لابه ډير ګلونه واشي په داباغ كې

زه ګران اجمل يوسفزى له دولسو كالو راهيسې پيژنم څومره چې ماهغه ليدلى ،لوستلى اواوريدلى دى نودژوند پرهرپړاوكې مې بريالى موندلى دى ، اجمل په خپل لږعمركې دومره ډيركاركړيدى چې ډيروهغو خلكوچې دشهرت لوړوپوړيو ته هم رسيدلي دي نه دي كړي ، دى په يووخت كې اديب ،د ليكوال ، شاعراوژورنالست هم دى اودسياست بې كچه مينه وال هم ، دملي خدمت ترڅنګ يې ترډيره حده دخپلې سيمې اوولس خدمت هم كړيدى، دهيواد دننه اوله هيوادڅخه بهربه داسې پښتوخپرونه نه وې چې داجمل يوسفزى شعراويا نثردې په كې خپورشوى نه وي ، داسې كلتوري اوسياسې ټولنې به هم كمې وي چې دې دې په كې ونډه ونلري دوخت په نبض پوه اودشرايطوپه نزاكت خبردى ، په پيښور ، جلال اّباد، كابل ، كندهار، بلخ ، اوهرات كې خوزه دده دمطبوعاتو هڅواوهلو ځلو عيني شاهد يم ، اجمل خپل مطبوعاتې اوسياسي هويت ښه وځلانوه اوښه پرمخ ، ولاړ حمزه بابا (رح) وايي چې شاعران دپشه كال دمچانو په څير دي چې په ژمي كې ترې ايله څوپاتې وې خواجمل هغه دى ترننه دپښتو ادب په اّسمان ځليږې اوپه راتلونګي كې هم ترې نهيلي نه يو.

اجمل يوسفزى دهيوادپه انقلابى شيبوكې دملت خواونيوه ، همدلته برى دشعوراوالهام پرښتو خپلې همايونې وزرې وغوړولې اودجهاد مورچل يې په خپلو له وياړه ډكوزمزمو تودوساته ،
اجمل نوښتګر اوبريمن ځوان دى ، دتخليق ځواك يې پياوړى اودكار استعداد اوانرژي لري چې كله دادب په ډګركې يې تراوسه څوټوكه اثار ټولنې ته وړاندې كړي دادارى په ډګركې هم دبلخ پوهنتون درياست په څير مهم اوكاري پوست پرمخ بيولى شي. داجمل داړيكو دايره پراخه ده خوپه پالنه اوپوښتنه كې يې هم بريالى دى ، ژوند يې دنورو ډيروافغانانو په څير له لوړو او ژورو ډك ، ټول څپې څپې او مداوجذر دى ښايې دژوند ژوند به يې په همدې څپوكې وي .
(( موجيم كه سكون ماعدم ماست ))
زه په داسې حال كې چې داجمل دفن اوهنر دښاپيرۍ ځواني اوښكلاتانده وينم دهغه دپنځونې ناوې لاپسوللې غواړم.

درنښت اونمانځنه

محمدحسن حقيار
2 – 2 – 5 – 1 م 81 – 2 – 1 هه . ل