لومړى څــپرکــى

په بخارۍ کې د ډبرو سکرو څلور ګردې، ګردې لوټې په سرو سکروټو بدلي شوې وې، خو د کوټې هوا لا سړه وه. که څه هم دغو سکروټو هڅه کوله، چې د کوټې هوا توده کړي، خو د کړکۍ د زړو پلاستيکونو له شلېدلو درزونو نه راننوتونکي د سړو څپو د سکروټو هڅې ورشنډولې.
هغه د بخارۍ تر څنګ ناسته وه، په خپل غېږ کې پروت ښکلي ماشوم پر تورو او نرمو وېښتو يې خپلې نرمې او سپينې ګوتې راښکلې. که څه هم دوه سترګې يې د سکرو پر سکروټو نښتې وې، خو په ذهن يې د سلطان خبرو ورو، ورو چکونه لګول.
واوره ښه په خلاصو غوږو واوره، يا به له څرکه تېرېږې او يا به له زمان سره...
دا غونډله يې له ذهنه، لکه د اور سيخ څو، څو ځله تېره شو، خو په هر ځل به نيمګړې پاتې شوه. برېښنا په ځان کې د دغې غونډلې د بشپړولو ځواک نه ليده، خو دغې نيمګړې غونډلې به هم د برېښنا په مغزو كي د اور لمبې بلې كړې. په دې منځ كي برېښنا هڅه کوله، چې د خپلې مور كيسې ته غوږ شي، هغې ته به يې د سترګو لاندې وکتل. دا دى يو کال او څو مياشتې اوښتې وې، خو د امنې په غوښين مخ او ښکلو غوښينو شونډو کې خندا سر لا نه ښکاره کاوه. د امنې وېرژلې بڼې به د برېښنا پر ذهن او زړه د غم لړمان ورخوشې کړل، دا ځکه خو يې ترې سترګې واړولې او خپلو زورونکو خيالونو ته يې له ډېرې نهيلۍ پنا يووړه، امنې په دې ورځو کې برېښنا ته زښتې ډېرې اوږدې او پخوانۍ کيسې راپيلې کړې وې؛ د کوټ د متين کيسه، د ننګرهار د شاغاسي کيسه، د کنړ د غلام محمد کيسه. ښايي هغې غوښتل چې په دغو کيسو کې خپلې لور برېښنا ته اروايي بوختيا پيدا کړي او يا يې غوښتل، په دې کيسو کې برېښنا ته يو څه ووايي. امنې د ارواپوهنې په څانګه کې خپلې زده کړې کړې وې، ښايي يوه وجه يې هم همدا د هغې زده کړې تجربه وه، خو امنې ګومان کاوه چې برېښنا يې کيسو ته غوږ ده، ځکه خو به يې سمدواره يوه بله کيسه ورراپيله کړه. مګر له دغو ټولو او ډېرو کيسو څخه برېښنا يوه غونډله هم بشپړه نه وه اورېدلې او ان کله، کله به يې لا دې ته هم پام نه و، چې مور يې ورته کيسه کوي.
امنې اوس هم ورته د کوټ د متين کيسه راخيستې وه، همدا چې مور يې په نرم غږ دا ناره وويله:
د متين مورې، زما ترورې، نه به متين راشي، نه به ما کړي کور دننه.
برېښنا وواهه او پرته له دې چې خپلې مور ته لږ پام وکړي، په تراټ له کوټې ووته. خو همدا چې په انګړ کې د سړو سړې څپې يې پر مخ ګوزار وکړ، نو ايله يې په خپله غيږ کې ويده دوه کلن ماشوم ته پام شو، بېرته كوټې ته رادننه شوه. په خپلې خور ګلالۍ پسې يې سترګې وګرځولې. شپاړس کلنه ګلالۍ د کوټې په کونج کې راټوله ناسته وه، څه يې لوستل، دې د هغې غېږې ته ماشوم ورګوزار کړ، ګلالۍ ورته هيښ، هيښ وکتل، خو برېښنا ترې مخ واړاوه، په يوه تُند حرکت ووته. يوه شېبه يې د خاورينې چوترې پړنې خاورې ته ورکتل، چې ورو، ورو يې د سليمان خندانه بڼه، لکه برېښنا له ذهنه تېره شوه. د هغه د غني خان شعرونه زښت ډير خوښېدل، چې چا به هر کار وکړ، نو ده به ورته د غني خان يو شعر ووايه او بيا خپله د برېښنا د ذهن پرده د غني د ابيت راونيوله
دا د پښولاندې خاورې چې ګورې
دي د چا شونډې سرې، سترګې تورې
دا يرې معشوقې وې چې تلې په خندا
ورته مه کړه ژړا ورته مه کړه ژړا
د دغه شعر په رايادولو، لکه ځورېدلې وي، داسې په چټکو ګامونو د کوهي پر غاړه ولاړې د مڼې وچې ونې په لور وخوځېده او همدا چې د وچې مڼې پر وچې تنې يې منګوله ولګېده، نو سږنى پسرلى يې پر زړه راواورېده. سږ پسرلى دغې ونې، زښت ډېر بار ونيوه، ټولو ويل دې مڼې هېڅکله هم دونه بار نه نيوه، د امنې سترګې به چې پر مڼې ولګېدې، نو سمدلاسه به يې وويل:
دې مڼې هېڅکله هم دونه بار نه نيوه، خو هغه مهال برېښنا ته د ونې په بار کې هېڅ توپير نه ښکاريده او ان دا ځل لاورته مڼې پيکه، رنګه ښکاريدې او بيا ورو، ورو هغه مهال يې پر زړه راواورېده، چې د سليمان دوى کور ته د تګ لپاره يې يوه، يوه ورځ ګڼله. دا بايد د ليندۍ په مياشت، د سليمان دوى کورته تللې واى او هغه ورځ هم راورسېده، خو دا مهال د مڼې ونه مخ په وچېدو وه. ټولې مېوې يې رژېدلې وې. يوه، يوه دانه پاڼه يې، لکه غرغره سوې، داسې مړاوې، مړاوې راځړېده.
که څه هم ټولو ويل چې مڼه له نظره شوه، سږ کال يې زښت ډېر بار نيولي و، خو برېښنا ته دا خبرې بې ارزښته وې، هغې ځان مڼې ته په يوه هېښونکي ډول نژدې احساساوه، ځکه خو د سليمان دوى کور ته له تګ دمخه يې پرټولو دا دين کېښود، چې د مڼې ونه به نه وهي او کله چې د سليمان دوى کور ته روانېده، نود مڼې ونې ته دومره په ځنډ ودرېده، چې د ټولو پرې د لېونۍ ګومان راغى. دا ورځ د ليندۍ شلمه وه، ايله په دې ټول کال کې د لومړي ځل لپاره، د کابل پر ښار سپينه واوره په ګډا، ګډا اورېده. اېله، اېله د مارغانو له سترګو د افشارو، څلورمې کارتې، ميوند واټ، زړو مکروريانو، رحمان مېنې او د ټول کابل کنډوالې واورو پټې کړې وې، اېله په دې تيرو څو کلونو کې کابل يو رنګ موندلى و، چې برېښنا د خپلې شتمنې خسرګنۍ په بدرګه کې، د خسر کور ته ولاړه .
د برېښنا پر ذهن هغه شېبه راواورېده، چې لا خو پر ځاى به سمه نه وه ناسته، چې سلما ورته په ورغوي کې
کونجي كېښوده، دې زر زيړې کونجۍ ته وکتل، په دې کې سلما وويل:
وريندارې! دا ستا خپل امانت دى، داسې مې درته سلامت ساتلى، چې د چا هغه بد نظر هم پرې نه دى لګيدلى او بيا يې پر شونډو يوه شيطاني موسکا وځغلېده. برېښنا يوه شېبه کونجۍ ته کتل، چې د تودو اوښو يې ورته اننګې ښکل کړه، کونجۍ يې په منګولو کې داسې راپټه کړه، لکه ناستو کور بنوته د اور په ګوته کوي، چې دا کونجۍ په رښتيا هم يواځې د دې امانت دى. عقيدې مور ته يې د سترګو لاندې وکتل، هغه له بڼې قهرژلې برېښېده، خو حاجي صيب سره په لوړ غږ خبرو باندې يې هڅه کوله، د نورو له سترګو قهرژلي حالت كړي.
برېښنا د هغې دا حالت ښه محسوس کړ، مګر په خوله يې څه ونه ويل، تر څنګ پر نيولي پروت، خوبولي څرک ته يې وکتل. بيا ورو له ځايه جګه شوه، پرته له دې چې ناستو کور بنوته څه ووايي، د هغوى د هېښو نظرونو په بدرګه کې له کوټې ووته .
د غټ ګردي دهلېز په ها بل پلو کې هماغه کوټه وه، کومې چې همدا اوس يې کونجۍ د برېښنا په منګولو کې پټه وه. برېښنا په اوچتو ګامونو د دهلېز د لوکس فرنيچر له کږو وږو لارو نه تېره شوه، خوهمدا چې د ښکلي ګردي مېز له څنګه تېرېده، مېز سره د ټكر له وجې د مېز پرسر ايښې بلورينه ګلدانۍ پر ځمکه راپرېوته او زرې زرې شوه. د ګلدانۍ له ماتېدو سره جوخت، برېښنا پښه ونيوله او تر شا يې وکتل، د ګلدانۍ ګلان تيت پراته وو.
ورېندارې خير دى، د دوه روپيو ګلدانۍ وه، څه د سړي سر خو نه و!
د غږ په لور يې وکتل، سلما په موسو شونډو د ناستې کوټې په درشايي کې ولاړه وه، خو برېښنا ترې په چوپتيا مخ واړاوه .
د ګلدانۍ ماتېدو د برېښنا په ذهن کې يوعجيب شور ماشور جوړ کړى و، خو سره له دې هم د کوټې پر لور روانه شوه. کوټې ته چې ورسېده، د کوټې د وره پر کونډې يې ګوته راوښکله. پرکونډې دومره ګردونه پراته وو، چې د دې د ګوتو خاپ پرې اوچت پاتې شو. دا وپوهېده چې د دې له تګه وروسته چا دا دروازه نه ده پرانيستې، نو په ارامۍ يې کولپ ته کونجي ننه ايسته او په کې ويې څرخوله، له يوه نرم ټک سره کلپ پرانيستل شو. د دروازې په پرانيستلو كي زړه نا زړه وه، رښتيا دا ده، چې د دروازې له پرانيستلو ډارېده، ورو يې دروازه ټېله کړه، لکه دروازې هم هسې پلمه غوښته، د دې له وړې ډکې سره سم پرانيستل شوه. برېښنا هماغسې په درشايې کې ولاړه وه، پر دننه کوټه کې يې خپل سکين نظر وځغلاوه، بلورين قنديل هماغسې غلى او بې خوځښته ځوړند و. د کړکۍ په تاخ کې جريبن او ګلپاڼ ګلان وچ شوي وو، د سينګار مېز په سر ايښې د عاجو ناوکۍ، د لاس په پياله کې د خوب ښکلي څراغ داسې مړوو، لکه بيا چا نه وي روښانه کړى. خو پرهر څه د دوړو نرۍ پرده ښکاريده.
څولوېشته ها خوا يې سترګې د واده پر پلاز ولګېدې، د پلاز پر سر خورې سرپلازۍ نه، داسې ښکارېدل، چې له هغې ورځې نه بيا تر دې دمه چا ګوتې نه دې وروړي او لا خو د سليمان
د پژۍ نقش پرې داسې اوچت ښکارېده، لکه همدا نن ګهيځ ترې سليمان پاڅېدلى وي.
ورمنډه يې کړه، پر پلاز پړمخې پرېوته، په هاى هاى يې وژړل، ډېرې شېبې پر پلاز پرته وه، له دوو ښکلو شونډو يې وړې سلګۍ، لکه وړې مرغۍ الوتې. د شېبو په په تېرېدو يې سلګۍ ورو او بيا کرارې شوې. له ځايه پاڅېده، د خپل ناوېتوب پلاز ته يې بيا وکتل، داسې لکه د دغه پلاز په ننداره، چې نه مړېده، هسې يې ترې د سترګو اړولو زړه نه کاوه.
بيا يې پر کوټې ځغلنده نظر واچاوه، هر څه د يو کال پخوا په شان وو، ان د غني خان کتاب لا پرهماغه ځاى پروت و، چې کله سليمان له وتو څخه دمخه ترې يو ښکلى شعر برېښنا ته واوراوه. ورو يې د کاليو د المارۍ پر لور وکتل، وړاندې ورغله، په المارۍ کې د سليمان کالي لا هماغه شان خوندي ځړېدل، هماغه شان د سليمان توره کورتۍ له نورو کاليو جلا ځړېده. پر کورتۍ يې ورو، ورو ګوتې راوښکلې، بيا يې ورو، ورو د کورتۍ جېبونو ته منګولې ورښکته کړې، داسې لکه کله به يې چې ساړه وشوه، نو نژدې به ورغله. په همدغو جېبونو کې به يې لاسونه دننه کړل او سليمان به هم تر هغې ورته ولاړ و اود دې د ښکلو تورو سترګو ننداره به يې کوله، تر څوچې دې به په خپله خوښه، د هغه له جېبونو منګولې راوښکلې، خو بيا به نووار د سليمان و، چې د دې د وړې او نرۍ پژۍ په تودوښه د خپلو ځواکمنو رګونو ساړه وشړي.
هماغه کورتۍ، دا دى په كوټبند ځړېده او دې هم د تشې کورتۍ په جېبونو کې د تودېدو په هيله لاسونه ننه ايستې وو او ورو يې کورتۍ مخې ته ورنژدې کړه. دې کورتۍ د سليمان د بدن خوږ وږم ښه خوندي ساتلى و. د دې لپاره چې دا وږم ډېر بوى کړي، په کورتۍ کې يې خپل مخ ښه پټ کړه، له دې سره نو نن اوښکو ښه کلک تړون کړى و، ځکه خو يې د اوښکو نيز لا څپڅپانده کېده. کورتۍ يې له کوټبند سره په غېږ کې ونيوله، خداى زده، چې هغې به څومره موده پر کورتۍ د خپلو تبجنو اوښکو باران اوراوه، چې يو مهال نوره نو پر ځان ونه پوهېده.
ښځې سمه کيسه وکړه، له کيسې نه دې ژړا ډېره ده!
د پلار له غږ سره برېښنا شټ وواهه، ايله پر ځان وپوهېده، چې د پلار په کور کې ناسته ده.
د کوټې په لور يې ترشا وکتل، د کوټې کړکۍ تړلې وې، خو د مور او پلار شور ماشور يې ښه اوچت اورېدل کېده او په دې منځ کې يې د مور د ژړا غږونه خورا اوچت وو، چې ويل يې:
سړيه زه يې له نورو نه ډارېږم، خو چې زلمى مو ځوان واى، نو د برېښنا د ګټلو به هم څوک و، د حاجې دې به هم رانه سترګه سوځېده. ما ته خو دا خلک سيالان نه ښکاري، نه چې بل پسات ونه کي.
د سراج قهر ژلى غږ پر انګړ چوپتيا لاسبرې کړه،
ښځې د ډار پکشې راته مه خوشې کوه، زه نر وينم چې زمونږ برېښنا ته پاس کدرې هم وګوري، مګر دا سر په دې تنې نه وي نو او بل تاسې ښځي د وېرې غول ياستئ غول .......
له دې سره جوخت د کوټې د دروازې پرانيستل کېدو او بيا بندېدو غږ راغى، ورپسې په ټول کور کې چوپيتا خوره شوه او په دې وژونکې چوپتيا کې برېښنا د وچې مڼې ترڅنګ، لکه بت هسې غلې ولاړه وه، خپل لاس کې د سليمان د لاس سرو زرو ګړۍ ته يې وکتل، د ګړۍ طلايي ستن، د مازديګر پرڅلورو بجو ولاړه وه.
په زړه کې خوښه شوه، دا ځکه چې دا ده، دا څلورمه ورځ هم په خير او بې له څه خبرو تېره شوه. دا چې سبا به څه کېدل، برېښنا يې له انګېرلو هم ډارېده. لوړ يې وکتل، ژمنى لمر پريوتو و، له ډېرې خوښۍ په يخنۍ نه پوهېده، د دې ورځې تېرېدل ورته داسې ښکاره شوه، لکه چا يې چې له اوږو او زړه نه کوم دروند او لوى پېټى ښکته کړى وي، داسې په خوښۍ د وچې مڼې له څنګه وخوځېده.
  
د دو زړو پردو له منځه دسباني لمرسپينووړانګو يوه سپينه ليکه دکړکۍ نه دکوټې تر منځه داسې غزيدلې وه، چې د کوټې پرغولي د خور ټغر سورۍ ، سورۍ پژۍ يې د سترګو نندارې ته ايښې وه. بيا يې نرمه سپينه ليکه د برېښنا د شنو او پړسېدلو شونډو او اننګو له پاسه ښويېدله او بيا د څرک پر ګلابي شونډو راپرېوته. څرک د کمکيوالې رنګين خوب زنګاوه، برېښنا يې تر څنګه په ټوکلي، ټوکلي بدن او پړسېدلي مخ داسې ډوبه خوبولې پرته وه، لکه هغه مهال چې لا ناوې وه او سباني خوب به داسې کلکه په غېږ کې راونيوله، چې لمونځ او د سبا نارى به ترې پاتې شو ...
ګلالۍ ايله د انګړ له جارو کولو لاسونه مينځلي وو، چې لويه دړه په قهر څو، څو ځله وټکېده، د دروازې له ټکېدوسره برېښنا شټ وواهه، سمدلاسه له خوبه پاڅېده، زړه يې شديد ټکان وکړ، پر زړه يې لاس کېښود، خو په منډه يې د دروازې له سره قران شريف راواخيست، څو، څوځله يې ښکل کړ، بيا يې په غېږ کې کلک ونيو، چې ايله يې د زړه درزا کراره شوه، خو پر ژبه يې لا هماغه دعا څرخېده .
_ خدايه خير کې، پاکه خدايه ته مې بېوسۍ ته وګورې، يا ربه خير کې .
دې لا قران شريف په غېږ کې کلک نيولى و او لا له دعاګانو نه وه خلاصه، چې د سلطان غږ يې په غوږونو لکه تندر راپرېوت. سلطان په دهلېز کې ولاړ و او چيغې يې وهلې، څه يې ويل، د سراج غږ به هم کله، کله ورسره ټکر کاوه .
دې هڅه وکړه چې يو څه واوري، غوږونه يې د دهلېز پرخواوربوڅ کړل، د سلطان غږ يې پر غوږو ولګېد، چې په چيغو يې نارې وهلې:
وپوهېدې! يوه سترګه به يې ژاړي، يو به يې خاندي. هغه شينګړه مجبوره ده، چې کورته لاړه شي او لکه مرداره هلته واوسېږي .
ورپسې د سراج چې د برېښنا پلار و، قهر ژلي غږ برېښنا ولړزوله:
ما د حاجي په کور کې نر نه دى ليدلى، ته بيا کوم ګيدړ يې، چې برېښنا له ځانه سره وړې.
اى سراجيه! له ټغر سره دې سمې پښې غزوه، داسې به يې درنه يوسم، چې له حيرانۍ دې خوله تر پښوڅيرې شي وهېدې!؟
د امنې له زاريو ډک غږ جګ شو:
زويه نور نو زما پر لور حق نه لرئ، د هغې کمبختې همدايو غم بس دى، تاسې زما د دې خوارې لور نه څه غواړئ؟
_ مرګ غواړو مرګ، وپوهېدلې؟ تاسې زما د لور نه څه غواړئ؟ شينګړې لور ته دې لږه حيا ورزده کړه، چې پر ځاى کېني او در نه شي .
د برېښنا نو نور زړه کرار ونه موند، ورپسې ووته. که ګوري چې پلار يې له سلطان سره لاس او ګرېوان دى، د سلطان په ځوانو او ځواکمنو مټو کې کمزرى اونيستۍ وهلى سراج داسې ښکارېده، لکه د ديو په مټو کې چې کومه پريښته بنده وي. برېښنا پر خپل ځاى درېدلي پاتې شوه او په راوتلو هېښو سترګو يې د خپل پلار او سلطان د جګړې نندارې ته کتل، خو شېبه به لا نه وه تيره، چې له انګړه زلموټى زلمې او پيغلوټې ګلالۍ سوټى په لاس راپيداشول؛ دوۍ دواړو په ګډه مخ پرسلطان ورمنډې کړې، خلک خو هسې په تشه نه وايي، چې په يوه نفر چې دوه شي، رڼا ورځ پرې توره شپه شي. امنې هم په سلطان ګوزارونه پيل کړه، خو سلطان د دوى له ټولو ګوزارونوسره، سره ځان خلاص کړ او مخ په دروازې يې منډه کړه. سراج همدا چې د سلطان له مټو خلاص شو، د خپل عدت سره سم يې يوې خوا ته لاړې تو کړې، بيا يې خپل وزرونه وڅنډل، د برېښنا پر خوا يې تر سترګو لاندي وکتل، سمدلاسه يې لويې دروازې ته مخ کړ او په چيغو، چيغو يې وويل:
ولاکه پرې ښاد شي، مګر زه نه يم دوسانو.
خو په همدې شېبه کې بيا د انګړ دروازه پرانيستل شوه، سلطان بيا راښکاره شو، خو کور ته رادننه نه شو، همالته په ولاړه يې برېښنا ته په چيغو او قهرژلې ژبه وويل:
شينګړې زه به ستا او ستا د دې ديدو پلار مذهب په لاس درکړم.
سراج ورپسې وګرځېده.
_ ځه، ځه لاس دې څلورو خواوو ته خلاص، د حاجې زو، زه وګورم چې نر څوک دى او ښځه څوک ده؟
_ ډېر مه غرتېږه، داسې کانې به درباندې وکړم، چې له لور دې د کوڅې سپيمه ډېره قدرداره وي.
_ دکوڅو سپيمه خو ستاسې په کور کې ده، هغه عقيده مور جانه دې ښيم، د کارمل ښځه.
_ وايم خوله دې پرځاى خوځوه، که نه زما د کږوخولو سمول ډېر ښه زده دي، د هجړا پركټيه.
_ څنګه ميره دې يو وخت د کارمل او بريالې بې نکاح ښځه نه وه، د ښځو د سازمان مشره، د ښځو د حقوقو مدافع، پلار ته دې ښځه نه پيداکېده، نو ځکه د کوڅو په ټول کال سپيمې واوښت.
د سراج په دې خبرو سلطان يوه شېبه غلى شو.
خو سمه د واره يې په داسې حال کې چې غاښونه يې چيچل، وويل:
سراجيه قسم دى چې كه مې د اسمان ستوري درباندې شمار نه کړه، نو زه به رښتيا ښځه يم او ته به نر او بل اى شينګړۍ د تېښتې د وخت يار دې د مزو نه پس په لاره مرداره پرېښووې، مزداره شپه يې تېره کړه.
_ سلطانيه زما د لور نوم په مرداره خوله مه اخله، دا ستامېره نه ده، چې په هره ناولې خوله يې نوم وګرځي.
له دې سره يې په سلطان پسې ورمنډه کړه، خو سلطان سمدلاسه پښې سپکې کړې او د سترګو په رپ کې بيا نه و.
د سلطان له تلو سره د سراج په وړوکي خټين او خوار کور کې يو ځل بيا کراري او چوپتيا خوره شوه. په کوټه کې ټول غلي کېناستل، امنې به کله، کله سراج او بيا به يې برېښنا ته وکتل، برېښنا راټوله ناسته وه، سر يې ښکته نيولى و. سراج د تسبو دانې ژر، ژر اړولې، خو ګلالۍ او زلمى يو د بل تر څنګ داسې په غرور ناست وو، لکه دوى ته چې ښيي:
که مونږ دواړه نه وو، له تاسي يې کوفتې جوړولې.
_ امنې په کرارۍ بريښناته مخ واړاوه لورې! شکر ځوانه يې، بې سياله ښايسته يې، که بل واده ته زړه ښه کې، خداى به درته کال داوخت غونډى مونډى ښايسته لکه ګل زوى درکړي، له دې زويه ورته تيره شه، نه چې بل پسات درباندي وکړي، زه خو له همدې خبرې ډارېږم، دا رنګه خلک زويه ډير عقيدې وي، ته په دې خبرو نه پوهېږې.
خوسمدلاسه سراج پرې له قهره راغړم وهل:
داچټيات دې بس کړه، ملامته نه يې ښځه يې د ډار ګوډې.
_ دا ته يې د غيرت او تورې بنګړى، ووايه څه کولى شې؟
_ اى بې عقلې ښځې! د دغو بې علمه ملايانو امير فرمان صادرکړى، چې څو په ...
_ هو! بس، بس زه پوهېږم، په دې ټولو خبرو خبره يم، دا ټولې هسې د خولې دوړې دي، د بازي لور ګلمينۍ خسرګنو څنګه په زور يووړه، اوس يې يوه پټکي څوارلس کلن هلکي ته کېنولې ده.
_ ښځې ښه واوره هغه بازى و، زه سراج يم، ودې پېژندم؟
_ د وخته مې پېژندلى يې، چې شېر خط لپاره په جېب کې يوه انه هم نه لرې.
او! بيا دواړو وخندل، سراج په خندا کې وويل:
_ ځه خير، بيا به درمعلوم شم، د تش جېب پيغور مه راکوه، زما ژوند خو تا ته معلوم دى، اوس خو خداى داسې راوستې ده، ښايي ازمويي به مو.
برېښنا ته د مور او پلار خندا هېښوونکې وه، خو څه يې ونه ويل، د سترګو لاندې يې وچې مڼې ته وکتل، چې سهارني باد يې وچ ښاخونه يو بل سره غاړه غړۍ کول او د هډوکو د لګېدو غږ يې تر دې ځايه رسېده، خو نرۍ وچه ملا يې لا نېغه پاتې وه.
  
له هغې ورځې چې سلطان په برېښنا پسې راغلى و، يوه اوونۍ تېره شوه، خو حاجي دوى سره او سپين نه ښکارېدل، سراج دوى هم ډېر خوښ وو، په تېره سراج ډيرخوښ ښکارېده، هغه ګومان کاوه، چې په خپل قهر يې سلطان دوى ډارولي دي، ځکه خو به يې په وار، وار وويل:
حميد بابا رښتيا وايي چې: چېرته ډب هلته ادب، کنه اوس به مو د حاجي دوى کارونه ليدلي وو. خو د امنې زړه ته داخبره نه لوېده، هغې سراج ته وويل: ګومان کوم چې مار دې مړ نه کړ، لنډى دې کړ.
برېښنا هم د خپل پلار په شان خوښه وه، هغې هم انګېرل چې حاجي دوى ډارېدلي دي، كه نه هغوى د خوشې کولو خلک نه دي، د پلار او د سلطان تر منځ د جګړې اتم ګهيځ وو، برېښنا له پخوا نه په خوښۍ له خوبه راپاڅېده، زر، زر يې خپل لمونځ وکړ، هغې خو هسې هم د پلار په کور کې جارو نه کوله، داځکه چې په وار، وار يې ورته مورنۍ نياويلې وه، چې خورلڼه (واده کړې نجلۍ) بايد د پلار او پلرګنۍ کورونه جارو نه کړي، بيا يې پلرګنۍ نېستمنه کېږي، نو بې له جارو يې د کور نورې ټولې چارې ژر، ژر تر سره کړې، څرک يې ومينځه. هغه نو اوس نوى په خبرو راغلى و او لکه ښارو يې يوه، يوه نيمګړې خبره کوله، همداسې يې د هغه خبرو ته غوږ نيولى او ډوډۍ يې ورکوله. د څرک تورې اوږدې، اوږدې غټې سترګې، تکه سپينه بڼه، اوږده، اوږده باڼو ګان او تک تور زيږه وېښتان يې د مور په شان وو، خو ښايسته شونډې او نري اوږده لاسونه يې د سليمان په شان وو، خو وړې پښې يې د برېښنا غوندې وې، ټولو به همداويل:
څرک نيم مور ده، نيم پلار .
دې خبرې ته يو نيم کال وړاندې برېښنا زښته ډيره خوښېده، دې غوښتل چې دا خبره له چا او هرې خولې نه واوري، مګر اوس پر برېښنا دا خبرې دومره بدې لګْدې، چې سمدلاسه به يې هغه ځاى پرېښوده، هغې غوښتل چې ټول ووايي:
څرک ټول مور، مور دى.
برېښنا چې به کله څرک ته جامې وراغوستلې، نو دې خبرې ته به يې پام شو، چې رښتيا هم څرک نيم مور و، نيم پلار. په زړه کې به يې وويل:
د خداى څه لوى ذات دى.
دا ځل يې د ډوډۍ پر مهال بيا څرک سر تر پښو له سترګو تېرکړ، مګر د څه مجال يې په دهېلز کې د شور ماشور له وجې پيدانه کړ. سراج په منډه دهلېز ته ووت. ورپسې زلمى، بيا امنه ووتله. برېښنا په دهلېز کې خبرو ته غوږونه بوڅ کړل، د خلکو په زوږ کې يې د خپل پلار غږ اوچت اورېده، چې په لوړ غږ يې ويل: ملا صيب! شکردى الحمدالله، مسلمانان ياستئ، يومسلمان د بل مسلمان کور ته داسې بې ستره نه ننوځي.
د يوه تن لوړ غږ ټول غږونه غلي کړه:
وايم چپ شه د کمونيست زويه! ته بيا له کومې مسلمان شوې، څه شوه هغه غله؟
او شېبه وروسته کوټې ته يو له ونې دنګ څڼور ښکلى سړى له ماشينګڼې سره يوځاى راننوت، د هغه په ليدو برېښنا پر سر ټيکرى زر، زر جوړکړ، سړي وخندل:
اوس پوړونى پرسروئ اه، پخوا دې خداى نه و په ياد، دا ښه دى چې موږ يو، كه نه تاسي لاچکو به بازاراونه درلودل.
خو برېښنا څه ونه ويل، همداسې يې څرک نور هم په غېږ کې کلک کړ، هغه هېښه وه، چې څه خبره ده؟
څو څڼور طالبان په کوټه کې د کوم څه په لټولو بوخت شول، داسې ښکارېده چې په دوه نورو کوټو کې هم همداسې پلټنه روانه ده، بېرته يې ژر څڼور سړي ته وکتل، دغه ټوپکوال سړي ورته په قهر ژلوسترګو داسې کتل، چې په سترګو کې يې کرکه له ورايه څرګندېده. د څڼور سړي تر شا امنه په لوڅ او ببر سر راننوته، سمدلاسه يې د برېښنا په لور ورمنډه کړه، هغه يې له څرک سره په غيږ کې راونيوله، په داسې حال کې چې د برېښنا له وړې او نرى ملا نه يې د خپلو لاسونو کړۍ نوره هم تنګوله، څڼور طالب ته يې په ترهېدلو سترګو کتل، شونډې يې رپېدلې، لکه غوښتل يې چې څه ووايي، خو ژبه يې په خبرو نه څرخېده،خوله يې وچه وه، د څڼور وهم دومره ډېر و، چې امنې نه غوښتل، د هغې رېږدېدا څڼور وويني، نه چې يې لور، يا دې ته څه ووايي. امنې په داسې حال کې چې څڼور دنګ ټوپکوال ته يې کتل، کله، کله به يې سترګرو لاندې دهلېز ته هم وروکتل. په دهلېز کې سراج او زلمى د ټوپکونو او خيرنو څڼو په کلابندۍ کې تښتېدلي رنګونه ولاړ وو. د سراج لاسونه دوو څڼورو طالبانو تر شا کلک نيولي وو. سراج مخامخ په کوټه کې دننه کتل، خو د کتلو ټکى يې نه ښکارېده، خو زلموټي زلمي چې لا څوارلس کاله يې له تنکي ژونده تېرشوي وو، کنځلې کولې، ګواښونه يې کول، چې کله ځوان شي، نو دوى سره به ضرور ګوري. يوه طالب ورته ښه کلکه څپېړه ورکړه، خو دې څپېړې زلمى قهر ژلى کړ:
د سپي زويه، بې غيرته، ډارنه، که نر يې لاسونه راته خلاص کړه، چي درسره معلومه يې کړم، په تړلو لاسونو ميږى هم وارکولى شي.
د زلمى پر دې خبرو ناڅاپه طالب، چې پر زلمي يې وارکړى و، تک سور واوښت، سترګې يې له قهره داسې راووتې، چې نژدې و له کاسو ولوېږي، ناببره يې خپل ټوپک خپل ملګري ته وروسپاره په لوړ غږ يې چيغه کړه:
_ آه، مولوي صاحب! دى يې راسره معلوموي، ته دې كار پرېږده، راسه چې له ده سره يې معلومه کړم او بيا يې په قهر زلمي ته مخ کړ:
_ چاړه دې چېرې ده؟
زلمي هېښ، هېښ وروکتل، خو طالب پرې چيغه کړه:
راسره معلوموې يې نه؟ نوولې دې د ښځو په شان رنګ ژيړ سو، وام چاړه دې چېرې ده؟
په دې منځ کې سراج نژدې و، چې کړيکه کړي، هغه په دې پوهېده، چې د کندهاريانو يو بل سره معلومول، د روسي دويل يوډول دى، چې يو د بل ورنونه تر هغو په چړو سره وهي، تر څو چې يو يې له پښو ولوېږي، بيا سهابل تن مجبوروي، چي بېهوښه تن تر روغتونه ورسوي. سراج دارنګه پېښې هغه وخت چې په هلمند کې يې دنده تر سره کوله، زښتې ډېرې ليدلې وې. ده زښت ډېر تنکي ګلالي ځوانان ليدلي وو، چي يو بل سره د معلومولو په ليونتوب کې سوري، سوري شوي وو، نو ځکه خو زلمي طالب ته په زاريو شو:
_ ملا صيب دى خوار د معلومولو په سر بر نه پوهېږي، دى خو ماشوم دى کنه، هسې بد يې وکړه ته يې وبښه .
_ چي سره معلومه يې نه كړو، نه يې پرېږدم، ده ما ته بې غيرته وويل، خپله شرمېږي نه خورې...
_ ګوره زويه ده بد وکړه او ته يې هم توريالى، ما ومنلې چې ته توريالى يې، نور يې نو پرېږده.
په دې وخت کې له کوټې د دنګ مولوي غږ لوړ شو .
اه، نورکه څه له کو شنيانو سره مښتى يې، بس يې که نو.
له دې غږ سره طالب غلى شو، ورو يې په خپل لاس کې راايستلې چاړه په بډه ووهله او ايله ورته د سراج هم پام شو، چې طالب چاړه هم راويستلې وه، نو له ډاره يې اندامونه زيږه شول، خو سمدلاسه يې په زړه کې شکر وايست، چې بلا وه، برکت يې نه و. بيا يې ورو شانې کوټې ته وکتل؛ په کوټه کې دنګ څڼور طالب هڅه کوله نورو ته داسې وښيي، ګوا کې نه غواړي، چې ښځو ته وګوري، نو ځکه يې په يوه دروند نظر برېښنا ته وکتل، يوه شېبه يې د برېښنا پر مخ نظر تم شو، خو سمدلاسه يې ترې سترګې واړولې. که څه هم سر يې په ږيرې، برېتونو او وېښتو پټ و، خو بيا هم د نظر څرنګوالى يې محسوسېده، پر شونډو يې يوه ناڅرګنده موسکا راڅرګنده شوه، د برېښنا پر خوا يې يو قدم وړاندې واخيست، بيا يې په نرمۍ ترې سترګې د امنې پر لور واړولې او په ټيټ غږ يې وويل :
ــ ښه اجاڼۍ، نو هغه غله برېښنا همدا ده، كواره خو يې هماغه رنګ ده.
بيا يې برېښنا ته په داسې قهر ژلي نظر، چې امنه او برېښنا دواړې يې ولړزولې، وروکتل، سمدواره يې چيغه کړه :
ــ اه غني! اه طلامامده! وايم الکو دلې راسئ.
بيا يې امنې ته په قهر ژلې ژبه وويل.
ـ اجاڼۍ ايله يې که نو.
خو امنه په برېښنا پسې نوره هم ونښته، دوه زلمکي طالبان، په دې وخت کې کوټې ته راننوتل، له ښځو نه لري په درناوي ودرېدل، دنګ څڼور ښکلى طالب چې ټولو ورته مولوي ساب، مولوي ساب، نارې وهلې، د دغې څڼورې او ځوانې ډلې قومندان ښکارېده. دنګ مولوي دوه زلمکيو طالبانو ته په نرمه ژبه وويل:
ــ الوکانو دېخوا سئ او بيا يې خپله د برېښنا په لور يو بل ګام هم واخيست، په داسې حال کې برېښنا ته نژدې کېده، په امنې يې سترګې ګنډلې وې، خو کله، کله به يې برېښنا ته يو غلچکى نظر هم اچاوه.
مولوي د امنې مخامخ ودرېده، په ترخه ژبه يې وويل :
وام اجاڼۍ! په خبره سر خلاص کړه او دورې سه که نه راڅه خوابدې کېږې.
لکه امنې چې څه نه وي اورېدلي، داسې يې برېښنا نوره هم غېږې ته نژدې کړه، چې دنګ مولوي پرې چيغه کړه :
اجاڼۍ نور مو نوپه عذابوې او له دې سره يې امنې ته لاس واچاوه؛ له مټې يې ونيوله او په ځواک يې خپلې خوا ته راکش کړه، په داسې حال کې چې په هماغه ځواک يې پر دېواله وويشتله، په چيغه يې وويل:
تاسې لاچکې بازارۍ په يوه خبره نه پويېږئ.
امنه له دېواله سره لګېدو نه وروسته پر ځمكه راولوېده، د هغې له رالوېدو سره جوخت په کور کې شور ماشور جوړشو، سراج څه ويل زلمي په کنځلو، کنځلو د ځان د خلاصون هڅه کوله، ګلالۍ کړيکې وهلې، خو برېښنا په دې منځ کې په داسې حال کې چې له څرکه يې خپلې دواړې مټې کړۍ، کړې وې، غلې ولاړه وه او په يوه ناڅرګند نظر يې خپلې مور ته کتل، چې مورئې له لوېدوسره جوخت په څلور شوه او د څڼور مولوي په لور يې په خاړپوسو منډې کړې.
امنه همدا چې د طالب پښو ته ورسېده، د هغه له پښو يې خپل لاسونه کړۍ کړه، هغې په چيغو،چغيو د خپلې لور د ګناه سپيناوى وغوښت. دا ځل دنګ طالب په نرمه ژبه وويل:
اجاڼۍ زما څه په وسه دي، اخر لور دې د خسر له کوره غلا کړې ده، هغه ده غلا يې هم معلومه سوه.
_ زما لور غله نه ده، هغه ما په پاکو شيدو لويه کړې ده، هغه ما غله نه ده لويه کړې، ما داسې شيدې نه دي ورکړي ...
طالب يوه شېبه غلى شو، داسې غلى شو، چې د ټولو ګومان پرې راغى، چې ګنې د امنې زاريو نرم کړ، خو طالب په نرمۍ د خپلو پښو خلاصولو په هڅه پيل وکه او لږ په ډېرې نرمۍ، چې د هغه د بڼې او څڼو سره نه ښايېدله وويل:
ګوره موره کې! ما ته امر سوى دى او بيا موږ په هغه څه پسې چې راغلي وو، پيداکړه، تا خپله وليدل، زه نوڅه کولاى سم؟
_ زويه داچا کسداً دلته ايښې وه، کنه زمونږ په کور کې خو يوه ټنګه هم نه پيداکېږي، دا اخر کوم چال دى، ما خو دا نه وې ليدلې.
ــ اوس مې پرېږده او له دې سره مولوي په يوه شديد ټکان سره خپلې پښې خلاصې کړې، سمدلاسه يې برېښنا ته مخ کړ:
ــ ژر کوه تياره سه، چې بېخې دې ناوخته كړ!
له دې سره امنه په کړيکو له ځايه جګه شوه او لا يې ملا کړوپه نيولې وه، چې مخ په برېښنا يې منډه کړه، يو ځل بيا يې برېښنا په غېږ کې ونيوله.
ــ د خداى لپاره بس دى، چې لور مې له نصيبه خواره ده، بس دى چې ښه ورځ يې نشته، هغه د خداى په دې دونه لويه خدايي کې څه لري، چې تاسې به يې ترې واخلئ، هېڅ به ترې وانه خلئ، لور مې هېڅ نه لري، هېڅ به ترې وانه خلئ.
بيا يې په داسې حال کې چې مورنيو تبجنو اوښکو ورته اننګي لانده کول، په قهر يې د برېښنا له غېږې نه څرک راکش کړ، ورسره يې برېښنا د طالب په لور ټېل وهله، په تنده ژبه يې وويل:
ــ درسره يو يې سئ، يو يې سئ، هسې هم زما دې خوارې لور ته خداى څه نه دي ورکړي، بس دغه يو په کې نه وو.
د امنې دا خبرې نه وې، لکه په کور کې چې د ژړا او کړيکو چاودنه وي، داسې ژړاوې او کړيکې وچاودېدې. امنې ملالۍ او زلمي په کړيکو او ژړا خولې پرانيستلې، د دوۍ له ژړا اوکړيکو سره د څرك، ژړا او د خپلې ولچک شوې مور خوا ته لاسونواو پښو وراولو هم ملګرتيا کوله، په دې منځ کې سراج سر ښکته او غلى ولاړ و. مګر پر مخ يې يوي، يوي اوښکې په سستۍ ځان راښکاره کاوه او برېښنا نو نور هېچا ته نه کتل، د مور په غېږ کې يې دڅرک پر مخ، لاسونو، پښو، ګيډي، سر او سترګو د ښکلولو باران واوراوه، داسې يې غېږې ته نژدې نيولې و، چې نژدې و، د هلک سا وباسي. امنې ترې هلک واخيست، ګلالۍ ته يې وسپاره، چې چېرې يې پټ کړي. برېښنا د تلو پر مهال تر شا د مڼې وچې ونې ته وکتل، چې د کوهي پر غاړه، لکه د دې په شان غلې او بې غږ و غوږه ولاړه وه.

  