درېيم څپرکى

برېښنا ته نو نور په کوټه کې د سپږو، خلو، غڼو او مېږيانو د ګڼلو ځواک نه و پاتې، ټول وجود يې ټوک، ټوک و، داسې يې پژۍ خوږ په غېږ کې نيولې وه، چې ان د وېښتو بېخونو يې يو نه زغمونکى سوى کاوه، همدا چې پر نيولۍ کيناسته، نو ايله وپوهېده چې د بدن هېڅ برخه يې د کېبلونو له ګوزارونو په امان کې نه ده پاتې شوې.
دا چې مولوي شېرولي پر دې خبره ټينګار کاوه، چې برېښنا دې اقرار بلسان وکړي او مولوي عتيق الله هم پر دې خبره ټينګ ولاړ و، ځکه خو يې د مولوي خانو له خبرتيا پرته درې ورځې بې خوبه ساتلې وه او بيا يې په دريمه ورځ دومره ووهله، چې نور نو کېبل وال پرې ستړى شول، خو بيا هم برېښنا تر هغې اقرار ونه کړ، چې د کېبلونو د ګوزارونو په منځ کې له هوښه ولاړه او بيا يې په هماغه بې هوښۍ کې دلته راوايسته. دا چې څومره موده پرې تېره شوې وه، هېڅ پوه نه شوه، يوازې دومره پوهېده چې نه كېناستى او نه هم څملاستى شي. د بې وسۍ او بې کسۍ احساس له نهيلۍ سره يوځاى راګيره کړه، په دا څو ورځو کې چې دلته بنده وه، له کوره هېڅوک يې پوښتنې ته نه وو راغلي، اصلاً هغوى خبر نه وو چې داچېرې بندي ده، له هرې بلې ورځې نه يې څرک ډېر پر زړه اورېده. د کميکانو په شان يې په ژړا لاس پورې کړ، تر ډېره وخته ناسته وه او ژړل يې. په ژړا يې ايله زړه سپک شو، خو د وجود خوږ يې هماغه شان و، دړې ته يې وکتل، د دې وړې دروازې په وړاندې يې عجيب احساس درلود، بې سارې کرکه او ډېره هم ورته ګرانه وه.
غوښتل يې د کوټې په هغه کونج کې چې تشو او ډکو ته يې ټاکلې وه، تشې وکړي. له ځايه پاڅېده، لومړى خو د دغه ځاى زړخن بد بوى ځوروله، خو اوس يې دا بوى دومره نه احساساوه، ان په دې لا خوښه وه چې په خپل زړه خو تشې او ډکې کولاى شي. که څه هم غني او مولوي عتيق الله ډېر ځله پرې د تشو او يا ډکو پر مهال راغلي وو، خو بيا هم له خپلې دې ازادۍ نه يې يو ډول خوند اخيسته. له ځايه پاڅېده، خو همدا چې تشو ته کېناسته، د دروازې له شا نه د پښو ښکالو راغله، سمدلاسه له ځايه جګه شوه، په قهر له ځان سره وبونګېده: پر داسې ژوند دې د خداى (ج) لعنت وي ، د سپي زامن. ژر، ژر يې پرتوګاښ وتاړه، په منډه يې ټيکرى پرسر کړ، چې غني په ماڼېجنه بڼه کوټې ته راننوت. له هغه سره د پټاټو تالۍ او يوه ډوډۍ وه، رايې وړه او د برېښنا تر مخې يې کېښوده، پرته له دې چې برېښنا ته وګوري، ويې ويل:
ـــ راځه يوه ګوله ډوډۍ وخوره!
خو برېښنا له ځايه ونه خوځېده، غني بيا وويل:
ــ مولوي ساب خانو کندهار ته ولاړ.
برېښنا بيا هم څه ونه ويل. غني خپلې خبرې له سره ونيوې:
مولوي ساب خانو چې خبر سو تا ته يې ول درکړي، خپله وزيپه يې پرېښوه، ولاړ خپل کلي ته. ما ته يې وويل، چي تا ته ووايم دا د اسلام لاره نه ده، اسلام داسې حکم نه ورکوي، چې ته خپه نه سې.
برېښنا بيا هم څه ونه ويل، خدازده ولې د غني رنګ بدلون وموند، لکه پر څه چې خړ شوى وي، سر يې ښکته ونيو، په خړې ژبې يې وويل:
ــ زما يوه خور ده، هغه ام برېښنا نومېږي. زما نه يادېږي، خو مور که مې د اېغې ډېرې کيسې کوي.
سره له دې چې غني دا خبره هره ورځ برېښنا ته کوله، بيا هم برېښنا ترې وپوښتل:
ــ دا څنګه خور ده، چې ليدلې دې هم نه ده؟
د برېښنا غږ پر غني باندې داسې خوږ ولګېده، لکه د هغې په خبرو راوستلو سره يې ټوله نړۍ فتح کړې وي، پر شونډو يې يوه نرمه موسکا راڅرګنده شوه، خو سمدلاسه يې بڼې بدلون وموند. بڼه يې ناڅاپه ماڼېجڼه شوه. په شمېرلو کليمو يې وويل:
ــ هغه يې په کوچنيوالي زکوم خان ته ورواده کړه، بالا يې نه ده راپرې ايښې، ما ته هم د ايغې رنګ ښکارې. بيا يې له ځانه سره ورو، ورو وويل:
ــ اه، وکې بالا اوس به نو لو ښځه سوې وي، اوس به نو کوچنيان ام لري.
برېښنا ورته په دې هېښ، هېښ وکتل، چې غني د خپلې خور په هکله يوازې انګېرلى شو،چې غني بيا وويل:
پر هغې يې بله ښځه وکړه.
_ ولې نو په اغې څه شوي وو؟
_ نيخه، نارينه خو څلور ماينې هم کولاى سي. پرېږده وايي چې سبا به پر تا شاهدان تېرېږي، پر خداى پاک باور ولره، د هغه هر څه په وس دي.
_ خو زه يې نه خوښېږم.
برېښنا له دې خبرې سره يو اوږده سا واخيسته، خو د غني تندى تريو شو،څو، څو ځله يې په زړه کې توبه وايسته، بيا يې برېښنا ته په قهر ژلې ژبه وويل:
_ يا، يا داسې مه وايه، ګنانګاريږې، پر خداى خپل بنده ګان د ونې خواږه دي، لکه پر مور او پلار چې اولاد خوږ وي. توبه وکاږه، ښه خبره دې ونه کړه، ستا له عذابه ښکاري چې ته پر خداى ډېره ګرانه يې. خداى خپل خواږه بنده ګان ازمايي، پر دا حال دې شکر وکاږه!
غني دا وويل او سمدلاسه له کوټې ووت، برېښنا يوه شېبه د غني په خبرو غلې پاتې شوه، د غني د هرې خبرې کليمه، کليمه يې له ذهنه څو، څو واره تېره شوه: (خداى خپل خواږه بنده ګان ازمايي). بيا يې د پټاټو تالۍ ته وکتل، ورسره يې پر کوټې يو ځلغند لنډ نظر واچاوه، خپل لستوڼى يې رابډواهه، پر مټې او مړونده يې د کېبل د ګوزارونو خاپونه اوچت ښکارېدل، لکه د دغوخاپونو په ليدو لېونۍ شوې وي، داسې له ځايه جګه شوه، په ناولې کوټه کې لکه د ډېران د منځ خلي داسې نېغه ودرېده، ناڅاپه يې د لېونو په شان وخندل، د خندا په ترڅ کې يې وويل:
ــ پر حال شکر وکاږم، دا هم د شکر ځاى دى، چې لا ژوندۍ يم. بيا يې په يوه شېبه کې د سليمان له مړينې وروسته ټولې هغه ناخوالې له ذهنه تېرې شوې، چې هره شېبه او هره ګړۍ پرې راغلې وې. دذهن په پرده کې پرته له کړمو نورڅه نه ښکارېدل، لکه د لېونو په شان يې د خپلو ليدلو او تېرو کړاوونو په ګڼلو پيل وکړ، په دغه ورځ سلطان وهلې وه، په دې ورځ عقيدې مور په کوټه کې کلپه کړې وه، په دې ورځ يې مور ورته ويلي وو، چې له زويه تېره شه، په دغه ورځ سليمان ومړ او په دغه ورځ حاجي صيب د سليمان پلار ورته ګواښېدلى و، چې که د زماني نکاح ته غاړه كښېنږدي، نو وژني يې او په دغه ورځ ورته سلطان لاس اچولى و، تر څو دا له ځان سره نکاح تړلو ته اړه کړي او داسې ډېرې ورځې راغلې وې، زښتې ډيرې ورځې. د دغو خبرو په رايادولو لکه ليونۍ چيغه يې کړه:
ــ لويه خدايه! ما ته دې څه راکړي، چې شکرو پرې وکاږم، په څه دې شکر وکاږم، ولې شکر وکاږم؟ له دې به بل کوم عذاب وي، چې پر ما به يې پېرزو کړې؟. له دې سره يې مخ پر دېواله ورمنډه کړه، په لوړ غږ ژړا يې له دېواله سره د تندي وهلوغږ تر سيورې لاندې راوسته. هماغسې ورو، ورو کېناسته او همداسې کرار، کرار يې ژړا او سلګۍ ورو شوې، داسې چې يو مهال خوب په خپله مهربانه غېږ کې راپټه کړه. داچې به څومره موده ويده وه، دا ورته هېڅ نه جوتېده، دا ځکه چې کوټه يې سبا او بېګا تياره وه ، يوازې د چت تک تور څراغ له دې همېشنۍ تيارې سره پنجې نرمولې. همدا چې له خوبه پاڅېده، سترګې يې د پټاټو پر تالۍ ولګېدې. که څه هم په تالۍ کې دوه درې مچان او څو مياشې راپرېوتې وې، خو دې سره له دې هم ژر، ژر له تالۍ نه مچان او غوماشې لرې کړې، بيا يې په هېښنده اشتها د پټاټو په خوړلو لاس پورې کړ، له ډوډۍ خوړلو وروسته يې لاس د لمنې په پېڅکه پاک کړ، له ځايه پاڅېده، د کوټې په بر ګوټ کې يې پرتوګ وښوياوه، خو همداچې تشو ته کْناسته، د دړې په کلپ کې د کونجۍ چق و چوق له ځايه وارغوچوله، خو له دې سره يې تشې پر لينګيو وښويېدې، پر ځاى ودرېده. يوه شېبه يې پرته له دې چې څه وکړي، داسې بې خوځښته خپلو لندو پښو ته کتل، چې سترګو يې دوه څاڅکې پر لندو پښو ورزيات کړل، دروازې ته يې په بې وسۍ له ډېرې نهيلۍ وکتل، بيا يې پر کوټې يو ډارن نظر واچاوه، کوټه كه څه هم د ډکو او تشو متيازو، غوماشو او غڼو نه ډکه وه، خو دې ته د بيديا په شان تشه ښکاره شوه، د سګرېټو فلترونه او کوتيان پر خپلو ځايونو غلي پراته وو، غڼو منډې رامنډې نه وهلې، څراغ هماغه شان په دار ځړېدلى ښکارېده. په همدې شېبه کې وړه دړه په ورو غږ پرانيستل شوه، په دهلېز کې روښانه څراغونو دا وپو هوله، چې اوس نو ښه پخه شپه ده، چې په دې وخت کې دهلېز د روښنايۍ له غېږې تور سيورى دې وړې بنديخانې ته راننوت، د د دغه دنګ سيوري په ليدو په تراټ يو دوه قدمه تر شا لاړه او چې څنګه سيوري دروازه کلپ کړه، نو دې هم ايله سيورى وال وپېژانده. د هغه پر شونډو يوې شيطاني موسکا سترګکونه وهل. سپينو سوچه جامو او تورې سپينې ليکې والې لونګۍ يې بڼې ته عجيبه شان ښکلاوربخښلې وه. په تورو ځلېدونکو وېښتو، سپينو منګولو کې يې د تسبو لړ ښکته پورته کېده، چې د دواړو لاسونو په ګوتو کې يې ورته يوه، يوه دانه اړوله. د هغه په ليدو له برېښنا نه د وجود خوږ هېر شو، يوه هېښنده ډار او يوه ناڅرګنده ګواښ په مخه کړې وه، داسې ورته ښکاره شوه، لکه نړۍ چې په وړه کېدولو روانه وي، دومره چې د دې ځاى په کې نور نه وي پاته. سا يې بنده، بنده شوه، ناڅاپه يې په تېرو اوښکو پسې لا نورې او لا تودې اوښکې په منډه راښکته شوې، داسې يې احساس کړه، لكه نور چې نو په نړۍ کې ورته څوک خواخوږى نه دى پاته. په داسې حال کې چې په راتلونکو ډارېدلو سترګو يې هغه څاره، ورو، ورو تر شا شوه، تر شا لاړه په دېواله پسې يې داسې ځان سريښ کړ، داسې لکه غوښتل يې چې په دېواله کې ننوځي، خو هغه لا پر خپل ځاى ولاړ و او په نرم نظر يې دا څارله او د تل په شان يې شونډې په موسکا موسكې وې، په کرارۍ يې وويل:
ــ ته يې ډېره وولې؟
_ تاسو خو وليدل مولوي صيب!
_ ما خو دمخه لا سر درخلاص کړ، خو ته سرزورې يې، د چا نه منې، ته ولې داسې کوې؟
خو له دې سره د برېښنا له ذهنه د هغه پخوانۍ خبرې تيرې شوې: (دا د بازۍ لا سر دى، منګر ستا يوه وودا بازي تا ته په جشن بدلوي). اندامونه يې زيږه شول، پر وجود يې د لړزې يوه تنده څپه خوره شو، ناڅاپه پر ځاى کېناسته، خپل ټيکري ته يې لاس واچاوه، ژر، ژر يې ځان داسې په ټيکري کې راونغاړه، لکه ټيکري چې يې ښه خوندي ځاى موندلى وي. مولوي ته يې وکتل، په هماغه شان موسكو سترګو يې دا څارله، هغه په نرمۍ وويل:
ــ سبا شاهدان تېرېږي، بس دا يې اخري کدم ، ښه پکر پر وکه!
خو برېښنا له ډاره نور هم ځان په ټيکري کې راونغاړه. غوښتل يې چې څه ووايي، چې هغه بيا وويل:
ــ غلا دې کوله، ځان دې نه و په ياد؟
_ خو ما... مولوي صيب! ما د چا غلا نه ده کړې، څونه درته ووايم؟
زه په هر څه پوهېږم. د مولوي په دې خبرې برېښنا پر ځاى مېخ شوه. مولوي بيا وويل: د پوهېدو حاجت نه دى پاته.
برېښنا په هېښتيا شا و خوا وکتل، هغې ته هېښنده وه، دومره هېښنده چې هېڅ باور يې پرې نه راته، هغه هېښه وه، چې همدغه مولوي په خپل لاس د دوۍ په کور کې هغه دېرش زره کلدارې وموندې، نو بيا څرنګه داورته بې ګناه ښکارې او بيا يې ولې دا نيولې ده او دا دى سبا پرې شاهدان تېروي، برېښنا همداسې له ګډو وډو انګېرنو او خيالونو سره لاس او ګرېوان وه، چې د مولوي غږ اوچت شو:
ــ ولې دې د سلطان په خوله ونه کړه؟
_ هغه مې نه خوښېده. برېښنا په ډار او لړزېدلو کليماتو ځواب ورکړ، خو هغه بيا وويل:
_ نو څه کېدل؟
_ خو هغه بله ښځه هم لرله که نه!
_ نر څلورم کولاى سي، زما خپله دوې دي.
_ خو ما هغوى ته وويل چې زه مې زوى ته سر سپينوم.
مولوي وخندل او ويې ويل:
_ نو څه دې کوله؟
_ هېڅ زوى ته کېناستم.
_ ته څونې لېونۍ يې، سمه دمه لېونۍ. بيا مولوي يو قدم د دې پر لور وړاندې واخيست، شا و خوا يې وکتل، پر کوټې يې د ملنډو يو نظر واچاوه، بېرته يې برېښنا ته، چې راټوله اوګونځې ناسته وه، وکتل.
دا خونه دې ښه د خوند خونه ده، منګر په تا يې څه پرک.
برېښنا په وارخطايۍ وويل:
_ ولې څه خبره ده؟
_ سبا يکشنبه ده، سبا که خير د الله وي، شاهدان تيريږي. بالا نو تر جمعې هر څه تمامېږي.
د جمعې د نوم په اورېدو د برېښنا غونې زېږه شوه، نژدې و چې له ډېره وحشته کړيکه کړي، خو مولوي په هماغه خندانه ژبه وويل:
_ دلې څونې ډېر شيان دي، مچان، غوماشې او... سات به دې ښه تېر وي نه؟
منګر يوې خبرې ته دې پکر اوسه، چې په تا څه کېږي، ستا به د خپله لاسه وي، ما خو لادمخه سر درخلاص کړ، چې لا سرې وخت دى، داسې وخت به راسي چې بالا به زما هم خه په وسه نه وي. بيا برېښنا ته نژدې شو، داسې نژدې چې د تودو ساګانو تپ يې ورته مخ سوځاوه.
بيا يې په يوه ټيټ غږ وويل:
زما هرڅه په وس دي، داسې چې سبا زه هغوى غلۀ کولاى سم او تا پاکولاى سم، خو که ته اوس...
برېښنا ترې په چټکۍ لرې شوه، په قهر ژلې ژبه يې وويل:
مولوي صيب! ما ته پښتون نه ښکارې، خدا زده چې د کوم ځاى جټ يې، کندهارى خو بېخي نه يې. هغوى غيرتي خلک دي، لکه چې د هغوى ارمونى يې، که نه كندهاريان داسې نه دي.
د مولوي پر شونډو د ملنډو يوه خندا راښکاره شوه.
_ چا ويل چې زه پښتون يم، په اسلام کې پښتون و کندهارى نسته، اوس به مې دواړو ته يو څه ويلي وي. په داسې حال کې چې په خوله کې راټولې لاړې يې تېرولې، ويې ويل:
_ ښه پکر پر وکه، زه ستا پر پايدې وايم، بس نن دې په ښايسته او نازکې غېږ کې دا غېږه راګرمه که، بيا به نو سبا زما تاکت هم درمعلوم سي، چې زه څه کولاى سم او څه نه سم کولاى.
برېښنا په قهر ژلي غږ وويل:
_ او کنه؟
_ او کنه بيا نو زور دى، چې چلېږي، منګر ستا په خپله خوښه به ښه وي، داسې نه ده؟
د برېښنا پر شونډو د نهيلۍ يوه ترخه موسکا راڅرګنده شوه:
_ مولوي صيب چې پښتون نه يې، کندهارى هم نه يې، نو په مسلمانې کې خو داسې نه دي راغلي.
_ ته په اسلام څه خبره يې؟
_ هغه څه چې ما اورېدلي، داسې نه دي، خو که ستا اسلام فرق ولري، له هغه نه د رښتيا زه خبره نه يم.
_ ته ليونۍ يې، خداى ( ج) او رسول دواړه وايي چې: له مسلمانو سره شيطان حتماً سته او بيا خو ستا دا ښايسته مخ پر ملايکو ام شيطان راحضوروي...
_ پام...
مولوي به نور څه ويل، چې برېښنا په دواړو منګولو ټېلواهه او خپله يې د دروازې پر لور ورمنډې کړې. خو مولوي عتيق الله له لاسه ونيوله، په ټول ځواک يې د ځان پر خوا راکش کړه، داسې چې د برېښنا وړې کړيکې هم همدلته په دې وړې کوټې کې زندۍ شوې او څلور پنځه ګامه هم اخوا د غني په کوټه کې يې وړوکى شور هم ونه زېږاوه او نه يې د سپېڅلي عزت پټ غږونه، چې د مولوي عتيق الله د هوس په اور کې لوټېدل، هلته ورسېدل. غني په خپله کوټه کې د ځوانۍ خواږه خوب زنګاوه، هغه ايله همدا شېبه ويده شوى و، هغه تر دې دمه د برېښناسباني برخليک ته چرتونو وړى و، داسې اندېښمن او داسې لېواله و، لکه سبا چې د ده برخليک ټاکل کېږي.

  