سريزه لومړی مخ دوهم مخ دريم مخ څلورم مخ پنځم مخ شپږم مخ اووم مخ اتم مخ نهم مخ
لسم مخ يولسم مخ دولسم مخ ديارلسم مخ            

سـوپ يـا ښگـوروا
 

د چرګ سوپ
لازم مواد :-
1- د چرګ غوښي ( 200 ) ګرامه ( كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې يې كړى ) 2- غوړي څلور د خوړو كاچغي 3- وهل سوې هګۍ دوې دانې 4- شونډ كوچنۍ ټوټه 5- سركه يوه د شلومبو كاچغه 6- د چرګ يخني څلور پيالې
7- تور مرچ نميه د چايو كاچغه 8- مالګه او سره مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- يوه د خوړو كاچغه غوړي په كړايي كي سره كړى د هګۍ څخه امليټ جوړ كړى بيا يې راكښته كړى او كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې يې كړى بيا درې د خوړو كاچغي غوړي په دېګ كي واچوى او پدې كي شونډ سره كړى وروسته بيا د چرګ غوښي ور واچوى او د درو دقيقو دپاره يې سره كړى بيا سركه او مالګه ور واچوى يوه دقيقه يې سره كړى وروسته يخني ور واچوى او پنځلس دقيقې يې كښېږدى چي پاخه سي وروسته بيا هګۍ ور واچوى او ميده سوي تور مرچ پر ودوړوى او راكښته يې كړى او تاوده تاوده يې را واخلى.
دا سوپ د زكام دپاره ډېر ښه دى.

د غوښو او سبزيو سوپ
لازم مواد :-
1- غوښي نيم كيلو 2- ميده سوي ګاجري دوې دانې 3- ميده سوي شلغم يوه دانه 4- ميده سوي پياز دوې دانې 5- مټر لږ څه 6- شونډ يوه ټوټه 7- دار چيني يوه ټوټه 8- تور مرچ نيمه د چايو كاچغه 9- غوړي يوه د خوړو كاچغه 10- كارن فلور يوه د چايو كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي، سبزي، اوږه، شونډ، پياز، مالګه، مرچ، او دارچيني سره واچوى او د ښوروا په اندازه اوبه ور واچوى پر اور باندي يې كښېږدى. كله چي غوښي پخې سوې او اوبه يې لږ وچي سوې راكښته يې كړى او تر صافي يې صاف كړى. بيا غوړي سره كړى او پدې كي كارن فلور سره كړى او په ښوروا كې واچوى يو پنځه دقيقې يې و اېگـشوى او راكښته يې كړى. سوپ تيار دى.


د چرګ او اّش سوپ
لازم مواد :-
1- د چرګ غوښي دوه ګيلاسه ( كوچنۍ كوچنۍ ميده سوي ) 2- كوټل سوې اوږه نيمه د چايو كاچغه 3- ميده سوي پياز يوه د خوړو كاچغه 4- اّش نيم ګيلاس 5- ميده سوي شونډ نيمه د چايو كاچغه 6- بوره يوه د چايو كاچغه 7- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- د غوښو سره اته پېگـمانې اوبه واچوى او كښېږدى چي و ايشي بيا پدې كي اوږه، پياز او شونډ واچوى كله چي غوښي پخې سوې او شپږ پېگـمانې اوبه يې پاته سوي بيا اّش ور واچوى او بوره هم ور واچوى او ښه يې پاخه كړى. چي اّش پكښي پاخه سي بيا يې راكښته كړى او تاوده تاوده يې را واخلى تور مرچ پر ودوړوى.

د هډوكو سوپ
لازم مواد :-
1- د پسه هډوكي نيم كيلو 2- د ورانه يا د لاس غټ هډوكي درې دانې 3- كوټل سوي شونډ نيمه د چايو كاچغه 4- كوټل سوې اوږه نيمه د چايو كاچغه 5- ميده سوي شلغم او ګاجري نيم ګيلاس 6- تور مرچ نيمه د چايو كاچغه 7- اوبه 2 كيلو 8- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- هډوكي او تولې په اوبو كي واچوى او پر اور باندې كښېږدى. شونډ اوږه او مالګه ور واچوى پاخه يې كړى كله چي نيمى اوبه وچي سوې بيا نو يخني ته شلغم او ګاجري واچوى او پنځلس دقيقې وروسته يې راكښته كړى. تور مرچ پر ودوړوى او تاوده تاوده يې را واخلى. دا سوپ د هډوكو دپاره ډېر ګټور دى په تېره بيا د ماشومانو.


كله جوش
لازم مواد :-
1- د كوفتې غوښي نيم كيلو 2- سره كړي پياز درې كاچغي 3- ميده سوي جوز درې كاچغي 4- زدوول سوي كُرت دوه ګيلاسه 5- وچه نعناع يوه كاچغه 6- غوړي ( 150 ګرامه ) 7- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- د كوفتې غوښو ته يو دوې دانې ميده سوي پياز ور واچوى او لږ مالګه او مرچ ورسره ګډ كړى بيا پاشانه كوفته پخه كړى كله چي كوفته پخه سول بيا ز زدوول سوي كُرت ور واچوى اېشېدو ته يې مه پرېږدى او راكښته يې كړى وچه نعناع پر ودوړوى. كله جوش تيار دى.


د سبزيو سوپ
لازم مواد :-
1- سبزي يو كيلو 2- دال نخود نيم ګيلاس 3- د ورجو اوړه يو ګيلاس
4- غوړي 100 ګرامه 5- سره كړي پياز درې كاچغي 6- د غورې اوبه يو ګيلاس 7- هګۍ درې دانې 8- كوفته نيم كيلو 9- وچه نعناع يوه كاچغه 10- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- كوفته د پيازو او شپږو ګيلاسو اوبو سره واچوى دال نخود، مالګه، كوركومن هم ورسره واچوى او پر اور باندې كښېږدى چي كوفته او دال نخود يې پاخه سي. وروسته بيا سبزي په ځېر سره پاك كړى او پرېمنځى ميده ميده يې كړى و سوپ ته يې واچوى چي يو څو دقيقې و ايشي او سبزي پاخه سي بيا د ورجو اوړه په سړو اوبو كي حل كړى او ورو ورو يې و سوپ ته واچوى او سوپ لړى تر څو غټگـى نه سي بيا يې پرېږدى چي ورو ورو و ايشي. وروسته بيا د غورې اوبه ور واچوى او بيا هګۍ سره و وهى او لږ مالګه او مرچ ور واچوى او ښه يې سره و وهى بيا يې ورو ورو لږلږ و سوپ ته واچوى او سره لړى يې چي و اېشېدل راكښته يې كړى. او په يوه كاچغه غوړو كي نعناع توده كړى يعني ( غوړي ډېر سره نه وي بيا نعناع ور واچوى او راكښته يې كړى ) و سوپ ته يې واچوى.


د روميانو سوپ
لازم مواد :-
1- ډېر ښه پاخه روميان 250 ګرامه 2- ترميده اوړه يوه غټه كاچغه 3- پياز يوه دانه 4- شيدې نيم ګيلاس 5- غوړي يوه كاچغه 6- د كټوي دارو يوه كاچغه 7- سركه 2 كاچغي 8- اوبه درې پيالې 9- مالګه او تور مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- روميان پرېمنځى په اوبو كي واچوى او د كټوي دارو لږ مالګه هم ور واچوى او پر اور يې كښېږدى كله چي روميان ښه پاخه سول او پوست يې ځيني جلا سو راكښته يې كړى او تر يوه نازك جالۍ يا صافه يې صاف كړى چي دانې او پوستكي يې ځيني بېل سي بيا په يوه دېګ كي غوړي واچوى پياز پكي سره كړى او بيا ميده اوړه ور واچوى او د پنځو دقيقو دپاره يې سره كړى بيا شيدې ور واچوى او وروسته بيا د روميانو تيار سوى سوپ ور واچوى. لس دقيقې يې كښېږدى چي و ايشي په پاي كي سركه او تور مرچ ور واچوى او راكښته يې كړى.


شكنه
لازم مواد :-
1- پياز دوې دانې 2- غوړي ( 150 ) ګرامه 3- هګۍ څلور دانې 4- اوړه څلور د خوړو كاچغي 5- كوركومن نيمه د چايو كاچغه 6- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه 7- د روميانو رُب يوه كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- پياز ميده كړى او په غوړو كي سره كړى بيا اوړه او كوركومن ور واچوى او لږ يې سره كړى بيا څلور ګيلاسه اوبه ور واچوى كله چي و ايشيدل مالګه، مرچ او رُب ور واچوى. هګۍ په يوه لوښي كي ماتي كړى لږ مالګه ور واچوى او سره و وهى بيا لږلږ و شكنې ته اچوى او لړى يې چي هګۍ سره ونه موښگـلي چي دوې دقيقې و اېگـشېگـدل راكښته يې كړى او په يوه كاسه كي واچوى.


د پټاټو شكنه
لازم مواد :-
1- پياز يوه غټه دانه 2- پټاټگـې 250 ګرامه 3- روميان درې دانې 4- غوړي
( 200 ګرامه ) 5- كوركومن نيمه د چايو كاچغه 6- مالګه او تور مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى. كله چي پياز سره سول ميده سوي روميان ور واچوى او ښه يې سره كړى چي پر غوړو راسي بيا نو پټاټگـې ور واچوى او لږ يې سره كړى وروسته بيا مالګه كوركومن او مرچ ور واچوى او هر څومره چي ستاسي خوښه وي هغومره اوبه ور واچوى او سر يې ور بند كړى. پنځلس دقيقې وروسته يې راكښته كړى د پټاټو شكنه تياره ده.


اوګره
لازم مواد :-
1- اوګره سوي غنم ( 250 ګرامه ) 2- لوبيا، نخود، ماش، سره ګډ كړى
نيم كيلو 3- غوړي ( 200 ګرامه ) 4- پياز څلور دانې 5- ګندنه لږ څه
6- كوفته نيم كيلو 7- زدوول سوي كُرت دوه ګيلاسه 8- د روميانو رُب
يوه د خوړو كاچغه 9- وچه نعناع يوه دخوړو كاچغه 10- مالګه او مرچ
د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى بايد يوه شپه د مخه غنم، لوبيا، نخود، ماش دا ټوله خشته كړى چي ښه پاخه سي او لعاب وكړي.
بيا لوبيا، نخود، ماش په يوه دېګ كي واچوى او تفت ور كړى چي پاخه سي. په بل دېګ كي غنم واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى او ورو ورو يې لړى چي غټگـى نه سي يا كوينى ونه نيسي. كله چي غنم پاخه سول او دانه يې خوړينه سول بيا نو حبوبات ور واچوى او سره لړى يې چي ټوله ښه سره ګډ سي. بيا لږ ګندنه ميده كړى ور واچوى او اوګره لړى چي كوينى ونه نيسي كله چي ګندنه پخه سول او اوګره ښه خټه سول اوبه يې وچي سوې او دا ټوله مواد يې ښه پاخه سول بيا يې نو اور ور خام كړى او دم يې كړى.
بيا په يو بل دېګ كي غوړي واچوى او پياز پكښي سره كړى بيا كوفته ور واچوى او لږ يې سره كړى كله چي سره سول بيا په يويه كاچغه رُب په يو ګيلاس اوبو كي حل كړى او كوفتې ته يې واچوى. لږ مالګه او مرچ ور واچوى او د دېګ سر ور بند كړى چي كوفته پخه سي. كله چي كوفته پخه سول او پر غوړو باندي راغلل بيا اوګره په كاسو كي واچوى او پر سر باندي يې كُرت ور واچوى بيا كوفته پر واچوى او وروسته وچه نعناع او مرچك پر ودوړوى.
نوټ :- ( كه چيري كوفته نه وي تاسي كولاي سى چي يوازي پياز په غوړو كي بادامي رنـګه سره كړى او د اوګرې پر سر يې ور واچوى ).


چاينكي
د چاينكي ښوروا تر نورو ښورواوو ډېره خوندوره وي.
لازم مواد :-
1- غوښي 200 ګرامه توري او سپيني 2- اّلوبخارا دوې دانې 3- پياز يوه غټه دانه 4- دال نخود لږ څه 5- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى غوښي پرېمنځى او په چاينكه كي يې واچوى وروسته د كټوي دارو او پياز ور واچوى دال نخود هم ور واچوى بيانو دومره اوبه ور واچوى چي د چاينكي درې برخي اوبه وي او يوه برخه يې تشه وي. بيا نو چاينكه تر هغه ځايه چي اوبه وي هغومره په اور كي پټه كړى تر څو غوښي ښه په دم كي پخې سي وروسته بيا په كاسه كي ډوډۍ ميده كړى او چاينكي پر چپه كړى او وې خورى.


غلور ترش
د غلور ترش د پوډرو جوړولو ترتيب
لومړى مستې په يوه ټوكره كي واچوى چي اوبه يې وننيږي او لږ كلكي سي وروسته بيا لږ اوړه وچوڼگـى او د مستو سره يې ګډ كړى وروسته يې بيا پر يوه شي باندي لمر ته وغوړوى چي وچ سي كله چي وچ سول پوډر ځني جوړ كړى او په كڅوړه كي يې واچوى دې ته غلور ترش وايي.

غلور ترش د لا ندي يا وچو غوښو سره
لومړى وچي غوښي په لږ ګرمو اوبو باندي څو واره پرېمنځى وروسته بيا پياز ميده كړى او لږ مرچ ور واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى چي غوښي پخې سي وروسته بيا د غوښو يخني صاف كړى او غوښي كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې كړى او لږ غلور ترش په اوبو كي حل كړى او ښوروا ته يې واچوى چي ښوروا ګاټه سي وروسته بيا په كاسه كي ډوډۍ ميده كړى او دغه ښوروا پر واچوى.

د تازه غوښو غلور ترش
لومړى ښوروا پخه كړى كله چي ښوروا پخه سول لږ غلور ترش ور واچوى چي ښورا ګاټه سي بيا نو ډوډۍ په كاسه كي ميده كړى او غلور ترش د غوښو سره پر واچوى.

د غلور ترش شكنه
لومړى لږ پياز په غوړو كي سره كړى وروسته مالګه او مرچ ور واچوى او لږ د ښوروا لپاره اوبه ور واچوى كله چي اوبه و اېشېدلې يو څه غلور ترش په اوبو كي حل كړى او شكنې ته يې واچوى چي
و اېشېدل راكښته يې كړى.