Yahoo. Com

شهسوار بيگا ټوله شپه له خوشحالۍ نه په كټ كې لټ په لټ اوښتى و، خو حرام شه كه يوه سترگه خوب يې كړى وي. نن يې له سهاره مازيگر ته داسې تلوار و، لكه د جوزا د مياشتې روژتي چې د ماښام بانگ ته انتظار باسي. دم گړۍ به يې ساعت ته كتل، كله به يې ځان په ورځپاڼه مصروف كړ او كله خو به پا څيده او بې مقصده به يې داسې گړندي گامونه واخيستل، لكه له كوم چا نه چې غل جيب وهلى وي.
شهسوار له يوې مياشتې راهيسې په انټرنيټ كلب اموخته شوى و، هره ورځ به بلا ناغه ورته. په پيل كې يې له انټرنيټ سره دومره مينه نه وه، خو په كرار، كرار ورته په زړه پورې كيده. ماته كوډه انگريزي يې هم زده وه او د چا خبره خپله جاله يې تر گودره رسولى شوه.
تيره ورځ چې شهسوار په انټرنيټ كې د www.afghanonline.com ته لاړ، نو په لسگونو ادرسونه يې وليدل چې په اصطلاح په لين كې وو. يو يو يې له نظره تير كړ، د نرگس په نوم يې زړه اوبه وڅښلې، موس يې د نرگس په نوم كليك كړ، لږه شيبه وروسته د نرگس وينډو پرانيستل شو او له واره يې ورته وليكل:
_ سلام نرگس.
_ واليكم سلام فالكن، زما نوم نرگس نه بلكې پرښته ده.
_ بخښه غواړم پرښتې، زه هم شهسوار يم، څو كلنه يې؟
_ که څه هم نجونې خپل عمر ښودلو سره علاقه نه لري، خو زه د دوه ويشت او درويشت كلونو تر منځه يم، ته څوكلن يې؟
_ زه به د 2002 م كال د اپريل په لومړۍ نيټه پنځه ويشت كلن شم.
واده دې كړى؟
_ رښتيا درته ووايم.
_ كه پول را سره ونه كړې، نو رښتيا به راته ووايې ځکه چې ته خو په دروغجنه ورځ پېدا يې.
_ ښه، نو چې رښتيا را باندې وايې، نو ما واده كړى دى.
_ ميرمن دې ښكلې ده؟
_ هو، ډېره ښکلې ده.
_ سواد لري؟
_ هو، د پيښوريانو په اصطلاح ميټرك پاس ده.
_ له تا سره مينه لري؟
_ هو، له حده زياته.
_ او ته له هغې سره مينه لرې؟
_ متاسفانه د ښكلي صورت او نيك سيرت سره- سره كابو دا څلورمه مياشت ده، چې هيڅ مې په زړه كې دهغې مينه ځاى نه نيسي.
_ دا ولې؟
_ نه پوهيږم، خو دومره ويلى شم چې د زړه بيله دنيا وي. ته باور وكړه چې همدا اوس له تا سره په چټينګ كې اخته يم، ستا مينه مې بې واره په زړه كې په ټوپونو ده.
_ تا زه ليدلې يم؟
_ نه، د سر په سترگو خو مې نه يې ليدلې، خو د زړه په سترگو دې وينم او ښكلا ته دې حيرت وړى يم.
_ ته خو ليونى نه يې؟
_ نه گرانې، خو مينه ضرور ليونۍ وي.
رښتيا تا خو دا ونه ويل چې تعليم دې څومره دى!؟
_ زه هم په اصطلاح ميټرك پاس يم.
_ چيرته اوسيږې؟
_ همدلته، په پيښور كې.
_ ته واده شوې يې؟
_ هو، دا څويمه مياشت ده چې واده كړې يم.
_ خاوند دې څنگه دى؟
_ خاوند چې هر څنگه وي د ښځې جامه وي.
_ له خاوند سره دې مينه لرې؟
_ بې اندازې مينه ورسره لرم.
_ او هغه له تا سره مينه لري؟
_ نه خير، له ډيرو كوښښونو سره- سره ونه توانيدم چې په زړه كې يې ځاى پيدا كړم.
_ خاوند دې څومره بدبخته دى، چې له پريښتې سره مينه نه كوي.
_ شهسوار خانه، زما وخت په پوره كيدو دى، زه درنه اجازت غواړم.
_ پريښته جان، مخکې له دې چې د خداى په امان درته وليكم، دادى زه خپل عكس درليږم او له تا نه هيله كوم چې ته به هم خپل عكس سبا ته راوليږې.
_ سمه ده، د خداى په امان، شهسوار خان.
_ د خداى په امان، پريښه جان .
په همدې ورځ شهسوار د نرګس ادرس د ياهو په ميسنجر کې له ځانه سره ونيوه. په بله ورځ شهسوار په ټاكلي وخت انټرنيټ كلب ته لاړ. په ډېرې بې صبرۍ يې خپل اميل چيك كړ، ويې ليدل چې د خطونو په قطار كې ورته د نرګس خط هم راغلى دى په ډېرې بې صبرۍ يې تر ټولو د مخه د نرګس په نوم موس کليک. په لږه شېبه کې ورته د نرګس خط خلاص او په دې جمله يې سترګې ولګېدې
My Dear Frend This Picture for u. تر خط لاندې پاڼه ورو ورو په خلاصېدو شوه. تر هر څه د شهسوار سترګې په طلايي ويښتو ولګېدې او سم له واره عکس په داسې انداز کې راښکاره شو، لکه د يوې حياناکې پېغلې له مخه چې پوړنی وغورځيږي. د شهسوار له خولې ناخودآګا ووتل:
” واه واه دا څومره ښکلې ده، دا خو په رښتيا هم پريښته ده،. دومره ښکلې انجلۍ خو ما په ژوند كې هم نه ده ليدلي. چې عكس يې راليږلى، فكر كوم چې لاره ورسره جوړيږي. نن ترې خامخا د ملاقات وخت اخلم.“
شهسوارخپل ميسنجر خلاص کړ ، خو نرگس آن لاين و ه. پيغام يې ورته وليږه، د عكس د رسيدو يې ترې مننه وكړه او د سبا ورځ لپاره يې د چټينګ وخت ورته وښوده.
پرون چې شهسوار څنګه ميسنجر خلاص کړ ويې ليدل چې نرګس په لاين کې ده. موس يې پرې كليك كړ او له واره يې ورته وليكل:
_ پريښتې سلام.
_ واليكم سلام شهسواره.
_ د عكس را ليږلو دې يوه دنيا مننه، واقعاً ډيره ښکلې يې او كه مبالغه يې و نه ګڼې نو زه خو يې د ښكلا تكميل بولم.
_ شهسواره، زه خو د ښكلا په تكميل عقيده نه لرم.
_ د ښكلا په تكميل به دې عقيده پيدا شي، خو كه يو ځل دې پر چا زړه وبايله.
_ كه درته ووايم چې ما هم زړه بايللى، نو ته به باور وكړې؟
_ څنګه به باور نه كوم، ته خو پريښته يې او پريښتې خو دروغ نه وايي. خو دا راته ووايه چې هغه نيكمرغه انسان څوك دى چې پريښتې پرې زړه بايللى دى؟
_ هغه نيكمرغه انسان ته يې.
_ دا څه وايې، داسې به نه وي!!
_ همداسې ده.
_ نه، نه داسې مه وايه. ژر شه ووايه چې ما ټوكې كړي دي، كه نه زه به له ډيرې خوشحالۍ نه سكته وكړم.
_ نه گرانه، د سكتې نوم مه اخله، چې زما زړه هم په درزا شو.
_ ښه دا راته ووايه چې څنگه كيداى شي چې زه او ته له نږدې څخه ووينو!؟
_ څنگه چې ستا خوښه وي، خو له يوې خبرې نه ويريږم ، چې كه زما او ستا په تعلق ستا ميرمن خبره شي، نو بيا درته څه جنجال پيښ نه شي.
_ ته د دې خبرې هيڅ غم مه كوه، اول خو هغه خبريږي نه او كه خبره هم شي، زه يې دومره په كيسه كې نه يم.
_ ښه نو چې داسې ده، كله چې ستا خوښه وي، سره و به ووينو.
_ زه خو وايم چې همدا نن په همدې شيبه مو سره ليدلى وى.
_ نه گرانه، اوس خو نه كيږي، سبا ته وخت او ځاى وعده كړه چې سره ووينو.
_ سمه ده، سبا ته د مازيگر په څلورو بجو د باغ ناران جنوبي اړخ ته راشه، زه به هم ځان درورسوم . او رښتيا څنگه به سره پيژنو؟
_ اسانه خبره ده، زه به په تورو جامو كې درشم او حجاب به مې هم پر مخ اچولى وي.
_ نه گرانې، تورې جامې مې هيڅ نه خوښيږي او حجاب خو مې لا تر هغې هم زيات بدې شي.
_ ښه نو ته ووايه چې څنگه جامې واغوندم؟
_ هر څنگه چې وي، خو چې د هندي فلمونو د جونو په څير دې يوه زيړه لوپټه له غاړې تاوه كړي وي او بې لستوڼو كميس دې په تن وي، نو پيژندل دې څه دومره گران كار نه دى.
_ بلكل سمه ده، تر سبا مازيگره پورې د خداى په امان، ستا پريښته.
_ د خداى په امان، ستا شهسوار.
دا ورځ په شهسوار باندې د كال هومره اوږده شوه، خو بلاخره څلور بجو ته لږ وخت پاتې و چې شهسوار د باغ ناران په لور وخوځيده. باغ ته چې ورسيده، نو له ټاكلي وخت نه لس دقيقې تيرې وې. سم له واره يې د باغ جنوبي لور ته حركت پيل كړ. له ليرې يې وليدل چې يوه سر لوڅې انجلۍ چې زيړه لوپټه يې له غاړې نه تاوه كړې ده، د گلاب د بوټي تر څنگ ولاړه ده او يو سور گلاب يې د ډنډركي سره خپلې پوزې ته راښكلى دى.
شهسوار چې لږ ورنږدې شو، نو له واره يې پرې غږ وكړ چې پريښتې!
جينۍ مخ راواړوه او په ړومبي ځل چې شهسوار خپله ميرمن دومره بې حجابه وليده، نو له پښو نه يې ځمكه وتښتيده.

عرفان كلتوري مركز، پيښور
2002/ 01/ 04