مباركه شپه

په ټوله هفته كې مو د جمعې شپې ته سترگې په لار وي. په زړه كې كرو او ريبو كه څوك وطندار راپيښ شي او پروگرام ته مو بوځي. خو زموږ د خوارانو دومره تالې چيرته دي چې څوك مو پوښتنه وكړي. اوس خو خلك په نوم پسې گرځي، خو بيا هم د جمعې شپې ته انتظار باسو په تيره بيا د مني په شپو ورځوكې چې د ودونو سيزن وي. خو مجال شته كه څوك مو پوښتنه قدرې هم كوي.
تيره شپه تر ناوخته په ديره كې ناست وم او سازيان مې چې خامه خوله هلكان دي، هم له ځانه سره ايسار كړي وو. په زړه مې خوړلې وه چې نن شپه به هرو مرو خداى څوك راپيښوي او پروگرام ته به مو بوځي. او دا ځكه چې په سراى كې چې څومره سازنده گان وو، ګردسره خلكو پروگرامونو ته بوتلي وو. څو وارې طبله چي او ربابي كورونو ته د تلو تكل وکړ، خوپه څه نه څه بانه به مې ايسارول، چې په دې كې دوه تنه ځوانان په سراى را ننوتل او داسې يې وويل:
_ استاذه، دا ستا په خوا كې ديره ولې بنده ده ؟
_ هغوى خو چيرته پروگرام ته تللي دي.
_ دا خو ښه نه دي شوي، موږ ورپسې له كوم ځايه راغلو او دوى نه شته. دا به څنگه شي، هلته په حجره كې ياران راټول شوي دي او د پروگرام غوښتنه كوي، له تاسې سره به وخت نه وي؟
_ ولې نه باداره، تاسې امر وكړئ، له چا پسې چې تاسې راغلي ياستئ هغوى ته هم زما د شاگردۍ شرف حاصل دى. زه حاضر يم چې له خپلو شاگردانو سره له تاسې سره ولاړ شم. د واده پروگرام دى ؟
_ هو، د واده پروگرام دى، خو واده نن شپه نه دى. څو كسه ياران راټول شوي دي او پروگرام را څخه غواړي. كه خوښه دې وي دا طبله چي او ربابي را سره كړه، د سندرو لپاره موږ سره شوقي شته دى.
په زرو روپو مې ورسره خبره جوړه كړه، د ميدان اسره مې هم په زړه كې وغوړيده، باجه مې غاړې ته واچوله او له ځوانانو سره په تكسي كې سواره شوو. په لږه شيبه كې د پروگرام ځاى ته ورسيدو، سرمست ځوانان راټول شوي وو، ټوكې ټكالې يې كولې، كوټه د چرسو لوگو په سر اخيستې وه، زموږ په ليدو ځوانانو د " بري" اوازونه پورته كړل، له واره سره مو ساز سُر كړ، په غټه ږيره يو ځوان د ډلې له منځ نه را مخې ته شو او باجې ته كيناست. په سُر او لى نه پوهيده، خو ټوله شپه يې د زړه بړاس وايسته. زما نظر د يارانو په جيبونو و، هسې كه به چا ترخ گرولو ته لاس اوچت كړو، نو زما په زړه كې به وگرځيدل چې يو څه خو به د سندرمار له سره تاو كړي، خو يارانو پوخ قسم خوړلى وچې سره پيسه به ډمانو ته نه وركوي. چا هم دا ځواني ونه كړه، شوقي ځوان تر هغې سندرې ويلې چې په كتابچه كې يې نوټ كړې سندرې خلاصې شوې. د سهار بانگونو ته به گنټه نيمه پاتې وه، چې د زرو روپو سره يې رخصت كړو او د ديرې مخه مو ونيوله. څو قدمه به لا تللي نه وو، چې د سرك له غاړې نه را باندې پوليسو غږ وكړ:
_ دې خوا راشئ ، د خداى بې لمازانو، له كومې خوا نه راغلئ ؟
_ له دې نږدې كوڅې نه صاحبه، پروگرام ته تللي وو.
_ پروگرام ته تللي وو، دې خولې ته دې وگوره، ته نه شرميږې چې په دې سپينه ږيره دې باجه غاړې ته اچولې ده او پى مخي هلكان دې ځان پسې كړي دي.
_ څه وكړو صاحبه، مجبوري ده، همدا مو كسب دى.
_ غلى شه! د مجبور بچيه، دا طبلې او باجې خو تاسې د شوشا لپاره گرځوئ، كار خو ستاسې دله توب دى، دله توب. څه پوه شوې، چې اوس دې تاڼې ته بوځم والله كه مو نه سر خلاص شي او نه پښې.
_ څه جرم خو مو نه دى كړى اولدار صاحب، اخير د يوې كلمې ورونه ياستو، له تاسې سره دا خبره ښه نه لگي.
_ غلى شه! د مسلمان بچيه، ته مسلماني پيژنې؟ د جمعې دا مباركه شپه وگوره او ستاسو ډمتوب وگوره، ټوله شپه دې په ډمتوب رڼه كړې ده په دې مرداره جوسه چې اوده شې نو څنگه به د جمعې مونځ ته پاڅيږې، ته لا د مسلمانۍ خبرې كوې.
د جمعې مونځ پورې خو ډير وخت دى اولدار صاحب، ولې به نه پاچيږو او كه رانه پاتې شو، نو خداى به مو پرې نيسي.
_ ډير دليلونه مه وايه، ته دې خوا شه، دا سر دې څنكه په ځاى نه ودريږي، لكه چې ټوله شپه دې د چرسو په زور بدلې ويلي دي. پټيبنده، ته دا ولټوه چې چرس خو به ورسره نه وي؟!
_ ولټوئ صاحبه، چرسي نه يم، خو لږ شان بې خوبه شوى يم.
پټيبند ورته وويل:
چرس ورسره نه شته اولدار صاحب، خو دوه شنه شنه لوټونه ورسره دي.
_ صرف دوه لوټونه نورې پيسې يې څه كړې، دې چوكره گانو سره خو به يې نه وي سمبال كړي؟ دا چوكره گان هم ولټوه.
ما ورته وويل:
_ نورې پيسې خو چا را نه كړې صاحبه، د واده شپه نه وه هسې پروگرام ته تللي وو.
_ زه خو په ځاى وايم چې هسې دله توب پسې راوتي استئ. مخکې خو مې درباندې شك كړى و خو اوس په يقين بدل شو، په تاسې باندې د فحاشئ پرچه كټ كوم چې درې څلور مياشتې په جيل كې تيرې كړئ، ايله به موعقلونه سرونو ته درشي.
_ د خداى خاطر وكړه اولدار صاحب، د ناحقو دعوې راباندې مه جوړوه. موږ غريب خلك يوو، له مزدورئ پسې راوتي يوو.
_ زه به تاسې ته دا مزدوري وښيم. ډمان چې پروگرامونو ته ځي، نو په زرگونو روپۍ له ځانه سره راوړي. تاسې سره خو همدا دوه لوټونه دي، چې ستاسې په دله توب دلالت كوي. نورې پيسې مو څه كړې؟ شابه وښايه كه نه تاڼې ته نږدې شوي يوواو چې يو ځل مې تاڼې ته حواله كړئ، بيا نو زما له لاسه هيڅ نه كيږي، سيوا له دې نه چې پرچه درباندې كټ كړم. او دا دوه لوټونه بيا تاسې په تاڼه كې نه شي خلاصولى.
_ د خداى خاطر وكړه اولدار صاحب، موږڅه گناه كړې ده، چې هغه غر او دغه غر را ته ولې، سمه خبره وكړه.
_ په سمه خبره تاسې پوهيږئ؟
- سمه خبره نو څنګه وي، كه دې لوټونو ته مو سترگې نيولي وي، نو دا درواخلئ او موږ پريږدئ چې په خپله مخه لاړ شوو.
_ پټيبنده، سړى خو لارې ته راغى. څنګه دې خوښه ده، كه تاڼې ته يې حواله كوو، نو د خداى مسكينان دي، ډير به په عذاب شي.
يره اولدار صاحب، زه خووايم چې دا لوټونه به ترينه په دې خاطر واخلو چې بيا په دې مباركه شپه ډمتوب ته زړه ښه نه كړي.

پيښور، لالي باغ
2000/ 05/ 11