نامريي ځواک

خدايزده چې زرك له كومه ځايه زموږ كلي ته كډه راوړې وه، خو زموږ كلى يې د پلار نيكه وطن باله. په مړي ژوندي كې به تر هر چا د مخه نيغ نيغ كيده. د نورو ملگرو په پرتله يې له ماسره ډيره جوړه وه. شايد علت يې داو چې له ماسره يې كله هم جنگ نه و راغلى. كه نه داسې ورځ به نه وه چې په ده به چا سر نه و مات كړى. او له همدې امله يې په سر كې خنډونه جوړ شوي وو. په سر يې ويښته كم او د پرهرونوخاپونه زيات معلوميدل. او له دې وجې به يې تل يوه خيرنه خولۍ په سروله
د بيسوادۍ پرې ختمه وه. خو زه په دې راز تر اوسه هم پوه نه شوم ، چې تر اتم ټولگي څنگه رارسيدلى و. له هغې ورځې راهيسې چې زموږ په ښوونځي كې پتلون اغوستل جبري شوي وو، نو له څو ورځو وهلو ټكولو وروسته چې ښوونځي ته په لومړۍ ورځ په پتلون كې راغى، همغه خيرنه خولۍ يې په سر او چپلكې يې په پښو كړې وې، چې د ښوونځي د هلكانو د ريشخند له وجې له ښوونځي نه په تيښته مجبور شوى و. كله چې د خلقيانو حكومت په درز خرپ كې راغى، نو د " هورا " په نارو به يې خپله مرۍ وچوله. او د همدې هورا له بركته يې د ښوونځي د مدير صاحب پام ځانته را اړولى و.
داسې وخت هم راغى چې څو كاله مې د زرك سره هيڅ ونه ليدى شول . زه هم د منځني ښوونځي نه ليسې ته تللى وم. يوه ورځ چې د ليسې په وره ننوتم، په سرو سرو جنډو مې سترګې ولگيدې. پوه شوم چې هرو مرو به څه خبره وي. د لوبو د ميدان په يوه څنډه کې څو تنه په ستيج جوړلو بوخت وو، د رسميت زنگ وهل شوى و، ټولگي ته ننوتم، د تدريس لپاره معلم نه و راغلى او هلكانو يو شور جوړ كړى و. اخر د تفريح زنگ ووهل شو. څلورم ساعت و چې د سازمان منشي ټولگي ته را ننوت او داسې يې وويل:
- نن د ښاري كميټې د لومړۍ ناحيې منشي صاحب ليسې ته تشريف راوړى، له هغو شاگردانو څخه چې تر اوسه يې د گوند د غړيتوب افتخار نه دى تر لاسه كړى، جداً خواهش كيږي چې د منشي د راتگ په وياړ دگوند غړيتوب تر لاسه كړي او هم په منظم ډول د ستيج مخې ته راشي چې منشي صاحب خبرې كوي.
دټولې ليسې شاګردان په منظم ډول د ستيج مخې ته راغلل او د منشي صاحب د راتلو انتظار يې كاوه، چې په دې كې يو ځوان چې لوكس پتلون يې اغوستى و، نيك ټايي يې تړلې وه ، د لاسونو په پړقا كې ستيج ته راغى او دا رنگې خبرې يې پيل كړې:
- انقلابي ځوانانو! د شكر ځاى دى چې د ټولنې عام قوانين عيني دي. نن ډير خوشحاله يم چې ستاسې په منځ كې ځان وينم، د وياړ ځاى دى چې د زخمتكشانو انقلاب د پرمختگ په لورې روان دى، دا انقلاب دى او انقلاب ځوان تعليم يافته پوړ ته اړتيا لري. تاسې ځوانان ياست چې انقلاب د برياليتوب تر وروستي بريده پورې رسولى شئ، د دشمن په دې خرافاتو ونه غوليږئ چې وايي ” له موږ سره يو نا مريي ځواك مرسته كوي.“
دمنشي صاحب خبرو لا دوام لاره چې څيرې يې زما توجه جلب كړه، يو تت شان تصوير مې په ذهن كې وده كوله، په چورت كې لاړم ، په حافظه مې زور راوړ، يو دم مې هغه تت تصوير په ذهن كې روښانه شو او ناڅاپه مې له خولې ووتل چې دا خو زرك دى. زرك لا هم هغسې د انقلاب په افاديت خبرې كولې او له ماسره يې د نږدې ليدو تلوسه ورو په ورو ډيريده.
غونډه پاى ته ورسيده، هر څوك په خپله مخه روان شو، په څه شواخون مې ځان د زرك خواته ورساوه. زرك چې زه وليدم، را تر غاړې ووت، تر روغبړ د مخه يې راڅخه وپوښتل چې د گوند د غړيتوب افتخار مې تر لاسه کړی او كه نه؟ ما ورته د نفي سروښوراوه.
ده وويل: دا خو ډيره د خواشينۍ خبره ده، چې تر اوسه لا په تيارو كې اوسې. ځان ويښ كړه او له تيارو راووځه. كه په كلي كې دې له اشرارو سره گذاره نه كيږي، نو د ښار په لومړۍ ناحيه كې به درته دولتي ودانۍ دروسپارم. زرك به لا نور هم څه ويل خو يو ساتونكى په منډه منډه راغى او ويې ويل:
” منشي صاحب! د امر صاحب مخابره راغلې ده ، له تاسې سره څه ضروري كار لري، مهرباني وكړئ جيپ ته تشريف راوړئ.“
زرك په تلو تلو كې د خپلې شعبې ادرس راكړ او په كلكه يې را څخه وغوښتل چې يو ځل به خا مخا ورځم. بيا مې له زرك سره ليده كاته ونه شول. سره له دې چې څو وارې يې پيغامونه هم راواستول، خو د قسمت خبره وه، زه هم پيښور ته په كډه لاړم.
پوره دولس كاله وروسته چې نظام بدل شوى و، هر چا كولاى شول چې په اّزادانه ډول خپل هيواد ته لاړشي. زه هم په ډير شوق خپل هيواد ته روان شوم. څو ورځې په كليو، بانډو او ښارونو وگرځيدم. يوه ورځ د ښار په يوه برخه كې ولاړ وم چې د شا له خوا مې په اوږه لاس كيښودل شو. مخ مې وروگرځاوه، گورم چې زرك دى، خو په پخوانۍ دبدبه كې نه. رنگ يې الوتى و، په شونډو يې پتري ولاړ وو. په بدو ورځو ښكاريدو، تر روغبړ وروسته يې د خپلې شعبې ادرس راكړ. ما ترې وپوښتل: چې اوس هم په شعبه كې كار كوې؟
زرك راته وويل: هو، زه د شعبې د امر سكرتر يم او په عين حال كې د پخلنځي د چارو مسوول.
بله ورځ له وعدې سره سم د زرك شعبې ته ورغلم. شعبې له سيمټي فرش پرته دوه چوكۍ او يو ميز درلودل. د ميز له پاسه تلفون ايښى و، تر روغبړ وروسته زرك پر چوكۍ د ناستې راته وويل. كيناستم، پر خبرو مو پيل وكړ، ما به ورته د ماشومتوب شوخه دوره يادوله او هغه به د مسكو د عيش او عشرت كيسې كولې. په خبرو خبروكې مې په زړه كې راوگرځيدل چې راځه مفت تليفون دى، له ترور كره دې يو زنگ ووهه. زه لا د تليفون د نمرې په يادلو كې وم چې ناڅاپه تليفون د ميز له پاسه روان شو. موږ دواړه ورته يو ځاى متوجه شوو، تليفون د ميز كوز سر ته ورسيده، اخر له ميز نه په هوا شو او په هوا كې يې هم حركت دوام درلود، چې زرك وويل:
وگوره كنه، پخوا به خلكو ويل چې له مجاهدينو سره يو نامريي ځواك مرسته كوي، خو ما به نه منله. گوره كنه، دا لوبه هم راته له كرامت نه خالي نه ښكاري. د تليفون حركت لا هم هغسې په هوا كې دوام لاره، نږدې و چې پر كړكۍ واوړي، د زرك د صبرپيمانه لبريزه شوه، غږ يې پرې وكړ:
”هلكه څوك ياست چې د تليفون مزى کش كاږئ. “
د چت له خوا يو دروند غږ راغى چې ويل يې " يه خلقي! مه ګړبيږه، زه يم، كباړ مې ټول كړى، مزى مې په كار دى چې د بوجۍ خوله پرې وتړم.

1999/03/25
پيښور لالي باغ