دويـم څـپـرکـى

شا و خوا يې وکتل، دغې وړې کوټې کړکى نه درلوده، چت يې ډېر لوړ و، د چت له ځيګره يو تک تور نرى تار راځړېده، په تار پورې داسې څراغ ځړېده، چې د مچانو په ډېرو ګندګيو يې تک تور رنګ غوره کړى و، لکه د چا مخ يې چې په کومه ګناه تور کړى وي. بيا يې په دار ځړولى وي او د دې لپاره چې خلک ترې د عبرت درس واخلي، دا دى د ډېرې مودې لپاره يې نو په دار نندارې ته ايښى دى. د دغې دوه متره کوټې که څومره دېوالونه لوړ وو، هماغومره يې دړه وړه د کړکۍ په شانې وه. دا چې برېښنا يې څرنګه او پر کومه لاره دلته راوستله، هغه هډو نه پوهېده، ان په دې هم نه پوهېده، چې دا کومه سيمه ده، دا ځکه چې په تورې ښيښې وال په پردو پټ موټر کې يې يوازې ډرېور، چې کله، کله به يې د موټر په هينداره کې پر دې د زړه سوي يو لنډ نظر واچاوه او ډرېور تر څنګ يو تورکى ډنګروکى زلمى هلک نه پرته نور څه نه ليدل. د ډنګروکي زلمي څېره چې دنګ مولوي ورته غني، غني نارې وهلې د دې په دوه سترګو کې يې ولاړ و، د هغه متفکر حالت د هغه پټه خوله، د هغه درانه کړه وړه عجيبه وو، که دې طالبان نه واى ليدلي، خو ها خوا دېخوا يې ورته کيسې ډېرې اوريدلې وې، ګنې قهرجن خلک دي، بېرحمه دي، د ښځو درناوى نه ساتي، له تورنو خلکو سره د سپوچلند کوي او داسې نور چې وحشيان دي، د درناوي نوم يې هم نه دى اوريدلى، دا ځکه چې ډېره کې يې پښتانه دي، خو په دغه طالب کې چې لا به يې يوڅو پسرلي ليدلي وه او لا به يې څلور ځلې روژې نيولې وې، دا هر څه نه وو. غني په موټر کې داسې غلى ناست و، چې له تيږې سوڼ خاته، خو له دغه په بڼه تک تور نه سوڼ نه خته، د برېښنا په ياد شو، چې يو ځل پرې ډرېور غږ وکړ:
_ جانانه داسې نو نه کېږي، ته لا اوس راغلى يې، پر دې شيانوخوا مه بدوه، پرې اموخته به سې! د غني له خپل عمره غټ غږ لا د دې په غوږونو کې ازانګې کولې، چې د ډېور په ځواب کې يې ويلي وو:
زه نو سپى نه يم، چې پر د امردارو کارونو اموخته سم او بيا يې ورو په هينداره کې د برېښنا په لور يو دروند نظر واچاوه. يو مهال برېښنا يې يوه غټ انګړ کې ښکته کړه او بياد هماغه دنګ مولوي په لارښونه غني برېښنا تر دې کوټې راوستله او دلته يې کلپه کړه.
په کوټه کې پرته له غڼو چې پر دېوالونو او چت هره خوا خپل جالونه غوړولي وو، د غڼي که څه هم واړه ښکارېدل، خو د جالونو په نويو تارونو پسې يې مچان ځاى، ځاى داسې نښتي وو، لکه غڼو چې دغه مچان په کومه کبيره ګناه نيولي او سمدواره يې غر غره کړي وي. برېښنا لاندې د کوټو غولي ته وکتل، د سګروېټو فلترونو، د سګرېټو کوتيانو او د اورلګيت سوځوېدلي خليو ټوله کوټه نيولي وه، لکه چا چې کسداً دا وړه او تشه کوټه په دغو څيزونو ډکه کړې وي. د خلو فلترونو او کوتيانو په منځ کې يوه يو نيم متره کمپله هم غوړېدلې وه، د کمپلې له پاسه يوه ناولې او خيرنه نيولۍ او يوه ډېره ناولې سرويږده هم پرته وه، خو پر نيولۍ سرويږدې او کمپلې ځاى، ځاى شنه وچ شوي نسوارو د دې ګواهي ورکوله، چې همدا نن له دې کوټې نه څوک وتلى دى. سمدلاسه برېښنا په خپلې غلطۍ وپوهېده، اخر جمعه خو پرون وه او نندارې خو د جمعې په ورځ کېدې. د غازي سټديوم خو يوازې د جمعو په ورځو کې د خلکو او مجرمانو پر مخ پرانيستل کېده، نو ضرور د دې کوټې بندي يې پرون له دې کوټې نه ايستلى و. دا چې اوس به يې ترې سرغوڅ کړى وي، که مرۍ له دې نه نو خداى خبر دي، پر کوټې يو زړخن بوى خور و، لومړى خو دغه زړخن بوى برېښنا زوروله، خو ورو، ورو ورسره روږدې شوه، ان تر دې چې نور يې نو د بوى احساس نه کاوه، لمړى به دزړخن بوۍ له وجې په پړوني به يې خپل پوز پټ کړ، مګراوس نوهغه بوى نه و. که څه هم وخت ورو، ورو تېرېده، مګر دې وړې کوټې چې يوه وړه بنديخانه وه، خپله ډارونکې څېره لا خوندي ساتله، په کوټه کې يوه ډارونکې چوپتيا هر خوا خپل وزرونه خواره کړي وو، خو په دې چوپتيا کې يوازې غڼې وه، چې په خپلو منډو يې يو محسوس شور زېږاوه، پوره يوه ورځ هېچا د دې وړې کوټې وړه کړکۍ ډوله دړه ونه ټکوله او نه يې پرانيستله. كه څه هم برېښنا ټوله ورځ ډوډۍ نه وه خوړلې، خو بيا هم وږې نه وه، مګر غوښتل يې چې څوک ورته راشي، څوک ترې څه وپوښتي، تر څو دا هم د خبرې په سر او بر وپوهېږي. که څه هم په کوټه کې د کړکيو د نشوالي او ټوله ورځ دڅراغ د روښاوالي له وجې ورته ورځ او شپه نه ښکارېده، خو د لاس په ګړۍ کې وپوهېده، چې شپه لا د وخته بره شوې ده، په همدې ترڅ کې يې غوږونو ته د پښو ښکالو راغله او بيا ورو، ورو په لري کېدو شوه، په داسې حال کې چې غوږونه يې دوره تر شا د بوټونو لرې کېدونکې ښکالو ته بوڅ کړي، ورو يې خپل ټيکرى پرځان راهوار کړ، غوښتل يې چې وغزېږي، نوسرويږدى ته يې وکتل، پر سرويږدې دوه خرامانو سپږو چې په ناز، ناز راروانې وې، له ځايه وارغوچوله، يوه وړه کړيکه يې له خولې ووته، خو سمدواره پر ځان وقهرېده، زړه يې راډک شو، غوښتل يې چې په چيغو، چيغو وژاړي، مګر د دې پر ځاى چې چيغې او کړيکې وکړي، څو مړې سړې اوښکې يې پر اننګو راوښويېدې، چې همدا شېبه دروازه هم چا پرانيستله، په دې وړې کوټې کې يې اوس نو دا دى درې څلور ورځې تېرېږي. اوس نو ورته دا سپږنه سرويږده ناولې نه ښکارېده، اوس يې نو ټولې سپږي پېژندې، په هرې يوې يې جلا، جلا نوم ايښى و، ان کله به چې يوه يې له شمېرې لږه راووته، نو دا به اندېښمنه شوه، د سرويږې ګوټ، ګوټ به يې لټاوه، نور نو ورته د سګرېټو فلترونه او کوتيان د اورلګيتو سوځېدلي ډکي او ځاى، ځاى وچ شوي نسوارو زړه بدوونکې نه وه، همدا څيزونه وه چې دا يې دا څو شپې او څو ورځې بوخته ساتلې وه. دې سره يې غم شريکي کړې وه، له دې سره ښه ډېر ګړېدلي وه، اوس نو غڼې مچان سپږې غوماشې دا ټول يې ښه ملګري شوي وو، خو په دې منځ کې زلمي غني به هم کله، کله په خپلې يوې نيمې پوښتنې له دې سره خپله خواخوږي ښوده.
د ډوډۍ راوړلو او وړلو پرمهال به يې نيمه پوښتنه له دې وکړه، ورسره به يې ډاډينه هم ورکړه، خو هغه به په تلو کې ضرور ويل:
ــ وارخطا کېږه مه، طالبان بنديان ډېر په بند کې نه ساتي، ستا به هم هر څه ژر معلوم سي، نه ګورې چې ته يې له کوماندانۍ دباندي نه يې ايستلى. که څه هم برېښنا غني تش په نوم پېژانده، خو له ګړېدو يې پوهېده، چې غني هلمندوال دى، د هغه په تورو سترګو کې به يې کله، کله خپلوي او کله هم پرديواله احساسوله. که څه هم غني طالب و او برېښنا تورنه وه، خو له دې ټولو سره به غني ورسره په نرمه او خوږه ژبه غږېده، په داسې خوږه ژبه، چي برېښنا به يې د خپلو پښو د ښکالو اورېدو لپاره لېواله ساتله.
اوس يې هم شا و خوا وکتل، بيا يې د پښو رانژدې کېدونکې ورو ښکالو ته غوږونه بوڅ کړل، خو داځل د پښو ښکالو د يوه تن نه وه، د دو تنو وه او دا ښکالو داسې رانژدې کېده، چې په کوټه کې دننه د مچانو، مياشو او غڼو شور په کې ورو، ورو سکين کېده. ژر پر ځاى کېناسته، ځان يې په خپل پړوني کې ښه راونغاړه او له ډاره يې په راوتلو سترګو دروازې ته کتل، چې ور په نرمۍ پرانيستل شو، لومړى ترې هماغه تورکى غني رادننه شو، ورپسې دنګ او ښکلى مولوي ملا ټيټه کړه او کوټې ته راننوت. د مولوي په ښکلې بڼه کې د ملنډو موسکا اوچته ښکارېده، خو سترګو يې په يوه خواږه او تږي انداز برېښنا ته کتل. د هغه د دې بڼې په ليدو د غني تندى له قهره راوځړېده، په داسې حال کې چې خپله لاندېنۍ شونډه يې د غاښو په پنجو کې نيولې وه، غلى او بې خوځښته داسې چې په مولوي يې سترګې ونه لګېږي، په ډډه ودرېده، خو دنګ څڼور مولوي په وړې کوټې کې ها خوا دېخوا شو، د متيازو د بوى له وجې يې پوزه مونجه کړه، يوې خوا ته يې لاړې تو کړې، بيا يې په خندانه ژبه وويل:
ــ يانې چې ښځه هم غلا کولې سي، اه، توبه، توبه دې وي، زماخدايه استغفرالله.
غني ناکراره شان شا و خوا وکتل، عجيبه وه، په دې سره ژمي کې دا کوټه د دومره حيواناتو ډکه وه، لكه سور اوړى چي وي. پر دېوالونو غڼي، په هوا کې مچان او پر ځمكه مياشې نسوار او د نويو پيدا شويو مېږيانو دوې توري، تورې ليکې ښکارېدې، برېښنا ته يې وکتل، هغه پرېنولۍ راټوله او غلې ناسته وه، چې په دې ترڅ کې دنګ مولوي د هغې پر لور يو بل قدم واخيست. مولوي نن د سپينې پاج لونګۍ او سپينوجامو پر ځاى د کندهاريانو ښکلې توره لونګۍ او تورې جامې اغوستې وې. که څه هم مولوي کندهارى نه و، خو ټولو ګومان کاوه، چې هغه به کندهارى وي، دا ځکه چې د هغه بڼه د کندهاريانو په شان وه، هېچا هم نه ويل، چې له کومې سيمې دى. ده هڅه کوله چې د کندهاريانو پېښې وکړي. د مولوي په ليدو د هر چا په زړه کې دا خبره ضرور راګرځېده، چې هسې خو کندهاريانو خپلو کندهاريو پښتنو، ښکلو بڼو لپاره تورې چاچې او تورې لونګۍ نه دي غوره کړي. هغه جامې، دغه رنګ جامې په لومړي ځل غوره کړې وې، لکه په دې چې ښه پوهېده، چې پښتنه نارينې څېره څرنګه د ښکلا عرج ته رسېدلى شي او نن دنګ مولوي همدا شان راغلى و، خو نن يې د نظر خواږه او د ژبي ترخه ډېر وو، نن يې تندى رڼ و، خوځېدنه يې نرم وه، خو خندا يې له ملنډو ډکه وه، په نرمه د برېښنا مخې ته کېناست، په داسې حال کې چې له ښکلو لاجوردي تسبو سره په تورو وېښتو، پټوسپينو لاسونو يې لوبې کولې، په نرمۍ يې وويل:
ــ قاضي صاحبان تا ته منتظر دي، الله دې وکړي چې رښتيا ووايې.
بيايې په ډېر غرور له ځايه پاڅېد، په وتوکې يې وويل:
ــ که رښتيا ونه وايې، نو زما د خولو خلاصول ډېر ښه زده دي، بيا به پښېمانه يې.
يوه شېبه يې برېښنا ته کتل، بيا يې په نرمۍ وويل:
ــ زه به تا ته ډېر وخت درکړم، وګورم چې ته څونې اوښياره يې، کواره خو دې د اوښارو خلکو ده.
له دې خبرو سره د وره په لور وخوځېد، د وتو پر مهال يې پر غني غږ وکړ:
ــ الکه غني درسره بو يې ځه زما دفتر ته .
غني په هېښتيا د مولوي پر لور وکتل او له ځانه سره يې وويل:
ــ دده دفتر ته نو د چيش لپاره؟
برېښنا ته يې سترګې واړولې، د هغې پر مخ اوښكو دوې نرۍ او لمدې ليكې جوړولې، د ښي لاس څټ يې په غاښونو کې کلک نيولى و، د هغې د اوښکو په ليدو غني ورسره د زړه سوي او ډېر نژدېوالي احساس وکړ؛ په زړه سوي يې ورته وويل:
ــ پر الله پاک باور ولره، هغه ذات حقيقي دى، درځه چې ځو، مولوي ساب منتظر دى.
خو بر ېښنا هماغه شان پر خپل ځاى ناسته وه، سترګې يې ښکته نيولې وې او اوښکو يې ورته خوار اننګي لمدول، چې غني بيا ورته وويل:
ــ زما يوه خور ده، د ايغې نوم ام برېښنا ده، رښتيا درته وايم، د ايغې نو ام برېښنا ده، مورکه خو مې داسې وايي.
له دې سره برېښنا د غني تورو سترګو ته چې تل به په کې سرو ليکو د ده سترګو ته د نشو رنګ ورکړى و، خپلې سترګې ورجګې کړې، په دغو تکو توروسترګو کې يو زړه راښکونکى شان نژدېوالي او خوږوالي څرک واهه. غني په بڼه ښه ډېر تک تور و، بېخي تور لونګ و، مګر د خلکو خبره پوله او پټى يې دومره ښکلى و، چې دغه تورواله لا ورسره ښه ايسېده، هسې يو ناڅاپه د برېښنا په زړه کې سليمان راوګرځېد، هغه هم له رنګه تور و، مګر د برېښنا مور به تل ويل:
هلک چې تور شي شاهزاده شي نجلۍ چې توره شي بنګړي دې خرڅوينه.
بيا يې د سليمان خبرې پر زړه راواورېدې، چې يوه ورځ يې دې ته په ټوکو کې ويلي وو:
ــ برېښنا! كله چي يې ته راكړې، نو ستاسي خپلوانو به په زړونو کې ويل چې.
دا هلک تور دى نجلۍ سپينه لکه کارغه چې جلغوزى په خوله کې وړينه
_ خور درځه چې ځو!
د غني په دې خبره برېښنا شټ وواهه، لکه چا چې ناڅاپه له خوبه راپاڅولې وي، په ترهېدلي نظر يې شا و خوا وکتل. غني بياوويل:
ــ درځه چې ځو، باره به ناوخته سي خور!
عجيبه وه، يوه طالب ورته خور وويل، هغه هم په يوه بنديخانه کې. دا ورته ډېره هېښېده، اخر خلکو داسې نه ويل، چې طالب به دومره نرمه ژبه ولري، دا خبره ډېره هېښنده وه، دومره هېښنده، چې برېښنا يې پر خپل ځاى د څو شېبو لپاره مېخ کړه. په داسې حال کې چې هڅه يې کوله، تر څو غني د دې په ناکرارۍ ونه پوهېږي، ذهن يې له دې غونډلي ډک و:
(درځه چې ځو، باره ناوخته سي خور!، باره په ناوخته سي خور!). همدې خبرې يې ذهن داسې راډک کړ، چي هر څه ترې هېر شول، هغه په ځان نه پوهېده، چې څنګه راپاڅېده، څنګه له کوټې راووته او اوس چېرې روانه ده، خو د طالب له خولې د خور کليمه پرې دومره خوږه او درنه پرېوتې وه، چې له غني سره په ښه زړه وخوځېده، چې کله به ورته غني وويل: خور داسې ځو.
خداى پوهېږي چې برېښنا به ولې سمدلاسه هماغه خوا ته وخوځېده. له څو دهلېزونو تېره شوه، د يوه دهلېز په وروستۍ برخه کې يې يوې کوټې ته راوبلله، د کوټې د دروازې پر سر لوحې ته يې وکتل؛ پر لوحې په تورو کرښوغټ ليکل شوي وو:
(د مولوي عتيق الله طالب اطاق). دواړه لوڅې پښې د مولوي عتيق الله طالب دفتر ته ننوتل، خو دفتر ته په ننوتو يې سمدواره سترګې پر دنګ مولوي ولګيدې، چې کران شريف يې طلاوت کاوه، د دوۍ په ننوتو مولوي هېڅ له ځايه ونه خوځېد، هماغه شان د پاک کلام په طلاوت بوخت و. غني د دروازې تر څنګ برېښنا ته، چې په بورقه کې سر تر پښو پټه وه، د کېناستو وويل. برېښنا د غني په لارښوونه د دروازې په خوله کې کېناسته، بيا يې د نظر نيلى د مولوي عتيق الله طالب پر دفتر وځغلاوه، دفتر د کور د ناستې د کوټې په شان و؛ څلورو دېوالونو ته نرۍ، نرۍ نيولۍ غوړېدلې وې، د کوټې پر غولي څلور، پنځه د نسوارو اير نکونه ايښې وو، د کوټې په يوه کونج کې دنګ مولوي ته مخامخ دوه ماشينګڼې ولاړې وې. پر دې دفتر خو د برېښنا د کوټې ګومان راغى، هغه هم د يوې کورنۍ د ناستې کوټې ګومان. دفتر خو ورته هېڅ نه ښکارېده، خو همداچې د نظر نيلى يې پر دنګ مولوي پرېوت، سمدلاسه يې د کوټې لوحه د ذهن له پردې تېره شوه، چې پرې ليکل شوي وو:
(د مولوي عتيق الله طالب اطاق). ايله اوس وپوهېده، چې دنګ مولوي عتيق الله نومېږي، همدا چې مولوي عيتق الله د قران کريم له تلاوته وزګار شو، دوۍ ته يې مخ راواړاوه او غني ته يې د لاس په اشاره د وتووويل. غني هم سمدلاسه له کوټې ووت، خو دباندې د وره ترڅنګ جوخت ودرېد، تر څو د مولوي عتيق الله خبرې واوري. مګر مولوي په دومره ټيټ غږ غږېده، چې د غني غوږونو ته لا ايله د هغه د خبرو يو، يوتورى رارسېده. دا ځل يې غوږونه د دروازې د کونجي پر سوري ورسريښ کړل، چې ايله يې دومره واوريدل:
ــ ګوره لېونۍ کېږه مه، ستاپه پايدې يې وايم!
برېښنا څه وويل خو غني وانه ورېدل، چې بيا د مولوي غږ جګ شو:
ــ اوس لا سرې وخت دى، پام دې اوسه چې زه بيا هر څه کولاى سم.
د برېښنا بنګى راغى، مګر غني يې په خبرو ونه پوهېده، په دې وخت کې مولوي په لږ لوړ غږ وويل:
ــ ته نو په هېڅ نه پوهېږې، سمه خره يې.
بيا يې په ښه لوړ غږ نارې کړې:
ــ اه غني، وام څه سوې راسه دا فاحشه درسره بوځه، څه چې په کېږي، کيږي به نو.
له دې خبرې سره سم غني کوټې ته ننوت، دنګ مولوي د قران کريم پر لور روان و او برېښنا داسې په دېواله پسې په پټ مخ نښتې ولاړه وه، لکه چا چي پر دېواله سريښ کړې وي، د هغې د بدن رېږدېدا له بورقې هم اوچته ښکارېده، داسې ښکارېده چې برېښنا ځان نه شي نيولاى او هسې يې د دېواله په تکيه يې ځان ولاړ ساتلى دى، که نه لوېږي. غني په هېښتيا ورکتل، چې مولوي عتيق الله پرې غږ وکړ:
ــ چيش ته ولاړ يې، دا غله درسره بوځه د دې سر...
دواړه وخوځېدل، غني د سترګو لاندې برېښنا ته وکتل، هغه داسې روانه وه، لکه څوک چې يې ټېل وهي. غني غوښتل هغه وازمايي، ځکه يې ورته وويل:
ــ درځه خور چې داسې ځو!
برېښنا په پټه خوله هماغه لور ته وخوځېده، غني بيا ترې وپوښتل:
ـــ مولوي ساب څه درته وويل؟
دا چې د برېښنا ستونى ژړا نيولى و، نو د غني د ځواب پر ځاى يې دوه رڼې اوښکې پر مخ راوښويېدې، مګر اوښکې غني ځکه ونه ليدلې، چې د برېښنا پر مخ بورقه خوره وه. نور نو غني هم ترې څه ونه پوښتل، همداسې په پټه خوله ورسره روان شو، داسې يې سر ټيټ نيولې و، لکه تر شا روانې برېښنا نه شرمېږي، د ګناهګارو په شان يې سترګې ښکته نيولې وې، بڼه يې ورو، ورو اندېښمنه کېده، غني په رښتيا طالب و، لږه موده کېده، چې د کوټې له يوې ديني مدرسې نه کابل ته د جهاد لپاره راغلى و، د هغه له اوږدو پراخو بارڅکدارو جامو اوچت ښکارېده، چې لويديځوال پښتون دى، په زغرده خبرې يې کندهاريانو ته پاتېدې، خو د خوى نرمي او خوږ والى يې د هلمنديانو و. د غني خواره او ډنګروکې پژۍ د لويديځوالو پښتنو په پراخو جامو کې بېخې ورکېده، انجړه توره لنګۍ يې نيمه پر سر او نيمه پر اوږو خوره وره پرته وه. بډوهلى پرتوګ او چوټو يې د برېښنا په ذهن کې د وړوکي غازي انځور راژوندى کاوه. تور کى غني نن له پخوا نه اندېښمن ښکارېده، نن يې تنکى ذهن د برېښنا له نومه ډک و، خپله برېښنا خور يې پر زړه اورېده، له هغه مهاله چې زكوم خان برېښنا له تور ټانکه مختار ته په واده يووړه، بيا نوده ونه ليده، ان د هغې څېره يې هم هېره شوې وه، خو يوازې به يې كله، كله مور ورته ويل:
ــ زويکه زموږ برېښنا خورا ډېره ښايسته ده، داسې نازکه ده، لکه ګل. د زكوم دې خونه خرابه سي، نه يې راپرېږدي، زما او ستا به څه وس وي.
كله چي د برېښنا دوۍ په کورکې د غني ځوانې سترګې پر برېښنا ولګېدې، خدازده چې ولې يې خپله برېښنا خور پر زړه لکه باران راواورېده او بيا يې د مور خبرې له ذهنه تېرې شوې:
ــ زويکه زموږ برېښنا خورا ډېره ښايسته ده، داسې نازکه ده لکه ګل.
له دې سره يې ناڅاپه په زړه کې دا خبره تېره شوه:
ــ ټولې برېښناوې ښايستې دي، خورا ښايستې دي.
له هماغې اولې شېبي يې د برېښنا پر ګرمتيا شک درلود. که څه هم هر څه يې په خپلو سترګو ليدلي او موندلي وو او د شک هېڅ خبره نه وه پاتې، خو بيا هم غني په دوو لارو کې پاتې و، هغه به له ځانه سره په کلکه ويل:
ــ هېڅ يوه برېښنا هم ګناهګاره نه ده، هېڅ يوه يې ګناهګاره نه ده. له دې غونډلې سره به يې خپله مور راپه زړه شوه، چې کله به د برېښنا دوۍ له کوره په سرو سترګو راغله او کله چې به ده د ژړاسپيناوى وغوښت، هغې به بس دومره وويل:
ــ زويکه نن يې بيا وهلې وه.
بيا به يې د برېښنا د ګناه کيسه وکړه، د برېښنا ګناه به تل له خوبه ناوخت پاڅېدل وو، ځکه خو به ده يوځل بيا په کلکه له ځان سره وويل:
ــ هېڅ يوه برېښنا ګناهګاره نه ده. غني به تل د برېښنا په ليدلو د خپل خور خيالونو راچاپېراوه.
هغه د دواړو برېښناوو تر منځ يو عجيب ورته والى ليده، هغه به چې هر وخت له ځانه سره دا حکم صادرکړ، چې نه، هېڅ برېښنا ګناهګاره نه ده، نو شټ به يې وواهه او د خيالونو له نړۍ نه به رابهر شو او دا ځل يې هم شټ واه، ژر يې تر شا وکتل، برېښنايې تر شا ولاړه وه، هېښ شو، په هېښتيا يې ځان او شا و خوا وکتل، که ګوري چې د دهلېز په پاى کې دواړه ولاړ دي او د مولوي خانو له دفتره ډېر، ډېر لرې تللي دى، ځانته په غوسه شو، بېرته وګرځېد. برېښنا هم په هېښتيا ورپسې وګرځېده، د برېښنا په نظر دا پراخ دهلېز ډېر تنګ او ډېر اوږد راغى. برېښنا داسې په تيندکو روانه وه، لکه څوک چي يې په زوره ټېلوهي او يا لكه د بل چا په پښو چې روانه وي، همدا چې د دهلېز په منځ کې خيرنې دروازې ته ورسېدل، غني پرځاى ودرېد، برېښنا ته يې د درېدو وويل او خپله کوټې ته ننوت، شېبه به لا نه وه تېره، چې غني له کوټې نه راووت برېښنا يې کوټې ته وروبلله، برېښنا په لړزنده قدمونو کوټې ته ننوته،خو همدا چې کوټې ته ننوته، د يوه تن امرانه غږ ولړزوله:
له مخه چادرې لرې کړه، له مونږ دې ستر نه کېږي!
برېښنا په ناباورۍ د غږ پر لور وکتل، مګر د غږ ويونکى يې ونه پيژانده. بيا يې ورو خپل مخ لوڅ کړ، په کوټه کې يې د ډېرې روښنايۍ له وجې لومړى پر سترګو تياره خوره شوه، خو ورو، ورو يې د سترګو توره پرده لري شوه، چې ايله يې په کوټه کې ناست خلک وليدل؛ درې د سپينو جامو وال مخامخ ناست وو، درې سپين کالي وال ښي لاس ته او پنځه سپينو جامو وال کيڼ لاس ته ناست وو. د دوۍ ټولو جامې، لونګۍ او پټوان، دا هر څه سپين وو، دوۍ د جامو د رنګ څه عجيب کلک تړون درلود، د ټولو ږيرې اوږدې، اوږدې نژدې ټولو يوه بڼه غوره کړې وه، د دوى يو ډول بڼو کوټې ته ډارونکې فضا ورکړې وه. برېښنا بيا د غږ پر لور، چې دې ته يې د چادري پورته کولو ويلي وو، بيا وکتل، هغه تن ولاړ و، خو په ليدو يې له ډېرې وېرې د برېښنا اندامونه زيږه شول، په تېره د هغه د لاس په ليدو خو سمه لړزه پرې راغله، د هغه په لاس کې پړى شوى کېبل، لکه برېښنده توره داسې غوڅوونکى ښکارېده. برېښنا بيا د درېيو مخامخ ناستوکسانو پر لور وکتل، هغوى نو له نورو ډېر درانه ناست وو. په دوى کې برېښنا يوازې مولوي خانو وپېژانده، چې مخامخ په درېيو تنوکې منځنى و. مولوي خانو يوځل د دې ليدو ته د دې وړې بنديخانې ته ورغلى و، له دې څخه يې د دې د ژوند په اړه ډېر څه پوښتلي وو. هغه په رنګ سپين و، خو د وېښتانو او ږيري له پلنوالي څخه اوچت ښکارېده، چې يا به اورزګانى وي او يا به کندهارى. د مولوي خانو ښي اړخ ته يو پريړ تن ناست و، چې له غټ تندي، تنګو سترګو وړې پوزي او سرو شونډو څخه پښتون نه ښکارېده، ښايي بدخشى، يا تخارى به و. د خانو کيڼ اړخ ته يو بل ډنګر سړى چې ډېره نرۍ او تېره پوزه يې وه، لکه د مار په شان تنګې، تنګې او اوږدې، اوږدې سترګې يې وې او نري لکه تار برېتونه يې وو، ناست و او اوږې جګې نيولې وې. برېښنا داسې ګومان وکړ چې دى به نورستانى وي او که نه پشه يي خو ضروردى. اخر د هغه ناسته، د هغه اوږې پورته نيول او د هغه په ټيټ سر لوړ کتل بېخي د پشيانو لوښو ته پاتېدل. د دغو درېيو تنوپه ليدو، لکه چا چې د برېښنا په ستوني کې سا بنده کړې وې، داسې يې د سا بندۍ احساس وکړ، يوعجيب ډار پسې واخيسته، يو قدم تر شا راغله، لکه غوښتل يې چې وتښتي، چې چا پرې غږ وکړ:
ــ د ټولوخداى يودى، پر هغه باور ولره!
برېښنا ترشا وکتل، غني يې شا ته لږ نژدې ولاړ و، غني داسې چې خپله خبره د برېښنا غوږ ته ايله ورسوي، وويل:
ــ رښتيا ووايه، په رښتيا کښې تاوان نسته.
لکه د غني خبرو چې برېښنا ته نامريي يې اروايي ځواک ورکړى وي، داسې يې له زړه ډار په تښتېدو شو او په برندو سترګو يې بيا پر ناستو ملايانو او مولويانو سترګې وګرځولې. ډيرو يې داسې د زړه له زوره سرونه ښکته نيولي وو، لکه چې نورو ته وايې: وينې ما څنګه خپل شيطان قابو کړى دى؟
په دې منځ کې يوازې مولوي خانو برېښنا ته په نرم انداز کتل او له ټولو نه لومړى هم مولوي خانو په خبرو پيل وکړ، له څه لنډو خبرو نه وروسته يې څه ورو او په پام وويل:
ــ ښه اوس نو دا ووايه چې چيش ته دې غلا کوله؟
برېښنا د دې پوښتنې په اورېدو سمدلاسه غني ته تر شا په داسې حال کې چې ستونى يې ورته ګروم بندکړى و، په هېښتيا وويل:
ــ دوۍ ... دوى څه وايي ما غلا... ما غلا کړې؟ غني دوى ته ووايه ما د چا غلا نه ده کړې! مولوي صيب ما خو تا ته کيسه کړې نه؟
کېبل وال ږيرور طالب، چې له ژبې اوچت ښکارېده، پښتون نه دى، پر برېښنا رابړچ وهل:
ــ غلې ... دېخوا ګوره... هغه دې شوهر دى، چې په هره خبره ورته مخ الوې.
خو برېښنا د کېبل والا خبرې وانه ورېدي، بيا يې ناست مولوي ته په زاريو وويل:
ــ مولوي صيب! ما د چا... ما د چا غلا نه ده کړې... چا... چا... چا به پر ما تور لګولى وي، زه اقرار کوم چې د خسر له کوره تښتېدلې يم، د پلار کور ته راغلې يم، په دې کې ګناه نه ده، خو په خداى قسم، زما د څرک په سر قسم، که ما د چا غلا کړې وې، که تاسې ما مړه هم کئ، زه به همدا وايم چې ما د چا غلا نه ده کړې، اخر د څه لپاره بايد زه غلاوکړم، څه ضرورت دى...
او نور نو برېښنا د خبرو نه وه، په لوړ غږ يې ژړا پيل کړه، ټولو مولويانو او ملايانو سرونه ښکته اچولي وو، خو خانو هماغه شان ناست و او په کرارۍ يې د برېښنا د اوښلنو سترګو ننداره کوله. بدخشي مولوي چې ټولو ورته مولوي حسين، مولوي حيسن نارې وهلې، حق په جانبه بڼه يې ونيوه، په داسې حال کې چې هڅه يې کوله، ځان سوله ييز وښيي، په نرمۍ يې خپلې مخې ته له بخملي صندوقچې څخه يوه د سرو زرو وړه غاړکۍ وښکله، غاړکۍ يې د برېښنا مخې ته ونيوه او په ارامه يې مولوي عتيق الله ته وويل:
ــ مولوي صيب! دا دې چېرې پيداکړې؟
ــ ددوى په کور کښې، ټولو وليدله.
بيا يې برېښنا ته مخ کړ او په روانه پښتو يې وويل:
ــ اوس هم وايې چې غلا دې نه ده کړې؟
دغاړکۍ په ليدو برېښنا يو ناڅاپه غلې شوه، داسې غلې شوه، چې ناستو ملايانو او مولويانو ګومان وکړ، چې خبره يې ورباندې زبات کړه، ډېرو يې چوپتيا په پټه خوله اقرار وګاڼه، خو مولوي خانو دا خبره ونه منله او په کلکه يې وويل چې: د حدود جاري کېدو لپاره اقرار بلسان يو اهمه اړتيا ده، خو د بدخشي مولوي حسين خبرې، که څه هم نرمې وې، مګر داسې په زهرو لړلې وې، چې نور يې نو د برېښنا زغم پاى ته ورساوه، په لوړ قهر ژلي غږ يې چيغه کړه: مولوي صيب ته وايې زه اقرار وکړم، د څه شي اقرار؟ د دې چې د خپل مېړه د لاس امانت مې ساتلى او کور ته مې راوړى؟
مولوى حسين په نرمۍ وويل:
ــ خو که دا داسې وي، نو هغه پيسې څنګه؟
_ کومې پيسې ؟
_ دغه پيسې چې مو ستاسې په کور کې پيدا کړې.
بيا يې د کلدارو د زرګيزو يو بنډل پيسې د برېښنا مخې ته ونيوې، په بريمنه ژبه يې وويل:
ــ دا پيسې خو دې وپېژندې؟ دا مو ستاسي په کور کې پيداکړي دي.
برېښنا د پيسو په ليدو هېښه پېښه شوه، اوس يې نو تر شا غني ته هم نه شوکتلاى، يوه شېبه يې په هېښتيا پيسو ته کتل، دوى په رښتيا هم همدا پيسې د دوى په کور کې پيدا کړې وې. د سترګو لاندې يې مولوي عتيق الله، چې د دې کيڼې خوا ته ناست و، وکتل. مولوي عتيق الله سر ټيټ نيولى و، يو عجيبې هېښتيا او نهيلۍ په مخه کړې وه، په داسي حال كې چې د ژبې لاندې يې اوښكو ورته هره كليمه مالګينه کوله، وويل:
ــ زه نه پوهيږم، نوره په هېڅ نه يمه خبره، خو ما د چا غلا نه ده کړې، بس يوازې همدومره پوهېږم.
ــ په دې خو ښه خبره يې چې دا دېرش زره کلدارې مو ستاسي په کور کې پيدا کړي؟
برېښنا د سر په خوځولو وويل:
ــ هو! په دې ښه خبره يم، مګر ما دا پيسې له چا نه دي غلا کړي او نه مې کله هم د پلار په کور کې دونه پيسې ليدلې دي، دا ما نه دي غلا کړي. پر خپل ځاى ناکراره شان وښورېده، لکه د ترورو په شان يې په کوټه کې ناستو يو، يو تن ته وکتل چې يو ناڅاپه يې چيغه کړه:
ــ ما دا پيسې نه دي غلا کړي او نه مې پلار دونه پيسې لري.
_ نو څه خبره ده؟
برېښنا لږ په کرارۍ وويل:
ــ دا راته ضرور چا چل جوړکړى دى، زه دونه پوهېږم، چې ما غلا نه ده کړې، نور چې څه، څه خبره ده، په دې نه پوهيږم.
په دې منځ کې د تېرې پوزې وال مولوي غږ ايله پورته شو:
ــ اګه تا دا پيسې نه دي غلا کړي، نو د په لار کور ته بيا ولې وتښتېدې، اګه هغه کار دې نه دى کړى، اګه دا کار دې ولې وکو.
برېښنا مولوي خانو ته چې تر دې دمه يې سوڼ هم نه و ختلى او لکه سا ختلى داسې يې د برېښنا او مولوي حسين خبرو ته غوږ نيولى و، مخ کړ:
ــ مولوي صيب! زما کيسه اورئ؟
مولوي خانو چې نژدې له نيولۍ نه ښويېدلى و، پر نيولۍ نيم کېناست، په خپله ارامه ژبه يې وويل:
ـــ هو! ووايه.
مولوي حسين خپلې تنګې سترګې لا پسې تنګې کړې، د مولوي خانو غوږونو ته يې خوله ورنژدې کړه، مګر په لوړ غږ يې وويل:
ــ په دې شرط چې رښتيا ووايې.
مولوي شېرولي هماغه د تېرې پوزې وال مولوي په خندانه ژبه وويل:
ــ اګه ما چې څونه بازاري ښځ ليدلې، رښتيا نه وايي.
خو مولوي خانو ځان له دواړو نه، چې د ده خوا ته راکاږه شوي وو، راټول کړل، په کرارۍ يې وويل:
ــ هغه که رښتيا وايي، که درواغ، موږ مجبور يو چې کيسه يې واورو. بيا يې برېښنا ته د کيسې ويلو وويل. برېښنا هم خپله کيسه له سره پيل کړه، چې څنګه يې يو نيم کال وړاندې خاوند (سيلمان) د موټر په ټکر کې ووژل شو او چې يو کال وروسته د خسرکور ته ولاړه، غوښتل يې يوازېنى زوى يې (څرک) په خپل ابو نمک لوى شي، خو لا به اوونۍ نه وه تيره، چې مشر لېوره سلطان ورسره ستونزه پيل کړه.
دايې د سکه ورور کونډه ده او د سکه ورور ميراث سکه ورور ته رسېږي، نو دا مجبوره ده، چې له هغه سره واده وکړي، مولوي خانو د دې لپاره چې خبره نوره هم روښانه شي،
وپوښتل:
ــ ولې دې له سلطان سره واده ونه کړ؟
ــ هغه ښځه لرله، بل پوډري او شرابي دى، پر ها بلې ښځې يې ورځ و شپه نه ده معلومه، سبا او بېګا يې ډبوي، ما ويل چې زما خو به له هغې نه هم حال بدتره وي، هغه خوار کۍ خو ورته حوصله کوي، خو زما بيا دونه حوصله نه ده زده.
_ ښه بيا څه وسوه؟
_ بيا نو له دې بلا نه لا خلاصه نه وم، چې ميرنۍ خواښې مې راته پايڅې بډوهلې، هغې ويل چې ما خپل لېوني زوى زماني ته کېنوى. زه خو تياره مړۍ وم او د هغې زوى ته خو چا ښځه څه چې سپۍ هم نه ورکوله، هغه خو بېړا دى، لاړې يې پرواښکيو راروانې وي، زه يې هغه ته کېنولم، يوې خوا ته راته پړانګ و، بلې خوا ته پاڼ و، حيرانه وم چې څه وکم. يوه شپه مې راته لېوره لاس واچاوه، ښه وچې زما يو د بلې ميرنۍ خواښې لور ده، سلما نومېږي، هغه وه، که نه څه نه وو راپاتې.
د دې شپې په سبا ما دا کيسه ټولو ته وکړه، ما ويل ګنې خسر به مې خبره سپينه کړي، د دغه يوه له شره خو به خلاصه شم، خو زه خبره نه وم، چې دا خبره به راته بلا جوړېږي. اغې نه پس مې خواښې لېوره او يور سره لاسونه يو کړل، يور ته مې يې څه بد نه وو رسيدلي، هسې يې راپسې رااخسيتې وو، بس درې واړو راپسې پايڅې بډوهلې، چې ما به ضرور لېوني زماني ته کينوي او يا به ورته له څرکه تېرېږم، نور نو خداى سلطان ته ورکړه، سبا او بېګا يې په يوه او بله پلمه وهلم. مولوي خانو بيا وپوښتل:
ــ ولې يې نو وهلې؟
_ ما ورسره دا يوه خبره هم نه منله، چې اخر يې سر دې ته ووت، چې په ما به په زوره له زماني سره نکاح وتړي. هغه شپه يې زما نکاح تړله چې زه ترې وتښتېدم، ما يوه روپۍ هم له ځان سره نه ده وړې، دا غاړه کۍ مې د مېړه په څلوېښتي کې له ځان سره د پلار کور ته وړې وه، دا هغه راته د لاس نښه پرې ايښې، دا مې خپله ګاڼه ده، ما يوه روپۍ هم نه ده وړې، زه قسم خورم، ما يوه روپۍ هم نه ده وړې، بس يوه روپۍ مې هم نه ده وړې. ما... او نور يې نو د ژړا له توسنه څه ونه شو ويلاى او نه يې هم نوره نو د ژړا مخه نيولى شوه.
ناست کسان له يو بل سره بونګېدل او بيا به يې خپله خبره مولوي خانو ته وکړه. دوى به برېښنا ته په ګوته اشارې کولې او څه به يې ويل. مولوي شېرولي ډېر ګړېده، چې د هغه له نيمګړې پښتو سره هېڅ نه ښايېدل. مولوي عتيق الله به هم کله، کله د وار او ګوزار خبره د اقرار لپاره وريادوله. ټولو ناستو مولويانو له برېښنا بيا پوښتنې پيل کړې، خو د دوى ټولې پوښتنې پر دې ټکي څرخېدې، چې ولې دې غلا وکړه. برېښنا به کله په زاريو او کله په چيغو او کړيکو ځواب ورکاوه، چې غلا مې نه ده کړې، خو هغوى به بيا ترې وپوښتل:
نو ولې دې غلا کوله؟
اصلاً دوى د تحقيق او پوښتنو په راز نه پوهېدل، لکه له اره چې له تحقيق سره روږدي نه وي او کله يې هم د څېړنې او ارزونې په اړه څه نه وي ليدلي، يا اوريدلي. د دوى تر منځ د نظرونواختلاف موجود و. مولوي حسين پر قران شريف د قسم يادونه کوله، مولوي شېرولي بيا اقرار البلسان غوره ګاڼه، ولوکه د زور او جبر له لارې هم وي. د مولوي شېرولي له دغه وړانديز سره مولوي عتيق الله هم سر خوځاوه، خو مولوي خانو بيا درې شاهدان د شريعت غوره لار ګڼله. اخر مولوي خانو باور درلود، چې هېڅوک د درواغو لپاره پر سپين او پاک قران لاس نه ږدي.
نژدې وو د دغو درېيو تنو تر منځ په دې سکالو جګړه راشي، د دوى خبرې اترې ډېرې اوږدې شوې، خو پايله يې څرګنده نه شوه. برېښنا يې تر سبانۍ غونډې رخصته کړه. کله چې برېښنا له کوټې نه ووته او د خپلې وړې بنديخانې پر لور روانه شوه، يو ډول د خوښۍ احساس په غېږ کې نيولې وه، غوښتل يې خپله خوښي له غني سره، چې له دې دمخه روان و، شريکه کړي. هغه ته په چيغو، چيغو ووايي چې مولويانو ته يې قناعت ورکړ اخر هغوى هم انسانان دي او دا درکولاى شي، داسې پېښې به يې هم ځکه ډېرې ليدلې وي، چې هغوى هم افغانان دي، په همدې ټولنه کې يې ژوندکړى دى او بله دا چې دې ورته رښتيا وويل، رښتيا هرڅوک درکولاى شي. د رښتياوو رنګ سيپن وي او دا خو سپينه، سپينه غږېده. برېښنا ته دغه ناست مولويان څه عجيب ډول ګران شوي وو، د هغې هغه ټولې انګېرنې له منځه تللې وې، چې دې ګومان کاوه، طالبان د ځناورو چلندلري، په تېره ښځې او هغه هم مجرمې او تورنې ښځې خو څه چې سيورې يې هم په ټوپک ولي. هغوى ته ښځې له سره انسانانې نه ښکاري، نا، داسې نه وه، مولوي خانو هم طالب و او غني هم طالب دى، دوى خو داسې خويونه لري، لکه د دې پلار، لکه سليمان او لکه ظريف هو! لکه ظريف.
د برېښنا په بڼه كي ايله خوښي راڅرګندېده، خو غني اندېښمن ښکارېده، هغه په ټوله لار کې برېښنا ته يوه خبره هم ونه کړه، تندى يې تريو نيولى و، کله، کله به لکه د سودايانو په شان له ځانه سره وبونګېده او کله، کله به يې تندى په پنجه کې ونيو، يوازې کله چې په برېښنا پسې يې دروازه کلپوله، نو يوه شېبه د دروازې په خوله کې ولاړ پاتې شو، برېښنا ته يې نېغ وکتل، دا ځل برېښنا نه يوازې دا چې د غني په سترګو کې يو ډول خوږوالى و، يو ډول اندېښنه، يو ډول باور وليد. اوس يې د ده په ځوانو سترګو کې يو ډول نژدېوالى او خپلوي هم احساس کړه، خو غني تر ډېره ونه درېده، په کرارۍ يې وويل:
ــ پرخداى ( ج ) باور وکړه، رب العزت ته حق او ناحق دواړه معلوم دي، هېڅوک ترې نه پټېږي، هغه خورا ډېر مهربانه دى او بيا يې له يوي ماڼېجنې موسکا سره په برېښنا پسې دروازه کلپ کړه.
غني دې خبرې ته اندېښمن و چې څه به کېږي او دوى ولې د مولوي صيب خانو، چې تر دوى ټولو ډېر پوهېږي، خبره نه مني او شاهدان نه راغواړي. که څه هم غني هغه پيسې او هغه غاړګۍ ليدلې وه، چې د برېښنا دوى له کوره يې پيدا کړې، خو بيا هم د برېښنا پر اوښکو يې يو عجيب شان باور درلود، هغه ګومان کاوه چې هر څوک درواغ ويلى شي، خو اوښکې ځکه درواغ نه شي ويلى، خو تل به يې د خپلې مور اوښکې سترګو ته نېغې ولاړې وې، چې کله به د برېښنا دوى کور نه راغله، نو پرته له دې چي څه ووايې، رڼو او تبجنو اوښکو به يې هر څه سپين، سپين وويل، نور نو د مور کيسې ته به يې اړتيا نه وه پاتې او د تحقيق پر مهال برېښنا ښه ډېرې اوښکې تويې کړې وې، ځکه يې د غني په زړه کې يو ډول باور او يو ډول احساس پيدا کړى و. سره له دې هم غني هغې غاړکۍ، هغو پيسو ته هېښ پېښ پاتې و، له يوې خوا د برېښنا معصومه څېره، د هغې بې وسي، د هغې ساده ګى، د هغې له زاريو او ننواتو ډکې په ژړه غوني اواز خبري او بيا د هغې اوښکې او له بلې خوا غني هر څه په خپلو سترګو ليدلي او په خپلو لاسونو يې موندلي وو، هېښ و چې څرنګه فيصله وکړي، دې ته هم هېښ و، چې مولويان ولې د برېښنا موضوع اوږدوي، اخر هېڅکله هم دلته دومره يو قضايي سکالونه ده اوږده شوې. دې کار دلته سارى نه درلود، نن به يې مجرم راووړ، دوه ورځي وروسته به ترې تحقيق پيل شو، د تحقيق په پاى کې به يوه ورځ پټه محمکه دايره شوه او په راتلونکې جمعې کې به ترې يا لاس، او يا پښې غوڅې شوې، يا به ترې سر غوڅ شو، يا به تر يوه دېواله لاندې شو، يا به يې دُرو ملا ورماته کړه او يا به د دارکړۍ ورته ستونې راووړ کړ او څوک به د تيږو تر ډېرۍ لاندې ورک شو.
غني داسې ډېري پېښې ليدلې، ځکه خو برېښنا او د هغې برخليک ته اندېښنې وړى و، په دې ورځو کې يو عجيبه ناڅرګنده احساس د برېښنا خوا ته ورکشاوه، ځان يې په ناغوښتي ډول هغې ته نژدې، ان خپل ګاڼه. په نه زړه يې جامې بدلې کړې، دا ځل يې د خورې ورې انجړې لونګۍ پر ځاى سپينه ننګرهارۍ ټوپۍ پر سر کېښوده، له لمانځه وروسته يې قران شريف پرانيست، درې ځله يې ياسين شريف تلاوت کړ، بيا يې د رحمن سوره درې ځله تلاوت کړه، ورپسې يې قران کريم څو، څو ځله ښکل کړ، بيا يې يوه اوږده ډېره اوږده دعا وويله، عجيبه وه، د دې لپاره چې ځانته دعا وکړي، ټوله دعا يې برېښنا ته وکړه.
بيا له ځايه جګ شو، وړوکى جيبي ياسين شريف يې له تاخه راواخيست، په ښي جېب کې يې کېښود، پرته له دې چې په کوټه کې نورو ناستو انډيوالانو ته، چې ټولو ورته په هېښو نظرونو کتل، څه ووايي، له کوټې ووت. پر لاره اندېښمن روان و، د مولوي عتيق الله تر دفتر يې له چا سره، ان تش سلام عليک هم ونه کړ. عتيق الله ورته ټاکلي ځاى ته د برېښنا د رسولو وويل، خو ده په قهر ترې وپوښتل:
ــ ولې مو د برېښنا ټول کارونه زما پر اوږو اچولي؟
پکت دلې بې له ما بل څوک نسته.
غني دا خبره په ناخبرۍ کې په ناغوښتې توګه وکړه،ان د ويلو پر مهال هېڅ په دې نه پوهېده، چې څه وايي، خو خبره يې وکړه، مولوي عتيق الله ورته يوه شېبه غلى، غلى او هېښ، هېښ وکتل، بيا يې ورو، ورو پر شونډو يوه د ملنډو ډکه موسکا راڅرګنده شوه:
ــ الکه غني ته ښه هلک يې، پر دا نورو مې باور نسته، ته داسې يې لکه ملايکه.
غني ورته په هېښونکي نظر کتل، چې مولوي بيا وويل:
ــ ځه په نورو خبرو پسې سر مه ګرځوه، ته مې دې کار ته خوښ يې، نور يې نو څه غواړې؟
غني پرته له دې چې مولوي ته څه ووايي، له مولوي نه يې د برېښنا د بنديخانې د کلپ کونجۍ راواخيسته او په هغه لور وخوځېد. برېښنا په کوټه کې غلې او بې خوځښته ناسته وه، هغه داسې خيالونو راګيره کړې وه، چې ان د غني په راتلو يې ځان هم راټول نه كړ، هماغه شان يې ټيکرى پر پښو خور او ځنګل او خيرن وېښتان يې پر اوږو او ملا خواره واره پراته وو. د ها بلې ورځې د خوښۍ څرک يې په بڼه کې نه ښکارېده، يوازې داسې ښکارېده، لکه ټوله شپه يې چې خوب نه وي کړى. سترګې يې داسې پړسېدلې وې، لکه ډېريې ژړلي وي ، دا ځکه د ښکلو سترګو سپين ګاټي يې په سرو رګونو ښکلي ښکارېدل، غني وروکتل. که څه هم هغه هڅه کوله، چې برېښنا ته د خپلې مشرې خور برېښنا په سترګه وګوري، خو دلته يې د برېښنا له جادوګرې ښکلا څخه سترګې پټې نه شوى کړې. برېښنا په دې خورو ورو ځنګلو وېښتو او ناولو جامو کې د رښتيا هم ډېره ښکلې ښکارېده، خورا ډېره ښکلې ښکارېده. غني يو ځل بيا په زړه کې وويل:
ــ ټولې برېښناوې ښکلې دي، خورا ښکلې دي. په يوه متفکر انداز يې لکه بت تراش چې خپل تراشلي بت ته ګوري، داسې برېښنا ته بيا وکتل. اوښکو يې د هغې خورا ښکلي اننګي لانده کړي وو او تر ګرېوانه يې لارې کولې، په کرارۍ يې ترې وپوښتل:
ــڅه خبره ده خور، بيا څه پېښ شوي دي؟
ــ زه... زه ډارېږم، زه دا ګناه منم.
ــ دچيشي ګناه؟
ــ دغه چې ټول وايې ما غلا کړې ده.
ــ ولې د چيش لپاره؟
ــ ما ته قران شريف راکړئ، زه دا ګناه منم، قران نه خورم. غني زه له قرانه ډېره ډارېږم، زه څنګه...
او بيا يې ژړا ستونى په خپلو منګلوکې ونيوه، غني ورته په نرمۍ وويل چي: له دې څخه ښکاري چې دا غلا تاکړې ده.
ــ دا څه وايې، ما ولې غلا کوله، څه ضرورت مې درلوده؟
_ نو څه خبره ده، مسلمان کله، کله د دې لپاره چې نورو ته رښتيا وروښيي، بايد پر سپين کران لاس کښېږدي، دا خو د مسلمان مجبوري ده.
ــ خو زه له دې مجبوريته تېره يم، زه قران نه کوم.
ــ ولې ته داسې کوې، پوهېږې، له کرانه ډار ښه نه دى، پر کران بايد سړى ايمان ولري، پر هغه بايد عمل وکړي، اسلام د بېري دين نه دى.
ــ خو زه د رښتيا ډارېږم، ما کله هم تش په خوله داسې قسم نه دى ياد کړى، زه به پرې څنګه لاس کېږدم، زه دا دغلا تور منم، څه به وشي، يو لاس به مې لاړ شي ايمان خو به مې نه ځي؟
ــ ته لېونۍ يې، ليونۍ پر کران قسم کولو سره د هېچا ايمان نه ځي، په دې کې د ايمان تاوان نسته، ته هسې بېرېږې، په خداى باور ولره.
برېښنا په داسې حال کې چې لکه شوې پاڼه رېږدېده او په منګولو د خپلو مټو په نيولو يې هڅه کوله، چې د غني له سترګو رېږدېدا پټه کړي، وويل:
ــ نه، زه وېږېږم، زه قسم نه کوم، زه مې تر لاس تېره يم، زه قسم نه کوم.
ــ ته ولې بېرېږې؟
ــ نيا مې ويل چې حق و ناحقه قسم دواړه ګناه لري، تر هغې ونې لاندې چې قسم شوى وي، هغه وچېږي. هغې ما ته ويلي چې له قسمه په مرګ ځان وساتم، زه دا قسم نه خورم.
_ سمه ده ورسه او په لوړ ږغ نارې کړه چې: زه غله يم، زه غله يم، سمه ده دا کار خو دې په وسه دى نه؟
_ ما چې غلا نه ده کړې؟
_ نو بيا ورسه هغه پاکه مالګه وڅټه او پر خداى ( ج ) او پاک کران کسم يادکړه.
غني دا وويل او سمدلاسه يې له جېبه ياسين شريف راوايست، په ډېر درناوي برېښنا ته په دواړو منګلو ونيو.
ــ دا درسره واخله، دا د کران شريف زړه دى، پرخداى باور ولره، هېڅ هم نه کيږي.
خو برېښنا يوې عجيبې عقيدوي وېرې په مخه کړې وه؛ ځان يې ډېره لويه ګناهګاره احساسوله، داسې يې ګڼله چې شېبه وروسته يې ټول ګټلي ثوابونه په اوبو لاهو کېږي. پر دې خبرې يې کلک باور درلود چې حق و ناحقه قسم دواړه يو شان ګناه لري. په خپلو پښوکې يې قران شريف ته د نژدې کېدو سېک نه ليده، لکه شوې پاڼه داسې يې ټوله پژۍ رېږدېده، د خپل زړه درزا يې اوچته احساسوله، د نيا له خبرو يې ذهن ډک و، لکه زندۍ چي يې په غاړه كي وي، داسې يې سا تنګه، تنګه کېده او لکه غني چې د برېښنا ناکراره حالت احساس کړى وي، داسې په لوړ غږ چې برېښنا يې واوري، ويل:
ــ بې شکه چې رب العزت د حق پر خوا دى.
برېښنا غني ته تر شا وکتل، غني هم داسي ورته وكتل، لکه دې ته چې وايي:
ــ ورځه رب العزت پوهېږي، هغه په هر څه خبر دى، پر هغه باور ولره!
همدا چې برېښنا د قران شريف پر سر پاشلې مالګه وڅټله او په قران شريف يې قسم ياد کړ، مولوي خانو اوږده سا واخيسته، په نرمۍ يې برېښنا ته وکتل، بيا يې نورو ته مخ کړ:
ــايله يې کئ نور نو حك نه پر لرئ!
مولوي حسين ژر مخ ورته راواړاوه:
ــ مولوي صيب! څوک چې غلا کوي، قران شريف هم خوري.
ــ نو بيا مو ولي شاهدان نه غوښتل، چې کران مو ورکړ؟
ــ موږ ويل، که ووېرېږي،
ــ که مو پام و، اوس ام له ډېرې بېرې مرګ پر تيرسو.
_ منګر کسم يې وکړ.
_ ملا صيب! طالبانو يې په کور کې غاړه ګۍ او پيسې پيدا کړي، د دواړو پيسې له ديارلسو دينارو ډېرېږي.
_ زه په نورو نه پوهېږم، ما د اوله د شاهدانو خبره کړې وه، نه پوهېږم، تاسي ته ولې پر کران کسم دونې اسانه ښکاري، چې بس هر څوک مو ګيرکړ او کران ورکوي، دا ښه کارنه دى، د شريعت لاره درې شاهدان دي، بس هماغه يې سمه او د عدالت لاره ده.
په دې منځ کې مولوي عتيق الله د دوى خبرو ته راولوېده:
مولوي ساب! ته پکر مه کوه، د دې ژبه زه درخلاصوم.
ــ مولوي خانو پر مولوي عتيق الله سمدلاسه راغړم وهل:
ــ عتيکه! ته لا د ځوانۍ په جوش کې يې، پر لاس دي پکر ساته، اسلام د عدالت دين دى، نه د وهلو، بس هماغه درې شاهدان يې شرعي لاره ده.
_ صيب! بله لار نه ده پاته.
ــ که بيا ام ستا په ولو (وهلو) کار ونه سو؟
_ بيا نو هغه وخت شاهدان راغواړو.
_ يا، يا، دا نو بېخي نه درسره منم، دا دخداى لا ر نه ده.
مولوي خانو دا وويل او له ځايه په دې پورته شو، چې ټولو ته د رخصتېدو ووايي.
مولوي عتيق الله همدا چې له کوټې راووت، نو مولوي حسين ته يې په غوږ کې وويل:
ــ نه پوهېږم څرنګه دا مولوي ساب خانو د دې غلې پر مخ سوى دى؟
بيايې برېښنا ته وکتل:
ــ لکه چې دا غله غېږې هم ګرموي؟
سره له دې چې په دې مهال کې برېښنا د مولوي عتيق الله تر څنګ ولاړه وه، خو د هغه دا خبره يې هېڅ وانه ورېده، دا مهال د هغې زړه او ذهن يواځي له يوې غونډلې ډک وو: قران کول ګناه ده، خدازده که ژوندۍ پاتې شم.