ميا صاحب

ځان يې په ميا صاحب مشهور كړى و، چالاكه سړى و، د جلال آباد د لاريې ډريورانو او كلينډرانو يې نه يوازې دا چې قدر كاوه، بلكې كرايه به يې هم ځنې نه اخيسته.
په لاره به چې روان و هسې په هسې به يې آواز كاوه چې: " بچ شه بچيه! ميا صاحب ته لاره وركړه“
زموږ د نورو ډيرو كليوالو په څير يې د رخت د قاچاق كار كاوه.
يوه ورځ چې د قاچاق امر تورخم ته راغلى و، نو د گمرك مامورينو لاره ډيره سخته كړې وه او كه په چا به يې لاس بر شو، نو د رخت ګنډه به يې ترې واخيسته او د ضبط په كوټه كې به يې ترې واچوله. تير مازيگر و چې د تورخم دروازه د ګنډه مارو پر مخ خلاصه شوه. په لږه شيبه كې اوه اته موټرې له ګنډه مارو څخه ډك شول او يو پر بل پسې د روانيدو په حال كې وو.
زموږ موټر په دوهم لمبر حركت وكړ. دوه درې ميله مزل به مو لا نه و كړى، چې د ناتارو ډزو آوازونه مو واوريدل. ډريور موټر د دوه غرونو تر منځ چې د سرك پر غاړه واقع وو- ودراوه.
له موږ نه د مخه چې كوم موټر حركت كړى و، مجاهدينو د شلمان په لور گرځولى و. دوه تنو مجاهدينو د شلمان له گرځوني څخه زموږموټر ته په څادر خوځولو سره د حركت كولو اشاره راكوله. زموږ ډريور چې رنگ يې الوتى و، له ځايه هم نه ښوريده. مجاهدينو زموږ په موټر ډزې پيل كړې او يوه سترگه يې ورته ناكاره كړه. بيا هم زموږ ډريور د حركت جرئت ونه كړ، نو مجاهدينو زموږ په لور پياده حركت راوکړ. يو څه اندازه چې رالنډ شول، نو ميا صاحب خپل خيرن څادر د تور سرك په غاړه قبلې ته هوار كړ او په لمانځه ودريد. مجاهدين دومره رالنډ شول چې د پښو كشارى يې هم اوريدل كيدو، نو ميا صاحب د پيش امام په څير په جار سلام وگرځاوه او په لوړ آواز يې وويل:
" ستړي مه شئ مجاهدينو ورونو، ستړي مه شئ."
او بيا يې هغه څادر چې لږه شيبه له مخه يې ترې د جانماز كار اخيستى و، ځولۍ کړ او غاړې ته يې واچاوه او و يې ويل:
واچوئ مجاهدينو ورونو ته چنده واچوئ، د حق په لاره كې جنگيږي او داچنده يې پر موږ او تاسې حق ده.
هر چا له خپلې ويرې دوه سوه او درې سوه افغانۍ چنده وركړه. بلا پيسې ټولې شوې. ميا صا حب له څادر سره پيسې مجاهدينو ته وركړې يوه وويل: مشره! دا څادر دې ترې واخله. مگر ميا صاحب ورته وويل: نه بچيه! څادر هم درسره يوسئ، چيرته خو به ترې د جانماز كار واخلئ، زما به هم ثواب درسره وشي.
د چندې له بركته زموږ پر مخ لاره خلاصه شوه او موټر حركت وكړ. د شلمان گرځوني ته چې ورسيدو، ومو ليدل چې مجاهدينو يو عسكري موټر سوځولى و او څلور تنه عسكر يې هم وژلي وو. سكڼې ماښام و چې كمې ډکې ته ورسيدو، په كمه ډكه كې عسكر برچه پك ولاړ وو، زموږ د موټر مخې ته راغله او د لارې پوښتنه يې وكړه. ميا صاحب چې په مخكې سيټ كې ناست و، سر ور وايست او ويې ويل: " سره كافر راوتي دي، سره كافر. "
عسكرو په يوه منډه ټانكونو ته ځانونه ورسول او د تورخم پر لور يې حركت وكړ او موږ په خپله مخه روان شو. تياره په خوريدو وه، كابو ماخوستن و چې گردي غوث ته نيږدې شوي وو. دا ځل ميا صاحب له سر نه خولۍ را واخيسته او داسې يې وويل:
" د ظالم بچو! له مرگ نه خداى وساتلو. واچوئ د ګردي غوث چنده واچوئ. " او هر چا د خپل سر د صدقې په خاطر خپل وس چنده وكړه. ميا صاحب له خولۍ نه څه پيسې په موټي كې نچوړي كړې او څه يې په خولۍ كې پريښودې او پر سر يې كړه.
په دې وخت كې ډريور موټر د گردي غوث په تم ځاى ودراوه. ميا صاحب له شيشې نه موټى بهر كړ او ډريور ته يې وويل: استازه! حركت وكړه، پيسې مې وركړې. خو په حقيقت كې د گردي غوث منجاور د مياصاحب په موټي په دواړو لاسونو زورونه كول، خو مجال و كه ميا صاحب موټى سستولو. په څه شواخون څه پيسې د منجاور لاس ته ورغلې او څه پيسې ميا صاحب د واسكټ په جيب كې تخته كړې.
زه له مياصاحب سره په نيږدې سيټ كې ناست وم، يوه ټوټه مزل مو چې وكړو، نو د مياصاحب وار ونه شو، له جيب نه يې يو، يو نوټ را ايسته او په ورانه به يې اواروه. ما ترې په خبرو خبرو كې پوښتنه وكړه چې: ميا صاحب كه خداى مې نه غلطوي، تا خو په تورخم كې اودسماتى وكړ، ته چې هلته پر لمانځه ودريدې، اودس دې چيرته تازه كړى و؟
ميا صاحب وويل: د ظالم بچيه اودس خو لا څه كوې چې پر لمانځه كې مې هم څه نه دي ويلي او هغه څادر مې هم بې نمازه و. او په خبرو خبرو كې تير ماخوستن خپل كلي ته ورسيدو.
څو ورځې ميا صاحب كار ته لاړ نه شو، يوه ورځ مې ترې پوښتنه وكړه چې: ميا صاحب ولې كار ته نه ځې؟ ميا صاحب وويل: " بچيه لارې خرابې دي، لارې.
مياصاحب زموږ په گاونډ كې اوسيده، يوه ورځ چې څنگه خپل كور ته ننوتم، ميا صاحب هم راپسې ور وټكاوه. ور ووتم، و مې ليده چې ماشوم بچى يې په ترخ كې نيولى او يوه د خط لفافه يې په لاس كې ده، ويې ويل: " ته وگوره بچيه! چې دا خط چا راليږلى دى، ما خو په عمر كې له چا سره د خطونو معامله نه ده كړې؟ "
خط مې خلاص كړ او ناڅاپه مې له خولې نه ووتل: د تور غر د مجاهدينو د جبهې له خوا. ميا صاحب تندي ته ټس وركړ او ويې ويل: " دا څه وايې دا! نور يې څه ليكلي دي. " او ما ورته د خط په لوستلو پيل وكړ.
" ميا صاحب ستا په ښکاره شيطانت حكومتي قوې زموږ پر مجاهدينو حمله وړې وه، چې څلور تنه مجاهدين شهيدان شوي او هم يې له موږڅخه درنې وسلې نيولې دي، تا ته مو خبر دركړ، د دې هر څه ذمه وار ته يې ، د خپل مرگ انتظار وباسه. "
ميا صاحب چې د خط متن واوريده، يو ځل بيا يې تندي ته ټس وركړ. مړه خوله پرې را ماته شوه. زوى ته يې مخ راواړوه او ويې ويل: " بچيه، د لوږې به مړه شئ، زه پوهيدم دا ظالمان ما ژوندى نه پريږدي. دا ټكه مې لا څو ورځې د مخه په زړه خوړلې وه، چې يوه ورځ نه يوه ورځ به مې دا ظالمان وژني. "
ميا صاحب په ژړا او فرياد سرو، په دواړو لاسونو يې قوده قوده ږيره له مخه شلوله او په سرو سترگو يې د خپل كورمخه ونيوله. تقريباًً دوه مياشتې كار ته لاړ نه شو، په كلي كې هم په ويره ويره گرځيده، نيږدې و چې له لوږې سره مخ شي، زه هم خپل ضمير ملامته كولم، يوه ورځ مې ورته وويل: ميا صاحب، ځه بې غمه دې خپلې گنډې كوه، هغه خط درته ما ليكلى و.

1988/ 02/ 03
پيښور لالي باغ