ګټه
په كار خو دا وو چې له څو شب جمعو نه پس مې سه روزه لگولې وه، خو داسې و نه شول. په اول ځل چې شب جمعې له تلم، نو د سه روزې اراده مې كړې وه. په اوله سه روزه كې راته پته ولگيده چې تر اوسه مې د دين له حكمونو څخه يو هم په سمه توگه نه دي تر سره كړي. تر دې چې لمونځ به مې هم له يوې مخې غلط ويلو. له سه روزې نه پس مې د تبليغ سره مينه پيدا شوه. له تبليغي گروپ سره به په گشت وتلم. خلكو ته به مو دعوت وركولو.
يوه ورځ چې د مخه را ته د مازيگر له لمانځه نه پس د اعلان ويل شوي وو، په ډير جرئت مې وويل:
- دوستانو او مشرانو، يو ضروري اعلان واورئ. زموږاو ستاسې کاميابي په دين کې ده. دين به په موږ او تاسې کې څنګه راځي او په ټول عالم کې به څنګه راځي؟ ددې لپاره محنت په کار دى. له دعا نه پس به يو ورور د ايمان او يقين خبرې كوي، تاسې ټول دوستان كينئ ، الله تعالى به ډير اجرونه دركړي.
د دې اعلان نه پس مې له ځانه ډيره طمعه پيدا شوه. د دعا نه پس د خداى وليان راټول شول او يو ورور پورته شو او په ايمان او يقين يې اوږدې خبرې وكړې. د خبرو وروسته ناستو كسانو د وخت لگولو ارادې څرگندولې او يو كس به ليكلې. يو كس پورته شو، خپل نوم يې واخيسته او په روانه هفته كې يې د سه روزې اراده وښوده. بل پورته شو او د يوې مياشتې اراده يې وښوده، زه هم په جذباتو كې راغلم پورته شوم او ناڅاپه مې له خولې ووتل: وليكه، كرامت څلور مياشتې نغدې. له دې خبرې سره ناستو كسانو د "جزاك الله " آوازونه پورته كړل.
له جومات نه لا نه وم وتلى چې تبليغي يارانو راته له نيك عمل سره د توفيق دعا د الله تعالى په دربار كې وغوښته او ځينو خو راته په ملا د شاباسي ټپونه هم راكړل. كورنۍ مې هم زما په اراده خبره شوه. مور، پلار، ورونه او خويندې يو هم زما په اراده خوښ نه وو. مور به مې راته زما په غياب كې د بچو خواريدل مخې ته كول، ورونو به مې كورني مسووليتونو ته متوجه كولم او پلار خو مې راڅخه بيخي مخ اړولى و.
هغه ورځ هم راورسيده چې له كوره په جنگ او شور د څلورو مياشتو په اراده ووتم. تشكيل مو پنجاب ته وشو او د پنجاب ليرې پرتې سيمې او لويو او وړو ښارونو كې مو دعوت وچلوه. كله نا كله به مې د كور احوال په تليفون اخيسته چې بلا پيسې رانه پرې خرچ شوې وې. ماشوم زوى او ماشومه لور به مې هر وخت سترگو ته نيغ نيغ كيدل.
هغه وخت هم راورسيده چې څلور مياشتې مې پوره شوې وې او كورته راغلم. كورنۍ مې راته ډيره خوشحاله وه. څو ورځې خو يې د يوه ميلمه په څير نازولم. د كور نه په سارا به هم دوستانو راسره مينه ښودله، هر چا به په امير صاحب بللم او كه رښتيا درته ووايم په ما به د امير صاحب غږ ډير ښه لگيده. يوه شي ته چې ځوريدم، دا و چې زما په غياب كې مې زوى ډير بېسره شوى و او وړې لور خو مې له سره نه پيژندم. نو څنگه به يې پيژندلى وم، ښويه مخ له كوره وتى وم او له ببرې ږيرې سره په كور راننوتم.
اف خدايه! چې دا د كركټ لوبه خو دې له سره په دې دنيا كې نه وه پيدا كړې. زما به لا يوه هفته له دورې نه د واپسۍ نه وه شوې چې د ورلډكپ 99 ميچونه پيل شول. بس ټينگ ورته نه شوم، په ډيره سپين سترگۍ مې كور په سارا د كركټ ميچونه په تلويزون كتل. او همدا سپيره ميچونه وو چې زه يې د خلكو پر وړاندې سپك كړم. هر چا به راته ويل: د خداى بنده، تا خو ډير محنت كړى دى، د دين په لار كې دې پوره څلور مياشتې لگولي دي، ولې دې خپله خواري په سين لاهو كوې، تبليغيان خو چې څلويښت ورځې ولگوي، اول په مصلحت له كوره تلويزون وركوي او كه بيا و نه شي، نو د كوټې له سره ايسته كوڅې ته ارتوي. ته لا څنگه تبليغي يې چې له سهاره تر مازيگره تلويزون ته ناست يې او ويل كيږي چې تر نيمو شپو په وي، سي، ار فلمونه هم گورې.
تر هغې چې د كركټ ميچونه روان وو، نو كور په سارا به مې روزانه ستغې سپورې اوريدې. او روزانه به مې له خلكو سره جنگونه كول.
يره زه خو وايم چې تبليغ كې به هم بنده په قسمت قبليږي. هغه تورى وگوره كنه د دنيا بد عمله ، چرسي او جوارگر سړى و، فقط درې سه روزې او يوه چهله يې لگولې ده، الله تعالى پرې رحم كړى دى، په دعوت كې يې اثر دى، داسې شب جمعه نه وي چې ده په كې پنځه شپږ كسه ځوانان شب جمعې ته نه وي تيار كړي.
اف خدايه! دا په ما څه چل شوى دى، څوك مې په خوله پياز هم نه خوري. هغه تيره ورځ خو مې د تره زوى راته بدې خبرې نه وې كړې او زما پرې لاس اوچت شو. هغه خو ټولې خبرې زما په گټه كړې وې او رښتيا يې ويل چې زه لا د خداى په لاره كې نه يم قبول شوى او ما د تبليغ تسلسل سم نه دى تعقيب كړى. دا يې هم سمه خبره كوله، چې زما څه كار و چې د يوه دهري نه مې په غسل كې د فرضو پوښتنه كوله. زه څومره بې حوصلې شوم چې خبره تر لاس اچولو ورسيده. خو ځه څه چې وشول هغه وشول، يوه گټه خو مې وكړه، اوس راته د كرامتي پر ځاى خلك امير صاحب وايي.

/ 199912/03
پيښورر لالي باغ