عابد او نامريي ځواک

که له پښتو شعر نه راتير شوو، لنډې کيسې او ناول ته تم شوو، نو و به ګورو چې د شعر پر پرتله د کيسې او ناول لمنه ډېره خواره ده. ځکه خو دې کمښت ته د باز محمد عابد پام شوی دی او د شعر له اسمانه يې د لنډې کيسې ميدان ته رادانګلي دي. کوښښ يې کړی دی چې د پښتو ادب لمنه په ” نامريي ځواک“ نوره هم پسې ښکلي کړي.
عابد په پښتو ادب او په تيره بيا د برې پښتونخوا په هاغه شاعرانو او ليکوالانو کې شمار دی چې د هجرت په چاپريال کې يې شعرونه او کيسې ليکلي دي. او په اسانه يې د نن خبره د سبا ورځې نسلونو ته سپارلې ده.
زه نه شاعر يم او نه ليکوال، خو دومره بايد ووايم چې لنډې کيسې په پوره ليوالتيا لولم او خوند ترې اخلم. تر کومه ځايه چې ما ته مالومه ده د لنډې کيسې سرليک بايد په زړه پورې او عام فهمه وي. که داسې و نه شي، نو ډېر لوستونکي به يې له لوستلو څخه محروم پاتې شي. په تيره بيا د کتاب نوم خو بايد چې ډېر جذاب او په زړه پورې وی. زما په نظر که کوم بل ښه نوم يې ورته غوره کړی وای بده به نه وه.
ښايي ځينې دوستان ووايي چې ضروري نه ده چې هر څوک دې پرې پوه شي. خو زه وايم چې دا هم ضروري نه ده چې ادب دې د ادب لپاره وي. ادب دې د ژوند لپاره هم وي. که لږ مخته لاړ شوو او د غرب دروازه پرانيزو، نو و به ګورو چې په ميلونونو وګړي د لنډې کيسې او ناول لوستونکي دي. دا ټول اديبان نه دي، بلکې عام وګړي دي. چې د سفر او د رخصتيو په ورځو کې ناول او ياهم لنډې کيسې لولي.
د عابد نامريي ځواک مې له پيله تر پايه ولوست. ډېرې په زړه پورې کيسې يې په کې راټولې کړي دي چې د لنډې کيسې په معيار پوره دي.
زه د عابد صاحب په کيسو خپل نظر په لاندې ډول کاږم
د ” ميا صاحب“ کيسه کې د تورخم د دروازې خلاصيدل، د شلمان په ګرځوني کې د مجاهدينو راوتل، په کمې ډکې کې د عسکرو برچه پک دريدل او همداسې نور انځورونه يې په ښه برياليتوب ايستلي دي. کيسه په زړه پورې ده.
” په کړس کړس مو وخندل“ کيسه کې عبدل ماما د جلال آباددی او په بدلمنو کوڅو ګرځي. څومره به ښه وای که عابد صاحب دا کوڅې په سمه توګه راپيژاندلای وای. ځکه چې اوس به هغه کوڅې نه وي او يا به ما غوندې ډېرو مسافرو نه وي ليدلي.کاش چې عابد د جلال آباد د ښار انځورګري په خلاص مټ کړای وای.
له دې پرته ” شکست“ مبارکه شپه“ د قربانۍ چمړې“ قيمتي وينه“ ياهو. کام“ دا ټولې کيسې يې په زړه پورې دي او د پيښور په ټولنيزو مسايلو ليکل شوي دي. که عابد په دې کيسو کې هم په ښه توګه د پيښور انځورګري کړې وه، مثلاً د پيښور د خټو کورونه، د چکړو نه ډکې کوڅې په شاډنډ کې د ميښو کتارونه لکه د روسانو د شوبلو کاروان، د ريکشو اوازونه او داسې نورډېر انځورونه دي چې شل کاله وروسته به يې نقشه بدله شوي وي، نو د کيسو خوند به يې يو په دوه شوی وای.
د ” ښاپيرۍ اوديو“ کيسه که لږه غځيدلی وای نو کيسه به د ادبي ټوټې نه راوتې وه .
له دې هر څه چې راتير شوو، عابد په خپلو کيسو کې کرکټرونه پر ځای کارولي دي. هر کرکټر ته يې ژبه ورکړې ده. يوه يادونه بايد وکړم چې عابد ځينې کرکټرونه په اردو وزمه انګليسي ژبې هم غږولي دي، بايد چې دلته يې په قوس کې عام فهمه لغاتونه هم ورسره ليکلي وو. ځکه چې هغوو لوستونکو ته به په کې ستونزې نه وې څوک چې په اردو وزمه انګليسي نه پوهيږي.
په اخيره کې عابد صاحب ته د دې ټولګې په چاپولو مبارکي ورکوم او هيله لرم چې په راتلونکي کې به تر دې لا ښې لنډې کيسې وليکي.

سليم حيات غربي لندن ٢٠٠٤/٢/ ٢٥