خصوصي ميلمه

تيره ورځ چې كمال صاحب له وخت نه مخکې دمجلې ايډيټ شوې پاڼې د ميز له سر نه ټولولې، نو داسې معلوميده چې كوم ضروري كار پسې به ځي. د مجلې د مديرپه ميز يې سترګې ونښتې، د يوې خپرونې تازه ګڼې يې پام ور واړوه. مجله يې راواخيسته او له عادت سره سم يې د سرمقالې په لوستلو پيل وكړ. دوه درې جملې به يې لا نه وې لوستې، چې په تندي كې يې گونځې وغځيدې. د مجلې مدير ته يې وكتل، خوله يې څه ويلو ته جوړه كړه، خو مدير صاحب په خپلو كاغذونو كې ډوب و.
په سرمقالې يې بيا سترګې ښخې كړې، يو پيرگراف به يې لا نه و لوستى، چې نيغ له چوكۍ نه پورته شو او مجله يې د ميز په سر داسې په شړق وغورځوله، چې د مدير صاحب پام يې بدل كړ او زياته يې كړه:
" وگوره كنه مدير صاحب، هماغه موضوع يې څيړلې ده چې تيره ورځ مو پرې بحث كاوه. ما درته نه ويلې چې زموږ هيوادوالو ته لومې غوړيدلي دي او د زركو په څير خرامانه، خرامانه د دام خولې ته ورځي، ځانونه پردي كوي او بيا په دې پرديتوب فخر هم كوي."
مدير صاحب ترې پوښـتنه وكړه چې په سرمقاله كې دې څه وليدل چې دومره بې حوصلې شوې؟
كمال صاحب ځواب وركړ :
هماغه څه چې انديښنه مو ترې لرله. ليكلي يې دي چې د لوړو زده كړو خاوندان او مسلكي كدرونه په ډېرې توندۍ له هيواد او سيمې نه ووځي، په غربي ټولنو كې حل كيږي او خپل هويت له لاسه وركوي. دا يې لا څه كوې چې د هيواد دښمنانو هم ورته زمينه برابره كړې ده او په ډيره اسانۍ سره مسلكي كدرونه له كورنيو سره قبلوي. عجيبه يې لا دا چې هلته يې د كار د قوې په توگه استعمالوي او لارې كوڅې پرې جارو كوي."
كمال صاحب يو اوږد اسويلى وايست او زياته يې كړه:
مدير صاحب، ته ووايه دا مسلكي كدرونه ( چې زموږ د هيواد سرمايه ده) چې دومره په اسانه د پرديو لاسونو ته ځانونه اچوي، په دوى څوك ملامت دي؟ آيا دوى سره دا فكر نه شته چې زموږ جنگ ځپلى هيواد به په دې وتوانيږي چې په راتلونكو ديرشو كلونوكې دې يو مسلكي كدرهم پيدا كړي؟ په داسې حال كې چې په هيواد كې ښوونه او روزنه په ټپه ولاړه ده.
كمال صاحب به لا نور هم څه ويل خو د مدير صاحب نظر په ديوالي ساعت ولگيده، وخت پوره و، كمال صاحب ته يې وويل:
" خبرې دې په زړه پورې دي، خو وخت په تيريدو دى، درځه چې كورونو ته ځو."
كمال صاحب چې له دفتر نه ووتو، د سرمقالې موضوع يې دومره په ذهن بوج شوې وه چې تر كوره په سپور او پلي مزل له سره پوه شوى نه و. چې په كور ستړى ستومانه ننوت، نو له ورايه يې مشر زوى ورته سلام وكړ او په خوشحالې يې ورته يو سرخلاصى ليك وركړ. ليك په اردو ژبه و. ژباړه
كمال صاحب! سلامونه، څرنگه چې د كلنۍ ازموينې نتيجه اعلان شوې ده، له نيكه مرغه كامران د ټول ښوونځي د شاگردانو په نسبت په ښو نمرو له پنځم ټولگي نه فارغ شوى دى، چې تاسې ته مباركي وايو. تاسې ته به معلومه وي چې زموږ ښوونځى د نرسرۍ نه تر پنځم ټولگي پورې دى او هر كال موږ له پنځم ټولگي څخه د ممتاز شاگرد د برياليتوب په وياړ يو شاندار پروگرام جوړوو، چې دا نيكمرغي ستاسې د زوى (كامران) په برخه شوې ده، تاسې به له موږ سره په دې پروگرام كې د خصوصي ميلمه په توگه سبا سهار انشاالله په اتو بجو گډون كوئ، مننه.
د ليك په لوستلو د كمال صاحب وښكي و غځيدل، زوى يې په غيږ كې ونيوه، په دواړو رخسارونو يې ښكل كړ او د لسو روپو نوټ يې ورته په گوتو كې كيښود.
كمال صاحب چې څو شيبې له مخه تك تور گرځيدلى و، لږ تازه شو. د خپلو وړو بچو سره يې ټوكې ټكالې پيل كړې او د ماښام ډوډۍ يې لږ په آرام وخوړه. خو د ماخوستن له لمانځه وروسته چې د خوب لپاره په كټ كې وغځيده، نو د سرمقالې موضوع يې يو ځل بيا په ذهن سوره شوه. د خپلو هغو هيوادوالو په حال يې افسوس وكړ چې په پرديو ټولنو كې په ډيره خوشحالۍ ځانونه او اولادونه حل كوي. د ذهن په پرده يي د فلم د صحنو په څير ډير ياران يو، يو تر نظره تيريدل چې دى يې له كلونو، كلونو راهيسې د ليدو په طمعه و، هغوى ټول ورته پردي ښكاره شول، په خپل ژوند يې فخر وكړ او له ځانه سره يې وويل:
شكر دى خدايه! كه په خپل هيواد نه يو، نو د هيواد د ځمکې په سر خو آسمان وينو، دا گوره په آسمان كې د ستورو نغرى، دا پريونې او داد ستورو كټ چې زه لا ماشوم وم او د خپل بام له سره به مې ليدل، كټ مټ هماغه شان دلته هم زموږ پر سر ولاړ دي. شكر دى چې كله ناكله راباندې د وطن ليونى او مست باد هم ولگي، په ايمان چې زړه مې پرې ښه شي.
كمال صاحب لا هماغسې په خوږ نظر د آسمان د ستورو ننداره كوله، چې خوب په خپله غيږ كې ونيوه.
سهار چې له خوبه پاڅيده، نو پوره اته بجې وې. د سرمقالې موضوع ترينه هيره شوې وه. د كامران پروگرام ورياد شو. زر زر يې ولمبل، په ولاړه ولاړه يې يوه پياله چاى وڅښلې، د كامران د ښوونځي په لور وخوځيده او چې څنگه د ښوونځي په كوڅه ورسم شو، نو د ښوونځي د لاوډسپيكرنه په اردو ژبه غږ پورته شو:
گلاليو ماشومانو! څرنگه چې د كامران د برياليتوب په وياړ راټول شوي يو، موږ سره په دې پروگرام كې د كامران پلار (كمال صاحب) خصوصي ميلمه دى، خو تر اوسه يې تشريف نه دى راوړى، كله يې چې تشريف راوړ، نو خپله چوكۍ به سمبال كړي. د ښوونځي مدير صاحب ته بلنه وركوم چې ستاسې د لاسونو په پړقا كې ستيج ته تشريف راوړي او د رياست په چوكۍ كيني.
د پروگرام پيل له قومي ترانې نه كوو، هغه چا ته بلنه وركوم چې له اول ټولگي نه تر پنځم ټولگي پورې د قومي ترانې سرټيم پاتې شوى دى او نن يې موږ او تاسې د برياليتوب په وياړ راټول شوي يو. ستاسې د لاسونو په پړقا كې تشريف راوړي كامران خان.
كمال صاحب په دې وخت كې د ښوونځي بندو دروازو ته رسيدلى و، د لاسونوپړقا چې لږه غلې شوه، نو د كامران په خواږه ترنم قومي ترانه پيل شوه چې ويل يې:
پاك سرزمين شاد باد
كشورحسين...
2002/ 02/ 28
پيښور لالي باغ