اجمل او (( دځنګل ځناور ))

مخكې مې دهيواد ځوان هڅانداوپياوړى ليكوال اوشاعر وروراجمل يوسفزى دازمښت ډولۍ ، په نوم دكيسو ټولګه او( رڼې اوښكې ) شعرې ټولګه لوستې ووهغه مهال مې يوسفزى په ذهن كى ديوه رياليست شاعر اوليكوال په حيث انځوراوه ،او كله چې پروسږ كال همدامهال راته يوسفزى صاحب دخپلې لمړنۍ ليدنې په ترڅ كې وويل داځل يې ويلاړكړى دى چې يوسمبوليك اثربه ليكي اودااثر به زمونږ ددغې څوويشت كلنې غميزى دپيل دځينو لاملونو يوانځور وي كه رښتيا ووايم په څو دليلو نو مې باور نه راته :
لمړى داچې يوسفزى ډيرځوان اودلږې تجربې خاوندو دويم داچې كه څه هم په دې وروستيو وختونوكې له بد مرغه زمونږ ځينو ، ځينو ايله دګوتوپه شمير ځوانوليكوالو كې سمبوليزم ته كږون پيداشوى دى، اوپه دې برخه كې يې ټولنې ته ډيرښه اوديادوړ اثار وړاندې كړي دي خوبياهم اوس اوس په پښتوژبه كې سمبوليك اثار
دګوتوپه شمير دي چې داخپله يوه ستره ادبي تشه ګڼلاى شو ښائي يولامل يې هم داوي چې زمونږ په ادب كې سمبوليزم يوه نوې ښكارنده ده داخوښكاره ده چې دليكوالو هم ورته نوى پام اوښتى دى نوځكه به ليكوالوته ستونزمن هم ښكاري ،

اوبل دليل يې داوچې ښاغلي ليكوال ، مخكې له دې څخه كوم سمبوليك اثرنه وخپور كړى اوكه كومه سمبوليكه ليكنه يې كړي هم وي نومانه وه لوستې اودغې لارې ته يې ډيرنوى اوتازه دمه رادانګلى و،
خويوكال وروسته يوسفزي صاحب خپل يوسمبوليك اثرراته راوړچې دادى ستاسو په لاس كې دى يوسفزي نه يواځې داپه زبه ورسوله چې سمبوليكه ليكنه هم كولاى شي بلكې په دغه ډګركې ښه تورزن هم دى ،
اوزه دښاغلي دامقام دخپل سمبوليك ادب دغنا لپاره يوښه زيرى ګڼم اوترڅنګ يې ستايم ،
( دځنګل ځناور) لكه مخكې مې چې وويل زمونږ دڅوويشت كلنې نادودې دپيل دځينو لاملونويوښه اوپرځاى انځور دى ،
لكه ګيدړڅرنګه اوولې دې ته هڅيږى چې ليوان اوپړانګان بايد يوبل سره لاس اوګريوان كړي ،
زه نه غواړم چې دليكوال په دغه ښكلى اثر ډيرې خبرې وكړم خودومره وايم چې په دغه اثركې دليكوال ژبه ډيره خوږه ده په تيره كله چې زمونږ دكليوالي اصطلاح ګانو اومتلونو مالګه ورسره ګډيږي نولايې خواږه ډيرشي ،
ليكوال هڅه كړې چې سمبولونه پرځاى اووړوكاروى لكه دګيدړ سمبول اودهغه كركټر چې داپه خپله ډيرپرځاى راغلى دى خوځينې وخت ليكوال نه ځينې سمبولونه تتيږي .
بله داچې دكيسې پيل ته كه راشو نو كه دكيسې پيل ددريو پتنګانو له الوت نه شوى واى دابه ډير په زړه پورې اوشكلى پيل و، داځكه چې دپتنګ ، مځكې ، لمر ، وريځ اوګل ترمنځ مخكينى بحث كه څه هم ډيرښكلى دى خوبياهم ددغې كيسې دهدف سره هيڅ ډول تړاونلري اوداپه خپل ځاى يوځانګړى بحث دى ،
خودا دوه نيمګړتياوې داسې نيمګړتياوې دي چې دكيسې دښيګڼو سيورى پرې اوچت ښكاري زه ښاغلي ليګوال ته ددغه په زړه پورې اثردخپريدو مباركي وايم اوهيله لرو چې په راتلونكي كې هم ښه اوغوره اثارټولنې ته وړاندې كړي.

په همدې هيله
درنښت
عارفه عمر لور
2 00 2 / 4 / 24 پيښور ارباب روډ