نامريي ځواك د ”باز“

زموږ په فولکلوريک ادب کې باز تل د لوړ بخت نښه ګڼل شوى دى. که د چا په اوږه به باز کېناست، نو هغه به په فولکلوريکو کيسو کې ضرور واکمن يا پاچا کېده. نو دا دى د ډېرو مودو وروسته د پښتو کيسې پر ځمکه يوه باز ناسته کړې ده. خداى دې زموږ د افسانو دا خبره رښتيا کړي، چې پر اوږه د باز پر ناستې سړى پاچايي ته رسېږي. زه باور لرم چې د پښتو کيسې پر ځمکه د باز پر دې ناستې به د پښتو داستاني ادب مخ پر وړاندې لاړ شي، پرمختګ به وکړي او که خداى کول د پاچايي تر پوړيو به ورسېږي.
دغه پښتون بازچې زه يې دا لومړنۍ کيسه ييزه ناسته په ښه شګون نيسم، پښتون غزل بول شاعر او کيسه ليکوال ورور بازمحمد عابد دى.
زه چې څومره عابد ورور پېژنم، په اول ګام کې يو دروند اوروڼ اندى پښتون دى، دوهم ګام کې يو شاعر او ليکوال دى او په دريم ګام کې په ټوله مانا يو رښتنى انسان دى.
که د عابد ورور دغه لومړنۍ کيسه ييزه ټولګه په غور سره ولولو او بيا يې د شخصيت ارزونه وکړو، نو پورتنۍ ځانګړتياوې به تر هر څه لومړى را مخې ته شي. عابد ورور د دغې وړې داستاني ټولګې د هرې کرښې د ليکلو پر مهال يو دروند پښتون دى او د پښتانه سپېڅلتيا او دروند واله يې تر وروستۍ کچې ساتلې ده.
زما په اند عابد ورور ډېر لوستى دى، ځکه خو د ډېر لوستي په شان پېښې غوره کوي او مناسب کرکترونه ورته ټاکي او لوستونکى په ماهرانه ډول قاضي کوي. که څه هم کيسه ليکوال هغه قاضي دى چې له لوستونکيو څخه يو تورن کړي او د دار تر کړۍ يې راکاږي، خو عابد ډېر وخت قضاوت لوستونکي ته پرېږدي. څوک پر ناحقه د دار تر کړۍ نه کشکاږي.
عابد ورور يو داسې هنرمند دى چې ښکلا زيږوي، ښکلا ستايي او ښکلا په ګوته کوي. د يوه شاعر او د يوه ليکوال په شان د حساس او دردېدلي زړه خاوند دى. ډېرو وړو پېښو ورته هم د احساس تارونه خوځولي او دى يې جګړې ته هڅولى دى. او په پاى کې يو بې پرې انسان دى چې هر څه يې په يوې بې پرې تله کې تللي دي. له پېښو سره يې انساني چلند کړى دى او يوه رښتني پايله يې ترې اخيستې ده.
اجازه راکړئ چې د عابد ورور په کيسو درسره وغږېږم:
په دغو کيسو کې چې کومې ځانګړنې تر هر څه له مخه زما پام ځان ته راواړوه، هغه د راتلونکيو ټولنيزو ستونزو انګيرنه ده. دا هغه ستونزې دي چې لا پرې زموږ خلک نه دي اخته او يا خو زموږ خلک ورته لا تر اوسه اوزګار نه دي. لکه د (( Yahoo. Com)) کيسه.
دا کيسه په ډېر ښکلي ډول پېلېږي خو چې څومره کيسه د اوج پر لور ځي، هومره يې هندي فلمي بڼه راجوتېږي. که څه هم د کيسې ډېره برخه ډيالوګ نيولې، خو دا ډيالوګونه ډېر خواږه او کله کله ډېر ژور هم دي. دا چې له شهسوار سره نرګس يا پرښته څرنګه يو ناڅاپه په انټر نيټ کې مخ شوه، زما موخه د شهسوار مېرمن ده، چې دا يو بشپړ تصادفي حالت دى. کيسه تر وروستۍ شېبې خپله فلمي بڼه ساتي، خو په وروستۍ کرښه کې ليکوال هغه غوټه پرانيزي، کومه چې يې تر اوسه پټه ساتلې وه. د انټرنيټ د زمانې يوه ستره کورنۍ ستونزه په يوه عاطفي او رومانتيکي شېبې کې وړاندې کوي، چې زه يې د خلاقيت معراج بولم.
دا سمه ده چې زموږ ډېرو خلکو لا د انټرنيټ نوم هم نه دى اورېدلى، خو همدا انټرنيټ هلته تلونکى دى. همدا انټرنيټ به ډېرې ستونزې له ځانه سره که نن نه وي، نو سبا ضرور لېږدوي.
يوه له همداسې کيسو څخه (( قيمتي وينه)) ده. ما دا کيسه او پر دې کيسه د بهير د غونډې بشپړ راپور او د کاروان صاحب ليکنه ډېر وړاندې د(( ګندهارا)) په مجله کې لوستې وه. زما چې څومره په ياد دي هغه دا دي چې پر دغې کيسې يوه کره کتونکي دا ګوزار کړى و، چې دا کيسه يوه داسې ستونزه په ګوته کوي چې لا زموږ د خلکو ستونزه نه ده. او دا يې د کيسې نيمګړتيا ښوولې وه. خو زه بيا وايم چې همدا د کيسې غوره ښېګڼه ده. د يوه پوه انسان صفت دا دى چې د ګاندې په اند کې هم اوسي. که څوک راڅخه خپه نه شي نو موږ تل د څارويو په شان د دم ګړۍ غم کوو او دا چې زموږ په ټولنه کې ټولنيزې ستونزې له نورو ډېرې دي، يو لامل يې هم همدا دى چې زموږ په ليکوالو کې د ستونزو انګېرنه په ښه ډول نه ده پالل شوې.
که وينه خرڅول نن زموږ په هېواد کې په پراخه کچه نه دي دود شوي، خو سبا ضرور دودېږي. دا اوس هم په کابل کې په نشه يي توکو اخته کسان خپله وينه پلوري او دا د دې ستونزې پېل دى.
عابد ورور په دغو لنډو کيسوکې هڅه کړې چې د يوې لنډې کيسې ټول آرونه له نظره ونه غورځوي. لکه ښه پېل، اوج، غوټه، خوږ ډيالوګ، ټکر، تلوسه او ښه پاى او داسې نور ډېر لوازمات يې په نظر کې نيولي دي. زما په اند کله کله پر آرونو ډېر ټينګار د کيسې هنري او ادبي بڼه زيانمنوي. ځکه چې د ليکوال ټول اند او فکر آرونو ته اوړي او چې هنري ليکنه د آرونو په بند کې ګېره شي، هغه غوره هنري پنځونه نه شي کېداى.
خو د عابد ورور کيسې سره له دې چې په لږو ډېرو آرونو پابندې دي، خو خپله هنري او ادبي بڼه يې داسې خوندي ساتلې ده، لکه ليکوال چې په ناغوښتې توګه د آرونو لار وهلي وي. يوه يادونه بايد وکړم چې په کيسه کې ښه موضوع، ښه پېل، غوټه، اوج، ډراماتيکه بڼه ، خوږ ډيالوګ، تلوسه ، ښه پاى او داسې نور د لنډې کيسې ځانګړنې او آرونه دي. او له يوې لنډې کيسې نه ښه کيسه جوړوي.
په لنډه کيسه کې د کيسې نوم هم د کيسې په ښکلاييزه برخه کې او هم يې په ځواکمنتيا کې پوره ونډه لري. کله کله داسې هم پېښېږي چې ليکوال په داسې ځاى کې کيسه پاى ته ورسوي چې سرليک يې غوټه پرانيزي. او کله کله سرليک غوټه اچوي. نو سرليک يا نوم د يوې لنډې کيسې اهم توکى دى چې نه يوازې دې ته بايد پام وشي، داسې سرليک غوره شي چې د لنډې کيسې وخت کم او موضوع يې غټه ده، يوه برخه غوره کړي، بلکې د کيسې ښکلا هم ور زياته کړي. نوم بايد د ښکليو او خوږو وييوو څخه جوړشي.
د عابد ورور د کيسو ځينو نومونو ماته خوند را نه کړ. زه نه پوهېږم اوکه نه رښتيا ښکلي نومونه نه دي؟ دا سمه ده چې د کيسې له کوچو څخه بايد نوم يا سرليک وټاکل شي، خو د سرليک د کليمو خوږوالى او ښکلا هم بايد په نظر کې ونيول شي. دا ځکه چې د لوستونکي سترګې تر هر څه لومړى په سرليک لګيږي او که سرليک ښکلى نه وي، نو بيا د کيسې لوستو ته د لوستونکي تلوسه نه پېدا کېږي. زما د اورېدو تر حده هغه سرليک ډېر کمزورى دى چې د کيسې د مرکزي کرکټر نوم وي، لکه د عابد ورور په کيسو کې (( ميا صاحب )) او ((شېخ صا حب )). که څه هم د کيسې په لوستو کې د عابد ورور په موخه لوستونکى پوهېږي چې ولې يې دا سرليکونه انتخاب کړي دي. خو سره له دې هم دا وړ سرليکونه کمزوري ګڼل کېداى شي.خو د وړې داستاني طرحې (( ښاپېرۍ او ديو))، (( قيمتي وينه)) او د (( نامريي ځواک )) په شان له سرليکونو نه بنده پوهېږي که عابد ورور په ځينو نورو نومونو هم لږ زيار ايستلى واى ښايي ډېر ښکلي سرليکونه به يې ټاکلي وو.
که د عابد د کيسه ليکنې ژبې ته راشو، د ليکوال ژبه ډېره خوږه بې تکلفه او روانه ده. خو يوه خبره د يادولو وړ ګڼم چې د ليکوال پر ژبې پېښورۍ انګرېزي ډوله پښتو لږ لږ اغېزکړى دى. خو د ګټې، ضرورت، د قربانۍ چمړې او شيخ صاحب په کيسو کې د کرکټرونو ژبه بيخي بشپړه پېښورۍ انګريزي پښتو ده. دا چې د راوي ژبه دومره د پېښورۍ انګرېزي پښتو تر اغېز لاندې نه ده راغلې دا تر ټولو غوره خبره ده، دا ځکه که د کرکټر ژبه د يوې سيمې په ځانګړي ګړدودپورې اړه ولري او ليکوال له مکان څخه يادونه نه وي کړي، د کرکټر ژبه لوستونکي ته د پېښې د پېښېدو سيمه ور په ګوته کوي، لکه د ګټې، ضرورت او مبارکه شپه -کيسې. د دغو کيسو د کرکټرونو له ژبې څخه انسان کولاى شي د مکان او زمان انګېرنه هم وکړي. (( مبارکه شپه)) کيسه کې د ډيالوګ له مخې سړى پوهېږي چې دا پېښور دى او دا د مهاجرت کلونه دي. او که د عابد ورور دغې ټولګې ته ښه ځير شو، نو ټولې پېښې داسې ښکاري چې بايد په پېښور کې پېښې شوي وي. کله کله سړى په دوه لارو کې پاتېږي، چې اوس نو دا پېښور شو که افغانستان، لکه د شيخ صاحب لنډه کيسه، نو د دې لپاره چې لوستونکي په دوو لارو کې بند پاتې نه شي، ښه دا ده چې عابد ورور کله کله په کيسو کې له مکان او زمان څخه هم لږ تر لږه په پرده کې هم يادونه وکړي او دا بايد هېر نه کړي چې دا هم د لنډې کيسې له آرونو څخه يو آر دى. خو يو څه چې زما لپاره د يادولو وړ ښکاري، ښايي د دې لپاره به هم ما ته د يادولو وړ ښکاري چې زه په خپله هم يوه انجلۍ يم، هغه دا دي چې عابد ورور په دا ټوله ټولګه کې له ښځو څخه يو دوه ځايه په فرعي ډول يادونه کړې ده، زه نه پوهېږم چې د عابد ورور ښځې هېرې شوي دي او يا که د دوى په اند ښځه فرعي کرکټر دى. که څه هم د عابد ورور له کيسو څخه داسې ښکاري چې عابد ښځې په نشت ګڼلې دي. ښايي زما دا انګېرنه به غلطه وي دا ځکه عابد ورور په ټولنيز ژوند کې ښځو ته زښت ډېر درناوى کوي، خو له دې نه هم سترګې نه شو پټولاى چې د عابد ورور يوه کيسه هم د ښځو له ژوند څخه نه غږېږي. څومره چې ما ته څرګنده ده، د عابد په سيمه کې د ښځو په ژوند کې ستونزې او نابرابرۍ دومره ډېرې دي چې راټولونه او انځورونه يې د يوه يا دوه ليکوالو له توانه وتلى کار دى؛ خو زما چې خپلو ليکوالو ته پام اوښتى زموږ په ليکوالو کې دا يوه عجيبه ستونزه ګرځېدلې ده. زه دلته د پښتو کيسه ليکنې دوه ډېر پياوړي او سرلاري ليکوال رايادوم، صفيه حليم او اسد الله غضنفر. د صفيې ټولې کيسې د ښځو په ژوند ګرځي راګرځي. ځينې دا استدلال کوي چې نارينه د ښځو په پرتله د نارينه وو په هکله ښه پوهېږي او ښځې د ښځو په هکله، خو په انساني ټولنه کې ښځه او نارينه ګډ ژوند لري، د يو بل د ژوند ملګري دي. د يو بل مور او پلار، لور او زوى، خور او ورور، تره او ترور دي. د يوه بل مرستندويان او همکاران دي، دوى داسې سره پېيل شوي دي چې بېلول او دا خبره منل چې نارينه د نارينه او ښځه د ښځې په هکله ښه پوهېږي، ناشوني کوي. که يوه ښځه د نارينه په هکله او يوه نارينه د ښځې په هکله سل سلنه و نه پوهېږي خو اتيا سلنه هېڅ شونې نه ده چې و نه پوهېږي، دا ځکه دوى د يوې ټولنې د وجود دوه اهم او نه بېلېدونکي توکي دي.
يوليکوال ورور يوه ورځ ما ته په دې هکله داسې وويل چې دارنګه دريځ د يوې عقدې له مخې نيول کېږي خو زه دا خبره په کلکه ردوم او ناسمه يې بولم، دا ځکه زموږ ټولنه له هغه غربي ابتذال څخه لا ډېره لرې ده، چې دارنګه عقدې رامنځ ته کړي او که زه ښاغلى غضنفر صاحب او صفيه حليم له نژدې ښه نه پېژنم، خو عابد ورور ډېر ښه پېژنم چې له دغه ناسم حکم څخه مبراء دى او زه هيله منه يم چې عابد ورور لږ تر لږه په کيسه کې د ښځې شتون هم هېر نه کړي او په دې هيله چې د عابد ورور تل داسې سترې او ښکلې هنري پنځونې وکړي او زموږ د کيسې مځکه راته زرغونه وساتي او زموږ د لوستونکي تنده ور ماته کړي د عابد د دغې ټولګې ستاينه د اجمل اند په يوه بيت کې راټولوم.
هغه دى بيا شوې وريځې پورته له بزرګې څوکې
د کلي خلکو خو دا ډېر وخت يادولو باران

عابد ورور ته د دغې په زړه پورې او ښکلې کيسه ييزې ټولګې مبارکې وايم.
په درنښت
عارفه عمر لور
پېښور ارباب روډ

٢٠٠٢ /٠٧/٢٤