه ديار ښه په بوس اوكنار. دلته ديار زړه دبدل په توګه راغلى. زما ژبه نه ده اور ده ګذارونه د ټوپك كا.
5- مصدري تركيبونه د مفعول په توګه: دى پر هر چاتېرى كول نه غواړي. تيرى كول لويه ګناه ده. دى حق خوړل ناروا كارګڼي. پر چا باندې سترګې سرې كول څه معنى لري. مطالعه كول ګټه لري.
6- فعلي نوم (حاصل مصدر) په تركيبى ډول: څاروي خوراك څښاك كوي. په همدې ترتيب مفعول د بشپړو او نابشپړو تكراري تركيبونو په توګه هم راځي د مثال په توګه:
1- كتابونه كتابونه مې وليكل. غرونه غرونه مې چپه كړل.
2- كورمور دې جوړ كړ كه نه. غنم منم يې په ځاى كړل. په دغو مثالونو كې زيات تاكيد ليدل كيږي.
په همدې توګه ډير نور مثالونه هم شته.