تـصـويـر

سړه د ژمي شپه ده زه ستا له يادونو سره
لكه ماشوم په وړانـګو لوبـي كوم
ستا د تصوير مخي ته ودرېږم
او دا يوه لحظه دي خپله كمه
هلته سينه كي غوليدلى زړګى وخوځيږي
او پردۍ ميني ته ټوپونه وهي
تصوير ژوندى سي سترګي و رپوي
پر شونډو بيا ګرځي زاړه قولونه
بيا د سبا د لمر ختو په طمع
شپه تر سهاره شمعي ولـګيږي
سترګي سوځي
خو يو ناڅاپه د تصوير له سترګو
د ژوند او ميني رڼا وتښتي
قولونه مړه سي
زه او تصوير پاته سو

زه او تصوير پاته سو
او زړه هم نه وهي زاړه ټوپونه
دواړه لاسونه ليوني لاسونه
بـې ارادې د تصوير خوا ته ځغلي
تصوير څيري او ژمنۍ سكروټـي
لمبه لمبه كي د كلو خيالونه
لا يـې لمبه په سترګو وينمه خاموشه نه ده
لا د تصوير بـې نوره سترګي زما پر لور كږې دي
چي په سينه كي مي د زړه په تل كي
ستا له تصويره سره مينه نوى اور بلوي
او په رګونو مي بڅري ګډ سي
نور دي تصوير ته هم كتلاى نه سم
يوه لحظه دي خپلولاى نه سم
او دا د ژوند سره ملـګري لمبـې
دا په رګونو كي ژوندي بڅري
دا د تيارو دا د رڼا ملـګري
ستا د خيالونو له محله سره
په تصويرونو رويباري نه كوي

92 ــ 3 ــ 12