سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ
لسم مخ يولسم مخ دولسم مخ ديارلسم مخ            
د كتاب نوم :: پخلى (اّشپزي)
ليكواله :: جميله (همت)
خپروونكى :: صحاف نشراتي موْسسه
د چاپ شمېر :: (1000) ټوكه
د چاپ كال :: 1380ل / 2002م كال - ژمى
د چاپ ځاى :: يونـايـټگــېگـډ پرېس – كوټه

مخكنۍ څرګندوني

څرګنده ده چي پخلى يو پخوانى او په زړه پوري هنر دى. خو لكه څنـګه چي پوهيږو زموږ په هيواد كي د دې هنر په هكله تعليم نه وركول كيږي. او پخونكى د بشپړو معلوماتو د نه درلودلو له امله د خوړو ځيني خوندوري برخي له منځه وړي.
خواړه ښايي داسي پاخه سي چي اشتها راوړونكي، خوندور او له غذائيت څخه ډك وي. څنـګه چي خواړه د كورنۍ د غړو پر روغتيا، همت او اخلاقو باندي د پاملرني وړ اغېزه كوي نو تيارول يې د نورو كارونو په څېر بشپړ كار او هنر دى چي بايد په ښه تدبير سره ترسره سي. خداى تعالى موږ ته ډېر ښه ښه نعمتونه را استولي دي چي بايد له هغو څخه په معقوله توګه خوند واخلو او استفاده ځني وكړو خو له بده مرغه زموږ پخونكي د پخلى له اصولو څخه د نه استفادې او ناپامۍ له امله ډېر خوندور او ګټور خواړه د خوندور توب پر ځاى بيخي خراب او روغتيا ته ضررناك او كله كله بالكل خطرناك جوړ كړي.
پخلى ډېر مشكل كار نه دى مګر د پخونكي ښه تد بير، پاملرنه د پخلى د اصولو په پام كي نيول او د پخلى په هكله څه معلومات او مطالعه حتماً غواړي. نو كه پښتو ژبي مېرمني، ښاغلي او هغوى چي په پښتو ژبه لږ څه پوهيږي، دا كتاب و لولي او ويي لري او بيا د ضرورت په وخت استفاده ځني وكړي د دوى سره به د هر ډول خوړو په پخولو كي وړ مرسته وكړي. او كه په پخولو كي لږ څه پاملرنه وكړي ان شاءالله خواړه به يې هر كله خوندور او ګټور وي.
دا كتاب ما په ډېر زيار ليكلى دى. پدې هكله پر خپلو ځاني تجربو سربېره مي ډېر كتابونه او مجلې په بيلو بيلو ژبو لوستي، ډېري څېړني، پوښتني او ګروېږني مي كړي او په كتاب كي د هر را غلي خورك په هكله مي تجربې او ازميښتونه تر سره كړي دي خو بيا هم كېداى سي له تېروتني خالي نه وي چي له ګرانو لوستونكو څخه په معذرت غوښتلو سره هيله كوم چي كه داسي تېر وتني پدې كتاب كي و وينى ماته اطلاع راكړى څو په راتلونكي چاپ كي اصلاح سي .
پـه درنـاوي

جميله ( همت )