اووم څپرکى

د نوي کال لسمه ورځ وه، چې يو ناڅاپه برېښنا له کوره بې له څرکه ووته، هغې هېچا ته څه ونه ويل، په لاره کې يې زړه بې واره ټوپونه وهل، په منډو روانه وه، له دهمزنګه تر وزير اکبر خان مېنې پورې په پښو ډېره لار وه، هغه هم په منډو روانه وه. که څه هم پر لاره د تورو ډاډسنو د تېز برېښنده تګ له وجي ټکرونو او مرګ ژوبلو خطرونه ډېر وو او همداشان د امر بالمعروف د سړيو له خوا وهلو ټکولو ګواښونه خو ګړۍ په ګړۍ وو، مګر برېښنا پر سړک داسې روانه وه، لکه دا هر څه چې هېڅ وي. لنډو سړکونو ته ګرځېده، له ګړنديو قدمونو څخه يې ناکراره حالت او لېوالتيا اوچته ښکارېده، خو په دغو ګړنديو ګامونوکې يوې وړې هيلې هم کله، کله سا اخيسته. د برېښنا زړه ته هېڅ دا نه لوېده، چې ګنې څوک به د دې دا ننواتې ونه مني. هغې انګېرل چې دا خو د هغوى په ګټه هم ده، ځکه خو يې ګام پر ګام هيله ځواکمنېدله. د هغوى د ښکلي کور په ليدو يې زړه په درزا پيل وکړ؛ لږه ټکنۍ غوندې شوه، شېبه يې قدم هم نه شو اخيستى، خو بيا يې هم سل زړونه يو کړل او د کور د دروازې دننه يې قدم کېښود. همدا چې د هغوى کور ته ننوته، ټول هېښ پېښ پاتې شول، يوه شېبه خو ټول داسې غلى وو، لکه په هېچا کې چې سا نه وي. ټولو ورته په راوتلو رډو سترګو کتل.
د حاجي صيب په سترګو کې يوې عجيبې خوښۍ څرک وواهه، خو د بڼې له خطونوڅخه يې بې وسې اوچته ښکارېده. حاجي نو اوس د څو کالو وړاندې تکړه او ځواکمن حاجي نه و، د زړه ناروغۍ زښت ډېرکمزورى کړى و. دنګ او غبرګ حاجي اوس يو موټى شوى و.
عقيدې مور ته يې وکتل، د هغې له سترګو د پخوا په شان هماغه اور تويېده. د زرغونې په بڼه کې ډار او کرکه يو ځاى نغښتې وه. زماني له خوښۍ نه پر خپلو لاړ بېزنو شونډو ژبه راتېروله، خو سلطان په ټولو کې غلى او ارام ښکارېده، هغه برېښنا ته په نرمۍ کتل، برېښنا له پخوا نه ډېره خواره ښکارېده؛ زړې جامې يې په تن او زړې څادرۍ يې د سوالګرو په شان غټ، غټ سوري لرل. خو بڼې او ښکلې پژۍ يې د سلطان په سترګو کې خپله بې سارې ښکلا ساتلې وه. د هغې ښکلې د هوسۍ سترګې له پخوا نه ښکلې شوې وې او سلطان د دې وجه دا وګڼله، چې کله ښکلا وير ځپلې شي، نو بيا خو ترې يو شهکار تابلو جوړ شي او هغه ته برېښنا هم د پنځ يو بې سارى ښکلى تابلو ښکاره شوه؛ ملا يې له پخوا ډېره نرۍ او ماتېدونکې شوې وه، نرۍ سپينه د عاجو غاړه يې لا نوره هم هسکه شوې وه، خو هغه ګلابې شونډې يې چې د سليمان له مرګه وروسته يې د سلطان ټول فكر و ذكر ځانته اړولى و، اوس نو ګلابي او تازه نه وې، تکې زېړې وې، داسې زيړې لکه په څو تېرومياشتو کې ورته څاڅکې وينه نه وي رسېدلې. خولا هم زړه راښکونکې وې او پر ډېرو زړو نوې لا د لمبو ګډولو پوره ځواک درلود.
سلطان هڅه کوله چې د برېښنا غوڅ لاس وويني، خو برېښنا هغه د خپلې زړې څادرۍ لاندې ښه پټ کړى و. حاجي ورته د کېناستو وويل، خو برېښنا نه کېناسته، عقيدې ته يې مخ کړ، په کرارۍ او ننواتو يې وويل:
ــ ما ويل که چېرې...
زر غلې شوه، ټول ورسره غلي وو، يو ځل يې بيا ټولو ته په ډار، ډار وکتل:
ــ ما ويل که زه چېرې دلته... ما ويل که چېرې زه دلته راشم نو...
په دې خبره ټول هېښ شول، ټولو يو بل ته وکتل، خو په دې منځ کې عقيده له قهره له ځايه وارغوچېده، په لوړ قهر ژلي غږ يې په داسې حال کې چې د وجود له ښورېدو سره يې په غاړه او غوږونو کې د سرو زرو غاړکۍ او غوږ والي هم ورسره ښوريېدې وويل:
ــ هغه وخت چې د بيې وې، لکه شينګړۍ وتښتېدې، اوس چې دې هغه مونجړا پلار نه شي ساتلى او تم مرداره لته شوې، راځې. خوار کۍ خداى پوهېږي، چې طالبانو به درباندې څه، څه کړې وي.
برېښنا عقيدې مور ته په هېښتيا کتل، په خوله کې يې ژبه وچه شوه، عقيدې مور خپلو خبرو ته نوې کړۍ ورواچولې:
ــ زه د زندانونو له حال نه ښه خبره يم، يوه ښځه هم ولاکه ترې روغه راووځي، ته نو وايې چې ته به ورته داسې سره او سپينه ناسته وې او هغوى به درته کتل، خداى پوهېږي چې څه به يې درباندې تېر کړې وي.
حاجي پر خپلې ښځې وقهرېده:
ــ جلۍ دا څه بد وايې، دا خو ستا اينږور ده، د دې کور عزت دى، ته ولې په داسې عمر لېونۍ شوې يې؟
_ دا عزت دې د ټول کور سر خوري، دا نوڅه عزت دى، اوس چې يې پلار ورته ډوډۍ نه شي اچولى، راغلې چې ستاسې کور ته راځم.
په تندۍ يې برېښنا ته وکتل:
ــ ته دې کور ته يو قدم هم نه شې اخيستى، ښه دې غوږونه خلاص که، دا خوبونه دې نور نو اوبو ته ووايه!
ټول له هېښتيا نه هېښ پېښ شول، زرغونې له عقيدې سره د هو! سر وخوځاوه، سلطان بې غږ و غوږه ناست و، حاجي څادر وڅانډه له ځايه پاڅېد او له کوټې نه ووت. زماني څه ويلو ته خوله پرانيستله، خو عقيدې ورته پر مخ څپيړه ورکړه او په قهر يې ورته وويل:
ــ ته ليونى په څه پوهېږې چې زه دا هر څه ستا دپاره کوم.
برېښنا لږه تر شا شوه، همدا چې په خپلو زړو بوټونو کې يې پښې ننه ايستې، د عقيدې پر خوا يې لاړې تو کړې او په قهر ژلې ژبه يې وويل:
ــ اوس نو تم په ما خبرې کوې، هغه د پرچميانو او شورويانوغويمنډ دې لکه چې هېر شوي.
له دې سره په منډه وخوځېده او پرته له دې چې تر شا وګوري، په لوړ غږ يې وويل:
ـــ زه سبا قاضي ته حاضرېږم او همداسې په چټکو ګامونو له کوره ووته. د موټر پيسې ورسره نه وې، په پښو وخوځېده. په ځغاسته روانه وه، له پښو سره يې اوښکو هم منډې وهلې. پر ژبه يې کله، کله ځانته يوه، يوه کنځله هم راتله، پر ځان قهرژلې وه، داسې لکه دا ټوله ګناه په دې کې وي ،کور ته په رسېدو سمدلاسه د خپلې هندارې په يوې وړې ټوټې پسې، چې تل به يې د څرک تر بالښت لاندې کېښوده، په لټه کې شوه. همدا چې هينداره يې ومونده، راوايې خيسته، له کوټې نه ووته، يوه شېبه يې د چوترې له پاسه هيندارې ته کتل، له خپلې څېرې يې کرکه وشوه. ناڅاپه يې هينداره پر ځمکې وويشته او له ځان سره يې په قهر وويل:
ــ لعنت دې پر دې څېرې وي، چې خداى ما ته راکړې ده.
بيا يې د هنيدارې ماتو ټوټو ته وکتل، د هيندارې په ټوټو کې يې خپل مخ وليد او له دې سره يې قهر نور هم ډېر شو. له ځايه په چټکۍ جګه شوه او مخ پر وچې مڼې يې ور منډه کړه؛ له مڼې يې غېږه تاو کړه، د وچې مڼې د ماتولو هڅه يې وکړه، د مڼې تنه کږه وږه شوه، خو ماته يې نه شوه کړاى، لکه د برېښنا زړه چې پرې يخ شوي نه وي، داسې يې زور پرې زيات کړ، د مڼې خواره او وچه تنه، چې له بېخه هسې هم چينجو سکينه کړې وه، د برېښنا په زور راماته شوه او چينجو وهلې ريښې يې د نرمې مځکې له غېږې راووتې.
د ونې راماتېدو برېښنا ته خوند ورکړ، شېبه يې ورته په مزه، مزه کتل، خو قهر يې پرې لږ نه شو، د لېونو په شان يې شا و خوا وکتل، په ټول انګړ کې پرته د هغه درې مياشتني چور ګوړى، چې همدا څو ورځې دمخه يې څرک ته اخيستى و، د هغه له مرغانچې پرته په انګړ کې يې نور څه تر سترګو نه شوه.
په رښتيا هم په انګړ کې وچکالي ګډه وه؛ يو شين بوټى هم په انګړ کې نه ښکارېده. که څه هم څا له اوبو ډکه وه او د اوبو ښه پرېماني وه، خو د انګړ درېيو پلونو ته لوړو درې پوړېزو خاورينو کورنو د لمر وړانګې راايسارولې، ځکه خو په دغه وړوکى انګړ کې، هغه د چا خبره اغزى هم نه شين کېده.
د انګړ لمر پرېواته ته جوړې وړې مرغانچې کې وړوکى درې مياشتنى چرګوړى هم دا دى سيورى ځپلى ښکارېده، د هغه خوار غاړه له پخوا نه نرۍ شوې وه او وزرونه يې ورو، ورو راځوړندېدل، چې يوه دانه به يې خولې ته کړه، نو بس د هغې تېرولو لپاره به يې پوره ګړۍ صبر کاوه. برېښنا چې وروکتل، نو خوارکى چرګوړى سر په خپلو ځوړندو وزرونو کې ننه ايستى و او په رڼا ورځ ويده ښکارېده، خو د دې عجيبه کرکه ترې وشوه، ورمنډه يې کړه، د مرغانچې له وړې دروازې نه يې لاس وردننه کړ، خوارکى وزر ځوړندى چرګوړى يې په مرغانچه کې راونيو او همالته يې په نوکارو ترې سر غوڅ کړ. بيا يې بېرته مرغانچې ته ورګوزار کړ، خپله يې د شټنکو په ننداره شوه. د چرګوړې له هرې شټنکې سره يې د قهر کچه ورو، ورو راټټېده. همدا چې د چرګوړې شټنكې ورو او لږې شوې، نو د دې سترګې هم درنې شوې، مخ پر کوټې وخوځېده او پرته له دې چې د کوټې ټيټې او رسۍ ته ناست زلمى، ګلالۍ سراج او امنې ته وګوري، پر نيولۍ اوږده وغزېده او شېبه وروسته يې خوب د ستړو ليمو مېلمه شو. په همدې شېبه کې سراج له کړکۍ نه، چې تر اوسه له هغې نه د دې ننداره کوله، دې له مخ راواړاوه، خو په کرارۍ يې داسې چې يوازي يې امنه واوري وويل:
ــ څوک ونه وينم چې برېښنا ته يوه خبره هم وکړي، هغه چې هر څه کوي خوښه ئې.
بيا په وېر ژلې او ماڼېجه بڼه له ځايه پاڅېد او د برېښنا سر ته په کرارۍ کېناست. امنې ته يې وکتل، د هغې سترګې اوښلنې وې، ده ورو وويل:
ــ ښځې دعا ورته کوه که نه... که سبا روغه جګه شوه...
سبا چې برېښنا له خوبه پاڅېده، د مڼې د ونې په ليدو هېښه پاتې شوه، د مڼې ډنګروکي سيوري وهلې ونه د څا تر غاړې له بېخه رالوېدلې وه او چينجو وهلې تورې لنډې، لنډې خوسا شوي ملې يې دې ته هېښوونکې وې. کله چې ګلالۍ ورته د چرګوړي وويل، نو لا له قهر سره او شنه شوه، هغې ګومان کاوه چې دا کار چا په غوښتې کړى، خو چې زلمي ورته ټوله کيسه وکړه، ښه شېبه خو يې باور نه کاوه، خو چې باور يې راغى، نو ځان ته هېښه وه، ګومان يې وکړ ښايي لېونۍ شوې به وي او يا به لېونۍ کېږي. سره له دې هم د هغې په دې خبره هېڅ باور نه راته، چې دې دې مڼه له بېخه ايستلې وي او يا دې يې د چرګوړي سر ورغوڅ کړى وي. په ذهن کې يې د دې پېښې يوه کليمه هم نه موندله، ځكه خو يې نو دا د زلمي او ګلالۍ ملنډې وګڼلې. برېښنا همداسي د سر غوڅي چړګوړې سر ته ولاړه وه، هغې په ناباورۍ چررګوړي ته کتل، دغه چړګوړي ته يې څومره هيلې درلودې، چې دا به غټ شي، پټکه به شي، هګۍ به واچوي او دا به يې څرک ته کله، کله پخوي. بيا به يې چرګوړى وشي او داسې يو دوه افغانۍ به هم ترې ترلاسه شي. خو اوس چرګوړى سر غوڅى پروت و.
برېښنا په همدې فکرونو کې وه، چې سراج پرې غږکړ:
ــ لورې نن خو به محکمې ته ځې، نه چې بيا سړى درپسې راولېږي!
برېښنا د محکمې له نوم سره ډکه وخوړه، خو ژر يې ځان راغونډکړ، دا ځکه، هغې نه غوښتل چې پلار يې د دې په څېره کې بې وسي وويني او يا داسې حس کړي، چې برېښنا له محکمې نه ډارېږي. د طالبانو څه عجيبې محکمې وې؛ نه سړي ليدلې او نه ترې خبرېدل، يوازي به يې شاهدان او مدعيان راوغوښتل. يوه مولوي به څه ترې پوښتل، شاهدانو به د شاهدۍ مراسم پر ځاى کړل او بيا به مولويان او قاضيان په يوه کوټه کې راټول شول او پرېکړه به يې وکړه.
قاضيانو برېښنا څو، څو ځله راوغوښته او هر ځل به يې ترې پوښتل چې: خپل زوى ته يې شيدې ورکړي او که نه؟
برېښنا به د هغوى د پوښتنو په وړاندې ځوابونه ويل، خو سبا يې بيا راوغوښته. د قاضيانو چلند ورسره نرم و، داسې ښکارېده، چې قاضيان د برېښنا خبرو ته غوږ ږدي. سلطان دوى هم څو، څو ځله شاهدان وړاندې کړل، شاهدانو به پر دې ټينګار کاوه، چې برېښنا خپل زوى ته شيدې نه دې ورکړې، قاضيان په عجيبې څلور لارې کې پاتې وو. شاهدانو چې به هر ځل نوې نوې راتلل، همدا به يې ويل چې: برېښنا د سليمان له مرګه مخکې په خپل زوى خپلې شيدې اودرولې وې، هغه مهال څرک يو مياشتنى و او برېښنا د قسم په کولو همدا نارې وهلې، چې خپل زوى ته يې تر يونيم کلنۍ شيدې ورکړي دي. په دې منځ کې يې برېښنا عدلي معايناتو ته اړه کړه. د عدلي معايناتو د خبر په خبرېدو برېښنا يوې عجيبې خوښۍ پسې واخسيته؛ هغې او سراج په دې باور درلود، چې تر عدلي معايناتو وروسته به هر څه روښانه شي، اخر برېښنا خپل زوى څرک ته يونيم کال مکملې شيدې ورکړي دي. برېښنا څو، څو ځله سراج ته ورياده کړه:
ــ تازه منع کولم، وګوره رښتيا نه پټېږي.
هغې دا خبر خپلو ټولو دوستانو ته ورساوه، چې ګنې نور نو د عقيدې له شره خلاصېږي او زوى به هم دې ته پاتې وي، خو دوستانو ته يې دا ډېره عجيبه وه، چې د طالبانو قاضيانو د شاهدانو په خوله نه دي کړي او برېښنا د عدلي کتنې لپاره لېږي. هيچا ته دا خبره باور کړونې نه وه، اخر سلطان دوى خو پنډ، پنډ شاهدان وړاندې کول. په محکمه کې ډېر ملايان او مولويان هم په دې خبرې خواشينې وو، هغوى د دې مسئلې مسوول قاضي مولوي عبدالمجيد کمونيست ګاڼه. ځينو خو يې په دې تور ناوه، چې ګنې له برېښنا ورته څه څڅېږي. که څه هم ټول د برېښنا د پلار په اقتصادي حالت خبر وو، ځکه خو ټولو داسې انګېرل، چې ګنې برېښنا د پيسو پر ځاى د ځوانې مستۍ ور څڅوي. که څه هم دا خبرې مولوي عبدالمجيد ته رسېدلې، خو هغه سر پرې نه ګراوه او په يوې نرۍ موسکا به يې وويل:
ــ پروا نه کوي، خو رښتيا بايد معلوم سي، دا شاهدان کله، کله درواغ وايي او بل زه پکر کوم، چې دا سلطان دوى دا شاهدان په کوڅه کې پيداکوي، زما خو باور نه راځي، چې دونې خلکو دې دا ښځه په خپلو سترګو ليدلې وي.
دا نو د مولوي عبدالمجيد حنفي ګروه وه، هغه پر دې کلک باور درلود، چې دا شاهدان رښتيا نه وايي، ځکه خو يې د عدلي معايناتو امر وکړ، مولوي عبدالمجيدد مصر په الازهر کې لوست کړى و، دغه زده کړى مولوي عجيبه شان پر برېښنا باور پيدا کړى و، هغه تر ورستي بريده هڅه کوله، چې برېښنا بې ګناه ووځي او څرک برېښنا ته پاتې شي، هغه سراج ته ډاډ ورکړ، چې دا سکالو به له اميرالمؤمنين سره هم که اړه شوه شريکه کړي. مولوي عبدالمجيد حنفي به ټوله ورځ د کتابونو پاڼې اړولې او کرښې به يې په نښه کولې، د هغه د دفتر خادم په دې ورځو کې څو، څو ځله د هغه له کوټې نه سوړ شوې چاى، پرته له دې چې د مولوي شونډې هم ورورسېږي وړې وې. هغه به دومره د کتابونو ابو مسلم، بخاري او داسي نور و کتابونو په لوستلو کې ډوب و، چې کله، کله به ډوډۍ هم ترې هېره شوه او وږى به کور ته خوځېده، د هغه دغو هڅو د ډېرو هغو کسانو، چې پر ده يې شک درلود، د هغوى ګومان يې په باور بدل کړى و، خو مولوي عبدالمجيد حنفي په دې خبرو پسې نه ګرځېده، برېښنا يې په خپل امر سره عدلي کتنې ته ولېږله.
برېښنا د کتنې پر لور روانه وه، داسې هيلو او خوښيو راچاپېره کړې وه، چې د لارې په اوږدوالې هم ونه پوهېده، چې کور ته راستنه شوه. دومره خوښه وه چې په ځان هېڅ نه پوهېده. همدا چې کور ته ننوته، پرته له دې چې سراج او امنې ته وګوري، په ګډا، ګډا کوټې ته ننوته. پر څرک، چې د ګلالۍ په غېږ کې پروت و، پرېوته او د هغه د مخ و لاسونو په ښکلولو يې لاس پورې کړ، خدازده چې څومره موده به يې ښکلاوه، بيا يې په غېږ کې راجګ کړ او په ګډا، ګډا له کوټې ووته. اوس نو له دباندې نه ځکه ډار نه و، چې اوړى و او هوا هم ښه توده وه، نو د څرک د سړو وهلو ډار نه و او که ساړه هم واى، نو اوس خو ېرېښنا له ډېرې خوښيه په سړو او تودو نه پوهېده.
برېښنا پر چوترې تاوه راتاوه شوه او بيا دچوترې پر يوې برخې کېناسته، هغه چې به ډېره خوښه وه، نو سمدلاسه به يې سندره پيل کړه، د هغې بس همدا يوه سندره زده وه:
اوګۍ جوړه که
زر شه و زرګره
شيرين يار به مې خداى راولي
پس له غنم لوه.
د هغې د خوښۍ سندره همدا وه او چې خپه به وه، نو که يې کومه سندره پر شونډو څرخېده، هغه به يوازي سپينه سپوږمۍ وايه اشنا به چېرته وينه
ګونګۍ شوې ولې، ګونګۍ شوې ولې نه وايې حالونه.
برېښنا به دا دواړې سندرې داسې په خواږه غږ ويلې، داسې به يې ژوند ورکاوه، لکه چې د هوګۍ جوړېدو ته د رښتيا هم همدومره لېواله وي، لکه چې تيارو ترې څوک لوټلى وي او دا يې له سپوږمۍ پته غواړي. د اوګۍ پر سندره به يې شونډو ته سا ورکړه او وبه يې خندولې. خو د سپوږمۍ سندرې به د اوښکو نيز پرانيست، لکه برېښنا چې ټول ژوند بس دغه دوه سندرې ويلې وي او ټول ژوند يې له همدغو دوو سندرو څخه جوړوي.
خو نن برېښنا خوښه وه، هغې په لوړ غږ د اوګۍ سندره ويله.
سراج او امنې ورته د کوټې له کړکۍ نه کتل، دواړه هېښ پاتې وو، اخر برېښنا هېڅکله هم د مور و پلار تر مخې نه وه نڅېدلې او نه يې د سندرو لپاره خپلې ګلابي شونډې پرانيستې وې. سره له دې چې د برېښنا پلار سراج سندرې او نڅا د نڅاګرو کړنه ګڼله او تل به يې دا کار غانده او ويل به يې چې دا عبسات دى، ژوند، ژوند دى هغه که ښه وي، که بد، په ګډا او سندرو نه ژوند رنګيني مومي او نه انسان اروايې کراري دا کار د بد سترګو خلکو دى.
برېښنا دا خبرې په وارو، وارو له پلاره اورېدلې وې، ځکه خو يې ګډا نه وه زده، نو يوازي يې لاسونه او پښې په مزه خوځولې. خو د هغې ننۍ ګډا او سندرو سراج ته عجيبه خوند ورکړ، يوې خوږې موسکا د هغه وچې شونډې په خوځښت راوستلې، نن ورته برېښنا بد سترګې ونه برېښېده، بلكې لا يې د هغې د خوږې سندرې په ستاينه خوله خلاصه کړه:
ــ جلۍ! دغه د خلکو د خولو په سندرو کې څه عجيبه ښکلا پرته ده، ته ګوره په څه ساده کليماتو يې څه ښه ښکلى انځور جوړکړى دى:
شين غمى پرې کېږده
مرغلرې ترې چاپيره کړه
زرشه وزرګره
شيرين يار به مې خداى راولي
پس له غنم لو
ــ دبرېښنا دا سندره ډېره خوښېږي، خداى زده چې دا جلۍ ولې بس دغه دوې سندرې وايي.
_ بله کومه سندره وايي؟
سپينې سپوږمۍ وايه اشنا به چېرته وينه
ګونګۍ شوې ولې
ګونګۍ شوې ولې نه وايې حالونه.
ماددې له خولې نه له هغه وخته، چې په سرو سپينو پوهېدلې ده، بله سندره نه ده اورېدلې، چې د دې جلۍ ولې يوازي همدا سندرې پر خوله راځي.
ــ ښايي د دې په خاطر چې برېښنا زما لور ده او زما په شان يې سندرې او ګډاوې نه خوښېږي.
ــ نا، داسې نه ده، ته بېخې نه يې پوه شوى، وګوره برېښنا خپله خوښي په دې سندرې ښکاره کوي او د غم سندره خو يې هغه بله ده. کله چې انسان په يو څه خپل احساسات ښکاره کوي، هغه ورته ارزښت لري او هغه ورته له هر څه ګران وي.
_ ښځې دا خبره پرېږده، وګوره زمونږ برېښنا بيا د پېغلتوب د وخت په شان خوښه ده، ما ته خو دا خوب ښکاري.
امنې تر سترګو لاندې برېښنا ته وکتل او په کرارۍ يې وويل:
ــ خو زه ډارېږم.
سراج برېښنا نه مخ امنې ته واړاوه او په خندانه ژبه يې وويل:
ــ ښه ته هسې هم د ډار ګوډى يې، ووايه چې بيا دې په زړه کې څه ګرځېدلي؟
_ ما ويل که دا دعوه زمونږ برېښنا ونه ګټي؟
سراج لږ په ورو قهر ژلي غږ وويل:
نه، داسې به ونه شي.
_ او که داسې وشي، نو بيا؟
ــ ته څه وايې ته له دې ډاريږي چې څرک به .......
_ هو! خو څرک به واخلي که نه.
_ وادې يې خلي، نر يې کې، زر يې کې.
_ دا څه وايې، د برېښنا پلاره؟
_ رښتيا وايم، ته وګوره دغه څرک زمونږ برېښنا ته څه ورکړي، ته ورته وګوره د هغه ګل غوندې برېښنا نه د غارونو بګوه جوړه شوې، دا زوى نه دى، د خداى قهر دى، زه يې له لمسي بېزاره کړى يم، هغوى هسې ورته ګوري.
امنې په هېښتيا سراج ته کتل، بيا يې انګړ ته سترګې واړولې، له انګړ خو لا دمخه د برېښنا د مستې خندا غږ راته، خو چې دې وروکتل، نو هېښه پاتې شوه، دا ځکه برېښنا پر څلورو روانه وه او څرک يې پر ملا ناست و، د برېښنا د تورو لونګينو وېښتو اوږده کوڅۍ يې کلکله نيولې او برېښنا ته يې چو، چو ويل.
خو د برېښنا د مستې خندا څپو د څرک د ټيټ غږ چو، چو له ځان سره لوټه.



_ دا دونه ډېر شاهدان او دا د عدلي معايناتو نتيجه لورې زه داسې فکرکوم، چې دا هر څه پيسو په چپه اړولي، که نه رښتيا خو داسې نه وه.
برېښنا ته يې وکتل، هغې خپل مخ نه و پټ کړى، ځکه خو يې په ښکلو سترګو کې هر څه ښکارېدل، سراج بيا وويل:
ـــ دوى دا ام پلمه ونيوله، چې ګنې مونږ د هلک د لويولو پيسې نه لرو، اوس نو غريبي هم فيصلې بدلوي، که نه نوره څه خبره پاتې نه وه. تر سترګو لاندې يې برېښنا ته وکتل، هغه هماغسې په لوڅ مخ غلې روانه وه، ان د سترګو د نظر ټکى يې هم نه ښکارېده، د دې لپاره چې هغه پر خبرو راولي، سراج بياوويل:
_ زويه! ته ځوانه يې، لا ډېره ځوانه او بل که اولاد څونه لرې وي، څونه يو بل ونه پېژني، يو بل ونه ويني، د دوى تر منځ دارښته نه تمامېږي. زويه دا رشته پرته له خدايه هېڅ قدرت هم نه شي شلولى.
سراج دا وويل، بيا يې وړاندې وکتل. سلطان او حاجي يو بل سره څنګ پر څنګ روان وو، عقيده له ماشومه سره لږه ترشا روانه وه، چې کله، کله به يې تر شا هم نيم د ملنډو او غروره ډک نظر واچاوه، تر شا يې وکتل، هېڅوک نه و، دهلېز تياره او تش و، بيا يې برېښنا ته وکتل، برېښنا غلې وه، هماغه شان غلې وه. هغې سيده کتل، خو باڼه يې نه خوځېدل، سراج بيا وغوښتل چې هغه پر خبرو راولي:
ــ رښتيا زويه! مونږ دونه پيسې کله لرو، چې څرک په ناز و نعمت کې لوى کوو، څه ښه وشو، چې خپل لمسى يې واخيست.
سراج د محکمې تر فيصلې وروسته چې د برېښنا په حق کې يې وکړ، خپل زړه او اوږې يې سپکې احساسولې. که څه هم برېښنا په محکمه کې څرک ته د شيدو په نه ورکولو تورنه شوه او دا خبره عدليي معايناتو هم تائيد کړې وه. برېښنا په دې تور چې د غريب لور ده او څرک په مړه خېټه نه شي ساتلاى، له څرک محرومه شوې وه، خو بيا هم سراج خوښ و، هغه څو، څو ځله په زړه کې وويل:
ابۍ مړه شوه، تبه يې وشکېده.
تر سترګولاندې يې برېښنا ته وکتل، هغه داسې غلې وه، لکه هېڅ هم نه وي پېښ شوي. سراج لږ خوښ غوندې شو، له ځان سره يې وويل:
ــ اوس به نو هم ايله د برېښنا په کولموکې اوبه تودې شي.
بريښنا ورو قدمونه تېزکړل، همدا چې له محکمې راوتله، نو له ټولو دمخه سړک ته ورسېده، تر شا يې وکتل، سراج په خپل مينه ناک نظر ونازوله . دې ترې په کرارۍ مخ واړاوه، بيا يې تر هوايي ډګره پر غزيدلې سړک د نظر نيلى وځغلاوه، پر دغه سړک موټران داسې په منډو وو، هغه د چا خبره لکه اوګره چې سړېږي.
د ځغلنده موټرانوپه مخ کې يوې تورې ډاډسنې د لېونو تګ درلود، هغه له ټولو تېزه وه، برېښنا قدمونه ګړندي کړل،اوس نو ترې څرک او عقيده هم تر شا پاتې وو ، څرک ته يې په يوه ناڅرګند نظر وکتل، لکه يوه بېګانه ته چې ګوري، خود دغو مړو نظرونو تر شا څه شور ماشور پروت و او د دغو بېګانه نظرونو ذهن زړه کومې پرېکړې ته چمتوالى کاوه، په دې نو هېڅوک نه پوهېدل، اخر هغه غلې وه، بې احساسه ښکارېده، لکه هېڅ چي هم ورڅخه نه وي اخيستل شوي، هېڅ او هېڅ نه وي شوې. ماشوم مور ته د ورتلو په هڅه ځان مخ خوا ته ورکش کړ، خو د عقيدې ځواکمنو منګولو له يوه قدم ډېر پرېنښود، لکه د مور په ليدو چې د ماشوم زړه ډاډه شوى وي، داسې غلى شو.
برېښنا له څرکه په نرمۍ مخ واړاوه، بيا يې د سړک پر اوږدوالي نظر ښخ کړ، له ليرې څو ډاډسنې په منډه راروانې وې، برېښنا قدمونه چټک کړل، د سړک منځ ته يې وځغاستل، په همدې شېبه کې ډاډسنه د سترې محکمې له مخې په تيزۍ تېره شوه، د ډاډسنې له تېروېدو نه به شېبه نه وه تېره، چې د سړک پر مخ د وينو سرو ليکو د سراج پر سترګو تورې پردې راخورې کړې او له دې سره يوه وژونکې چوپتيا د څو شېبو لپاره راخوره شوه، په دې چوپتيا کې يوازېنى غږ، چې ډېر محسوس و، هغه دا وه چې عقيدې ورو د څرک لاس خوشې کړ او دا وړوکى غږ، دا هغه غږ و چې ټولو واورېد، خو له دې غږ سره سلطان عقيدې ته مخ راواړاوه او تر ژبې لاندې يې وويل:
_ مور! همدا دې غوښتل؟
حاجي په ټيټ غږ ورسره غبرګه کړه:
پام دې وي چې زرغونه هم ورسره وه.
بيا يې څرک ته وکتل، چې له ټولو نه جلا د سړک پر غاړه ولاړ و، اوس يې نو لاس عقيدې نه و نيولى او اوس يې يوه د لاس پسې شا و خوا کتل، هغه به کله شا او کله مخې ته وکتل، ګوندې خپله خواره او ډنګروکې مور بيا مومي.

۱۳۸۱\ليندۍ \ ١
کابل څلورم مکروريان