ښاپيرۍ او ديو
شاعر په گڼ بازار كې د روزگار چرتونو په مخه كړى و، چې
نا څاپه يې تخيل غزونې وكړې، له زړه نه يې نرۍ څړيكه
پورته شوه او څنگه چې يې په شونډو زمزمه شوه، نو د سرك
په غاړه له ولاړو پوليسو نه پرې يوه غږ وكړ:
_ دې خوا راشه! دا كنځلې دې څنگه وكړې؟
_ كنځلې خو مې نه دي كړي تاڼيدار صاحب.
_ چې كنځلې دې نه كولې، نو بيا دې د سودايانو په څير
له ځانه سره څه اوتې بوتې ويلې؟
_ اوتې بوتې خو مې نه دي ويلي تاڼيدار صاحب.
_ اخر څه بكواس دې كولو، شابه ووايه كه نه چمړه درنه
وباسم.
_ هسې ما ويل ښاپيرۍ يو څه راوړي وو، خو د ديو
بوږنوونكى غږ يې چې واوريده، نو په يوه ترپ كې يې پښې
وايستي.
_ غلى شه، د خان بچيه. په ويښه خوبونه گورې او هغه هم
د ديوانو او ښاپيرو، چرسي خو به نه يې؟
_ نه قربان.
_ دا قربان دې د چرسيانو دى، هلكو! دى بوځئ او په
حوالات كې يې بند كړئ.
2001/ 04/ 12 پيښور |