انسان او سپى

د حضرت صاحب د حکومت به لا يوه اونۍ نه وه پوره شوې چې موږ څو تنو کليوالو ملګرو په يوه شين سهار له پېښور نه په يوه موټرکې حرکت وکړ او څو چې توپ ډز کولو، نو موږ بيا خپل کلي ته رسېدلي وو. کلى څه و، بس تشې کنډوالې وې. هر څه نږدې- نږدې ښکارېدل، يوه ملګري وويل:
”اوهو، دا غر څنګه را لنډ شوى دى. “
بل وويل:
” لکه چې د کوم مين سوال به خداى قبول کړى وي چې وايي:
خدايه را لنډ کړې دا د ځمکې تناوونه“
په کلي سر شو، په تشو کنډوالو ګرځېدو، هر چا ته د خپلو کورونو پخواني انځورونه سترګو ته کېدل. د کوڅو پر ځاى په کورونو کې لارې جوړې شوې وې، چې د اردو ژبې د دې مشهور شعر ښه ترجماني يې کوله:
ديوار گيرا کيا مير‌ے کچهے مکان کے
يارو نے ميرے گهر مين راستے بنادئے
په لږ وخت کې مو ټول کلى له پښو څخه و ايستو، د کلي په بر سر کې مو د يوه باغ د ليدو تلوسه پېدا شوه، دا باغ زموږ د ماشومتوب د خاطرو يوه ذخيره و ه، مېوې به يې موږ په خامه کې خلاصې کړې وې. باغ ته ننوتو، په ليدو يې خدايږو ډېر اندېښمن شوو. په پسرلي کې يې د خزان بڼه نيولې وه. چيرته يو نيم شاخ به شنه پاڼه نيولې وه ، نور ټول وچ ښاخونه وو. موږ د باغ په رنځېدلي حال خواشينې شوو. د باغ په شمالي اړخ کې مو په يوسپي نظر پريوتو چې يو پيشنګورى يې په خوله کې نيولى او مخ په بره روان دى. ما و انګېرله چې ګوندې سپى دا پيشنګورى خوري، ځمکې ته مې په داسې انداز لاس ښکته کړ چې سپي ته وښيم چې ګوندې کاڼې را اخلم، غږ مې پرې وکړ:
خوشې کړه!
سپي خپل سست ګامونه چست کړ او په لږه شيبه کې د باغ بر سر ته ورسېده. هلته يې په شنو کبلو پيشنګورى واچوه او خپله يې خوله د ويالې په لور ښکته کړه، له ويالې نه يې پيشو را پورته کړه او پيشنګوري ته يې نږدې واچوه.
موږ چې دا هر څه له لږ لېرې څارل، ورنږدې شوو. سپي چې موږ د ورتګ په حال کې وليدو، راپسې يې وغپل او روان شو. موږ چې پيشو او پيشنګوري ته ښه نږدې شوو، سپى چې يو اندازه تللى و، ودرېد او بې واره يې له موږ پسې وغپل. موږ وليدل چې سپي د پيشو تيونه د پيشنګوري خولې ته برابر کړي وو.
په دې حال زموږ ملګرو هر چا خپل نظر څرګندولو، خو زما په زړه کې دا خبره تېره شوې وه چې کېداې شي، انقلاب په حېواناتو مثبته اغېزه کړي وي.