لومړى : مبتدا، مسند اليه، فاعل (Subject):

په ګرامري توګه د جملې يوه خپلواكه او مستقله معنا لرونكي برخه ګڼله كيږي، په جمله كې د هغې په باب خبر وركول كيږي.
يا په بله وينا مسند اليه هغه برخه چې د هغې په نسبت څه ويل كيږي يعنى د يوه حكم نسبت ورته كيږي. د څوك، چا، څه پوښتنو ته ځواب وركوي. په پښتو ژبه كې مسند اليه (فاعل) په خپلواكه توګه د جملې يوه اصلي برخه جوړوي. په دغې برخې كې د كلام د ټولو اجزاو څخه د (فاعل، مسند اليه) په توګه راځي چې په هغې كې د اشخاصو نومونه د شيانو نومونه ساكښ او بې سانومونه، ضميرونه، صفتونه، عددونه، قيدونه په ساده يا مركبو (تركيبى) (اشتقاقى) شكلونو سره هم راځي. په پښتو ژبه كې د قاعدې له مخې نومونه، صفتونه، ضميرونه، عددونه برسېره په اصلي حالت په مغيره (غير اصلي) حالت سره هم راځى چې دغه برخه جوړ وي. همدارنګه د ارتباط له اداتو سره د (Postpsition, Prepostion) د پيشينو او پسينو سره هم يو ځاى راتلاى شي، چې مثالونه به يې يو يو په وروسته ډول راوړو:
په پښتو ژبه كې مبتدا (مسند اليه، فاعل) د كلام د بېلا بېلو توكو په مرسته:
1- الف: چې مبتدا يو مفرد عام نوم وي دغه نوم په جمله كې نسبت نورو نومونو ته اساسي وظيفه ترسره كوي.
لمر راوخوت، پوهنه رڼا ده. بزګر د خپلې ځمكې په فكر كې دى.
لمر، پوهنه، بزرګر مفرد عام نومونه دي چې په جملو كې د (مسند اليه، فاعل) وظيفه لري.
ب: د جمعيت نوم د مبتدا (فاعل) په توګه راغلي وي:
اولس غونډه وكړه. جرګه راغله. لښكر پرشاشو. رمه څريږي.
ج: (مبتداء، فاعل) د جنس نوم په ډول څرګند شي: غوړي توى شول. او به تويې شوې. تيل، سوځيږي. اوړه خلاص شول. غنم خلاص شول.
د: (مبتداء، فاعل) يو خاص نوم وي: بايزيد (روښان) مسجع نثر ليكلى دى. خوشحال خټك ښه شعرونه ويلي دي. ميرويس (نيكه) صفويانو ته ماتې وركړې ده. (مرغۍ پاڅيدلې او په زاريويې لاس په تندي كېښود)
په اسمي جملو كې: درخانۍ د طاوس خان لوروه. كابل لوى ښار دى.
هـ: چې مبتدا يو مجرد (معنا) نوم وي: روغتيا لوى نعمت دى. ښيګڼه ښه ده.
2- په جمله كې مبتدا (فاعل) د جمع عدد نومونه وي:
بزګران دمني په كركيله لګيا دي. نرخونه له پخوا نه جګ لاړل. يا دغه بل مثال كې:
لنډه دا چې غرونه وجړ كيدل، سيندونه وشڼېدل، بادونه وزغليدل، ستوري وڅرخيدل، كاينات وخوځيدل، دزيږندې او ودې له مخې بنديزونه لرې شول.
3- (مبتدا، فاعل) چې نومونه په اوښتي بڼه (مغير حالت) كې وي.
الف: مفرد مغيره شكلونه:
پوهنې ټوله نړۍ رڼا كړه. ټولنې وده كړې ده. پسرلي ښه زيرى راوړ.
ب: د جمع مغيره شكلونه:
دهقانانو د مني فصلونه ټول كړه. خلكو تلوار كاوه.
چرګانو بانګونه ووي. لوستلو معلومات ډېر كړه. اوبو لاره وكړه.
4- د جملې مبتدا (فاعل) ضميرونه وي:
الف: شخصي ضميرونه:
زه تاته په غيږ كې ځاى دركوم ښه راغلې. زه تاته ننواتې راغلى يم نو ته زماننواتي ومنه.
دى دې هڅه وكړي. دا د خپل هيواد په ستونزو لاخبره نه ده. هغه په بيړه راغله.
شخصي ضميرونو مغيره شكل د مبتدا (فاعل) په توګه:
ما د ځان سره كرل ريبل تاڅه وكړل. ده يوه لاره جوړه كړه.
دې هيڅ ونه ويل. هغه خيال كړى وچې دا كار ډير اسان دى. هغې بې ځايه هلې ځلې كولې.
ده پر خلكو ملنډې وهلي.
ج: د شخصي ضمير جمع د مبتدا په توګه:
مونږ حقيقت لټوو. تاسو څېړنه كړې ده. دوي د رحم زړه نه لري.
دوي د ظلم نه دومره خوند اخلي لكه چې د رحم نه يې زړه سواندى انسان اخلي.
د: استفهامي ضميرونه د فاعل (مبتداء) په توګه:
څوك تا په كلي كې نه پريږدي؟ څوك لټوئ؟ څه كيږي؟ څومره ويل كيږي؟
مغېره شكل: چاوليد؟ چا ولټول؟ چابيړه وكړه؟ چا وليكل؟
همدارنګه څووم دى؟ څووم ولاړ؟ كوم راغى؟ كومه راغله؟ څوومه ده؟
دجمع په صورت كې: څووم راغلل؟ كوم راغلل؟ كوم لاړل؟
مغيره صورت يې: كومو بيړه درلوده؟ څوومو راوړل؟
هـ: مبهم ضميرونه د مبتداء په توګه:
ټاكلي: څوك كاركوي او څوك ساعت تيروي. څوك راغلل او څوك رانغلل. چاكار وكړ او چاونه كړ. څوك به كار كوي او څوك به ساعت تيروي.
هر څوك حاضر دي. هر چا خپله رايه وړاندې كړه.
ناټاكلي: څه دادي او څه نور دي. څه په سترګونه ليدل كيږي. هر څه دلته پيدا كيږي. هيچاونه ليدل. هيچا پاملرنه ونه كړه. يو څوك راغى، بل څوك زما په كار نه پوهيږي. كوم يوه وويل، دلته هيڅ نه پيدا كيږي.
يادونه: په هغو جملو كې چې ناخپلواك ضميرونه (مې، دې، مو، يې) د فاعل په توګه وي نو بيا د جملې د اجزاو ساختمان په دې ډول راځي:
كتاب مې وركړ- قلم مې وروباخښه، كوريې جوړ كړ.
5- مبتدا (فاعل) په جمله كې صفتونه وي:
ښه ښه دي بد بد دي. هوښيار دي. ليونى راغى. ويده هماغسې ناخبره پاتى شو. موړ د وږي له حاله څه خبردى. پلى د سپور له حاله څه خبردى. يا دا متل: خپل خپل دي پردي په ډېرو نارو خپل دي.
نسبتى صفات: كندهارى راغى. ويرجن ارمانجن ناست دى. ځمكه وال خپله ځمكه سمبالوي.
فعلي صفتونه (نومونه): فاعلى صفت د مبتدا (فاعل) په حيث:
ښوونكي خپله دنده ترسره كوي. ليكونكى ليك ليكي. څارندوى شپه او ورځ كاركوي.
مفعولي صفت د مبتداء (فاعل) په توګه:
وهلى لاناست دى. رټل شوى خبرې نه كوي. ځپلى له ځان سره خبرې كوي.


فعلي نومونه: اورښت كښتونه خړوبوي. لګښت ډېر شو.
روزنه د ماشومانو له پاره پكارده. پالنه د ماشومانو له پاره پكارده.
مصدر د مبتدا په توګه:
تيرى كول لويه ګناده. ليكل اسان كار نه دى. ليكلو ستړى كړم، ژبه كول له مشرانو سره ښه خبره نه ده.
6- مبتدا د شمير (عدد) نوم وي:
1- په دې كې يوځي او يو راځي خبره نه ده معلومه. پنځو تنو څخه دوه راغلي وو.
2- لومړى وايي. لومړي وويل. شپږم كوټې ته راغى. اتم لاپاتى و.
3- شل په څلورو تقسميږي.
لس جوړه عدد دى. نولس به شل نه شي. پورتني زيات شمير مثالونه چې راوړل شول د ساده توكونو په توګه راغلي وو. مبتدا كله په ساده او كله په تركيبي ډول هم راځى.
الف: مبتدا چې ساده جوړښت ولري: هغه زيات شمير مثالونه چې مخكې مور اوړي وو په دغه برخه كې راځي.
ب: تركيبى: هغه چې (مبتدا، فاعل) له دوو څخه زيات كلمات وي لاندې مثالونو كې يې ګورو:
لومړى په ترتيب سره اول دا ضافي تركيب(1) مثالونه راوړو:
1- (مسند اليه، فاعل، مبتدا) هغه اضافي تركيبونه وي چې مضاف اليه او مضاف يې يو توكيز مفرد (ساده) نومونه وي.
د كابل ښار ډېر لوى شوى دى. د شپونكي شپيلۍ په جرس راغله. دودانۍ بنسټ كيښودل شو.
2- مضاف اليه مركب (اشتقاقى، تركيبى) او مضاف يوتوكيزوي، مثال : د افغانستان خلك په خپله اراده ټينګ ولاړ دي.
د خوشحال خان اشعار په پښتو ادب كې يوه لويه او درنه پانګه ده.
3- مضاف اليه د جمع عدد په شكل او مضاف مفرد نوم وي:
د پتګانومينه ښكاره ده، د زمريو كور بې هډوكي نه وي. د شاعرانو خيال لوړ ښكاري. داديبانو فكر پوخ وي. د ګلانو رنګ ښه ښكاري.
4- چې مضاف اليه مفرد او مضاف د جمع نومونه وي.
د باغ ګلونه په غوړيدو شول، د مينې اوښكې په ګريوان دي.
5- د مبتدا په توګه چې مضاف اليه او مضاف دواړه د جمع عدد نومونه وي:
د غرونو سرونه سپين ښكاري، د زمانې توپانونه راغلل. د اميدونو غوټۍ ګل شوې
د مبگتدا په توګه د هغو اضافي تركيبونو مثالونه راوړو چې مضاف اليه (نوم (اسم) او مضاف توصيفي تركيب وي:
د پسرلې ښكلې څيره رابرڅيره شوه.
د لمر تودو وړانګو په كې ګرمې او تودو ښېي واچوله (نوي كال نوي زيري).
اوس د هغو تركيبونو مثالونه په مبتدا كې راوړل كيږي، چې مضاف اليه توصيفى تركيب او مضاف اسم (جمع) وي:
د سرو ګلونو كتارونه جوړ شول او د زېړو ګلونو صفونه ودريدل.
هغه تركيب چې صفتونه يې له دوو نه زيات وي د مبتدا په توګه راوړل كيږي يعنى مضاف اليه زيات شمير توكي ولري.
1- دشين بخملي ګلالي فرش موسم راغى.
2- د خوږو ارمانو، پاكومينو، ستر منو ارزوګانو او سپېڅلو اميدونو ماشومان وزنګيدل.
دويم: مبتدا (فاعل) د توصيفى تركيب په توګه: په دې معنا چې دغه ډول تركيبونه ديوه صفت او يوه اسم د يو ځاي كيدو څخه لاس ته راغلي وي.
په پښتو كې صفت تر موصوف د مخه د مطابقت په ډول تركيبيږي(1).
توره وريځ راببره شوه.
خوږې نغمې د ملنګ جان د اشعارو مجموعه ده.

فعلي صفتونه د موصوف سره توصفي تركيب د مبتدا (فاعل) په توګه:
تللې او به په بيرته نه را ګرځي. توكلې لاړې بيرته نه راځي. رټل شوي هلك غلى ناست دى. تلونكي سړي ورو ورو روان دي.
درېيم: مبتدا اشاري تركيبونه وي:
دا قلم تور دى. دا اوښكې خوړونه شوه. دې زمانې د ځان سره نوي شيان راوړي دي.
اوس هغه پخوانۍ زمانه نه ده. دا اوړه خراب دي.
دغه لرګي لامده دي. دغې ښځې كور ودان كړ. (مغيره شكل).
څلورم: عددي تركيبونه د مبتدا په توګه:
1- زمونږ په كور كې يو ګل وغوړيد. 2- څلورتنه ناست او خبرې كوي.
3- پنځه كمربندونه تش شول. 4- دولس كلنه دوستي خرابه شوه.
5- شلم قرن دى. شمله پېړۍ ده. 6- يولس تنه سړي كار كوي.
7- درې هلكان سيند غاړې ته راغلل. 8- پنځه ګوتې سره برابرې نه دي.
9- يو څو كاله په دغه توګه تېر شول.
يو څو كسه نارينه راغلل، يو څو خبرې به كيږي. په سلګونو خلك راغلي وو.
پنځم: مبتدا (مسند اليه) عطفي تركيب وي:
الف: (يو توكيز) دوه مفرد نومونه د عطف په صورت كې:
1- بريالى او اڅك راغلل. 2- وړانګه او پلوشه ناستې دي.
دوه د جمع نومونه:
1- زاړه او ځوانان د وطن د ابادۍ له پاره كار كوي. 2- ګډې اووزې په مزه مزه په څرلګيا دي.
ب: صفتونه د عطف په توګه:
1- وږي او تږي ناست دي. 2- خپل اوپردي ورنه راټول وو.
3- زورور او كمزوري سره معلوم دى. 4- زورورو او كمزورو سره معلومه كړه.
5- ځورونكى او خپه كوونكې خبره ده. 6- جوړ او روغ يې سره پرېښودل.
7- لانده او وچ يودي. يا وچ او لانده سره يودي.
ج: په مبتدا كې ضميرونه د عطف په ډول وي.
1- زه اوته به د وطن په پرمختيا كې هڅه كوو. ته او زه به سره يو ځاى كار كوو. ما او تا سره وپېژندل. تا او ما كارونه سره وويشل. دا اودى سره خور او ورور كيږي. ده او دې څه وكړل. هغه او هغې خبره پخه كړې ده. هغې او هغه خبره كړې ده.
د جمع په توګه: تاسې او مونږ څه كوو، مونږ او تاسې ټول ړانده يو. دوى او هغوي پلان جوړوي. هغوي او تاسې څه كوئ.
شپږم: مبتدا، فاعل استثنايي تركيب وي:
بې له ماټول حاضر وو. تاسى پرته له مونږ ولاړيئ. دوى بې له ده نه څه نه شي كولاى. ټول په غير د ځلمي نه راغلي وو.
اووم: مبتدا (فاعل) بدلي تركيب وي: ستا ورور بريالى راغى.
چې ګلونه د بهار واړه تمام شي، د زړه سود شيدا بلبله په خټوكي
اتم: متعدده مبتدا لرونكې جمله:
كه چېري په يوې جملې كې دوه يا زياتې مبتداګانې (فاعل) د يوه خبر سره راغلي وي نو دغه جمله متعدده مبتدا لرونكې جمله ګڼله شي.
لكه: 1- ښايستو كې مرغۍ او ګلالۍ بلبلې خبرې شوې.
2- د هيواد مشران، د كلي خانان او ملكان او داسې د اولس خلك راغلي وو.
3- د ښوونځيو زده كوونكو، د دوترونو كار كوونكو، د پوهنتونو محصلانو، د كارخانو مزدورانو او كارګرانو په ګډه كار كاوه.
يادونه: همدارنګه د پښتو ژبې تكراري (بشپړ او نيمګړي) تركيبونه هم د مبتدا په توګه راځي چې البته دلته يې د ټولو راوړل ډېر وخت غواړي. دغه څو مثاله راوړو:
اولسونه اولسونه تبا شول، ښه نا ښه ګډ دي. كلي كلي نړيږي، ګڼ ګڼ پراته دي.
سره دوه دوه كيږي. يو يو راروان دى.
2- اخلي پخلي كيږي، سابه مابه پخيږي، ژرنده مرنده ماته شوه.