هر چاته خپل وطن كشمير دى

د هجرت په اوم كال چې پيښور ته په كډه شوم، نو د نورو خپلوانو په څير مې دكمپ پر ژوند د ښار ژوند غوره وگاڼه. مياشت نيمه مې د ماما په كور كې له خپلو بچو سره اړولي وو. خو د پيښور په تنگو كورونو كې د دوه کورونوگډه گذاره ډيره گرانه وه، مجبور شوم او د ماما سره په گاونډ كې مې د دوه كوټو كور په كرايه ونيوه. په كومه محله كې چې زه اوسيدم، له هغې محلې نه يو كس چې ابرارخان نوميده، ځان يې د محلې د نماينده په توگه كانديد كړى و، زما د كور نه لږ ورها خوا يعنې په دوهمه كوڅه كې اوسيده او تر هغې چې انتخابات را رسيدل، نو په ديره كې يې ښه گڼه گوڼه وه په لږه موده كې زما هم د محلې په بازار گوټي كې له ځينو ځوانانو سره سلام کلام پيدا شوى و. ځينو خو به راباندې د سلام اچولو وروسته دا غږ هم كاوه چې ” راځه كينه، دمه شه، زوروره چيرته ځې “ دهمدې غږونو وروسته مې د محلې له ځوانانو سره ناسته پاسته پيدا شوه. يو مازيگرله همدې يارانو سره يو ځاى د ابرار خان حجرې ته ورغلم، د انتخاباتو موده را نږدې شوې وه او ا برار خا ن د محلې سپين ږيري او ځوانان د چايو لپاره دعوت كړي وو. په حجره كې مې له ناستو كسانو سره په غبرگو لاسونو ستړي مه شي وكړه. يو نيم به راوكتل او سم له واره به يې وويل چې (( ميلمه ستړى مه شې، په خير راغلى )) يوه مشروټ غوندې سړي په يوه ځوان غږ وكړ (( ميلمه ته چاى واچوئ )) يو ځوان د بسکټو د قاب سره د شيدو پياله راته مخې ته كيښوده. يو گوټ نيم به مې كړې و چې ابرارخان له كټ نه را ولاړ شو او په لوړ غږ يې په خبرو پيل وكړ: ”زما مشرانو، كشرانو السلام عليكم، د هر څه له مخه درته يو ځل بيا په خير راغلى وايم. ورونو تاسو پوهيږئ، چې زموږ محله يو چيرمين ته ضرورت لري او دې يو سيټ ته پوره لس كسه ولاړ دي. تر مخه چې كوم چيرمين و، تاسو وليدو چې د كرپشن په كيس كې دننه شوى دى. تاسو ما هم ښه پيژنئ او زما حريفان هم. كه څه هم زما په مقابله كې ډيرې غټې سامۍ ولاړې دي، خو زما زړه پر تاسو ډاډه دى. زه يقين لرم چې تاسو به ما حتماًما كاميابوئ او دا كاميابي به زما نه وي، بلكې ستاسو به وي. كله چې ستاسو په مرسته دا ميدان ما وگاټه، نو زما لپاره به بنيادي چلنج د ټولې محلې په سطحه د كوڅو فرش بندي وي. همدارنگه به د محلې نه لوډ شوټنگ ختموم او محلې ته به د كينټومنټ بورډنه څلور كسه روزانه د كوڅو د سپايۍ لپاره لګوم
ابرارخان ته يو زلمي د اوبو گيلاس وړاندې كړ، ابرارخان د اوبو نه يو غړپ وكړ. په دې وخت كې يو كس ودريد او ويې ويل:
(( ابرارخان! كه په خپلو بنيادي چلنجونو كې دې دا هم زيات كړې چې دا بازار گوټی د مهاجرو نه سپاه شي، تاسو ته مالومه ده چې هر دويم دوكان دلته د مهاجر دى، موږ ته يوازې د پيو خرڅول او دروټو پخول پاتې دي، هر خوا چې مخ اړوې، په مهاجر دې سترگې لگيږي، كه په دې مسئله هم اظهار خيال وكړئ بده به نه وي.)) ناستوكسانو د ولاړ شوي كس خبره تائيد كړه او گډ اوازونه پورته شول چې بالكل دا هم يوه بنيادي مسئله ده
ابرار خان چې ښه په دم كې شوى و، وويل:
دا هر څه به وشي. دې خبرې ته زما پام شته، تاسې خو ددې وړوكي بازار خبره كوئ، خو ما ته د ښارونو لوى بازارونه هم مالوم دي، چې د مهاجرو پرې قبضه ده. تاسې ورشئ په اسلام آباد كې وگورئ چې په غټو شاپنگ سنټرونو د دوى قبضه ده. په ټريول ايجنسيو كې دوى شريك دي، ټكسي گاډي دوى چلوي، په سركونو دوى لاس گاډي اودريدلي دي او دلته په پيښور كې هم همدا صورت حال دى. دملك په نوروځايونو كې خو مې له وسه پوره نه ده، خو د خپلې محلې نه به يې حتمي وركوم او يا به پرې د كورونو او دوكانونو كرايه ګانې جگوم.
په دې خبره ناستو كسانو د (( بري )) آوازونه وكړل او ابرارخان يې په چكچكو ونمانځه. ماته يې زياتي خوند رانه كړ او غلى له حجرې څخه را ووتم، خداى خبر چې نور به يې د مهاجرو په باره كې څه، څه ويلي وي. درې څلور ورځې مې د ابرار خبرو چرت سخت خراب كړى و. كه په لاره كې به مې په مخه راغى، نو ځان به مې ترې په څنگ واهه. خو په محله كې يې خلكو ډيرعزت كاوه، ځينو مهاجرو دوكاندارانو به هم ورته د خپل شرافت صدقه وخت نا وخت د پيپسي بوتل خلاصاوه.
يوه هفته انتخاباتو ته پاتې وه او ددې هفتې په دوران كې به روزانه ابرارخان ته كله يو او كله بل د چايو مازيگرى نيولى و او په هره غونډه كې به ابرار خان د محلې د خلكو د خوشحالولو په خاطر په مهاجرو پسې لگيدلى و. بلاخره هاغه ورځ هم راغله چې انتخابات وشول او ابرارخان په كې د محلې نماينده انتخاب شو. پوره دوه هفتې د مباركيو سلسله روانه وه، چا به ورته په غاړه د لوټونو اميل اچاوه او چا به ورته د خوړو قوطۍ روانې كړې وې. په شپو شپو يې حجره د سرمستو ځوانانو څخه نه اوزگاريده.
په دريمه هفته ابرارخان د نماينده په حيث په محله كې دفتر خلاص كړ او د محلې عمده مسلې به ورته راتلې او هغه به رفع دفع كولې. ځينې مسئلې به داسې هم وې چې تاڼه او كچرۍ (ماموريت او محكمې )، ته به هم په كې لاړ. او چې هلته به يې زر روپۍ ولگولې، نو د خلكو نه به يې پوره لس زره روپې اخيستې، چا ته چې به يې لانجه پاكه كړې وه، هغه به مجبور و چې ور يې كړي. د مهاجرو سره يې هم اړيكې پيدا شوې وې. چاته به يې په تاڼو كې زمانتونه كول او د چا په جرگو كې به يې گډون كاوه اوپه زرگونو روپۍ به يې لاس ته راوړې.
داسې وخت هم راغی چې ابرارخان ډيرو مهاجرو ته شناختي كارډونه هم جوړ كړل او له هر چا به يې تر لس زرو كمې نه اخستې، په لږه موده كې ابرارخان لكونه روپۍ پيدا كړې. په محله كې يې د پيښوريانو په اصطلاح شل مرلې ځمكه چې ماشومانو به په كې لوبې كولې، واخيسته او له واره سره يې په كې د اته كواټرو نقشه پلي كړه. په درې څلور مياشتو كې يې كورونه جوړ كړل او مهاجرو په كرايه ونيول. دا نو داسې وخت دى چې د ابرار خان په رويه كې ډير زيات بدلون راغلى و. مثلاً د مهاجرو پسې به يې هيڅ بده خبره نه كوله. يوه ورځ ورته يو مهاجر دوكاندار چې د پيپسي له بركته يې ورسره گپ شپ پيدا شوى و وويل:
ابرار خان خداى شته چې راباندې گران يې، خو سخته گيله مې در څخه پيدا شوې ده او هغه دا چې د انتخاباتو په شپو ورځو كې دې ډير سخت بدرد د مهاجرو پسې ويل.
ابرارخان ځواب وركړ:
څه مې كړى وى، د عوامو غوښتنه وه او ته پوهيږې هاغه وخت همدا عوام زما طاقت و. دا سياست دى او سياست د سيكې په څير دوه مخه نه، بلا مخونه لري او هر مخ يې بيل،بيل رنگونه لري. دا شپږ اوه مياشتې كيږي چې زه چيرمين شوى يم، ته ووايه چې د كوم يو مهاجر سره مې بده وضع كړې ده؟ كه يوه نيمه د خولې ټوكه مې له تا سره او يا له هاغه بل مهاجر سره كړي وي، هغه بيله خبره ده. كه نه چاته مې تاوان رسولى دى؟ دا اوس ته امر وكړه چې څه خدمت دې وي، انشاء الله اجرا كيږي به. په همدې محله كې مې ستا په مخامخ څومره مهاجرو ته شناختي كارډونه واخيستل.
ددې هر څه سره سره هم زما ابرار خان ښه نه ايسيده، خو ټولنيزه مجبوري وه سلام دعا مې ورسره پيدا شوې وه. ابرار خان هم په دې پوهيده چې زما ښه نه راځي او كله نا كله به يې زما د زوريدو په خاطر راباندې د مهاجر غږ هم وكړ.
زه تر يونيم كال پورې په دې محله كې اوسيدم نور مې په كې زړه تنگ شوى و او د پيښور ښار په يوې بلې علاقې كې مې كور په كرايه ونيوه او كلونه كلونه د هاغې محلې په طرف نه وراغلم. ابرار خان مې هم له ياده وتلى و په خپل روزگار مصروف ووم او بلاخره داسې شپې ورځې راغلې چې مهاجرين وطن ته په ستنيدو شوو. په دې شپو ورځو كې زه هماغې پخوانۍ محلې ته چې څه وخت په كې ابرار خان چيرمين و د څه كار لپاره تللى ووم، هلته مې ابرارخان وليده چې د خپلو كواټرو مخې ته يې كټ اچولى و، ما پرې سلام واچاوه، هغې راته د ناستې نه وويل او كه ما ورته هر څومره د ضروري كار دلرلو ويل، نه يې منله. په كټ كې يې كينولم او په خبرو يې پيل وكړ.
(( هلكه دا مهاجر ولې دومره اور اوبو اخيستي دي، دوى په هغه وران وطن كې څه كوي. دلته څومره سهولتونه دي، بجلي، گيس او د اوبو بمبې په هر كور كې لگيدلي دي. او تقريباً اوس خو ټول كورونه فلش سيستم دي. دوى به په هغه ورانو كورونو كې څه كوي. او دټولو نه اهمه خبره خو دا ده چې دا د سرحد علاقه خو د افغانانو ده. زما نيكه هم له افغانستان څخه راغلى و. موږ خو وايو چې دا سرحد به له مينځه وړئ او په اټك كې به سرحد جوړوئ خوتاسې د يوې مخې په منډه ياستئ، اخر دلته څه خبره ده. د ټولو مهاجرو كارونه جوړ دي او اوس خو چې كوم سهولت يوه پاكستاني ته حاصل دى، يو مهاجر ته هم حاصل دى. بيا نو څه له هغې ورانو كورونو ته روان ياست؟ ما چې د ابرارخان په كواټرو ځغلند نظر تير كړ، نو اوه كواټرو ته يې قلفونه اچولي وو او دهرې دروازې په سر يې ليكلي وو: ” كرايه كيلى خالي هى “ په همدې وخت كې ابرار خان ماته مړه مړه وكتل او زما له خولې نه بې اختياره ووتل چې ابرارخان! هر چاته خپل وطن كشمير دى.
17-12-2002
سراى زرداد منډه يي كابل