عابد په نامريي ځواک کې

نه يوازې زموږ په هيواد بلکې په ټوله نړۍ کې له پخوا زمانو راهيسې د شعر او نظم حکمراني ښه په درز کې روانه وه. خو دوخت په تيريدو ورو ورو د شعر او نظم د حاکميت واګې سستې شوې او ځای يې نثر ونيوه.د پښتو ادب په نړۍ کی لا تر اوسه د شعر او نظم حکمراني هماغسې په خپل ټول قوت او زور چليږي. په هر کال کې په لسګونو شعري ټولګې له چاپه راوځي، خو د نثري کتابونو چاپ بيا د ګوتو په شمار دی. بازمحمد عابد هم د نورو پښتنو ليکوالو په څير لومړی خپل قلم په شعر خوځولی دی، خو په دې وروستيو وختونو کې يې سمدلاسه د شعر له نيلي نه د نثر ميدان ته راودانګل او د ادبي هلو ځلو پايلې يې دادی اوس ستاسو تر مخ د لنډو کيسو په فورم کې غوړيدلي دي. دا چې عابد ولې د لنډې کيسې لوری نيولی دی، فکر کوم هغه په دې باور درلود چې دکيسې د اوريدنې او ويينې سره مينه او شوق د انسان په خټه او فطرت کې اغږل شوی دی. همدا علت دی چې په تيرو وختونو کې به ډلې ډلې خلک په ديرو او حجرو کې راټوليدل او کرۍ شپه به د کيسو په اوريدنو سبا کوله. خو کله چې دانسان مشغولتيا او مصروفيتونه زيات شول نو د اوږدو کيسو د اوريدنې وخت هم ورسره کم شو. د دغې تشې د ډکولو له امله په نولسمه پيړۍ کې د اوږدوکيسو( ناول او رومان) تر څنګ لنډه کيسه په اوسنۍ بڼه او فني مفهوم رامنځ ته شوه پښتو ادب ته لنډه کيسه د شلمې پيړۍ په پيل کې لومړی د انګريزي ادب نه اردو ته او د اردو نه بيا پښتو ته راغله. د ځينو تاريخ ليکونکو په وينا په پښتو ادب کې د لنډې کيسې لومړنی ليکوال راحت زاخيلی صاحب دی چې د (کونډې نجلی) په نامه يې لنډه کيسه ليکلې ده. د شلمې پيړۍ په وروستيو کې لنډه کيسه يو څه ګړندۍ شوه او تر ننه پورې دادی ښه چابکه را روانه ده. بازمحمد عابد هم د دې کاروان په يون کې ورګډ شوی او خپله لومړنۍ ټولګه يې د ( نامريي ځواک ) په نامه بللې ده. ما ته چې کله عابد ددې کتاب مسوده راکوله، نو زما وړانديز ورته دا و: زه به خپل ملاحظات په پنسل درته وليکم، وروسته فکر ورباندې وکړه، که په نظر سم درغلل هغه به اصلاح کړې او که سم نه و مه ورپسې ګرځه. عابد په موسکا کې را ته وويل: تغير او بدلون مې په وس نه دی پوره، څه چې په دې مسوده کې ليکل شوي دا بشپړ وګڼه. زه يو څه ټکنی شوم؟ خو په هر حال د عابد زياتې کيسې پخوا ما په مجلو کې لوستې وې او ډيرې مې خوښې شوې هم وې نو ځکه مې په ډايه زړه يو ځل بيا د هغه د کيسو په لوستلو پيل وکړ.
د عابد کيسې د موضوع له پلوه ډيرې ښې په زړه پورې او رياليستيکه بڼه لري او زموږ د ټولنې د ژونديو واقيعتونو يو ښکلی انځور دی. کرکټرونه يې هم د لنډې کيسې په تول پوره دي، د ګونګو او بې ځايه کرکټرونو څخه په کلکه ډډه شوی، ژبه او نثر يې هم خوږ دی. د وخت له پلوه هم چې وايي: لنډه کيسه بايد په يوه ناسته کې وويل شي؛ په تول پوره دي.البته د( ښاپيرۍ او ديو) ترعنوان لاندې چې څه ليکل شوي، کيدای شي چې ادبي ټوټه يې وبولو، نه لنډه کيسه. همدا رنګه زماله نظره په ځينو کيسوکې يو څه فني نيمګړتياوې هم شته. د بيلګې په توګه ( او په کړس کړس مو وخندل ) په کيسه کې پيل له پای سره په مستقيمه ليکه تړل شوی، غوټه يې صعود او نزول نه لري. نو ځکه يې سسپنس ( تلوسه ) هم کمزورې او کيسې يوه ژورناليستيکه بڼه خپله کړې ده. همدا رنګه په ځينو کيسو کې منطقي استدلال هم د تامل وړ دی. د بيلګې په توګه : د ( ميا صاحب ) په کيسه کې د ميا کرکټر د خلکو په اصطلاح لوڅ برق دی. په هر لوښي کې د هغه لوښي رنګ غوره کوي، نو بيا د دوه ګوتو د ليک په تهديددومره ژر ځان بايلي چې دوه مياشتې له کاره پاتې کيږي. که په دې برخه کې کيسه لږه نوره هم غځيدلې وای او د ده نورې داسې چالاکۍ هم ښودل شوای وای چې ميا صاحب څنګه د تور غر قوماندان ته ځان رسوي او ځان له دې ستونزې راوباسي نو کيسې به يو څه طبعي بڼه غوره کړې وای. په هر حال زه دا نه غواړم چې کره کتنه وکړم. يوازې خپل نظر مې څرګندکړ، کيدای شي ځنې لوستونکي يې په همدې بڼه خوښه کړي.
لنډه دا چې عابد زما په نظر د لنډې کيسې په ډګر کې لومړني ګامونه ايښي خو ګامونه يې پاخه او درانه دي. اميد لرم چې په راتلونکې وختونو کې به د حقيقت سره د خيال په مټو د لنډې کيسې په فورم کې نورې ښې پنځونې هم وکړي. زه عابد ته دلنډو کيسو د لومړۍ ټولګې د چاپ مبارکي وايم او هيله لرم چې تاسې به هم د هغه له خوږو کيسو خوندواخلۍ
ديپلوم انجنير ستانه مير زهير
پيښور ښار_ ٠٨/ ٠٩/ ٢٠٠٣