سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ
لسم مخ يولسم مخ دولسم مخ ديارلسم مخ            

 د چرګ د ډول ډول پخولو لپاره څو څرګندوني
چرګ چي مو حلال كى پاك يې كى او ( 24 ) ساعته يې په يخچال كي كښېږدى. كه يخچال نه وي لږ مالګه او مرچ يې پر نس او نور ځان باندي ور وپاشى او په يوه يخ ځاى كي يې كښېگـږدى. بيا يـې د پخېدو په مهال پرېمنځى او هر ډول چي مو خوښه وي هغسي يـې پوخ كړى. پدې ډول د چرګ غوښي خوندوري كيږي. او كه چرګ تر حلالولو وروسته دستي پوخ كړى غوښي يـې ريښه ريښه او كلكي وي. كه چرګ د كبابولو او سره كولو له پاره په اوبو كي اېشوى بايد په ډېرو لږو اوبو كي يـې د څو شنو، تازه پاڼو لكه ګشنيز، نعناع او ناز بو سره و اېشوي.
د اېشولي چرګ د ټوټه، ټوټه كېدو لپاره په لاندي ډول كړنه كوو :
كله چي چرګ سوړ سو پر تخته باندي يې ږدو وزرونه يې داسي پري كوو چي لږ د سينې غوښي ورسره پاته سي. سينه بايد په ډېر ځېرتيا سره د هډوكو څخه جلا سي څو سره پرې نه سي. ادومونه هم د شا د هډوكو څخه جلا كوو او ماهيچه يې ځيني بېلوو.

ډك نسى چرګ

لازم مواد :-
1- چرګ يوه دانه 2- شكرپاره ( كيشته ) 250 ګرامه 3- پسته، بادام دوې كاچغي 4- كشميش يوه كاچغه 5 - غوړي 150 ګرامه 6- پياز دوې دانې 7- د لېمو اوبه نيم ګيلاس 8- بوره دوې كاچغي 9- د نارنج د پوست خلال چي تريخ والى يې اخيسته شوى وي يو ګيلاس10- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- شكر پاره څو ساعته د مخه مينځو او خيشته وو يې. بيا چگرګ پاكوو او ميده ورېښتان يې پر اور باندي ور سوځو او ښه يې مينځو وروسته بيا شكرپاره، كشميش، پسته او بادام د نارنج د پوست خلال د لږ مالګي او مرچكو او پنځوس ګرامه غوړيو سره ګډوو او د چرګ نس ځيني ډكوو او نس يې په تار ور ګنډو. پاته غوړي په دېګ كي اچوو او پر اور باندي يې اېږدو تر څو سره سي بيا د چرګ شا و خوا په غوړو كي سره كوو بيا يوګيلاس اوبه او پياز او كه چيري د نارنج پوست وي يوه ټوټه ور اچوو او د دېګ سر ور بندوو تر څو چرګ پوخ سي. بيا د دېګ سر ور خلاصوو، لږ مالګه، مرچ، نيم ګيلاس د لېمو اوبه او دوې كاچغي بوره ور اچوو او اېږدو يې څو يو دوه واره و اېشي. كله چي چرګ پوخ سو او يو دوې كاچغي اوبه ولري چرګ را باسو، په دېش كي يې اېږدو او د نس تار يې خلاصوو او د چرګ پاته لعاب يې پرسر ور اچوو.او لږګشنيز او نعناع يې پر سر ور ميده كوو.
 

د چرګ كتلت

د كتلت دپاره بايد د چرګ د سينې څخه كار واخلو. سينه بايد داسي د هډوكو څخه جلا سي چي د وزرونو اّخري برخه پكښي پاته وي. بيا د غوښو پوست ځني ليري كوو. او لږ يې سره كوټو چي پلني او نازكي سي. وروسته نو د سينې ټوټگـې په وچه، ميده سوې ډوډۍ كي وهو، بيا يې په هګۍ كي وهو او بيا يې د دوهم ځل لپاره په وچه ډوډۍ كي وهو او دواړي خواوي يي په غوړو كي سرې كوو. چي سرې سوې را باسو يې.
يادونه :- د چرګ سينه بايد د مخه ايشول سوې وي.
لازم مواد :-
1- د چرګ چيچى يو كيلو 2- تر ماشين ايستل سوي بادام ( د بادامو ميده سوى مغز ) يو ګيلاس 3- د سپيني ډوډۍ يا بريډ مغز د يوه ګيلاس په اندازه 4- هګۍ څلور دانې 5 - شيدې يو ګيلاس 6- غوړي پنځوس ګرامه 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخيدو ترتيب :- چرګ ښه په ځير سره پاك كړى. ميده ورېښتان يې پر اور باندي وسوځى او پرې يې مينځى، په دېګ كي يې واچوى او دوې دانې ميده پياز، لږ مالګه او يو څه تازه بلګونه لكه ګشنيز يا نعناع ور سره واچوى لږ اوبه هم ورسره واچوى او پر اور يې كښېږدى، تر څو چرګ پوخ سي او اوبه يې دومره وچي سي چي، دوې،گ درې كاچغي لا پاته وي، بيا نو د چرګ اوبه د شيدو سره ګډوو. او غوړي يا كوچي ويلي كوو د شيدو او لږ مالګي او مرچو او د ډوډۍ د مغز سره يې ګډوو. د چرګ هډوكي ځيني ايسته كوو او غوښي يې يو وار تر ماشين باسو، بيا غوښي او تر ماشين ايستل سوي بادام، د شيدو او ډوډۍ مغز ټوله ګډوو او ښه يې په لاسو سره اغږو تر څو ښه غاز وكړي. بياد دغو موادو څخه يو رنـګه ګردۍ ، ګردۍ كوفتې جوړوو. او پر مېز باندي لږ اوړه يا ميده شوې وچه ډوډۍ پاشو او دغه كوفتۍ د هګۍ په څېر جوړوو. پدې شرط چي پنډوالى يې دوي سانتۍ وي او ډېري پنډي نه وي بيا هګۍ په يوه لوښي كي ماتوو او لږ مالګه ورسره ګډوو او ښه يې سره وهو بيا غوړي په كړايې كي اچوو چي سره سول كتلت په هګۍ كي وهو او دواړي خوا وي يې په غوړو كي طلائي رنـګه سرې كوو او را باسو يې. بيا يې په دېش كي اوډو او شا و خوا يې په سره كړو پټاټو باندي ښايسته كوو.
يادونه :- د چرګ كتلت كولاي سي چي بېله بادامو هم جوړ كړى او د ډوډۍ د مغز پر ځاى د يوه ګيلاس وچي ډوډۍ څخه كار واخلى.
هيلۍ د روميانو سره

لازم مواد :-
1- هيلۍ يوه دانه 2- روميان دوه كيلو 3- غوړي درې سوه ګرامه 4- اوږه دوې دانې 5 - د ليمو اوبه نيم ګيلاس 6- ګشنيز او نعناع يوه دسته 7- د غوښو اوبه(ښوروا) دوه كيلاسه 8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخيدو ترتيب :- هيلۍ ښه پاكوو او مينځو يې. د ليمو اوبه، مالګه او مرچ سره ګډوو او هيلۍ پكښي اچوو 24 ساعته يې په يخچال يا بل يخ ځاي كي ايږدو. وروسته بيا په يوه دېګ كي غوړي اچوو او د هيلۍ شا و خوا په غوړو كي سره كوو. وروسته بيا د غوښو اوبه ( ښوروا ) ور اچوو او كوټل شوې اوږه، ګشنيز او نعناع ور اچوو. او د دېګ سر ور بندوو. تر څو هيلۍ پكښي پخه سي خو اور يې بايد خام وي او وروسته تر پخېدو يې بايد اوبه تر دوو كاچغو زياتي نه وي. په پاې كي لږ مالګه او مرچك ور اچوو. بيا وروسته د روميانو پوټكي ځني ليري كوو. ( كه د روميانو د پوټكى د ليري كولو دپاره لږ ايشيدلي اوبه پر روميانو باندي واچوى په ډېره اساني سره يې پوټكي ځني اوړي ) بيا روميان ميده كوو او په يوه دېګ كي لږ غوړي اچوو او روميان ور اچوو او يو تفت وركوو چي روميان خوړين شي او اوبه يې وچي شي بيا مالګه او مرچ ور اچوو او په دېش كي يې اچوو او هيلۍ درسته پكښي ايږدو او د روميانو پر سر باندي د زيتون دانې اوډو.


د چرګ كوفته
لازم مواد :-
1- د چرګ پخې، كوفته سوي غوښي دوه ګيلاسه 2- وچه ميده سوې ډوډۍ يو كيلاس 3- غوړي 100 ګرامه 4- هګۍ دوې دانې 5 - د هګۍ ژړ دوې دانې 6- د غوښو ښوروا يا ساده اوبه درې ګيلاسه 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخيدو ترتيب :- د چرګ كوفته سوي غوښي د وچي ډوډۍ سره ګډوو. بيا غوړي ويلي كوو او هګۍ يوه يوه دانه پكښي ماتوو او په غوړو كي يې ښه سره وهو او بيا د هګۍ ژړ ور اچوو او لږ مالګه او مرچك پر دوړوو ښه يې سره وهو وروسته بيا كوفته شوي غوښي دغسي هګۍ ته اچوو او ښه يې په لاسو سره اغږو چي غاز وكړي او په لاسو پوري ونه مښلي. د غوښو اوبه يا ساده اوبه په دېګ كي اچوو او پر اور باندي يې ايږدو كله چي و ايشيدلې لږ مالګه او مرچ ور اچوو. بيا له دغو موادو څخه د يوې هګۍ په اندازه اخلو او په لاس كي يې لكه هګۍ داسي جوړوو او په دېګ كي يې اچوو. كه چيري كوفته په اوبو كي ايله شوه يوه دانه د هګۍ ژړ نور ور سره اضافه كوو. بيا نو دا ټوله كوفته په دغه ډول جوړوو كله چي پخې سوې بيا يې په پنجه يا كاچغه باندي د دېګ څخه را باسو او په صافي كي يې ايږدو تر څو اوبه يې وچي شي.
د كوفتې د ښايست لپاره څو لازم مواد :- سره شوي ډوډۍ 12 ټوټگـې د روميانو رُب يو ګيلاس او يوه پخه سوې ژبه.
ترتيب :- سره شوې ډوډۍ يا ساده ډوډۍ لومړى په دېش كي اوډو او پر سر يې كوفتې اوډو او بيا رُب پر كوفتو باندي اچوو او ژبه كوچنۍ ، كوچنۍ ټوټگـې كوو او پر سر يې ور اچوو او لږ ګشنيز يې پر سر ور ميده كوو. كه چيري ژبه نه وي هم پروا نه لري.

درست چرګ
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ يوه دانه 1250 ګرامه 2- مستې 250 ګرامه 3- غوړي 250 ګرامه 4- توره زيره د چايو يوه كاچغه 5 – سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 6- تور مرچ 6 دانې 7- لونـګ 12 دانې 8- لوې هېل 4 دانې 9- دار چيني يوه كوچنى ټوټه 10- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېگـدو ترتيب :- چرګ حلال كړى او پاك يـې كړى په يخچال كي يـې د يخي په ځاى كي كښېږدى. 24 ساعته وروسته يـې را وباسى پرې يـې مينځى او په مستو كي لږ اوبه واچوى او ښه يـې ووهى مساله ميده كړى خو لونګ درست پرېږدى. دا ټوله مساله او درست لونـګ په مستو كي واچوى او ګډ يـې كړى. او وروسته غوړي يا كوچي ويلي كړى او په مستو كي يـې ګډ كړى اوس نو چرګ هم په مستو كي كښېږدى. چرګ ټوټه ټوټه كوى مه دغسي درست يـې په مستو كي كښېږدى او په كاچغه باندي يـې منځ او شا وخوا ټوله په مستو ولړى او په يوه لوښي يا دېګ كي يـې د دوو ساعتو لپاره كښېږدى. دوه ساعته وروسته دېګ پر يو داسي ضعيف اور باندي كښېږدى چي د مستو اوبه وچي سي او مساله پر غوړو راسي بيا يـې نو د اور څخه كښته كړئ.
په ياد ولرى چي دا قسم چرګ سور كېدو ته ضرورت نه لري نه لومړى نه وروسته او نه يې مساله بايد ډېره وچه وي بس چي د مستو داوبو دوچيدو سره لږسورسي كفايت كوي.پدې ډول ساده درست چرګ تياردى. دى.

دوهم ډول ډك نسى درست چرګ
250 ګرامه مټر په اوبو كي واچوى او پاخه يې كړى. اته ټوټگـگې پټاټگـې و ايشوى او مالګه پر واچوى او وروسته يې په غوړو كي واچوى. بيا لږ پياز په غوړو كي واچوى او سره يې كړى وروسته تر سره كېدو يې بيرته را وباسى اوكښي يې ږدى چي ساړه سي. دوې دانې هګۍ و اېشوى بيا پياز په ګوتو كي وموږى چي ميده سي. اوس نو دغه ټوله شيان سره ګډ كړى او مالګه او مرچ ور واچوى او د چرګ نس ځني ډك كړى او په تار يې وګنډى بيا يې نو د لومړى درست چرګ په څېر په مستو كي اخته كړى او هغسي يې پوخ كړى.


دريم ډول درست چرګ
لازم مواد :-
چرګ يوه دانه ( 1250 ) ګرامه 2- اوږه يوه غوزه 3- پياز 125 ګرامه
4- شونډ كوچنى ټوټه 5 - د ګشنيز تخم 40 ګرامه 6- لونـګ لس دانې 7- تور مرچ شپږ دانې 8 – شنه مرچك د ضرورت په اندازه 9- مالګه د ضرورت په اندازه 10- ميده شوې كوپړه 100 ګرامه 11- خشخاش 50 ګرامه
12- مستې 250 ګرامه 13- غوړي 250 ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى چرګ پاك كړى او تر 24 ساعتو پوري يې په يخچال كي كښېږدى. وروسته يې د اوږي او مالګي په اوبو كي واچوى. بيا يې ښه پرېمنځى او وچ يې كړى. ټوله مساله ميده كړى او په مستو كي يې ګډه كړى. بيا 125 ګرامه پياز په غوړو كي سره كړى. كله چي مو د غوړو څخه را و ايستل جلا جلا او شيندلي يې سره واچوى څو ښه وچ سي. بيا دغه پياز ميده كړى او په مستو كي يې واچوى. دا پياز مساله او مستې نيمي د چرګ په نس كي واچوى او نيمي د چرګ پر شا و خوا باندي واچوى او د نيم ساعت دپاره يې اخته كړى. وروسته څلور دانې لونـګ په سره كړو غوړو كي سره كړى او دوې، درې دانې كوچني هيل ور واچوى وروسته چرګ ور واچوى او ورو ورو يې سور كړى د سور كېدو وروسته د پخېدو په اندازه اوبه ور واچوى څو چرګ پكښي پوخ سي په پاي كي يې بيا په خپلوغوړو او مساله كي سور كړى او دېګ د اور څخه را كښته كړى.

څلورم ډول درست چرګ
لازم مواد :-
چرګ يوه دانه ( 1250 ګرامه ) 2- پياز 375 ګرامه 3- مستې 125 ګرامه 4- شونډ يوه كوچنۍ ټوټه 5 - د كټوي دارو دوې د چايو كاچغي 6- بادام 12 ګرامه 7- وچ انځر يوه دانه 8 - كشمش 12 ګرامه 9- ميده سوې كوپړه 24 ګرامه 10- د نخودو اوړه 48 ګرامه 11- خشخاش 6 ګرامه 12- لونګ څلور دانې 13- اوږه څلور دانې 14- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى چرګ پاك كړى او تر 24 ساعتو يې په يخچال كي كښېږدى وروسته يې ښه پرېمنځى او په دېګ كي يې واچوى څلور دانې اوږه، څلور دانې لونـګ او لږ اوبه هم ور واچوى او پر خام اور باندي يې كښېږدى چي اوبه يې وچي سوې راكښته يې كړى. چرګ په يوه دېش كي كښيږدى چي سوړ سي بيا يې په ګوتو كي ښه وموږى وروسته پياز په غوړو كي سره كړى او را ويې باسى جلا جلا يې وشيندى څو ښه وچ شي بيا يې ميده كړى. اوس نو شونډ، پسته، بادام، كشمش، كوپړه، مرچ او مالګه سره ميده كړى او په مستو كي يې واچوى او چرګ پكښي واچوى او په مستو كي يې پټ او اخته كړى. بيا نو دوه دانې د كباب سيخان را واخلى او چرګ په وپييى او پر سكرو باندي يې كباب كړى كله چي ښه كباب شو وروسته بيا غوړي ښه سره كړى او لږ لږ پر چرګ باندي واچوى؛ داسي يې پر واچوى چي پر ځمكه باندي يې مساله او غوړي توي نه سي بلكي چرګ يې جذب كړي. كله چي كباب تيار سو بيا يې نو د سكرو څخه را كښته كړى او په دېش كي يې كښيږدى او شا و خوا ته يې روميان ووډى او را وا يې خلى.
هيلۍ هم د چرګ په شان په هماغو موادو ډكيږي او هغسي پخيږي.


د چرګ غورمه
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ 1250 ګرامه 2- پياز دري دانې 3- اوږه كوچنۍ غوزه
4- شونډ لږ څه 5 - غوړي 250 ګرامه 6- مستې 65 ګرامه 7- توره زيره نيمه د چايو كاچغه 8 - سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 9- وچ ګشنيز نيمه د چايو كاچغه 10- تور مرچ شپږ دانې 11- لونګ شپږ دانې 12- دار چيني يوه كوچنى ټوټه 13- غټ هېل درې دانې 14- زعفران يو څه 15- كوچني هېل څلور دانې 16- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- چرګ حلال او پاك كړى او كوچنى يا غټگـي ټوټگـې يې كړى او لږ تر لږه يې ( 24 ) ساعته په يخچال كي كښيږدى. پياز نازك نازك ميده كړى. اوږه او شونډ بېل بېل سره وكوټگـى او د لونـګ او دارچيني پرته نور ټوله شيان ميده كړى او كښې يې ږدى. غوړي ښه سره كړى او پياز ور واچوى چي سره شول را وې باسى او ميده يې كړى بيا پدې غوړو كي د چرګ ټوټگـې او درست لونـګ او دارچيني واچوى او لږ يې سره كړى. كله چي چرګ سور شو بيا مستې سره ووهى او ور وايې چوى او سره يې كړى تر څو د مستو اوبه پر مخ وچي سي بيا ميده اوږه او مالګه ور واچوى او درې څلور واره يې سره واړوى بيا شونډ ور واچوى او د دوو دقيقو لپاره يې بيا سره كړى او بيا ميده سوي پياز، سره مرچ او لږ رُب ور واچوى او د دوو دقيقو دپاره يې ولړى. بيا دونه اوبه ور واچوى چي غوښي پكښي پخې سي. بيا كوچني هېل او زعفران ميده كړى او ور وايې چوى او د پنځو دقيقو د پاره يې دم كړى. څو چي خوشبويې يې پورته سي او پر غوړو راسي او بيا يې د اور څخه را كښته كړى او په خوند خوند يې وخورى.

د چرګ كباب

لازم مواد :-
لازم مواد :-
1- د چرګ چيچان يو يو كيلو دوه دانې 2- مستې 250 ګرامه 3- اوږه لس دانې 4- ګردي الغه (حلقه) سوي پټاټگـې 250 ګرامه 5 - شونډ كوچنى ټوټه 6- غوړي 250 ګرامه 7 – مالګه، مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- چرګان پاك كړى او 24 ساعته يې په يخچال كي كښېږدى. مالګه شونډ او اوږه سره كړى او په 125 ګرامو مستو كي يې واچوى او چرګ د يخچال څخه را و باسى او په دغو مستو كي يې اخته كړى او بيا يې د يوه ساعت لپاره په يخچال كي كښېږدى. تر يوه ساعت وروسته غوړي ښه سره كړى او چرګان ور واچوى او پر خام اور باندي يې سره كړى او پاته مستې لږ لږ ور اچوى كله چي لږ سره شول بيا الغه الغه پټاټگـې ور واچوى او پكښي سرې يې كړى. تر سره كېدو وروسته يې په لاس وګورى چي غوښي پخې دي كه نه؟ كه پخې نه وې لږ مرچ او يو ګيلاس اوبه ور واچوى چي غوښي پستې سي. كه پخې وي ضرورت نسته، دېګ را كښته كړى. دابه ډېر خوند ور اوښه سره كړي چرګان وي.

سور كړى چرګ په تازه مساله كي
لازم مواد :-
1- دوې دانې د چرګ چيچان چي يو يو كيلو وي پاك كړي او 24 ساعته يې په يخچال كي كښېږدى 2- مستې 250 ګرامه 3- اوږه دولس دانې 4- شونډ كوچنۍ ټوټه 5 - سره ثابت مرچ دولس دانې 6- تور مرچ دولس دانې 7- غوړي 250 ګرامه 8- كوچني ګردۍ ګردۍ پټاټگـې 250 ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- چرګ د يخچال څخه را وباسى او په پنجه يې ښه كښې كاږى. اوږه او شونډ ښه وكوټگـى، په 125 ګرامه مستو كي يې واچوى، مالګه هم ور واچوى او په چرګ باندي دغه مستې ښه ووهى او بيا يې دوهم ځل د يوه يا دوو ساعتو لپاره په يخچال كي كښېږدى. بيا چرګ په غوړو كي سور كړى او د سره كېدو په مهال لږ لږ مستې ور څڅوى. كله چي چرګ سور كېدوته نژدې سو بيا پټا ټگـې او شپږ دانې سره مرچك ور واچوى اوسره يې كړى ترڅو چرګ ښه سور سي. وروسته پاته سره مرچك او تور مرچ او لږ اوبه ور واچوى چي چرګ پكښي پوخ او اوبه يې وچي سي. بيا يې دم كړى څو دقيقې وروسته يې را كښته كړى.


انګريزي سور كړى چرګ
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ يوه دانه چي وزن يې يو كيلو وي 2- غوړي 250 ګرامه 3- تور مرچ 24 دانې 4- سركه نيمه پياله 5- شونډ كوچنۍ ټوټه 6- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- شونډ ، تور مرچ ، او مالګه سره ميده كړى. او په سركه كي يې واچوى. چرګ پاك كړى او څـنـګه چي مو خوښه وي ټوټگـې ټوټگـې يې كړى يا يې درست كښيږدى. يوه پنجه را واخلى داسي يې په چرګ كي ووهى چي د چرګ غوښي سورى سورى سي. بيا نو پر چرګ باندي دغه مساله واچوى چي چرګ دننه او د باندي په مساله ولړل سي بيا يې په غوړو كي سور كړي، كله چي ښه سور سو اوبه يې وچي شوې بيا يې غوړي ځني ايسته كړى، دومره غوړي پكښي پرېږدى چي ستاسي خوښه وي. بيا يو څه اوبه ور واچوى څو چرګ پوخ سي كله چي چرګ پوخ سو بيا دغه چرګ په خپلو غوړو كي سور كړى او را كښته يې كړى. سور كړى چرګ تيار دى.

دوهم ډول سور كړى چرګ
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ يو كيلو 2- غوړي 275 ګرامه 3- توره او سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 4- هګۍ درې دانې 5- تور مرچ څلور دانې 6- لونګ شپږ دانې 7- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 8- تازه ګشنيز او نعناع يوه كوچنۍ دسته 9- شنه مرچك څلور دانې 10- اوږه څلور دانې 11- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- چرګ حلال كړى، پاك يې كړى او كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې يې كړى، په دېګ كي يې واچوى، نعناع ، ګشنيز ، اوږه ، مرچك او مالګه دا ټوله سره وكوټگـى او چكني ځني جوړ كړى. نوره مساله ټوله سره ميده كړى، لږ اوبه ور واچوى او كښې يې ږدى. چرګ ته دونه اوبه ور واچوى چي پكښي پوخ سي او اوبه يې وچي سي بيا هغه جوړ سوي چكني او څلور دانې لونـګ ور واچوى او پر اور يې كښيږدى چي چرګ ښه پوخ سي خو خوړين نه سي كله چي د مسالې اوبه وچي سوې را كښته يې كړى او د چرګ ټوټگـې په يوه لوښي كي كښيږدى چي سړې سي. اوس نو يوه پياله را واخلى درې دانې هكۍ پكښي ماتي كړى او ښه يې سره ووهى او ميده سوې مساله په ګډه كړى. مرچ او مالګه لږ ور واچوى چي چرګ ډېر تند او تيز نه سي. وروسته بيا په كړايې كي غوړي واچوى ښه يې سره كړى بيا د چرګ يوه يوه ټوټه په هګۍ كي وهي او په غوړو كي يې اچوى او لږ يې سره كوى وروسته تر سره كېدو يې په دېش يا غوري كي كښيږدى او را وايې خلى ډېر ښه، خوندور چرګ به وي.

متنجن چرګ
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ يو كيلو او 250 ګرامه
2- ورجي 750 ګرامه
3- غوړي 250 ګرامه
4- غټ ليمو دوې دانې
5- بوره نيم كيلو
6- زعفران د چايو دكاچغي څلورمه
7- شنه هيل اته دانې
8- بادام پنځوس دانې
9- كشميش پنځه ويشت دانې
10- پياز يوه غټه دانه
11- اوږه دولس دانې
12- خواږه ولني او د كټوي دارو
چي سره واچوى يوه د چايو كاچغه
13- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه
14- مالګه د ضرورت په اندازه


د پخيدو ترتيب :- چرګ پاك كړى او ټوټگـې ټوټگـې يې كړى په دېګ كي يې واچوى او لږ اوبه او مالګه ور واچوى، بيا د خاصې يو پاك ټوكر را واخلى، پياز درې څلور ټوټگـې كړى، اوږه سپينه كړى او وچ ګشنيز او خواږه ولني په دغه ټگـوكره كي وتړى په دېګ كي يې واچوى او سر يې ور بند كړى او پر اور باندي يې كښېږدى څو چرګ پوخ سي كله چي پوخ سو او دوه ګيلاسه اوبه يې پاته سي دېګ را كښته كړى.
اوس نو په يوه بل دېګ كي غوړي واچوى او هېل سپين كړى ور وايې چوى چي ښه سره سي بيا نو د چرګ ټوټگـې ور واچوى او ورو ورو يې سره كړى بيا د بورې څخه يوه پياله خټه شربت جوړ كړى او ور وايې چوى چي لږ و اېشېدل بيا خيشتې سوي ورجي د ليمو اوبه، كشميش او بادام ور واچوى كله چي ورجي دم سوې يعني اوبه يې وچي سوې بيا نو زعفران ور واچوى كه ورجي كلكي وې يو څه شيدې يا اوبه ور واچوى كه سمي وې نو ضرورت نسته او دم يې كړى. د دم كېدو په مهال د دېګ لاندي او سربېره اور بايد يو برابر وي نيم ساعت وروسته يې وګورى چي متنجن تيار دى او په دېش كي يې واچوى.

د حيدر اّباد چرګ
لازم مواد:-
1- چرګ يو كيلو او 250 ګرامه 2- پياز 125 ګرامه 3- اوږه يوه غوزه 4- شونډ يوه كوچنۍ ټوټه 5- پپيتا يا شينكى يو څه 6- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 7- غوړي 125 ګرامه 8- دال نيمه د چايو كاچغه 9- كوپړه دوې د چايو كاچغي 10- مستې 250 ګرامه 11- ميده سوي خشخاش دوې د چايو كاچغي 12- تازه ګشنيز د ضرورت په اندازه 13- مالګه، مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- چرګ پاك كړى او ټوټگـې ټوټگـې يې كړى. پپيتا يا شينكى ميده كړى او په غوښو يې ګډ كړى او د پنځلس يا شلو دقيقو دپاره يې كښېږدى. بيا په يوه دېګ كي غوړي واچوى او پياز سره كړى كله چي پياز سره سول چرګ ور واچوى او كرار كرار يې سور كړى. وروسته بيا ټوله ميده سوې مساله ور واچوى او سره يې كړى بيا مستې ور واچوى او په كاچغه يې لړى تر څو د مستو اوبه وچي سي وروسته بيا شنه مساله او د ليمو اوبه ور واچوى او دم يې كړى. كه مو ښوروا په كار وي نو لږ اوبه ور واچوى او د ليمو اوبه بيا وروسته ور واچوى او د څو دقيقو دپاره يې دم كړى.
سره كړې زركه
لازم مواد :-
1- زركه يوه دانه 2- اوږه اته دانې 3- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 4- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 5- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 6- مستې250ګرامه 7- غوړي125ګرامه 8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ټوله مساله سره ميده كړى مالګه او مرچ په ګډ كړى او مستو ته يې واچوى او ښه يې سره و وهى، بيا زركه پاكه كړى او پرې يې مينځى په مستو كي يې واچوى او په مساله يې ښه ولړى. دوه، درې ساعته يې دغسي په يخچال كي كښېږدى. بيا يې په يوه دېګ كي واچوى او پر اور باندي يې تر هغو چي مساله او د مستو اوبه وچيږي كښېږدى.يايې د بخار په دېګ كي واچوى، پخه يې كړى وروسته تر هغه يې بيا پنځه، شپږ ټوټگـې كړي په كړايې كي غوړي سره كړى او دغه ټوټگـې پكښي سرې كړى كله چي سرې سوې را وې باسى. ډېره خوندوره سره كړې زركه به وي.
يادونه :- تاسي كولاي سى چي زركه غورمه هم كړى، خو دزركي غوښي د سالن په ډول داسي خوندوري نه وي لكه سرې كړي چي خوندوري وي.

سره كړي كركان
لازم مواد :-
1- كركان دولس داني 2- غوړي 125 ګرامه 3- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- كركان پاك كړى او پرې يې مينځى. بيا مالګه ور واچوى او وې ايشوى. اوبه دومره ور واچوى چي كركان پاخه سي بيا يې را وباسى او كښې يې ږدى چي ساړه سي وروسته په كړايې كي غوړي واچوى او كركان پكښگـي سره كړى. كله چي بادامي رنګه سول را وې باسى ( ډېر يې مه سره كوى ).
يادونه :- د كركانو څخه غورمه هم پخيږي او په مستو كي سالن هم ځني
پخيږي خو سره كړى ښه خوند كوي.

درست سور كړى فيل مرغ
لازم مواد :-
1- كوچنى فيل مرغ يوه دانه چي درې كيلو وي. 2- غوړي يا كوچي ( 300 ) ګرامه 3- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- فيل مرغ په ډېر ځير سره پاكوو، بيا غوړي يا كوچي په يوه غټ دېګ يا كړايې كي اچوو. بيا د فيل مرغ شا و خوا پكښي سره كوو، وروسته دوه ګيلاسه اوبه ور اچوو، لږ مالګه، مرچ ور اچوو او سر يې ور بندوو او پر خام اور باندي يې ايږدو څو فيل مرغ پوخ سي. كه چيري نه وي پوخ سوى لږ اوبه نوري ور اچوو. په پاي كي چي فيل مرغ پوخ سو بيا يې پر اور باندي ايږدو چي اوبه يې پر مخ وچي سي او په خپلو غوړو كي ښه سور سي. بيا يې په دېش كي ايږدو او د فيل مرغ پښې په مخصوصو كاغذو باندي ښايسته كوو. كه چيري امكان ولري يو څو د كاهو يا د كرم پاڼگـي يې هم شا و خوا ته اوډو.