سريزه په پوهنيز ( علمي ) ډګر کې  
پښتو نيولوجيزم ـ نيولوګيزم ( لغت جوړونه ـ ويی رغونه ) يوه ستره اړتيا په فرهنګي ډګر کې په ادبي ډګر کې
په اسلامي ډګر کې په هنري ډګر کې ژباړن بايد څوک وي ؟
په ژباړه کې ځراکت انټرنټ ، يوه غوره وسيله سرچينې


په فرهنګي ډګر كې:

اد اوسنيو پرمختللو څېړنو او عيني واقعيتونو لـه مخې دا ټكى بايد ومنو، چې پښتو د اسيا لـه هغو مهمو ژبو څخه ده، چې د شتوالي تاريخ يې د اسيا په يوه ډېر مهم، لرغوني او تاريخي كام (پښتنو- پټانانو- افغانانو) پورې اړوند دى.(5)
پښتو لرغونې او تاريخي ژبه ده، چې ان تر اسلام مخكې يې هم په ځينو كتيبو، څليو او كتابونو كې څرك لګېدلى دى او څرګندوي چې دا ژبه تر زياتو نورو ژبو اوږده سابقه او تاريخي شاليد (پسمنظر) لري. خو د نېكمرغۍ ځاى دا دى، چې پښتو يوازې ژبه نه، بلكې پښتو قانون دى، پښتو څلى او نرخ دى، پښتو قسم- ژمنه، هوډ او پښتو يو بشپړ كلتور دى.
دا اوس هم په كوزه پښتونخوا كې بې پښتو، پښتنو ته د پنجابي خطاب كېږي. خو پښتو يوازې په ژبې پورې محدوده نه ده، هغه څوك چې پښتو ويلاى شي، هغه پوره پښتون نه شي كېدى، بلكې سوچه پښتون هغه دى، چې د خپل ننـګ او ناموس د ساتنې لپاره خپل سر هم قربانوي، سخاوت لري، د نورو لاسنيوى كوي، ژمنه او قسم نه ماتوي، خپل ځانګړي كلتوري ارزښتونه ساتي.
كه پښتو يا بله هره ژبه هرڅومره تاريخي قدامت او لرغونتوب ولري، لري به يې، د ژبې اوسنى حالت بايد په پام كې وساتل شي.
د ژبې پر لرغونتوب او قدامت باندې ډېر ټينګار به ډېرې جدي او علمي خبرې نه وي، ضروري خبره دا ده، چې د دې ژبې اوسني او راتلونكي منظر ته جدي پام وشي.(6)
هسې خو زياتې ژبې شته او وي به، چې يو وخت به په يوه لويه وچه كې ويل كېده او زيات لرغونتوب به يې هم درلود. خو د وخت په تېرېدو سره لـه منځه تللي دي.
څرګنده خبره ده، د هرې ژبې ويونكي چې خپله ژبه لـه لاسه وركړي، خپل كتلوري ارزښتونه هم لـه لاسه وركوي، غوره بېلګه يې په هند كې په مليونونو مېشت پښتانه دي، چې لـه خپل نوم سره يوازې (خان) ليكي، خو نه يې خپله ژبه زده ده، نه هم ورته ارزښت لري. ان چې بوداييزم او هندوييزم پالي.
په پښتو كې د داسې كتابونو ژباړې ته اړتيا ده، چې په كلتوري برخه كې زموږ لـه ټولنې سره ټكر ونه لري، د انقلاب په كلونو كې پښتو ته داسې روسي كتابونه راوژباړل شول، چې لـه ټولنې او د ټولنې لـه روحياتو سره يې هېڅ سمونه نه خوړ، اوس هغه كتابونه د وخت په تېرېدو سره د تاريخ كندې ته ولوېدل، د خلكو زړونو ته يې لار ونه مونده.
يو شمېر ژبې د خپلې بشپړتيا او لوړې وړتيا لـه امله د زمانې په زړه كې د مختلفو عواملو او يا د ودې د قانونمندۍ لـه مخې په نورو ژبو او يا زماني حالاتو كې يا خورې شوي او يا هم لـه منځه تللې دي. لاتين په څه ډول برخليك اخته شوه، سانسكرېټ ولې اوس "كلاسيكه" ژبه شوه، په اريايي ژبو كې "اوېستا" ولې لـه خپلو همزولو ژبو (پښتو- پاړسي) سره تر ننه راونه رسېده؟(7)
د يونسكو د كتنې لـه مخې پښتو هم په هغه ژبو كې شمېرل شوې، چې په راروانو كلونو كې به لـه منځه ځي او ويونكي به نه لري. دا په داسې حال كې چې محمدګل خان مومند، كابل د پښتنو هديره ګڼلى و، خو زه هرات هم د پښتنو بله هديره ګڼم. هلته د پښتنو يوه لويه ولسوالي شته، چې پښتون زرغون نومېږي، ما په ټوله ولسوالي كې وليدلي، يوازې لـه څو كوچيانو پرته، بل چا په پښتو خبرې نه شواى كولاى. همدا به يې ويل: من به پشتو بلد نييم.
په كابل كې هم اكثريت پښتانه دي، خو په ښار كې دننه تر 50 سلنې زياتو پښتنو خپله ژبه هېره كړې ده، هم يې كلتوري ارزښتونه بايللي، ځكه چې جامې، دود و دستور يې هم د ښاريانو غوندې كړى دى. يوه بل استاد ويلي وو: پښتانه هغه خلك دي، چې په ښارونو كې ځانونه ورته كليوال ښكاري، خو په كلي كې ورته ځانونه ښاريان.
يو خو مشرتابه په شعوري توګه غواړي چې پښتانه تر يو ډول كلتوري حاكميت لاندې وساتي، لـه دې كبله هغه پښتانه چې په پښتو نه پوهېږي، ډېر نازوي هم. په دې وروستي اړ و دوړ او اله ګولو كې خو زياتو پښتنو د مرګ لـه وېرې داسې تذكرې واخيستې چې تاجك معرفي شوي وو. لـه بده مرغه اوس بيا هم دغه كلتوري حاكميت ژوندى دى او زيات پښتانه ځانونه تاجكان معرفي كوي.
په هرات كې خو د ايران مضر كلتوري ستم واكمن دى، هغه څوك چې په لومړي ځل هرات ته ورځي، ګومان كوي د ايران كوم ايالت ته ورغلى دى. خبرې- اترې، لوحې ګړنه او نوره راكړه وركړه په ايرانۍ ژبه او ايراني دود سره ترسره كېږي.
ان چې هلته د پښتو څرك نه هم نه ترسترګو كېږي، يوازې يوڅو د ګوتو په شمار لوحې په پښتو ترسترګو كېږي، چې هغه هم لـه پخوا څخه پاته دي. منل شوې ملي ټرمينالوژي خو قصداً لـه منځه وړل شوې ده، د درملتون پرځاى اكثره ځايونه دواخانه ليكل شوې، د ماركېټ پرځاى پاساژ، چې ښايي د هرات لس فيصده خلك هم ورباندې پوه نه شي. د اطلاعاتو او كلتور لـه رئيس سره مې ځانګړې ناسته درلوده، ما ترې وپوښتل چې په هرات كې ولې د پښتو خپرونو څرك نه ترسترګو كېږي؟
هغه وويل: موږ شل فيصده ونډه وركړې، خو ما پر مېز باندې پراته اخبار ته اشاره وكړه، چې ولې يو ټكى پښتو هم نه لري؟ هغه د خپلو ورپېښو ستونزو يادونه وكړه.
هغه ستونزه چې د يوه چارواكي لپاره به زياته وړه وي، ايران د خپلو كلتوري ارزښتونو د دودونې او پراختيا لپاره په مليونونو ډالره لګوي او په سيمه كې زيات تخريباتي عمليات ترسره كوي. دغه هېواد لـه څو لسيزو راهيسې همدا هڅه كوي، چې افغانستان د ايران اړونده خاوره وښيي، په دې برخه كې يې زيات كتابونه هم خپاره كړي او اوس هم د (خراسان) خوبونه ويني، همدا اوس ايران او د ايراني مفكورې درلودونكي تاجكان په انټرنټ كې دومره مضر مواد خپروي، چې د پښتنو سپكاوى او د يراني كلتوري ستاينه په كې شوې ده.
د يوې ټولنې د ليكوالو د اثارو په لوستلو سره موږ ته د هغې ټولنې كلتوري او ذوقي كچه، همدغه راز ژوندود راڅرګندېږي.(8)
خو پر پښتو توره ورځ ځكه راغلې، چې لـه هر سياسي او نظامي اوښتون يا بدلون سره سم يې د لـه منځه وړلو كوښښ شوى، د پښتو د غني فولكلور لپاره هم پلانونه سنجول شوي، چې مسخ شي. پښتني كلتور په يو نه يو ډول، منفي معرفي كړي. ويې غندي او سپكاوى يې وكړي. پر همدې موضوعګانو يوشمېر كتابونه هم خپاره شوي، دغه ډول كتابونه زياتره په ايران كې د هغو افغانانو لـه خوا خپاره شوي، چې ملي ضد او پښتني ضد مفكوره لري. ايران ان ځينو پښتنو ليكوالو ته هم ښې غوړې پروژې په ګوته كړې، چې هم پښتانه، پښتو او پښتني- كلتوري ارزښتونه بدنام كړي. هم لـه دې لارې ځان ته پيسې وګټي.
نړيوال به د دغه ډول اثارو په كتلو- لوستلو او څېړلو سره پښتانه څنګه وپېژني. د غرب زيات كليوال چې كله د افغانستان يا پښتونخوا په اړه څه ليكي، نو خامخا به د پښتنو ژوند، كلتوري، ژبه او ارزښتونه هم يادوي. دوى اكثره پښتانه د منفي كركټر په توګه پېژني او عقيده لري چې دغه خلك لـه تعليم او سواد څخه محروم- قبيلوي خلك دي، چې نه كوم مشخص كلتور او دود و دوستور لري. نه يې همد ژبې قدامت شته. زياتره بهرني ليكوال چې كله غواړي د افغانستان د اتنيكي (قومي) جوړښت، دود، كلتوري رواجونو او رواياتو په اړه څېړنه كوي، نو د پوهنتونونو ښوونكو ته ورځي، په ځينو پوهنتونونو كې داسې ښوونكي هم درس وركړي، چې ځانګړې سياسي ايډيولوژي، موخې او تكلونه لري، چې يو ستر هدف او د زياتو كلونو ارمان يې لـه پښتنو سره ضديت دى. ځينو ښوونكو هر وخت د پښتنو پرضد حساسيت ښوولى او د هرات – كابل لـه پوهنتونونو څخه يې پښتو بېخي ختمه كړې ده. څو كاله وړاندې چې د كابل پوهنتون مجله په پښتو او پاړسي خپرېده، پر زياتو كسانو اور لګېدلى و، چې په دې مجله كې ولې پښتو ليكنې راځي، خو دوى بندولاى ځكه نه شوه، چې د مجلې لګښت په بهر كې د مېشتو فرهنګيانو لـه خوا وركول كېده.
يوه بل تاجكستاني ليكوال په خپل يوه پرېړ او پنډ كتاب (مقام تاجيكان در تاريخ افغانستان) كې چې هره كرښه يې لـه افغان او افغانستان سره د حساسيت او ضديت څرګندويي كوي، پښتانه لـه غرونو او رغونو څخه راتويې شوې قبيلې ګڼي، چې ستره دنده يې لوټماري، غلا او شوكماري ښوول شوې. دغه خلك يې په كلتوري لحاظ ټيټ او پست معرفي كړي دي.
دومره كلتوري ازرښتونه او معيارونه چې په پښتو او پښتنو كې شته، په ډېرو لږو كامونو كې موندل كېږي. په كوم كام كې تر شريعت وروسته ناغه شته؟.
په كوم كام كې جرګه او مركه شته؟.
په كوم كام كې د مشرانو لـه خوا د روغې جوړې نه ماتېدونكي څلي او نرخونه جوړ شوي! پښتانه غني كلتور لري او غني خو به ځكه وي، چې زيات كلتوري مسايل يې لـه اسلام سره په ټكر كې نه دي.
پښتانه ځانګړي كالي، ځانګړې رزمي نڅا (اتڼ)، ځانګړى ليكدود، ځانګړى دود و دستور لري، چې هر ارزښت يې د وياړ او افتخار يې يو ستر باب دى. مخالفين خو به يې خود د وركاوي او تتولو كوښښ كوي، چې لـه دغو ارزښتونو بې برخې دي. كه چېرې د اوسني پښتني نسل سترګې خلاصې نه شي او په پښتو، پښتنو، پښتني كلتور، پښتني ادب، پښتني فولكلور او پښتوپالنې پوه نه كړاى شي، په نورو كلتورونو كې به ورك او نوم به يې د تل لپاره د نړۍ لـه منځه ورك شي. زما په نظر پښتني ضد كتابونه او ليكنې هم بايد پښتو ته وژباړل شي، چې پښتانه يې ولولي او د مغرضو انسانانو په موخه ځانونه وپوهوي. كه چېرې ځينې پوهان او روڼاندي دا كار مضر ګڼي، نو لږ ترلږه دې په نورو ژبو لاسبري او ماهر كسان، دغه ډول ليكنې ولولي. هغه مهم ټكي دې ترې راوژباړي. يوه- يوه كاپي دې لويو ليكوالو ته ولېږي، چې هغوى يې ځواب وليكي، ځكه تر دې ګړيه چوپې خولې كومه نتيجه نه ده وركړې، ټول پښتانه د پښتو او پښتنو پرضد لـه ليكل شويو او خپرو شويو ليكنو، كتابونو او رسالو څخه ناخبره پاته شوي، چې دغه غفلت او ناخبري دوى ته په زيان ده.
يوه روسي ليكوال ايتماتوف په خپله يوه مركه كې ويلي وو:
هر ادبيات كه غواړي پرمختـګ وكړي، بايد په ټينګو ايډيالوژيكو اصولو يې لاروښوونه وشي، يوازې لـه همدې لارې پر خپلو تشو (خلاګانو) غلبه كولاى شو او لـه فكري محدوديتونو رابهر كېدى شو. فكري محدوديت د انسان پرديتوب دى.(9)
په هغه ټولنه كې چې انساني پرديتوب او كلتوري خلاوې زياتې وي، ملت جوړونه او ملي يووالى هم لـه ګواښ سره مخ وي، كلتوري څرنګوالى د يوه هېواد د ملي هويت، ملي مفكورې، عقدې او اند و هاند څرګندويي كوي.
ستونزې او كړاوونه خو په هره برخه كې شته او هېڅ كار لـه زيار يا كړاو پرته پرمخ نه ځي، هغه كار او هاند ښه لاسته راوړنه لري، چې اشخاص پرې ژور سوچ وكړي او له عقل څخه مرسته وغواړي. په لويديزه (شرقي) نړۍ كې د عمومي ابلاغ يا د ډله ييزې مفاهمې موسسې د پانګه والو په پانګو چلېږي، نو بايد پانګوالو ته لږې يا ډېرې، مادي ګټې ورسوي.(10)
پانګوال هم بايد لـه خپل كلتور، ژبې او ملت سره اشنا شي، چې د پالنې لپاره يې قربانۍ ته تيار شي. د كلتوري انحرافاتو او پر پښتو باندې د كلتوري سپكاويو مخه هغه وخت نيول كېدى شي، چې عام ولس پر خپلو كلتوري ارزښتونو وپوهول شي او هغه د چا خبره سترګې يې خلاصې شي، لومړى خو بايد خلك د سواد لـه نعمت څخه برخمن شي، بيا دې ډله ييزې رسنۍ: ورځپاڼې، مجلې، راډيوګانې، ټلوېزيون او نور مطبوعات زيات كړل شي.
ښايي دولت او حكومت د دغه كار د ترسره كولو وس ونه لري، يا هم ترې اوږه خالي كړي او غاړه ورته كښېږدي. خو كـه شخصي ټولنې، ارګانونه او انجمنونه د پښتني كلتور د ساتنې لپاره يو لړ خپرونې پيل كړي، ګټه به يې ډېره زياته وي، ځكه چې دغه خپرونې تر هره ځايه رسېدى شي، هرڅوك يې لوستلاى شي او ښه ترا ورباندې پوهېداى شي، ځكه چې عام ولس په خپله ژبه د خپل كلتور لـه اړخونو خبرېږي. همدا اوس عام ولس چې تل د نورو ژبو د ويونكو، پنجابي ښكېلاك او پاړسي زبېښاك لـه خوا رټل شوي، سپك شوي او كوټل شوي، ډېره تنده لري، چې په خپله ژبه څه ولولي، دوى لـه خپلې ژبې، كلتور او ادب سره مينه لري.
كه هر څومره د پښتو د وركاوي او سپكاوي لپاره ځينې كسان استخدامېږي. معاشونه وركول كېږي او طرحې په لاس كې وركول كېږي. خو پښتانه بيا هم د هر تاړاك، اوښتون او ځپلو لـه كبله لا ويښېږي، ځكه چې پښتانه لـه پښتو ژبې او پښتني كلتور پرته بل الترناتيف يا بديل نه لري. لاس كه ماتېږي غاړې ته لوېږي، پښتون كه سپكېږي، پر كلتوري ارزښتونو يې ملنډې وهل كېږي، همدغه پښتانه يې بايد د ژغورنې لپاره مټې رابډوهي.
په پښتو كې بايد د نورو هېوادونو په كلتور پورې اړوند كتابونه و ژباړل شي، چې د هغوى له غوره تجربو څخه ګټه پورته شي او منفي اړخونو ته يې په پام سره پښتني كلتور ته بيا كتنه وشي، همدغه راز يې سمونه وشي.