د قربانۍ چمړې

لوى اختر ته به لا څو ورځې پاتې وې چې زموږ محلې ته د كشميري مجاهدينو په نوم څو تنه راغلل او د جامع مسجد مخې ته يې چې د محلې په بازار گوټي كې دى، دفتر پرانيست. په همدغه ورځ د فلاحي مرستندويه ټولنې ځيني غړيو او د جامع مسجد امام صاحب سره په رابطه كې شول. د محلې په بازار ګوټي كې يې له يوه سر نه تر بل سر پورې په ديوالونو اشتهار پاڼې ولگولې. په پاڼو كې د جنگ له ټريننگ نه پرته له ځوانانو څخه غوښتنه شوې وه چې په عملي جهاد كې برخه واخلي او د هندوانو په مقابل كې وجنگيږي او خپله اسلامي فريضه ادا كړي. دغه راز يې په پاڼو كې د مجاهدينو ديوكال د فتوحاتو گزارش هم وړاندې كړى و.
بله ورځ د مسجد د امام صاحب او مرستندويه ټولنې په ملتيا په محله كې كور په كور وگرځيدل او له مجاهدينو سره د مرستې غوښتنې يې وكړې. زموږ په محله كې چې زياتره ځوانان بې روزگاره او د چرسو په نشه روږدي شوي دي، ځينو ځوانانو تړه وكړه چې كه جهاد ته ځي او كه نه، خو ټريننگ ته به ضرورځي، چې د چرسو له نشې نه خو په كې خلاص شي. دفتر ته لاړل او د ټريننگ په لست كې يې نومونه ثبت كړل. او وعده يې وكړه چې د لوى اختر نه پس به خامخا ټريننگ ته ځي. اختر ته به لا څلور ورځې پاتې وې چې د جمعې مباركه ورځ راورسيده. امام صاحب د جهاد په فلسفه او فرضيت خبرې كولې . د خبرو په ترڅ كې يې وويل:
" فرض شي جهاد هغه وخت چې وكړي تجاوز كفار په مسلمان ملت باندې.
دمحلې له ځوانانو نه يې په عملي جهاد كې د برخې اخيستو او د محلې له مالدارو خلكو نه د مجاهدينو لپاره د مالي مرستې غوښتنه وكړه. تر هغې چي اختر رارسيده، په دفتر كې د خلكو گڼه گوڼه ډيره وه. امام صاحب به هم وخت نا وخت په دفتر كې ليدل كيده. هر وخت به په كې د چايو پريماني وه. څوك به په چايو جوړلو بوخت وو او چا به ميلمنو ته د چايو پيالې وړاندې كولې. اختر ته چې دوه ورځې پاتې شوې، مجاهدينو د محلې په ټول بازار كې بينرې وځړولې. په بينرو ليكل شوي وو:
(( قربانى كى كهالين كشميري مجاهدوكو عطافرماين .
اپناعطيات اورقرباني كى كهالين اپنا علا قى مين جامع مسجد كی سامنی دفتر مين جمع كراين . شكريه. ))
منجانب : تنظيم المجاهدين كشميري
كله چې امام صاحب په بازا ر كې بينرې وليدې په تندي كې يې ګونځې وغځيدې په قهراوغضب يې بينروته وكتل او له ځانه سره وگوڼيده دمجاهدينو په دفتر بې له سلامه تيرشواوپه مسجدننوت بلا خره دلوى اختر ورځ راورسيده. امام صاحب دسهار په لمانځه كې داختر دلمانځه وخت اته بجې وټاكه. اوه نيمې بجې به وې چې داختر دلمانځه داداكولو لپاره مسجدته ورسيدم. دخلكو گڼه ګوڼه وه ، هرچاكوښښ كاوه چې دلمانځه لپاره مناسب ځاى ومومي. امام صيب دقربانۍ په فلسفه اومسايلو خبرې كولې. وخت داتوبجو نه په تيريدو و. دزياترو خلكو نظرونه په هغه ديوالي ساعت وو چې دمحراب له پاسه لگيدلی و اوپه سواليه انداز به يې دامام صيب په لوركتل. چې په دې وخت كې دامام صاحب خبرو زما توجه جلب كړه ويې ويل :
په كتاب كې راغلي دي چې وږي وي راشي كيني په بلۍ ستاسې په ورځ دلوی اختر روحونه د موراوپلار ستاسې. نواى مومنانوورونو! وركړئ غوښې دقربانۍ په ارواحو دانبياوو كرامو اوپه ارواحود موراوپلار خپل غربا او مساكينو ته. اووركړئ چمړې دقربانۍ طالبانو ته دمسجد خپل چې واخلي پرې كتابونه دفقې اوعلم ددين خپل.
امام صاحب لږه شيبه چوپ پاتې شو په مقتديانو يې ښکته پورته نظر واچاوه اوزياته يې كړه :
اوريدلي مې دي چې شته ځينې كسان چې نه و باسي چمړې دگډورو نه دقربانۍ اولرې كوي ترينه وړۍ په واسطه دپاكي ياچړې ! نواى مومنانو ورونو نه كيږي قرباني ستاسې چې ونه باسئ چمړې دگډورونه دقربانۍ. بله داچې پيداشوي دي ځينې خلك چې په نوم دكشميري مجاهدينو ټولوي چمړې دقربانۍ اوگرځوي يې ذريعه دمعاش خپل. نواى مومنانو ورونو ! ورنه كړئ داسې خلكوته چمړې دقربانۍ چې نه كيږي قرباني ستاسې په حضور دباري تعالى كې .
امام صاحب به لا نورهم څه ويل، خو دساعت ستن اته نيمو ته رسيدلې وه. د مقتديانو دصبر پيمانه لبريزه شوې وه، د وروسته نه خلكو په صفونو جوړولو پيل وكړ. امام صيب مجبوراًً دلوى اختر دلما نځه نيت تازه كړ. لمونځ اداشو ، خطبه وويل شوه، په مسجد كې داختر دمباركيو سلسله جاري وه. ځان مې څه په شواخون له ګڼه ګوڼې نه راوايست ، په كوڅه كې دمجاهدينو بينرې همغسې ځړيدلې خو دفتر ته يې غټ كولپ لگيدلى و.

2000/ 03/ 17