ټول افغان لومړی مخ کتابتون لومړی مخ
لړليک د ليکوالې لنډه پېژندنه
شپږم څپركى

په پښتو جملو كې د جملې د يوې برخې يا اجزاو (ايلپسي Ellpsis) د حذف مسئله:
مونږ د پښتو ژبې په جملو كې داو ښود له او په ټاكلي او معينه توګه څرګنده شوه چې هره يوستوې او يا غبرګه جمله د مسند اليه، مسند يا (فاعل، مفعول، فعل) درلودونكي وي چې بيا هره برخه دخپلو مربوطه توكونو (اجزاو) سره په ټاكلي او ثابت ترتيب سره راځي. ولې دلته مونږ هغې موضوع ته پاملرنه را اړوو چې كله يوه جمله يا يو بشپړ مطلب داجزاو په لحاظ بشپړ نه وي.
خو د ابايد ووايو چې په متن (كانت كس..) كې د جملې د اجزاو يا د برخو حذف او نه راوړل د جملې په معنا كې كوم بدلون نه ښيي البته په دې شرط چې يوه قرينه او نښه ولري. مونږ ددې مقصد له پاره د يوستو او غبرګو جملو ځيني مثالونه په لنډه توګه راوړو. كه څه هم دا موضوع ډيره پراخه او زياته څيړنه غواړي.
الف: د (فاعل (مسند اليه) حذف:
لومړۍ بېلګه: زمرك پوهنتون ته راغى او ولاړ:
په دويمه جمله كې ولاړ په يوازې توګه راغلى دى چې اوريدونكى او لوستونكى دجملې د لومړۍ برخې په معنا پوره پوهيږي او فعلونه د عطف په صورت كې راوړل شوي دي، نوپه دې اساس د دويمې جملې فاعل هم څرګنديږي چې په خپله (زمرك) دى.
څنګه چې په لومړۍ جملې كې د فاعل د نوم (زمرك) يادونه شوې ده نو په دويمه جمله كې يې راوړل ضروري خبره نه ده.
دويم مثال:
اوښكې خوړونه شول بيا سيندونه شول او بيا ويالې شوې او وروسته د ګل پرشاخ كې وچليدې.
په دغې جملې كې هم د يوه مسند اليه (فاعل) له پاره څو مسنده (فعل) او يا د هر مسند له پاره مسند اليه هماغه قرينه يعنى د لومړۍ جملې فاعل سره ارتباط لري. كه چېرې لومړۍ جمله نه وي نو بيا به خبره بل ډول وي.
درېيم مثال:
هلك هم پوه دى او هم زياركښ يا هره ژبه له بلې نه څه اخلي او څه وركوي. په دغو جملو كې د (هلك) او (هره ژبه) تكرار په دويمه جمله كې لازمه نه ګڼل كيږي.
څلورمه بېلګه: په هغو جملو كې چې فاعل يې شخصي ضميرونه وي نو د فاعل نه راوړل د معنا له پاره كوم ضرر نه پېښوي ځكه د فعلي خاتمې له مخې د شخص (فاعل) څرګندونه كيږي.
په كلي ورننوتم= زه په كلي ورننوتم.
د يوې نندارې په ننداره شوم = زه د يوې نندارې په ننداره شوم.
پنځمه بېلګه كې ګورو چې مسند اليه د اختصار او لنډيز په غرض حذف شوى دى(1) كه په يوې پوښتنې كې مسند اليه (نوم) راغلى وي نو په ځواب كې يې بيا راوړلو ته ضرورت نه ليدل كېږي.
1. ملا نصرالدين چېري و؟ 2- تاسى چېرته اوسيږئ؟
د لومړۍ جملې ځواب (په كور كې دى) او د دويمې جملې ځواب (په كابل كې اوسيږو) دلته مسند اليه نه راوړل كيږي نو اصل مطلب ته كوم زيان نه رسوي.
شپږمه بېلګه:
كله د مسند اليه (نوم) څرګندول مناسب نه وي نو بيا نه راوړل كيږي.
او يوازې د ځاى او قرينې له مخې ويونكى او اوريدونكى پوهېدلى شي لكه (هلته پټ ناست دى) په داسې صورت كې چې بل چاته يې د نوم ښودل نه غواړي.
اوومه بيلګه:
د خطر او سختۍ او دوخت د تنګۍ په وخت كې: هله سوځي! ګوره پر يوځي! په دې ځاى كې مسند اليه حذفيزي او د ځاى او حال قرينه ورباندې دلالت كوي.
ب: د مفعول حذف:
په نحوه كې مفعول هم د فاعل د نائب په توګه د مسند اليه حيثيت لري او كله كله حذفېږي يعنى د نوم اخيستنه يې ضرر يا عيب او يا تكرار وي.
1- دوه دانې مې واخېستل يعنى (دوه كارتوسه).
2- د سوال په ځواب كې راوړل يې هم بې ضرورته بريښي يعنى كه په سوال كې راوړل شي نو په ځواب كې يې راوړل نه ښايي.
سوال: تا ژمني كالي جوړ كړي دي؟
ځواب: هو جوړ كړي مې دي.
بل مثال: ملالۍ خپلې ملګرې ته ليك ليكلى دى؟ هو ليكلى دى.
ج: د فعل حذف: د فعل يا كومكي فعل نه راوړل (حذفيدل) هم د پښتو ژبې په خاصو نحوي او سبكي جملو كې وينو چې په لاندې كرښو كې يې بيانوو:
1- په پښتو ژبه كې كه څه هم په نحوي چاپېريال كې د فعلي او اسمي جملې خبر د فعل بشپړ فعل او كومكى فعل په مرسته جوړيږي ولې په ايلپسى (حذف) موضوع كې دغه برخه نيمګړي كيږي. ددې لپاره لومړى د هغو جملو مثالونه چې د مسند اليه او مسند څخه وروسته د (اسناد) كومكي فعل حذفيدنه وي راوړو او وروسته بشپړ فعلي اشكال:
مونږ دغه ډول مثالونه د پښتو ژبې په اصطلاح ګانو، متلونو، ديالوګونو، خبرو اترو، سوال و ځواب او ځينو نورو جملو كې ليدلى شو: خپل عمل دلارې مل. كوزوږ له خپله لاسه خوږ. د بيزو د وستي د ځان تاوان. دروغجن هيرجن.. په دغو مثالونو كې خپل عمل، كوږوږ، دبيزو دوستي، دروغجن د جملې مسند اليه او نورې پاتې برخې يې مسند دي ولې اسناديې حذف شوي دي.
2- په هغو جملو كې چې غبرګ مطلب ولري يعنى ددوو جملو ساختماني شكل ولري هم كومكي فعل په دواړو برخو كي نه وي راغلى لكه (سردې ګل بيخ دې پياز).
(څوك خپه څوك خوشحاله) (زه په تمه ته بې غمه) (خبرې ډيرې سريې يو) په اوله جمله كې (دى) دويمه كې (وي) دريمه كې (يم يې) څلورمه كې (دى) حذف دي.
3- په جمله كې چې لومړۍ برخه پوره او دويمه يې د كومكى فعل ولېدلى وى.
نه خان يم نه زميندار … ځان ښه دى كه جهان…
خپله خوله هم كلاده هم بلا. . . هلك هم پوه دى هم زيار كښ.
ياوړ دى يازوړ. كتابونه ډېروو څه يې ښه… او څه يې نه…
4- په هغو غبرګو جملو كې چې فعل په دواړو كې مشترك وي د تكرار د مخنيوي په غرض:
1- چا ياران كتل چاماران.
2- يو موټر د پاسه راغى يو دښكته او دواړه سره وجنګيدل.
3- زه ستاسې نه خوښي څرګندوم او هغوي نه هم.
4- يو ځان نه ويني او بل جهان 5- كارغه يوه خواګرځي، بلبل په بله خوا.
6- د چا ديدار په كاردى او د چا دينار…
په دغو جملو كې ليدل كيږي، چې د غبرګو جملو په توګه استعماليږي لومړۍ جملې د فعل او فاعل له مخې پوره دي مګر دويمې جملې يې د فعل (مسند) ټوله برخه او يا يوه برخه حذف شوې ده.
5- همدرانګه په ځينو شرطيه يا د پوښتنې په جملو كې هم حذف راځي لكه: چاي څښي كه اوبه؟
6- مسند (فعل) د سوال او ځواب په جملو كې هم حذفيږي په دى معنا چې.. په سوال كې مسند راوړل شوي وي مګر په ځواب كې د لنديز لپاره نه راوړل كيږي لكه:
س: ړوند له خدايه څه غواړي؟ ج: دوي سترګې.
س: افضل خټك څوك دي؟ ج: د خوشحال خټك لمسى
7- په تعجبي جملو كې هم د جملې ځيني غړي نه راوړل كيږي لكه:
1- رښتيا! 2- څه عجبه! 3- څنګه ناوخته! 4- افسوس!
5- سحرمې د ماما د پټي په سر پنځه زره روپۍ اخيستې دي! تعجب! ايله پنځه زره روپۍ!.
8- په وينا كې (فعل) د ځينو خاصو ځانګړتياو او سبكي خصوصياتو له امله هم يوه جمله پوره نه راوړل كيږي يعنى په هنري ادبياتو كې په خاص سبك سره ليكوال د جملې د ځينو برخو بشپړول د لوستونكي ذهن ته پريږدي لكه:
1- مونږ څه هيبت څه ويره او څه د ټانګې او اسپې بد حال . . .
2- ماوي څه ګذاره000
3- دا مو دويمه غله ژرنده000 همدارنګه كله د تمسخر او خندا په غرض:
تاسو زمونږ تيار خواره . . .
د: كله په جمله كې قيدونه هم حذفيږي يعنى نه راوړل كيږي لكه:
په يوه باغ كې ځيني خس او خاشاك ټولوي او ځيني د ګلو دستې جوړ وي.
په دغې جملې كې د ځاي قيد (په يوه باغ كې) د دواړو جملو شامله برخه ده خوپه دويمې جملې كې يې حذف شوى دى خو د قرينې له مخې په مقصد پوهيداى شي. په همدې توګه مونږ زيات مثالونه ښودلى شو.

په ژبه كې دوينا د ګرامري اجزاو د ماهيت بدلون
(كونوېرژن (Conversion
په واقعيت كې كونويرژن اړونه، ګرځونه (له يوه حالت نه بل حالت ته تغيير، تصرف يا اړول، ګرځول، بدلول او معنا ته تغيير وركولو مفهوم لري.(1) چې په دې توګه شرح كيږي:
الف: د يوې كلمې څخه د نوي لغتونو د جوړلولو طريقه هم ده په دې معنا چې په لغت جوړونه كې د اصلي كلمې مطلب د نورو اجزاو د تركيب سره اوړي(2) د مثال په توګه.
(توروالى) په پښتو ژبه كې يوه (اشتقاقي كلمه ده، چې د (تور) صفت او (والي) ورستاړي څخه جوړه شوې ده. دلته ګورو چې صفت ددغې لاحقې سره دماهيت له مخې په نوم باندې اوښتى دى.
يا دا چې د يوه اسم څخه د فعلي تركيب جوړول هم (اسمي) معنا په فعلي بّاندې بدلوي. د ژبپوهنې اصطلاحي قاموس كې داسې هم راغلي دي چې يو اواز په بل اواز اوړي او يا خو (يو غږن اواز په بې غږه يا بې غږه په غږن اواز باندې بدل شي)(3) خو مونږ په دې برخه كې د اوازونو په كانويرژن باندې نه غږيږو يوازې په لنډه توګه د ځينو لفظى واحدونو لكه د (نوم، صفت، قيد، فعل) بدلون د ماهيت او معنا له مخې څېړو، ځكه دغه هم زمونږ د موضوع سره اړخ لګوي.
كه څه هم دا موضوع ډيره ارزښتناكه او د غوروړ ده او په دې برخه كې څه كار هم نه دى شوى نو په دې توګه خورا زياته څېړنه هم په كارده.
په پښتو ژبه كې دوينا د ګرامري اجزاو د ماهيت بدلون:
د ګرامري اجزاو د ماهيت بدلون دا معنا لري چې يوه كلمه د ګرامري اجزاو د يوې معنا پر ځاي بله معنا او ځانګړتيا ترلاسه كړي، چې دغه تغير او بدلون ته كونويژرن يا د الفاظو معنوي تغيير ويل كيږي. د الفاظو معنوي تغيير يوه نحوي او سيمانتيكي مسئله ده چې يوازې او يوازې په جمله كې ښه څرګنديږي.
په پښتو ژبه كې يو شمير داسې كلمې او لغتونه شته چې د هغو معنا پوره روښانه نه وي د مثال په توګه د اسم، صفت او قيد كلمې چې ددوي ترمنځ بېلوالى په ځينو ځايو كې ګران دي ولې په نحوي چاپيريال كې هغه د استعمال له مخې خپله معنا څرګندولى شي.
همدرانګه د يوه اسم او صفت ترمنځ بېلوالى هم د نحوي موقعيت له مخې سره بېلولى شو د نحوي دريځ له مخې وينو. چې يو صفت په اسمي معنا بدل شوي وي او يا برعكس.
هغه عمليه چې يو صفت، فعلى صفت..) په نوم (اسم) بدل او اسمي مطلب څرګند كړي د سوبستانتيوا څيه (اسمي كيدنه) په نامه ياديږي او يا برعكس كه نومونه. . . د صفت په معنا راغلى او يا د صفت دنده ترسره كړي دغه عمليه بيا (اديكتيو اڅپه) په صفت اوښتي وي يعنى (صفتى كيدل).د مثال په توګه:
په جمله كې د الفاظو د استعمال له مخې مونږ ويلى شو چې دغه كلمې څه حيثيت او دريځ لري. اسم دى كه صفت كه قيد او يا څه نور اشكال دي.
البته د لفظ او شكل له مخه څه نه شوويلى ځكه په پښتو ژبه كې د اسم او صفت ترمنځ د شكل له مخه دګرامري كټه ګوريو په لحاظ كوم خاص توپيرنه وينوولې د معنا په لحاظ توپير ښكاره كيږي. د څرګندونې له پاره يو څو نومونه او صفتونه سره پرتله كوو او ګورو چې د شكل له مخې څه ګرامري بېلوالى لري او كه نه.
اول- نوم: الف: په پښتو ژبه كې يو شمير نارينه نومونه دي چې د (ay -ى) په غبرګ غږ ختم وى. د ګرامري كټه ګورۍ له مخې مفرد عدد، نارينه جنس او اصلى حالت لري لكه. لرګى، سړى، ستورى، غړى، ميږى، ورى.
ب: هغه نومونه چې په كانسونينټ ختم وي دا هم مفرد نارينه اصلي حالت لري لكه: كور، اور، لور او داسې نور.
دويم: الف: په پښتو ژبه كې داسې صفتونه هم لرو چې په نرمه (ى) (ay) په غبرګ غږ مختوم وي او د ګرامري كته ګورۍ له مخې هم مفرد عدد، نارينه جنس، اصلي حالت لري لكه: نوى، پردى، وږى، ښكلى، لوى، سوى.
ب: هغه صفتونه چې په اصلي غږونو (كانسونينټ) ختم وي.
او هم مفرد، عدد، نارينه جنس، اصلي حالت لري لكه: تور، موړ، سپين، سپور، كوز، ړوند.
د نوموړو مثالونو له مخې ګورو چې د صرفي اوليك دود (ارفوګرافي) له مخه څه توپيرنه لري او په دغو كلمو كې جنس عدد او داسې نور ګرامري او لفظي نښې هم نشته چې يو تربله يې بېلونه وكړاي شي.
په دې توګه دغه لاندې مثال په مقايسوي ډول ګورو:
(ونه، لښته، مفرد مونث نومونه دي او (پخه، سپينه) هم مفرد مونث صفتونه چې جمع يې (ونې لښتې) (پخې- سپينې) دي.
ج: په پښتو ژبه كې يو شمير ځيني سو فكسونه هم شته دي چې هم د اسم د جوړولو او هم د صفت د جوړولو لپاره په كاريږي لكه: څوكيدار، زميندار (اسم). ميوه دار، ګلدار (صفت) پنډي، جوالي (اسم) وطني، دولتي (صفت) په دې توګه د بنوال او كامه وال ترمنځ هم كومه ښكاره د بېلوالي نښه نه وينو. په دې حساب ددغو پورتنيو ګرامري شكلونو او سوفيكسونونه د اسم او صفت بېلوالى نه څرګنديږي ځكه دغه ګرامري او اشتقاقي نښې نښانې په نوم او صفت كې مشتركې دي. يوازې د مفهوم او موقعيت له مخه سره بېلېداى شي.
يو بل مثال داسې راوړو:
1- (يو ليكونكى سړى) (2) (دكتاب ليكونكي وويل) د ساختمان او جوړښت له مخې لومړۍ مثال عددي توصيفى تركيب دى او دويمه جمله، چې د كتاب ليكونكى اضافى تركيب دى او د جملې د مسند اليه په توګه راغلى دى. دلته ګورو په لومړي مثال كې (ليكونكى) صفت دى چې د نوم (سړى) سره اړه لري او ګرامري مطابقت هم په كې موجود دى. تر موصوفه د صفت وړاندې والى هم په كې ليدل كيږي.
او په دويم مثال كې ليكونكى په خپله اسم دى، چې د فعلي جملې د مبتدا (فاعل) او اسم دنده ترسره كوي او د (وويل) فعل سره تعلق لري.
په جملو كې د ګرامري اجزاو د ترتيب په هكله بايد ووايو: په پښتو ژبه كې د كلمو موقعيت په جملو كې يو څه ثابت شوى شكل لري يعنى اول اسمي غونډ (مسند اليه، فاعل) او په پاي كې فعل (مسند) راغلى وي. او صفت د اسم نه د مخه او مفعول، ظرف، قيد هم د فعل څخه د مخه راځي مګر دغه ترتيب كله هم اوړي چې دجملو د اجزاو د ترتيب په برخه كې مو ورته اشاره كړې ده.

په اسمى توګه د كلام (ځينو ګرامري) اجزاو او ښتنه

1- صفت د اسم په توګه : (Substantivization :

زمونږ سپين ږيري د قدر وړ دي يا زمونږ مشران ښه خلك تېر شوي دي. مشران سره جرګه شوي دي.
په نوموړو جملو كې سپين ږيري يا مشران صفتونه دي چې د نوم په توګه راغلي دي. محترمو مشرانو! مشران په ندايي حالت كې د اسم په توګه دريځ لري يعنى په خپله د اسم وظيفه يې ترسره كړې ده. چې د نورو اسمي ډلو په څېر د صفت، قيد او نورو توابعو قبلوونكي هم دي. دلته ګورو چې د (مشران) معنوي دريځ هم هغسى دى لكه چې (دوستان) يې لري.
د (محترمو دوستانو!) په جمله كې وينو (محترم) د دوستانو سره توصيفي تركيب ګڼل كيږي نو د (مشران) سره هم محترم دغه ډول تركيب دى.
همدارنګه (لويان مهربان دي) (كشران بې تجربې وي). هم په دغه ډول مثالونوكې راځي. په دې توګه سپين ږيرى (د زوړ په معنا) او سپين سترګى صفتونه دي چې په جمله كې د نوم (فاعل) په توګه راځي لكه: سپين ږيري راغى ياسپين سترګې ولاړه.
دويم: فاعلي صفات هم زيات اسمى رنګ غوره كوي. اولا داسې مثالونه په پښتو كې لرو چې دغه فاعلي صفات كورټ اسم ته اوښتي دي. او خپله اصلي صفتي معنا يې له لاسه وركړې ده. لكه: ښوونكى، چلوونكى، ګنډونكى چې د (ښوول، چلول، كنډل) د فعلي ريښي څخه جوړ شوي دي. همدارنګه ځيني داسې مثالونه هم وړاندې كوو چې د فاعلي صفت معنا په اسم اوښتي وي بيلګه:
ځيني معلومات ګرانو اوريدنكوته وړاندې كيږي.
دلته (اوريدونكوته) په دويم حالت كې د اوريدونكي دجمع شكل دى چې د (ته) پسينې د عمل په وجه يې (و) وروستاړى منلى دى او د جمع اسم ارتباطي (مفعول له) حالت په توګه راغلى دى. دغه شان د (ښه اوريدونكى، ښه ليكونكى) په تركيب كې داسمي مركز په توګه وظيفه لري.
درېيم: مفعولى صفت د اسم په توګه:
1- مار خوړلى له رسۍ همه بېريږي 2- اوبو اخستى خلوته هم لاس اچوي.
3- خداى بخښلي څه ښه كارونه يې سرته رسولي دي.
څلورم : مصدر داسم په توګه:
1- كښتۍ را وځغليدې او د مالونو كوزيدل او ختل شروع شول.
2- ددې باغ په ښايسته كولو كې د طبيعت نه علاوه د روزنې لاسونه هم خپل پوره كمال ښودلى دى

اسم د (صفت په توګه (اديكتيوا څيه):

دلته يو اسم د صفت په توګه معنا ښندي لكه:
1- دوي په تياره كوټه كې ناست دي (2) دلته رڼا ورځ نه ده.
په دغو مثالونو كې (رڼا اوتياره) په اصل كې نومونه دي ولې په دغو جملو كې د صفت په توګه دنده لري.
فعلي صفت د مطلق صفت په توګه راغلي وي:
1- مسافر وړونكې كښتۍ د سمندر په غاړه ودريده. 2- خبررسوونكي اژانس وويل
3- خبر لوڅ خلك بل كارنه لري. 4- له پروت زمري نه ګرځنده كيډر ښه دى
په دغه مثالونو كې كښتۍ، اژانس، خلك، كيدړ نومونه دي چې فعلي نومونه، صفتونه د مطلق صفت په توګه ورسره كار وركوي.
همدارنګه مفعولي صفات هم په دې برخه كې راتلاي شي لكْه:
1- وهل شوى كاروان راورسيد. غم ځپلى زړه يې وچاود.

صفت دقيد په توګه:

څنګه چې په ځينو ځايونو كې د صفت او اسم پېژندل ګران كار دى په همدغه توګه دصفت او قيدونو بېلو نه هم څه قدرې فكر غواړي مګر دغه توپير په نحوي چاپيريال كې ډيره اسانه خبره ده، ځكه په پښتو ژبه كې صفات دقيد په توګه دنده تر سره كوي او هم د تاكيد په مفهوم سره راوړل كيږي. څنګه چې وينو يو صفت په يوې جملې كې صفتي معنا لري مګر هماغه نوموړى صفت په بلې جملې كې دقيد او تاكيد وظيفه لري لكه دغه لاندې څو مثالونه ګورو.
ماليار ښه ګلان وكرل. بزګرانو ښه غنم وريبل. دلته (ښه) د يو صفت په توګه معنا وركوي مګر په دې جملو كې: بزګرانو ځمكه ښه او به كړه. خوشحال خان ښه تورځن و.
په دعو جملو كې (ښه) د قيد دنده لري. ايا دوي ډير ښه خلك دي. 2- دوي ډير ښه كار كوي.
په اوله جمله كې (ډير ښه) قيد او تاكيد دى او د اسم (خلك) سره توصيفى تركيب په توګه داسمي جملې خبر جوړ وي.
په دويمه جمله كې (ډير ښه) تاكيدي قيد دى. او د فعلي جملې د خبر دمتعلقاتو څخه دى. يا دا بل مثال ته هم پاملرنه كوو:
1- ترنده غوا راغله 2- ترنده ترنده شاوخوا ګوري. 3- غواو تريده. په اوله جمله كې د صفت او په دويمه جمله كې قيدي معنا وركوي. مګر په دريمه جمله كې داسمي ماهيت پر ځاي فعلي ماهيت لري.
دا وو په پښتو ژبه كې دوينا د ګرامري اجزاو د ماهيت بدلون (كونويرژن) ته لنډه غوندې كتنه.

نتيجه او وروستۍ خبري

په نورو ژبو كې د نحوې په برخه كې البته كافي كارشوى دى ولې په پښتو كې تر اوسه پورې د پښتو ژبې او ادب د اسمان ځلانده ستوري لوى استاد علامه پوهاند رشتين د ګرامر څخه پرته بل كوم بشپړ علمي او اكاډيميك كارنه دى ترسره شوى او زه هم په دې توګه د ډيرو ستونزو سره مخامخ شوى يم ليكن د څو كالو په ترڅ كې مې ددې اثر د ليكلو دپاره د مخه مواد راغونډ كړل ترڅومې دغه پلان ترسره كړ. البته زما دغه كار به هم په سلوكې سل بشپړنه وي ځكه چې د يوې ژبې ټولې بشپړې نحوي ځانګړتياوې ددې اثر د حوصلې څخه لوړې دى.
څنګه چې د نحوې غرض او مطلب د يوې ژبې دجملو قسمونو او ډولونو او د جملو د جوړښت، تركيب او په جمله كې د كلماتو ترتيب او يو تربله ددوي ترمنځ ارتباط او پيوستون مطابقت او نورو حالاتو څېړل دي، چې ددې څېړنې د پېژندنې د هدف له مخې چې لوستونكي او زده كوونكي د پښتو ژبې د ښوروانو جملو او د فصيحو او بليغو عبارتونو په واسطه خپل مطلب او مقصد په ښه شان څرګند كړي. عبارت او جملې د كړكيچ او عيب نه خالى وي. نومونږ د كار د اسانتيا دپاره لومړى د صرف او نحوې توپير په دويم څپركې كې روښانه كړى دى او بيامو د پښتو ژبې د نحوي واحدونو (تركيب او جمله) په هكله هم څرګندونې كړي دي چې پخپل ځاى په مفصل ډول راغلي دي.
په دې توګه د پښتو ژبې هغه ټول تركيبونه چې نحوي ساختمانونه جوړ وي يعنى (اسمي او فعلي) د جوړښت او ساختمان او معنا له مخې په بشپړه توګه د زياتو مثالونو سره روښانه كړي دي، چې دغه موضوع هم درسالې په يو بيل فصل كې راغلې ده.
مونږ ته د پښتو ژبې د نحوي تركيبونو د څېړنې څخه داسې جوته شوه چې تركيبونه د ګرامري مطابقتونو او ترتيب په اساس تركيب او ارتباط ساتي چې دغه رابطه او اړيكي په دوو صورتو سره وي:
1- ربطي او عطفي 2- مطابقت.
همدارنګه د غونډ (تركيب) په جوړښت كې يو عنصر د تركيب اساسي غړي په توګه چې زړى يا هسته ورته ويلاى شو ځاى لري او د نورو غړو سره ټاكلي اساسي عمده رول لري. ددې له پاره دغه لاندې مثالونه څېړو:
1- نامتو شاعر: يو تركيب (غونډ) دى چې (شاعر) ددغه غونډ د اصلى جزاو د اساسي (زړي) په توګه پېژندل شوى دى. كه چېرې دغه غونډ لاپسې اوږد (لوى) شي بيا هم د شاعر نوم ثابت او د هستې په توګه پاتې كيږي. لكه:
پياوړى نامتو شاعر او يا زمونږ ننګيالى، توريالى، پياوړى، نامتو شاعر په غونډ كې (شاعر) د تركيب اساس دى.
همدارنګه كه دغه تركيب په جمله كې راوړو:
زمونږ پياوړى نامتو شاعر خوشحال خټك دى. يا (ژوندى دى) كه د لوړو تركيبونو څخه د شاعر نوم له منځه وباسو پاتې برخه خپله معنا له لاسه وركوي او ددغو پاتو برخو ترمنځ ارتباط پرې كيږي. دلته ليدل كيږي چې (شاعر) د غونډ او د (جملې) مركزي هسته جوړ وي. د همدغه مركزي (زړي) (شاعر) له مخې د تركيب (غونډ) د اجزا و ترمنځ رابطې او مطابقت موضوع او د جملې د اجزاو (برخو) ترمنځ رابطه او مطابقت په ښه توګه څرګنديداي شي.
د پښتو ژبې د جملو د جوړښت په باب بايد ووايو چې:
1- په عمومي توګه لومړى مسند اليه (مبتدا) او ورپسې مسند (خبر) راځي.
2- د پښتو ژبې د جملې اجزاوې: فاعل او فعل ترمنځ د فعل متعلقات وړاندي وروسته كيداي شي چې دغه موضوع د جملو په ترتيب كې په پوره توګه ذكر شوې ده.
بله خبره دا ده چې په پښتو ژبه كې د مسند او مسند اليه سمون او مطابقت په بشپړه توګه روښانه شوى دى. مونږ پخپله څېړنه كې په پښتو ژبه كې جمله د شكل او جوړښت په لحاظ په دووډلو ويشلې ده.
1- يو ستوي (ساده) جملې 2- غبرګې (مركبې) جملې.
چې بيا دغه هره يوه په لنډو او اوږدو باندې بېلې كړاى شوي دي.
د پښتو ژبې د يوستو جملو په برخه كې كومه خاصه نظريه نه ليدل كيږي ولې د مركبو (غبرګو) جملو په باب ځينې بېلې نظريې شته دي. د مثال په توګه دلاريمر په ليكنه كې چې يوه پېړۍ د مخه د پښتو ژبې دجملو په باب داسې نظريه درلوده چې (ګوندې پښتو ژبه د غبرګو او اوږدو جملو استعداد نلري بلكې داسې جملې پكې شته چې په هغې كې ډير ساده او ابتدايي جوړښتونه ليدل كيږي).
ولې دا نظريه په عملي ډګر كې د قبلولو وړ ځكه نه ده، چې هره ژبه ځانته د جملو په جوړښت او ترتيب كې يوه خاصه ځانګړتيا لري او هغه څوك پرې ښه پوهيداي شي چې هم په ژبه كې پوهه او پوره لاس ولري. مونږ د پښتو ژبې د ادبي او محاوروي موادو په استنادويلاي شو، چې پښتو ژبه برسېره د يوستوو (ساده) جملو په درلودلو سره د غبرګو (مركبو) جملو ساختمانونه هم لري چې يو زيات مثالونه او تحليلونه يې د مركبو جملو په برخه كې راغلي دي ولې دا خبره بايد له ياده ونه باسو چې پښتو ژبه ډير كړكېچن او مغلق جوړښتونه نشي زغملاى بلكې د مطلب او مقصد افاده د فصيح او بليغو عباراتو په واسطه څرګنديږي، كومې كړكېچنې او مغلقې جملې چې په پښتو ژبه كې اوس استعماليږي هغه د نورو ژبو د اغيزې او يا د نامناسبو ترجموله لارې جوړې شوي دي.
لنډه دا چې پښتو ژبه د نحوي جوړښتونو په لحاظ ډيره شتمنه ده.
په پاي كې ددې خبرې يادونه كوو، چې د پښتو ژبې د ګرامر د علمي اساس په ټينګښت كې د پښتو ژبې بېلا بېلې لهجې او ادبي ژبه د متقابلو اړيكو له مخې په پوره توګه مرسته كولاى شي!!!

اخيستنځي

1. الفت. ګل پاچا، املا او انشاء پښتو ټولنه، كابل، 1338لمريز كال
2. الفت: ګل پاچا، لغوي څېړنه، عمومي، مطبعه، كابل، 1321لمريز كال
3. الهام پوهاند محمد رحيم، روش جديد در تحقيق دستور زبان دري، پوهنتون، كابل، 1349هـ ش.
4. الهام پوهاند محمد رحيم، تيوري هاي نحو در زبان دري، د ادبياتو پوهنځي، ګستتنر 1358ع
5. اسلانوف. م. س، پښتو روسى قاموس، د شوروي دايره المعارف، مسكو 1966ع
6. اخمانوا. و. س، د ژبپوهنې اصطلاحي قاموس، شوروي دايره المعارف، مسكو 1966ع
7. ايازي، محمداعظم، قواعد پښتو، كابل، 1318 هـ ش
8. اطلاعات او كلتور وزارت، پښتو چاپي اثار، كابل، 1357لمريز كال
9. بېنوا عبدالروف، اوسني ليكوال، لومړى ټوك، كابل، 1340لمريز كال
10. بينوا، عبدالروف، ادبي فنون. پښتو ټولنه، كابل 1326لمريز كال
11. برتلس. ي. د پښتو ژبې كندهاري لهجه، ليننګراد 1935ع
12. برتلس. ي. د پښتو ژبې جوړښت، ليننګراد، 1935ع
13. بيټنى، منتظر، پنځه حرفونه ديارلس اوازونه، پيښور، 1974ع
14. پښتو ټولنه، انګليسي پښتو قاموس، كابل، 1975ع
15. پښتو ټولنه، توريالى پښتون، كابل 1950ع
16. پښتو ټولنه، ننګيالى پښتون، كابل، 1345ع
17. پگښتو ټولنه، پښتو څېړني، كابل، 1354لمريز كال
18. پنزل، هربرت، پښتو ګرامر (د پوهاند الهام ترجمه) كابل پوهنتون (1340 لمريز)
19. افغان پور، امين (موسكا) د ليكوالو اتحاديه. كابل 1362لمريز كال
20. خټك، خوشحال خان، كليات خوشحال خان، پيښور. 1960 ع كال
21. خټك، اجمل، كچكول، پيښور 1944ع كال
22. خيال، عظيم شاه، صرف ونحو پښتو، پيښور، 1944ع كال
23. خانلري، پرويز، دستور زبان درى، ايران، 1352 ل كال
24. دوست، دوست محمد، د افغانستان ژبې او توكمونه، پښتو ټولنه. كابل. 1354ل كال
25. دوريانكوف، ن. ا. پښتو ژبه، د شرقي ادبياتو مطبعه، مسكو، 1960ع كال
26. ډار مستتر. تاريخ تلفظ و صرف پښتو، جلد اول و دوم، كابل چاپ
27. رحيم الله، قاضي، ګنجينه افغانى، پېښور، 1938ع كال
28. رښيتن، صديق الله، اشتقاقونه او تركيبونه، پښتو ټولنه، كابل، 1326 لمريز كال
29. رښتين، پوهاند صديق الله، پښتو ګرامر اول جز، پښتو ټولنه، كابل 1327لمريز كال
30. رښتين، پوهاند صديق الله، پښتو ګرامر دوم ټوك، كابل، 1370 لمريز كال
31. رښتين پوهاند صديق الله، پښتو مصدرونه، پښتو ټولنه، كابل، 1344 هـ. ل كال
32. رښتين، پوهاند صديق الله، ژب ښودنه، پښتو ټولنه، كابل 1343-1343 لمريز كال.
33. رښتين پوهاند صديق الله، د هند سفر، پښتو ټولنه، كابل، 1334 ل كال
34. زاحيلى، سيد راحت، د پښتو قاعدې، قصه خوانۍ بازار پيښور، 1954 ع كال
35. رشتين ډاكتر زرغونه، د لرې او برې پښتونخوا په ادبي پښتو ژبه كې د لهجې خصوصيات، مسكو 1975ع كال (د ډاكترۍ تيزس).
36. زيور. ډاكتر زيور الدين، د پښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره، كابل پوهنتون 1360لمريز كال
37. سيميونوف. يورس. د عمومى ژبپوهني اساسات. مسكو، 1975ع كال
38. شاكر نور احمد، ژبنۍ څېړنې، د ادبياتو پوهنځى، كابل 1350لمريز كال
39. عطا الله. د پښتنو تاريخ، لومړى ټوك، حربى پوهنتون مطبعه، كابل 1359لمريز كال.
40. عوريا خيل، كوثر، حسين بخش، د هندو اروپايي او سامي ژبو ويشنه، پېښور، 1359ع كال
41. عوريا خيل، كوثر، حسين بخش، افغان يو ريشايي او سامى ژبو ويشنه، پېښور، 1961 ع كال
42. كاكړ، پير محمد. معرفه الافغاني، كابل، 1356ل كال
43. كالينينا. ز. م، د ادبي پښتو ژبې لغت پوهنه، د علومو مطبعه، مسكو، 1972ع كال
44. كود و خوف . و. ي. عمومي ژبپوهنه، لوړ ښوونځي، مسكو 1974ع كال
45. ګلووانوا. ل. ز،. د خارجي محصلينو له پاره د ژبپوهنې درسي كتاب، د مسكو پوهنتون مطبعه (1973)ع كال
46. ګرونبېرګ، پښتو ګرامر، 1987 ع كال.
47. ګلاوين. ب. ن. د ژبپوهنې اساسات، مسكو 1973ع كال
48. لودين. دولت محمد. لغت پوهنه، پښتو ټولنه. كابل. 1355 لمريز كال
49. ليبيديف. ك. ا0، روسي پښتو قاموس، شوروي دايره المعارف، مسكو. 1973
50. ليبيديف. ك. ا. پښتو ژبې درسي ګرامر، مسكو. 1970ع كال
51. ليكانت. ب. ا. په معاصره روسي ژبه كې ساده جملې. مسكو. 1974ع كال
52. د شوروي اتحاد د علومو اكاډيمي. د روسي ژبې انستيتوت. دادبي روسي ژبې ګرامر. د علومو مطبعه، مسكو . 1970ع كال
53. مومند، محمد ګل، د پښتو ژبې لياره، بلخ، 1317 لمريز كال
54. ماسلوف. يو. س. د ژبپوهنې مقدمه، (اساسات) لوړ ښوونځي مطبعه مسكو 1975ع كال
55. نوري، محمد ګل، د پښتو اصطلاحات او محاورې، پښتو ټولنه، كابل 1320 لمريز كال
56. هير، سيد احسان الله، رنځور، پښتو ټولنه، كابل،1346 لمريز كال.