اصطلاحات (فرازيالوژيكي واحدونه)

اصطلاحي واحدونه هغه تعبيرونه دي چې هر ملت او اولس يې د خپل ژوندانه په چاپيريال كې د خپلو عنعنو، اخلاقو، روحياتو په چوكاټ او چاپيريال كې په خپله ژبه كې رامنځ ته كوي. دغه واحدونه نه يوازې په خبرواترو كې استعماليږي بلكې په ليكلي اثرونو كې هم ستره برخه لري اصطلاحات كه له يوې خوانه د ژبې دلغوي پانګې بشپړونكې برخه ده نو له بله پلوه يو ادبي خونداو رنګ هم لري.
اصطلاحات (Idiom) كوم خاص سبك پورې تړلي نه وي، بلكې د څو سبكونو ترمنځه شريك واحدونه ګڼل كيږي.
په ژبه كې دغه ډول تركيبونه ځانته جلا او بېل بېل خصوصيات لري، په دې معنا چې نحوي تركيبونه (Phrases) او ژبني اصطلاحات (فرازيالوجيكي واحدونه) يو تر بله بْه توپير لري. د نحوي تركيبونو (غونډونو) په باب مو د مخه څه ناڅه اشاره كړې ده. اوس به وګورو چې دغه ژبنى اصطلاحات (Idiom) برسېره پردې چې په ژبه كې د معنوي (سيمانتيكي) موضوع له پلوه تربحث او غور لاندې نيول كيږي نو په نحوي لحاظ د جوړښت له مخه څه ډول تركيبونه دي او په ژبه كې څه ارزښت لري؟ (اصطلاحات) دغه ډول ژبني تركيبونه د ژبې خاص عنصر او ژبني خاص ډول څرګندونو ته ويل كيږي(1) چې د زمانې په اوږدو كې د خلكو له خوامنځ ته راغلي او په ژبه كې ثابت لغوي تركيبونه (غونډونه) دي، ددغو تركيبونو اجزاوې دومره ثابتې اوټينګې اړيكې سره لري چې بېلول يې ګران كار دى.
اصطلاحات سمدلاسه د خبرو كولو په وخت كې نوي نه جوړيږي چې د كوم ټاكلي مطلب د ښكاره كولو د پاره ورځني كارواخيستل شي، بلكې په جوړ شوي ډول د ژبې د ويونكو په حاُفظه كې ساتل كيږي او هر كله د ضرورت په وخت كې د تيار جوړ شوي لغوي تركيب (غونډ) په ډول د مطلب د روښانولو د پاره ورځني كار اخيستل كيږي(2).
دغه اصطلاحات ثابت او ټاكلي دي پرته له تصرف كولو څخه د ضرورت په وخت كې د جوړ (تيار) شوي غونډ (تركيب) په توګه كارول كيږي)(3) چې مجازي او كنايي معنا څرګندوي. پخپله دغه ډول (غونډ) نيغه (مستقيمه) معنا نه وركوي لكه: لور په لوټه تېره كول. ددغه تركيب، معنا په مستقيمه توګه نه څرګنديږي مګر په دوهمه مجازي معنا سره د چل ول كولو يا فريب او غولولو او وخت تيرولو په معنا راځي.
بل مثال: اوښ په بده منډل، لوى لاس لرل. په همدې توګه ډېر مثالونه لرو، چې د پښتو ژبې لغوي پانګه زياته شتمنه او بدايه ده، چې راټول او راغونډول يې ډېر زياد او كار غواړي.
يادونه: ايډيوم د معنا او سيمانتيك له نظره د نحوي پوهې په چوكاټ كې نه څېړل كېږي، بلكې د ژبپوهنې يوه بېله څانګه ده چې دغه ډول اصطلاحات څېړي. (فرازيالوژۍ) (اصطلاح پوهنه) د ژبپوهنې د يوې څانګې په توګه او هم د ژبپوهنې د همدغې څانګې د څېړلو د موضوع په حيث پېژندل شوې. د څېړلو دغې موضوع ته فرازيالوګيزم هم ويل شوى دى چې په تېرو وختونو كې د ايډيوم په نامه ياده شوې ده (1)دغه څانګه د ژبې د لغتونو لغوي، معنوى تركيبونه څېړي(2).
فرازيالوژى د يونانى ژبې د Phraes او Logos څخه منځته راغلي، نو (Phrasis) د څرګندونې معنا وركوي او Logos د پوهنې په معنا(3) همدارنګه په دغه باب ډيرو ژبپوهانو څرګندونې كړي دي:
الف: فرازيالوژي په ژبه كې د ژبې ثابتو تركيبونو مجموعې (غونډ) ته ويل كيږي(4).
ب: ثابت لغوي تركيبونه فرازيا لوكيږم (فرازيالوجى) ګڼل كيږي(5).
ج: لغوي ثابت تركيبونه چې په عنعنوي ډول تكرار شوي وي د فرازيالوګيزم په نوم ياديږي(6).
فرازيالوژيكي واحدونه چې د ايډ يوم د اصطلاح په ځاى راځي د معنا او جوړښت له مخه دغه لاندنۍ نښې لري.
1- ثابت داخلي تركيب چې په ګډه يوه عمومي معنا او مفهوم څرګنده وي. په اسمي او فعلي تركيبونو كې يې اهميت يو شان دى. فرازيالوژيكي فعلي تركيبونه كه څه هم د مركبو فعلونو په څېر ښكاري ولې د مركبو فعلونو څخه توپير لري ځكه په ثابتو فعلي تركيبونو كې ټول تركيب يوه ګډه عمومي معنا وركوي.
2- اصطلاحات د هغو توكونو څخه جوړيږي چې په دغه ثابت تركيب كې خپله لغوي معنا له لاسه وركوي. كه چېرې ددغه ثابت تركيب واحدونه (توكي) بېل بېل معنا شي نو خپله ټاكلې فرازيالوژيكي (اصطلاحي) معنا له لاسه وركوي.
د بېلګې په توګْه: د (لاروهل)، (ژبه كول)، (ژبه نيول)، (پښه نيول)، (غم خوړل) (زړه خوړل).
كه ددغو مثالونو هره برخه يعنى هر يو توكى يې په جلا جلا توګه معنا كړو نو بيا هغه خاصه ټاكلې معنا او مطلب نه وركوي. ځكه (لار وهل) كې د تګ معنا پرته ده په لغوى معنا سره لار اووهل كوم معنوي ارتباط سره نه لري. يا ژبه او كول سره جلا مفهومونه دي.
3- د تركيبوونكو عناصرو څخه عمومي معنا لاس ته راځي يعنى ټول تركيب د يوه واحد مفهوم په توګه معنا وركوي.
4- په فرازيالوژيكى واحدونو كې ځيني محاورې او متلونه هم راتلاى شي او همدارنګه د ليكوالو او پوهانو غوره ويناوې هم شاملې دي. لكه:
- پوره ورك دې كړه دوه كوره، د كبر كاسه نسكوره ده.
5- دغه ډول اصطلاحات (تركيبونه) ټكي په ټكي نه ترجمه كيږي.
6- هره ژبه خاص او جلا اصطلاحات لري.
7- فرازيالوژيكي واحد ونه د خپل معنوي خصوصيتونو له مخې د نورو ازادو تركيبونو څخه توپير لري.
8- په ژبه كې دغه تركيبونه ثابت وي. نوي نه جوړيږي خو داسې ځانګړتيا څرګندوي چې ټولنه يې په معنا باندې پوهيږي ځكه چې د ژبې د ويونكو له خوا منځ ته راغلي دي.
9- فرازيالوژيكي واحدونه د نورو ازادو لغتونو (تركيبونو) په څېر د ژبې په لغوي سيستم كې چې موجود دى لغوي معنا ئيزاو ګرامري خاصيت هم لري:
10- ثابت تركيبونه د مكملو جملو په څېر هم راځي لكه:
1- سترګې نه دي تيږې دي 2- ابى مړه شوه تبه يې وشليده.
د جوړښت له مخې كيداى شي دغه تركيبونه ثابت نه وي خو د معنا له مخې يونه تجزيه كيدونكى تركيب (مجموعه) ګڼله كيږي. يا په بله وينا سره يوه اصطلاح د كلمو داسې يوه مجموعه (تركيب) ده چې په نحوي چاپيريال كې بېلا بيل لفظي خپلواكي ساتلى شي. البته هر ډول ګرامري تغيير په كې راتلاى شي خو مشتركه ګډه معنا چې ددغه (غونډ) د اجزاو څخه لاس ته راځى نه تجزيه كيدونكې معنا به وي.
د مثال په توګه كه مونږ د پښتو يو څو فرازيالوژيكي واحدونه په غور سره وڅېړونو دا به جوته شي چې ځيني دغه ډول تركيبونه ثابت او مستقيمه معنا ورځنې نه راوځي بلكې په مجازي توګه معنا وركوي يعنى معنوي اړخ يې د ټول تركيب نه لاس ته راغلى وي او دې سره ګرامري بڼې هم ثابتې وي لكه:
1- د خوشحالۍ نه په جاموكي نه ځايدل 2- د بوسولاندې اوبه تېرول 3- سپين سترګي كول، جګ لوكول. 5- په چپ اړخ پاڅيدل 6- اور په اوبوكى بلېدل.
د نومونو مثالونه:
(د اسمان كټ)، (د اسمان پړك)، (نوك او اورى)، (د لستوڼي مار). د پورتنيو مثالونو څخه څرګنديږي چې په دغو تركيبونو كې لغوي او ګرامري تغييرنه پيښيږي. په دې معنا چې د يوې ټاكلې كلمې پرځاى بله كلمه نه شي راتلاى.
د مثال په توګه : لاس وينځل يوه اصطلاح ده، چې د انكار كولو او صرف نظر كولو په معنا ده او يا لاس ته راوستل هم بله اصطلاح ده كه ددغو پر ځاي داسې وويل شي (لاسونه مينځل) يا (لاسونوته راوستل) دلته ګورو چې فرازيالوژيكي معنا له لاسه وركوي او بيا ازاد لغوي تركيب جوړ وي. په پښتو ژبه كې داسې تركيبونه چې د يو جز په ځاي بله مترادفه كلمه راتلاى شي او ددغه اصطلاح په معنا كې تغييرنه پېښوي يعنى لومړۍ برخه ثابته او دوهمه برخه كې بدلون راځى لكه، زړه اچول او زړه غورځول، خواسړيدل خوايخيدل، زړه ښويدل، زړه غورځيدل. زړه لويدل، خواسړول، خوايخول، زړه تشول، زړه سړول يخول، همدارنګه سور شين كېدل يا سورشين اوښتل، تور سپين كيدل. تور سپين او ښتل او داسې نور.
همدارنګه داسې اصطلاحات هم په پښتو ژبه كې شته چې د تركيب دوهمه برخه يې ټاكلې او ثابته وي مګر لومړۍ برخه كې جلا مترادف الفاظ راغلى وي.
1- تندر پريوتل او ټكه پريوتل (2) قول كول، لفظ كول، ژبه كول، وعده كول په دغو مثالونو كې ګورو چې دغه لفظي تغير د اصطلاح په معنا باندې كومه اغيزه نه كوي او معنا ورسره نه اوړي، كه ووايو ساړه اسويلي كول يا سوړ اسويلى كول. په نوموړي اصطلاح كې په ګرامري لحاظ د جمع پرځاى مفرد راغلى دى مګر بيا هم په معنا كې كوم بدلون نه ليدل كيږي.
د پښتو ژبې په اصطلاح ګانو كې داسې تركيبونه هم شته دى، كه د تركيب د يوې برخې پرځاي يوه بله كلمه راوړله شي د ثابت تركيب په توګه به وي خو د معنا له مخې به توپيرو كړي لكه:
1- هغه تركيبونه چې لومړۍ برخه يې بدلون او دوهمه يې په خپل ځاى وي، د زړه توريدل، په اصطلاح كې د زړه په ځاى سترګي (سترګې توريدل) همدارنګه مخ (مخ توريدل) راشي نو بيا د تركيب په معنا كې بدلون راځي.
2- هغه تركيبونه چې دوهمه برخه يې بدلون ومني خو لومړۍ برخه كې هماغه ټاكلې كلمه وي دلته په معنوي لحاظ ډير توپير په كې راځي.
زړه كول، زړه ساتل، زړه وهل، زړه وړل، زړه ايستل، زړه لويدل، زړه ماتيدل، زړه تشول، زړه خوريدل، زړه چاودل، يا سر (خوړل، خوږول، ګرځول، غړول، ماتول).
لاس (لګول، اخيستل، رسيدل، پورې كول، نيول000).
په پښتو ژبه كې داسې اصطلاحګاني هم وينو برسېره پردې چې د هغو څخه مجازي او كنايي معنا لاس ته راځي نو لغوي معنا يا مستقيمه معنا هم وركوي. لكه: (تاراچول).
الف: په لومړي لغوي معنا كې ښكاري چې تار په ستن كې اچول دي.
ب: په دوهمه معنا كې د اشنايۍ، دوستۍ رابطې په معنا سره لكه د فلاني سره يې تاراچولى دى.
ټنۍ شلول 1- د كميس ټنۍ وشليده.
2- ټنۍ يې سره وشلولې
دلته مقصد او هدف په دوهمه معنا كې د شخړي او جګړې څخه دى.
د جوړښت له مخې اصطلاحات:
په پښتو ژبه كې اصطلاحګانې هم د نورو ازادو نحوي تركيبونو په څېړ دوه ډوله (اسمي، فعلي) بېلولى شو.
1- اسمي (نوميز): د نحوې له مخې دغه تركيبونه اسمي دي. چې د جوړښت له مخي د (Phrase) (غونډ) تركيب سره توپيرنه لري مګر په فرازيالوژيكي لحاظ بيا دغه اصطلاحي غونډونه بېله مجازي معنا څرګندوي د مثال په توګه:
د بوډۍ ټال، د ګيدړواده، د شړومبو مچ، د اسمان كټ، د غاړې غور، د لستوټې مار، د عقله پلى، شين امى، نوك اوورۍ، ټيټ وپاس، د سترګو تور، شين زمرى.
2- فعلى: په پښتو ژبه كې فعلي فرازيالوكيزم په لاندې توګه پېژندل كيږي: د ټول تركيب (فرازيا لوګيزم) نه د فعل مفهوم څرګنديږي او په جمله كې په عمومي ډول د فعل (مسند) وظيفه او دنده ترسره كوي. فعلي اصطلاحات يا فرازيالوژيكي واحدونه هم هغه ثابت لغوي تركيبونه دي چې د دوو اساسي (اسمي (نوميز) او فعلي) برخو څخه جوړ شوي وي چې بشپړ تركيب د (فعل- مسند، خبر) مفهوم څرګند كړي. په جمله كې د مسند (خبر) په دود راځى. د كړنې يا جريان معنا وركوي او سربېره پردې د ګرامري قاعدو تابع وي.
په پښتو ژبه كې يوه اسمي اصطلاح هم د نورو ازادو تركيبونو په څېر د يوه فعل په مرسته فعلي اصطلاح جوړ وي لكه: د شړومبو مچ سره داسې تركيبونه جوړو:
1- د شړومبو مچ دى. 2- د شړ ومبو مچ كيدل.
د پښتو ژبې د فعلي فرازيالوژيكي واحدونو په جوړونه كې هغه عناصر چې فعلي فرازيالوكيزم جوړ وي او نوميز عناصر دي د لغوي كتارونو، لغوي ګرامري مختلف لغات او لغوي تركيبونه دي چې فعلي اصطلاح ګانى يې جوړې كړې دي. په پښتو ژبه كې دغه ډول مثالونه زښت زيات دي چې پر لغوي (تحت الفظى) معنا فرازيالوژيكي معنا يې زياته ده اوعموميت لري. لكه:
اصطلاح اصطلاحى فرازيالوژيكي معنا لغوي معنا
1- اورته اچول له منځه وړل، تباه كول اورته غورځول، سوځول
2- سر له تنى بيلول مړه كول جلال كول، بېلول
3- په ځمكه غورځول اهميت نه وركول پر ځمكه باندې د يو شي
اچول يا ګذارول.
همدرانګه خبره اړول، خبره سپينول، بار درنيدل، پوره كول او داسې نور مثالونه هم شته، چې دلته (پوره كول) د فعل يو مركب شكل دى، خو اصطلاح هم جوړ وي لكه، نيمګړتيا پوره كول.
د كول اوكېدل فعلونه د خپلې پراخې معنا له مخې ډير فعلي فرازيالوګيزمونه جوړ وي.
په پښتو ژبه كې داسمي تركيب سره فعل د (فعلي اصطلاحګانو په جوړولو كې ستره برخه لري.
په دې توګه مونږ ويلى شو، چې فرازيالوژيكي واحدونه د هماغو لغتونو په اساس جوړيږي چې په ژبه كې موجود وي. دوه يا زيات لغتونه سره يو ځاي كيږي او ټول تركيب په مجموعي ډول يوه خاصه او ټاكلې معنا لري او د نورو لغاتو په څېر د ژبې په لغوي سيستم كې شامل لغوي معنا معنايز ګرامري خاصيت هم لري.
په پاي كې ښايي يادونه وكړ وچې ټول فرازيالوژيكي واحدونه(1) برسېره د خپلو فرازيالوژيكي معناو په ساتلو د ژبې په نحوي ساختمانو (جملو، فقرو، كې نحوي وظيفه هم ترسره كوي.
په دي معنا چې (اسمي او فعلي) فرازيالوژيكي واحدونه په جملو كې د اجزاو په توګه د جملې اركان مسند اليه او مسند (مبتداء او خبر) جوړوي. همدارنګه برسېره پردې چې په جملو كې د غونډونو وظيفه لري په خپله هر تركيب په نحوي چاپيريال كې د بشپړې جملي په توګه هم راځي: اوبه په ډانګ بيلول، اوبه په ډانګ نه بليږي.
1- د لستوڼي مار، يو اسمي فرازيالوژيكي واحد دى. په جمله كې داسې راځي. (دښمن د لستوڼي مار دى).
2- په سترګو كې خاوري اچول، په سترګو كې يې خاورې واچولې. په سترګو كې خاورې اچولى.
3- سرتندي وهل (پښيماني كول) په معنا.
ځلمي سرتندى وهي. ځلمي له خپل ورور څخه سرتندى ټكوي. (سرټكول) د شكايت په معنا.
څنګه چې ليدل كيږي متلونه او (Phroverbial, Saying) مقولې غوره ويناوې هم ثابت او ټاكلي تركيبونه دي خو معمولا دغه ډول مفاهيم د پوره جملو په توګه راځي لكه: هم يې كري هم يې يبي. اوښان نه ژاړي بارونه ژاړي، ترخه خوره ترخه مه وايه.