سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ
لسم مخ يولسم مخ دولسم مخ ديارلسم مخ            

د مولۍ سالن
لازم مواد :-
1- غوښي نيم كيلو 2- سپيني مولۍ نيم كيلو 3- پياز 250 ګرامه 4- غوړي  250 ګرامه 5- خواږه ولني يوه د چايو كاچغه 6- سره مرچك څلور دانې  7- كوركومن لږ څه 8- وچ ګشنيز دوې د چايو كاچغي 9- اوږه يوه غوزه 10- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :-

 مولۍ وتوږى او تر تراشك يې وباسى يا يې خلال كړى. پياز ميده كړى او نوره ټوله مساله ميده كړى او په نيم پاو غوړو كي يې سره كړى بيا غوښي ور واچوى او كښې يې ږدى چي پخې سي. مولۍ لمر ته كښېږدى چي لږ اوبه يې وچي سي بيا په پاته غوړو كي مولۍ سرې كړى او په غورمه كې واچوى چي پخې سي د مولۍ سالن تيار دى.

د چغندرو سالن
لازم مواد :-
1- چغندر نيم كيلو 2- پياز يوه دانه 3- روميان څلور دانې 4- مستې 125 ګرامه 5- غوړي نيم ګيلاس 6- كوټل سوې اوږه او شونډ يوه د چايو كاچغه7- مالګه مرچ.
د پخېدو ترتيب :- چغندر سپين كړى او بيا يې خلال كړى په غوړو كي پياز سور كړى بيا په لږ اوبو كي مالګه كوټل سوې اوږه او شونډ او سره مرچ واچوى او پياز ته يې واچوى لږ يې سره كړى بيا مستې او روميان ور واچوى او ښه يې سره كړى چي پر غوړو باندي راسي بيا خلال سوي چغندر ور واچوى او دم يې كړى كله چي چغندر پاخه سول او پر غوړو باندي راغلل لږ تازه ګشنيز ور ميده كړى او راكښته يې كړى.

د سبزي پالكو سالن
لازم مواد :-
1- سبزي پالك نيم كيلو 2- غوښي يو كيلو 3- غوړي 375 ګرامه 4- پياز  125 ګرامه 5- ليمو څلور دانې 6- اوږه څلور دانې 7- لونـك څلور دانې 8- سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 9- دار چيني دوې كوچنۍ ټوټگـې  10- ګشنيز يوه دسته 11- مالګه مرچ او كوركومن د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى د غوښو غورمه پخه كړى بيا سبزي پالك او ګشنيز پرېمنځى او ميده يې كړى و غورمې ته يې واچوى كښې يې ږدى چي سبزي پاخه او اوبه يې وچى سي كله چي اوبه وچي سوې او پر غوړو باندي راغلل بيا يوه كاچغه سره كړي پياز او د كټوي دارو ور واچوى او د ليمو اوبه وباسى ور وايې چوى ډېر خوندور سالن به وي.
 

سارمكۍ
لازم مواد :-
1- سارمكۍ يو كيلو 2- اوږه پنځه دانې 3- سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 4- غوړي نيم ګيلاس 5- شنه مرچك يوه دانه 6- مالګه د ضرورت په اندازه. د پخېدو ترتيب :- سارمكۍ پاڼگـي پاڼگـي كړى او پرېمنځى بيا په غوړو  كي اوږه مرچك او زيره سره كړى او سارمكي ور واچوى او لږ مالګه ور واچوى. اوبو ته ضرورت نسته پدې چي سبزي پخپله اوبه كوي  كله چي په خپلو اوبو كي پاخه سول په پاي كي يې ښه وټكوى او سره  يې كړى بيا يې راكښته كړى.
نوټ :- ( سارمكي چي يو خود رويه سبزي دي چي د پسرلي په موسم كي زموږ په وطن كي ډېري شنې كيږي )

سبزي پالك او د مولۍ پاڼگـي
لازم مواد :-
1- سبزي پالك يو كيلول 2- د مولۍ بلګونه يو كيلو 3- مرچك څلور دانې 4- سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 5- غوړي نيم ګيلاس 6- اوږه څلور دانې 7- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- سبزي پالك او د مولۍ بلګونه پاك پرېمنځى او ميده يې كړى. په غوړو كي لږ زيره او مرچك سره كړى بيا دغه ميده سوي سبزي ور واچوى او مالګه هم، سره وې لړى او سر يې ور بند كړى. اوبه مه ور اچوى پرېږدى چي په خپلو اوبو كي پاخه سي. يو درې څلور واره يې ولړى چي لاندي ونه سوزي. كله چي اوبه وچي سوې ښه يې ولړى سره يې كړى چي پر غوړو باندي راسي بيا يې د اور څخه راكښته كړى. د مستو يا د مرچكو د چكني سره يې را واخلى.

د سرسو ( شړشم ) سالن
لازم مواد :-
1- د سرسو پاك سوي سبزي يو كيلو 2- پياز 125 ګرامه 3- شونډ كوچنۍ ټوټه 4- شنه مرچك څلور دانې 5- غوړي 125 ګرامه 5- مالګه او كوركومند ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- د سرسو سبزي پاك كړى نارونه يې ځني ليري كړى او ميده يې كړى بيا يې پرېمنځى چي ښه پاك سي وروسته بيا پياز په غوړو كي سره كړى مالګه او سره مرچ ور واچوى او سرسو سبزي پر واچوى او لږ اوبه ور واچوى چي سبزي پاخه سي كله چي د سبزيو رنـګ ژړ سو او پاخه سول شونډ ميده كړى ور وايې چوى او بيا يې راكښته كړى.
د هندوانې د پوټكۍ او دال نخودو سالن
لازم مواد :-
1- دال نخود 250 ګرامه 2- د هندوانې پوټكۍ نيم كيلو 3- پياز 125 ګرامه 4- شونډ كوچنۍ ټوټه 5- كوټل سوې اوږه دوې د چايو كاچغي 6- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- د هنډوانې د پوټكي زرغونه خوا ځيني ليري كړى.  او نازكه كوچنۍ يې ميده كړى او په يوه پياله اوبو كي و اېشوى چي
پاسته سي كله چي پاخه سول او اوبه يې وچي سوې بيا په بل دېګ كي غوړي سره كړى او پياز پكي سره كړى چي هغه سره سول بيا اېشولې هنډوانه او اېشولى دالنخود ور واچوى او ښه يې سره كړى. بيا يې يو  پنځه دقيقې دم كړى. ( كه چيري روميان يا رُب ور واچوى سالن ښه لعاب داره او خوندور راځي ).

د ميتهې سبزي
لازم مواد :-
ميتهې يو ډول سبزي دي لكه شپشتي چي په هندوستان او پاكستان كي پيدا كيږي اوكرل كيږي.
1- ميتهې نيم كيلو 2- پټاټگـې نيم كيلو 3- غوړي 125 ګرامه 4- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ميتهې پاك كړى پاڼگـي يې ښه كوچنۍ ميده كړى. پټاټگـې هم سپيني كړى او ټوټه ټوټه يې كړى. په غوړو كي پياز سره كړى مالګه او مرچ ور واچوى بيا نو ميتهې ور واچوى او ښه يې سره كړى كله چي پاڼگـي ژړي سوې پټاټگـې ور واچوى او اوبه ور واچوى دم يې كړى كله چي پټاټگـې پخې سوې او ميتهې پر غوړو راغلل راكښته يې كړى.
خُلفه
لازم مواد :-
1- خُلفه يو كيلو 2- ماش 125 ګرامه 3- پياز يوه دانه 4- غوړي او مالګه
د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- خُلفه پاكه كړى او ښه پاكه يې په ډېرو اوبو
كي پرېمنځى بيا په يوه دېګ كي ډېري اوبه واچوى او خيشته ګرګره
سوي ماش او خُلفه ور واچوى او څو دقيقې يې و ايشوى چي ماش او
خُلفه پاخه سي بيا يې راكښته كړى او صاف يې كړى بيا په بل دېګ
كي غوړي واچوي او پياز پكي سره كړى مالګه او مرچ ور واچوى بيا
خُلفه ور واچوى او سره يې كړى كله چي ښه سره سول او پر غوړو باندي راغلل بيا يې راكښته كړى.


د بادرنـګو سالن
لازم مواد :-
1- بادرنـګ نيم كيلو 2- پياز نيم كيلو 3- غوړي 125 ګرامه 4- روميان 125 ګرامه 5- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 6- اوږه اته دانې 7- وچ ګشنيز مالګه كوركومن لږ لږ .
د پخېدو ترتيب :- بادرنـك سپين كړى او مغز يې وباسى او ټوټه ټوټه يې كړى په يوه دېګ كي غوړي واچوى او پياز پكي سره كړى مالګه مرچ او د كټوي دارو وچ ګشنيز روميان ور واچوى او لعاب ځني جوړ كړى. بيانو د بادرنـګو ټوټگـې لكه باڼگـجڼ داسي په غوړو كي سره كړى او لعاب ته يې ور واچوى او پر خام اور باندې دم كړى اوبو ته ضرورت نه لري پدې چي بادرنـګ پخپله اوبلن دي .
ساده همبرګر
لازم مواد :-
1- پستې كوفته سوي غوښي چي غوړ ونه لري نيم كيلو 2- تر ماشين ايستل سوي پياز دوې دانې 3- مالګه او مرچك د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- همبرګر بايد په پنډ مسي تابه يا كړايي كي پاخه سي پدې چي هغه توده سي ژر نه سړيږي. تاسي بايد كړايي يا تابه يو څو دقيقې د مخه پر اور كښېږدى چي توده سي. بيا نو غوښي مالګه، مرچ او پياز سره ګډ كړى او ښه يې واغږى چي غاز پيدا كړي، بيا هغه څلور پنځه ځايه كوو او هره ټوټه يې په لاس كي سره سموو. او لږ غوړي كړايي كي اچوو بيا همبرګر ور اچوو او دواړه خواوي يې سره كوو همبرګر بايد ټوله يو ځاي ور وانه چوى پدې چي بيا تاوه سړيږي او غوښي اوبه كوي او كلكيږي. په دغه ډول ټوله همبرګر سره كړى.

دوهم ډول همبرګر
د دې همبرګر مواد هم لكه د ساده همبرګر هغسي تيار كړى.
لازم مواد :-
1- شنه ميده سوي پياز يو ګيلاس 2- ميده سوي روميان يو ګيلاس 3- خلال سوي شنه مرچك نيم ګيلاس 4- ميده سوي ګشنيز نيم ګلاس 5- غوړي يا كوچي ( 100 ) ګگرامه 6- د همبرګر خاصه ډوډۍ څلور ټوټگـې.
د پخېدو ترتيب :- لږ كوچي پر ډوډۍ باندي موږو او تيار يې ايږدو نوركوچي ويلي كوو شنه ميده سوي پياز په غوړو كي لږ سره كوو او بيا روميان ور اچوو كله چي د روميانو اوبه لږ وچي سوې بيا مالګه او مرچك ور اچوو او تيار يې ايږدو بيا ډوډۍ لږ ګرموو او تيار سره كړي تاوده همبرګر پر ډوډۍ باندي ايږدو او لږ سره سوي پياز او روميان پر اچوو او شنه مرچك او ميده سوي ګشنيز پر پاشو او تاوده تاوده يې را اخلو.

دريم ډول همبرګر
لازم مواد :-
1- كوفته سوي غوښي نيم كيلو 2- ګشنيز او نعناع لږ څه 3- يا وچ ګشنيز او نعناع دوې د چايو كاچغي 4- ميده سوې پوڅه نيم ګيلاس 5- كلك روميان څلور الغې 6- د همبرګر ډوډۍ څلور ټوټگـې 7- تر ماشين ايستل سوي پياز يوه د خوړو كاچغه 8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي پياز پوڅه نعناع ګشنيز دا ټوله سره ګډوو. او څلور دانې همبرګر ځني جوړوو او سره كوو يې بيا هره ډوډۍ دوه ځايه كوو او لږلږ كوچي پوري موږو او يوه توټه رومى پر ايږدو لږ مالګه او مرچ پر اچوو او بيا يوه ټوټه همبرګر پر ايږدو او يوه يوه ټوټه پوڅه پر ايږدو او تاوده تاوده يې را اخلو.

څلورم ډول همبرګر
لازم مواد :-
1- د كوفتې غوښي نيم كيلو 2- روميان 125 ګرامه 3- ډوډۍ اوه پارچې
4- تورمرچ دولس دانې 5- غوړي يوه غټه كاچغه 6- پياز يوه دانه 7- شنه مرچك او ګشنيز ميده سوي نيم كيلاس مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي تر ماشين څو واره وباسۍ چي ښه ميده سي لكه اخښلي اوړه بيا پياز تر ماشين و باسى تورمرچ، مالګه او شنه مرچك دا ټوله ميده كړى او كوفتې ته يې واچوى. دا كوفته دونه په لاسو و اغږى چي ټول شيان پكي ګډ سي او غاز وكړي وروسته بيا په كړايي كي يوه كاچغه غوړي واچوى او د دغي كوفتې څخه اته دانې همبرګر جوړ كړى او په غوړو كي يې سره كړى. بيا د ډوډۍ په منځ كي يوه ټوټه رومى يو څو نازك ميده سوي پياز او لږ ګشنيز واچوى او پر سر يې همبرګر كښېږدى. او ډوډۍ وپېچى او د خوراك د پاره يې تاوده تاوده را واخلى. دا د ماځيګر د چايو سره يا چي څوك مېلې ته ځي دا ژر جوړيږي او ډېر ښه خوند هم كوي.

د ماشو دال
لازم مواد :-
1- ماش نيم كيلو 2- اوږه يوه غوزه 3- مرچك شپږ دانې 4- شونډ كوچنۍ ټوټه 5- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 6- غوړي 125 ګرامه 7- كوركومن لږ څه 8- مالګه او ګشنيز د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ماش څلور يا پنځه ساعته د مخه تر پخېدو خشته كړى كله چي خشته سول بيا يې په لاسو كي و موږى چي سپين سي او پوستكي يې ځيني ليري كړى بيا په يوه دېګ كي يو كيلو اوبه واچوى او نيمى اوږه د مالګي سره وكوټگـى او ور وايې چوى. كله چي اوبه و ايشيدلې ماش ور واچوى او سر يې ور بند كړى. چي ماش نيم خامه پاخه سول بيا نو كوركومن او سره مرچك ور واچوى او كښېږدى چي ماش ښه پاخه سي كله چي ښه پاخه سول او اوبه يې وچي سوې شنه مرچك ميده كړى او ور وايې چوى او په غوړو كي ادرك ( شونډ ) اوږه اوږده ميده كړي او سره يې كړى او دال ته يې واچوى د كټوي دارو هم ور واچوى او ګشنيز ميده كړى او پر سر يې ور و پاشى.


ماش او غوښي
لازم مواد :-
1- ماش 250 ګرامه 2- غوښي نيم كيلو 3- غوړي 250 ګرامه 4- شونډ لږ څه
5- اوږه يوه غوزه 6- پياز 125 ګرامه 7- د كټوي دارو دوې د چايو كاچغي
8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى د غوښو غورمه پخه كړى. كله چي غورمه پخه سول او پر غوړو راغلل بيا خشته سوي ماش او شونډ ور واچوى او يو څو پلا يې سره واړوى بيا نو دونه اوبه ور واچوى چي ماش پكښي پاخه سي ليكن خوړين نه سي كله چي ماش پاخه سول او پر غوړو راغلل بيا نو شنه مرچك او تازه ګشنيز ور ميده كړى او د كټوي دارو هم ور واچوى او راكښته يې كړى.


دال نخود او غوښي
لازم مواد :-
1- دالنخود 250 ګرامه 2- غوښي نيم كيلو 3- پياز 125 ګرامه 4- اوږه يوه غوزه 5- شونډ كوچنۍ ټوټه 6- غوړي 125 ګرامه 7- د كټوي دارو دوې كاچغي 8- شنه مرچك او ګشنيز لږ څه 9- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- دال نخود درې ساعته د مخه تر پخېدو خشته كړى. غوښي پرېمنځگى او په دېګ كي يې واچوى. اوږه وكوټگـى پياز ميده كړى او مالګه مرچ كوركومن دا ټوله په دېګ كي د غوښو سره واچوى
لږ اوبه ور واچوى كښېږدى چي غوښي ښې سرې سوې او پر غوړو راغلې نو دال نخود او شونډ ور واچوى او دونه اوبه ور واچوى چي دال نخود پكښي پاخه سي. كه يې غواړى چي دال نخود پكښي
خوړين سي او دانه يې معلومه نه سي نو يې ښه په كاچغه و وهى چي خوړين سي كه نه دغسي سم دي. لږ ګشنيز او شنه مرچك ميده كړى پر سر يې ور و پاشى او راكښته يې كړى.

د مونـګ دال
لازم مواد :-
1- دال 250 ګرامه 2- غوړي 125 ګرامه 3- شونډ كوچنۍ ټوټه 4- پياز يوه دانه 5- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 6- مالګه او كوركومن د ضرورت په اندازه 7- شنه مرچك او ګشنيز لږ.
د پخېدو ترتيب :- ګرګره سوي مونـك دال يو ساعت د مخه تر پخېدو خشته كړى. بيا پياز په غوړو كي سره كړى مالګه او سره مرچ ور واچوى سره يې كړى وروسته دال ور واچوى او لږ يې سره كړى بيا اوبه ور واچوى او پر خام اور باندې پاخه كړى كله چي پاخه سول او پر غوړو باندي راغلل د كټوي دارو او تازه ګشنيز ميده كړى ور وايې چوى او راكښته يې كړى.
(مونـګ دال يوډول نارنجي دال دى چي زموږ خلګ نسك هم ورته وايي)

د مونـګ دال او غوښي
لازم مواد :-
1- دال 250 ګرامه 2- غوښي نيم كيلو 3- پياز 125 ګرامه 4- اوږه نيمه غوزه 5- شونډ كوچنۍ ټوټه 6- غوړي 250 ګرامه 7- تازه ګشنيز لږ څه 8- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 9- مالګه او مرچ.
د پخېدو ترتيب :- دال يو ساعت د مخه تر پخېدو خشته كړى. پياز په غوړو كي سره كړى او غوښي ور واچوى او سره يې كړى بيا اوږه مالګه او مرچ ور واچوى. كله چي دا سره سول دال ور واچوى او اوبه ور واچوى او كښېږدى چي دال پاخه سي او غوښي يې هم پخې سي بيا د كټوي دارو ور واچوى ګشنيز ور ميده كړى او راكښته يې كړى.
نوټ :- ( كه يې غوښي كلكي وي لومړى د غوښو غورمه پخه كړى او بيا دال ور واچوى )


پنځه داله
لازم مواد :-
1- شنه ماش، تور ماش، مونـګ دال، نخود، مسور دال هر يو 125 ګرامه
2- شونډ كوچنۍ ټوټه 3- د كټوي دارو دوې د چايو كاچغي 4- تازه ګشنيز لږ څه 5- غوړي 125 ګرامه 6- كوركومن نيمه د چايو كاچغه 7- اوږه دوې دانې 8- مالګه او مرچ.
د پخېدو ترتيب :- يو كيلو اوبه په يوه دېګ كي واچوى او پر اور يې كښېږدى مالګه، سره مرچ او كوركومن ور واچوى چي و ايشيدل ټوله ګډ خشته سوى دال ور واچوى او پر خام اور باندي يې پاخه كړى. شونډ او شنه مرچك ور واچوى كله چي ښه پاخه سول دال يې خوړين سوه بيا نو په غوړو كي اوږه سره كړى او پر سر يې ور واچوى او د كټوي دارو او ګشنيز يې پر سر ور واچوى او راكښته يې كړى.

د پسه پښې
لازم مواد :-
1- د پسه پښې دولس دانې 2- اوږه يوه غوزه 3- پياز 250 ګگرامه 4- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 5- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 6- لونـګ اته دانې 7- دار چيني دوې ټوټگـې 8- شونډ يوه غټه ټوټه 9- مستې نيم ګيلاس
10- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 11- تازه ګشنيز لږ څه 12- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- پښې په اوړو ښه ولړى او پرېمنځى. بيا په يوه دېګ كي پښې واچوى او اوبه مالګه ور واچوى اوږه وكوټگـى لونـګ او دارچيني دغسي غټ ور واچوى او كښېږدى چي پخې سي كه د بخار په دېګ كي وي لږ وخت غواړي او كه په بل عادي دېګ كي وي لږ تر لږ بايد څلور ساعته و ايشي بيا د دېګ سر ور خلاص كړى وې ګورى كه پخې وې بيا ټوله مساله ميده كړى لږ اوږه او شونډ هم ور ميده كړى او پياز جلا ميده كړى بيا په يو بل خلاص خولي دېګ كي غوړي واچوى او پاته پياز ميده كړى او سره يې كړى كله چي پياز سره سول را وې باسى په ګوتو كي ومږى او بيرته يې ور واچوى او اومه پياز ور واچوى بيا اوږه شونډ او ټوله ميده سوې مساله ور واچوى او سره يې كړى بيا مرچ او كوركومن ور واچوى او لږ يې سره كړى او ور سره لږلږ يخني ور اچوى بيا مستې سره ووهى او ور وايې چوى او ورسره پښې د يخني څخه را وباسى او ور وايې چوى او لږ يې سره سره كړى او پاته يخني ور واچوى يو څو دقيقې يې و ايشوى او راكښته يې كړى. وروسته بيا د كټوي دارو او تازه ګشنيز ور واچوى او د خورك دپاره يې را واخلى.

د پسه ماغزه
لازم مواد :-
1- د پسه ماغزه دوې دانې 2- پياز 125 ګرامه 3- روميان دوې دانې 4- ګشنيز لږ څه 5- لونـګ څلور دانې 6- غوړي 125 ګرامه 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ماغزه په اوبو كي واچوى ورسره لونـك او مالګه هم واچوى او لږ يې و ايشوى بيا يې راكښته كړى بيا پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى كله چي سره سول را وې باسى په غاب كي يې سره وشندى چي ساړه سي.
بيا په غوړو كي روميان مالګه او سره مرچ واچوى او پر خام اور باندي يې سره كړى بيا پياز په ګوتو كي وموږى او ور وايې چوى لږ يې سره كړى بيا ايشولي ماغزه كوچنۍكوچنۍ ټوټگـې كړى او ور وايې چوى او پر خام اور باندي په كاچغه لړى دوې دقيقې يې سره كړى وروسته تازه ګشنيز او شنه مرچك ور ميده كړى او دم يې كړى اور يې بيخي خام كړى پنځه دقيقې وروسته يې را واخلى.
نوټ :- كه ماغزه ونه ايشوى دغسي پاخه كړى هم ښه خوندور راځي.

دوهم ډول ماغزه
لازم مواد :-
1- ماغزه دوې دانې 2- پياز 250 ګرامه 3- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 4- اوږه شپږ دانې 5- غوړي 125 ګرامه 6- تازه مساله لږ څه 7- مالګه مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- اوږه او پياز ميده كړى. مالګه او مرچ ور واچوى او يو دوه ګيلاسه اوبه ور واچوى او پر اور يې كښېږدى كله چي پياز خوړين سول غوړي ور واچوى او ښه يې سره كړى چي مساله په غوړو كي سره سي او خوړينه سي بيا ماغزه پرېمنځى او ور وايې چوى. او پنځه دقيقې يې سر ور پټ كړى بيا يې ښه سره كړى او تازه مساله يعني ګشنيز ور واچوى او يوه كاچغه اوبه ور واچوى او دم يې كړى پنځه دقيقې وروسته يې راكښته كړى او د كټوي دارو ور واچوى دا ماغزه به ډېر خوندور وي خو چي ورته ګورى داسي ښكاريږي لكه د هګۍ ژړ.

دريم ډول ماغزه
لازم مواد :-
1- ماغزه دوې دانې 2- لونـګ څلور دانې 3- اوږه شپږ دانې 4- هګۍ دوې دانې 5- ترميده اوړه څلور د چايو كاچغي 6- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 7- سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 8- وچ ګشنيز نيمه د چايو كاچغه 9- غوړي د سره كېدو لپاره 10- مالګه مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- د مغزو سره لونـك او اوږه واچوى او و اېشوى هګۍ دواړه ښه سره ووهى او ترميده اوړه مرچ د كټوي دارو وچ ګشنيز دا ټوله سره واچوى او ښه يې سره ګډ كړى. بيا نو ماغزه د اوبو څخه را وباسى او په تيره چاړه باندي يې يو رنـګه ټوټه ټوټه كړى وروسته بيا يوه يوه ټوټه ماغزه په دغه مساله كي وهى او په غوړو كي يې سره كړى كله چي بادامي رنـګه سول را وې باسى.

دل بند
لازم مواد :-
1- دل بند يوه دانه 2- اوږه يوه غوزه 3- پياز 125 ګرامه 4- غوړي 125 ګرامه 5- تازه ګشنيز لږ 6- روميان 125 ګرامه 7- مالګه مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- اينه او سږى كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې او ښه يې پرېمنځى اوږه وكوټگـى پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى كله چي سره سول روميان ور واچوى ور سره اوږه مالګه او مرچ واچوى او لعاب ځيني جوړ كړى او سږى ور واچوى او يو ګيلاس اوبه هم ور واچوى او پر خام اور باندي كښېږدى چي پاخه سي كله چي پاخه سول او اوبه يې وچي سوې پر غوړو باندي راغلل بيا نو اينه ور واچوى او يو دوه واره يې سره واړوى چي د اينې وينه لږ وچه سي خو كلكه نه سي بيا لږ ګشنيز ور واچوى او راكښته يې كړى.


سره كړې اينه
لازم مواد :-
1- اينه يوه دانه 2- پياز 125 ګرامه 3- اوږه اته دانې 4- غوړي 125 ګرامه 5- شنه مرچك يو څو دانې 6- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- اينه او اوږه په اوبو كي واچوى او و اېشوى چي وينه يې وچه سي بيا په كړايې كي غوړي واچوى او پر اور باندي كښېږدى او پياز ميده كړى ور وايې چوى كله چي پياز ژړ سول اينه ور واچوى او لږ يې سره كړى بيا نو مالګه سره مرچ، شنه مرچك او تازه ګشنيز ور واچوى او راكښته يې كړى.
نوټ :- كه اينه دغسي اومه ور واچوى هم ښه راځي خو اينه بايد په يوه ټوكره باندي وچه كړى.