قيمتي وينه

له ماشومتوبه مې په خپل مټ باور و. په ښوونځي کې به هم په تن بدن کمزوري ياران رانه په څنګ تېريدل. داسې ورځ به نه وه چې په چم ګاونډ کې به مې د چا تڼۍ نه وه شلولې او ميندې به يې له موږ کره به شور نه راتلې او له همدې بې سرۍ له وجې به مې راته مور ستغې سپورې ويلې. څه په خوارو مې لسم پاس کړو، هغه ورځې مې هم وليدې، چې دفتر په دفتر د نوکرۍ لپاره وګرځېدم، خو زموږ د خوارانو په قسمت کې نوکري چېرته وه. ټول وخت مې په بې روزګارۍ کې تېر کړ، هسې به د محلې په کوڅو کې ښکته پورته کېدم، له دې وجې د لنډغرو په سر کې شمار وم. پردي ودونه به مو يوه هفته د مخه ګرمول، که رښتيا درته ووايم، ښې مفتې مزې مو چاڼولې، داسې شپه دې حرامه وي، چې موږ دې ترې موج نه وي اخيستى.
زما کمبختي به راغلې وه چې يوه ورځ زموږ د يارانو له جملې نه د يوه ماشومه لور په ګولۍ لګېدلې وه، ډېره وينه ترې تللې وه، په هسپتال کې وينې ته ضرورت شو، يارانو يو بل ته سره وکتل او بيا ټولو په ما ګوته کېښوده، ما چې کله د وينې د ورکولو تصور هم نه و کړى، له پښو نه مې دم ووتو، مړه خوله راباندې راماته شوه، خو له خپلې تنې نه وشرمېدم او وينې ورکولو ته مې ځان ونيو. ډاکتر چې کله زما د وينې ګروپ معلوموه، نو سخت وارخطا شوم، يوه لړزنده يخني راباندې راغله، ډاکتر مې زړه ډاډه کړ و يې ويل:
(( يو نارمل انسان کولاى شي چې په هرو درې مياشتو کې پنځه سوه سي سي وينه ورکړي او له تا نه خو زما په څېر دوه جوړېږي، ته ولې دومره وارخطا شوې. خو يوه خبره واره چې ستا وينه ډېره قيمتي وينه ده، ستا وينه هر انسان ته ختى شي، خو د هر چا وينه بيا تا ته نه شي ختى، تر څو چې ستا د وينې ګروپ نه وي.))
ډاکتر چې څو خپلې خبرې خلاصولې، له مانه يې پنځه سوه سي سي وينه اخستې وه. هډو پوه پرې نه شوم او نه مې څه کمزورتيا محسوس کړه.
کله کله به مې د ډاکتر دې خبرې چې (( ستا وينه ډېره قيمتي ده)) په مغزو کې انګازې کولې. تل به په همدې چرتونو کې تللى وم، وخت نا وخت به مې له يارانو نه هم د وينې ورکولو په هکله تپوسونه کول او په دې پوه شوى وم چى په هسپتال کې روزانه د وينې ضرورتمندان وينه په بيه اخلي. بس د دريو مياشتو پوره کېدو ته مې په ورځو شمېرلو پيل وکړ، بالاخره پوره شوې او نېغ هسپتال ته لاړم او د وينې خرڅوونکو په لست کې مې نوم وليکه. يوه ښه شېبه وروسته راته د ډاکتر د کمرې نه اواز وشو، ورغلم او د وينې د بيوپار سره مې پنځه سوه سي سي وينه په زرو روپو خلاصه کړه. هفته دوه مې پرې ښې په مزو کې تېرې شوې او کله چې بيا د خرچې ضرورت شو، نو درې مياشتو پوره کېدو ته مې بيا په ورځو شمېرلو پيل وکړ، دا ځل دا درې مياشتې هېڅ نه پوره کېدې، د خداى په دې وېړه دنيا کې مې سخت زړه تنګ شوى و،هېڅ ټايم راباندې نه پاس کېده، خو اخر دا دوره هم پوره شوه. هم هغه هسپتال ته لاړم او په لست کى مې نوم وليکه او کله چې راته د ټولو وينه خرڅوونکو په وړاندې د ډاکتر له کمرې نه اواز وشو، نو د ړومبې ډاکتر خبرې مې په ياد کې راغلې چې ويل يې:
(( ستا وينه ډېره قيمتي وينه ده. ))
په خپله وينه مې په زړه کې ناز وکړ او په فاتحانه انداز د ډاکتر کمرې ته ورغلم. زما د وينې پخوانى بيوپار ناست و، خبرې جوړېدو ته ضرورت پېښ نه شو، نېغ لاړم او په بېډ کې وغځېدم. د سترګو په رپ کې يې را نه پنځه سوه سي سي وينه واخيسته او شين لوټ مې په زړه واچاوه.
داځل مې په ځان لږه سخته تېره کړه، خو د ډېرې سختې باوجود مې خرچه تر مياشتې و نه رسوله. خو وروسته بيا هماغه تنده وه. درې مياشتو پوره کېدو ته مې وار ونه کړ، يو بل هسپتال ته لاړم او پنځه سوه سي سي وينه مې خرڅه کړه. څه مې کړى واى ، مجبوري وه. بد اموخته شوې وم، بله هېڅ چاره نه وه، بس سم کار مې ورته ويلى و، مياشت لا پوره نه وه چې نوره وينه مې خرڅه کړه او چې څلور پنځه مياشتې مې سر په سر وينه خرڅه کړه، نو ښه يې له لاده باده وايستم. دا داسې وخت و چې خپل کور ته مې بلکل شاه کړې وه. اکثره وخت به مې په هغه کوډله کې تېراوه، چې د ملنګ بابا د زيارت په يوه کونج کې مې د کيکرو له شاخونو څخه جوړه کړې وه. کمزورتيا مې ورځ په ورځ په زياتېدو وه، هسپتال ته لاړم، ډاکتر زما چيک اپ وکړ او ويې ويل:
(( ځوانه ستا د وينې کمبوت دى. زه درته دا دوايانې ليکم، خو هله به دا استعمالوې چې درې څلور خلتې وينه ځان ته تېره کړې او څومره زر چې کېداى شي وينه ځان ته وخېژوه، که نه دا دوايانې به هېڅ اثر ونه کړي. ))
ډاکتر نور هم څه ويل، خو زما پام د ړومبي ډاکتر خبرې اړولى و چې ويل يې.
(( ستا وينه ډېره قيمتي ده، هر انسان ته ختى شي، خو د هر چا وينه تا ته نه شي ختى، څو چې ستا د وينې ګروپ نه وي پېدا شوى.))
د وينې د اخيستو خو راسره هېڅ درک نه لګېده، ډېره موده پس کورته لاړم او څنګه چې په پوړو و ختم، نو د مورکۍ سترګې را باندې ولګېدې. په غبرګو لاسونو يې له خپلې سينې نه درز پورته کړ او ويې ويل:
(( اى لويه ځوانه راورسېږې، په زوى مې څه شوي دي، ته دې خوا راشه چې زيړي خو به نه يې نيولى.))
ماته چې خپل ځان معلوم و، هېڅ مې و نه ويل، کمرې ته لاړم او په کټ کې وغځېدم، مور مې رانږدې شوه، د سترګو زېزمې يې راته راښکلې او په يقين سره يې وويل:
(( زويه زيړي وهلې يې، راځه بلا ګۍ دې واخلم، ځنډ مه کوه چې د زيړي با با زيارت دې بوځم.))
زه که هر څو پوهېدم چې زيړي نه يم وهلى، خو مور ته مې څنګه دا باور ورکړى و. دا خو مې ورته نه شو ويلى چې ما د وينې په سودا کې تاوان کړى دى. زيارت ته ورسېدو، مور مې څو وارې لاس نيولى د زيارت نه وګرځولم، له منجاور نه يې راته بندونه واخيستل او ډېره شيبه يې په لوړ غږ زما د رغېدو دعا وکړه. د زيارت منجاور مې مور ته وويل:
” بندونه به دې زوى ته له غاړې نه وتړې، دا مالګه په هاغه مخامخ کوهي کې واچوې،اوه ورځې به دې زوى ته په اور پخکړى قتغ نه ورکوې، که خداى ته منظوره وي، زوى به دې روغ رمټ شي.“
ما چې د يوې هفتې د پرهېز خبره واورېده، په زړه مې تياره راغله، ساه مې ډوبه شوه، مور ته مې وکتل، د هغې هم راته حال خراب شو، د غز ډډ ته يې تکيه ووهله، سترګې يې پټې وې، خو اوږده اوږده سا يې اخيسته، چې په دې وخت کې مې د مور زهيرتيا او زما فريب په مغزو کې يو توپان راوست او چې مور مې لږه ساه صورت شوه، نو د ډاکتر د چيک اپ ټوله خبره مې ورته سپينه کړه.هغې چې زما خبرې واورېدې، نو په غوسه يې راته وويل:
” چې داسې ده نو مخکې دې ولې راته نه ويلې، چې دا تکليف خو مو له سره کم واى، خو ځه خداى دې اوس خېر راپېښ کړي.“
له زيارت نه په واپسۍ مې د مور په وينا بندونه له غاړې نه وتړل، خو مور مې په سبا نېغ هسپتال ته بوتلم. سرجن ته مو د چيک اپ پرچې ورښکاره کړې، هغه د وينې په بينک چيټ راکړ، خو په بينک کې زما د وينې ګروپ ميلاو نه شو. په وينې خرڅوونکو کې مو هم وليدل، خو داسې څوک نه وو راغلي چې زما د وينې سره يې وينه برابره وي. د علاقې د چرمين نه مو د وينې د خيريه هسپتال په نوم چيټ واخيسته، هلته هم پيدا نه شوه. د هغوى په ذريعه مو په اخبارونو ريډيو او ټې وي کې د وينې د ضرورت اشتهارونه ورکړل او چې دا ټولې لارې را باندې بندې شوې او هېڅوک حاضر نه شول چې وينه دې راکړي، نو د ړومبي ډاکتر خبرې مې يو ځل بيا په مغزو کې توپان راوست.
” ستا وينه ډېره قيمتي وينه ده. ستا وينه ډېره... ستا وينه....“
د وجود کمزورتيا او ورځ په ورځ د مصيبتونو لړۍ د ژوندانه د ستړيا احساس راکړ، څلور پنځه ورځې مې چې په کور کې تېرې کړې، نو زړه مې ښه په تنګ شوى و. د ملنګ بابا په زيارت کې مې خپله کوډله راياده شوه. ورغلم، په خپل حال ولاړه وه، يوه ښه شېبه مې د زيارت په بوټو نظر واچوه او د ګلاب په هغه بوټي چې ما يې تر لاندې خرچه ساتله؛ نظر پرېوتو، ناڅاپه را په ياد شو چې څو ورځې وړاندې مې د دې بوټې لاندې خرچه پرېښې وه. ورغلم او په وارخطايۍ مې د بوټي بېخ ته لاس کړ، په پلاستيکي ګوتۍ کې بنده ټره ( پاکټي شراب) په ګوتو راغله، ناڅاپه مې په سر واړول او په ړومبي ځل مې محسوس کړل چې د خپلو وينو وروستى ګوټ مې هم تر مرۍ تېر کړ.

٢٠٠٠/٠٧/٢٨
پېښور لا لي باغ