لومړی څپرکی دوهم څپرکی دريم څپرکی څلورم څپکری پنځم څپرکی شپږم څپرکی

د شخصي واك پراختيا


د وظيفوي پرمختـګ او كورنۍ ترمنځ تعادل رامنځته كول
ستاسو يوازېنى ستونزمن كار د ځانګړي ژوند او دندې ترمنځ د توازن رامنځته كول دي. تاسو د رښتيني بري د لاسته راوړلو لپاره غواړئ ددې دوو ترمنځ د ارامۍ بهير واكمن كړئ اودا كار د فردي ځواك پراختيا ته اړتيا لري. د كورنۍ او دندې ناانډولي كولاى شي ډېر ښه مشر هم په خطر كې واچوي. كه غواړئ د لوړو او ځواكمنو كسانو له لومو څخه ليرې واوسئ، نو بايد زده كړئ چې كورني پروګرامونه د مديريتي ربړو په توګه ومنئ، نه د شخصي ستونزو په توګه.
 د اړتيا پر مهال د كور لپاره خدمتګار وټاكئ.
 دا واقعيت ومنئ چې ډېر واړه څيزونه نه ترسره كېدونكي دي.
 دا زده كړئ چې كمال خوښوونكى ونه اوسئ، ځكه دا ډېره هوسايي رامنځته كوي.
 په ځان كې شوخ طبعي ځواكمنه كړئ.
د شخصي ځواك ايجادول پر نفس اعتماد ته اړتيا لري، بايد اعتقاد ولرئ، هرڅه چې غواړئ كولاى شئ تعقيب يې كړئ او ددې توان هم لرئ چې په خپل چلند كې خپلو هدفونو ته ورسېږئ.
يوه ځواكمنه مېرمن نور خلك هم ځواكمنوي او داسې چاپېريال جوړوي، چې خپلې نظريې ووايي. هغه كس چې شخصاً ځواكمن وي، تر خپل واك لاندې خلك هڅوي چې هدفونه جوړ كړي. خپلې نظريې په څرګند ډول ووايي او د خپلو كارونو لپاره ارزښتمن مرستيالان وي، كاركوونكي يې احساسوي چې د هغوى پلوي او قدر كېږي.
شخصي ځواك: د واك په پراختيا، په لاس كې درلودلو، پرنفس اعتماد، مثبت انځور او مشخصو ارتباطي عادتونو سره پراختيا مومي. دا ټول صفتونه لاندې سره شنو:
1_ واك:
پر نفس اعتماد او پرخپلو مهارتونو او ځواكونو ډاډ ته واك ويلاى شو. واك د "زه كولاى شم ترسره يې كړم"؛ " زه د برياليتوب وړ يم". له اندود سره پيلېږي. لكه څنـګه چې تاسې له خپلو حقوقو څخه دفاع كوئ او هغه څه ته چې اړتيا لرئ او غواړئ يـې، له ځان او نورو سره مو د مرستې هيله پياوړې كېږي. ددې اندود وړانګه مو شاو خوا خپرېږي. هغه انځور چې د رينګ كښته پورته خوځي او خلك ورته لاسونه د بري په علامه اوچتوي. نارينه انځور دى، خو ښځې بايد خپل استعداد او دنده بدنامه نه كړي؛ هغوى بايد په هغه ځواك سره چې په واك كې يې لري، د هوسايۍ احساس ولري.
2_ پر نفس اعتماد: يو پرانيستونكى مهارت:
دا به ډېره ښه واى كه تاسو كولاى شول تصميم ونيسئ، د " پر نفس اعتماد" واټ ته ننوزئ او له بېلارۍ پرته په كې ژوند وكړئ. مشرانې مېرمنې بايد دا لار، د نفسي اعتماد په زده كولو سره ووهي. رښتينى ژوند له ماتې او پيچومو څخه ډك دى او هېڅوك په يوه وضعيت كې نه پاتېږي. موږ له دې درېيو سبكونو څخه كار اخلو، ښه زېرى دا دى چې كولاى شو زده كړو چې: ډېر وخت پر خپل نفس اعتماد ولرو.
الف: پر نفس له اعتماد پرته چلند انفعالي او غيرمستقيم دى. دا چلند كمبيني
زېږوي. پر نفس اعتماد نه لرونكى كس نفس ته اجازه وركوي چې
غوښتنې، اړتياوې او د نورو حقوق تر دوى ارزښتمن وي. پر نفس نه اعتماد د "برد وباخت" له موقعيت سره مرسته كوي. څوك چې پر نفس اعتماد ونه لري. لوبه بايلي او نورو ته دا وخت وركوي چې بريمن شي، (يا په ډېر ښه حالت كې له پامه وغوځول شي). ددې كار غزېدل له قربانۍ سره مرسته كوي، نه له بري سره.
ب: تريخ چلند: دا ډېر پېچلى دى. دا چلند كېدى شي انفعالي، فعال، رښتينى يا نارښتينى وي، خو بيا هم بې ادبانه او د برترۍ اغېز اچوي.
د سړي زړورتيا، غوښتنې او حق تر نورو لوړوي، په دې چلند سره سړى هڅه كوي ځان داسې مخكې كړي، چې نور خلك د ټاكنې حق ونه لري. دا چلند ناسم دى، ځكه د نورو خلكو حقوق تر پښو لاندې كېږي، هغه خلك چې دا چلند كوي، كېدى شي نور خلك بايللو ته اړ كړي او دوى بريمن شي. خو په دې كار سره ځان انتقام اخيستنې ته برابروي، هېڅوك دا ډول زورور سړى نه خوښوي.
ج:_ پر نفس د اعتماد چلند: فعال، نېغ او رښتينى دى. دا چلند د خلكو او ځان پر درناوي اغېز ښندي، پر نفس په اعتماد لرلو سره موږ خپلې غوښتنې او حقوق د نورو خلكو مخې ته ږدو او د (بري _ بري) نتيجې ته هڅه كوو. پر نفس اعتماد لرونكي كسان د نفوذساتنې، غوږ نيونې او مذاكرو له لارې بريالي كېږي، چې نور خلك همكارۍ ته لېوال كړي، له انتقام اخيستنې پرته داسې چلند د بري لامل ګرځي او رښتيني اړيكي پياوړي كوي.
دلته به په نفسي اعتماد سره د رهبريزو كارونو د لوړاوي، څو لارښوونې ولولئ:
 ځان ته وخت وټاكئ او پر ځان ټينګار وكړئ چې غوښتنې مو ليرې شي، دا كار له تاسو سره مرسته كوي چې پر نفس روغ درناوى پيدا كړئ.
 كله چې مرستې ته اړتيا پيدا كوئ، نو مرسته وغواړئ. د ډلې غړي شئ او پرېږدئ چې نور خلك پوه شي تاسو په خلا كې كار نه كوئ.
 د ګناه له احساس پرته "نه" ووايئ.
 خپل احساسات په جوت ډول بيان كْړئ، دا كار ستاسو لوړ شخصيت نندارې ته وړاندې كوي.
 د ودې د يوې لارې په توګه له نورو مرسته وغواړئ، دا كار مو بل بدلون ته ځواكمنوي.
 هغه څه چې غواړئ او اړتيا ورته لرئ، وغواړئ، پر خپلو هدفونو متمركز واوسئ، چې نور خلك مو ژمنې او هڅې وويني.
 د بري په هڅه كې واوسئ.
3:_ په واك كې لرل:
تاسو به هم دا متل ( په وړ وخت او وړ ځاى كې اوسېدل) اورېدلى وي. دا رښتيا ده او اغېزناك مشران پوهېږي چې څنګه يـې رامنځته كړي. خلك له هغو كسانو سره معاملې كوي چې پېژني يـې، ځواكمنې مېرمنې ماهرې شبكه جوړوونكې دي، كه د ډلې د غړي په توګه ځانونه ځواكمن كړئ، د ډېرو خلكو پام به در واوړي. ښه شبكه جوړوونكي هم ځان ته د خلكو ارزښتمنې ډلې جوړوي، چې كولاى شي له هغوى څخه اطلاعات او ملاتړ ترلاسه كړي.

تاسې تر خپل اټكل زيات اړيكي لرئ. ځان د يوه څرخېدونكې پره لرونكي توپ په بڼه تصور كړئ، چې په ارتباطي پرو محاصره شوى دى. ټول هغه كسان چې پېژنئ او هغه سازمانونه چې تاسو په هغو پورې اړه لرئ لاندېني شكل كې هغه څه چې ګورئ فهرست كړئ، بايد ټول هغه كسان او سازمانونه ياد كړئ چې كولاى شي له تاسو سره ستاسو په هدفونو كې مرسته وكړي، تصميم ونيسئ چې د فهرست له كسانو څخه هره اوونۍ لږ تر لږه له درېيو كسانو سره اړيكي ونيسئ، چې اړيكي مو خوندي شي.

په لاس كې لرل دا مانا لري چې تاسې خپل ځان پر خپلې نړۍ، خپل سازمان، مذهبي واحد، صنعت، مسلكي يا ټولنيزې ډلې وپېژنئ. چمتو شئ چې ليكنې وكړئ، له كمپنيو سره يو شئ او د بري لپاره له شبكو سره مله شئ.
 د خپلي صنعتي ټولنې غړي شئ.
 په خپلې دندې پورې له اړوندو مجلو سره ګډون وكړئ.
 د خپلې سيمې د سوداګريزو سازمانونو لكه سوداګريزو اتاقونو غړي شئ.
 ورځپاڼو او مجلو ته ليكنې وكړئ.
 هغه نورې لارې هم چې ستاسو تر پام درځي پرې زياتې كړئ.
4:_ ذهني انځور:
تاسې خپل واك د خپل ذهني انځور له لارې انتقالوئ، اغېزناك رهبران خپل واك څرګندوي، ايا تاسې يـې هم د يوه ځواكمن مشر انځور طرحه كوئ؟ غږ مو غښتلى دى او كه د يوه ماشوم غږ ته ورته دى؟، اّيا خبري مو له كنځلو سره ملې دي او كه د " او، او، او" په ويلو سره پر تورو او كليمو شك كوئ؟ كه كار مو په ټليفون پورې اړه پيدا كوي، نو خپل غږ (د هغه چا په اجازه چې ورسره خبرې كوئ) ثبت كړئ، چې د خپل غږ له څرنګوالي سره اشنا شئ. كله چې له چا سره خبرې كوئ، نو د كتو نېغ اړيكي وساتئ، هېڅكله دا هـڅه مه كوئ چې د لومړي كتو اغېز له منځه يوسئ. ځكه لومړنيو كتنو ته د غوره ذهني انځور ټاكنه ډېر ارزښت لري.
"مالكوم فوربس" ويلي دي:" لوړ ودرېږئ، نېغ درېدل او لوړ درېدل يو دروني حالت دى، له لوړ قد سره هېڅ اړيكي نه لري، هېڅ مصرف نه لري، خو د خوښۍ لامل ګرځي".
5:_ د مشخصو اړيكو عادتونه:
د خبرو پر وخت د خپلو خبرو ډول او خپل چلند ته پاملرنه وكړئ، غالباً له خبرو پرته ډېرې نورې علامې هم تر كليمو او تورو ډېرې خبرې كوي، هڅه وكْړئ بدن مو له هغې موضوع پرته نورې خبرې ونه كړي، چې تاسې يـې په خوله واياست.
لاندېني غوره عاتونه ښه تمرين كړئ، چې ستاسو دويم طبيعت شي.
 د خلكو سترګو ته وګورئ.
 د څېرې حالت مو له خپل پام سره برابر كړئ.
 نېغ ودرېږئ او په غوڅ ډول خبرې وكړئ.
 له بدني خوځونو څخه يوازې د خپل پام ټكي په روښانولو كې ګټه واخلئ.
د واك دا يو څو تمرينونه هم وكْړئ او تر هغه مهاله به منل شوې مشره نه شئ، چې خپل وړاندې كېدونكي ذهني انځور لپاره په جوت او نېغ ډول ليكني (تحريري)، ګړني (شفاهي) او اورېدو اړيكي زده نه كړئ. ټول څيزونه د اړيكو يو ډول دى.