لومړی څپرکی دوهم څپرکی دريم څپرکی څلورم څپکری پنځم څپرکی شپږم څپرکی

د اغېزناكو مشرانو څرنـګتياوې

مسووليت ومنئ؛ چې خلك درته مسووليتونه دروسپاري، ښاد او روغ پاتې شئ. د خپلو كارونو او ژوند لپاره د بدوالي او ښه والي په ګډون مسووليت ومنئ، چې د مشرتابه مقام ته ورسېږئ او له هغو كسانو څخه واوسئ چې نور خلك درباندې ډاډه شي اودا به ستاسو بدله دركړي.
دانيل ميچام
له (معجزهء اعتماد به نفس) نومي كتاب څخه

د دندو په شننو كې د "مدير" او "مشرتابه" نومونه په يوه مانا كارول كېږي، كېدى شي تاسې يو له دغو سرليكونو څخه په ځان كې ولرئ، خو هېڅ يو په خپلسري ډول ستاسو مشري نه كوي.
"رهبر" سرليك بايد د خلكو په هڅونو او د ښه كار په ترسره كولو سره لاسته راوړو، يو بريمن رهبر د خپل سازمان په وړاندې متعهد دى او هغه تعهد په خپلو پلويانو كې هم روزي.

بريمن مشر:
- خپله دنده او مسووليت په ژوره توګه پېژني.
- د روانوپرمختګونو، تګلورو او تيوريو په خوا كې اوسېږي.
- د هغه خپل خلك د هغوى ځواك، كمزورۍ، هيلې او موخې پېژني.
- د خدمت او برياليتوب په برخه كې له نورو سره ګډ تصور او ليدلورى لري.
- په خبرو او كارونو كې د خپل شخصيت ځواك څرګندوي.
د مشر او پلويانو ځانـګړتياوې:
مشر پلوى
ښه اورېدونكى ښه ويونكى
په واك كې تر واك ليرې
هوډمن شكمن
زړه بايلونكى خودبينه
ستونزغوڅوونكى ستونز جوړوونكى
خوش بين بدبين
امتياز وركوي امتياز اخلي
له مسايلو سره مخامخېږي له مسايلو څخه ليرېوالى مومي
نېغې خبرې كوي نا نېغې خبرې كوي
تېروتنې مني نور خلك ترټي
وايي" هو!" دكار د نه ترسره كېدو دليل جوتوي
له شورماشوره ډك كرار
ترخپل واك لاندې پياوړي خلك خوښوي، تر خپل واك لاندې كمزوري خلك خوښوي
منونكى نه منونكى
د خپلې رهبرۍ ځواك وازمويئ!
1- زه په بېلا بېلو وختونو كې د مثبتو چارو په هڅه كې يم معمولاً كله كله ډېرلږ
2- زه له تېروتنو څخه د څه زده كولو مينه وال يم
3- زه تل د نورو برياليتوبونه منم.
4- زه باوري ارزښتونه راغبرګوم.
5- زه د واك وېشلو د لارو چارو په لټه كې يم.
6- زه هوډمن او ځواكمن يم او دندې بدلوم.
7- ما اوږد مهالي پروګرامونه ليكلي او د هغو په اړه متعهد يم
8- زه پوهېږم چې په نورو خلكو كې څنګه انګېزه رامنځته كړم.
9- زه پوهېږم چې څنګه ډلييزه روحيه او هڅه رامنځته كړم.
10-زه تل د خپلې ډلې په وړاندې رښتينى اوجوړوونكى يم.
11- زه په بيړه پرېكړه كوم.
دغو پوښتنوته د "معمولاً" ځواب وركولو هڅه د رهبرانولپاره لوړه موخه ده. كه مو هرې پوښتنې ته په (كله كله) اويا هم (ډېر لږ) سره ځواب وركړى، بايد ددې كتاب لوستل ستاسوموخه وګرځي، لاندې د خپلې رهبرۍ موخې وليكئ. د سارې په توګه" زه د داسې شېبو په تمه يم چې نور هم هوډمن واوسم".
لومړۍ موخه.
دويمه موخه.
درېيمه موخه.
څلورمه موخه.
پنځمه موخه.
درهبريزو سبكونو بېلابېلوالى:
د رهبرانو په شمېر رهبريز سبكونه شته، ډېر سبكونه عملي دي، چې ځينې يې بيا تر ځينو نورو اغېزناك وي.
درهبرۍ يوه اغېزناكه لار به تاسوته اجازه در كړي چې:
- رښتينې او اړوندې موخې تشخيص كړئ او خپل هدف يې وګرځوئ.
- رښتيني او اړوندې پايلې لاسته راوړئ.
- خپلې موخې د سازمان له موخو سره همغاړې كړئ.
- د كړنلارې داسې يو معيار جوړ كړئ، چې د څرنګوالي، څومره والي، پرخپل وخت اوسېدلو او د ګټې اندازه كولو بنسټ ولري.
- د اړتياله مخې خپل پروګرامونه وڅارئ.
- اړيكي وساتئ.
تر هغه ځايه چې د مديريتۍ كوم سبك ستاسو خنډ وي، بې اغېزې دى، بايد بدل يې كړئ.
ستاسو سبك كوم دى؟
كله چې د رهبريز سبك ډولونه او ځانګړتياوې لولئ، هغه صفتونه په شنه قلم په نښه كړئ، چې تاسې انځوروي، بيا خپل په نښه شوي توري وڅارئ او پر هغو چې تاسې ګومان كوئ ستاسو د اغېزناكتيا لپاره زيانمن دي، ژېړ قلم راوكاږئ، بيا ليكلړ ولولئ او پر هغو صفتونو سره دايره راوګرځوئ، چې ستاسو په اند ستاسو پرمختـګ ته ګټگور دي، كله چې مو تمرين پايته ورساوه، د خپلې اوسنۍ رهبرۍ له شتمنيو څخه به يو ښه انځور لاسته درشي، په هغه څه چې لاسته راوړلاى يـې شئ، كولاى شئ د يوه اغېزناك رهبر په توګه نورې لارې چارې هم ولټوئ.
له هغه سره مو د كاركوونكو د كاري سبكونو د كتنې او ستاسو د خپل سبك عيارول ښايي ګټور وي، دېته "اقتضايي رهبري" وايي او ډېره كارېږي، د ساري په توګه كله چې له يوه شنونكي سره سر وكار لرئ، بايد جزئيات جوړ كړئ او په زغرده يـې ارايه كړئ. كه مو سبك په طبيعي ډول بل شى دى (د ساري په توګه كه مو سبك "كاريزماتيك"دى) كېدى شي د نورو خلكو په هڅونه ستاسو اړتيا د يوه شنونكي په رهبرۍ كې بې اغېزې وي، په دې كتاب كې به ډېر وخت ولرئ چې اقتضايي رهبرۍ زده كړئ او تمرين يې كړئ.
د ښځو لپاره دوه اصلي سبكونه شته: كرار او ټولنيز يا كارنده.
لومړى: كرار سبكونه
 

د ډلې دوديزې لوبغاړې دشنونكي د حل مسئله
پلوۍ كمال ګرا(وسواسي)
صلي كمزوري: تر حد ډېر مني. اصلي كمزوري: تر حدډېرې
مينه ناكه او خير غوښتونكې پوښتنې كوي
اسان ګيره او صبوره دنده پېژندونكى او خودداره
سلا كوونكې او غلې پرېشانه بالغه
لږ خطر منونكې او وفاداره كمال خوښوونكې او روڼاندې
د لوبډلې د وړاندليد (پېش بېني) وړ له لوړو معيارونوسره دقيقه
په خپلسري ډول نظم رامنځته كوونكې
 


دويم: ټولنيز سبكونه
واك غوښتونكې او څارونكې كاريزماتيك هڅوونكې
لارښوده هڅوونكې
اصلي كمزوري: ترحد ډېره اصلي كمزوري: تر حدډېرې
لارښوونه كوي خبرې كوي
نېغ خطر منونكې له شوره ډكه او اغېزناكه
ځواك بښونكې څارونكې زړه سوانده او سخي
پر نفس له اعتماد سره ګړندۍ دوستانه لېوالتيا
سوچ كوونكې ټولنيزه او بااحساسه
ځواكمنه مسووله پر كاريزماتيك شهرت مينه
ځواكمنه او ځايغوښتونكې  



ستاسو اندون دومره لوړ غږېږي، چې كاركوونكي ستاسو خبرې نه اوري.
الوودچپمن
ستاسو اندود د يوه مشر په توګه دكاركوونكو د بېړې او حال سرمشق دى. خلك يو بل راغبرګوي (منعكسوي) او كاركوونكي په ځانګړي ډول مديران، ځان راغبرګوي.
كه ستاسو اندود مثبت او هڅوونكى وي، ستاسو همكاران ستاسو د فكر په پياوړتيا او مثبتيا سره ستاسو اندود منعكسوي.
خو كه تاسو ګيله وكړئ او د قربانۍ رول ولوبوئ، نوځان به د خپلو انځورونو په منځ كې ومومئ، ستاسواندود ستاسو پر ګټو هم اغېز اچوي. كله چې له كاركوونكو سره ښه اړيكي ټينګوئ او تل خپل مثبت فكر نندارې ته وړاندې كوئ، كاركوونكي به په ډېره ګټه هغه ته ځواب وركړي.
خو هېڅوك هم د تل لپاره په اوج كې نه وي، كله-كله شخصي مسايل، جسمي ستونزې او نورې ربړې ستاسو احساس او اندود له منځه وړي.
لاندېني سرليكونه د سختۍ پر مهال د مثبت فكر ساتلو په برخه كې درسره مرسته كولاى شي:
 د سپورت يو منظم پروګرام ولرئ.
 -خپل ژوند او كار په ورين تندي سمبال كړئ.
 -خپلې لويې موخې وړو موخو ته راماتې كړئ، چې ورته ورسېږئ.
 د ورځې په بهير كې د ځواك د بيا ترلاسه كولو لپاره لنډمهالي استراحتونه ولرئ.
 دكار او تفريح ترمنځ اغېزناك تعادل وساتئ.
 دخپل ژوند د پراختيا او ژورتيا لپاره په خپله خوښه چمتو شئ.
 كار وكړئ چې مسلكي ښكاره شئ.
 داسې يو كس پيدا كړئ چې د يوه رازلرونكې او لارښودې تابلو په توګه ورباندې باور ولرئ.
د رهبرۍ تمرين:
خپل اندود وټاكئ، هره جمله ولولئ او پر هغو تورو دايره وكاږئ چې ستاسو په فكر د اندود په مقياس كې مو د ځاى ښوونكي دي. كه مو پر لسم عدد دايره وكښله، دا په دې مانا ده چې نه شي كېدى ستاسو اندود ته په دې برخه كې لوړتيا وبښل شي، كه پر يوه (1) عدد دايره وكاږئ، يانې تاسو دا وايئ چې اندود مو ډېر بد دى. رښتينې واوسئ:
لوړ(مثبت) ټيټ (منفي)
1- زما په اند هغه امتياز چې ريس يې زما اندود ته راكوي دادى:10 9 8 7 6 5 4 3 2 1
2- هغه امتياز چې زما همكاران يې زما اندود ته راكوي: 10 9 8 7 6 5 4 3 2 1
3- هغه امتياز چې زما د كورنۍ غړي يې زما اندود ته راكوي: 10 9 8 7 6 5 4 3 2 1
4- هغه امتياز چې زماترلاس لاندې خلك يـې زما اندود ته راكوي: 10 9 8 7 6 5 4 3 2 1
5- هغه امتياز چې خپله يـې په رښتينې توګه خپل اندود ته وركوم: 10 9 8 7 6 5 4 3 2 1
6- زما د اغېزناكتيا سطحه: 10 9 8 7 6 5 4 3 2 1
7-زما د پنځونې(تخليق) سطحه: 10 9 8 7 6 5 4 3 2 1
8- د كار په اړه مې خپله لېوالتيا: 10 9 8 7 6 5 4 3 2 1
9-له ژوند سره مې دلېوالتيا سطحه: 10 9 8 7 6 5 4 3 2 1
10- عادت او خوى( هغه زغم او احساسات چې د نوروپه اړه يې لرم):
10 9 8 7 6 5 4 3 2 1

ستاسو د امتياز ټولـګه:
90 او تر دې لوړ امتياز ددې نښه ده چې ستاسو اندود ښه دى او د انډولونو (معادلونو) برابرولو ته يـې هېڅ اړتيا نه لرئ؛ د70 او 89 ترمنځ امتياز دا ښيي چې ستاسو لپاره لږ برابروالى په كار دى؛ د 50 او 69 ترمنځ: عمده برابروالي ته اړتيا لري؛ كه مو امتياز تر 50 لږ وي، يوې بشپړې كتنې ته اړتيا لرئ.
د رهبر اندود او ليدلورى (بينش):
اندود اخيستونكى دى، نه درس وركوونكى.
الوود چپمن
د سازمانونو ټول رهبران د مديرانو نقش نيسي او يو مثبت لامل په كې ورزياتوي. دې مثبت لامل ته بينش (ليدلورى) وايي.
ستاسو ليدلورى:
ستاسو اندود بايد ستاسو له موخې او د سازمان له دندې او موخې سره همغاړى وي او د هغو پلوي وكړي. تاسو خپل ليدلورى په ساده او الهام بښونكي بيان لېږدوئ، ويې ليكئ او خپور يې كړئ چې نور يـې هم وويني، ټول: د دندو په شننو، پروګرامونو، كړنلارو او شخصي موخو كې ځاى كړئ. هېڅكله مه پرېږدئ چې ستاسو خلك، خپل ګډ ليدلوري له پامه وغورځوي.
هغه مشر چې ليدلورى لري داسې وي:
- روحيه وركوي او انګېزه رامنځته كوي.
- راتلونكي ته ګوري او ځان ته يو بشپړ ليدلورى انځوروي.
- له كاركوونكو څخه ښې او لوړې پايلې لاسته راوړي.
- د برترۍ، رښتينولۍ او ګټې اخيستنې په وړاندې ژمن دى.
- اغېزناك اورېدونكى دى.
څو دقيقې د خپل كاري ليدلوري په اړه سوچ وكړئ، وروسته يې په راتلونكې تشه پاڼه كې رالنډ كړئ. د كتاب په پاى كې به دا وخت ولرئ چې خپل ليكل شوي توكي له سره وګورئ او تجديد نظر كړئ.