لومړی څپرکی دوهم څپرکی دريم څپرکی څلورم څپکری پنځم څپرکی شپږم څپرکی

د ډلې رهبري

بېلګه يا سرمشق پرنورو د اغېزښندلو غور لار نه، بلكې يوازې وسيله ده.
البرت شوايتزر
ښځې كله - كله د رهبرۍ له منلو څخه ډډه كوي، ځكه ګومان كوي چې ټول رهبران يوازې وي او هر مهال ورته خطر متوجه دى، دا تصور ناسم دى، هر رهبر پلويان لري. چې د هغه پلوي كوي او د هغه تصميمونه ترسره كوي، رهبر د خپلې ډلې سازمان د يوه هدف پرلورې پرمخ بيايي: په ټاكل شوي وخت كې په مثبت ډول او لږ لګښت.
تاسې بايد د يوه رهبر په توګه: لږ ترلږه د خپل سازمان د موخو د ترسره كېدو لپاره د خپلې ډلې له مرستو څخه ګټه اوچته كړئ.

ځان ته د يوې بريمنې ډلې جوړوونكي په توګه امتياز وركړئ:
لاندېنى اندود (طرز تفكر)، ډله جوړونه ځواكمنوي. دا مقياس ستاسو د ځواكونو په پېژندنه اود هغو سيمو په ټاكنه كې چې په هغو كې به ايجادول ګټور وي، له تاسو سره مرسته كوي. هغه عددونه چې تر ټولو وړاندې مو د اندازې له مخې موقعيت څرګندوي، په نښه كړئ. هرڅومره چې غټ وي، ستاسو د لوړ صفت مانا لري، وروسته يې دامتيازونو ټولګه وشمېرئ.

1- په كاركوونكو كې هغه څوك ټاكم، چې د دندې اړتياوې پوره كوي او له نورو سره هم په ښه ډول كار كوي.
7 – 6 – 5 – 4 – 3 – 2
2- د هدف جوړونې په فعاليتونو كې د ستونزو په غوڅولو او د ښې ګټې اخيستنې په كار كې د كاركوونكو په ګډون سره، هغوى ته د مالكيت احساس وركوم.
7 – 6 – 5 – 4 – 3 – 2
3 – زه په كاركوونكو كې د يو ځاى كاركولو او د يو او بل ملاتړ له لارې ډلييزه روحيه رامنځته كوم.
7 – 6 – 5 – 4 – 3 – 2
4- زه له كاركوونكو سره په رښتينې او جوته توګه خبرې كومه او له هغوى څخه هم همدا تمه لرمه.
7 – 6 – 5 – 4 – 3 – 2
5- زه له خپلو كاركوونكو سره پر خپلو جوړ جاړيو عمل كومه.
7 – 6 – 5 – 4 – 3 – 2
6- زه خوشحالېږم چې د ډلې غړي يو بل سره وپېژني، چې يو له بله شخصي باور، درناوى، ځواك او استعدادونه زده كړي.
7 – 6 – 5 – 4 – 3 – 2
7- زه دا ډاډ ترلاسه كومه چې كاركوونكو د خپلو كارونو د ترسره كولو لپاره وړ زده كړې ترسره كړې دي.
7 – 6 – 5 – 4 – 3 – 2
8- زه پوهېږمه چې د خلكو ترمنځ نيوكې طبيعي خبره ده، خو زه هڅه كومه وړاندې تر دې چې هغه ورانوونكې شي، ټول په عادلانه او ګړندې ډول حل و فصل كړم.
7 – 6 – 5 – 4 – 3 – 2
9- زه پر دې ګروهمنه يم، خلك به هغه مهال په ډلييز ډول كار وكړي چې پوه شي څه تمه ترې كېږي او څه ګټې به لاسته راوړي.
7 – 6 – 5 – 4 – 3 – 2
10- كه تر وړ زده كړو وروسته د ډلې يو غړى ونه توانېږي يا ونه غواړي منطقي معيار ته ورسېږي، زه به يې په بدلولو كې شك ونه كړم.

7 – 6 – 5 – 4 – 3 – 2
ټولګه

د 60 او 70 ترمنځ امتياز دخلكو په اړه د مثبت فكر څرګندوى دى، هغه اندود چې د يوې پياوړې ډلې د جوړونې او ساتنې لپاره ضروري دى،40 او 59 د منلو وړ دى او په منطقي هڅو كولاى شو ډله جوړونه وكړو، هغه كس چې تر 40 لږ امتياز لري، بايد خپل اندود په ځير سره بررسي كړي.
د سره تړلو ګڼو ډلو څرنـګوالى:
په ټولو موقعيتونو او كاريز شرايطو كې اغېزناكې ډلې ګډ څرنګوالي نندارې ته وړاندې كوي. رهبران بايد دغو څرنګوالو ته په خپلو ډلو كې پراختيا وركړي. يو اغېزناك رهبر دا ډاډ ترلاسه كوي، چې:
- د ډلې غړي د رهبر پر ليدلوري (بينش) پوهېږي او مني يې.
- د ډلې غړي يو او بل ته درناوى لري او په راتلونكې پېښه كې به يو پر بل ګران وي.
- خلك له دې نه چې د ډلې غړي دي، رضايت ترلاسه كوي.
-اړيكي جوت دي او ټول غړي دې ته هڅول كېږي، چې په خبرو- اترو او د امكان ترحده په تصميم نيونه كې برخه واخلي.
- ډلييز غرور او احساس لري.
- په ډله كې اختلاف لږ دى او كله چې يو اختلاف رامنځته كېږي، له جوړوونكو او رغوونكو فنونو څخه په كار اخيستو له منځه ځي.
- د ډلې غړي يو له بل سره همكارۍ ته هڅول كېږي.
- په ټوليز ډول، په ډلييزه توګه تصميم نيول كېږي او ستونزې غوڅېږي.
- د ډلې غړي دا زده كوي چې په ارام او هوسا ډول يو له بل سره كار وكړي.
- - د ډلې په منلو او هڅولو سره ډلې ته په ازاد ډول كار كېږي
- - د ډلې غړي لنډمهالي او اوږدمهالي هدفونه او د هغو دندې پېژني او په كې برخه اخلي.
پاسنيو ځانګړتياووته په پام سره لاندېنيو پوښتنو ته په لنډ ډول ځواب وركړئ:
خپلې ډلې ته څو نومرې وركوئ؟
……………………………………………………………………………..
ستاسو د ډلې ځواكونه كوم دي؟
……………………………………………………………………………..
ستاسود ډلې كمزورۍ كومې دي؟
……………………………………………………………………………..
د خپلې ډلې د ښه والي لپاره څه كولاى شئ؟
…………………………………………………………………………….
د ډلو د رهبرۍ لپاره اووه اّرونه:
د خپلې ډلې د رهبر په توګه بايد ډاډ ترلاسه كړئ چې د ډلې روحيه مو پياوړې ده او هغه فعاليتونه چې ترسره كوئ يـې ګټور دي. دې موخې ته د رسېدو لپاره لاندې اووه لارې فهرست شوي، پر اوس مهال چي هره يوه د خپلې ډلې لپاره ترسره كوئ، په نښه كړئ.
زه هڅه كوم چې:
- 1 – له ټولو كاركوونكو سره برابر چلند ولرم او د اړتيا پر وخت پر كړنو شخصي پاملرنه هم وكړم.
- 2- د ډلې له ټولو غړو سره پر خپلو ټولو ژمنو وفا وكړم.
- 3 – غوڅ دريځه واوسم او مثبت چلند وكړم، اّن كه منفي احساس هم ولرم.
- 4-د ډلې د تګلارو او تګلورو پلوي وكړم.
- 5- زغم ولرم، پوهېږم چې نور غړي د فشارونو په وړاندې د رهبر د غبرګونونو پېښې (تقليد) كوي.
- 6- د ډلې د غړو د كتنې او خبرو اترو لپاره وخت پيدا كړم.
- 7 – ټولې موخې مې رڼگې وي او ټول ورباندې پوهېدلي وي.

كه مو پام شي چې پاسني اصول نه مراعاتوئ، د چاره كولو لپاره يې غوره وخت مصرف كړئ.
كولاى شئ رهبرۍ ته د نورو مهارتونوپه څېر په يوازې او تلپاتي ډول د تمرين، تمرين او تمرين له لارې ښه والى وبښئ.
د ډلې د غړو څرنـګوالى:
د هرې ډلې غړي كمزورۍ او ځواكونه لري، تاسې بايد د ډلې د رهبرې په توګه دا زده كړئ چې د ډلې د ښه والي لپاره له ډلييز ځواك څخه په كار اخيستو خپلو دندو ته نوره پراختيا هم وركړئ، تاسې خپلې خپلې ځانګړتياوې لرئ، چې بايد ورته پام وشي، له هغو اطلاعاتو څخه چې د خپلې رهبرۍ د سبك په اړه مو ترلاسه كړل (14 مخ) كار واخلئ او وروسته هماغه ځانګړتياوې د خپلې ډلې دغړو په اړه وكاروئ. په ډله كې د انګېزې رامنځته كولو ښه وضعيت هماغه دى، چې سپارل شوې دندې له شخصيتونو سره همغاړې وي.

عادي غړى:
- هوسا موقعيت غوره ګڼي.
- نژدې اړيكي خوښوي.
- په ځنډ سره بدلون مومي.
- د وړاندليد(پېشبينۍ) وړ دى.
-زغم لرونكى دى.
- له دې سره مينه لري چې له يوه كس سره وګوري.
- د اوسنۍ وضعې پلوي كوي.
- انحصار غوښتونكى دى.
- وفاداري پالي.
- ارام او هوسا چاپېريال يې خوښېږي.
- ډلې ارزښتمنې ګڼي.
تحليلوونكى غړى:
- له ټاكل شويو كړنلارو سره مينه لري.
- ناڅاپي بدلونونه يې نه خوښېږي.
- پردې ګروهمن دى چې غور، جوړوونكى څيز دى.
- د پانګو په اړه دقيق دى.
- د ځان او نورو په اړه اوچت معيارونه لري.
- په اندېښنه كې دى.
- عام خوښوونكى دى.
- تر هغه مهاله چې د خپلې نظريې پر ښه والي ډاډه نه وي، نه يې رابرسېره كوي.
- دندې ته لېواله دى.
- په تصميم نيونه كې كمزورى دى.
- په كارونو كې له منطقي تګلارو څخه كار اخلي.
واك غوښتونكى غړى:
- مقام او واك ته لېواله دى.
- ژر ستړى كېږي.
- بدلون او اوښتون يې خوښېږي.
- ارزښت د بري له مخې سنجوي.
- له نورو څخه نېغ ځواب غواړي.
- تر ځان بل مشر نه خوښوي.
- پر خپل نفس ډېر اعتماد لري.
- ډېر هوډمن او زړور دى.
- ښه امتياز منونكى دى.
د بري لپاره لوبه كوي.
- ګړندى او كم حوصله دى.
- واكمن او تمه لرونكى دى.
كاريزماتيك غړى:
- په ټولنيز محبوبيت او شهرت سره، برى ترلاسه كوي.
- نه غواړي چې د جزئياتو او څارنې په بند كې وي.
- له خپل ځواك څخه ښه كار اخلي.
- زړه سواند دى.
-مينه ناك دى.
- د بيان ښه مهارت كاروي.
- د اعتماد وړ دى.
- خلك ښه راكاږي او هڅوي يې.
- له ځانه راضي، تبليغي او ډاډمن دى.
- شور او شوق لري.
د خپلې ډلې غړي وارزوئ!