پنځم څپرکى

له هغه مهاله يې يوه مياشت تېره وه، اوس يې نو د لاس زخم بېخي جوړ شوى و، د دغه زخم جوړېدل داسې وو، لکه د برېښنا د اندېښنو زخمونه چې هم جوړ شوې وي، له پخوا ډېره خوښه وه، هغې انګېرل چې که يولاس يې غوڅ شو ، څرک خو ورته ټول پاتې شو، ان بنديخانه او مولوى عتيق الله يې هم هېرشوې وو، لکه هغه څه چې يې هېڅ په ياد نه وي، نور نو ذهن يې له دغو نومونو او هلته ورسره شوي چلندونو نه تش شوې وو، بېخې تش شوې وو. که څه هم له خپل عدت سره سم اوس هم د وچې مڼې تر څنګ درېدله، خو د پخوا په شان په اوښلنو سترګو نه درېده، اوس يې نو پر شونډو کله، کله موسکا هم راڅرګندېده، خو له يوه څه چې ډېره ځورېده، هغه هغه راز و چې له خپلې مور او کورنۍ نه يې پټ کړى و او نه يې غوښتل، چې کورنۍ يې په دې خبرې وپوهېږي، چې د بند پر مهال مولوي ورته لاس اچولى و، که نه بيا خو دا د مرګ وړ وه او څرک به چا ساته. برېښنا که څه هم داسې احساسوله، چې نور نو تو کړې لاړې دي، چې هېچا ته په درد نه خوري، خو داسې يې احساسوله، چې څرک ورته اړتيا لري، لږ تر لږه بايد د څرک لپاره ژوندۍ واوسي. همدا وجه وه چې هڅه يې کوله، تېر پر هېر کړي او همداسې يې هم کول.
پوره يوه مياشت يې بې غږ و غوږه تېره کړې وه، چې په دا تېريو کال کې يې هېڅکله هم داسې ارامې او کرارې ورځې نه وې ليدلې، داسې لکه چې دا نړۍ بدله شوې وي، پرته له کومې شخړې بېګا ويده شوې وه او ګهيځ وخته راويښه شوې وه. سراج کورنۍ هم هڅه کوله، چې څه ورپه ياد نه کړي، امنې ټول منع کړي وو، چې ان يوه پوښتنه هم ترې ونه کړي، هغه پوهېده چې دا رنګه چلند برېښنا ته سکون ورکوي او له اروايي زور څخه يې ژغوري، خو د لاس له غوڅېدو به يې ايله يوه مياشت تېره وه، چې يو ګهيځ يې وختي د مور غږ تر غوږ شو. مور يې په انګړکې ولاړه وه او چا ته يې ورو ويل:
ــنسيمې وويل چې د برېښنا لاس ظريف ورغوڅ کړ.
له دې خبرې سره برېښنا ژر پر ځاى کېناسته، خو نور يې نو څه وانه ورېدل، له ځايه جګه شوه انګړ ته يې له کړکۍ نه وکتل، خپل پلار يې وليد، چې په يو چا پسې دهلېز ته راننوت، لومړى تن يې ضرور مور وه. يوه شېبه په هېښتيا په کوټه کې وګرځېده، ناڅاپه يې د مڼې د وچې ونې پر لور ورمنډه کړه، د دې دا رنګه منډې رامنډې د کورنۍ غړو ته هېڅ هېښنده نه وې، هغوى نو اوس بېخي روږدې شوې وو، ځکه نو په دغه سپېده چاود کې هېڅوک د دې دا رنګه ناڅاپي منډې ته هېڅ هېښ نه شول. همدا چې ونې ته ورسېده، له ونې يې غېږ تاو کړه، يوه شېبه يې د خيالونو نړۍ ته ورمنډه کړه، د پېغلتوب مهال او خپل ترورزى ظريف يې پر زړه راواورېدل، هغه ترې پنځه شپږ کاله مشر و، له دې سره به يې په لوستونو کې کله، کله مرسته کوله، دا ځکه چې د دې مور او پلار دواړو دولتې دندې درلودې، ځکه خو نو ظريف د دې د لوست چارې پر غاړه اخيستې وې. لومړى خو دواړې كورنۍ په يوه انګړ کې سره اوسيدې، کله چې سره بېل شول، خو بيا به هم ظريف د دې لوستونو ته ځان اوزګاراوه. هغه د طب د پوهنځي محصل و او دا لا په لسم ټولګي کې وه، ظريف او د دوى ټولې کورنۍ غوښتل چې برېښنا ډاکټره شي، خو دې په زړه کې دا نيولې وه، چې په خداى که څوک ورباندې د طب پوهنځي ولولي. ټوله ورځ به يې له مور سره جګړه وه، چې ظريف ولې ورته لوست وايي. د دې ورته نوره اړتيا نشته ، هڅه به يې کوله چې په يو ډول نه يو ډول ظريف له ځانه خوابدى کړي. له لوستلو نه به يې ځان ښکه او له ظريف سره به يې تل شخړه وه، خو دا هر څه ظريف په يوې خوږې موسکا تېرول، برېښنا د حقوقو پوهنځى وټاکله، ظريف په دې کار خوابدى شو، خو بيا يې هم پر مخ رانه وړه، له برېښنا سره يې خپل چلندبدل نه کړ او لا به ورته وروسته د دې پوهنځۍ ته له خپلې دندې نه راته. د دې پوښنتنه به يې کوله او لا يې دا وستايله، چې ښه ټاکنه يې کړې ده، مګر خوارکۍ به پرېکړې ونه شي کړاى. برېښنا پر دې خبره هم له ظريف سره شخړه وکړه، مګر ظريف بيا هم په خوږې موسکا له هغې سره پخلا شو، خو کله چې برېښنا له سليمان سره کوژده شوه، نو بيا نه ظريف د دوى کور ته راغى او نه خو برېښنا د هغه بد وويل. دې پېښې ته ټول هېښ وو. برېښنا د خپلې خوړې په ورځ يوازي د ظريف راتلو او نه راتلو پوښتنې کولې او ظريف په دې ورځ ناڅاپه کندز ته وخوځېد او بيا يې هېڅکله هم د برېښنا پوښتنه ونه کړه او نه يې هم له چا سره کوژدې ته زړه ښه کړ او نن چې يې د مور له خولې د ظريف نوم واورېد، نوايله يې پام شو چې ظريف اوس هم ورته يو نوم دى. که څه هم دې هغه مهال انګېرل، چې د شخړو او بې ادبيو تر شا به دغه راز، ان د ظريف له سترګو پټ کړي، خو د لاس غوڅېدو پر مهال ورته د ظريف له کتو نه دا څرګنده شوه، چې هغه پرې کلونه پخوا هماغه مهال پوهېدلى و، چې برېښنا ته د ده نوم له نورو نومونو يوجلا نوم دى. د پېغلوتوب د مهال په يادولو يې پر شونډو يوه ترخه موسکا راڅرګنده شوه، خپل غوڅ لاس ته يې وکتل، دا ځل د لاس له غوڅېدو څخه ونه ځورېده، همداسې ورو د کوټې پر لور وخوځېده. په کوټه کې يې مور او پلار د کړکۍ تر څنګ داسې غلي ناست وو، لکه تراوسه چې يې د دې د لېونيو خوځېدنو ننداره کړې وي. د دې په ليدو دواړو يو بل ته وکتل، برېښنا د دروازې په خوله کې کېناسته، مور يې پرې سمدلاسه غږ وکړ:
ــ زويه ولې د مساپرو غوندې د دروازې په خوله کې کېناستې؟ دننه راشه!
خو برېښنا له ځايه ونه خوځېده، پلار يې ترې په ناکرارۍ وپوښتل:
ـــ زويه ناكراره غوندې يې، بيا دې څه په زړه کې راګرځېدلي دي؟
_ ابا رښتيا زما د لاس دا منګوله مې ښيم، دا رښتيا ظريف...
_ ولې ظريف ستا په لاس څه کړي دي؟
_ هېڅ يې نه دي کړې، هغه هېڅ نه دي کړې، ما ويل چې ما هماغلته وپېژانده، تر ماسک لاندې مې ښه وپېژانده، هماغه و، هغه زما لاس پرې کړى دى.
امنه د دوى په خبروکې راوغورځېده:
_ ما نه درته ويل، ګوره دې هم پېژندلى دى.
_ ښځي ساده کېږه مه، ته خو څه بېسواده ښځه نه يې چې داسې غږېږې، بې عقلې ظريف نو غوښتل د دې لاس پرې کړي.
_ ته ما مه پوهوه، زه ښه پوهېږم، د هغه زمونږ برېښنا خوښه وه او مونږ له سليمان سره د دې کوژده وکړه.
_ بې عقلې، بې عقلې خبرې مه کوه، درته ياده کړې يې وه، جرګه يې درته رالېږلې وه، څه يې کړي وو؟
_ ولې نه ګورې چې تر اوسه يې ښځه نه ده کړې او بيا يې د برېښنا تر کوژدې وروسته زمونږ له کوره پښه ونيوله. زه وايم بس هماغه کسات يې واخيست، ولاکه نه د زور خبره وي او نه د زر.
_ نجلۍ زه چې وايم ته ساده يې، خو ساده يې دا ستا لور غلا کړې وه، چې لاس يې ترې غوڅ کړ؟ د غسې به يې هغه خوار کى هم مجبوره کړى وي.
ــ ددې دا کار خو خسرګنۍ وکړ، خداى دې حاجي په اور کباب، کباب کړي، لکه زه چې يې کبابه، کبابه کړم، خداى دې يې د بل زوى سر ته کېنوي، زما د لور څه بدي وه.
_ نا،هېڅ بدي نه يې وه، يوازي له کوره په نيمه شپه کې راتښتېدلې وه، نور خو يې ورته هېڅ هم نه وو ويلي؟
برېښنا خپل پلار ته هېښ، هېښ وکتل، په کرارۍ يې وويل:
ابا ما څه کړي وو، هغوى خو راته يوخوا پاڼ، بل خوا پړانګ درولى وکه نه.
_ له زويه به ورته تېره شوې وې، دا مور دې څونه درته وويل، رښتيا هم چې د ښځو عقل په پښو کې وي.
برېښنا همداسې بې ځوابه پلار ته کتل، چې پلار يې په قهر ژلي غږ پرې راغړم وهل:
ـــ رښتيا وايم ولې حيرانه شوې، لکه چې دا خبرې درته نوې ښکاري، زه حيران يم، تا په دې يوه ګوته زوى کې څه ليدلي دي، چې داسې کلکه پې ولاړه يې، زه خو داسې ګومان کوم چې دا زوى به دې يو ورځ دا سر درته وخوري. زويه د دې لانجې نه تېره شه، زوى نه زوى.
_ ابا بس دى، د خداى لپاره...
_ څنګه بس دى، خبره خو اوس شروع ده ...
امنه په ننواتو د سراج په خبرو کې ولوېده:
ــ اوس خو هېڅ هم نه دي معلوم، خو بيام زويه که هغوى بيا دا خبره جګه کي، له دې زويه ورته تېره شه، څه وژنې يې خو نه. خپل هډوکى يې دى، زويه د څرک ور نه شلېدنه نشته، اخر څرک د هغه کور دى.
_ ادې اوس ته هم دا خبرې کوې؟
_ خود به يې کوم، خود به يې کوم، چې څرک ستا زوى دى، ولې ته زما لور نه يې، په تا نه ځورېږم، لورې ما دې لږه ځانته ودروه... نه ته نه پوهېږې.
له دې سره امنه په سلګو شوه، له دې ورځې وروسته به سراج يو ډول نه ډول برېښنا ته دا يادونه کوله، چې که هغوى دا خبره راياده کړي، دا دې ورته له څرکه تېره شي. لور او پلار به له يو بل سره پر دې خبرې برګ شول، په منځ کې به يې امنه، يا ګلالۍ راولوېده، خبره به يې سړه کړه، سراج به بيا هم برېښنا ته ويل، که له څرکه تېره شي، نو ټول به کلي ته ولاړ شي او هلته به يو کليوال ژوند جوړ کړي، دا ځکه چې اوس مهال د سراج په اته لکه افغانيو معاش ګوزاره ګرانه وه او امنه هم پر کور ناسته وه، خو برېښنا به له هر څه او هرې خبرې سره سرزوري ښکاره کوله، په غوسه به شوه، له پلار سره به يې قهرجنه ژبه کوله، چې هغوى غلي ناست دي او دى ورته د ډار پيشکې خوشې کوي او ان کله، کله به يې په خبرو کې ادب پرېښود، ان تر دې چې يوه ورځ يې خپل پنډکى وتاړه، تر څوکوم بل ځاى واوسېږي، خو سراج دې کار ته پرې نه ښوده او لوړه يې ورسره وکړه، چې بيا به ورته څه نه وايي.
دسراج ايله پام شو چې برېښنا هغه يو کال مخکې پاسوا او نرمه برېښنا نه ده، اوس نو له هر څه سره ذيل کوي، قهر ښيي او ټول د ځان دښمنان ګڼي، ان برېښنا به کله، کله له خوړو او ځان سره هم ذيل کاوه، په دې وروستيوکې خو ورته دا اندېښنه پيداشوې وه، چې ګنې مور او پلار ورباندې په تنګ شوي او نور يې نو بار نه شي وړى، دا ځکه چې مور او پلار به يې هره ورځ پرتله كومې خبرې دې ته ويل چې: حاجي دوى به دا پر کراره پرې نه ږدي. که څه هم اوس يې نو مور او پلار څه نه ويل، خو بيا به هم کله، کله داسې په تنګه شوه، چې په زړه کې به يې راوګرځېده، چې راځه د حاجي کور ته ولاړه شه، مګر د حاجي په کور کې به يې څه کړې واى، پرته له سلما هلته څوک و، سلما يې ناسکه ايندرور وه، هغه د عقيدې بنزۍ هم وه، حاجي د سليمان له مور وروسته د سلما له مور سره واده وکړ، خو د سلما مور ورته شنډه وبرېښېده، ځکه خو همدا عقيده، چې د پېغلتوب عمر يې خوړلى و او د عمر پښه يې په څلوېښتو کې وه، په مخه ورغله، حاجي ورسره د واده تړون وکړ او په ډېرو شاندارو مراسمو يې واده وکړ. د عقيدې له راتګه به لا پوره کال نه و تېر چې د سليمان مور ناڅاپه مړه شوه، هغه روغه رمټه وه، ټولو ويل چې دا کار د عقيدې و، مګر حاجي تر اوسه دا خبره نه منله، عقيدې يوازي يو زوى (زمان) وزېږاوه او نوره دا هم شڼده شوه، د زمانې له زېږيدو وروسته د سلما مور هم اميدواره شوه، خو لا يې ماشوم نه و زېږېدلى، چې حاجي له کوره وشړله. حاجي دا پلمه کوله چې ښځې يې له سلطان سره ګوتې خوږې کړې وې او ټوله ملامتي يې ځکه د سلما پر مور واچوله، چې هغه مهال سلطان ايله د اتلسوکالو و او دى يې نادان ګاڼه، خو دا چې خبره څه وه، بيا تر دې دمه چا ته څرګنده نه شوه. سلما د خپل نيايي په کور کې وزېږېدله، لا به يوه کلنه وه چې عقيدې او حاجي خپل کور ته راوړه او دا دى اوس نو ښکلې چټه پېغله وه. دا ټولې کيسې برېښنا ته سليمان کړې وې، سليمان به تل ويل چې سلما په دغو ټولو خبرو خبره ده، ځکه خو داسې بد سترګې ده، په رښتيا هم چې يوځل به د سلما ژبه چا ته پرېکه شوه، نو مګر خداى کراره کړې وه، له هر چا نه يې له حاجي سره ډېره ژبه کوله او کله، کله به يې د نورو پر سر حق ناحقه حاجي سپکاوه، خو حاجي به هېڅ هم نه ويل، هغه هڅه کوله چې د سلما سترګه پر ده ونه لګېږي، نورو ته به يې پټ، پټ وويل:
ــ هغه ليونۍ ده، کار پرې مه لرئ.
سلما په کور کې پرته له برېښنا نه له هېچا سره نه غږېدله، پر عقيدې يې د سازمانۍ نوم ايښى و، دغه نوم عقيده د اور لوخړه جوړوله، خو د سلما پر ژبه پرته له سازمانۍ بل نوم عقيدې ته نه راته. برېښنا ته دغه خورا شتمنه کورنۍ عجيبه ښکارېده، په تېره د سلما کړه وړه ورته ډېر هېښونکې وو. مګر سلما ورته ګرمه نه برېښېده.
ورځې همداسې تېرېدې، د حاجي دوى له کور څخه هېڅوک نه راتله، يوازي يوه ورځ سلما د برېښنا دوى کور ته په څادرۍ کې پټه راننوته. لومړى خو د برېښنا هېڅ باور نه راته، سلما ته يې په ناباورۍ کتل، په خپلو سترګو يې باور نه درلود، چې رښتيا به ويني، ځکه خو يې سلما ته په ناباورۍ وويل:
ــ اوس نو ته رښتيا راغلې يې؟
د سلما په سترګو کې اوښکې راښکاره شوې، برېښنا ترخه موسکا وکړه، په ټوکو يې ويل:
ــ يانې چې ستاسې په تخم کې دونه رحم شته.
سلما سر ښکته نيولى و، برېښنا ورنژدې شوه، په يوازېني لاس يې د هغې ګڅه مټه ونيوله، په کرکه يې وويل:
ــ وينې يو بل لاس لا لرم، يانې چې يو بل تور هم راباندې لګولى شئ. سلطان ته ووايه، طالبان پښې هم پرېکوي، درې توره خو دې راباندې پور دي.
_ برېښنا ورينداري! دا ټول کار د عقيدې دى، د هغې سازمانۍ دى، هغې سره زرغونه ورېنداره هم يو لاس وه، که نه سلطان لالا خو ستا د تېښتې نه پس څه نه ويل.
برېښنا په چټکۍ د سلما مټه خوشې کړه، لکه څه چې يې ورک کړي وي، داسې يې شا و خوا ته په ترورتيا وکتل:
ــ ته درواغ وايې، د سلطان خوا کوې.
_ ورېندار! زه رښتيا درته وايم، ولا چې همداسې ده، دا هر څه د هغې سازمانۍ دي.
_ نو ته وايې چې د سلطان هېڅ لاس په کې نه و؟
_ سلطان هم ورسره و، خو دونه نه، هغه په دې کار خوښ نه و، زه رښتيا وايم، څو واره يې زرغونې ورېندارې او دې سازمانۍ ته وويل، چې دا زمونږ د کور بدنامي ده، خو سازمانۍ ويل چې د برېښنا عقل بايد سر ته راشي.
_ سلما! درواغ مه وايه، زه وړه نه يم، وپوهېدې؟
_ ورېندارې! ته هسې پر سلطان ورور بدګومانه يې، که نه هغه خوار کى دونه ملامته نه دى.
_ نو سلطان ورسره څنګه منله؟
_ حاجي بابا ورته وويل چې له حقه يې محروموي، که نه سطان داسې نه کول.
_ حاجي صيب هغه نو ولې...
_ ورېندارې! ولې ساده يې، حاجي بابا ته هم دغې سازمانۍ دا خبره ښودلې وه، که نه حاجي بابا او دا خبره ډېر سره لرې دي.
برېښنا د چوترې له پاسه پر پړنې خاورې کېناسته، په چرتي انداز يې وويل:
ــ ګومان مې نه راځي، چې د طالبانو په وخت کې دې...
_ وريندار! عقيدې مور په خپل لاس هغه مولوي عتيق الله دى، که څه بلا هغه ته پيسې ورکړې، هغه پيسې چې ستاسې کور کې پيدا کړې، هغه هم دغې سازمانۍ لولۍ ورکړې وې، دا کنچڼۍ له هېڅ کاره بېرته نه ده. ګومان مې نه شي چې دا دې له دغه مولوي سره تار ونه لري.
_ ښه نو هغه پيسې؟
_ هو! هغه پيسې سازمانۍ ورکړې وې، دا خبرې يې ما په خپلو غوږو واورېدې، چې زرغونې ورېندار ته يې کيسه کوله.
_ خو زما باور نه راځي.
_ باور به دې هله راشي، چې څرک هم درنه يوسي.
برېښنا پرې چيغه کړه:
ــ الماسې! څه له دا بد زيرى راکوې؟
_ ورېندارې! زه دا خبرې ځکه کوم چې ته کابل پرېږده، دغه سازمانۍ دې پرېښوولو والا نه ده.
_ نو هغه به څه وکي؟
_ څه يې ونه کړه، د هغې هر څه په وس دي، ورېندار وتښته!
_ ډېره يې راته مه پړسوه، نور يې نو څه په وس نه دي.
_ دا هسې ځان غولول دي، هغې تا ته هېڅ نه دي پرې ايښي.
برېښنا په کړيکه وويل:
ــ الماسې! خوله دې نيسه، نور نو پرتې ونه وايې!
_ پرتې نه وايم، ورېندار رښتيا خواږه نه لري، تا ته اوس يوازي څرک پاتې دى، هغه هم درنه اخلي.
برېښنا په ستړيا وويل:
ــ نو څه وکړم؟
_ وتښته دا زه درته وايم، وتښته همدا يې لار ده.
برېښنا يوه شېبه غلې شوه، بيا يې په کرارۍ وويل:
_ زه ورسره دعوه کوم.
_ ته ورسره دعوه نه شې کولى، پوهېږې تا ټولې دعوې بايللې دي، په يوه مات او ګوډ پياده چې ته ورته عدالت وايې، هېڅ نه کېږي، زه اوس هم درته وايم، لا سرې وخت دى بيا به ارمان وکړې. هغه وخت به يوازي لاسونه ټکوې.
الماسې دا وويل څادري يې پر سرکړه او همداسې پرته له مخه ښې له کوره ووته. په کوڅه کې په اوچتو ګامونو روانه شوه، له ژر، ژر ګامونو يې قهر ژلى حالت اوچت محسوسېده، پر لاره له ځان سره بونګېده، هغه ډارېده چې که برېښنا دا لوبه بايلوي، نو د دې ټول پلانونه له خاورو سره خاورې کېږى. يو ځل به بيا د څووم وار لپاره عقيده ګټونکې شي. سلما عجيبه شان د عقيدې پر عقدوي ځواک باور درلود، د سلما په زړه کې د غچ اخيستنې اور غرغنډې وهلې، د دغه اور د سرو لمبو په بدرګه کې د زاړه زندان له څنګه تېره شوه. د ترافيکو د لوى رياست د سوړې، سوړې ودانۍ له يوې سوړې، چې اوس خلکو ترې سړک ته د تلو لنډه لاره جوړه کړې وه، سړک ته ووته. د سړک پر غاړه يوې ولاړې زړې ټکسي ته وخته او په داسې حال کې چې له کړکۍ نه دباندې د ښار ړنګې بنګې منظرې ته يې په قهر ژلو سترګو کتل، تر ژبې لاندې يې وويل:
ـــ عقيدې که برېښنا خرې څه در ونه رسول، ولاکه خو روغه رانه لاړه شې.

