ټول افغان لومړی مخ کتابتون لومړی مخ

پايکوب شاعر

پايکوب د ښاغلي عبدالباري جهاني دويمه شعري ټولګه ده، چې لومړی ځل په پېښور او دوه ځله نور په کوټه کې چاپ شوې ده، تر دې وړاندې د ښاغلي جهاني ورکه مېنه نومې شعري ټولګه خپرې شوې ده، چې زيات ښکلي شعرونه يې په کې راغلي وو، تر پايکوب وروسته مو ښاغلی جهاني د سباوون په تمه نومي کتاب په لوستلو خوشحالوي او تر هغه وروسته يې شپېلۍ خپره کړه. چې په دې کتاب کې يې هم خپله هنري ځلا موږ ته راښوولې وه.
جهاني په اوسمهالې پښتو شاعرۍ کې يو بېساری نوم او دنګه ښکلا ده، چې خلک يې ياغي او باغي شاعر هم ګڼي، هغه که د مسافرت پر کړاوونو ژړېدلی دی، د زاهد د زهد او پرهېزګارۍ بندونه يې هم نړولي او هغې نړۍ ته يې پناه وړې ده، چې سپينې ورېځې د پرښتو کورونه، غرونه د جلال او غرور سمبول او اوښکې د مظلومانو ستره وسيله وي، چې سترزبرځواکونه هم له پښو غورځوي.
د ده له شاعرۍ او ښکلي تخيل سره زيات کسان مينه لري او تل به يې د راډيو له څپو يا هم خپرونو څخه د ده شعرونه لوستلي او اورېدلي وي، دا دی د اکثرو مينه والو دعا پوره شوه او اوس مو پايکوب د انټرنټ نړۍ ته هم دننه کړي، چې موږ ټول يې په مينه مينه هرکلی کوو.
په دې هيله چې د ښاغلي جهاني د شعر مينان د هغه له شعرونو خوند واخلي، موږ دا کتاب په انټرنټ کې ږدو، هيله ده چې د مينه والو د ذوق تنده ماته کړي.
 

په درناوي
د ټول افغان سمبالوونکي

بله پاڼه