د مننې په ترڅ کې

ګران لوستوونکي به هرو مرو وايي چې دې باز ته وګوره، هره ليکنه چې يې زړه منلې ده، د لنډې کيسې په نوم يې په دې ټولګه کې چاپ کړې ده.
هو، يارانو همداسې يې وګڼئ. دا ځکه چې ما د لنډې کيسې په هکله کومه ځانګړې تيوري نه ده لوستې. البته د پښتو ادب د نوموړو کيسه ليکوونکو کيسې مې زښتې زياتې لوستي دي او د همدوی پخو ليکوالو کيسو ما ته د کيسو ليکلو چل راښودلی دی.
په دې ټولګه کې ځينې کيسې داسې هم راغلي دي چې زما د ژوند پر تجربو او خاطرو تکيه کوي. مخکې له دې چې زه په کيسه ليکلو پيل وکړم، نو داسې ډېرې پيښې وې چې ما به په پيښور کې د څنګ يارانو لکه کاروان، نثار او سالک ته په شفاهي ډول ويلې او همدې يارانو به راته ويلې چې دا په همدې ډول وليکه دا کيسې دي.
له دې کيسو څخه يوه هم د ” ميا صاحب “ کيسه ده. کله چې اسدالله غضنفر په پيښور کې د ” داستانونه“ په نوم دوه مياشنۍ مجله راو ايسته او د ميا صاحب کيسه يې په کې چاپ کړه او يارانو خوښه کړه، نو زه يې نورو کيسواو هغو پيښو ليکلو ته وهڅولم، چې زما په ژوند خورې وې.
ياده دې وي چې ما په کيسه ليکنه کې رياليزم له استاد سعدالدين څخه او تيوري مې د اسدالله غضنفرنه په مخامخ خبرو کې زده کړې ده. له دې پرته مې د اجمل پسرلي ژباړه ” لنډې کيسې به څنګه ليکو” په ډېر غور لوستی او ډېر څه مې ترې د کيسې ليکنې په اړه زده کړي دي.
په اخيره کې د دپلوم انجنير ستانه مير زهير او عارفه عمرلور څخه د زړه له تله مننه کوم چې په دې ټوله يې سريزې ليکلي دي او هم په لندن کې د ميشتو پښتنو فرهنګپالو څخه يوه نړۍ مننه چې د دې ټولګې چاپلګښت ته يې ورينو تنديو منلی دی.